تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه   الم ﴿۱﴾ الف، لام ، میم (ستر دى هغه الله، چې دا ستر كتاب يې د الفبا له ساده ټكيو منځ ته راوړى دى) (۱)    ذَلِكَ الْكِتَابُ لاَ رَيْبَ فِيهِ هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ ﴿۲﴾ دا (برمیال) کتاب (چې) په (حقانیت) کې یې […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه

 

الم ﴿۱﴾ الف، لام ، میم (ستر دى هغه الله، چې دا ستر كتاب يې د الفبا له ساده ټكيو منځ ته راوړى دى) (۱) 

 

ذَلِكَ الْكِتَابُ لاَ رَيْبَ فِيهِ هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ ﴿۲﴾ دا (برمیال) کتاب (چې) په (حقانیت) کې یې شک نشته (او) پرهیزګارانو ته لارښود دی‏. (۲)
الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ ﴿۳﴾ (متقیان) هغه کسان دي، چې پر غيبو (څه چې له حسه پټ دي) ايمان لري، لمونځ كوي او زموږ له وركړې روز‌‌‌‌ۍ (د الله په لار کې) لګښت كوي. (۳)
والَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ وَبِالآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ ﴿۴﴾ او هغوى پر څه چې پر تا نازل شوي او څه چې تر تا مخكې [پر مخكېنيو پېغمبرانو] نازل شوي ايمان راوړي او پر آخرت باور لري. (۴)
أُوْلَئِكَ عَلَى هُدًى مِّن رَّبِّهِمْ وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ﴿۵﴾ دوى د خپل پالونکي له لوري پر سمه لار دي او همدا دوى بريالي دي . (۵)
إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ سَوَاءٌ عَلَيْهِمْ أَأَنذَرْتَهُمْ أَمْ لَمْ تُنذِرْهُمْ لاَ يُؤْمِنُونَ ﴿۶﴾ په حقيقت کې څوك چې كافران شوي (او پر خپل کفر ټینګار لري)، ورته بې توپېره ده، كه (له الهي عذابه) يې ووېروې یا و نه وېروې؛ ايمان نه راوړي(۶)
خَتَمَ اللّهُ عَلَى قُلُوبِهمْ وَعَلَى سَمْعِهِمْ وَعَلَى أَبْصَارِهِمْ غِشَاوَةٌ وَلَهُمْ عَذَابٌ عظِيمٌ ﴿۷﴾ الله د دوی پر زړونو او غوږونو ټاپه لګولې او پر سترګو يې (د غفلت) پرده ده او ستر عذاب ورته (څارو) دى. (۷)
وَمِنَ النَّاسِ مَن يَقُولُ آمَنَّا بِاللّهِ وَبِالْيَوْمِ الآخِرِ وَمَا هُم بِمُؤْمِنِينَ ﴿۸﴾ او ځينې خلك وايي : ((پر الله او د آخرت پر ورځې مو ايمان راوړى))؛خو دوى مؤمنان نه دي. (۸)
يُخَادِعُونَ اللّهَ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَمَا يَخْدَعُونَ إِلاَّ أَنفُسَهُم وَمَا يَشْعُرُونَ ﴿۹﴾ دوی له الله او مؤمنانو سره ټګي راخستې؛ خو (په حسي درک) نه ورځيرېږي (چې له الله او مؤمنانو سره ټګي نه)؛ بلکې له خپلو ځانونو سره ټګي کوي . (۹)
فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ فَزَادَهُمُ اللّهُ مَرَضًا وَلَهُم عَذَابٌ أَلِيمٌ بِمَا كَانُوا يَكْذِبُونَ ﴿۱۰﴾ د دوی په زړونو كې (يو ډول) ناروغي ده؛ نو الله يې ناروغي ورزياته كړه او كوم دروغ يې چې ويل (په سزا كې یې) ورته دردناک عذاب دى . (۱۰)
وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لاَ تُفْسِدُواْ فِي الأَرْضِ قَالُواْ إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ ﴿۱۱﴾ او چې ورته وويل شي : ((پر ځمكه فساد مه كوئ)) وايي: ((موږ خو يوازې سموونكي (اصلاح غواړي) يوو.)) (۱۱)
أَلا إِنَّهُمْ هُمُ الْمُفْسِدُونَ وَلَكِن لاَّ يَشْعُرُونَ ﴿۱۲﴾ خبر وسئ! چې همدا دوى مفسدين دي؛ خو نه پوهېږي (۱۲)
وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ آمِنُواْ كَمَا آمَنَ النَّاسُ قَالُواْ أَنُؤْمِنُ كَمَا آمَنَ السُّفَهَاء أَلا إِنَّهُمْ هُمُ السُّفَهَاء وَلَكِن لاَّ يَعْلَمُونَ ﴿۱۳﴾ او چې ورته وويل شي : ((د (نورو) خلكو په څېر ايمان راوړئ)) وايي : ((ايا د کم عقلو په څېر ايمان راوړو؟!)) پوه شئ (چې) همدا دوى په خپله کم عقلان دي؛خو نه پوهېږي. (۱۳)
وَإِذَا لَقُواْ الَّذِينَ آمَنُواْ قَالُواْ آمَنَّا وَإِذَا خَلَوْاْ إِلَى شَيَاطِينِهِمْ قَالُواْ إِنَّا مَعَكْمْ إِنَّمَا نَحْنُ مُسْتَهْزِؤُونَ ﴿۱۴﴾ او چې کله دوی له مؤمنانو سره مخ شي وايي :((ايمان مو راوړى)) (؛خو) چې له خپلو شيطانانو سره څنګځي ته شي، وايي: ((سکه، موږ درسره يوو او (پر ایمانوالو) هسې ملنډې وهوو .)) (۱۴)
اللّهُ يَسْتَهْزِئُ بِهِمْ وَيَمُدُّهُمْ فِي طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُونَ ﴿۱۵﴾ الله پر دوی ‏ملنډې ‏وهي او پخپلې سرغړونې كې يې لالهانده پرېږدي. (۱۵)
أُوْلَئِكَ الَّذِينَ اشْتَرُوُاْ الضَّلاَلَةَ بِالْهُدَى فَمَا رَبِحَت تِّجَارَتُهُمْ وَمَا كَانُواْ مُهْتَدِينَ ﴿۱۶﴾ دوى هغه كسان دي چې بېلاري یې په ښیون پېرلې؛ خو نه یې سوداګرۍ ګټه وكړه او نه ښیون شوي دي. (۱۶)
مَثَلُهُمْ كَمَثَلِ الَّذِي اسْتَوْقَدَ نَارًا فَلَمَّا أَضَاءتْ مَا حَوْلَهُ ذَهَبَ اللّهُ بِنُورِهِمْ وَتَرَكَهُمْ فِي ظُلُمَاتٍ لاَّ يُبْصِرُونَ ﴿۱۷﴾ بېلګه یې د هغه چا په څېر ده، چې اور بل كړي؛ خو چې [اور] یې چاپېريال رڼا كړي (؛ نو) الله د دوی (د لیدو) رڼا ترې واخلي او په داسې ترږمیو كې يې پرېږدي، چې هېڅ نه ويني. (۱۷) 
صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لاَ يَرْجِعُونَ ﴿۱۸﴾ (دوى) كاڼه، ګونګيان او ړانده دي؛ نو دوی (له بېلارېتوبۍ) نه راګرځي. (۱۸)
أَوْ كَصَيِّبٍ مِّنَ السَّمَاءِ فِيهِ ظُلُمَاتٌ وَرَعْدٌ وَبَرْقٌ يَجْعَلُونَ أَصْابِعَهُمْ فِي آذَانِهِم مِّنَ الصَّوَاعِقِ حَذَرَ الْمَوْتِ واللّهُ مُحِيطٌ بِالْكافِرِينَ ﴿۱۹﴾ يا (یې سارى داسې دى) چې (پر لارويو) د شپې په تپه تياره كې له ګړزهار، تالندې او برښنا سره تیز باران ورېږي، دوى د مړينې له وېرې په خپلو غوږو كې ګوتې ږدي، چې د برښنا ګړزهار وا نه وري او الله كافران را ايساركړي (او د ځواک په منګولو كې يې) دي. (۱۹)
يَكَادُ الْبَرْقُ يَخْطَفُ أَبْصَارَهُمْ كُلَّمَا أَضَاء لَهُم مَّشَوْاْ فِيهِ وَإِذَا أَظْلَمَ عَلَيْهِمْ قَامُواْ وَلَوْ شَاء اللّهُ لَذَهَبَ بِسَمْعِهِمْ وَأَبْصَارِهِمْ إِنَّ اللَّه عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۲۰﴾ برښنا (داسې حالت پرې راوړى، چې) نژدې ده له سترګو يې نظر والوځوي، چې كله برښنا شي او دښته رڼا كړي (؛نو څو ګامه) وړاندې ځي او چې تياره شي،درېږي او كه الله غوښتای (؛نو) دوی به یې کاڼه او ړانده کړي و؛ ځكه الله پر هر څه وسمن دی. (۲۰)
يَا أَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ﴿۲۱﴾ خلكو! خپل هغه پالونكى ولمانځئ، چې تاسې او تر تاسې مخكېني يې پيدا كړي دي، ښايي پرهېزګاران شئ. (۲۱)
الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الأَرْضَ فِرَاشًا وَالسَّمَاء بِنَاء وَأَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقًا لَّكُمْ فَلاَ تَجْعَلُواْ لِلّهِ أَندَادًا وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿۲۲﴾ هغه چې ځمكه يې دروغوړوله او اسمان [= د ځمكې تشیال] يې تاسې ‏ته چت كړ او له اسمانه يې اوبه وورولې، چې په همدې (اوبو) يې ستاسې د روزۍ لپاره هر ډول مېوې راوايستې، چې کله پردې پوهېږئ؛ نو له الله سره سيالان مه نيسئ (چې دوی دا وس نه لري). (۲۲)
وَإِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّمَّا نَزَّلْنَا عَلَى عَبْدِنَا فَأْتُواْ بِسُورَةٍ مِّن مِّثْلِهِ وَادْعُواْ شُهَدَاءكُم مِّن دُونِ اللّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ﴿۲۳﴾ او كه په هغه څه کې شكمن ياست، چې موږ پر خپل بنده [= استازي] نازل كړي، كه رښتيا وايئ (؛ نو لږ تر لږه) په څېر يې يو سورت راوړئ او (ددې کار لپاره) بې له الله تعالی له خپلو ملاتړو مرسته وغواړئ (۲۳)
فَإِن لَّمْ تَفْعَلُواْ وَلَن تَفْعَلُواْ فَاتَّقُواْ النَّارَ الَّتِي وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ أُعِدَّتْ لِلْكَافِرِينَ ﴿۲۴﴾ او كه تاسې (دغسې) و نه كړئ -او هېڅكله به يې و نه كړاى شئ -؛ نو له هغه اوره ځان وساتئ، چې سون توکي يې د (ګناهګارو) خلكو (بدنونه) او (د بوتانو) ډبرې دي، چې كافرانو ته چمتو شوى دى. (۲۴)
وَبَشِّرِ الَّذِين آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ كُلَّمَا رُزِقُواْ مِنْهَا مِن ثَمَرَةٍ رِّزْقًا قَالُواْ هَذَا الَّذِي رُزِقْنَا مِن قَبْلُ وَأُتُواْ بِهِ مُتَشَابِهًا وَلَهُمْ فِيهَا أَزْوَاجٌ مُّطَهَّرَةٌ وَهُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿۲۵﴾ او هغوی ته چې ايمان يې راوړى او نېكې چارې يې كړي، زېرى وركړه، چې دوی ته به داسې جنتونه وي، چې (تر ونو او ماڼیو) لاندې يې ويالې بهېږي، چې کله څه مېوې وركړې شي وايي:((دا خو هماغه دي چې مخكې (په دنيا کې) راكړې شوې وې (؛ خو دا ترې څومره غوره او خوندورې دي))) او كومې مېوې،چې ورته راوړل كېږي، په ښايست او ښه والي كې يو ډول دي او هلته به (په جنت کې) ورته سپېڅلې مېرمنې وي او هلته به تلمېشتي وي . (۲۵)
إِنَّ اللَّهَ لاَ يَسْتَحْيِي أَن يَضْرِبَ مَثَلًا مَّا بَعُوضَةً فَمَا فَوْقَهَا فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُواْ فَيَعْلَمُونَ أَنَّهُ الْحَقُّ مِن رَّبِّهِمْ وَأَمَّا الَّذِينَ كَفَرُواْ فَيَقُولُونَ مَاذَا أَرَادَ اللَّهُ بِهَذَا مَثَلًا يُضِلُّ بِهِ كَثِيرًا وَيَهْدِي بِهِ كَثِيرًا وَمَا يُضِلُّ بِهِ إِلاَّ الْفَاسِقِينَ ﴿۲۶﴾ په حقیقت کې الله شرم نه كوي چې (په ظاهره كې په كوچنيو موجوداتو؛ لكه) د ماشي او تردې د كوم (غټ څیز) ساري راولي (په دې ترڅ كې) مؤمنان پوهېږي، چې هغه د الله له لوري حقيقت دى؛ خو هغوى چې د كفر لار نيولې (دا موضوع پلمه كوي) وايي: ((له دې بېلګې د الله منظور څه و؟)) (هو!) الله په همدې يوه خبره ډېر خلك بېلاروي او ډېرو ته سمه لار ورښيي؛ خو (الله) يوازې په دې سرغړاندي بېلاروي. (۲۶)
الَّذِينَ يَنقُضُونَ عَهْدَ اللَّهِ مِن بَعْدِ مِيثَاقِهِ وَيَقْطَعُونَ مَا أَمَرَ اللَّهُ بِهِ أَن يُوصَلَ وَيُفْسِدُونَ فِي الأَرْضِ أُولَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ ﴿۲۷﴾ (سرغړاندي) هغوی (دي)، چې د الله ژمنه تر پخلني ‏روسته ماتوي او هغه (اړیکې)غوڅوي، چې الله يې د نښلون امر كړى او پر ځمكه فساد كوي؛همدا دوى تاوانیان دي.(۲۷) 
كَيْفَ تَكْفُرُونَ بِاللَّهِ وَكُنتُمْ أَمْوَاتًا فَأَحْيَاكُمْ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يُحْيِيكُمْ ثُمَّ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿۲۸﴾  

څنګه له الله منکرېږئ؟! (حال دا) تاسې مړي (او بې روحه تنې) وئ؛ هماغه راژوندي كړئ‌، بيا مو مړه كوي او بيا مو راژوندي كوي، بيا د هماغه لوري ته ورستنول کېږئ. (؛ نو ځكه نه ژوند مو ستاسې دى او نه مرګ، څه چې لرئ، د الله دي) (۲۸)

هُوَ الَّذِي خَلَقَ لَكُم مَّا فِي الأَرْضِ جَمِيعًا ثُمَّ اسْتَوَى إِلَى السَّمَاء فَسَوَّاهُنَّ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿۲۹﴾ (الله) هماغه ذات دى،چې تاسې ته یې د ځمكې پر مخ ټول څيزونه ‏پېدا كړل، بيا د اسمان پر (پنځون) لګيا شو او اوه اسمانونه يې اوډون كړل او دی په هر څه ښه پوه دى. (۲۹)
وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلاَئِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً قَالُواْ أَتَجْعَلُ فِيهَا مَن يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاء وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ قَالَ إِنِّي أَعْلَمُ مَا لاَ تَعْلَمُونَ ﴿۳۰﴾ (هغه وخت درياد كړه) چې ستا پالونكي پرښتو ته وويل: ((په حقيقت کې پر ځمكه د ځايناستي گومارونکى يم.)) (پرښتو) وويل:(((پالونكيه!) ايا داسې څوك ټاكې، چې فساد او وينه تويه كړي؟ (؛ ځكه تر آدم مخكې ځمكني موجودات پر فساد او وينه تويېدنه ككړ ول، كه ددغه انسان له پنځونې موخه عبادت وي)؛ نو موږ (خو) ستا په ثنا سره تسبیح وايو او تا (له هرې نیمګړتیا) سپېڅلى ګڼو.)) (پالونکي) وويل: ((په رښتینه کې، پر څه چې پوهېږم، تاسې نه پرې پوهېږئ.)) (۳۰)
وَعَلَّمَ آدَمَ الأَسْمَاء كُلَّهَا ثُمَّ عَرَضَهُمْ عَلَى الْمَلاَئِكَةِ فَقَالَ أَنبِئُونِي بِأَسْمَاء هَؤُلاء إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ﴿۳۱﴾ او (الله) آدم ته ټول د اسماوو علم [= د پيدايښت د خوالو پوهه او د ژویو نامې] وروښود، بيا يې دا پرښتو ته وړاندې كړل او و يې ويل : ((كه رښتيني ياست؛ نو ددې (شيانو) نامې راوښيئ)) (۳۱)
قَالُواْ سُبْحَانَكَ لاَ عِلْمَ لَنَا إِلاَّ مَا عَلَّمْتَنَا إِنَّكَ أَنتَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ ﴿۳۲﴾ (پرښتو) وویل: ((ته پاك او سپېڅلى يې، موږ يوازې پر هغه څه پوهېږو، چې تا راښوولي (؛ ځکه) يوازې ته پوه حكيم يې.)) (۳۲)
قَالَ يَا آدَمُ أَنبِئْهُم بِأَسْمَآئِهِمْ فَلَمَّا أَنبَأَهُمْ بِأَسْمَآئِهِمْ قَالَ أَلَمْ أَقُل لَّكُمْ إِنِّي أَعْلَمُ غَيْبَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَأَعْلَمُ مَا تُبْدُونَ وَمَا كُنتُمْ تَكْتُمُونَ ﴿۳۳﴾ (الله) وويل: ((آدمه! دوى ددې موجوداتو له نامو (او خوالو) خبر كړه))؛نو چې دوی یې له نامو (او حقایقو) خبر كړل، (الله) وويل : ((ايا درته مې و نه ويل،چې زه د اسمانونو او ځمكې پر پټو خبر يم ؟! او همداراز څه چې ښكاره كوئ او که يې پټوئ؛ پرې پوه يم.)) (۳۳)
وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلاَئِكَةِ اسْجُدُواْ لآدَمَ فَسَجَدُواْ إِلاَّ إِبْلِيسَ أَبَى وَاسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ الْكَافِرِينَ ﴿۳۴﴾ او (درياد كړه) چې پرښتو ته مو وويل: ((آدم ته سجده وكړئ.)) ټولو سجده وكړه؛ خو ابليس و نه كړه، سرغړونه او لويي يې وكړه او (په خپلې سرغړونې) د كافرانو له ډلې شو. (۳۴)
وَقُلْنَا يَا آدَمُ اسْكُنْ أَنتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ وَكُلاَ مِنْهَا رَغَدًا حَيْثُ شِئْتُمَا وَلاَ تَقْرَبَا هَذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ الْظَّالِمِينَ ﴿۳۵﴾  

او ومو ويل: ((آدمه! ته او مېرمن دې په جنت كې مېشت شئ او په هر ځاى كې یې له نعمتونو، چې څه مو زړه غواړي، پرېمانه وخورئ (؛ خو) دغې ونې ته مه ورنژدې كېږئ، چې په خپل حق کې به تېری وکړئ)) (۳۵)

فَأَزَلَّهُمَا الشَّيْطَانُ عَنْهَا فَأَخْرَجَهُمَا مِمَّا كَانَا فِيهِ وَقُلْنَا اهْبِطُواْ بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ وَلَكُمْ فِي الأَرْضِ مُسْتَقَرٌّ وَمَتَاعٌ إِلَى حِينٍ ﴿۳۶﴾ خو شيطان دوی دواړه له هغه (جنته) وښویول او دواړه يې له هغه څه راوايستل، چې پكې ول او (پردې وخت) موږ (ورته) وويل: ((ټول (ځمكې ته) وركوز شئ؛ خو ځینې به د ځینو دښمنان وئ او پر ځمكه درته تر يوې (ټاكلې) مودې، هستوګنه او ګټنوزلې دي.)) (۳۶)
فَتَلَقَّى آدَمُ مِن رَّبِّهِ كَلِمَاتٍ فَتَابَ عَلَيْهِ إِنَّهُ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ ﴿۳۷﴾ نو آدم (پر ځمکه تر مېشتېدو څه موده روسته) له خپل پالونكي څو كلمې زده كړې؛ (چې په دوى يې توبه وايسته) او الله يې توبه ومنله (؛ ځكه) یوازې هغه لورین توبه منونكى دى. (۳۷)
قُلْنَا اهْبِطُواْ مِنْهَا جَمِيعًا فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُم مِّنِّي هُدًى فَمَن تَبِعَ هُدَايَ فَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ ﴿۳۸﴾ ومو ويل: ((ټول له جنته كوز شئ! چې كله زما له لوري كومه لارښوونه درغله؛ نو چاچې لاروي ترې وكړه، نو څه وېره به پرې نه وي او غمجن به نشي. (۳۸)
وَالَّذِينَ كَفَرواْ وَكَذَّبُواْ بِآيَاتِنَا أُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿۳۹﴾ او څوك چې كافران شول او زموږ آيتونه يې دروغ وګڼل؛ نو تلمېشتي دوزخيان دي.)) (۳۹)
يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اذْكُرُواْ نِعْمَتِيَ الَّتِي أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَوْفُواْ بِعَهْدِي أُوفِ بِعَهْدِكُمْ وَإِيَّايَ فَارْهَبُونِ ﴿۴۰﴾ بني اسراييلو (د یعقوب اولادې)! زما هغه نعمتونه درياد كړئ، چې درلورولي مې وو او راسره پر كړې ژمنه وفا وكړئ، چې زه هم ستاسې پر ژمنه وفا وكړم او (د دندو پر سرته رسولو او د ژمنو په عملي كولو كې) يوازې له ما ووېرېږئ. (۴۰)
وَآمِنُواْ بِمَا أَنزَلْتُ مُصَدِّقًا لِّمَا مَعَكُمْ وَلاَ تَكُونُواْ أَوَّلَ كَافِرٍ بِهِ وَلاَ تَشْتَرُواْ بِآيَاتِي ثَمَنًا قَلِيلًا وَإِيَّايَ فَاتَّقُونِ ﴿۴۱﴾ او څه مې چې نازل كړي [= قرآن] ايمان پرې راوړئ! چې نښې يې ستاسې له كتابونو سره سمون لري او له ټولو مخکې انکار ترې مه کوئ! او آيتونه مې په ناڅيزه بيه مه پلورئ (او ستاسې په كتابونو كې چې د قرآن او د اسلام د پېغمبر (کومې) نښې دي، د لږو پيسو لپاره يې مه پټوئ) او يوازې له ما (او زما د اوامرو له مخالفته) ووېرېږئ (نه له خلكو). (۴۱)
وَلاَ تَلْبِسُواْ الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُواْ الْحَقَّ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿۴۲﴾ او حق په باطلو کې مه رانغاړئ او سره له دې، چې پر حق پوهېږئ، مه يې پټوئ. (۴۲) 
وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ وَارْكَعُواْ مَعَ الرَّاكِعِينَ ﴿۴۳﴾ او لمونځ (په ښه شان) وكړئ او زكات وركړئ او له ركوع كوونكيو سره ركوع وكړئ (او لمونځ په جمع وكړئ) (۴۳) 
أَتَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبِرِّ وَتَنسَوْنَ أَنفُسَكُمْ وَأَنتُمْ تَتْلُونَ الْكِتَابَ أَفَلاَ تَعْقِلُونَ ﴿۴۴﴾ ايا خلك ښېګڼو (او پر هغه پېغمبر ايمان راوړو) ته رابولئ (چې په تورات كې يې په څرګنده صفتونه راغلي)؛ خو ځانونه مو هېر كړي،حال دا تاسې (اسماني) كتاب لولئ؟! نو ايا له عقله كار نه اخلئ ؟! (۴۴) 
وَاسْتَعِينُواْ بِالصَّبْرِ وَالصَّلاَةِ وَإِنَّهَا لَكَبِيرَةٌ إِلاَّ عَلَى الْخَاشِعِينَ ﴿۴۵﴾  

او په صبر او لمانځه (له الله) مرسته وغواړئ (په زغم او د دننني هوسونو په كابو كولو او الله ته په ځيرتيا قوت واخلئ)؛ خو دا كار عاجزي كوونكيو بنده ګانو ته دروند او ګران نه دى. (۴۵) 

الَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُم مُّلاَقُوا رَبِّهِمْ وَأَنَّهُمْ إِلَيْهِ رَاجِعُونَ ﴿۴۶﴾ هماغه كسان، چې بېشكه پوهېږي، له خپل پالونكي سره مخامخېدوني او لوري ته يې ورستنېدوني دي. (۴۶) 
يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اذْكُرُواْ نِعْمَتِيَ الَّتِي أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَنِّي فَضَّلْتُكُمْ عَلَى الْعَالَمِينَ ﴿۴۷﴾  

بني اسراييلو (د يعقوب اولادې)! هغه نعمتونه مې درياد كړئ، چې درلورولي مې وو او (همداراز درياد كړئ) تاسې ته مې (ستاسې) پر (همپېرو) نړيوالو فضيلت (او غوراوى) دركړى و. (۴۷) 

