تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه يَسْأَلُونَكَ عَنِ الأَنفَالِ قُلِ الأَنفَالُ لِلّهِ وَالرَّسُولِ فَاتَّقُواْ اللّهَ وَأَصْلِحُواْ ذَاتَ بِيْنِكُمْ وَأَطِيعُواْ اللّهَ وَرَسُولَهُ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ﴿۱﴾ تا د انفال [= غنيمتونه او هر ډول مال، چې څرګند او ټاكلى خاوند نه لري] په باب پوښتي (ورته) ووايه :(( انفال يوازې […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه
يَسْأَلُونَكَ عَنِ الأَنفَالِ قُلِ الأَنفَالُ لِلّهِ وَالرَّسُولِ فَاتَّقُواْ اللّهَ وَأَصْلِحُواْ ذَاتَ بِيْنِكُمْ وَأَطِيعُواْ اللّهَ وَرَسُولَهُ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ﴿۱﴾ تا د انفال [= غنيمتونه او هر ډول مال، چې څرګند او ټاكلى خاوند نه لري] په باب پوښتي (ورته) ووايه :(( انفال يوازې د الله او استازي [یې] دي؛نو (د الله د فرمان له مخالفته) ووېرېږئ او خپلمنځي اړيکې سمې کړئ او كه مؤمنان ياست د الله او استازي یې اطاعت وكړئ .)) (۱)
إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ آيَاتُهُ زَادَتْهُمْ إِيمَانًا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ ﴿۲﴾ مؤمنان؛ يوازې هغوی دي، چې كله د الله نامه یاده شي؛ نو زړونه يې (د الله له برمیالۍ او سزا) ورېږدي او چې د ده آيتونه ور ولوستل شي؛ نو ايمان يې زياتېږي او يوازې پرخپل پالونكي بروسه کوي؛ (۲)
الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ ﴿۳﴾ هماغوى،چې لمونځونه كوي او څه چې موږ وركړي (د الله په لار کې) یې لگوي.(۳)
أُوْلَئِكَ هُمُ الْمُؤْمِنُونَ حَقًّا لَّهُمْ دَرَجَاتٌ عِندَ رَبِّهِمْ وَمَغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ ﴿۴﴾ (هو!) همدا دوى حقيقي مؤمنان دي، چې د خپل پالونكي په نزد پرېمانه درجې، بښنه او عزتمنه روزي لري. (۴)
كَمَا أَخْرَجَكَ رَبُّكَ مِن بَيْتِكَ بِالْحَقِّ وَإِنَّ فَرِيقًا مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ لَكَارِهُونَ ﴿۵﴾ هماغسې لكه چې ته خپل پالونكي [د بدر غزا ته] د الهي مصلحت له مخې له خپل كوره د يوې ډلې مؤمنانو له ناخوښۍ سره سره وايستې (؛خو پاى يې بريا وه؛ نو د بدر د غنيموتونو د وېش پر سر د ځينو ناخوښي هم دغسې وه ) . (۵)
يُجَادِلُونَكَ فِي الْحَقِّ بَعْدَ مَا تَبَيَّنَ كَأَنَّمَا يُسَاقُونَ إِلَى الْمَوْتِ وَهُمْ يَنظُرُونَ ﴿۶﴾ دوى د حق [او د جهاد د اړتیا] تر څرګندېدو روسته بيا یې په اړه له تا سره شخړه كوله؛ (او دومره وېره او ډار پرې ناست و) ته وا د سترګو ليدلي مرګ خوا ته بېیول كېږي. (۶)