وَاتَّقُواْ يَوْمًا لاَّ تَجْزِي نَفْسٌ عَن نَّفْسٍ شَيْئًا وَلاَ يُقْبَلُ مِنْهَا شَفَاعَةٌ وَلاَ يُؤْخَذُ مِنْهَا عَدْلٌ وَلاَ هُمْ يُنصَرُونَ ﴿۴۸﴾ او (ځانونه مو) د هغې ورځې له (عذابه) وساتئ، چې هېڅوك نه له چا (الهي عذاب) لرې كولاى شي او نه يې سپارښتنه كولاى شي او نه يې تاوان منل كېږي، چې (په بدل كې يې پرېښوول شي) او نه مرسته ورسره كېداى شي. (۴۸) 
وَإِذْ نَجَّيْنَاكُم مِّنْ آلِ فِرْعَوْنَ يَسُومُونَكُمْ سُوَءَ الْعَذَابِ يُذَبِّحُونَ أَبْنَاءكُمْ وَيَسْتَحْيُونَ نِسَاءكُمْ وَفِي ذَلِكُم بَلاءٌ مِّن رَّبِّكُمْ عَظِيمٌ ﴿۴۹﴾ او (همداراز درياد كړئ) هغه وخت، چې موږ تاسې د فرعونيانو له منګولو وژغورلئ، چې تل يې په ناوړه شان ‏ځورولئ: ستاسې د زامنو سرونه يې پرېكول؛ او ستاسې ښځمنې يې (وينځيتوب يا خدمت ته) ژوندۍ ساتلې او په دې كې ستاسې د پالونكي له لوري ستر ازمېښت و. (۴۹) 
وَإِذْ فَرَقْنَا بِكُمُ الْبَحْرَ فَأَنجَيْنَاكُمْ وَأَغْرَقْنَا آلَ فِرْعَوْنَ وَأَنتُمْ تَنظُرُونَ ﴿۵۰﴾ او (درياد كړئ) چې كله موږ سمندر درڅيرې كړ او و مو ژغورلئ او تاسې كتل‏، چې فرعونيان مو ډوب كړل. (۵۰) 
وَإِذْ وَاعَدْنَا مُوسَى أَرْبَعِينَ لَيْلَةً ثُمَّ اتَّخَذْتُمُ الْعِجْلَ مِن بَعْدِهِ وَأَنتُمْ ظَالِمُونَ ﴿۵۱﴾ او (درياد كړئ) چې كله موږ له موسى سره د څلوېښت شپو ژمنه كېښووله (او د الهي فرمانونو د اخستو لپاره ژمنځاى ته راغى؛ نو) پسي شا یې، تاسې پر ځانونو تېری وکړ او خوسی مو ولمانځه. (۵۱) 
ثُمَّ عَفَوْنَا عَنكُمِ مِّن بَعْدِ ذَلِكَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿۵۲﴾ بيا موږ تاسې وبښلئ، چې ښايي (ددې نعمت) شكر وباسئ. (۵۲) 
وَإِذْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ وَالْفُرْقَانَ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ ﴿۵۳﴾ او (همداراز درياد كړئ) هغه وخت،چې موږ موسى ته (اسماني) كتاب او فرقان (له باطله د حق جلا کوونکی‏) وركړ، چې ښیون ومومئ . (۵۳) 
وَإِذْ قَالَ مُوسَى لِقَوْمِهِ يَا قَوْمِ إِنَّكُمْ ظَلَمْتُمْ أَنفُسَكُمْ بِاتِّخَاذِكُمُ الْعِجْلَ فَتُوبُواْ إِلَى بَارِئِكُمْ فَاقْتُلُواْ أَنفُسَكُمْ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ عِندَ بَارِئِكُمْ فَتَابَ عَلَيْكُمْ إِنَّهُ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ ﴿۵۴﴾ او (درياد کړئ) چې كله موسى خپل قوم ته وويل: ((زما قومه! په حقيقت کې تاسې په خوسي لمانځنې، پر ځانونو زیاتی كړى! نو د خپل پالونکي درشل ته توبه وباسئ او یو بل (خپل بېلاري او مشرکان) ووژنئ، دا كار د خپل پالونکي په نزد درته غوره دى)) بيا یې ستاسې توبه قبوله كړه؛ ځكه هغه ډېر توبه منونكى (او) لورین دى. (۵۴) 
وَإِذْ قُلْتُمْ يَا مُوسَى لَن نُّؤْمِنَ لَكَ حَتَّى نَرَى اللَّهَ جَهْرَةً فَأَخَذَتْكُمُ الصَّاعِقَةُ وَأَنتُمْ تَنظُرُونَ ﴿۵۵﴾ او (همداراز درياد كړئ) چې كله تاسې وويل: ((موسى! موږ ستا (خبره) نه باوروو؛ خو داچې الله ښكاره (په خپلو سترګو) ووينو)) او بيا مو په رڼو سترګو كتل، چې تندر ونيوئ. (۵۵) 
ثُمَّ بَعَثْنَاكُم مِّن بَعْدِ مَوْتِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿۵۶﴾ بيا موږ تاسې تر مړينې روسته بېرته راژوندي کړئ، چې شكر وباسئ (۵۶)
وَظَلَّلْنَا عَلَيْكُمُ الْغَمَامَ وَأَنزَلْنَا عَلَيْكُمُ الْمَنَّ وَالسَّلْوَى كُلُواْ مِن طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ وَمَا ظَلَمُونَا وَلَكِن كَانُواْ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ ﴿۵۷﴾ او (درياد کړئ) موږ وريځ پر تاسې ‏سيورى كړ او ترنجبين او مړزان مو خواړه درته جوړ کړل (او ومو ويل) ((زما له لوري درکړای شوي پاک خواړه وخورئ)) (خو په خپلې ناشكري یې) پر موږ ظلم و نه کړ؛بلكې پر ځانونو يې زیاتی کاوه . (۵۷) 
وَإِذْ قُلْنَا ادْخُلُواْ هَذِهِ الْقَرْيَةَ فَكُلُواْ مِنْهَا حَيْثُ شِئْتُمْ رَغَدًا وَادْخُلُواْ الْبَابَ سُجَّدًا وَقُولُواْ حِطَّةٌ نَّغْفِرْ لَكُمْ خَطَايَاكُمْ وَسَنَزِيدُ الْمُحْسِنِينَ ﴿۵۸﴾ (او درياد كړئ) هغه وخت،چې ومو ويل : ((دې ښار [= بيت المقدس] ته ورننوځئ او له (نعمتونو) يې، چې چېرې مو خوښه وي، په خوشحالۍ او پرېمانۍ وخورئ او (د بيت المقدس د عبادتځي) پر وره د سجدې په حال كې ننوځئ او ووايئ: ((یا الله! ګناهونه مو ورژوه))، چې خطا ګانې مو دروبښم او ژر به د نېكچارو بدلې ورزیاتې كړو.)) (۵۸) 
فَبَدَّلَ الَّذِينَ ظَلَمُواْ قَوْلًا غَيْرَ الَّذِي قِيلَ لَهُمْ فَأَنزَلْنَا عَلَى الَّذِينَ ظَلَمُواْ رِجْزًا مِّنَ السَّمَاء بِمَا كَانُواْ يَفْسُقُونَ ﴿۵۹﴾ خو ظالمانو كومه خبره چې ورته ويل شوې وه، په بله واړوله (او پر ځاى يې د ملنډو جمله ‏وویله)؛ نو ددې سرغړونو په سبب موږ پر ظالمانو له اسمانه عذاب راکېيست.(۵۹)
وَإِذِ اسْتَسْقَى مُوسَى لِقَوْمِهِ فَقُلْنَا اضْرِب بِّعَصَاكَ الْحَجَرَ فَانفَجَرَتْ مِنْهُ اثْنَتَا عَشْرَةَ عَيْنًا قَدْ عَلِمَ كُلُّ أُنَاسٍ مَّشْرَبَهُمْ كُلُواْ وَاشْرَبُواْ مِن رِّزْقِ اللَّهِ وَلاَ تَعْثَوْاْ فِي الأَرْضِ مُفْسِدِينَ ﴿۶۰﴾ او (در ياد كړئ) چې كله موسى خپل قوم ته اوبه وغوښتې؛ نو ورته ومو ویل: ((په خپلې کونټۍ دې دغه (ځانګړی) ګټ ووهه!)) نو دولس چينې ترې راوخوټېدې (داسې چې د بني اسراييلو دولس ګونو ټبرونو) هر يو خپل اوبه خور پېژنده (او ورته ومو ويل:) ((د الله له روزۍ وخورئ او وڅښئ او په دې هېواد کې فساد او ورانی مه كوئ)) (۶۰)
وَإِذْ قُلْتُمْ يَا مُوسَى لَن نَّصْبِرَ عَلَىَ طَعَامٍ وَاحِدٍ فَادْعُ لَنَا رَبَّكَ يُخْرِجْ لَنَا مِمَّا تُنبِتُ الأَرْضُ مِن بَقْلِهَا وَقِثَّآئِهَا وَفُومِهَا وَعَدَسِهَا وَبَصَلِهَا قَالَ أَتَسْتَبْدِلُونَ الَّذِي هُوَ أَدْنَى بِالَّذِي هُوَ خَيْرٌ اهْبِطُواْ مِصْرًا فَإِنَّ لَكُم مَّا سَأَلْتُمْ وَضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ وَالْمَسْكَنَةُ وَبَآؤُوْاْ بِغَضَبٍ مِّنَ اللَّهِ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ كَانُواْ يَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَيَقْتُلُونَ النَّبِيِّينَ بِغَيْرِ الْحَقِّ ذَلِكَ بِمَا عَصَواْ وَّكَانُواْ يَعْتَدُونَ ﴿۶۱﴾ او (هغه وخت درياد كړئ) چې تاسې وويل : ((موسى! موږ پر همدې يو ډول خوړو بسنه نه كوو؛ نو له خپل پالونکي دې وغواړه، څه چې ځمكه (په طبیعي ډول) ټوكوي؛ له سابو، بادرنګو، هوږې، نسكو او پياز موږ ته (هم) راوټوکوي‏)) (موسى) ورته وويل: ((ايا د يوه غوره څیز پر ځاى ناڅيزه غواړئ؟ (ښه نو چې داسې ده،له دې بېدیا) كوم ښار ته وركوز شئ، چې څه غواړئ، هلته به يې ومومئ)) او (خبره تردې ورسېده، چې) خواري او بېوزلي پرې وتپل شوه ‏او د الله پر غضب اخته شول؛ ځكه تل یې د الله له آيتونو نټه کوله او پېغمبران يې په ناحقه وژل؛ دا ځكه چې ګناهګاران وو او پرلپسې (له الهي پولو) اوړېدل. (۶۱) 
إِنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ وَالَّذِينَ هَادُواْ وَالنَّصَارَى وَالصَّابِئِينَ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَعَمِلَ صَالِحًا فَلَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ ﴿۶۲﴾ په حقیقت کې هغوى چې (د اسلام پر پېغمبر) ايمان راوړى او هغوی چې د يهودو دين منلى وي او نصارى او صابئان [= د يحيى لارويان] كه (له دوی) هر چا پر الله او د آخرت پر ورځې ايمان راوړی او نېكې چارې یې كړې وي؛ نو اجر يې د دوی له خپل پالونكي سره دى،چې هېڅ ډول وېره به پرې نه وي او نه به خوابدي شي. (د الهي اديانو لارويانو كه په خپله زمانه كې د خپل دين پر احكامو عمل كړى وي؛ نو بريالي دي) (۶۲)
وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَكُمْ وَرَفَعْنَا فَوْقَكُمُ الطُّورَ خُذُواْ مَا آتَيْنَاكُم بِقُوَّةٍ وَاذْكُرُواْ مَا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ﴿۶۳﴾ او (در ياد كړئ) چې كله مو له تاسې ژمنه واخسته او د طور غر مو درباندې راپورته كړ؛(او و مو ويل:) څه (د الله آيتونه او فرمانونه) چې موږ دركړي په ټينګه ونیسئ او څه (حكمونه او لارښوونې) چې پكې دي، (ښه يې زده او) په ياد وساتئ (او عمل پرې وكړئ) ښايي ځان مو ساتلی وي. (۶۳) 
ثُمَّ تَوَلَّيْتُم مِّن بَعْدِ ذَلِكَ فَلَوْلاَ فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ لَكُنتُم مِّنَ الْخَاسِرِينَ ﴿۶۴﴾ بیا تاسې تر دې (ژمنې) روسته مخ ترې واړو؛ نو كه د الله فضل او لورنه درباندې نه واى، هرومرو له تاوانیانو به وئ.(۶۴) 
وَلَقَدْ عَلِمْتُمُ الَّذِينَ اعْتَدَواْ مِنكُمْ فِي السَّبْتِ فَقُلْنَا لَهُمْ كُونُواْ قِرَدَةً خَاسِئِينَ ﴿۶۵﴾ او بېشکه تاسې خو د خپل قوم هغه ډله پوره پېژنئ، چې د شنبې د ورځې قانون يې مات كړی و، موږ ورته وويل ((رټل شوي (او سپک) بيزوګان شئ!))(۶۵) 
فَجَعَلْنَاهَا نَكَالًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهَا وَمَا خَلْفَهَا وَمَوْعِظَةً لِّلْمُتَّقِينَ ﴿۶۶﴾ نو دا (سزا) مو د هغې زمانې خلكو او ورپسې نسلونو ته عبرت او متقیانو ته نصيحت وګرځوله. (۶۶)
وَإِذْ قَالَ مُوسَى لِقَوْمِهِ إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تَذْبَحُواْ بَقَرَةً قَالُواْ أَتَتَّخِذُنَا هُزُوًا قَالَ أَعُوذُ بِاللّهِ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْجَاهِلِينَ ﴿۶۷﴾ او (درياد كړئ) چې كله موسى خپل قوم ته وويل : ((په حقيقت کې الله د يوې غوا د ذبح امر درته كوي (او د بدن يوه ټوټه يې پر داسې يو وژل شوي ووهئ، چې وژونكى ېې پېژندل شوى نه وي،چې پرې راژوندى شي او خپل وژونكى وښيي او لانجه غوسه شي))) و يې ويل : ((ايا ټوكې راسره كوې؟)) (موسى) وويل: ((الله ته له دې پناه وروړم، چې [هسې نه] له ناپوهانو وسم!)) (۶۷)
قَالُواْ ادْعُ لَنَا رَبَّكَ يُبَيِّن لّنَا مَا هِيَ قَالَ إِنَّهُ يَقُولُ إِنَّهَا بَقَرَةٌ لاَّ فَارِضٌ وَلاَ بِكْرٌ عَوَانٌ بَيْنَ ذَلِكَ فَافْعَلُواْ مَا تُؤْمَرونَ ﴿۶۸﴾ (د موسى قوم) وويل: ((نو له خپل پالونكي دې وغواړه،چې د غوا په باب څه څرګندونې وكړي، چې څنګه وي؟)) (موسى ورته) وويل: ((الله وايي: په حقيقت کې نه زړه وي، نه وړه (؛ بلكې) نيمزالې وي او د څه چې امر درته كېږي (ډېر ژر) هماغسې وكړئ.)) (۶۸)
قَالُواْ ادْعُ لَنَا رَبَّكَ يُبَيِّن لَّنَا مَا لَوْنُهَا قَالَ إِنَّهُ يَقُولُ إِنّهَا بَقَرَةٌ صَفْرَاء فَاقِعٌ لَّوْنُهَا تَسُرُّ النَّاظِرِينَ ﴿۶۹﴾ بيا یې وويل: (((موسى) له خپل پالونكي دې دا هم راته وپوښته، چې د غوا بڼه څنګه وي؟)) موسى وويل : ((الله وايي : داسې تكه زېړه وي، چې ليدونكي يې په ليدو خوښ شي.)) (۶۹)
قَالُواْ ادْعُ لَنَا رَبَّكَ يُبَيِّن لَّنَا مَا هِيَ إِنَّ البَقَرَ تَشَابَهَ عَلَيْنَا وَإِنَّا إِن شَاء اللَّهُ لَمُهْتَدُونَ ﴿۷۰﴾ (بيا) دوی (موسى ته) وويل: ((له خپل پالونكي دې ښه څرګند وپوښته،چې راوښيي،څنګه (غوا) دې وي (؛ځکه) موږ یې په سمه پېژندنه كې شکمن شوي يو او كه الله کول هرومرو به یې ښه وپېژنو.)) (۷۰)
قَالَ إِنَّهُ يَقُولُ إِنَّهَا بَقَرَةٌ لاَّ ذَلُولٌ تُثِيرُ الأَرْضَ وَلاَ تَسْقِي الْحَرْثَ مُسَلَّمَةٌ لاَّ شِيَةَ فِيهَا قَالُواْ الآنَ جِئْتَ بِالْحَقِّ فَذَبَحُوهَا وَمَا كَادُواْ يَفْعَلُونَ ﴿۷۱﴾ (موسى) وويل: (الله) وايي: ((هغه داسې غوا ده، چې نه خواري کښه ده، چې ځمكه كولبه كوي او نه کرونده خړوبوي، روغه رمټه او بې داغه ده)) و یې ويل: ((اوس دې سمې نښې راوښوولې)) بيا يې (دغسې غوا پېدا) او ذبح كړه؛ خو خوښه يې نه وه، چې دا كار يې كړى واى . (۷۱)
وَإِذْ قَتَلْتُمْ نَفْسًا فَادَّارَأْتُمْ فِيهَا وَاللّهُ مُخْرِجٌ مَّا كُنتُمْ تَكْتُمُونَ ﴿۷۲﴾ او (درياد كړئ) هغه مهال چې تاسې یو څوک وواژه؛ نو تاسې یې په اړه اړپېچ کاوه، چې چا وژلی؟ خو الله هغه خبرې رابرسېروي، چې تاسې یې پټوئ. (۷۲) 
فَقُلْنَا اضْرِبُوهُ بِبَعْضِهَا كَذَلِكَ يُحْيِي اللّهُ الْمَوْتَى وَيُرِيكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ ﴿۷۳﴾ نو و مو ويل : ((د غوا يوه ټوټه د وژل شوي پر تنه ووهئ (چې ژوندى شي او خپل وژونکی وښيي) الله دغسې مړي راژوندي كوي او خپلې نښې درښيي، چې اندنه وكړئ .)) (۷۳) 
ثُمَّ قَسَتْ قُلُوبُكُم مِّن بَعْدِ ذَلِكَ فَهِيَ كَالْحِجَارَةِ أَوْ أَشَدُّ قَسْوَةً وَإِنَّ مِنَ الْحِجَارَةِ لَمَا يَتَفَجَّرُ مِنْهُ الأَنْهَارُ وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَشَّقَّقُ فَيَخْرُجُ مِنْهُ الْمَاء وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَهْبِطُ مِنْ خَشْيَةِ اللّهِ وَمَا اللّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ ﴿۷۴﴾ بيا تردې پېښې روسته ستاسې، زړونه د تيږې په څېر سخت شول؛ بلكې تر تيږو هم سخت؛ ځكه ځينې تيږي چوي او ويالې ترې بهېږي، ځينې چول كېږي او اوبه ترې راوځي او ځينې د الله له وېرې (د غره له سره) رارغړي (؛خو ستاسې زړونه نه د الله له وېرې تپېږي او نه د پوهې او انساني عواطفو سرچينه ده) او الله مو له كړنو ناخبره نه دى . (۷۴)
أَفَتَطْمَعُونَ أَن يُؤْمِنُواْ لَكُمْ وَقَدْ كَانَ فَرِيقٌ مِّنْهُمْ يَسْمَعُونَ كَلاَمَ اللّهِ ثُمَّ يُحَرِّفُونَهُ مِن بَعْدِ مَا عَقَلُوهُ وَهُمْ يَعْلَمُونَ ﴿۷۵﴾ [مؤمنانو!] ايا هیلمن ياست، چې (سرسخت يهود) به ستاسې پر (دين) ايمان راوړي؟ حال دا يوې ډلې يې تل د الله خبرې اورېدې، چې پرې پوه به شول (؛نو) روسته يې آگاهانه اړولې!. (۷۵)
وَإِذَا لَقُواْ الَّذِينَ آمَنُواْ قَالُواْ آمَنَّا وَإِذَا خَلاَ بَعْضُهُمْ إِلَىَ بَعْضٍ قَالُواْ أَتُحَدِّثُونَهُم بِمَا فَتَحَ اللّهُ عَلَيْكُمْ لِيُحَآجُّوكُم بِهِ عِندَ رَبِّكُمْ أَفَلاَ تَعْقِلُونَ ﴿۷۶﴾ او چې كله (يهود) له مؤمنانو سره مخامخ شي وايي : ((ايمان مو راوړى))؛ خو چې په خپلو منځونو كې ګوښه شي (ځينې يې یو پر بل نيوكې كوي) وايي: ((ولې مسلمانانو ته هغه خبرې ورښيئ، چې الله (د اسلام د پېغمبر د ځانګړنو په باب) درښوولي، چې (دوى د قيامت پر ورځ) ستاسې د پالونكي په حضور کې تاسې پرې پړه کړي؟! ايا اندنه نه کوئ؟!)) (۷۶) 
أَوَلاَ يَعْلَمُونَ أَنَّ اللّهَ يَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ ﴿۷۷﴾ ايا دوى (په دې) نه پوهېږي، څه چې پټوي او څه چې ښكاره كوي، بېشکه الله پرې ښه خبر دى؟ (۷۷)
وَمِنْهُمْ أُمِّيُّونَ لاَ يَعْلَمُونَ الْكِتَابَ إِلاَّ أَمَانِيَّ وَإِنْ هُمْ إِلاَّ يَظُنُّونَ ﴿۷۸﴾ او د دوی ځینې داسې عوام او نالوستي دي،چې د (الله) كتاب يوازې يو لړ خيالونه او هيلې ګڼي او يوازې يې پر خپلو ګومانونو زړه تړلى دى . (۷۸)
فَوَيْلٌ لِّلَّذِينَ يَكْتُبُونَ الْكِتَابَ بِأَيْدِيهِمْ ثُمَّ يَقُولُونَ هَذَا مِنْ عِندِ اللّهِ لِيَشْتَرُواْ بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا فَوَيْلٌ لَّهُم مِّمَّا كَتَبَتْ أَيْدِيهِمْ وَوَيْلٌ لَّهُمْ مِّمَّا يَكْسِبُونَ ﴿۷۹﴾ نو پر هغوى دې افسوس وي،چې (له ځانه) په خپلو لاسونو ليكنه كوي، بيا وايي: ((دا د الله له لوري ده)) چې په لږه بيه یې وپلوري؛ نو پر دوی افسوس، چې څه یې لیکلي او پر دوی افسوس چې څه (له دې لارې) ترلاسه کوي! (۷۹)
وَقَالُواْ لَن تَمَسَّنَا النَّارُ إِلاَّ أَيَّامًا مَّعْدُودَةً قُلْ أَتَّخَذْتُمْ عِندَ اللّهِ عَهْدًا فَلَن يُخْلِفَ اللّهُ عَهْدَهُ أَمْ تَقُولُونَ عَلَى اللّهِ مَا لاَ تَعْلَمُونَ ﴿۸۰﴾ او (یهودو) وويل :((بې له څو شمېرلو ورځو به اور (عذاب) را و نه رسي)) (ورته) ووايه: ((په دې باب مو له الله ژمنه اخستې ده؟!؛(که داسې وي)؛نو الله خو بيخي له خپلې ژمنې نه اوړي يا پر څه چې نه پوهېږئ (؛نو) پر الله يې ورتړئ؟!)) (۸۰) 
بَلَى مَن كَسَبَ سَيِّئَةً وَأَحَاطَتْ بِهِ خَطِيئَتُهُ فَأُوْلَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿۸۱﴾ هو! څوك چې ګناهونه كوي او د ګناهونو[آثار] يې ټول وجود راونغاړي؛ نو دوى تلمېشتي دوزخيان دي. (۸۱)
وَالَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ أُولَئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿۸۲﴾ او هغوى چې ايمان راوړى او نېكې چارې يې كړي، دوی تلمېشتي جنتيان دي . (۸۲)
وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَ بَنِي إِسْرَائِيلَ لاَ تَعْبُدُونَ إِلاَّ اللّهَ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَقُولُواْ لِلنَّاسِ حُسْنًا وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ ثُمَّ تَوَلَّيْتُمْ إِلاَّ قَلِيلًا مِّنكُمْ وَأَنتُم مِّعْرِضُونَ ﴿۸۳﴾ او (درياد كړئ) له بني اسراييلو مو ژمنه واخسته،((یوازې الله به لمانځئ، له مور و پلار، خپلوانو، پلارمړیو او بېوزلیو سره به ښېګڼه او خلكو ته به ښې خبرې كوئ، لمونځ به كوئ او زكات به وركوئ .)) بيا (سره له دې، چې ژمنه مو كړې وه) بې له لږو، نور ټول واوښتئ او (پر خپل تړون تر وفا ډېر) څنګزني وئ. (۸۳) 
وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَكُمْ لاَ تَسْفِكُونَ دِمَاءكُمْ وَلاَ تُخْرِجُونَ أَنفُسَكُم مِّن دِيَارِكُمْ ثُمَّ أَقْرَرْتُمْ وَأَنتُمْ تَشْهَدُونَ ﴿۸۴﴾ او موږ چې له تاسې ژمنه واخسته : ((په خپلو كې به وينې نه تويوئ او يو بل له خپلو کورونو او سيمو مه شړئ)) بیا ومو منله او (پردې ژمنې) ګواهان وئ . (۸۴) 
ثُمَّ أَنتُمْ هَؤُلاء تَقْتُلُونَ أَنفُسَكُمْ وَتُخْرِجُونَ فَرِيقًا مِّنكُم مِّن دِيَارِهِمْ تَظَاهَرُونَ عَلَيْهِم بِالإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَإِن يَأتُوكُمْ أُسَارَى تُفَادُوهُمْ وَهُوَ مُحَرَّمٌ عَلَيْكُمْ إِخْرَاجُهُمْ أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ فَمَا جَزَاء مَن يَفْعَلُ ذَلِكَ مِنكُمْ إِلاَّ خِزْيٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يُرَدُّونَ إِلَى أَشَدِّ الْعَذَابِ وَمَا اللّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ ﴿۸۵﴾ (خو) بیا همدا تاسې ياست، چې په خپلو كې وژنئ او ځينې له خپلو سيمو شړئ او په دې ګناه او تېري كې يو د بل مرسته كوئ (او دا ټول له الله سره د کړې ژمنې ماتول دي) او چې ځينې درسره بندیان شي (؛نو) د تاوان په بدل كې يې ازادوئ، حال دا، شړل خو يې لا له سره درباندې حرام وو. ايا د (اسماني) كتاب څه برخه منئ او څه نه منئ؟! (؛نو) په تاسې كې، چې څوك دغسې چار (په الهي احكامو كې توپير) كوي؛ نو سزا يې په دنيا كې سپکاوی دی او د قيامت پر ورځ به پر سختو عذابونو اخته شي او څه چې تاسې كوئ،الله ترې ناخبره نه دى . (۸۵)
أُولَئِكَ الَّذِينَ اشْتَرَوُاْ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا بِالآَخِرَةِ فَلاَ يُخَفَّفُ عَنْهُمُ الْعَذَابُ وَلاَ هُمْ يُنصَرُونَ ﴿۸۶﴾ دا هغه کسان دي، چې آخرت يې پر دنيوي ژوند پلورلى دى؛ نو نه به ترې عذاب سپك کړای شي او نه به مرسته ورسره وشي . (۸۶) 
وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ وَقَفَّيْنَا مِن بَعْدِهِ بِالرُّسُلِ وَآتَيْنَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ الْبَيِّنَاتِ وَأَيَّدْنَاهُ بِرُوحِ الْقُدُسِ أَفَكُلَّمَا جَاءكُمْ رَسُولٌ بِمَا لاَ تَهْوَى أَنفُسُكُمُ اسْتَكْبَرْتُمْ فَفَرِيقًا كَذَّبْتُمْ وَفَرِيقًا تَقْتُلُونَ ﴿۸۷﴾ او په يقين موږ موسى ته كتاب (تورات) وركړ او تر ده روسته پرلپسې استازي مو ولېږل او عيسى د مريمې زوى ته مو څرګندې معجزې وركړې او په سپېڅلي روح (روح القدس) یې مو ملاتړ وکړ؛ نو ولې چې كله كوم استازي ستاسې د ځاني غوښتنو پر خلاف څه (احکام) دروړل؛ نو لويي مو پرې وكړه (او ايمان مو پرې را نه وړ) ؛ نو يوه ډله مو دروغجنه وګڼله او بله مو ووژله؟! (۸۷)
وَقَالُواْ قُلُوبُنَا غُلْفٌ بَل لَّعَنَهُمُ اللَّه بِكُفْرِهِمْ فَقَلِيلًا مَّا يُؤْمِنُونَ ﴿۸۸﴾ او (په ملنډو يې) وويل : ((زړونه مو پوښل شوي دي؛ (او ستا پر خبرو نه پوهېږو. هو! همداسې ده!))) الله د دوى د كفر په سبب دوی له خپل رحمته لرې كړل (؛نو ځكه پر څه نه پوهېږي)؛ نو ډېر لږ يې ايمان راوړي . (۸۸)
وَلَمَّا جَاءهُمْ كِتَابٌ مِّنْ عِندِ اللّهِ مُصَدِّقٌ لِّمَا مَعَهُمْ وَكَانُواْ مِن قَبْلُ يَسْتَفْتِحُونَ عَلَى الَّذِينَ كَفَرُواْ فَلَمَّا جَاءهُم مَّا عَرَفُواْ كَفَرُواْ بِهِ فَلَعْنَةُ اللَّه عَلَى الْكَافِرِينَ ﴿۸۹﴾ او چې كله دوی ته د الله له لوري يو كتاب (قرآن) راغى، چې له هغو نښو سره يې سمون درلود، چې له دوى سره وې او تردې له مخه به يې پر كافرانو د خپل بري زېرى وركاوه (چې په مرسته به يې پر دښمنانو بريالي شي)؛ خو له دې ټولو سره، چې كله دا (کتاب او استازی) چې (له مخکې) یې پېژندل، دوی ته راغی ترې منکر شول ؛نو پر(داسې) كافرانو دې د الله لعنت وي ! (۸۹) 
بِئْسَمَا اشْتَرَوْاْ بِهِ أَنفُسَهُمْ أَن يَكْفُرُواْ بِمَا أنَزَلَ اللّهُ بَغْيًا أَن يُنَزِّلُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ عَلَى مَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ فَبَآؤُواْ بِغَضَبٍ عَلَى غَضَبٍ وَلِلْكَافِرِينَ عَذَابٌ مُّهِينٌ ﴿۹۰﴾ (خو یهودو) ځانونه په ناوړه بيه وپلورل،چې په ناروا د الله پر رالېږل شويو آيتونو كافران شول او نیوکه یې کوله، چې الله [ولې] په خپل فضل خپل آيتونه پر خپل هغه بنده نازلوي،چې و يې غواړي (او وړ يې وبولي)؟!؛ نو ځكه دوى (د الله له لوري) په پرله پسې غضب اخته شول او كافرانو ته سپكوونكى عذاب (ټاكل شوى) دى . (۹۰)
وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ آمِنُواْ بِمَا أَنزَلَ اللّهُ قَالُواْ نُؤْمِنُ بِمَا أُنزِلَ عَلَيْنَا وَيَكْفُرونَ بِمَا وَرَاءهُ وَهُوَ الْحَقُّ مُصَدِّقًا لِّمَا مَعَهُمْ قُلْ فَلِمَ تَقْتُلُونَ أَنبِيَاءَ اللّهِ مِن قَبْلُ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ﴿۹۱﴾ او چې كله ورته وويل شي:((پر هغه څه ايمان راوړئ،چې الله نازل كړي .)) وايي: ((موږ يوازې پر هغه څه ايمان راوړو، چې پر موږ نازل شوي)) او بې له دې نور نه مني، که څه هغه (قرآن) حق وي او له دوی سره شته ‏کتاب هم تاييدوي (ورته) ووايه: ((كه (رښتيا وايئ او پر هغو آيتونو، چې پر تاسې نازل شوي) ايمان لرئ؛ نو تردې له مخه مو ولې د الله استازي وژل ؟!)) (۹۱)
وَلَقَدْ جَاءكُم مُّوسَى بِالْبَيِّنَاتِ ثُمَّ اتَّخَذْتُمُ الْعِجْلَ مِن بَعْدِهِ وَأَنتُمْ ظَالِمُونَ ﴿۹۲﴾ او (همداراز) په يقين موسى (دا ټولې) معجزې تاسې ته راوړی او تاسې داسې ظالمان وئ، چې پسې شا یې مو د خوسي عبادت پيل كړ . (۹۲)
وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَكُمْ وَرَفَعْنَا فَوْقَكُمُ الطُّورَ خُذُواْ مَا آتَيْنَاكُم بِقُوَّةٍ وَاسْمَعُواْ قَالُواْ سَمِعْنَا وَعَصَيْنَا وَأُشْرِبُواْ فِي قُلُوبِهِمُ الْعِجْلَ بِكُفْرِهِمْ قُلْ بِئْسَمَا يَأْمُرُكُمْ بِهِ إِيمَانُكُمْ إِن كُنتُمْ مُّؤْمِنِينَ ﴿۹۳﴾ او (درياد كړئ) چې كله موږ له تاسې پخه ژمنه واخسته او پر تاسې مو د طور غر راپورته كړ [او ومو وويل:] ((څه چې مو درکړي، ټينګ يې ونيسئ (او كلك عمل پرې وكړئ) او سم يې واورئ.)) ویې وويل: ((وا مو ورېدل او [په زړه کې يې وويل:] و مو نه منل.)) او د خپل كفر په سبب يې په زړونو كې د خوسي مينې ځاى نيولى و. ورته ووايه :((كه ایمان لرئ؛ نو ايمان مو څنګه په بد څیز حکم درته كوي !)) (۹۳) 
قُلْ إِن كَانَتْ لَكُمُ الدَّارُ الآَخِرَةُ عِندَ اللّهِ خَالِصَةً مِّن دُونِ النَّاسِ فَتَمَنَّوُاْ الْمَوْتَ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ﴿۹۴﴾ ورته ووايه :((که رښتیا وایئ، چې الله د آخرت کور یوازې تاسې ته ځانګړی کړی، نه نورو خلکو ته؛ نو د مرګ هیلمن شئ)) (۹۴) 
وَلَن يَتَمَنَّوْهُ أَبَدًا بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ وَاللّهُ عَلِيمٌ بِالظَّالِمينَ ﴿۹۵﴾ خو دوى به د خپلو (ناوړه) كړنو په سبب ، چې له ځانه يې مخكې لېږلي، هېڅكله د مرګ هيله ونه کړي او الله د ظالمانو له حال نه ښه خبر دى. (۹۵) 
وَلَتَجِدَنَّهُمْ أَحْرَصَ النَّاسِ عَلَى حَيَاةٍ وَمِنَ الَّذِينَ أَشْرَكُواْ يَوَدُّ أَحَدُهُمْ لَوْ يُعَمَّرُ أَلْفَ سَنَةٍ وَمَا هُوَ بِمُزَحْزِحِهِ مِنَ الْعَذَابِ أَن يُعَمَّرَ وَاللّهُ بَصِيرٌ بِمَا يَعْمَلُونَ ﴿۹۶﴾ او ته به دوى تر بل هر چا(ددې دنيا) پر ژوند (او شتمنۍ راغونډولو كې) حرصناک ومومې، ان تر مشركانو هم ډېر حرصناک (تردې) چې هر يو یې زر كاله عمر غواړي! حال دا اوږد عمر خو دوی له (الهي) سزا ژغورلاى نشي او الله تعالى يې كړنې څاري. (۹۶) 
قُلْ مَن كَانَ عَدُوًّا لِّجِبْرِيلَ فَإِنَّهُ نَزَّلَهُ عَلَى قَلْبِكَ بِإِذْنِ اللّهِ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ وَهُدًى وَبُشْرَى لِلْمُؤْمِنِينَ ﴿۹۷﴾ [دوى وايي : ((جبرائيل زموږ دښمن دى، چې پر تا وحې نازلوي؛ نو ځكه پر تا ايمان نه راوړو.)) ] ورته ووايه: څوك چې د جبرائيل دښمن وي (په حقيقت كې د الله دښمن دى؛ ځكه هغه) خو د الله په حكم ستا پر زړه قرآن نازل كړى (هغه قرآن) چې مخكېني اسماني كتابونه تصديقوي او مؤمنانو ته لارښود او زېرى دى. (۹۷)
مَن كَانَ عَدُوًّا لِّلّهِ وَمَلآئِكَتِهِ وَرُسُلِهِ وَجِبْرِيلَ وَمِيكَالَ فَإِنَّ اللّهَ عَدُوٌّ لِّلْكَافِرِينَ ﴿۹۸﴾ څوك چې د الله ، پرښتو یې، رسولانو یې، جبراييل او ميكائيل دښمن وي (كافر دى او پوه دې شي چې) الله هم د كافرانو دښمن دى . (۹۸) 
وَلَقَدْ أَنزَلْنَآ إِلَيْكَ آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ وَمَا يَكْفُرُ بِهَا إِلاَّ الْفَاسِقُونَ ﴿۹۹﴾ او په رښتيا موږ تا ته څرګندې نښې درلېږلي او يوازې سرغړاندي ترې منكرېږي. (۹۹)
أَوَكُلَّمَا عَاهَدُواْ عَهْدًا نَّبَذَهُ فَرِيقٌ مِّنْهُم بَلْ أَكْثَرُهُمْ لاَ يُؤْمِنُونَ ﴿۱۰۰﴾ او ايا داسې نه ده، چې هر ځل دوى [= يهود] له (الله او رسول) سره ژمنه كوي (؛خو) يوه ډله يې بې لوزي ‏(او مخالفت) كوي؟ هو! ډېر يې ايمان نه راوړي. (۱۰۰)
وَلَمَّا جَاءهُمْ رَسُولٌ مِّنْ عِندِ اللّهِ مُصَدِّقٌ لِّمَا مَعَهُمْ نَبَذَ فَرِيقٌ مِّنَ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ كِتَابَ اللّهِ وَرَاء ظُهُورِهِمْ كَأَنَّهُمْ لاَ يَعْلَمُونَ ﴿۱۰۱﴾ او چې كله دوی ته د الله له لوري هغه استازی راغی، چې د دوی د کتاب پر (حقانیت) ګواهي ورکوونکی وه، يوې ډلې کتابیانو، كتاب الله داسې شا ته وغورځاوه؛ لكه ته وا (هېڅ ترې) خبر نه وو ! (۱۰۱)
وَاتَّبَعُواْ مَا تَتْلُواْ الشَّيَاطِينُ عَلَى مُلْكِ سُلَيْمَانَ وَمَا كَفَرَ سُلَيْمَانُ وَلَكِنَّ الشَّيْاطِينَ كَفَرُواْ يُعَلِّمُونَ النَّاسَ السِّحْرَ وَمَا أُنزِلَ عَلَى الْمَلَكَيْنِ بِبَابِلَ هَارُوتَ وَمَارُوتَ وَمَا يُعَلِّمَانِ مِنْ أَحَدٍ حَتَّى يَقُولاَ إِنَّمَا نَحْنُ فِتْنَةٌ فَلاَ تَكْفُرْ فَيَتَعَلَّمُونَ مِنْهُمَا مَا يُفَرِّقُونَ بِهِ بَيْنَ الْمَرْءِ وَزَوْجِهِ وَمَا هُم بِضَآرِّينَ بِهِ مِنْ أَحَدٍ إِلاَّ بِإِذْنِ اللّهِ وَيَتَعَلَّمُونَ مَا يَضُرُّهُمْ وَلاَ يَنفَعُهُمْ وَلَقَدْ عَلِمُواْ لَمَنِ اشْتَرَاهُ مَا لَهُ فِي الآخِرَةِ مِنْ خَلاَقٍ وَلَبِئْسَ مَا شَرَوْاْ بِهِ أَنفُسَهُمْ لَوْ كَانُواْ يَعْلَمُونَ ﴿۱۰۲﴾ او (يهودو) د هغه څه لاروي وكړه، چې شري وګړيو (کوډګرو) د سليمان په پاچاهۍ کې خلكو ته لوستل او سليمان هېڅكله (كوډې ونکړې او) كافر نشو؛ خو شري وګړي كافران شول (چې) خلكو ته يې كوډې ورښوولې او (همداراز يهودو) د هغه څه (لاروي وكړه)، چې په بابل کې پر دوو پرښتو ((هاروت)) او ((ماروت)) نازل شوي وو، دوى دواړو هېچاته ترهغه څه نه ورښوول؛ خو داچې ورته ویل يې : ((موږ يوازې ازمېښت يو، (پام) مه کافرېږه!)) (او له دې زده كړو ناوړه ګټه مه کوئ‏)؛ خو يهودو له دې دواړو پرښتو داسې څه زده كول، چې په دې يې ښځه او مېړه سره بېلول؛ خو دوى بې د الله له اجازې هېڅكله چاته زيان رسوونکي نه وو، داسې څه یې زده كول، چې ورته ګټور نه؛ بلكې زيانمن ول او ښه پوهېدل، چې كه څوك ددې څيز پېرونكي شي (؛ نو) په آخرت كې هېڅ ونډه ورته نشته (؛ نو) كه پوهېداى، چې څومره ناكاره سودا ده، چې ځان يې پرې وپلوره ! (۱۰۲)   
وَلَوْ أَنَّهُمْ آمَنُواْ واتَّقَوْا لَمَثُوبَةٌ مِّنْ عِندِ اللَّه خَيْرٌ لَّوْ كَانُواْ يَعْلَمُونَ ﴿۱۰۳﴾ او كه دوی ايمان راوړى او ځانونه يې ساتلي واى (؛ نو) كه پوهېداى، د الله په نزد يې اجر ډېر غوره و . (۱۰۳)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَقُولُواْ رَاعِنَا وَقُولُواْ انظُرْنَا وَاسْمَعُوا ْوَلِلكَافِرِينَ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۱۰۴﴾ مؤمنانو! (چې له پېغمبره د قرآني آيتونو د زده كړې لپاره مهلت او وخت غواړئ؛ نو) ((راعنا)) مه وايئ؛ بلكى ((انظرنا)) ووايئ؛ (ځكه راعنا دوه ماناوې لري : (الف) موږ ته مهلت او وخت راكړه . (ب) موږ تحميق كړه، چې بيا دا دښمنانو ته پلمه كېږي) او (څه دستور، چې دركول كېږي) وايې ورئ او كافرانو (او ملنډو وهوونكيو) ته دردناک عذاب (څارو) دى. (۱۰۴) 
مَّا يَوَدُّ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَلاَ الْمُشْرِكِينَ أَن يُنَزَّلَ عَلَيْكُم مِّنْ خَيْرٍ مِّن رَّبِّكُمْ وَاللّهُ يَخْتَصُّ بِرَحْمَتِهِ مَن يَشَاءُ وَاللّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ ﴿۱۰۵﴾ د كتابيانو كافران او هم مشركان دا نه خوښوي، چې ستاسې د پالونکي له لوري دې پر تاسې څه خير ښېګڼه نازله کړای شي؛ خو د الله چې چاته خوښه شي، خپله لورنه ورلوروي او الله د ستر فضل څښتن دى. (۱۰۵) 
مَا نَنسَخْ مِنْ آيَةٍ أَوْ نُنسِهَا نَأْتِ بِخَيْرٍ مِّنْهَا أَوْ مِثْلِهَا أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللّهَ عَلَىَ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۱۰۶﴾ موږ هر آیت چې منسوخ يا پرېږدو، ترې غوره او يا په څېر يې راوړو؛ ايا نه پوهېږې، چې الله پر هر څه وسمن دى؟ (۱۰۶) 
أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللّهَ لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللّهِ مِن وَلِيٍّ وَلاَ نَصِيرٍ ﴿۱۰۷﴾ ایا نه پوهېږې، چې د اسمانونو او ځمكې پاچاهي يوازې د الله ده (او حق لري د مصلحتونو له مخې په احكامو كې هر ډول تفسير او بدلون راولي)؟ او بې له الله تاسې ته پالندوى او کارسازی نشته. (او هغه دى، چې پر مصلحتونو مو پوهېږي او ټاكي يې). (۱۰۷) 
أَمْ تُرِيدُونَ أَن تَسْأَلُواْ رَسُولَكُمْ كَمَا سُئِلَ مُوسَى مِن قَبْلُ وَمَن يَتَبَدَّلِ الْكُفْرَ بِالإِيمَانِ فَقَدْ ضَلَّ سَوَاء السَّبِيلِ ﴿۱۰۸﴾ ايا تاسې غواړئ له خپل پېغمبره هماغسې (نامعقولې) غوښتنې وكړئ،چې تردې له مخه له موسى شوې وې؟! (او په دې پلمو يې له ايمان راوړو ډډه كوله) څوك چې د ايمان پر ځاى كفر ومني؛ نو په يقين له سمې لارې (عقل او فطرت) بېلارې شوى دى. (۱۰۸) 
وَدَّ كَثِيرٌ مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَوْ يَرُدُّونَكُم مِّن بَعْدِ إِيمَانِكُمْ كُفَّارًا حَسَدًا مِّنْ عِندِ أَنفُسِهِم مِّن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْحَقُّ فَاعْفُواْ وَاصْفَحُواْ حَتَّى يَأْتِيَ اللّهُ بِأَمْرِهِ إِنَّ اللّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۱۰۹﴾ ډېر كتابيان سره له دې چې حق ورته څرګند شوې، د خپلې زړګنۍ کینې له مخې دا خوښوي چې تاسې له خپل ایمان راوړو روسته کفر ته ستانه کړي؛ نو (اوس) ترې تېر شئ او نالیدي یې وګڼئ، چې الله خپله پرېکړه (د جهاد فرمان) راولېږي، بېشکه الله پر هر څه قادر دى . (۱۰۹)
وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ وَمَا تُقَدِّمُواْ لأَنفُسِكُم مِّنْ خَيْرٍ تَجِدُوهُ عِندَ اللّهِ إِنَّ اللّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿۱۱۰﴾ او (پوره) لمونځ وكړئ او زكات وركړئ او هر خير كار، چې د ځان لپاره مخکې لېږئ [بدله] به يې له الله سره (په بله دنيا كې) ومومئ، سکه، الله مو د كړنو لیدونکی دى . (۱۱۰)
وَقَالُواْ لَن يَدْخُلَ الْجَنَّةَ إِلاَّ مَن كَانَ هُودًا أَوْ نَصَارَى تِلْكَ أَمَانِيُّهُمْ قُلْ هَاتُواْ بُرْهَانَكُمْ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ﴿۱۱۱﴾ او ویې ویل : ((بې له يهودو او نصاراوو به څوك جنت ته ولاړ نشي.)) دا يې هيلې دي. ورته ووايه: ((كه رښتيني یاست (؛ نو ددې موضوع لپاره) څرګند دليل راوړئ!)) (۱۱۱)
بَلَى مَنْ أَسْلَمَ وَجْهَهُ لِلّهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ فَلَهُ أَجْرُهُ عِندَ رَبِّهِ وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ ﴿۱۱۲﴾ هو! څوك چې په اخلاص الله ته ورمخ كړي او نېكچارى وي؛ نو بدله يې له الله سره ده، نه وېره پرې شته او نه به غمجنېږي (؛ نو ځكه د الله جنت د يوې ډلې په ولکه كې هم نه دى) (۱۱۲) 
وَقَالَتِ الْيَهُودُ لَيْسَتِ النَّصَارَى عَلَىَ شَيْءٍ وَقَالَتِ النَّصَارَى لَيْسَتِ الْيَهُودُ عَلَى شَيْءٍ وَهُمْ يَتْلُونَ الْكِتَابَ كَذَلِكَ قَالَ الَّذِينَ لاَ يَعْلَمُونَ مِثْلَ قَوْلِهِمْ فَاللّهُ يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيمَا كَانُواْ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ ﴿۱۱۳﴾ او يهوديانو وويل: ((مسيحيان پر حق نه دي)) او (همداراز) مسيحيانو وويل: ((يهوديان پر حق نه دي)) حال دا، دواړه ډلې اسماني كتاب لولي (چې بايد دغسې تعصبونه يې نه درلوداى، نورو له حقه) ناپوهو وګړيو (لكه مشركانو) دوی ته ورته خبرې كولې!؛ نو الله تعالی به د قيامت پر ورځ د دوی ترمنځ ، په هغه څه کې پرېکړه وکړي چې اختلاف یې پکې کاوه . (۱۱۳) 
وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن مَّنَعَ مَسَاجِدَ اللّهِ أَن يُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ وَسَعَى فِي خَرَابِهَا أُوْلَئِكَ مَا كَانَ لَهُمْ أَن يَدْخُلُوهَا إِلاَّ خَآئِفِينَ لهُمْ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ وَلَهُمْ فِي الآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿۱۱۴﴾ او تر هغه به ستر ظالم څوك وي، چې پرېنږدي د الله په جوماتونو کې د الله نامه یاده شي او د دوی په ویجاوړولو کې هڅه وکړي؟ دغسې کسان یوازې په ډار جوماتونو ته ورننوځي؛ دوی ته په دنیا کې رسوايي او په آخرت کې ستر عذاب دی! (۱۱۴)
وَلِلّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ فَأَيْنَمَا تُوَلُّواْ فَثَمَّ وَجْهُ اللّهِ إِنَّ اللّهَ وَاسِعٌ عَلِيمٌ ﴿۱۱۵﴾ او ختيځ او لويديځ ټول د الله دي؛ نو هرې خوا ته چې مخ كړئ،هماغه يې د اطاعت لورى دى، چې الله د پراخ (نعمت) څښتن (مړه خوا) پوه دى. (۱۱۵)
وَقَالُواْ اتَّخَذَ اللّهُ وَلَدًا سُبْحَانَهُ بَل لَّهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ كُلٌّ لَّهُ قَانِتُونَ ﴿۱۱۶﴾ او (يهودو، نصاراوو او مشركانو) وويل : ((الله (ځان ته) زوی نيولى دى)) الله له دې خبرو پاك دى؛ بلكې څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، يوازې دده دي (او) ټول يې د امر منوونكي دي! (۱۱۶)
بَدِيعُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَإِذَا قَضَى أَمْرًا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُن فَيَكُونُ ﴿۱۱۷﴾ (الله) د اسمانونو او ځمكې نوپنځى دى او چې د يوه څيز د شتون اراده وكړي (؛نو) وايي : ((شه!))؛ نو شي. (۱۱۷)
وَقَالَ الَّذِينَ لاَ يَعْلَمُونَ لَوْلاَ يُكَلِّمُنَا اللّهُ أَوْ تَأْتِينَا آيَةٌ كَذَلِكَ قَالَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِم مِّثْلَ قَوْلِهِمْ تَشَابَهَتْ قُلُوبُهُمْ قَدْ بَيَّنَّا الآيَاتِ لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ ﴿۱۱۸﴾ او هم ناپوهانو وویل : ((الله ولې پخپله خبرې راسره نه كوي؟ او يا ولې څه معجزه راته نه راځي؟!)) مخكېنيو يې همدا خبرې كولې؛ د دوی زړونه او فكرونه سره ورته دي (؛ خو) بېشکه موږ د يقين خاوندانو (او حقيقت پلټونكيو) ته آيتونه او (پوره پوره) نښې ورڅرګندې كړي دي. (۱۱۸)
إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ بِالْحَقِّ بَشِيرًا وَنَذِيرًا وَلاَ تُسْأَلُ عَنْ أَصْحَابِ الْجَحِيمِ ﴿۱۱۹﴾ په رښتینه کې موږ ته (خلكو ته) پر حقه زېرګری او ګواښګرندی ورلېږلى يې او ته (تر تبليغ روسته) د دوزخيانو (د بېلارۍ) په اړه نه پوښتلېږې . (۱۱۹)
وَلَن تَرْضَى عَنكَ الْيَهُودُ وَلاَ النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ قُلْ إِنَّ هُدَى اللّهِ هُوَ الْهُدَى وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءهُم بَعْدَ الَّذِي جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنَ اللّهِ مِن وَلِيٍّ وَلاَ نَصِيرٍ ﴿۱۲۰﴾ او يهود او نصارا به هېڅكله له تا نه ترهغه خوښ نشي، چې (د دوی بشپړه غوښتنو ته غاړه كېدې او) د (اړول شوي) دين لاروي يې وكړې، ورته ووايه: ((په رښتیا يوازېنۍ (حقیقي) لارښوونه، الهي لارښوونه ده.)) او كه ته له درکړ شوې پوهې روسته د دوی په هيلو او غو ښتنو پسې ولاړ شې (؛ نو) د الله له لوري به هېڅ پالندوی او مرستندوی درته نه وي. (۱۲۰)
الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَتْلُونَهُ حَقَّ تِلاَوَتِهِ أُوْلَئِكَ يُؤْمِنُونَ بِهِ وَمن يَكْفُرْ بِهِ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ ﴿۱۲۱﴾ هغوى ته چې موږ اسماني كتاب وركړى، چې څنګه ښايي هسې يې لولي [او لاروي ترې کوي]، همدوى په هغه (قرآن یا پېغمبر) ايمان ‏راوړي او چې څوك پرې كافر شي؛ نو همدا دوى تاوانیان دي. (۱۲۱)
يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اذْكُرُواْ نِعْمَتِيَ الَّتِي أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَنِّي فَضَّلْتُكُمْ عَلَى الْعَالَمِينَ ﴿۱۲۲﴾ د اسراييلو اولادې! هغه نعمت مې درياد كړئ، چې درلورولى مې و او (همداراز درياد كړئ، چې) پر(همپېرو) نړيوالو مې غوراوی درکړ. (۱۲۲)
وَاتَّقُواْ يَوْمًا لاَّ تَجْزِي نَفْسٌ عَن نَّفْسٍ شَيْئًا وَلاَ يُقْبَلُ مِنْهَا عَدْلٌ وَلاَ تَنفَعُهَا شَفَاعَةٌ وَلاَ هُمْ يُنصَرُونَ ﴿۱۲۳﴾ او (ځانونه مو) د هغې ورځې (له عذابه) وساتئ، چې هېڅوك به يو د بل دفاع نه كوي او نه به د چا بدله ومنل شي او نه سپارښت ورته ګټه رسوي او نه به (له کومې لوري) مرسته ورسره كېږي. (۱۲۳) 
وَإِذِ ابْتَلَى إِبْرَاهِيمَ رَبُّهُ بِكَلِمَاتٍ فَأَتَمَّهُنَّ قَالَ إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامًا قَالَ وَمِن ذُرِّيَّتِي قَالَ لاَ يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ ﴿۱۲۴﴾  