وَإِذْ يَعِدُكُمُ اللّهُ إِحْدَى الطَّائِفَتِيْنِ أَنَّهَا لَكُمْ وَتَوَدُّونَ أَنَّ غَيْرَ ذَاتِ الشَّوْكَةِ تَكُونُ لَكُمْ وَيُرِيدُ اللّهُ أَن يُحِقَّ الحَقَّ بِكَلِمَاتِهِ وَيَقْطَعَ دَابِرَ الْكَافِرِينَ ﴿۷﴾ او (درياد كړئ) چې كله الله له تاسې سره ژمنه كړې وه، چې له دوو ډلو [= د قريشو سوداګريز كاروان يا يې وسلوال پوځ] به يوه ستاسې پر برخه شي او تاسې غوښتل، (بې وسلې) كاروان په لاس درشي (او پرې لاسبري شئ)؛ خو الله غواړي، حق په خپلو كلمو زباد او غښتلى كړي او د كافرانو سټه وباسي (؛ نو ځكه يې ستاسې د غوښتنو پرخلاف د قريشو له لښكر سره ونښلولئ او هغه ستره بريا مو پر برخه شوه)؛ (۷)
لِيُحِقَّ الْحَقَّ وَيُبْطِلَ الْبَاطِلَ وَلَوْ كَرِهَ الْمُجْرِمُونَ ﴿۸﴾ چې (الله) حق تثبيت كړي او باطل له منځه ولاړ شي او كه څه مجرمان ترې کرکه هم کوي. (۸)
إِذْ تَسْتَغِيثُونَ رَبَّكُمْ فَاسْتَجَابَ لَكُمْ أَنِّي مُمِدُّكُم بِأَلْفٍ مِّنَ الْمَلآئِكَةِ مُرْدِفِينَ ﴿۹﴾ (درياد كړئ) چې کله تاسې (د بدر په ډګر كې د سخت خپګان له لامله) له خپل پالونکي ‏مرسته وغوښته او ستاسې غوښتنه یې ومنله (او ويې ويل) : (( مرستې ته مو پرلپسې زر پرښتې درلېږم! )) (۹)
وَمَا جَعَلَهُ اللّهُ إِلاَّ بُشْرَى وَلِتَطْمَئِنَّ بِهِ قُلُوبُكُمْ وَمَا النَّصْرُ إِلاَّ مِنْ عِندِ اللّهِ إِنَّ اللّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ﴿۱۰﴾ او الله دا (ژمنه) يوازې ستاسې د زېري لپاره وكړه، چې زړونه مو پرې ډاډه شي، كه نه بريا خو يوازې د الله له لوري ده (؛ ځکه) چې الله ناماتى حکيم دى. (۱۰)
إِذْ يُغَشِّيكُمُ النُّعَاسَ أَمَنَةً مِّنْهُ وَيُنَزِّلُ عَلَيْكُم مِّن السَّمَاء مَاء لِّيُطَهِّرَكُم بِهِ وَيُذْهِبَ عَنكُمْ رِجْزَ الشَّيْطَانِ وَلِيَرْبِطَ عَلَى قُلُوبِكُمْ وَيُثَبِّتَ بِهِ الأَقْدَامَ ﴿۱۱﴾ (درياد كړئ) چې الله پر تاسې د ډاډېينې لپاره پركالي راوړه او له اسمانه يې پر تاسې او به راوورولې،چې تاسې پرې پاك كړي او د شيطان چټلي درنه لرې كړي او زړونه مو پياوړي او په دې مو قدمونه ټينګ كړي. (۱۱)
إِذْ يُوحِي رَبُّكَ إِلَى الْمَلآئِكَةِ أَنِّي مَعَكُمْ فَثَبِّتُواْ الَّذِينَ آمَنُواْ سَأُلْقِي فِي قُلُوبِ الَّذِينَ كَفَرُواْ الرَّعْبَ فَاضْرِبُواْ فَوْقَ الأَعْنَاقِ وَاضْرِبُواْ مِنْهُمْ كُلَّ بَنَانٍ ﴿۱۲﴾ (درياد كړه) چې کله ستا پالونكي پرښتو ته وحې وكړه: (( زه درسره يم ؛ نو د مؤمنانو قدمونه ټينګ كړئ، ژر به د كافرانو په زړونو كې وېره واچوم ؛ نو ورمېږونه او د گوتو ټول بندونه يې ووهئ (چې وسله و نه نیوای شي) )). (۱۲)
ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ شَآقُّواْ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَمَن يُشَاقِقِ اللّهَ وَرَسُولَهُ فَإِنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ ﴿۱۳﴾ دا (سزا) ځکه ده، چې دوى له الله او استازي سره یې مخالفت وكړ او څوك چې له الله او استازي سره يې مخالفت وكړي (؛ نو سخته سزا ويني او) الله سخت عذابى دى. (۱۳)