او (درياد كړئ) چې كله، الله ابراهيم په ډول ډول وسايلو وازمېيه او هغه هم له دې ازمېښتونو ښه راووت (؛نو) الله ورته وويل : ((په رښتینه کې زه دې د خلكو امام او مشر ټاكم.)) [ابراهيم] عرض وكړ: ((او له ځوځاته مې هم (مشران او امامان وټاكه.))) [الله] ورته وويل: ((ظالمانو ته مې ژمنه نه وررسي (او يوازې ستا د اولادې سپېڅلي ددې مقام وړ دي))) . (۱۲۴) 

وَإِذْ جَعَلْنَا الْبَيْتَ مَثَابَةً لِّلنَّاسِ وَأَمْنًا وَاتَّخِذُواْ مِن مَّقَامِ إِبْرَاهِيمَ مُصَلًّى وَعَهِدْنَا إِلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ أَن طَهِّرَا بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْعَاكِفِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ ﴿۱۲۵﴾    او (درياد كړئ) چې كله موږ د كعبې خونه خلكو ته د راغونډېدو ځای او د امن و امان مرکز وګرځاوه او (د خاطرو رايادولو لپاره مو وويل: ) د ابراهيم له مقامه لمانځځى جوړ کړئ او ابراهيم او اسماعيل ته مو امر وكړ : ((زما كور طواف كوونكيو، څېله كېدونكيو او ركوع سجده كوونكيو ته پاك او سوتره كړئ .)) (۱۲۵) 
وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَـٰذَا بَلَدًا آمِنًا وَارْزُقْ أَهْلَهُ مِنَ الثَّمَرَاتِ مَنْ آمَنَ مِنْهُم بِاللَّـهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ۖ قَالَ وَمَن كَفَرَ فَأُمَتِّعُهُ قَلِيلًا ثُمَّ أَضْطَرُّهُ إِلَىٰ عَذَابِ النَّارِ ۖ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ ﴿۱۲۶﴾ او (درياد كړئ) هغه وخت، چې ابراهيم وويل : ((پالونكيه ! دا [مکه] د امن ښار كړه او هستوګنو ته يې چې پر الله او قيامت ايمان لري، (ډول ډول) مېوې ورروزي كړه.)) و يې ويل: (((ستا دعا مې قبوله كړه او مؤمنان مې له ډول ډول بركتونو برخمن كړل؛) او چې څوک كفر خپل کړي، ډېر لږ يې برخمنوم، بيا يې د اور عذاب ته وركاږم او (څه) ناوړه عاقبت دى!)) (۱۲۶) 

 

وَإِذْ يَرْفَعُ إِبْرَاهِيمُ الْقَوَاعِدَ مِنَ الْبَيْتِ وَإِسْمَاعِيلُ رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ﴿۱۲۷﴾ او (درياد كړئ) ابراهيم او اسماعيل، چې د خونې (كعبې) تاداوونه لوړول (؛نو ويل يي:) پالونكيه! زموږ (دا هلې ځلې) ومنه، چې په حقیقت کې يوازې ته پوه اورېدونكى يې! (۱۲۷)
رَبَّنَا وَاجْعَلْنَا مُسْلِمَيْنِ لَكَ وَمِن ذُرِّيَّتِنَا أُمَّةً مُّسْلِمَةً لَّكَ وَأَرِنَا مَنَاسِكَنَا وَتُبْ عَلَيْنَآ إِنَّكَ أَنتَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ ﴿۱۲۸﴾ پالونكيه! موږ مسلمين (او غاړه ايښووونكي) كړه او زموږ له ځوځاته هم غاړه ايښووونكى امت رادبره كړه او زموږ د عبادت دود (او د حج احکام) راوښيه او توبه مو قبوله كړه، چې په حقیقت کې يوازې ته ډېر لورین توبه منوونكى يې. (۱۲۸) 
رَبَّنَا وَابْعَثْ فِيهِمْ رَسُولًا مِّنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِكَ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَيُزَكِّيهِمْ إِنَّكَ أَنتَ العَزِيزُ الحَكِيمُ ﴿۱۲۹﴾ پالونكيه !((په دوی کې له خپلو یې يو تن پېغمبر ورولېږه، چې ستا آيتونه ورولولي، كتاب او حكمت وروښيي او پاك يې كړي (؛ځكه) چې يوازې ته ځواکمن ‏حکيم يې (او پردې كار وسمن يې) .)) (۱۲۹) 
وَمَن يَرْغَبُ عَن مِّلَّةِ إِبْرَاهِيمَ إِلاَّ مَن سَفِهَ نَفْسَهُ وَلَقَدِ اصْطَفَيْنَاهُ فِي الدُّنْيَا وَإِنَّهُ فِي الآخِرَةِ لَمِنَ الصَّالِحِينَ ﴿۱۳۰﴾ او څوك به بې له هغه چې ځان یې (غولولی او) ناپوه (بیوقوف) کړی د ابراهيم له دین څخه مخ واړوي؟ او په يقين موږ هغه په دنيا كې غوره كړ او بېشکه په آخرت كې (هم) له صالحانو دى. (۱۳۰) 
إِذْ قَالَ لَهُ رَبُّهُ أَسْلِمْ قَالَ أَسْلَمْتُ لِرَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۱۳۱﴾ (درياد كړئ) چې کله خپل پالونکي ورته وویل : «غاړه کېدئ» ویې ویل : « د نړۍ پالونکي الله ته مې غاړه کېښوده» (۱۳۱) 
وَوَصَّى بِهَا إِبْرَاهِيمُ بَنِيهِ وَيَعْقُوبُ يَا بَنِيَّ إِنَّ اللّهَ اصْطَفَى لَكُمُ الدِّينَ فَلاَ تَمُوتُنَّ إَلاَّ وَأَنتُم مُّسْلِمُونَ ﴿۱۳۲﴾ او ابراهيم او يعقوب (د عمر په روستيو شېبو كې) خپلو زامنو ته پر همدې دین او مسلك د تلو وصيت وكړ (او هر يوه خپلو زامنو ته وويل:) ((زامنو! الله تاسې ‏ته همدا دين غوره كړى؛ نو هسې نه په نامسلمانۍ کې مړه شئ [؛نو ځكه د مرګ تر وخته مسلمانان (او پر اسلام ثابت ولاړ) پاتې شئ])) (۱۳۲) 
أَمْ كُنتُمْ شُهَدَاء إِذْ حَضَرَ يَعْقُوبَ الْمَوْتُ إِذْ قَالَ لِبَنِيهِ مَا تَعْبُدُونَ مِن بَعْدِي قَالُواْ نَعْبُدُ إِلَهَكَ وَإِلَهَ آبَائِكَ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ إِلَهًا وَاحِدًا وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ ﴿۱۳۳﴾ ايا تاسې د يعقوب د مړينې پر وخت حاضر وئ؟! چې خپلو زامنو ته يې وويل: ((تر ما روسته به څه لمانځئ؟)) ټولو ورته وويل: ((چې ستا معبود او ستا د پلرونو؛ ابرهيم، اسماعيل او اسحق معبود؛ هغه (الله) چې ايکې يو دى (او شريك نه لري) او موږ ورتسليم يو.)) (۱۳۳) 
تِلْكَ أُمَّةٌ قَدْ خَلَتْ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَلَكُم مَّا كَسَبْتُمْ وَلاَ تُسْأَلُونَ عَمَّا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۱۳۴﴾ دا خو يو تېر شوی امت و، د دوی کړنې په دوی پورې تړاو لري او ستاسې کړنې هم په تاسو پورې اړه لري او تاسې د هغوی د کړنو په هکله نه پوښتلېږئ . (۱۳۴) 
قَالُواْ كُونُواْ هُودًا أَوْ نَصَارَى تَهْتَدُواْ قُلْ بَلْ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ ﴿۱۳۵﴾ او (كتابيانو) وويل: ((يهودي يا مسيحي شئ، چې سمه لار ومومئ !)) ورته ووايه: (((داسې نه ده، دا اړول شوي اديان هېڅكله د لارښوونې لاملېداى نشي)؛ بلكې (ژغورنه) د حقپال ابراهيم په دين کې ده، چې له مشركانو ځنې نه و!)) (۱۳۵)
قُولُواْ آمَنَّا بِاللّهِ وَمَا أُنزِلَ إِلَيْنَا وَمَا أُنزِلَ إِلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَالأسْبَاطِ وَمَا أُوتِيَ مُوسَى وَعِيسَى وَمَا أُوتِيَ النَّبِيُّونَ مِن رَّبِّهِمْ لاَ نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّنْهُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ ﴿۱۳۶﴾ (مسلمانانو!) ووایئ : ((موږ پر الله او هغه څه ایمان راوړی چې پر موږ نازل شوي او پر هغه څه چې پر ابراهیم، اسماعیل، اسحاق، یعقوب او اسباط (د یعقوب زېږنده پېغمبران) او څه چې پر موسی، عیسی او نورو پېغمبرانو د خپل پالونکي له لوري نازل شوي دي (ایمان راوړی) او موږ د دوی په هیڅ یو کې توپیر نه کوو او يوازې د الله امر ته تسليم يو (او خېلي توپيرونه او شخصي هيلې، ددې لاملېداى نشي، چې ځينې لارښوونې ومنو او ځينې پرېږدو).)) (۱۳۶) 
فَإِنْ آمَنُواْ بِمِثْلِ مَا آمَنتُم بِهِ فَقَدِ اهْتَدَواْ وَّإِن تَوَلَّوْاْ فَإِنَّمَا هُمْ فِي شِقَاقٍ فَسَيَكْفِيكَهُمُ اللّهُ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ﴿۱۳۷﴾ نو كه دوی ‏هماغسې ايمان راووړ، چې تاسې راوړى؛ نو په يقين ښیون شوي او كه مخ واړوي؛ نو په رښتیا دوی له حقه بېل شوي او الله یې شر درنه لرې کوي او هغه پوه اورېدوونکى دى. (۱۳۷)
صِبْغَةَ اللّهِ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللّهِ صِبْغَةً وَنَحْنُ لَهُ عَابِدونَ ﴿۱۳۸﴾ (او مؤمنانو ته وواست) الله په خپل رنګ، رنګ کړي يو (؛ يعنې د ايمان، توحيد او اسلام په رنګ رنګ) او كوم رنګ به تر الهي رنګه غوره وي؟ او يوازې همدا لمانځوو . (۱۳۸)
قُلْ أَتُحَآجُّونَنَا فِي اللّهِ وَهُوَ رَبُّنَا وَرَبُّكُمْ وَلَنَا أَعْمَالُنَا وَلَكُمْ أَعْمَالُكُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُخْلِصُونَ ﴿۱۳۹﴾ (پېغمبره! ورته) ووايه : ((ايا له موږ سره د هغه الله په باب ناندرۍ وهئ، چې زموږ او ستاسې پالونكى دى. زموږ كړنې زموږ او ستاسې كړنې ستاسې دي او موږ يوازې ده ته اخلاصمن (او سوچه مؤحدين) يو.)) (۱۳۹)
أَمْ تَقُولُونَ إِنَّ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَالأسْبَاطَ كَانُواْ هُودًا أَوْ نَصَارَى قُلْ أَأَنتُمْ أَعْلَمُ أَمِ اللّهُ وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن كَتَمَ شَهَادَةً عِندَهُ مِنَ اللّهِ وَمَا اللّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ ﴿۱۴۰﴾ يا ستاسې د كتابيانو وينا ده: ((ابراهيم، اسماعيل، اسحاق او د يعقوب (دولس ګونى) ځوځات ټول يهوديان يا نصرانيان وو؟!)) ورته ووايه :((تاسې ښه پوهېږئ كه الله ؟!)) (كه څه ښه پوهېږئ، چې هغوى نه يهوديان او نه نصرانيان وو؛ نو ولې حقيقت پټوئ) تر هغه به لوى ظالم څوك وي، چې الله د يوې شاهدۍ ذمه واري ور تر غاړې كړې وي (؛ خو) پټه يې كړي؟ او الله مو له كړنو ناخبره نه دى. (۱۴۰)
تِلْكَ أُمَّةٌ قَدْ خَلَتْ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَلَكُم مَّا كَسَبْتُمْ وَلاَ تُسْأَلُونَ عَمَّا كَانُواْ يَعْمَلُونَ ﴿۱۴۱﴾ دوى په رښتيا يو تېر شوى امت دى؛ څه یې چې كړي (؛نو) يوازې ځان ته يې كړي او څه چې تاسې كوئ (؛نو) يوازې ځان ته يې كوئ او تاسې به د دوی د کړنو په اړه و نه پوښتل شئ . (۱۴۱) 
سَيَقُولُ السُّفَهَاء مِنَ النَّاسِ مَا وَلاَّهُمْ عَن قِبْلَتِهِمُ الَّتِي كَانُواْ عَلَيْهَا قُل لِّلّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ يَهْدِي مَن يَشَاءُ إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ ﴿۱۴۲﴾ ژر به ناپوهان ووايي : ((څه څيز دوی (مسلمانان) له خپلې مخكېنۍ قبلې (بيت‌ المقدس) واړول؟!)) (ورته) ووايه : ((ختيځ او لويديځ يوازې د هماغه الله دي، چاته يې چې خوښه شي (او وړ يې وبولي) سمه لار ورښيي .)) (۱۴۲) 
وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِّتَكُونُواْ شُهَدَاء عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا وَمَا جَعَلْنَا الْقِبْلَةَ الَّتِي كُنتَ عَلَيْهَا إِلاَّ لِنَعْلَمَ مَن يَتَّبِعُ الرَّسُولَ مِمَّن يَنقَلِبُ عَلَى عَقِبَيْهِ وَإِن كَانَتْ لَكَبِيرَةً إِلاَّ عَلَى الَّذِينَ هَدَى اللّهُ وَمَا كَانَ اللّهُ لِيُضِيعَ إِيمَانَكُمْ إِنَّ اللّهَ بِالنَّاسِ لَرَؤُوفٌ رَّحِيمٌ ﴿۱۴۳﴾ او په دې شان ‏موږ تاسې (چې قبله مو منځنۍ قبله ده) يو منځنى امت وګرځولئ،چې پر خلكو شاهدان وسئ او استازى پر تاسې شاهد وي او تاسې، چې پخوا كوم لوري ته مخ اړو، هغه مو يوازې ددې لپاره ټاكلى و، چې څوك په پېغمبر پسې ځي او څوك ترې شا اړوي، دا كار ډېر سخت و؛ خو نه هغوى ته چې الله لار ورښوولې وه (او په دې هم پوه شئ، چې مخكېنۍ قبلې ته مو لمونځونه سم وو) او الله هېڅكله ستاسې ايمان [= لمونځ] نه ضايع كوي؛ ځكه الله پر خلكو لورین خوږمن دى. (۱۴۳) 
قَدْ نَرَى تَقَلُّبَ وَجْهِكَ فِي السَّمَاء فَلَنُوَلِّيَنَّكَ قِبْلَةً تَرْضَاهَا فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَحَيْثُ مَا كُنتُمْ فَوَلُّواْ وُجُوِهَكُمْ شَطْرَهُ وَإِنَّ الَّذِينَ أُوْتُواْ الْكِتَابَ لَيَعْلَمُونَ أَنَّهُ الْحَقُّ مِن رَّبِّهِمْ وَمَا اللّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا يَعْمَلُونَ ﴿۱۴۴﴾ په يقين، چې (د روستۍ قبلې د ټاكلو لپاره) موږ د اسمان خوا ته ستا د مخ اړول را اړول وينو، دادى د هغې قبلې لوري ته دې ورګرځوو، چې ستا خوښېږي؛ نو د مسجدالحرام خوا ته مخ وګرځوه او چېرې چې واست، ورمخ کړئ او په حقيقت کې چاته چې اسماني كتاب وركړ شوى، ښه پوهېږي، چې(د قبلې بدلېدل) د الله له لوري (پرځاى او) سم دي (او په خپلو كتابونو كې يې لوستي، چې د اسلام پېغمبر به دوو قبلو ته لمونځ كوي) او الله یې (ددې آيتونو په پټولو كې) له كړنو ناخبره نه دى.  (۱۴۴) 
وَلَئِنْ أَتَيْتَ الَّذِينَ أُوْتُواْ الْكِتَابَ بِكُلِّ آيَةٍ مَّا تَبِعُواْ قِبْلَتَكَ وَمَا أَنتَ بِتَابِعٍ قِبْلَتَهُمْ وَمَا بَعْضُهُم بِتَابِعٍ قِبْلَةَ بَعْضٍ وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءهُم مِّن بَعْدِ مَا جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ إِنَّكَ إِذًَا لَّمِنَ الظَّالِمِينَ ﴿۱۴۵﴾ او قسم، كه ته كتابوالو ته هر ډول آيت (نښه او دليل) راوړې؛ نو ستا قبله نه مني او نه ته د دوی قبله منې. (دوى ته د قبلې د بيا بدلون انګېرنه نه ده پکار) او ان دوى يو د بل قبله هم نه مني او كه ته تر درکړای شوې پوهې روسته د دوی په غوښتنو پسې ولاړ شې؛ نو هرومرو به له ظالمانو شې . (۱۴۵)
الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَعْرِفُونَهُ كَمَا يَعْرِفُونَ أَبْنَاءهُمْ وَإِنَّ فَرِيقًا مِّنْهُمْ لَيَكْتُمُونَ الْحَقَّ وَهُمْ يَعْلَمُونَ ﴿۱۴۶﴾ کتابيان هغه [= پېغمبر] د خپلو زامنو په څېر پېژني؛ البته له دوی يوه ډله حق آگاهانه پټوي. (۱۴۶) 
الْحَقُّ مِن رَّبِّكَ فَلاَ تَكُونَنَّ مِنَ الْمُمْتَرِينَ ﴿۱۴۷﴾ (د قبلې د بدلون فرمان) ستا د پالونكي له لوري حق (حكم) دى؛ نو هسې نه په اړه يې له شکمنو وسې. (۱۴۷)
وَلِكُلٍّ وِجْهَةٌ هُوَ مُوَلِّيهَا فَاسْتَبِقُواْ الْخَيْرَاتِ أَيْنَ مَا تَكُونُواْ يَأْتِ بِكُمُ اللّهُ جَمِيعًا إِنَّ اللّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۱۴۸﴾ او د هر چا لپاره یو لوری (قبله) ده، چې هغه ورته ټاکلې ده؛ (نو ځكه د قبلې په باب ډېرې خبرې مه كوئ او پر ځاى یې) په ښېګڼو كې سیالي کوئ؛ چېرې چې ياست، الله مو (د قيامت پر ورځ د ښو او بدو كړنو د بدلې او سزا لپاره) راټولوي؛ (ځكه) چې الله پر هر څه ځواکمن دى. (۱۴۸)
وَمِنْ حَيْثُ خَرَجْتَ فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَإِنَّهُ لَلْحَقُّ مِن رَّبِّكَ وَمَا اللّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ ﴿۱۴۹﴾ او (پېغمبره!) چې (لمانځه ته) له هر ځايه راووتې خپل مخ د مسجدالحرام لور ته كړه، دا [مخ ګرځول] ستا د پالونكي بيخي پر حق پرېكړه ده او الله ستاسې له كړنو ناخبره نه دى. (۱۴۹) 
وَمِنْ حَيْثُ خَرَجْتَ فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَحَيْثُ مَا كُنتُمْ فَوَلُّواْ وُجُوهَكُمْ شَطْرَهُ لِئَلاَّ يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَيْكُمْ حُجَّةٌ إِلاَّ الَّذِينَ ظَلَمُواْ مِنْهُمْ فَلاَ تَخْشَوْهُمْ وَاخْشَوْنِي وَلأُتِمَّ نِعْمَتِي عَلَيْكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ ﴿۱۵۰﴾ او چې له هر ځايه راووتې؛ نو خپل مخ دې مسجد الحرام ته كړه او چېرې چې ياست، هماغه خوا ته مخ واړوئ (لمونځ وكړئ) چې بې له ظالمانو(چې له ځېله لاس نه اخلي) نورو خلكو ته ستاسې پر خلاف څه دليل او پلمه په لاس ور نشي (؛ځكه په ړومبيو اسماني كتابونو كې د پېغمبر له نښو يوه دا هم ده، چې هغه به دوو قبلو ته لمونځ كوي) له دوی ‏مه ډارېږئ او (یوازې) زما له (مخالفته) وډار شئ! او (دا د قبلې بدلون ځکه و، چې) پر تاسې خپل نعمت درپوره كړم، او په دې هیله چې سمه لار ومومئ . (۱۵۰)
كَمَا أَرْسَلْنَا فِيكُمْ رَسُولًا مِّنكُمْ يَتْلُو عَلَيْكُمْ آيَاتِنَا وَيُزَكِّيكُمْ وَيُعَلِّمُكُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَيُعَلِّمُكُم مَّا لَمْ تَكُونُواْ تَعْلَمُونَ ﴿۱۵۱﴾ لكه څنګه چې (د قبلې په بدلون مې خپل نعمت درپوره كړ؛ نو) موږ په تاسې کې له همدا تاسې یو پېغمبر درولېږه، چې زما آيتونه درلولي او تاسې (له چټلیو) پاکوي (او روزنه درکوي) ، كتاب او حكمت درښيي او هغه څه درزده کوي، چې پرې نه پوهېدئ. (۱۵۱)
فَاذْكُرُونِي أَذْكُرْكُمْ وَاشْكُرُواْ لِي وَلاَ تَكْفُرُونِ ﴿۱۵۲﴾ نو ياد مې كړئ، چې ياد مو كړم! او شكر مې وباسئ او (د نعمتونو) ناشكري مې مه كوئ. (۱۵۲)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَعِينُواْ بِالصَّبْرِ وَالصَّلاَةِ إِنَّ اللّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ ﴿۱۵۳﴾ مؤمنانو! (له الله) په زغم او لمانځه مرسته وغواړئ؛ (ځكه) چې الله له زغمناکو سره دى. (۱۵۳) 
وَلاَ تَقُولُواْ لِمَنْ يُقْتَلُ فِي سَبيلِ اللّهِ أَمْوَاتٌ بَلْ أَحْيَاء وَلَكِن لاَّ تَشْعُرُونَ ﴿۱۵۴﴾ او هغوی ته مړه مه وايئ، چې د الله په لار كې وژل کېږي؛ بلكې ژوندي دي؛ خو تاسې (په حسي درک) نه ورځيرېږئ. (۱۵۴) 
وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْءٍ مِّنَ الْخَوفْ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِّنَ الأَمَوَالِ وَالأنفُسِ وَالثَّمَرَاتِ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ ﴿۱۵۵﴾ او موږ هرومرو تاسې په یوه ډول د وېرې، لوږې، د سرومال په زیان او د محصولاتو په کمښت ازمېیو او (په دې پېښو او کړاوونو کې) زغمناکو ته زیری ورکړه. (۱۵۵) 
الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُم مُّصِيبَةٌ قَالُواْ إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعونَ ﴿۱۵۶﴾ (صابران) هغوی دي، چې د مصيبت ورسېدو پرمهال وايي: ((موږ د الله يو او لوري ته يې ورستنېدوني يو)) (۱۵۶) 
أُولَئِكَ عَلَيْهِمْ صَلَوَاتٌ مِّن رَّبِّهِمْ وَرَحْمَةٌ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُهْتَدُونَ ﴿۱۵۷﴾ پر دوى د خپل پالونكي له لوري درود ‏او رحمتونه دي او همدا دوى سم لاري دي. (۱۵۷) 
إِنَّ الصَّفَا وَالْمَرْوَةَ مِن شَعَآئِرِ اللّهِ فَمَنْ حَجَّ الْبَيْتَ أَوِ اعْتَمَرَ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْهِ أَن يَطَّوَّفَ بِهِمَا وَمَن تَطَوَّعَ خَيْرًا فَإِنَّ اللّهَ شَاكِرٌ عَلِيمٌ ﴿۱۵۸﴾ په رښتيا ((صفا)) او ((مروه)) د الله له شعايرو (او نښو) ځنې دي، چاچې د بيت الله حج يا عمره وکړه؛ نو څه باک نه لري،چې که د دواړو ترمنځ سعى (= تګ راتګ) وكړي (او د مشركانو نادودې ‏د صفا او مروه د سپېڅليو ځايونو مقام نشي راټيټولاى، چې د صفا او مروه پر غونډيو به يې بوتان كېښودل) او چاچې په خوښه کومه ښېګڼه وکړه؛ نو په حقيقت کې الله (د دوی د کړنو) منندوی (او پر كړنو یې) پوه دى . (۱۵۸)
إِنَّ الَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَا أَنزَلْنَا مِنَ الْبَيِّنَاتِ وَالْهُدَى مِن بَعْدِ مَا بَيَّنَّاهُ لِلنَّاسِ فِي الْكِتَابِ أُولَئِكَ يَلعَنُهُمُ اللّهُ وَيَلْعَنُهُمُ اللَّاعِنُونَ ﴿۱۵۹﴾ په حقيقت کې كوم خلك، چې زموږ نازل شوي څرګند دلايل او لارښوونې په داسې حال كې پټوي، چې په كتاب كې خلكو ته روښانه شوي؛ نو الله او ټول لعنت گر پرې لعنت وايي. (۱۵۹) 
إِلاَّ الَّذِينَ تَابُواْ وَأَصْلَحُواْ وَبَيَّنُواْ فَأُوْلَئِكَ أَتُوبُ عَلَيْهِمْ وَأَنَا التَّوَّابُ الرَّحِيمُ ﴿۱۶۰﴾ بې له هغو چې توبه ګار شول (او راوګرځېدل) او (خپلې بدې كړنې يې پر نېكو كړنو) سمې كړې او (پټ كړى حقيقت يې) راڅرګند كړ؛ نو د دوی توبه منم او زه خو ډېر لورین توبه منوونكی يم.  (۱۶۰)
إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَمَاتُوا وَهُمْ كُفَّارٌ أُولَئِكَ عَلَيْهِمْ لَعْنَةُ اللّهِ وَالْمَلآئِكَةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ ﴿۱۶۱﴾ په رښتيا څوك چې كافران شوي او پر همدې حالت مړه شول، پر دوى د الله ، پرښتو او ټولو خلكو لعنت دى. (۱۶۱) 
خَالِدِينَ فِيهَا لاَ يُخَفَّفُ عَنْهُمُ الْعَذَابُ وَلاَ هُمْ يُنظَرُونَ ﴿۱۶۲﴾ (په همدې لعنتي حالت كې به) تل اوسي، نه يې عذاب سپكېږي او نه مهلت وركول کېږي. (۱۶۲) 
وَإِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ لاَّ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ ﴿۱۶۳﴾ او ستاسې معبود ایکي یو معبود دی، بې له ده معبود نشته، هماغه لوراند لورین دی. (۱۶۳)
إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاخْتِلاَفِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَالْفُلْكِ الَّتِي تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِمَا يَنفَعُ النَّاسَ وَمَا أَنزَلَ اللّهُ مِنَ السَّمَاءِ مِن مَّاء فَأَحْيَا بِهِ الأرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِيهَا مِن كُلِّ دَآبَّةٍ وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ وَالسَّحَابِ الْمُسَخِّرِ بَيْنَ السَّمَاء وَالأَرْضِ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ ﴿۱۶۴﴾ بېشکه، د اسمانونو او ځمكې په پنځون كې، يو په بلې پسې د شپې او ورځې په راتګ كې، په هغو بېړيو كې، چې د خلكو د ګټې لپاره په سمندرونو كې ګرځي؛ اوبه چې الله له پاسه را وروي او مړاوې ‏ځمكه پرې راژوندۍ كوي او ډول ډول خځنده يې پكې خواره كړي او (همداراز) د بادونو په لګولو كې او په هغو ورېځو كې، چې د اسمانونو او ځمكې ترمنځ ایل دي (؛ نو دا) عقلمنو ته (د يوه پاک ذات) نښې دي. (۱۶۴) 
وَمِنَ النَّاسِ مَن يَتَّخِذُ مِن دُونِ اللّهِ أَندَادًا يُحِبُّونَهُمْ كَحُبِّ اللّهِ وَالَّذِينَ آمَنُواْ أَشَدُّ حُبًّا لِّلّهِ وَلَوْ يَرَى الَّذِينَ ظَلَمُواْ إِذْ يَرَوْنَ الْعَذَابَ أَنَّ الْقُوَّةَ لِلّهِ جَمِيعًا وَأَنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعَذَابِ ﴿۱۶۵﴾ او (له دې نښو سره) ځينې داسې خلک هم شته، چې له الله سره (په عبادت کې) سيالان نيسي او د الله هومره مينه ورسره کوي؛ خو مؤمنينو ته (د مشركانو تر مينې، چې له خپلو معبودانو سره يې لري) الله پاك ډېر سخت ګران دى او هغوى (مشرکانو) چې ظلم كړى (او بې له الله يې معبودان نيولي)، چې كله (الهي) عذاب وګوري (؛ نو) پوه به شي، چې ټول زورځواک خو يوازې له الله سره دى او په رښتيا الله ډېر سخت عذابى دى،(نه خيالي معبودان، چې ترې ډارېږي) . (۱۶۵) 
إِذْ تَبَرَّأَ الَّذِينَ اتُّبِعُواْ مِنَ الَّذِينَ اتَّبَعُواْ وَرَأَوُاْ الْعَذَابَ وَتَقَطَّعَتْ بِهِمُ الأَسْبَابُ ﴿۱۶۶﴾ هغه مهال چې عذاب وګوري(؛نو) مشران له لارویانو کرکه څرګندوي او د دوی د خپلمنځي اړیکو او اسبابو لړۍ شلېږي. (۱۶۶) 
وَقَالَ الَّذِينَ اتَّبَعُواْ لَوْ أَنَّ لَنَا كَرَّةً فَنَتَبَرَّأَ مِنْهُمْ كَمَا تَبَرَّؤُواْ مِنَّا كَذَلِكَ يُرِيهِمُ اللّهُ أَعْمَالَهُمْ حَسَرَاتٍ عَلَيْهِمْ وَمَا هُم بِخَارِجِينَ مِنَ النَّارِ ﴿۱۶۷﴾ او (په دې وخت كې) لارويان وايي: ((كاش يو ځل بيا دنيا ته تللي واى، چې موږ له دې [= بېلارې مشرانو] کرکه څرګنده كړې واى؛ لكه څنګه چې دوى (نن) له موږه کرکجن دي!(((هو!) الله همداسې د دوی كړنې د افسوس او پښېمانۍ په بڼه دوی ته ورښيي او هیڅکله به له اوره وتونکي نه وي. (۱۶۷) 
يَا أَيُّهَا النَّاسُ كُلُواْ مِمَّا فِي الأَرْضِ حَلاَلًا طَيِّبًا وَلاَ تَتَّبِعُواْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ ﴿۱۶۸﴾ خلكو! په ځمکه کې له شته حلال او پاک څيزونو وخورئ او د شيطان پر پلونو مه ځئ؛ ځکه هغه مو ښكاره دښمن دى. (۱۶۸) 
إِنَّمَا يَأْمُرُكُمْ بِالسُّوءِ وَالْفَحْشَاء وَأَن تَقُولُواْ عَلَى اللّهِ مَا لاَ تَعْلَمُونَ ﴿۱۶۹﴾ هغه (شیطان) یوازې د بدیو او بدکاریو امر درته کوي او دا چې تاسې په الله پسې هغه څه ووایئ چې پرې نه پوهېږئ. (۱۶۹)
وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّبِعُوا مَا أَنزَلَ اللّهُ قَالُواْ بَلْ نَتَّبِعُ مَا أَلْفَيْنَا عَلَيْهِ آبَاءنَا أَوَلَوْ كَانَ آبَاؤُهُمْ لاَ يَعْقِلُونَ شَيْئًا وَلاَ يَهْتَدُونَ ﴿۱۷۰﴾ او چې كله دوی (مشرکانو) ته وويل شي: ((څه چې الله نازل كړي، لاروي يې وكړئ.)) وايي: ((موږ یوازې د خپلو پلرونو پر لار ځوو.)) (ښه نو) كه پلرونه يې پر څه نه پوهېدل او سمه لار يې نه وه موندلې؛ (بيا هم ورپسې ځئ) (۱۷۰) 
وَمَثَلُ الَّذِينَ كَفَرُواْ كَمَثَلِ الَّذِي يَنْعِقُ بِمَا لاَ يَسْمَعُ إِلاَّ دُعَاء وَنِدَاء صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لاَ يَعْقِلُونَ ﴿۱۷۱﴾ او د كافرانو (د بلونكي) مثال د يوه داسې چا (شپانه) په څېر دى، چې (څارويو ته له خطره د ژغورنې لپاره) اواز كوي؛ خو دوى بې د بلنې او شړنې له غږه نور څه نه اوري (او د شپانه د خطر د غږ پر حقيقت او مفهوم نه پوهېږي؛ دا كافران په رښتینه كې) كاڼه، ګونګيان (او) ړانده دي؛ نو ځكه عقل نه کاروي . (۱۷۱) 
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُلُواْ مِن طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ وَاشْكُرُواْ لِلّهِ إِن كُنتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ ﴿۱۷۲﴾ مؤمنانو! زموږ له درکړیو پاکو نعمتونو وخورئ او كه يوازې هغه لمانځئ (؛ نو) شكر یې پرځاى کړئ. (۱۷۲)
إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةَ وَالدَّمَ وَلَحْمَ الْخِنزِيرِ وَمَا أُهِلَّ بِهِ لِغَيْرِ اللّهِ فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلاَ عَادٍ فَلا إِثْمَ عَلَيْهِ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۱۷۳﴾ [پوه شئ، چې الله] يوازې مرداره (غوښه)، وينه، د سرکوزي غوښه او څه چې د ((غيرالله)) په نامه ذبح كېږي، حرام كړي (؛ خو) كه څوك اړ شي، څه باک نشته؛ خو چې سرغړاند او بريدماتى نه وي؛ ځكه الله لورین بښوونکى دى. (۱۷۳)
إِنَّ الَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَا أَنزَلَ اللّهُ مِنَ الْكِتَابِ وَيَشْتَرُونَ بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا أُولَئِكَ مَا يَأْكُلُونَ فِي بُطُونِهِمْ إِلاَّ النَّارَ وَلاَ يُكَلِّمُهُمُ اللّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلاَ يُزَكِّيهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۱۷۴﴾ په رښتيا هغوى چې د الله له رالېږلي كتابه څه پټوي او په ناڅیزه بيه يې پلوري (نو په حقيقت كې) دوی خپلې ګېډې له اوره ډکوي (او له دې لارې، چې كومې ډالۍ او عايد تر لاسه كوي، په حقيقت كې سوځنده اور دى) او د قيامت پر ورځ، الله له دوی سره خبرې نه كوي او ورته دردناك عذاب دى. (۱۷۴)
أُولَئِكَ الَّذِينَ اشْتَرَوُاْ الضَّلاَلَةَ بِالْهُدَى وَالْعَذَابَ بِالْمَغْفِرَةِ فَمَآ أَصْبَرَهُمْ عَلَى النَّارِ ﴿۱۷۵﴾ دوى (د حق پټوونکي) هغه کسان دي، چې د سمې لارې په بدل كې يې بېلاري او د بښنې په بدل كې يې عذاب وپېرل؛نو رښتيا دوى څومره پر اور زړور دي؟! (۱۷۵)
ذَلِكَ بِأَنَّ اللّهَ نَزَّلَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ وَإِنَّ الَّذِينَ اخْتَلَفُواْ فِي الْكِتَابِ لَفِي شِقَاقٍ بَعِيدٍ ﴿۱۷۶﴾ دا (عذاب) ځکه دی چې الله (اسماني) كتاب له حق (او څرګندو دلايلو او نښو) سره نازل كړى او البته هغوى چې د (الهي) کتاب په اړه (د پټونې او اړونې له لارې) اختلاف وکړ، بېشکه دوی له حقه په لرې مخالفت کې دي. (۱۷۶)
لَّيْسَ الْبِرَّ أَن تُوَلُّواْ وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلَكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَالْمَلآئِكَةِ وَالْكِتَابِ وَالنَّبِيِّينَ وَآتَى الْمَالَ عَلَى حُبِّهِ ذَوِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَالسَّآئِلِينَ وَفِي الرِّقَابِ وَأَقَامَ الصَّلاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَالْمُوفُونَ بِعَهْدِهِمْ إِذَا عَاهَدُواْ وَالصَّابِرِينَ فِي الْبَأْسَاء والضَّرَّاء وَحِينَ الْبَأْسِ أُولَئِكَ الَّذِينَ صَدَقُوا وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُتَّقُونَ ﴿۱۷۷﴾ نېكي (يوازې) دا نه ده، چې تاسې (په لمانځه كې) خپل مخونه ختيځ او (يا) لويديځ لوري ته واړوئ؛ بلكې نېكي داده، چې چا پر الله، د قيامت پر ورځې، پرښتو، (اسماني) كتاب او پېغمبرانو ايمان راووړ او (خپله) شتمني يې ورته له ګرانښت سره سره پر خپلوانو، يتيمانو، مسكينانو، پرديسانو، درويزګرو او د مريانو (محکومانو) په ازادولو کې ورکړه، پوره لمونځ يې وكړ، زكات يې وركړ او (همداراز) پر ژمنو درېدونکي وي او د تنګسې، ناروغيو او د جګړې په ډګر كې زغمناک وي. همدوى رښتوني (ويناوې او کړنې يې له خپلو ګروهو سره همغږې؛) او همدا دوی متقیان دي. (۱۷۷)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِصَاصُ فِي الْقَتْلَى الْحُرُّ بِالْحُرِّ وَالْعَبْدُ بِالْعَبْدِ وَالأُنثَى بِالأُنثَى فَمَنْ عُفِيَ لَهُ مِنْ أَخِيهِ شَيْءٌ فَاتِّبَاعٌ بِالْمَعْرُوفِ وَأَدَاء إِلَيْهِ بِإِحْسَانٍ ذَلِكَ تَخْفِيفٌ مِّن رَّبِّكُمْ وَرَحْمَةٌ فَمَنِ اعْتَدَى بَعْدَ ذَلِكَ فَلَهُ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۱۷۸﴾ مؤمنانو! د وژل شویو په هکله د قصاص حكم درباندې فرض شوى : ازاد د ازاد او مريی د مريي او ښځه د ښځې په بدله كې [قصاصېږي]؛ نو که له چا [قاتل] سره خپل (ديني) رور[= د وژل شوي ولي] څه نرمي وښووله (او د قصاص حكم يې د وينې په بيه واوړي)؛نو له غوره لارې دې كار واخلي (او د وينې خاونددې د ديه وركوونكي حال په پام كې ونيسي) او قاتل دې هم په نېكۍ او خوښۍ (د مقتول ولي ته) ديه وركړي (او ناغېړي دې پکې نه كوي) دا ستاسې د پالونكي له لوري اسانتيا او لورنه ده او كه چا تردې روسته تېرى وكړ؛ نو ورته دردوونكى عذاب دى . (۱۷۸)
وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَاْ أُولِيْ الأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ﴿۱۷۹﴾ او عقلمنو! په قصاص كې تاسې ‏ته ژوندون (نغښتی) دى (په كار ده له دې قانونه سرغړونه ونکړئ) ښايي (له ناحق وينو تويولو) ځان وساتئ . (۱۷۹)
كُتِبَ عَلَيْكُمْ إِذَا حَضَرَ أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ إِن تَرَكَ خَيْرًا الْوَصِيَّةُ لِلْوَالِدَيْنِ وَالأقْرَبِينَ بِالْمَعْرُوفِ حَقًّا عَلَى الْمُتَّقِينَ ﴿۱۸۰﴾ پر تاسې فرض شوي: ((له تاسې، چې د كوم يوه مرګ رانژدې شي او تر ځان روسته يې څه ښه)= شتمني (پرېښې وي؛ نو مور و پلار او خپلوانو ته دې ښه شانته وصيت وكړي،(دا چار) پر متقیانو يو حق دى)) (۱۸۰)
فَمَن بَدَّلَهُ بَعْدَ مَا سَمِعَهُ فَإِنَّمَا إِثْمُهُ عَلَى الَّذِينَ يُبَدِّلُونَهُ إِنَّ اللّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿۱۸۱﴾ نو که چا تر اورېدو روسته وصيت بدل كړ؛ نو ګناه يې يوازې پر بدلوونكيو ده. په رښتيا الله ښه پوه اورېدونكى دى . (۱۸۱)
فَمَنْ خَافَ مِن مُّوصٍ جَنَفًا أَوْ إِثْمًا فَأَصْلَحَ بَيْنَهُمْ فَلاَ إِثْمَ عَلَيْهِ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۱۸۲﴾  