ذَلِكُمْ فَذُوقُوهُ وَأَنَّ لِلْكَافِرِينَ عَذَابَ النَّارِ ﴿۱۴﴾ دا ستاسې (دنیوي عذاب دی)؛ نو و يې څكئ او په حقيقت کې كافرانو ته (په بله دنيا كې) د اور عذاب (هم) شته.(۱۴)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا لَقِيتُمُ الَّذِينَ كَفَرُواْ زَحْفًا فَلاَ تُوَلُّوهُمُ الأَدْبَارَ ﴿۱۵﴾ مؤمنانو! چې کله تاسې (د جګړې په ډګر كې) د كافرانو له کوم لښكر سره مخامخ شوئ؛ نو شا مه وراړوئ (او مه تښتئ). (۱۵)
وَمَن يُوَلِّهِمْ يَوْمَئِذٍ دُبُرَهُ إِلاَّ مُتَحَرِّفًا لِّقِتَالٍ أَوْ مُتَحَيِّزًا إِلَى فِئَةٍ فَقَدْ بَاء بِغَضَبٍ مِّنَ اللّهِ وَمَأْوَاهُ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ ﴿۱۶﴾ او څوك چې پر دې ورځ شا ور واړوي-؛ خو داچې د نوي بريد او يا له نورو (مجاهدينو) سره د يو ځاى كېدو په موخه ډګر پرېږدي-؛ نو هرومرو به د الله پر غضب اخته شي او هستوګنځى يې دوزخ دى،چې ډېر ناوړه ځاى دى! (۱۶)
فَلَمْ تَقْتُلُوهُمْ وَلَكِنَّ اللّهَ قَتَلَهُمْ وَمَا رَمَيْتَ إِذْ رَمَيْتَ وَلَكِنَّ اللّهَ رَمَى وَلِيُبْلِيَ الْمُؤْمِنِينَ مِنْهُ بَلاء حَسَنًا إِنَّ اللّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿۱۷﴾ نو تاسې (په خپل ځواک) دوى (کفار) نه دي وژلي؛ بلكې الله (په غیبي مرستو) وژلي او چې تا ایشتل ( اى پېغمبره! چې خاورې او شګې دې پرمخ ورشيندلې) نو تا نه دي ایشتلي؛ بلكې الله ایشتل ( چې کافران وډار کړي)؛ ځکه الله غوښتل، مؤمنان له دې لارې ښه وازمېيي، په رښتيا الله ډېر پوه اورېدونكى دى. (۱۷)
ذَلِكُمْ وَأَنَّ اللّهَ مُوهِنُ كَيْدِ الْكَافِرِينَ ﴿۱۸﴾ (د مؤمنانو او كافرانو برخليك) هماغه و (چې و مو ليد!) او (پو شئ) چې الله د كافرانو د چلونو کمزوروونکی دى. (۱۸)
إِن تَسْتَفْتِحُواْ فَقَدْ جَاءكُمُ الْفَتْحُ وَإِن تَنتَهُواْ فَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ وَإِن تَعُودُواْ نَعُدْ وَلَن تُغْنِيَ عَنكُمْ فِئَتُكُمْ شَيْئًا وَلَوْ كَثُرَتْ وَأَنَّ اللّهَ مَعَ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۱۹﴾ كه تاسې سوبه او بريا غواړئ؛ نو مخې ته مو (د اسلام سوبه) درغله (او د اسلام حقانیت څرګند شو) او كه (له مخالفته) ډډه وكړئ؛ نو درته غوره ده او كه (کفر، عناد او جګړې ته) وګرځئ؛ نو موږ هم (د مسلمانانو مرستې ته) ورګرځو او كه ستاسې ډله څومره زياته هم وي؛ نو په کار به مو نشي؛ ځکه الله له مؤمنانو سره دى. (۱۹)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَلاَ تَوَلَّوْا عَنْهُ وَأَنتُمْ تَسْمَعُونَ ﴿۲۰﴾ مؤمنانو! د الله او استازي یې اطاعت وكړئ؛ خو په داسې حال کې مخ ترې مه اړوئ، چې (پند او خبرې يې) اورئ. (۲۰)
وَلاَ تَكُونُواْ كَالَّذِينَ قَالُوا سَمِعْنَا وَهُمْ لاَ يَسْمَعُونَ ﴿۲۱﴾ او د هغوى په څېر مه كېږئ،چې ويل يې: ((وامو ورېدل))؛ خو (په حقيقت كې) نه یې اورېدل.(۲۱)
إِنَّ شَرَّ الدَّوَابِّ عِندَ اللّهِ الصُّمُّ الْبُكْمُ الَّذِينَ لاَ يَعْقِلُونَ ﴿۲۲﴾ په رښتیا د الله په نزد ناوړه خوځنده ( هغوی دي، چې د حق اورېدو په اړه) كاڼه (او د حق ویلو په اړه) ګونګيان دي، چې له عقله پلي دي. (۲۲)
وَلَوْ عَلِمَ اللّهُ فِيهِمْ خَيْرًا لَّأسْمَعَهُمْ وَلَوْ أَسْمَعَهُمْ لَتَوَلَّواْ وَّهُم مُّعْرِضُونَ ﴿۲۳﴾ او كه الله په دوی كې يو څه ښه توب موندلاى؛ نو(حق خبره يې) د دوی غوږونو ته وررسوله؛ خو (په دې اوسني حالت كې چې دي) كه حق هم د دوی غوږونو ته ورسوي (؛ نو) په بې پروایۍ مخ ترې اړوي. (په زړه کې یې یقین پیدا کاوه؛ خو په خوله یې منښته نه کوله) . (۲۳)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ ﴿۲۴﴾ مؤمنانو! د الله او استازي بلنه ومنئ، چې كله مو د ژوندبښاند څيز لوري ته رابولي او پوه شئ، چې الله د انسان او د ده د زړه ترمنځ [د باطلو د نفوذ] خنډ، حایل او پرده كېږي او دا چې (په قيامت كې) به يوازې همده ته ورغونډ کړای شئ. (۲۴)
وَاتَّقُواْ فِتْنَةً لاَّ تُصِيبَنَّ الَّذِينَ ظَلَمُواْ مِنكُمْ خَآصَّةً وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ ﴿۲۵﴾ او له هغې فتنې ځان وژغورئ،چې (ناوړې پايلې به يې) يوازې ستاسې ظالمان را و نه نغاړي؛ (بلكې ټول به پكې راښکېل شي؛ ځكه چوپ ناست وو) او پوه شئ،چې الله سخت عذابى دى. (۲۵)
وَاذْكُرُواْ إِذْ أَنتُمْ قَلِيلٌ مُّسْتَضْعَفُونَ فِي الأَرْضِ تَخَافُونَ أَن يَتَخَطَّفَكُمُ النَّاسُ فَآوَاكُمْ وَأَيَّدَكُم بِنَصْرِهِ وَرَزَقَكُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿۲۶﴾ او درياد كړئ، چې کله تاسې پر ځمكه (مکه) لږ او كمزوري وئ (او) وېرېدئ، چې خلك (کافران) به مو (له خپلو کورونو او سيمو) کډوال کړي؛ خو الله (ستاسې د يارانو ترڅنگ) ځاى دركړ او په خپله مرسته يې غښتلي او له پاكو روزيو يې برخمن کړئ، ښايي شكر يې وباسئ. (۲۶)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَخُونُواْ اللّهَ وَالرَّسُولَ وَتَخُونُواْ أَمَانَاتِكُمْ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿۲۷﴾ مؤمنانو! له الله او پېغمبر سره يې خيانت مه كوئ او (همداراز) په خپلو امانتونو كې هم خيانت مه كوئ،سره له دې چې پوهېږئ (دا كار ستره ګناه ده). (۲۷)
وَاعْلَمُواْ أَنَّمَا أَمْوَالُكُمْ وَأَوْلاَدُكُمْ فِتْنَةٌ وَأَنَّ اللّهَ عِندَهُ أَجْرٌ عَظِيمٌ ﴿۲۸﴾ او پوه شئ، ستاسې مالونه او اولادونه ازمېښتوزلې دي او بېشکه (هغوى چې له دې ازمېښته بريالي راووتل؛ نو) له الله سره ستره بدله ده. (۲۸)