نو که څوك د وصيت كوونكي له انحراف (او ځينو پاتوړیو ته یې يو اړخيز كتل) يا ګناه (چې هسې نه د يوه ناوړه كار وصيت وكړي) وېرېږي؛ نو كه څوك يې ترمنځ جوړجاړى وكړي؛ نو څه باک نشته (چې دا كار د وصيت اړولو تر حكم لاندې نه راځي) ؛ [ځکه] چې الله لورین بښوونكى دى . (۱۸۲)

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ﴿۱۸۳﴾ مؤمنانو! روژه پر تاسې فرض شوې ده؛ لكه چې تر تاسې پر ړومبيو فرض شوې وه، ښايي متقیان شئ. (۱۸۳)
أَيَّامًا مَّعْدُودَاتٍ فَمَن كَانَ مِنكُم مَّرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ وَعَلَى الَّذِينَ يُطِيقُونَهُ فِدْيَةٌ طَعَامُ مِسْكِينٍ فَمَن تَطَوَّعَ خَيْرًا فَهُوَ خَيْرٌ لَّهُ وَأَن تَصُومُواْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿۱۸۴﴾ د څو شمېرولو ورځو روژې دي (چې بايد و يې نيسئ؛ خو) که څوك له تاسې ناجوړه يا مسافر وي؛ نو په نورو ورځو كې دې يې شمېر پوره كړي او چې څوك د روژې نيولو وس نلري (؛لكه سخت ناروغان، بوډاګان او بوډۍ) فدیه یې د یوه مسکین (ورځېني) خواړه دي؛نو څوک چې په خپله خوښه (ډېره) نېکي وکړي (او تر لازمې اندازې ډېر خواړه ورکړي) دا ورته غوره ده؛ خو که (د روژې پر اغېزو) پوه شئ (پوهېږئ چې) روژه نیول درته غوره دي (او هډو د معذورانو په روژه خوړو به غبطه نه خورئ) (۱۸۴)
شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ وَمَن كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ يُرِيدُ اللّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلاَ يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ وَلِتُكْمِلُواْ الْعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُواْ اللّهَ عَلَى مَا هَدَاكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿۱۸۵﴾ رمضان هغه مياشت ده، چې هغه قرآن پكې نازل شوى، چې خلكو ته لارښود، د سمې لارې نښې او د حق او باطل توپيرونکى دى؛ نو كه له تاسې چا دا مياشت وليده؛ نو و دې يې نيسي او كه څوك ناجوړه يا مسافر وي؛ نو په نورو ورځو كې دې يې ونيسي. الله تاسې ‏ته اساني غواړي، نه ګراني (موخه داده) چې دا ورځې پوره كړئ او داچې الله سمه لار درښوولې، په لويۍ یې وستايئ او ښايي شكر يې وکړئ .  (۱۸۵) 
وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُواْ لِي وَلْيُؤْمِنُواْ بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ ﴿۱۸۶﴾ او چې کله زما بندګان، په اړه مې درنه وپوښتي،(نو ووايه:) په حقيقت کې زه نژدې يم او بلونكى، چې ما وبلي؛ نو دعا يې قبلوم؛ نو بايد بلنه مې ومني او پر ما ايمان راوړي،چې ښايي سمه لار ومومي (او ودې او کمال ته ورسي). (۱۸۶)
أُحِلَّ لَكُمْ لَيْلَةَ الصِّيَامِ الرَّفَثُ إِلَى نِسَآئِكُمْ هُنَّ لِبَاسٌ لَّكُمْ وَأَنتُمْ لِبَاسٌ لَّهُنَّ عَلِمَ اللّهُ أَنَّكُمْ كُنتُمْ تَخْتانُونَ أَنفُسَكُمْ فَتَابَ عَلَيْكُمْ وَعَفَا عَنكُمْ فَالآنَ بَاشِرُوهُنَّ وَابْتَغُواْ مَا كَتَبَ اللّهُ لَكُمْ وَكُلُواْ وَاشْرَبُواْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَكُمُ الْخَيْطُ الأَبْيَضُ مِنَ الْخَيْطِ الأَسْوَدِ مِنَ الْفَجْرِ ثُمَّ أَتِمُّواْ الصِّيَامَ إِلَى الَّليْلِ وَلاَ تُبَاشِرُوهُنَّ وَأَنتُمْ عَاكِفُونَ فِي الْمَسَاجِدِ تِلْكَ حُدُودُ اللّهِ فَلاَ تَقْرَبُوهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللّهُ آيَاتِهِ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ ﴿۱۸۷﴾ تاسې ته د روژې پر شپو له خپلو مېرمنو سره کوروالى روا شو. دوى ستاسې او تاسې د دوى جامه ياست (دواړه يو د بل ښكلا او يو د بل د ساتنې لامل ياست) الله پوهېده، چې تاسې له ځانونو سره خيانت كاوه (او دا منع شوى كار مو كاوه)؛ نو ستاسې توبه يې ومنله او ستاسې ګناه يې وبښله. اوس کوروالی ورسره کوئ او څه چې الله درته روا كړي، و یې لټوئ او (همداراز د شپې له مخې) خورئ څښئ، تر هغه چې د سباوون سپینه لیکه، له تورې لیکې درڅرګنده شي، بيا تر شپې خپله روژه پوره كړئ او په جوماتونو كې، چې څېله ياست له خپلو مېرمنو سره مه يوځاى كېږئ، دا الهي پولې دي! ؛ نو (باخبر، د ګناه په نيت) مه ورنژدې كېږئ. الله دغسې خپل آيتونه (احكام) خلكو ته څرګندوي، چې ځان وساتي. (۱۸۷)
وَلاَ تَأْكُلُواْ أَمْوَالَكُم بَيْنَكُم بِالْبَاطِلِ وَتُدْلُواْ بِهَا إِلَى الْحُكَّامِ لِتَأْكُلُواْ فَرِيقًا مِّنْ أَمْوَالِ النَّاسِ بِالإِثْمِ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿۱۸۸﴾ او تاسې په خپلو منځونو كې يو د بل مال په (ناحقه او) ناروا مه خورئ او مه یې واکمنو او قاضیانو ته (په بډو) ورکړئ، چې په دې توګه د خلكو د شتمنيو يوه برخه په ناروا وخورئ ،چې په ګناه يې (هم) پوهېږئ. (۱۸۸)
يَسْأَلُونَكَ عَنِ الأهِلَّةِ قُلْ هِيَ مَوَاقِيتُ لِلنَّاسِ وَالْحَجِّ وَلَيْسَ الْبِرُّ بِأَنْ تَأْتُوْاْ الْبُيُوتَ مِن ظُهُورِهَا وَلَكِنَّ الْبِرَّ مَنِ اتَّقَى وَأْتُواْ الْبُيُوتَ مِنْ أَبْوَابِهَا وَاتَّقُواْ اللّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ﴿۱۸۹﴾ تا د مياشتو د نرۍ كېدو او غټېدو (د حكمت) په باب پوښتي، ورته ووايه : (((دا يو طبيعي کالښود دی) چې خلك (د خپلو چارو) وخت او د حج (موسم) وپېژني او (د جاهليت دود پرېږدئ، چې حج ته به يې احرام واغوست؛ نو كورونو ته به په وره نه ورننووتل او د شا له خوا به ورننووتل.))) نېك كار دا نه دى، چې كورونو ته له شا وررننوځئ؛ بلكې نېکي داده، چې څوک ځان وساتي او كورونو ته پر وره ننوځئ او (ځانونه) د الله له (عذابه) چې ، ښايي بريمن شئ . (۱۸۹)
وَقَاتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلاَ تَعْتَدُواْ إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ ﴿۱۹۰﴾ ‏ او د الله په لار كې له هغوى سره وجنګېږئ، چې له تاسې سره جنګېږي؛ خو ظالم [او پیلګر] مه وسئ؛ ځکه الله بلوسګر نه خوښوي . (۱۹۰)
وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُم مِّنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ وَالْفِتْنَةُ أَشَدُّ مِنَ الْقَتْلِ وَلاَ تُقَاتِلُوهُمْ عِندَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ حَتَّى يُقَاتِلُوكُمْ فِيهِ فَإِن قَاتَلُوكُمْ فَاقْتُلُوهُمْ كَذَلِكَ جَزَاء الْكَافِرِينَ ﴿۱۹۱﴾ او دوى [هغه بوت لمانځي، چې له هېڅ جنايته لاس نه اخلي] هر ځای چې ومومئ و یې وژنئ، او (همداسې يې) وباسئ؛ لکه چې تاسې يې ايستلي واست او فتنه او (بوت لمانځنه) تر وژلې ډېره سخته (گناه) ده او مسجدالحرام ته څېرمه تر هغه جګړه ورسره مه کوئ، چې دوی پکې درسره جنګېدلي نه وي، که جګړه يې درسره وکړه؛ نو و يې وژنئ، د کافرانو جزا دغسې ده . (۱۹۱) 
فَإِنِ انتَهَوْاْ فَإِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۱۹۲﴾ او كه دوی (له جګړې) لاس واخست؛ نو الله لورین بښونكى دى. (۱۹۲)
وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لاَ تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ لِلّهِ فَإِنِ انتَهَواْ فَلاَ عُدْوَانَ إِلاَّ عَلَى الظَّالِمِينَ ﴿۱۹۳﴾ او تر هغه له دوی سره وجنګېږئ، چې فتنه (او بوت لمانځنه او استبداد) پاتې نشي او دين، يوازې الهي دين وي؛ نو كه دوی (له خپلې ناسمې لارې) لاس واخست (؛ نو تاسې ترې لاس پر سر شئ؛ ځكه) چې تېرى يوازې پر ظالمانو روا دى. (۱۹۳)
الشَّهْرُ الْحَرَامُ بِالشَّهْرِ الْحَرَامِ وَالْحُرُمَاتُ قِصَاصٌ فَمَنِ اعْتَدَى عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُواْ عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَى عَلَيْكُمْ وَاتَّقُواْ اللّهَ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ ﴿۱۹۴﴾ د حرامې مياشتې بدله هماغه حرامه مياشت ده (كه دښمنانو يې حرمت مات كړ او جګړه يې درسره وكړه؛ نو تاسې هم حق لرئ، چې هماغسې وكړئ) او د ټولو حرمتونو ماتول برابر دي او که (په ټوليز ډول) چا پر تاسې تېرى وكړ؛ نو ورته تېرى پرې وكړئ او (ځانونه) د الله له (عذابه) وساتئ (او له بریده مه تېرېږئ) او پوه شئ، چې الله له متقیانو سره دى (هغوی چې د الهي پولو له ماتولو ډډه کوي) . (۱۹۴) 
وَأَنفِقُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَلاَ تُلْقُواْ بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ وَأَحْسِنُوَاْ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ ﴿۱۹۵﴾ او د الله په لار كې لګښت وكړئ او (د لګښت په پرېښوولو) په خپلو لاسونو خپل ځانونه مه هلاکوئ او نېکي وكړئ، چې الله نېكان خوښوي. (۱۹۵)
وَأَتِمُّواْ الْحَجَّ وَالْعُمْرَةَ لِلّهِ فَإِنْ أُحْصِرْتُمْ فَمَا اسْتَيْسَرَ مِنَ الْهَدْيِ وَلاَ تَحْلِقُواْ رُؤُوسَكُمْ حَتَّى يَبْلُغَ الْهَدْيُ مَحِلَّهُ فَمَن كَانَ مِنكُم مَّرِيضًا أَوْ بِهِ أَذًى مِّن رَّأْسِهِ فَفِدْيَةٌ مِّن صِيَامٍ أَوْ صَدَقَةٍ أَوْ نُسُكٍ فَإِذَا أَمِنتُمْ فَمَن تَمَتَّعَ بِالْعُمْرَةِ إِلَى الْحَجِّ فَمَا اسْتَيْسَرَ مِنَ الْهَدْيِ فَمَن لَّمْ يَجِدْ فَصِيَامُ ثَلاثَةِ أَيَّامٍ فِي الْحَجِّ وَسَبْعَةٍ إِذَا رَجَعْتُمْ تِلْكَ عَشَرَةٌ كَامِلَةٌ ذَلِكَ لِمَن لَّمْ يَكُنْ أَهْلُهُ حَاضِرِي الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَاتَّقُواْ اللّهَ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ ﴿۱۹۶﴾ او يوازې د الله لپاره حج او عمره پوره وكړئ او كه (د خنډونو له لامله) منع شوئ (د احرام تر تړلو روسته د دښمن له وېرې يا د ناروغۍ له لامله مكې ته ورننووتى نشئ)؛ نو څه قرباني، چې کړاى شئ (و يې كړئ او احرام وباسئ) او خپل سرونه تر هغه مه خريئ،چې قرباني د حلالې ځاى ته نه وي رسېدلي؛خو كه څوك ناروغ وي يا يې په سر كې څه تكليف وي (او له دې لامله خپل سر وخريي)؛نو په فديه کې دې روژې ونيسي يا دې صدقه وركړي يا دې قرباني وكړي او چې كله (له ناروغۍ او دښمن) خوندي او ډاډمن شوئ ؛نو تر عمرې روسته دې حج پيل كړي؛ نو څه قرباني يې، چې له لاسه پوره وي (و دې يې كړي) او كه د چا له وسې (قرباني) نه کېده؛ نو درې روژې دې د حج په پېر كې او اوه دې كور ته تر ستنېدا روسته ونيسي دا پوره لس (ورځې) دي (؛البته) دا اسانتيا د هغه لپاره ده،چې کورنۍ يې د مسجد الحرام په چاپېريال کې مېشته نه وي او (ځانونه) د الله له (عذابه) وساتئ (او د الله ددې احكامو له سرغړونې ځان وژغورئ) او پوه شئ، چې الله سخت عذابى دى. (۱۹۶) 
الْحَجُّ أَشْهُرٌ مَّعْلُومَاتٌ فَمَن فَرَضَ فِيهِنَّ الْحَجَّ فَلاَ رَفَثَ وَلاَ فُسُوقَ وَلاَ جِدَالَ فِي الْحَجِّ وَمَا تَفْعَلُواْ مِنْ خَيْرٍ يَعْلَمْهُ اللّهُ وَتَزَوَّدُواْ فَإِنَّ خَيْرَ الزَّادِ التَّقْوَى وَاتَّقُونِ يَا أُوْلِي الأَلْبَابِ ﴿۱۹۷﴾ حج په ټاكليو مياشتو كې دى او چاچې په دې مياشتو كې (د احرام په تړلو او د حج د مناسكو په پيل سره) حج پر ځان فرض كړ (؛ نو پوه دې شي چې) د حج په وخت كې دې له خپلو مېرمنو سره کوروالى ونکړي، ګناه ترې ونشي او جګړه و نکړي او كومې ښېګڼې، چې كوئ، الله پرې پوهېږي. (او د حج) د لارې توښه درسره واخلئ، چې په حقيقت کې غوره توښه، له نارواوو ځان ژغورنه ده؛ او ای عقلمنو! زما د (اوامرو له مخالفته) ځانونه وساتئ. (۱۹۷) 
لَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَن تَبْتَغُواْ فَضْلًا مِّن رَّبِّكُمْ فَإِذَا أَفَضْتُم مِّنْ عَرَفَاتٍ فَاذْكُرُواْ اللّهَ عِندَ الْمَشْعَرِ الْحَرَامِ وَاذْكُرُوهُ كَمَا هَدَاكُمْ وَإِن كُنتُم مِّن قَبْلِهِ لَمِنَ الضَّآلِّينَ ﴿۱۹۸﴾  

تاسې په دې نه ګناهګارېږئ،چې د حج په مراسمو كې د پالونكي د فضل (ګټې وټې) ترلاسي په لټه كې شئ، بيا چې له ((عرفاته)) راکېوتئ؛ نو په ((مشعرالحرام)) كې الله ياد كړئ او الله هسې ياد کړئ؛ ‏چې تاسې ته يې درښودلي او بېشکه تاسې تردې وړاندې له لار ورکو واست. (۱۹۸) 