يِا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إَن تَتَّقُواْ اللّهَ يَجْعَل لَّكُمْ فُرْقَانًا وَيُكَفِّرْ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ وَاللّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ ﴿۲۹﴾ مؤمنانو! كه د الله (د حکم له مخالفته) ووېرېږئ؛ نو د حق و باطل د بېلوالي وزله به در پر برخه كړي (ځانګړې پوهه،چې په رڼا كې به يې حق له باطله وپېژنئ) او ګناهونه به مو ورژوي او تاسې بښي او الله د سترې لورنې خاوند دى. (۲۹)
وَإِذْ يَمْكُرُ بِكَ الَّذِينَ كَفَرُواْ لِيُثْبِتُوكَ أَوْ يَقْتُلُوكَ أَوْ يُخْرِجُوكَ وَيَمْكُرُونَ وَيَمْكُرُ اللّهُ وَاللّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ ﴿۳۰﴾ او (درياد كړه) چې کله كافرانو ستا په باب دسيسې جوړولې،چې بندي دې كړي، يا دې ووژني او يا دې (له مكې) وشړي،لارې چارې یې سنجولې (او نقشې يې جوړولې) او الله هم (خپل) تدبير كاوه او الله ډېر غوره تدبېروونكى دى.(۳۰)
وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا قَالُواْ قَدْ سَمِعْنَا لَوْ نَشَاء لَقُلْنَا مِثْلَ هَذَا إِنْ هَذَا إِلاَّ أَسَاطِيرُ الأوَّلِينَ ﴿۳۱﴾ او چې كله دوی ته زموږ آيتونه ولوستل شي، وايي: (( موږ ښه واورېدل (څه مهم نه دي) كه وغواړو په څېر يې ويلاى شو؛ دا خو د پخوانيو نکلونه دي!)) (خو دروغ وايي او په څېر يې بيخي راوړاى نشي.) (۳۱)
وَإِذْ قَالُواْ اللَّهُمَّ إِن كَانَ هَذَا هُوَ الْحَقَّ مِنْ عِندِكَ فَأَمْطِرْ عَلَيْنَا حِجَارَةً مِّنَ السَّمَاءِ أَوِ ائْتِنَا بِعَذَابٍ أَلِيمٍ ﴿۳۲﴾ او (درياد كړه) چې كله يې وويل: ((الهي! كه دا (قرآن) په رښتيا ستا له لوري حق وي؛ نو پر موږ له اسمانه کاڼي را و وروه ! او يا كوم دردناك عذاب (راباندې) راوله! )). (۳۲)
وَمَا كَانَ اللّهُ لِيُعَذِّبَهُمْ وَأَنتَ فِيهِمْ وَمَا كَانَ اللّهُ مُعَذِّبَهُمْ وَهُمْ يَسْتَغْفِرُونَ ﴿۳۳﴾ او (پېغمبره !) چې ته د دوی په منځ كې يې (؛ نو) الله دوی نه په عذابوي او (همداراز) چې بښنه غواړي؛ الله به يې عذابوونکى نه وي. (۳۳)
وَمَا لَهُمْ أَلاَّ يُعَذِّبَهُمُ اللّهُ وَهُمْ يَصُدُّونَ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَمَا كَانُواْ أَوْلِيَاءهُ إِنْ أَوْلِيَآؤُهُ إِلاَّ الْمُتَّقُونَ وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لاَ يَعْلَمُونَ ﴿۳۴﴾ او ولې به الله دوی (په اخرت كې) نه عذابوي، چې (پر مؤحدينو) د مسجدالحرام لار تړي او دوی یې واكوال هم نه دي؟ واكوال خو یې يوازې متقیان دي؛خو ډېر يې نه پوهېږي. (۳۴)
وَمَا كَانَ صَلاَتُهُمْ عِندَ الْبَيْتِ إِلاَّ مُكَاء وَتَصْدِيَةً فَذُوقُواْ الْعَذَابَ بِمَا كُنتُمْ تَكْفُرُونَ ﴿۳۵﴾ او (هغوى چې مدعيان دي، چې موږ هم لمونځونه کوو؛ نو) د دوی لمونځ د (الله) د كور ترڅنګ شپېلکي او چكچكې دي؛ نو د خپل كفر له لامله (الهي) عذاب وڅكئ!
(۳۵)
إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّواْ عَن سَبِيلِ اللّهِ فَسَيُنفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ وَالَّذِينَ كَفَرُواْ إِلَى جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ ﴿۳۶﴾ په رښتيا كافران خپلې شتمنۍ د الله له لارې (د خلكو) د مخنیوي لپاره لګوي؛ (هو) دوی (دا شتمنۍ چې په هلو ځلو یې لاس ته راوړې، په دې لار كې) لګوي (؛خو) بیا به پرې پښېمانه شي، بيا به ماتې وکړي ‏ او کافران به (په بله دنيا كې) د دوزخ لوري ته راغونډېږي.(۳۶)
لِيَمِيزَ اللّهُ الْخَبِيثَ مِنَ الطَّيِّبِ وَيَجْعَلَ الْخَبِيثَ بَعْضَهُ عَلَىَ بَعْضٍ فَيَرْكُمَهُ جَمِيعًا فَيَجْعَلَهُ فِي جَهَنَّمَ أُوْلَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ ﴿۳۷﴾ (دا افسوس، ماتې او عذاب) ددې لپاره دی، چې الله (په دې دنیا او هغې دنیا کې) ناپاك له پاكو بېل كړي او ناپاكي لاندې باندې يوځاى سترۍ او ډېرۍ كړي، بيا يې په دوزخ كې واچوي، (هو) دوی ګرسره زیانکاران دي! (۳۷)
قُل لِلَّذِينَ كَفَرُواْ إِن يَنتَهُواْ يُغَفَرْ لَهُم مَّا قَدْ سَلَفَ وَإِنْ يَعُودُواْ فَقَدْ مَضَتْ سُنَّةُ الأَوَّلِينِ ﴿۳۸﴾ كافرانو ته ووايه: ((كه راواوړئ (ايمان راوړئ؛ نو) تېر به ورته و بښل شي او كه دوی خپلو مخكېنيو كړنو ته ورمخه كړي؛ نو په يقين د مخکېنیو په باب (د الله دود او) سنت تېر شوى دى)) ( پر دوى به هم عملي شي او د هلاكت حكم به يې وشي ). (۳۸)
وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لاَ تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُ لِلّه فَإِنِ انتَهَوْاْ فَإِنَّ اللّهَ بِمَا يَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿۳۹﴾ او تر هغه له دوی ‏سره وجنګېږئ، چې کومه فتنه [= شرك او استبداد] پاتې نشي او پر ځمکه یومخې د الله دین واکمن شي؛ نو كه (د شرك او فساد له لارې واوښتل او له ناوړو كړنو) يې لاس واخست (الله یې مني)؛ نو په رښتینه کې، الله يې د کړنو ليدونکى دى. (۳۹)
وَإِن تَوَلَّوْاْ فَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ مَوْلاَكُمْ نِعْمَ الْمَوْلَى وَنِعْمَ النَّصِيرُ ﴿۴۰﴾ او كه دوی مخ واړوي؛ نو پوه شئ (زيان در رسولاى نشي) چې الله ستاسې ‏پالندوى دى، چې ښه پالندوى او ښه مرستندوى دى! (۴۰)
وَاعْلَمُواْ أَنَّمَا غَنِمْتُم مِّن شَيْءٍ فَأَنَّ لِلّهِ خُمُسَهُ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ إِن كُنتُمْ آمَنتُمْ بِاللّهِ وَمَا أَنزَلْنَا عَلَى عَبْدِنَا يَوْمَ الْفُرْقَانِ يَوْمَ الْتَقَى الْجَمْعَانِ وَاللّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۴۱﴾ او كه تاسې پر الله او پر هغه څه ايمان راوړى وي،چې له حقه د باطل د بېلوالي پر ورځ (؛ يعنې) د دواړو لښكرو د مخامخېدو پر ورځ [= د بدر د غزا ورځ ] موږ پر خپل بنده نازل كړي ول، پوه شئ، چې څه غنیمت ونیسئ؛ نو پينځمه يې د الله ، پېغمبر او (د ده) د خپلوانو، پلار مړيو، مسكينانو او مسافرو لپاره ده (؛ نو دا برخه په خوښۍ وركړئ) او الله پر هر څه قادر (وسمن) دى. (۴۱)
إِذْ أَنتُم بِالْعُدْوَةِ الدُّنْيَا وَهُم بِالْعُدْوَةِ الْقُصْوَى وَالرَّكْبُ أَسْفَلَ مِنكُمْ وَلَوْ تَوَاعَدتَّمْ لاَخْتَلَفْتُمْ فِي الْمِيعَادِ وَلَكِن لِّيَقْضِيَ اللّهُ أَمْرًا كَانَ مَفْعُولًا لِّيَهْلِكَ مَنْ هَلَكَ عَن بَيِّنَةٍ وَيَحْيَى مَنْ حَيَّ عَن بَيِّنَةٍ وَإِنَّ اللّهَ لَسَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿۴۲﴾ (در یاد کړئ) هغه وخت، چې تاسې ټيټ (او مدينې ته نژدې) پراته وئ او هغوى درباندې جګ وو (دښمن په ښه موقعيت كې و) او (د قريشو) كاروان تر تاسې كوز و( او حالت دومره ناوړه و،چې كه) يو له بل سره مو د مقابلې وخت ټاكلى واى (چې د جګړې ډګر ته حاضر شئ)؛ نو تاسې به هرومرو په دې وخت كې څنګ كړى واى؛ خو (دا ټول) ځكه وشول،چې الله هغه كار ترسره کړي، چې کېدونکى و،چې هغوى چې هلاك (او بېلارې) كېږي،په ښكاره دليل هلاك شي او هغوى چې ژوندي كېږي (او سمه لار مومي)، له څرګند دليل سره ژوندي پاتې شي او [پوه شئ چې ] الله ښه پوه اورېدونكى دى. (۴۲)
إِذْ يُرِيكَهُمُ اللّهُ فِي مَنَامِكَ قَلِيلًا وَلَوْ أَرَاكَهُمْ كَثِيرًا لَّفَشِلْتُمْ وَلَتَنَازَعْتُمْ فِي الأَمْرِ وَلَكِنَّ اللّهَ سَلَّمَ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ ﴿۴۳﴾ (اى پېغمبره ياد كړه) چې کله الله تا ته ستا په خوب کې د دښمنانو شمېر لږ دروښود او كه زيات يې درښودلى واى؛ نو هرومرو بې زړه کېدئ او(د جګړې په باب مو) هرومرو شخړه كوله؛ خو الله (يې له شره) خوندي کړئ؛ (ځكه) چې هغه د زړونو له خوالو ښه خبر دى. (۴۳)
وَإِذْ يُرِيكُمُوهُمْ إِذِ الْتَقَيْتُمْ فِي أَعْيُنِكُمْ قَلِيلًا وَيُقَلِّلُكُمْ فِي أَعْيُنِهِمْ لِيَقْضِيَ اللّهُ أَمْرًا كَانَ مَفْعُولًا وَإِلَى اللّهِ تُرْجَعُ الأمُورُ ﴿۴۴﴾ او چې كله تاسې (د جګړى په ډ ګر كې) يو له بل سره مخامخ شوئ، الله دوى ستاسې په سترګو كې لږ ښوول او تاسې يې (هم) د دوى په سترګو كې لږ ښوولئ، چې الله هغه كار ترسره کړي، چې كېدونكى و، (تاسې و نه ډارشئ او په جګړې لاس پورې كړئ، دوى هم و نه ډارېږي او جګړې ته چمتو شي او په پاى كې ماتې وخوري!) او ټولې چارې الله ته ورګرځي . (۴۴)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا لَقِيتُمْ فِئَةً فَاثْبُتُواْ وَاذْكُرُواْ اللّهَ كَثِيرًا لَّعَلَّكُمْ تُفْلَحُونَ ﴿۴۵﴾ مؤمنانو! چې كله (د جګړې په ډګر كې) له كومې ډلې سره مخامخ کېږ‏ئ؛ نو ټينګ او پایښتي وسئ او الله ډېر يادوئ، چې مراد ته ورسئ.  (۴۵)
وَأَطِيعُواْ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَلاَ تَنَازَعُواْ فَتَفْشَلُواْ وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُواْ إِنَّ اللّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ ﴿۴۶﴾ او د الله (د حکم) او د استازي یې اطاعت وكړئ، په خپلو كې شخړې مه کوئ، چې بې زړه او کمزوري شئ او ځواك (او برم) مو له منځه ولاړ شي! له زغمه كار واخلئ؛ (ځکه) چې الله له زغمناکو سره دى. (۴۶)
وَلاَ تَكُونُواْ كَالَّذِينَ خَرَجُواْ مِن دِيَارِهِم بَطَرًا وَرِئَاء النَّاسِ وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللّهِ وَاللّهُ بِمَا يَعْمَلُونَ مُحِيطٌ ﴿۴۷﴾ او تاسې د هغوى په څېر مه كېږئ، چې له خپلو كورونو په ویاړ، کبر او خلكو ته د ځان ښودانې لپاره ( د بدر د جګړې پر لور) راووتل او (خلك يې) د الله له لارې اړول (او په پاى كې يې ماتې وخوړه) او څه چې دوى كوي،(د) الله (پوهه او ځواک) پرې راچاپېر دى. (۴۷)
وَإِذْ زَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ وَقَالَ لاَ غَالِبَ لَكُمُ الْيَوْمَ مِنَ النَّاسِ وَإِنِّي جَارٌ لَّكُمْ فَلَمَّا تَرَاءتِ الْفِئَتَانِ نَكَصَ عَلَى عَقِبَيْهِ وَقَالَ إِنِّي بَرِيءٌ مِّنكُمْ إِنِّي أَرَى مَا لاَ تَرَوْنَ إِنِّيَ أَخَافُ اللّهَ وَاللّهُ شَدِيدُ الْعِقَابِ ﴿۴۸﴾ او (درياد كړه) چې کله شيطان د دوى [= مشركانو] كړه وړه، ښكلي ور وبرېښول او و يې ويل: (( نن څوك درلاسبرېدای نشي او زه مو مل يم ))؛ خو چې كله دواړې ډلې (كافران او د پرښتو په ملاتړ مؤمنان) سره مخامخ شوې (؛ نو شيطان) پر څټ ولاړ او و يې ويل: (( زه درنه کرکجن يم او په رښتيا، هغه څه وينم، چې تاسې يې نه وينئ، په رښتینه کې زه له الله وېرېږم او الله سخت عذابى دى !)) (۴۸)
إِذْ يَقُولُ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ غَرَّ هَؤُلاء دِينُهُمْ وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ فَإِنَّ اللّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ﴿۴۹﴾ چې کله منافقينو او هغوى چې په زړونو كې يې رنځ دی، وويل: ((دوى (مؤمنان) خپل دين غولولي دي)) (؛ خو نه پوهېدل) كه څوك پر الله بروسه وكړي (؛ نو بريالي كېږي؛ ځکه) الله خو بريمن حكيم دى. (۴۹)
وَلَوْ تَرَى إِذْ يَتَوَفَّى الَّذِينَ كَفَرُواْ الْمَلآئِكَةُ يَضْرِبُونَ وُجُوهَهُمْ وَأَدْبَارَهُمْ وَذُوقُواْ عَذَابَ الْحَرِيقِ ﴿۵۰﴾ او (پېغمبره!) كه ته ووينې، چې کله (د مرګ) پرښتې، د كافرانو ساه ګانې اخلي او پر مخونو او څټونو یې وهي او (وايي:) ((سوځنده عذاب وڅكئ (پر حال به يې خواشینی شې). (۵۰)
ذَلِكَ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيكُمْ وَأَنَّ اللّهَ لَيْسَ بِظَلاَّمٍ لِّلْعَبِيدِ ﴿۵۱﴾ دا (عذاب) ستاسې د پخوانيو لاس ته راوړنو پایله ده او (که نه) شک نشته چې الله پر (خپلو) بندګانو ظلم نه کوي)). (۵۱)
كَدَأْبِ آلِ فِرْعَوْنَ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ كَفَرُواْ بِآيَاتِ اللّهِ فَأَخَذَهُمُ اللّهُ بِذُنُوبِهِمْ إِنَّ اللّهَ قَوِيٌّ شَدِيدُ الْعِقَابِ ﴿۵۲﴾ (د مشركانو چلن) د فرعونيانو او له دوی د مخكېنيو خلكو په څېر دى،چې د الله له آيتونو يې انكار وكړ؛ نو الله په خپلو ګناهونو راونيول؛ هو ! الله