ثُمَّ أَفِيضُواْ مِنْ حَيْثُ أَفَاضَ النَّاسُ وَاسْتَغْفِرُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۱۹۹﴾ بيا له هماغه ځايه، چې خلک (منی ته) روانېږي روان شئ‏ او له الله بښنه وغواړئ، بېشکه الله لورین بښونکی دى. (۱۹۹)
فَإِذَا قَضَيْتُم مَّنَاسِكَكُمْ فَاذْكُرُواْ اللّهَ كَذِكْرِكُمْ آبَاءكُمْ أَوْ أَشَدَّ ذِكْرًا فَمِنَ النَّاسِ مَن يَقُولُ رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا وَمَا لَهُ فِي الآخِرَةِ مِنْ خَلاَقٍ ﴿۲۰۰﴾ نو چې تاسې (د حج) مناسک پاى ته ورسول؛ نو الله داسې ياد کړئ؛ لکه چې (پخوا) مو خپل پلرونه يادول او تردې لا زياته يادونه (په دې مراسمو کې، له الله غوښتونکي توپیر لري) ځینې خلک‏ وايي: ((پالونكيه! په دنيا كې یې راكړه))؛ خو په آخرت كې ورته څه برخه نشته. (۲۰۰)
وِمِنْهُم مَّن يَقُولُ رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ ﴿۲۰۱﴾ او ځينې خلک وايي: ((پالونكيه! موږ ته په دنيا كې (هم) نېکي راكړه او په آخرت كې (هم) نېکي (راكړه) او د اور له عذابه مو وساته.)) (۲۰۱) 
أُولَئِكَ لَهُمْ نَصِيبٌ مِّمَّا كَسَبُواْ وَاللّهُ سَرِيعُ الْحِسَابِ ﴿۲۰۲﴾ دې ډلې ته د خپلو كړنو (او دعا) برخه وررسي او الله ژرحسابى دى. (۲۰۲) 
وَاذْكُرُواْ اللّهَ فِي أَيَّامٍ مَّعْدُودَاتٍ فَمَن تَعَجَّلَ فِي يَوْمَيْنِ فَلاَ إِثْمَ عَلَيْهِ وَمَن تَأَخَّرَ فَلا إِثْمَ عَلَيْهِ لِمَنِ اتَّقَى وَاتَّقُواْ اللّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّكُمْ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ ﴿۲۰۳﴾ او الله په شمېرليو ورځو (تشریق) كې ياد كړئ: (د ذي الحجي د مياشتې يوولسمه، دولسمه او ديارلسمه) خو څوك چې بيړه وكړي او د (الله ياد) په دوو ورځو كې وكړي؛ نو ګناهګار نه دى او که څوك ځنډ هم وكړي (او په درېیو ورځو كې يې وكړي) هم ګناهګار نه دى؛ خو چې (د احرام ل محرماتو) ځان وساتي او د الله د اوامرو له مخالفته ځان وژغورئ او پوه شئ، چې يوازې به دده لوري ته ورټول کړاى شئ. (۲۰۳)
وَمِنَ النَّاسِ مَن يُعْجِبُكَ قَوْلُهُ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيُشْهِدُ اللّهَ عَلَى مَا فِي قَلْبِهِ وَهُوَ أَلَدُّ الْخِصَامِ ﴿۲۰۴﴾ او تا د دنيوي ژوند په اړه د ځينو خلكو خبرې اريانوي (په ښكاره ښه مينه څرګندوي) او څه یې چې په زړه كې وي، الله پرې ګواهوي؛ خو هغه ‏سخت ځېلي دښمن دى.(۲۰۴)
وَإِذَا تَوَلَّى سَعَى فِي الأَرْضِ لِيُفْسِدَ فِيِهَا وَيُهْلِكَ الْحَرْثَ وَالنَّسْلَ وَاللّهُ لاَ يُحِبُّ الفَسَادَ ﴿۲۰۵﴾ او (نښه يې داده) چې پسي شا شو (یا چار سنبالی شي)، پر ځمكه د فساد په خورولو كې هڅه كوي، كښتونه او څاروي له منځه وړي او (سره له دې چې پوهېږي) الله فساد نه خوښوي . (۲۰۵)
وَإِذَا قِيلَ لَهُ اتَّقِ اللّهَ أَخَذَتْهُ الْعِزَّةُ بِالإِثْمِ فَحَسْبُهُ جَهَنَّمُ وَلَبِئْسَ الْمِهَادُ ﴿۲۰۶﴾ او چې ورته وويل شي: ((له الله ووېرېږه!)) (نو) د ګناه په سیوري کې ترلاسه کړی ننګ او غرور یې ګناه ته لمسوي ؛ نو د دوزخ اور ورته بس دى، چې خورا ناوړه هستوګنځى دى. (۲۰۶)
وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْرِي نَفْسَهُ ابْتِغَاء مَرْضَاتِ اللّهِ وَاللّهُ رَؤُوفٌ بِالْعِبَادِ ﴿۲۰۷﴾ او له خلکو داسې څوک هم شته، چې ځان د الله د رضا په لټه کې پلوري او الله پر خپلو (دغو) بندګانو خوږمن دى.(۲۰۷)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ ادْخُلُواْ فِي السِّلْمِ كَآفَّةً وَلاَ تَتَّبِعُواْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ ﴿۲۰۸﴾ مؤمنانو! ټول د ايمان، سلامتیا، سولې او اطاعت [اسلام] په وره ورننوځئ او د شيطان پر ليكو مه ځئ، چې هغه ستاسې څرګند دښمن دى . (۲۰۸)
فَإِن زَلَلْتُمْ مِّن بَعْدِ مَا جَاءتْكُمُ الْبَيِّنَاتُ فَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ﴿۲۰۹﴾ خو كه تاسې د څرګندو نښو له درتلو روسته‏ وښويېدئ (او بېلارې شئ)؛ نو پوه شئ (چې د الله د عدالت له منګولو تښتېداى نشئ) چې الله ځواکمن حكيم دى . (۲۰۹)
هَلْ يَنظُرُونَ إِلاَّ أَن يَأْتِيَهُمُ اللّهُ فِي ظُلَلٍ مِّنَ الْغَمَامِ وَالْمَلآئِكَةُ وَقُضِيَ الأَمْرُ وَإِلَى اللّهِ تُرْجَعُ الأمُورُ ﴿۲۱۰﴾ ايا (د شيطان د فرمان لارويان، تردې ټولو نښو او روښانه کړلارو روسته) یوازې دې ته سترګې پر لار دي، چې د الله (عذاب) د وریځو په سیوري کې او پرښتې هم دوی ته راشي او کار یې یو مخیز شي او (ټولې) چارې يوازې الله ته ورستنول کېږي. (۲۱۰)
سَلْ بَنِي إِسْرَائِيلَ كَمْ آتَيْنَاهُم مِّنْ آيَةٍ بَيِّنَةٍ وَمَن يُبَدِّلْ نِعْمَةَ اللّهِ مِن بَعْدِ مَا جَاءتْهُ فَإِنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ ﴿۲۱۱﴾ بني اسراييل وپوښته: ((چې موږ څومره څرګندې نښې ورکړې؟)) (؛ خو دوى د الله وركړي توکیزې او مانيزې لارې، وزلې او نعمتونه په ناسمه لار كې وكارول) او څوك چې د الله وركړى نعمت بدل كړي (او پر ناسمو لارو يې ولګوي؛ نو پر سخت الهي عذاب به اخته شي)؛ ځكه الله سخت عذابى دى. (۲۱۱)
زُيِّنَ لِلَّذِينَ كَفَرُواْ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا وَيَسْخَرُونَ مِنَ الَّذِينَ آمَنُواْ وَالَّذِينَ اتَّقَواْ فَوْقَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَاللّهُ يَرْزُقُ مَن يَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ ﴿۲۱۲﴾ كافرانو ته دنيوي ژوند ښکلى برېښول شوى او پر مؤمنانو (چې كله تش لاسي وي) ملنډې وهې او [حال دا] په قيامت كې متقیان تر دوی بر ‏وي؛ (ځكه هلته حقيقي ارزښتونه راڅرګندېږي او واقعي بڼه نيسي) او د الله چې چاته خوښه شي، بې حسابه روزي وركوي . (۲۱۲)
كَانَ النَّاسُ أُمَّةً وَاحِدَةً فَبَعَثَ اللّهُ النَّبِيِّينَ مُبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ وَأَنزَلَ مَعَهُمُ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِيَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ فِيمَا اخْتَلَفُواْ فِيهِ وَمَا اخْتَلَفَ فِيهِ إِلاَّ الَّذِينَ أُوتُوهُ مِن بَعْدِ مَا جَاءتْهُمُ الْبَيِّنَاتُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ فَهَدَى اللّهُ الَّذِينَ آمَنُواْ لِمَا اخْتَلَفُواْ فِيهِ مِنَ الْحَقِّ بِإِذْنِهِ وَاللّهُ يَهْدِي مَن يَشَاءُ إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ ﴿۲۱۳﴾ (په پيل كې) ټول خلك يو امت و (په يوه لار روان او ترمنځ يې تضادونه نه وو، رو رو ټولنې او پاړکۍ رامنځته شوې او ترمنځ يې اړپیچونه او تضادونه راپيدا شول،په دې وخت كې) الله پېغمبران ورولېږل، چې (پر سم تګ) زېرګري او(پر كږو لارو د تګ له پايلو) ګواښګرندي ول او ورسره يې د [الله] کتاب ولېږه، حق ته یې بلل، چې د خلکو ترمنځ د پېښ اړپېچ پرېکړه وکړي (مؤمنانو پكې اړپېچ ونکړ) اړپېچ یوازې هغوى راپېدا كړ،چې کتاب وركړ شوى و او ښه پاخه دلايل هم ورغلي ول؛ خو د خپلمنځي کينې او سيالۍ له لامله يې اړپېچ ته ملا تړلې وه؛ نو الله په خپله اراده مؤمنانو ته د دوى د شخړو پر مهال د حق لورى وروښود (؛خو بې ايمانه خلك هماغسې په اړپېچ او بېلارۍ كې پاتې شول) او د الله چې چاته خوښه شي، سمه لار ورښيي . (۲۱۳)
أَمْ حَسِبْتُمْ أَن تَدْخُلُواْ الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَأْتِكُم مَّثَلُ الَّذِينَ خَلَوْاْ مِن قَبْلِكُم مَّسَّتْهُمُ الْبَأْسَاء وَالضَّرَّاء وَزُلْزِلُواْ حَتَّى يَقُولَ الرَّسُولُ وَالَّذِينَ آمَنُواْ مَعَهُ مَتَى نَصْرُ اللّهِ أَلا إِنَّ نَصْرَ اللّهِ قَرِيبٌ ﴿۲۱۴﴾ ايا تاسې انګېرئ همداسې به جنت ته ورننوځئ، حال دا، لا تراوسه پر تاسې هغه حالات راغلي نه دي، چې تر تاسې پر ړومبنيو راغلي وو؟ دوی پر سختۍ، کړاوونو، تنګلاسۍ او خپګان اخته شو او دومره جټکې ورکړل شوې، چې استازي او مؤمنو ملګرو يې وويل: ((چې کله به د الله مرسته راشي؟)) (په دې وخت كې دوی له هغه مرسته وغوښته او ورته وويل شو:) پوه شئ، چې د الله مرسته نژدې ده ! (۲۱۴)
يَسْأَلُونَكَ مَاذَا يُنفِقُونَ قُلْ مَا أَنفَقْتُم مِّنْ خَيْرٍ فَلِلْوَالِدَيْنِ وَالأَقْرَبِينَ وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ وَمَا تَفْعَلُواْ مِنْ خَيْرٍ فَإِنَّ اللّهَ بِهِ عَلِيمٌ ﴿۲۱۵﴾ تا پوښتي : څه [د الله په لار کې] ولګو؟ ورته ووايه: ((کوم خير او نېکي (او ګټوره توکیزه او مانیزه پانګه) چې خیراتوئ؛ نو خپل مور و پلار، خپلوانو، يتيمانو، مسكينانو او پرديسانو ته يې ورکړئ.)) او هره ښېګڼه، چې كوئ؛ نو په حقيقت کې الله ترې خبر دى (پکار نه ده ځان وښيئ، هغه پوهېږي). (۲۱۵) 
كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَّكُمْ وَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ وَعَسَى أَن تُحِبُّواْ شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَّكُمْ وَاللّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ ﴿۲۱۶﴾ پرتاسې د الله په لار کې جهاد فرض شوى، که څه نه يې خوښوئ او ښايي يو څيز بد وګڼئ؛ خو درته ښه وي او ښايي يو څيز ښه وګڼئ؛ خو درته بد وي او الله (ستاسې په مصلحت) پوهېږي او تاسې نه پوهېږئ. (۲۱۶)
يَسْأَلُونَكَ عَنِ الشَّهْرِ الْحَرَامِ قِتَالٍ فِيهِ قُلْ قِتَالٌ فِيهِ كَبِيرٌ وَصَدٌّ عَن سَبِيلِ اللّهِ وَكُفْرٌ بِهِ وَالْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَإِخْرَاجُ أَهْلِهِ مِنْهُ أَكْبَرُ عِندَ اللّهِ وَالْفِتْنَةُ أَكْبَرُ مِنَ الْقَتْلِ وَلاَ يَزَالُونَ يُقَاتِلُونَكُمْ حَتَّىَ يَرُدُّوكُمْ عَن دِينِكُمْ إِنِ اسْتَطَاعُواْ وَمَن يَرْتَدِدْ مِنكُمْ عَن دِينِهِ فَيَمُتْ وَهُوَ كَافِرٌ فَأُوْلَئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ وَأُوْلَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿۲۱۷﴾ تا په حرامه مياشت كې د جګړې په اړه پوښتي؟ ورته ووايه: ((جګړه پكې ستره [ګناه] ده؛ خو د الله د لارې هر ډول خنډیدل او پر الله كافرېدل او د مسجدالحرام نه درناوى او د وسېدونكيو شړل يې تردې هم د الله په نزد ستره (ګناه) ده)) او فتنه راولاړول (او نامناسب چاپېريال، چې خلك كفر ته هڅېږي او د ايمان مخه يې نيول كېږي) تر وژلې ستره (ګناه) ده او مشركان به تل درسره جنګېږي،چې كه له وسې يې وشي؛ نو تاسې به له خپل دينه واړوي؛ خو كه څوك له خپل دينه واوړي او کافر ومري؛ نو [تېرې] نېکۍ یې په دنيا او آخرت کې تويې ولاړې او همېشني اورمېشتي به وي . (۲۱۷)
إِنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ وَالَّذِينَ هَاجَرُواْ وَجَاهَدُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ أُوْلَئِكَ يَرْجُونَ رَحْمَتَ اللّهِ وَاللّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۲۱۸﴾ په حقيقت کې هغوى چې ايمان راوړى او هغوى چې هجرت كړى او د الله په لار كې يې جهاد كړى؛ (؛نو) دوى د الله لورنې ته هيلمن دي او الله مهربان بښونكى دى. (۲۱۸)
يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ قُلْ فِيهِمَا إِثْمٌ كَبِيرٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَإِثْمُهُمَآ أَكْبَرُ مِن نَّفْعِهِمَا وَيَسْأَلُونَكَ مَاذَا يُنفِقُونَ قُلِ الْعَفْوَ كَذَلِكَ يُبيِّنُ اللّهُ لَكُمُ الآيَاتِ لَعَلَّكُمْ تَتَفَكَّرُونَ ﴿۲۱۹﴾ تا د شرابو او جوارۍ په هکله پوښتي، ورته ووايه :((په دواړو كې ستره ګناه ده او (له توکیز پلوه) خلكو ته يو څه ګټه هم لري؛ خو زيان يې تر ګټې ډېر دى)) او پوښتي: ((څه څيز نفقه كړو؟)) ورته ووايه: ((څه چې درنه زيات وي.)) دغسې الله آيتونه (احكام) درته څرګندوي، ښايي اندنه وكړئ. (۲۱۹) 
فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْيَتَامَى قُلْ إِصْلاَحٌ لَّهُمْ خَيْرٌ وَإِنْ تُخَالِطُوهُمْ فَإِخْوَانُكُمْ وَاللّهُ يَعْلَمُ الْمُفْسِدَ مِنَ الْمُصْلِحِ وَلَوْ شَاء اللّهُ لأعْنَتَكُمْ إِنَّ اللّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ﴿۲۲۰﴾ (الله خپل آيتونه درڅرګند کړل، چې) د دنيا او آخرت په باب (فکر وکړئ) او تا د پلارمړیو په باب پوښتي، ورته ووايه: ((د دوی د (چارو) سمبالښت غوره چار دى او كه دوی درسره ګډ کړئ‏؛ نو روڼه مو دي)) الله ((ورانكاری)) له ((روغ چاري)) څخه پېژني او كه الله غوښتي واى؛ نو تاسې يې له ستونزو سره مخامخولئ (او حكم يې كاوه، چې د پلارمړیو پر پالنې سربېره، بيخي دوی ‏له خپلو مالونو، ژوند او مالونه بېل كړئ؛ خو الله داسې نه كوي)؛ ځكه الله پر واکمنۍ سربېره د حکمت څښتن هم دی. (۲۲۰)
وَلاَ تَنكِحُواْ الْمُشْرِكَاتِ حَتَّى يُؤْمِنَّ وَلأَمَةٌ مُّؤْمِنَةٌ خَيْرٌ مِّن مُّشْرِكَةٍ وَلَوْ أَعْجَبَتْكُمْ وَلاَ تُنكِحُواْ الْمُشِرِكِينَ حَتَّى يُؤْمِنُواْ وَلَعَبْدٌ مُّؤْمِنٌ خَيْرٌ مِّن مُّشْرِكٍ وَلَوْ أَعْجَبَكُمْ أُوْلَئِكَ يَدْعُونَ إِلَى النَّارِ وَاللّهُ يَدْعُوَ إِلَى الْجَنَّةِ وَالْمَغْفِرَةِ بِإِذْنِهِ وَيُبَيِّنُ آيَاتِهِ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ ﴿۲۲۱﴾ او مشرکانې تر ایمان راوړو مه راودوئ (كه څه بې له وينځوو سره له واده كولو مو لاس نه رسي؛ ځكه) مؤمنه وينځه تر (ازادې) مشركې غوره ده، که څه هم (دهغې مقام، شتمني او ښکلا) ستاسې خوښه شوې وي او مؤمنې ښځې مشركانو ته تر ایمان راوړو مه وركوئ (؛ خو كه اړ شوئ؛ مؤمنو مريانو ته يې ورنكاح كړئ؛ ځكه) مسلمان مريى تر ازاد مشركه ښه دى كه څه هم (دهغه ښکلا، شتمني او مقام‏) ستاسې خوښه وي، دوى مو اور ته وربولي او الله په خپل فرمان تاسې د جنت او بښنې لوري ته رابولي او الله خلكو ته خپل حكمونه په ډاګه څرګندوي، چې پند واخلي. (۲۲۱)
وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ قُلْ هُوَ أَذًى فَاعْتَزِلُواْ النِّسَاء فِي الْمَحِيضِ وَلاَ تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّىَ يَطْهُرْنَ فَإِذَا تَطَهَّرْنَ فَأْتُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ أَمَرَكُمُ اللّهُ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ التَّوَّابِينَ وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِينَ ﴿۲۲۲﴾ او تا (د ښځو) د مياشتنۍ (جامې) په باب پوښتي، ورته ووايه: ((دا يو رنځ دى؛ نو ځكه په حيض كې له خپلو ښځو سره (له کوروالي) ډډه وکړئ او تر هغه مه ورنژدې كېږئ، چې پاكې شوې نه وي؛ نو چې پاكې شوې [ او ویې لمبل] ؛ نو له هغې لارې کوروالی ورسره وکړئ‏، چې الله امر درته كړى، بېشکه د الله توبه ګاران او (هم) پاكان خوښېږي [ هغوی چې له بدۍ لاس واخلي او سپیڅلتیا غوره کړي].)) (۲۲۲)
نِسَآؤُكُمْ حَرْثٌ لَّكُمْ فَأْتُواْ حَرْثَكُمْ أَنَّى شِئْتُمْ وَقَدِّمُواْ لأَنفُسِكُمْ وَاتَّقُواْ اللّهَ وَاعْلَمُواْ أَنَّكُم مُّلاَقُوهُ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۲۲۳﴾ مېرمنې مو ستاسې كروندې دي؛ نو چې څنګه مو خوښه وي خپل کرځي ته ورشئ (او کوروالی ورسره وکړئ) او (‏ زيار وباسئ، چې له دې فرصته ګټنه وكړئ او د صالحو اولادونو په روزنې) خپله زېرمه مخکې ولېږئ او (ځانونه مو) د الله له (عذابه) وساتئ او پوه شئ، چې (يوه ورځ) له هغه سره مخامخېدوني ياست او مؤمنانو ته (ددې مخامخېدنې) زېرى وركړه . (۲۲۳)
وَلاَ تَجْعَلُواْ اللّهَ عُرْضَةً لِّأَيْمَانِكُمْ أَن تَبَرُّواْ وَتَتَّقُواْ وَتُصْلِحُواْ بَيْنَ النَّاسِ وَاللّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿۲۲۴﴾ او الله خپلو سوګندونو ته مه لاسوندوئ، چې (په دې پلمه) له نېکو چارو، تقوا او د خلكو ترمنځ د روغې جوړې له چارو منع شئ  الله پوه اورېدونکى دى. (۲۲۴)
لاَّ يُؤَاخِذُكُمُ اللّهُ بِاللَّغْوِ فِيَ أَيْمَانِكُمْ وَلَكِن يُؤَاخِذُكُم بِمَا كَسَبَتْ قُلُوبُكُمْ وَاللّهُ غَفُورٌ حَلِيمٌ ﴿۲۲۵﴾ الله تاسې پر (بې اختیاره) خوشې سوګندونو نه نيسي؛ خو په هغو مو نيسي، چې د زړه له كومي (او آګاهانه) مو کړي وي او الله زغمناک بښونكى دى. (۲۲۵)
لِّلَّذِينَ يُؤْلُونَ مِن نِّسَآئِهِمْ تَرَبُّصُ أَرْبَعَةِ أَشْهُرٍ فَإِنْ فَآؤُوا فَإِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۲۲۶﴾ هغوی ته چې له خپلو مېرمنو سره له ملاستې لوړه کوي‏ [=ايلا] څلور مياشتې مهلت دی (او په دې موده كې دې له خپلې مېرمنې سره د ګډ ژوند او يا طلاق وضعيت څرګند كړي؛) نو كه (په دې فرصت كې) پخلا شول (؛نو څه پرې نشته؛ ځكه) الله مهربان بښونكى دى . (۲۲۶)
وَإِنْ عَزَمُواْ الطَّلاَقَ فَإِنَّ اللّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿۲۲۷﴾ خو كه دوی (په شرايطو) د بېلتون هوډ كړى و؛ نو (څه ممانعت نه لري)؛ځکه الله پوه اورېدونكى دى. (۲۲۷)
وَالْمُطَلَّقَاتُ يَتَرَبَّصْنَ بِأَنفُسِهِنَّ ثَلاَثَةَ قُرُوَءٍ وَلاَ يَحِلُّ لَهُنَّ أَن يَكْتُمْنَ مَا خَلَقَ اللّهُ فِي أَرْحَامِهِنَّ إِن كُنَّ يُؤْمِنَّ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَبُعُولَتُهُنَّ أَحَقُّ بِرَدِّهِنَّ فِي ذَلِكَ إِنْ أَرَادُواْ إِصْلاَحًا وَلَهُنَّ مِثْلُ الَّذِي عَلَيْهِنَّ بِالْمَعْرُوفِ وَلِلرِّجَالِ عَلَيْهِنَّ دَرَجَةٌ وَاللّهُ عَزِيزٌ حَكُيمٌ ﴿۲۲۸﴾ او طلاقې شوې ښځې دې د ځان په اړه تر درېيو مياشتېنيو (جامو) انتظار وکړي او كه پر الله او قيامت ايمان لري؛ نو څه چې الله د دوى په رحم (زيلانځ) كې پيدا كړي وي، پټ يې نه کړي او كه په همدې وخت (د عدت وخت) كې د دوی مړونه د خپلو اړيكو سمولو ته چمتو وي (؛نو تر نورو) حق لري، چې نكاح ورسره وكړي او پر ((مړونو)) د مېرمنو په ښه شان داسې (حقوق) دي؛ لكه د مړونو چې پر ((مېرمنو)) دي؛ خو د نارينه وو پرې یوه ځانګړې مرتبه ده او الله ځواکمن حکيم دى (داسې قوانین ورته وضع کوي، چې له حکمت سر اړخ لګوي) . (۲۲۸)
الطَّلاَقُ مَرَّتَانِ فَإِمْسَاكٌ بِمَعْرُوفٍ أَوْ تَسْرِيحٌ بِإِحْسَانٍ وَلاَ يَحِلُّ لَكُمْ أَن تَأْخُذُواْ مِمَّا آتَيْتُمُوهُنَّ شَيْئًا إِلاَّ أَن يَخَافَا أَلاَّ يُقِيمَا حُدُودَ اللّهِ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلاَّ يُقِيمَا حُدُودَ اللّهِ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْهِمَا فِيمَا افْتَدَتْ بِهِ تِلْكَ حُدُودُ اللّهِ فَلاَ تَعْتَدُوهَا وَمَن يَتَعَدَّ حُدُودَ اللّهِ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ﴿۲۲۹﴾ (راستنېدونکى) طلاق دوه ځل دى (او په هر ځل دې) ښځه په ښه شان وساتل (او پُخلا) شي او يا دې يې په ښه شان پرېږدي (او ترې بېل شي) او تاسې (مړونو) ته روا نه ده، څه مو چې وركړي وي، يو څه ترې بېرته واخلئ؛ خو داچې وېرېږي، دواړه (مېړه او مېرمن) به (د واده د احکامو په باب) الهي حدود عملي نه کړي ؛ نو كه وېرېږئ، چې دواړه الهي حدود عملي كولاى نشي؛ نو پر دواړو څه ممانعت نشته، چې مېرمن، مېړه ته تاوان وركړي (او طلاق واخلي)، دا د الله (ټاكلې) پولي دي، له دې مه وراوړئ او چې څوك ترې واوړي؛ نو همدا دوی ظالمان دي. (۲۲۹)
فَإِن طَلَّقَهَا فَلاَ تَحِلُّ لَهُ مِن بَعْدُ حَتَّىَ تَنكِحَ زَوْجًا غَيْرَهُ فَإِن طَلَّقَهَا فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْهِمَا أَن يَتَرَاجَعَا إِن ظَنَّا أَن يُقِيمَا حُدُودَ اللّهِ وَتِلْكَ حُدُودُ اللّهِ يُبَيِّنُهَا لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ ﴿۲۳۰﴾ نو كه (له دوه ځل طلاق او راستنېدو روسته ښځې ته درېيم ځل) طلاق وركړي؛ نو دا ښځه ده ته روا نه ده؛ خو داچې له بل چا سره يې نكاح وشي (او کوروالى وكړي؛نو په دې حال كې) كه (دويم مېړه) طلاق وركړ؛ نو باك نه لري،چې لومړى مېړه نکاح ورسره وكړي،که باور يې وي، الهي پولې پاللی شي او همدا الهي پولې دي، چې پوهانو ته ویل کېږي. (۲۳۰)
وَإِذَا طَلَّقْتُمُ النَّسَاء فَبَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَأَمْسِكُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ أَوْ سَرِّحُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ وَلاَ تُمْسِكُوهُنَّ ضِرَارًا لَّتَعْتَدُواْ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ فَقَدْ ظَلَمَ نَفْسَهُ وَلاَ تَتَّخِذُوَاْ آيَاتِ اللّهِ هُزُوًا وَاذْكُرُواْ نِعْمَتَ اللّهِ عَلَيْكُمْ وَمَا أَنزَلَ عَلَيْكُمْ مِّنَ الْكِتَابِ وَالْحِكْمَةِ يَعِظُكُم بِهِ وَاتَّقُواْ اللّهَ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿۲۳۱﴾ او چې تاسې ښځې طلاقې كړې او د ((عدت)) ورځې يې په پوره كېدو شي؛ نو يا يې په ښه شان وساتئ (او پُخلا شئ) او يا يې په ښه شان خوشې كړئ او د زيان رسولو لپاره يې مه ساتئ، چې (په حقوقو یې) تېری وکړئ او چاچې داسې وكړل، پر ځان يې ظلم كړى او (په دې كړنو او له الهي قوانينو پر ناوړې ګټنې) د الله پر آيتونو ملنډې مه وهئ او الله دركړي نعمتونه درياد كړئ او (هم) پر تاسې نازل شوي اسماني كتاب او حكمت (هم درياد كړئ) چې الله تاسې ته په دې پند دركوي. له الله ووېريږئ او پوه شئ، چې الله په هر څه ښه پوهېږي (او د هغوى پر نيت پوه دى، چې له الهي قوانينو ناوړګټنه کوي) (۲۳۱)
وَإِذَا طَلَّقْتُمُ النِّسَاء فَبَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَلاَ تَعْضُلُوهُنَّ أَن يَنكِحْنَ أَزْوَاجَهُنَّ إِذَا تَرَاضَوْاْ بَيْنَهُم بِالْمَعْرُوفِ ذَلِكَ يُوعَظُ بِهِ مَن كَانَ مِنكُمْ يُؤْمِنُ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكُمْ أَزْكَى لَكُمْ وَأَطْهَرُ وَاللّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ ﴿۲۳۲﴾   او چې کله مو ښځې طلاقې كړې؛ خو خپل عدت يې پوره كړ؛ نو مخه يې مه نيسئ، چې له خپلو (مخكېنيو) مړونو سره واده وكړي، كه په خپلو كې رضا شوي وي،له دې لارښوونې يوازې هغوى پند اخلي، چې پر الله او د قيامت پر ورځې ايمان لري (او عمل پرې كوي). الله پوهېږي دا (لارښوونه) ستاسې (د كورنيو) د ودې لپاره اغېزمنه او د ناپاكيو وينځلو ته ګټوره ده او تاسې نه پوهېږئ (۲۳۲)
وَالْوَالِدَاتُ يُرْضِعْنَ أَوْلاَدَهُنَّ حَوْلَيْنِ كَامِلَيْنِ لِمَنْ أَرَادَ أَن يُتِمَّ الرَّضَاعَةَ وَعلَى الْمَوْلُودِ لَهُ رِزْقُهُنَّ وَكِسْوَتُهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ لاَ تُكَلَّفُ نَفْسٌ إِلاَّ وُسْعَهَا لاَ تُضَآرَّ وَالِدَةٌ بِوَلَدِهَا وَلاَ مَوْلُودٌ لَّهُ بِوَلَدِهِ وَعَلَى الْوَارِثِ مِثْلُ ذَلِكَ فَإِنْ أَرَادَا فِصَالًا عَن تَرَاضٍ مِّنْهُمَا وَتَشَاوُرٍ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْهِمَا وَإِنْ أَرَدتُّمْ أَن تَسْتَرْضِعُواْ أَوْلاَدَكُمْ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِذَا سَلَّمْتُم مَّآ آتَيْتُم بِالْمَعْرُوفِ وَاتَّقُواْ اللّهَ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿۲۳۳﴾ او ميندې خپلو اولادونو ته پوره دوه كاله تى وركوي . (دا حكم) هغه چاته دى، چې غواړي، د تي رودنې موده پوره كړي . د ماشوم پر پلار لازمه ده، چې مور ته د تي رودنې په وخت كې په غوره توګه خوراك او جامې وركړي (ان كه طلاق يې هم اخستى وي) (او) هر څوك تر خپلې وسې ژمن دى، نه مور د خپل اولاد پر سر زیان وویني او نه پلار او نباید موروپلار د خپل اختلاف له لامله ماشوم ته زيان ورسوي او پر وارث (که پلار یې مړ شي) يې هم دغسې ده او كه دواړه په خپله خوښه او مشوره ماشوم له تي (ژر) غوڅ كړي؛ نو څه باك او ګناه پرې نشته او كه تاسې (د ناوسۍ او يا د مور د موافقې په نه شتون كې) وغوښتل، چې خپلو اولادونو ته دايي ونيسئ؛ نو څه ګناه درباندې ‏نشته؛ خو په دې شرط چې د مور پخوانى حق په ښه شان وركړئ او د الله (د فرمان له سرغړونې) ووېرېږئ او پوه شئ، څه چې كوئ، الله يې ليدونکى دى. (۲۳۳)
وَالَّذِينَ يُتَوَفَّوْنَ مِنكُمْ وَيَذَرُونَ أَزْوَاجًا يَتَرَبَّصْنَ بِأَنفُسِهِنَّ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَعَشْرًا فَإِذَا بَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِيمَا فَعَلْنَ فِي أَنفُسِهِنَّ بِالْمَعْرُوفِ وَاللّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ ﴿۲۳۴﴾ او له تاسې چې څوك مري او مېرمنې ترې پاتېږي؛ نو دوی بايد څلور مياشتې او لس ورځې (په عدت كې) تېرې كړي؛ خو که دا موده يې پوره كړه؛ نو دوی چې د ځان په اړه په ښه شان څه کوي پر تاسې ګناه نشته (او له خپلې خوښې سړي سره واده وكړي) او الله ستاسې له كړنو خبر دى. (۲۳۴) 
وَلاَ جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِيمَا عَرَّضْتُم بِهِ مِنْ خِطْبَةِ النِّسَاء أَوْ أَكْنَنتُمْ فِي أَنفُسِكُمْ عَلِمَ اللّهُ أَنَّكُمْ سَتَذْكُرُونَهُنَّ وَلَكِن لاَّ تُوَاعِدُوهُنَّ سِرًّا إِلاَّ أَن تَقُولُواْ قَوْلًا مَّعْرُوفًا وَلاَ تَعْزِمُواْ عُقْدَةَ النِّكَاحِ حَتَّىَ يَبْلُغَ الْكِتَابُ أَجَلَهُ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ يَعْلَمُ مَا فِي أَنفُسِكُمْ فَاحْذَرُوهُ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ غَفُورٌ حَلِيمٌ ﴿۲۳۵﴾ او كه په كنايه او اشاره (د عدت پر وخت له كونډو ښځو سره) د نكاح هيله څرګنده كړئ او يا مو دا هوډ په زړه كې کړی وي (او نه يې څرګندوئ؛ نو په دواړو بڼو كې) پر تاسې څه ګناه نشته، الله پوهېږي، چې دوى به په زړونو كې دريادېږي (او الله په معقول ډول ‏ستاسې د فطري غوښتنو مخالف نه دى)؛ خو پټ په پټه به د واده خبره ورسره نه كوئ؛ خو داچې په غوره او روا ډول (په كنايه كې) خبره ورياده كړئ؛ خو تر هغې یې چې د عدت وخت پوره شوى نه وي، نكاح به نه كوئ او پوه شئ، څه چې ستاسې په زړونو كې دي، الله پرې خبر دى. د ده له مخالفته ووېرېږئ او پوه شئ، چې الله زغمناک بښونكى دى (او بندګانو ته په سزا وركولو كې بيړه نه كوي .) (۲۳۵) 
لاَّ جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِن طَلَّقْتُمُ النِّسَاء مَا لَمْ تَمَسُّوهُنُّ أَوْ تَفْرِضُواْ لَهُنَّ فَرِيضَةً وَمَتِّعُوهُنَّ عَلَى الْمُوسِعِ قَدَرُهُ وَعَلَى الْمُقْتِرِ قَدْرُهُ مَتَاعًا بِالْمَعْرُوفِ حَقًّا عَلَى الْمُحْسِنِينَ ﴿۲۳۶﴾ پرتاسې ګناه نشته كه ښځو ته تر لاس وروړو يا تر مهر ټاكلو مخكې (د ځينو لاملونو له مخې) طلاق وركړئ؛ نو (په دې وخت كې) دوی ‏(له مناسبو ډاليو) برخمنې كړئ، شتمن دې له خپلې وسې او تنګلاسى دې (هم) له خپلې وسې سره سمه ډالۍ (چې د وركوونكي او اخستونكي له شتمنۍ سره ښايي) په ښه شان وركړي (او دا کار) پر نېكانو (لازم او) یو حق دى. (۲۳۶)
وَإِن طَلَّقْتُمُوهُنَّ مِن قَبْلِ أَن تَمَسُّوهُنَّ وَقَدْ فَرَضْتُمْ لَهُنَّ فَرِيضَةً فَنِصْفُ مَا فَرَضْتُمْ إَلاَّ أَن يَعْفُونَ أَوْ يَعْفُوَ الَّذِي بِيَدِهِ عُقْدَةُ النِّكَاحِ وَأَن تَعْفُواْ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى وَلاَ تَنسَوُاْ الْفَضْلَ بَيْنَكُمْ إِنَّ اللّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿۲۳۷﴾  

او كه ښځو ته تر لا س وروړو مخكې طلاق وركړئ؛ خو مهر مو ورته ټاكلى وي؛ نو(په دې بڼه كې پکار ده) نيمايي مهر وركړئ؛ خو داچې دوى (خپل حق) وبښي، يا یې هغه (ولي یا مطلق وکیل) وروبښي چې د نکاح غوټه یې په لاس کې ده او که عفوه وکړئ (او ټول مهر ورکړئ) دا پرهېزګارۍ ته خورا ورنژدې چار دى او پخپلو كې يو له بل سره نېکي كول مه هېروئ (؛ځكه) الله مو د کړنو ليدونکى دى. (۲۳۷)

حَافِظُواْ عَلَى الصَّلَوَاتِ والصَّلاَةِ الْوُسْطَى وَقُومُواْ لِلّهِ قَانِتِينَ ﴿۲۳۸﴾ پر (پينځګونو) لمونځونو او (په تېره) منځني لمانځه پابند وسئ او (په لمانځه او هر چار کې) الله ته عاجزي کوونکي ودرېږئ.(۲۳۸)
فَإنْ خِفْتُمْ فَرِجَالًا أَوْ رُكْبَانًا فَإِذَا أَمِنتُمْ فَاذْكُرُواْ اللّهَ كَمَا عَلَّمَكُم مَّا لَمْ تَكُونُواْ تَعْلَمُونَ ﴿۲۳۹﴾ خو كه (د جګړې يا بل څه خطر له لامله) وېرېږئ؛ نو كه پلي ياست که سواره (لمونځ وكړئ)؛ خو چې په امن كې شوئ؛ نو الله ياد كړئ[= په عادي ډول خپل لمونځ وكړئ]؛ لكه څنګه یې چې درښوولي (او پرې) نه پوهېدئ. (۲۳۹)
وَالَّذِينَ يُتَوَفَّوْنَ مِنكُمْ وَيَذَرُونَ أَزْوَاجًا وَصِيَّةً لِّأَزْوَاجِهِم مَّتَاعًا إِلَى الْحَوْلِ غَيْرَ إِخْرَاجٍ فَإِنْ خَرَجْنَ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِي مَا فَعَلْنَ فِيَ أَنفُسِهِنَّ مِن مَّعْرُوفٍ وَاللّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ﴿۲۴۰﴾ او له تاسې چې څوك مري او (كونډې) مېرمنې ترې پاتېږي، دوى بايد (د خپلو مېرمنو په اړه) دا وصيت وكړي، چې تر يوه كال دې ددوی ‏لګښت وركړای شي، په دې شرط، چې دوى (د مېړه له كوره) و نه وځي (او بل واده ونکړي) او كه (په خپله) ووتې (؛ نو پر تاسې د لګښت حق نه لري؛خو) دوى چې د خپل ځان په اړه په ښه شان هر څه كوي، پر تاسې يې ګناه نشته او الله پر ټولو لاسبر او د حکمت خاوند دی. (۲۴۰)
وَلِلْمُطَلَّقَاتِ مَتَاعٌ بِالْمَعْرُوفِ حَقًّا عَلَى الْمُتَّقِينَ ﴿۲۴۱﴾ او باید طلاقو شویو ښځو ته د عرف او دود په پولو کې ډالۍ (د ژوندانه وزلې) وټاکل شي، چې دا پر نارینه متقیانو لازم شوي. (۲۴۱)
كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ ﴿۲۴۲﴾ الله دغسې خپل آيتونه (احكام) تاسې ته ‏څرګندوي،چې وپوهېږئ. (۲۴۲)
أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ خَرَجُواْ مِن دِيَارِهِمْ وَهُمْ أُلُوفٌ حَذَرَ الْمَوْتِ فَقَالَ لَهُمُ اللّهُ مُوتُواْ ثُمَّ أَحْيَاهُمْ إِنَّ اللّهَ لَذُو فَضْلٍ عَلَى النَّاسِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَشْكُرُونَ ﴿۲۴۳﴾ ايا د هغو زرګونو خلكو له (حاله) خبر نشوې، چې د مرګ له وېرې له خپلو كورونو وتښتېدل؟! (چې د طاعون د ناروغۍ په پلمه يې په جهاد كې له برخې اخستو ډډه وكړه) الله ورته وويل: ((مړه شئ!)) (او په طاعون مړ شول، چې پلمه كړى يې و) بيا الله راژوندي كړل (او راتلونكيو ته يې د دوى د ژوند پېښه عبرت كړه) الله پر خپلو بندګانو احسان كوي؛ خو ډېر خلك ناشكري كوي. (۲۴۳)
وَقَاتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿۲۴۴﴾ او د الله په لار كې وجنګېږئ او پوه شئ، چې الله پوه اورېدونكى دى . (۲۴۴)
مَّن ذَا الَّذِي يُقْرِضُ اللّهَ قَرْضًا حَسَنًا فَيُضَاعِفَهُ لَهُ أَضْعَافًا كَثِيرَةً وَاللّهُ يَقْبِضُ وَيَبْسُطُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿۲۴۵﴾ څوك دى چې الله ته پور وركړي؛ ښه پور (او الله وركړي مالونه انفاق كړي) چې الله یې څو ځل ورزيات كړي؟ او دا الله دى، چې (د بندګانو روزي) تنګوي او پراخوي (او انفاق هېڅكله د روزۍ كمولو لامل نه ګرځي) او يوازې دده لوري ته ورګرځول كېږئ (او خپله بدله به تر لاسه كړئ .) (۲۴۵) 
أَلَمْ تَرَ إِلَى الْمَلإِ مِن بَنِي إِسْرَائِيلَ مِن بَعْدِ مُوسَى إِذْ قَالُواْ لِنَبِيٍّ لَّهُمُ ابْعَثْ لَنَا مَلِكًا نُّقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللّهِ قَالَ هَلْ عَسَيْتُمْ إِن كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ أَلاَّ تُقَاتِلُواْ قَالُواْ وَمَا لَنَا أَلاَّ نُقَاتِلَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَقَدْ أُخْرِجْنَا مِن دِيَارِنَا وَأَبْنَآئِنَا فَلَمَّا كُتِبَ عَلَيْهِمُ الْقِتَالُ تَوَلَّوْاْ إِلاَّ قَلِيلًا مِّنْهُمْ وَاللّهُ عَلِيمٌ بِالظَّالِمِينَ ﴿۲۴۶﴾ ايا تر موسى روسته د بني اسراييلو د مشرانو له (حاله) خبر نشوې،چې خپل پېغمبر (اشموییل) ته يې وويل: ((موږ ته يو چارواكى (او بولندوى) وټاكه، چې په امر يې د الله په لار كې جګړه وكړو.)) (پېغمبر یې) وويل: ((بيا خو به داسې نه وي، چې درته د جنګېدو امر وشي او و نه جنګېږئ (او سرغړونه وکړئ) !)) ځواب یې وركړ: ((نه! دا څنګه كېداى شي، چې موږ د الله په لار كې و نه جنګېږو، حال دا له خپل كور کلي او ټبره شړل شوي يو (او دښمن مو ښارونه نيولي او اولادونه مو بنديان شوي دي)))؛ خو چې د جګړې امر ورته وشو؛ نو بې له لږ شمېر يې نورو ټولو ورشا كړه او الله ظالمان ډېر ښه پېژني. (۲۴۶)
وَقَالَ لَهُمْ نَبِيُّهُمْ إِنَّ اللّهَ قَدْ بَعَثَ لَكُمْ طَالُوتَ مَلِكًا قَالُوَاْ أَنَّى يَكُونُ لَهُ الْمُلْكُ عَلَيْنَا وَنَحْنُ أَحَقُّ بِالْمُلْكِ مِنْهُ وَلَمْ يُؤْتَ سَعَةً مِّنَ الْمَالِ قَالَ إِنَّ اللّهَ اصْطَفَاهُ عَلَيْكُمْ وَزَادَهُ بَسْطَةً فِي الْعِلْمِ وَالْجِسْمِ وَاللّهُ يُؤْتِي مُلْكَهُ مَن يَشَاءُ وَاللّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ ﴿۲۴۷﴾ او پېغمبر يې ورته وويل: ((الله “طالوت”درته واكمن ټاكلى)) و یې ويل: ((دا څنګه راباندې د واكمنېدو وړ شو، تر ده خو موږ وړ يو او دومره شتمن هم نه دى؟)) پېغمبر يې ځواب وركړ: ((په رښتيا الله هغه پر تاسې غوره كړى او پراخ علمي اهليت او جسمي ځواک یې وركړى او د الله چې چاته خوښه شي، واكمني وركوي . د الله احسان پراخ او (د واكمنۍ لپاره د وګړيو له وړتيا) خبر دى.)) (۲۴۷)                                                  
وَقَالَ لَهُمْ نِبِيُّهُمْ إِنَّ آيَةَ مُلْكِهِ أَن يَأْتِيَكُمُ التَّابُوتُ فِيهِ سَكِينَةٌ مِّن رَّبِّكُمْ وَبَقِيَّةٌ مِّمَّا تَرَكَ آلُ مُوسَى وَآلُ هَارُونَ تَحْمِلُهُ الْمَلآئِكَةُ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَةً لَّكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ﴿۲۴۸﴾ او پېغمبر يې ورته وويل: ((په حقیقت کې (د طالوت) ‏د واكمنېدو نښه داده، چې يو صندوق به (چې موسی یې پکې سیند ته ورغوځولی و) تاسې ته درشي، (چې) ستاسې د پالونكي له لوري درته پکې یوه ډاډېینه او د موسى او هارون د كورنيو يادګارونه ايښي وي (او) صندوق به پرښتو بار كړى وي، كه مؤمنان ياست، په رښتيا (په دې پېښه كې) درته (څرګندې) نښې دي .)) (۲۴۸)
فَلَمَّا فَصَلَ طَالُوتُ بِالْجُنُودِ قَالَ إِنَّ اللّهَ مُبْتَلِيكُم بِنَهَرٍ فَمَن شَرِبَ مِنْهُ فَلَيْسَ مِنِّي وَمَن لَّمْ يَطْعَمْهُ فَإِنَّهُ مِنِّي إِلاَّ مَنِ اغْتَرَفَ غُرْفَةً بِيَدِهِ فَشَرِبُواْ مِنْهُ إِلاَّ قَلِيلًا مِّنْهُمْ فَلَمَّا جَاوَزَهُ هُوَ وَالَّذِينَ آمَنُواْ مَعَهُ قَالُواْ لاَ طَاقَةَ لَنَا الْيَوْمَ بِجَالُوتَ وَجُنودِهِ قَالَ الَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُم مُّلاَقُو اللّهِ كَم مِّن فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللّهِ وَاللّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ ﴿۲۴۹﴾ نو همداچې طالوت (د اسراييلو لښكرمشر شو او) له لښكر سره راووت، ورته يې وويل:((الله مو پر يوې ويالې ازمېيي، څوك چې د هغې ويالې اوبه وڅښي؛ نو زما (له ملګريو) ځنې نه دى، زما ملګرى هغه دى، چې د(تندې پر وخت) په ورغوي کې اوبه وڅښي((؛ نو بې له لږ شمېر نورو ټولو اوبه وڅښلې . طالوت او ورسره مؤمن ملګري (د ازمېښت له پړاوه تېر شول) له ويالې پورې وتل (او د خپلو وګړيو پر لږوالي خپه شول او يوې ډلې يې) وويل: ((نن په موږ كې له جالوت او لښكر سره يې د مقابلې وس نشته.))؛ خو هغوى چې په دې باور وو، چې له الله سره مخامخېدونكي دي (او د قيامت پر ورځ يې ايمان درلود) وويل: ((ډېر ځل داسې شوي، چې د الله په امر يوه کوشنۍ ډله پر يوې لويې ډلې بريالۍ شوې ده)) او الله د زغمناكو مل دى. (۲۴۹)                                                    
وَلَمَّا بَرَزُواْ لِجَالُوتَ وَجُنُودِهِ قَالُواْ رَبَّنَا أَفْرِغْ عَلَيْنَا صَبْرًا وَثَبِّتْ أَقْدَامَنَا وَانصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ ﴿۲۵۰﴾ او چې دوی د جالوت او د لښكر مقابلې ته يې ووتل؛ نو و یې ويل : ((پالونكيه! پر موږ زغم ووروه او قدمونه مو ټينګ كړه او پر كافرانو مو لاسبري كړه.)) (۲۵۰)                                         
فَهَزَمُوهُم بِإِذْنِ اللّهِ وَقَتَلَ دَاوُودُ جَالُوتَ وَآتَاهُ اللّهُ الْمُلْكَ وَالْحِكْمَةَ وَعَلَّمَهُ مِمَّا يَشَاءُ وَلَوْلاَ دَفْعُ اللّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَّفَسَدَتِ الأَرْضُ وَلَكِنَّ اللّهَ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْعَالَمِينَ ﴿۲۵۱﴾ نو دوی د الله په حكم دښمنانو ته ماتې وركړه او ((داوود)) [ چې د طالوت په لښكر كې غښتلى، زړور او زلمى و] جالوت وواژه او الله واكمني او حكمت ور پر برخه كړ او څه یې چې غوښتل، ور و يې ښوول (؛لکه د زبور کتاب، د واقعیاتو له مخې قضاوت، د مارغانو وینا او له اوسپنې د زرې جوړونه) كه الله په ځینو د ځينو مخنيوى نه كولاى؛ نو ځمكه فساد نيوه؛ خو الله پر نړیوالو لورنه لري. (۲۵۱)
تِلْكَ آيَاتُ اللّهِ نَتْلُوهَا عَلَيْكَ بِالْحَقِّ وَإِنَّكَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ ﴿۲۵۲﴾ دا د الله آيتونه دي، چې سم صحیح يې درلولو او ته په رښتیا (زموږ) له استازيو يې. (۲۵۲)
تِلْكَ الرُّسُلُ فَضَّلْنَا بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ مِّنْهُم مَّن كَلَّمَ اللّهُ وَرَفَعَ بَعْضَهُمْ دَرَجَاتٍ وَآتَيْنَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ الْبَيِّنَاتِ وَأَيَّدْنَاهُ بِرُوحِ الْقُدُسِ وَلَوْ شَاء اللّهُ مَا اقْتَتَلَ الَّذِينَ مِن بَعْدِهِم مِّن بَعْدِ مَا جَاءتْهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَلَكِنِ اخْتَلَفُواْ فَمِنْهُم مَّنْ آمَنَ وَمِنْهُم مَّن كَفَرَ وَلَوْ شَاء اللّهُ مَا اقْتَتَلُواْ وَلَكِنَّ اللّهَ يَفْعَلُ مَا يُرِيدُ ﴿۲۵۳﴾ موږ له دې رسولانو، ځینې پر ځینو غوره ګرځولي او له دوى (يو) څوک و، چې الله ورسره خبرې كړي او د ځينو يې مرتبې اوچتې كړې او عيسى د مريمې زوى ته مو څرګندې نښې وركړې او په سپېڅلي روح (روح القدس) مو د ده مرسته وكړه (؛ خو ددې پېغمبرانو مقام او فضيلت د امتونو د اختلاف خنډ نشو) او كه د الله خوښه واى (؛نو) تر دوی روسته خلكو به، چې څرګندې نښې ورته راغلې، په خپلو كې جګړه نه واى کړې (؛خو الله خلك اړ كړي نه دي او دوى يې د نېكمرغۍ پر لار په تلو كې ازاد پرېښي دي؛) خو دا امتونه ول، چې یو له بل سره یې شخړې وكړې، ځينو ايمان راووړ او ځينې كافر شول (او جګړې راولاړې شوې او بيا) كه الله غوښتل، په خپلو كې به نه جنګېدل؛ خو الله چې څه غواړي (د حكمت له مخې) يې كوي (او هېڅوك د يوه څيز منلو ته نه اړ باسي) (۲۵۳)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَنفِقُواْ مِمَّا رَزَقْنَاكُم مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِيَ يَوْمٌ لاَّ بَيْعٌ فِيهِ وَلاَ خُلَّةٌ وَلاَ شَفَاعَةٌ وَالْكَافِرُونَ هُمُ الظَّالِمُونَ ﴿۲۵۴﴾ ايمانوالو! زموږ له درکړې روزۍ (د الله په لار کې) ولګوئ، مخكې تردې، چې داسې ورځ راورسي، چې پكې نه راكړه وركړه (چې د سزا په بدل كې نېكمرغي او ژغورنه وپېرئ) وي او نه (توکیز ملګرتوب او) دوستي او نه سپارښتنه (؛ ځكه تاسې به د شفاعت وړ نه ياست) او (پوه شئ) كافران (= گناهګار ناشکره) پخپله ظالمان دي (چې هم پرخپلو ځانونو تېرى كوي اوهم پر نورو) . (۲۵۴)
اللّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ لاَ تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلاَ نَوْمٌ لَّهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ مَن ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلاَّ بِإِذْنِهِ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلاَ يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِّنْ عِلْمِهِ إِلاَّ بِمَا شَاء وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَلاَ يَؤُودُهُ حِفْظُهُمَا وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ ﴿۲۵۵﴾ الله؛ بې له ده معبود نشته، تلژواندى دى، سمبالوونکی؛ همیشه قايم دى، نه يې پركالي نيسي او نه خوب (او يوه شېبه هم د هستۍ له تدبيره نه بې پروا كېږي) څه چې په اسمانونو او څه چې ځمكه كې دي، [ټول] دده دي، څوك دى چې بې د ده له اجازې (د نورو) شفاعت وکړي؟ (؛ نو ځكه هغوى چې د شفاعت وړ وي او شفاعت كوونكى يې شفاعت وكړي؛ نو د الله له مطلق مالكيته څه نه كمېږي) او الله په خپل پراخ علم د خلکو له تېر ‏او راتلونکي برخلیکه باخبر دی (او علم ته يې تېر او راتلونكې يو شان ده) او څوك د ده له علمه نه خبرېږي؛ خو څومره چې دی وغواړي (هغه له هر څه خبر دى او د نورو محدوده پوهه یې د ناپايه پوهې يو څرك دى)، (د علم او ځواک) تخت يې اسمانونه او ځمكه رانغاړلي او د دواړو [ = اسمان او ځمكې] ساتنه یې نه ستومانوي او هغه ستر لوړ پوړى دى. (۲۵۵)
لاَ إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ قَد تَّبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِن بِاللّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَىَ لاَ انفِصَامَ لَهَا وَاللّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿۲۵۶﴾ په دين (منلو) كې زور او اړ ايستل نشته؛ ځكه (قرآن) سمه لار له كږې لارې بېله کړې‏؛ نو چې څوك پر طاغوت [ = بوت، شيطان او هر سرغړاند] كافر شي او پر الله ايمان راوړي؛ نو په رښتيا چې نه شلېدونی لاسوند ‏يې ټينګ نيولې او الله پوه اورېدونكى دى .(۲۵۶)
اللّهُ وَلِيُّ الَّذِينَ آمَنُواْ يُخْرِجُهُم مِّنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّوُرِ وَالَّذِينَ كَفَرُواْ أَوْلِيَآؤُهُمُ الطَّاغُوتُ يُخْرِجُونَهُم مِّنَ النُّورِ إِلَى الظُّلُمَاتِ أُوْلَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿۲۵۷﴾ الله، د مؤمنانو پالندوى دى، چې دوی له تيارو رڼا ته راباسي (؛خو) سرغړاندي؛ د کافرانو پالندويان دي، چې دوی له رڼا تيارو ته وركاږي. دوى همېشه اور مېشتي‎ دي. (۲۵۷)
أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِي حَآجَّ إِبْرَاهِيمَ فِي رِبِّهِ أَنْ آتَاهُ اللّهُ الْمُلْكَ إِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّيَ الَّذِي يُحْيِي وَيُمِيتُ قَالَ أَنَا أُحْيِي وَأُمِيتُ قَالَ إِبْرَاهِيمُ فَإِنَّ اللّهَ يَأْتِي بِالشَّمْسِ مِنَ الْمَشْرِقِ فَأْتِ بِهَا مِنَ الْمَغْرِبِ فَبُهِتَ الَّذِي كَفَرَ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ﴿۲۵۸﴾ ايا د هغه [= نمرود] له حاله خبر نه يې، چې الله واکمني ورکړې وه (او د کم ظرفۍ له لامله د کبر شرابو مست کړى و او بيا يې) د خپل پالونكي په باب له ابراهيم سره ناندرۍ وهلې؟ چې کله ابراهيم وويل : ((زما پالونكى هغه دى، چې ژوندي کول كوي او مړه کول كوي)) (نمرود) وويل : ((زه (هم) ژوندي كول او مړه كول کوم.)) (ددې كار زباد او د خلكو تېر ايستو ته يې دوه بنديان راوستل، چې د يوه یې د خوشې كولو او د بل یې د وژلو حكم وكړ.) ابراهيم وويل : ((خو په رښتینه کې، الله لمر له ختيځه راخېژوي (كه رښتيا وايې، چې پر هستۍ واكمن يې؛ نو) ته يې له لويديځه راوخېژوه!)) (؛نو دلته) هغه كافر سړى هك پك (او چوپ) شو او الله ظالمانو ته سمه لار نه ورښيي. (۲۵۸)
أَوْ كَالَّذِي مَرَّ عَلَى قَرْيَةٍ وَهِيَ خَاوِيَةٌ عَلَى عُرُوشِهَا قَالَ أَنَّىَ يُحْيِي هََذِهِ اللّهُ بَعْدَ مَوْتِهَا فَأَمَاتَهُ اللّهُ مِئَةَ عَامٍ ثُمَّ بَعَثَهُ قَالَ كَمْ لَبِثْتَ قَالَ لَبِثْتُ يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ قَالَ بَل لَّبِثْتَ مِئَةَ عَامٍ فَانظُرْ إِلَى طَعَامِكَ وَشَرَابِكَ لَمْ يَتَسَنَّهْ وَانظُرْ إِلَى حِمَارِكَ وَلِنَجْعَلَكَ آيَةً لِّلنَّاسِ وَانظُرْ إِلَى العِظَامِ كَيْفَ نُنشِزُهَا ثُمَّ نَكْسُوهَا لَحْمًا فَلَمَّا تَبَيَّنَ لَهُ قَالَ أَعْلَمُ أَنَّ اللّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۲۵۹﴾ يا خو د هغه [عُزیر] په څېر، چې پر يوه (ړنګ) كلي تېرېده، چې چتونه او دېوالونه يې راپرېوتي ول، (او د وسېدونكيو تنې او هډوكي يې هره خوا پراته وو، له ځان سره يې) وويل: ((الله به دوى څرنګه تر مرګ روسته بېرته را ژوندي كوي؟)) (؛ نو پردې وخت) الله هغه سل كاله مړ كړ، بيا يې را ژوندى كړ او ورته يې وويل : ((څومره وخت پروت وې؟)) و يې ويل : ((يوه ورځ که د يوې ورځې يوه برخه.)) ورته يې وويل : ((نه بلكې سل كاله درباندې تېر شوي! اوس دې (درسره) خوړو څښو ته وګوره (چې د كلونو په تېرېدو) هېڅ ډول بدلون پكې نه دى راغلى! (هغه الله ، چې ورستېدونکي څيزونه دومره موده روغ ساتي؛ نو پر هرڅه وسمن دى) بلخوا خپل خره ته دې وګوره (چې ان هډوكي يې هم وراسته شوي او دا دويم ځل راژوندي كېدل ستا د ډاډ لپاره وو) او تا (هم) خلکو ته (د معاد په باب) نښه كړم. (اوس دې د خره) هډوكيو ته ورځیر شه، چې څنګه يې راخوځوو، په غوښه او پوټكي يې پټوو!)) چې كله دا (د بېرته راژوندي کېدو څرنګوالی) ورپه ډاګه شو؛ و يې ويل :(((اوس) ښه پوهېږم، چې الله پر هر څه واکمن دى .)) (۲۵۹)
وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ أَرِنِي كَيْفَ تُحْيِي الْمَوْتَى قَالَ أَوَلَمْ تُؤْمِن قَالَ بَلَى وَلَكِن لِّيَطْمَئِنَّ قَلْبِي قَالَ فَخُذْ أَرْبَعَةً مِّنَ الطَّيْرِ فَصُرْهُنَّ إِلَيْكَ ثُمَّ اجْعَلْ عَلَى كُلِّ جَبَلٍ مِّنْهُنَّ جُزْءًا ثُمَّ ادْعُهُنَّ يَأْتِينَكَ سَعْيًا وَاعْلَمْ أَنَّ اللّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ﴿۲۶۰﴾ او (درياد كړه) چې کله ابراهيم وويل : ((پالونكيه! راوښيه، چې څرنګه مړي راژوندي كوې؟)) الله وويل : ((ولې ستا لا باور نشته ؟!)) ویې ویل : ((ولې نه، باور مې شته؛ خو غواړم زړه مې ډاډه شي.)) ورته يې وويل: ((څلور ډوله مارغان راواخله او (تر حلالولو روسته يې) ټوټه ټوټه كړه (او سره يې واغږه) بيا يې يوه يوه ټوټه پر بېلابېلو غرونو كېږده، بيا یې راوبوله، په منډو به درشي او پوه شه، چې الله ځواکمن ‏(او) د حكمت څښتن دى (هم د مړيو د بدن له ژوندینکو خبر دى او هم يې راټولولای شي.) (۲۶۰)
مَّثَلُ الَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ كَمَثَلِ حَبَّةٍ أَنبَتَتْ سَبْعَ سَنَابِلَ فِي كُلِّ سُنبُلَةٍ مِّئَةُ حَبَّةٍ وَاللّهُ يُضَاعِفُ لِمَن يَشَاءُ وَاللّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ ﴿۲۶۱﴾ د هغوکسانو مثال، چې د الله په لار کې خپله شتمني لګوي، د هغې (کرلې) دانې په څېر دى، چې اوه وږي راوټوکوي او په هر وږي كې سل دانې وي او د الله ، چې چاته خوښه شي (او وړتيا ولري) دوه يا څو ګرايه يې زياتوي او الله (د ځواک او رحمت له پلوه) پراخوونكى (او پر ټولو شيانو) پوه دى . (۲۶۱)
الَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ ثُمَّ لاَ يُتْبِعُونَ مَا أَنفَقُواُ مَنًّا وَلاَ أَذًى لَّهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ ﴿۲۶۲﴾ كوم خلك چې خپل مالونه د الله په لار كې لګوي او لګښت یې له منت او ځورونې سره نه وي، د دوی ثواب ‏له خپل پالونكي سره (خوندي) دى او نه څه وېره پرې شته او نه غمجنېږي. (۲۶۲)                          
قَوْلٌ مَّعْرُوفٌ وَمَغْفِرَةٌ خَيْرٌ مِّن صَدَقَةٍ يَتْبَعُهَآ أَذًى وَاللّهُ غَنِيٌّ حَلِيمٌ ﴿۲۶۳﴾ (اړمنو ته) يوه خوږه خبره او (له غوسې يې) تېرېدل، تر هغه خيراته غوره ده، چې ځورول ورپسې وي او الله موړ زغمناک دى. (۲۶۳)                               
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تُبْطِلُواْ صَدَقَاتِكُم بِالْمَنِّ وَالأذَى كَالَّذِي يُنفِقُ مَالَهُ رِئَاء النَّاسِ وَلاَ يُؤْمِنُ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ صَفْوَانٍ عَلَيْهِ تُرَابٌ فَأَصَابَهُ وَابِلٌ فَتَرَكَهُ صَلْدًا لاَّ يَقْدِرُونَ عَلَى شَيْءٍ مِّمَّا كَسَبُواْ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ ﴿۲۶۴﴾ مؤمنانو! تاسې خپل خيراتونه په منت (ايښوولو) او ازار (رسولو) مه باطلوئ، د هغه په څېر چې خپل مال خلكو ته د ځانښوونې لپاره لګوي او نه يې پر الله ايمان وي او نه پر آخرت، د لګښت مثال يې داسې دى؛ لكه يوه ښويه تيږه، چې (نرۍ) خاوره پرې پرته وي (او تخم پرې شيندل شوى وي) چې كله د تيز باران شېبه پرې وشي (؛نو خاوره او تخم ترې وړي) او تيږه ښويه پاتې شي، دوى له خپلو کړنو څه ګټه ترلاسه کولاى نشي او الله ناپېژاندو ته سمه لار نه ورښيي. (۲۶۴)                            
وَمَثَلُ الَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمُ ابْتِغَاء مَرْضَاتِ اللّهِ وَتَثْبِيتًا مِّنْ أَنفُسِهِمْ كَمَثَلِ جَنَّةٍ بِرَبْوَةٍ أَصَابَهَا وَابِلٌ فَآتَتْ أُكُلَهَا ضِعْفَيْنِ فَإِن لَّمْ يُصِبْهَا وَابِلٌ فَطَلٌّ وَاللّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿۲۶۵﴾ او كوم خلك چې خپل مالونه يوازې د الله د خوشحالولو په لټه ‏او د ځاني ټینګتیا(دنننۍ ډاډمنتیا، د ګروهې د ټینګښټ او د انساني فضایلو او ملکاتو د ودې) په موخه لګوي، د كار بېلګه يې داسې ده؛ لكه پر كوم لوړځاى چې يو بڼ (او له ازادې هوا او د لمر له رڼا پوره برخمن) وي او په شېبو باران پرې واوري؛ نو دوه ګرايه مېوې نيسي او كه په شېبو باران پرې هم و نه ورېږي؛ نو نرى باران يا پرخه هم ورته بس ده (چې تلښېرازه او خړوب وي) او الله ستاسې د کړنو ښه ليدونکى دى. (۲۶۵)
أَيَوَدُّ أَحَدُكُمْ أَن تَكُونَ لَهُ جَنَّةٌ مِّن نَّخِيلٍ وَأَعْنَابٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ لَهُ فِيهَا مِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ وَأَصَابَهُ الْكِبَرُ وَلَهُ ذُرِّيَّةٌ ضُعَفَاء فَأَصَابَهَا إِعْصَارٌ فِيهِ نَارٌ فَاحْتَرَقَتْ كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللّهُ لَكُمُ الآيَاتِ لَعَلَّكُمْ تَتَفَكَّرُونَ ﴿۲۶۶﴾ له تاسې د چا خوښېږي، چې د كجورو او انګورو يو بڼ يې وي او ويالې هم پكې بهېږي او له ډول ډول مېوو ورته ډك وي؛ خو پخپله بڼوال بوډا او ماشومان يې کمزوري وي (په دې ترڅ كې) پر بڼ اورینه سيلۍ ولګي او ټول وسوځوي؟! (؛ نو څوك چې د ځان ښوونې او پر نورو د منت او ځورولو لپاره مالونه لګوي، حال يې همداسې دى.) الله دغسې خپل آيتونه درڅرګندوي، چې اندنه وكړئ (او په اند د حق لار ومومئ). (۲۶۶)                                            
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَنفِقُواْ مِن طَيِّبَاتِ مَا كَسَبْتُمْ وَمِمَّا أَخْرَجْنَا لَكُم مِّنَ الأَرْضِ وَلاَ تَيَمَّمُواْ الْخَبِيثَ مِنْهُ تُنفِقُونَ وَلَسْتُم بِآخِذِيهِ إِلاَّ أَن تُغْمِضُواْ فِيهِ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ غَنِيٌّ حَمِيدٌ ﴿۲۶۷﴾ ايمانوالو! له خپلو لاس ته راوړنو او څه چې موږ له ځمكې درته را ايستلي (له سرچينو، كانو، ونو او بوټو) ډېر غوره يې ولګوئ او (داسې نه چې) د خراب او بد (څيز) د وركولو په هوډ كې شئ، چې كه څوك هماغه څيز دركړي؛ نو هسې يې په سترګو پټولو ومنئ او پوه شئ، چې الله ستایلی مړه خوا دى. (۲۶۷)
الشَّيْطَانُ يَعِدُكُمُ الْفَقْرَ وَيَأْمُرُكُم بِالْفَحْشَاء وَاللّهُ يَعِدُكُم مَّغْفِرَةً مِّنْهُ وَفَضْلًا وَاللّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ ﴿۲۶۸﴾ شيطان تاسې (د نفقې پر وخت) له بېوزلۍ او لاس تنګئ وېروي او ناوړه چارو(؛ لكه کنجوسۍ) ته مو هڅوي؛ خو الله د بښنې او پېرزوينې ژمنه دركوي او د الله ځواک پراخ (او پر هر څه) پوه دى (؛ نو ځكه پر خپلې ژمنې وفا كوي) . (۲۶۸)
يُؤتِي الْحِكْمَةَ مَن يَشَاءُ وَمَن يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلاَّ أُوْلُواْ الأَلْبَابِ ﴿۲۶۹﴾ (د الله) چې چاته خوښه شي (او وړ يې وګڼې) پوهه او حكمت وركوي او چاته چې پوهه وركړه شي؛ نو بېشکه ستر خير يې وركړى دى او(له دې حقايقو) يوازې عقلمن پند اخلي. (۲۶۹) 
وَمَا أَنفَقْتُم مِّن نَّفَقَةٍ أَوْ نَذَرْتُم مِّن نَّذْرٍ فَإِنَّ اللّهَ يَعْلَمُهُ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنصَارٍ ﴿۲۷۰﴾ او څه چې تاسې [د الله په لار کې] خیراتوئ يا (كوم مالونه چې) په نذر ورکوئ؛ نو په حقيقت کې الله پرې پوهېږي او د ظالمانو مرستندوى نشته. (۲۷۰)
إِن تُبْدُواْ الصَّدَقَاتِ فَنِعِمَّا هِيَ وَإِن تُخْفُوهَا وَتُؤْتُوهَا الْفُقَرَاء فَهُوَ خَيْرٌ لُّكُمْ وَيُكَفِّرُ عَنكُم مِّن سَيِّئَاتِكُمْ وَاللّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ ﴿۲۷۱﴾ كه صدقې [ = نږه ورکړې] ښكاره وركړئ؛ نو دا هم تاسې ښه ده او كه پټ په پټه يې بېوزليو ته وركړئ؛ نو دا درته ډېره غوره ده او څه ګناهونه مو رژوي (او د الله په لار كې د ښندنې په پار به وبښل شئ.) او الله مو له کړنو ښه خبر دى (۲۷۱)
لَّيْسَ عَلَيْكَ هُدَاهُمْ وَلَكِنَّ اللّهَ يَهْدِي مَن يَشَاءُ وَمَا تُنفِقُواْ مِنْ خَيْرٍ فَلأنفُسِكُمْ وَمَا تُنفِقُونَ إِلاَّ ابْتِغَاء وَجْهِ اللّهِ وَمَا تُنفِقُواْ مِنْ خَيْرٍ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنتُمْ لاَ تُظْلَمُونَ ﴿۲۷۲﴾ پر تا (په زوره) د دوی د ښيون ژمنه نشته (؛ نو ځكه په زور د اسلام راوړو لپاره پر نامسلمانانو د خېرات بندول سم نه دي)؛ خو د الله چې چاته خوښه شي (او وړ يې وګڼي)، سمه لار ورښيي او څه چې له خپلې شتمنۍ خيراتوئ، ښېګڼه يې همدا تاسې ته ده؛ خو خيرات يوازې د الله په پار وركړئ او كوم مالونه چې لګوئ، بشپړ ثواب يې دركول كېږي او تېرى به درباندې ونشي. (۲۷۲)
لِلْفُقَرَاء الَّذِينَ أُحصِرُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ لاَ يَسْتَطِيعُونَ ضَرْبًا فِي الأَرْضِ يَحْسَبُهُمُ الْجَاهِلُ أَغْنِيَاء مِنَ التَّعَفُّفِ تَعْرِفُهُم بِسِيمَاهُمْ لاَ يَسْأَلُونَ النَّاسَ إِلْحَافًا وَمَا تُنفِقُواْ مِنْ خَيْرٍ فَإِنَّ اللّهَ بِهِ عَلِيمٌ ﴿۲۷۳﴾ (ستاسې نفقه په تېره بايد) هغو اړمنو ته وي، چې د الله په لار كې تنګلاسي شوي وي؛(او پر حق دين د ايمان راوړو له لامله له خپلو سيمو شړل شوي او په جهاد كې ګډون اجازه نه وركوي، چې د خپل ژوند د لګښت پوره كولو لپاره په ورهڼې او سوداګرۍ لاس پورې كړي)، مسافرت ته نشي تلاى (چې پانګه تر لاسه كړي) او د دوى د سختې استغنا په ليدو، بې خبره خلك د شتمنو ګومان پرې كوي؛ خو له څېرو یې پېژندل كېږي او كله هم په ټينګار له خلكو څه نه غواړي (دا يې ځانګړنې دي) او څه چې د الله په لار كې خیرات كړئ؛ نو بېشکه الله پرې ښه پوه دى. (۲۷۳) 
الَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُم بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ سِرًّا وَعَلاَنِيَةً فَلَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ ﴿۲۷۴﴾ هغوی چې شپه و ورځ خپل مالونه په پټه او ښكاره [ د الله په لار کې] لګوي؛ نو ثواب يې له خپل پالونكي سره [خوندي] دى، نه څه وېره پرې شته او نه غمجنېږي. (۲۷۴)
الَّذِينَ يَأْكُلُونَ الرِّبَا لاَ يَقُومُونَ إِلاَّ كَمَا يَقُومُ الَّذِي يَتَخَبَّطُهُ الشَّيْطَانُ مِنَ الْمَسِّ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُواْ إِنَّمَا الْبَيْعُ مِثْلُ الرِّبَا وَأَحَلَّ اللّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا فَمَن جَاءهُ مَوْعِظَةٌ مِّن رَّبِّهِ فَانتَهَىَ فَلَهُ مَا سَلَفَ وَأَمْرُهُ إِلَى اللّهِ وَمَنْ عَادَ فَأُوْلَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿۲۷۵﴾ هغوى چې سود خوري[کار ته، یا له قبره] د شیطان ځپلي (: پېریاني) په څېر راپاڅي، (ځان نشي نيواى، كله لوېږي او كله راولاړېږي) ځكه وايي:((راكړه وركړه هم د سود په څېر ده (او ترمنځ يې څه توپير نشته))) حال دا الله راكړه وركړه “بيع”روا او “ربا”ناروا كړې ده (؛ ځكه ترمنځ یې ډېر توپير دى)؛ نو چاته چې الهي نصیحت ورسېد او له سوده يې لاس واخست؛ نو [د تحريم د حكم تر نازلېدو] له مخه يې چې څه خوړلي، هغه خو يې خوړلي (او دا حكم پر مخكېنيو نه عملي كېږي) او معامله يې له الله سره ده (او تېر به يې الله وبښي)؛ خو څوك چې تردې حكم روسته بيا هم سود خوري؛ نو همېشني اورمېشتي دي . (۲۷۵) 
يَمْحَقُ اللّهُ الْرِّبَا وَيُرْبِي الصَّدَقَاتِ وَاللّهُ لاَ يُحِبُّ كُلَّ كَفَّارٍ أَثِيمٍ ﴿۲۷۶﴾ الله سود [سوکه سوکه] ناڅیزه [او بې برکته] کوي او صدقات [ = نږه ورکړې] زیات [او برکتي] کوي او الله هیڅ نامنندوی ګناهګار کافر نه خوښوي . (۲۷۶)
إِنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ وَآتَوُاْ الزَّكَاةَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ ﴿۲۷۷﴾ په حقيقت کې کومو کسانو،چې ايمان راوړى، نېکې چارې يې كړې وي، لمونځ يې كړى وي او زكات يې وركړى وي ، ثواب يې له خپل پالونكي سره [خوندی] دى، څه وېره پرې نشته او نه غمجنېږي. (۲۷۷)                                                             
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَذَرُواْ مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبَا إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ﴿۲۷۸﴾ ايمانوالو! د الله (د فرمان له مخالفته) ووېرېږئ او كه په رښتيا مؤمنان ياست (؛نو) پاتې سود ورپرېږدئ . (۲۷۸)                                     
فَإِن لَّمْ تَفْعَلُواْ فَأْذَنُواْ بِحَرْبٍ مِّنَ اللّهِ وَرَسُولِهِ وَإِن تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُؤُوسُ أَمْوَالِكُمْ لاَ تَظْلِمُونَ وَلاَ تُظْلَمُونَ ﴿۲۷۹﴾ نو كه تاسې (داسې) و نه کړل؛ نو پوه شئ، چې له الله تعالی او رسول سره يې یوې جګړې ته راپاڅېدلي ياست او كه توبه وباسئ؛ نو آریزه پانګه مو خپله ده [= بې سوده پانګه] مه تېرى كوئ او نه به تېرى درباندې وشي. (۲۷۹)              
وَإِن كَانَ ذُو عُسْرَةٍ فَنَظِرَةٌ إِلَى مَيْسَرَةٍ وَأَن تَصَدَّقُواْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿۲۸۰﴾ او كه (پوروړى) د پور وركولو وس نه لري؛نو تر لاس چلېدو مهلت وركړئ او(كه په رښتيا د پور وركولو وس نه لري) دا به غوره وي، چې د الله په پار يې وروبښئ؛ كه (ددې كار پر ګټو) پوه شئ. (۲۸۰)     
وَاتَّقُواْ يَوْمًا تُرْجَعُونَ فِيهِ إِلَى اللّهِ ثُمَّ تُوَفَّى كُلُّ نَفْسٍ مَّا كَسَبَتْ وَهُمْ لاَ يُظْلَمُونَ ﴿۲۸۱﴾ او (ځانونه مو) د هغې ورځې له (عذابه) وساتئ، چې تاسې پکې د الله لوري ته وربېول كېږئ، بیا به هر چاته د خپلو كړنو (نېكۍ يا بدۍ) پوره بدله وركړه شي او پر چا به تېرى ونشي (او څه چې ويني، د خپلو كړنو پايلې به يې وي). (۲۸۱)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا تَدَايَنتُم بِدَيْنٍ إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى فَاكْتُبُوهُ وَلْيَكْتُب بَّيْنَكُمْ كَاتِبٌ بِالْعَدْلِ وَلاَ يَأْبَ كَاتِبٌ أَنْ يَكْتُبَ كَمَا عَلَّمَهُ اللّهُ فَلْيَكْتُبْ وَلْيُمْلِلِ الَّذِي عَلَيْهِ الْحَقُّ وَلْيَتَّقِ اللّهَ رَبَّهُ وَلاَ يَبْخَسْ مِنْهُ شَيْئًا فَإن كَانَ الَّذِي عَلَيْهِ الْحَقُّ سَفِيهًا أَوْ ضَعِيفًا أَوْ لاَ يَسْتَطِيعُ أَن يُمِلَّ هُوَ فَلْيُمْلِلْ وَلِيُّهُ بِالْعَدْلِ وَاسْتَشْهِدُواْ شَهِيدَيْنِ من رِّجَالِكُمْ فَإِن لَّمْ يَكُونَا رَجُلَيْنِ فَرَجُلٌ وَامْرَأَتَانِ مِمَّن تَرْضَوْنَ مِنَ الشُّهَدَاء أَن تَضِلَّ إْحْدَاهُمَا فَتُذَكِّرَ إِحْدَاهُمَا الأُخْرَى وَلاَ يَأْبَ الشُّهَدَاء إِذَا مَا دُعُواْ وَلاَ تَسْأَمُوْاْ أَن تَكْتُبُوْهُ صَغِيرًا أَو كَبِيرًا إِلَى أَجَلِهِ ذَلِكُمْ أَقْسَطُ عِندَ اللّهِ وَأَقْومُ لِلشَّهَادَةِ وَأَدْنَى أَلاَّ تَرْتَابُواْ إِلاَّ أَن تَكُونَ تِجَارَةً حَاضِرَةً تُدِيرُونَهَا بَيْنَكُمْ فَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَلاَّ تَكْتُبُوهَا وَأَشْهِدُوْاْ إِذَا تَبَايَعْتُمْ وَلاَ يُضَآرَّ كَاتِبٌ وَلاَ شَهِيدٌ وَإِن تَفْعَلُواْ فَإِنَّهُ فُسُوقٌ بِكُمْ وَاتَّقُواْ اللّهَ وَيُعَلِّمُكُمُ اللّهُ وَاللّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿۲۸۲﴾ ايمانوالو! چې کله تر يوې ټاكلې مودې پورګنۍ (نسیه) راکړه ورکړه کوئ؛ نو و يې ليكئ او بايد ليكوال ستاسې ترمنځ (د معاملې سند) د عدالت له مخې وليکي او هېڅ ليكوال ته نه ښايي له ليكلو ډډه وكړي؛ لکه څرنګه چې الله ورښوولي، هماغسې دې وليكي او پوروړی دې املا ووايي او ليکوال دې يې ليکي او له خپل پالونكي دې ووېرېږي او له هغه (حق = پور) دې هېڅ نه كموي او كه پور اخستونكى كم عقل يا (له عقلي پلوه) کمزورى (او لېونى) وي يا (د ګونګيتوب له لامله) خبرې (او دادښت یا اقرار) کړای نشي؛ نو پر ځاى دې يې ولي (واكوال) د عدالت له مخې خبرې (او دادښت) وكړي، بيا دې له خپلو دوه تنه (عادل) نارينه (پردې حق) شاهدان ونيسي او كه دوه سړي نه وي؛ نو يو سړى او دوې ښځې دې وټاكي،چې د دواړو خواوو پرې خوښه او ډاډ وي (او بايد دواړه ښځې يو ځاى شاهدانې وي) كه يوه يې هېره كړي، بله يې ورياده كړي او شاهدانو ته چې د شاهدۍ ويلو وويل شي؛ نو نټه دې نه كوي او د لږ يا ډېر پور له ليكلو مه خوا بدي كېږئ (هر څه چې وي، و يې ليكئ) او دا (ليكل) مو د الله په نزد ‏پوره انصاف، د شهادت ښه ټینګتیا او د شك (او شخړو) د مخنيوي لپاره (احتياط ته) ډېر ورنژدې (چار) دی؛ خو که پخپلو کې مو سوداګري لاس په لاس وي؛ نو د سند د نه ليكلو يې څه باك نشته او (نقدي) پېر پلور چې كله هم كوئ؛ نو شاهدان ونيسئ او نه ښايي ليكوال او شاهد ته (د حق ويلو له لامله) زيان ورسي (او زور زياتى پرې وشي) او كه داسې مو وكړل؛ نو دا مو له سرغړونو ده او (ځانونه مو) د الله له (عذابه) وساتئ او الله (دغسې) ښوونه درته کوي او الله پر هر څه پوه دى. (۲۸۲)
وَإِن كُنتُمْ عَلَى سَفَرٍ وَلَمْ تَجِدُواْ كَاتِبًا فَرِهَانٌ مَّقْبُوضَةٌ فَإِنْ أَمِنَ بَعْضُكُم بَعْضًا فَلْيُؤَدِّ الَّذِي اؤْتُمِنَ أَمَانَتَهُ وَلْيَتَّقِ اللّهَ رَبَّهُ وَلاَ تَكْتُمُواْ الشَّهَادَةَ وَمَن يَكْتُمْهَا فَإِنَّهُ آثِمٌ قَلْبُهُ وَاللّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ ﴿۲۸۳﴾ او كه تاسې په سفر كې وئ او ليكوال مو و نه موند(؛نو) بايد يو څيز په ګروۍ ونيسئ (داسې ګروي، چې د غوښتونكي په اختيار كې وي) او كه یو پر بل (بشپړ) ډاډه وسئ (؛نو ګروي لازمه نه ده او) بايد څوك چې امين ګڼل شوى؛ نو (خپل) امانت (او پور) دې پر خپل وخت وركړي او له خپل پالونكي الله نه دې ووېرېږي او شاهدي مه پټوئ او څوك یې چې پټه كړي؛ نو بېشکه یې زړه ګناهګار دى او څه چې كوئ، الله پرې ښه پوه دى (۲۸۳)                              
لِّلَّهِ ما فِي السَّمَاواتِ وَمَا فِي الأَرْضِ وَإِن تُبْدُواْ مَا فِي أَنفُسِكُمْ أَوْ تُخْفُوهُ يُحَاسِبْكُم بِهِ اللّهُ فَيَغْفِرُ لِمَن يَشَاءُ وَيُعَذِّبُ مَن يَشَاءُ وَاللّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۲۸۴﴾ څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمكه كې دي، ټول د الله دي (نو ځکه) څه چې په زړونو كې لرئ، كه یې ښكاره یا پټ كړئ (؛نو) الله به د همدې له مخې حساب درنه واخلي؛ نو چاته یې چې خوښه شي (او وړتيا ولري) وربښي يې او چاته یې چې خوښه شي (او مستحق وي) سزا وركوي او الله پر هر څيز قدرت لري. (۲۸۴)

                   

آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْهِ مِن رَّبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ كُلٌّ آمَنَ بِاللّهِ وَمَلآئِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ لاَ نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّن رُّسُلِهِ وَقَالُواْ سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا غُفْرَانَكَ رَبَّنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ ﴿۲۸۵﴾ (د الله) استازي، چې څه د خپل پالونکي له لوري ورته نازل شوي، ايمان پرې راوړى دى (او هغه په خپلو ټولو خبرو پوره مؤمن دى) او (هم) ټولو مؤمنانو پر الله، پرښتو، كتابونو او استازیو يې ايمان راوړى (او وايي:) ((د الله د استازیو ترمنځ يوه ته هم پر توپير قايل نه يو (او پر ټولو ايمان لرو)) او (مؤمنانو) وويل:((موږ واورېدل او غاړه مو كېښووله. پالونكيه ! ستا بښنې (ته څارو يو) او درتګ (مو) يوازې همدا ستا لوري ته دى.)) (۲۸۵)
لاَ يُكَلِّفُ اللّهُ نَفْسًا إِلاَّ وُسْعَهَا لَهَا مَا كَسَبَتْ وَعَلَيْهَا مَا اكْتَسَبَتْ رَبَّنَا لاَ تُؤَاخِذْنَا إِن نَّسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا رَبَّنَا وَلاَ تَحْمِلْ عَلَيْنَا إِصْرًا كَمَا حَمَلْتَهُ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِنَا رَبَّنَا وَلاَ تُحَمِّلْنَا مَا لاَ طَاقَةَ لَنَا بِهِ وَاعْفُ عَنَّا وَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَآ أَنتَ مَوْلاَنَا فَانصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ ﴿۲۸۶﴾ الله هر څوك تر خپلې وسې مكلف بولي؛ (انسان) چې څه (ښه) وكړي؛ نو ځان ته يې كړي او هره (بدي) چې وكړي؛ نو د ځان په زيان به يې كړې وي .(مؤمنان وايي:) پالونكيه! كه (د مکلفیتونو په عملي کولو) څه هېره او خطا راڅخه وشي؛ موږ پرې مه نيسه. پالونكيه! پر موږ هغه پېټى مه ږده؛ لکه چې هغه دې (د ګناه اوسرغړونې له لامله) زموږ پر مخكېنيو ايښى و. پالونكيه ! هغه پېټی راباندې مه ږده، چې د وړو وس يې نه لرو او د ګناهونو نښې را نه ووينځه، ومو بښه، راولورېږه، ته زموږ پالندوى (او مرستندوى) يې او پر كافرانو بريا را. (۲۸۶)

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست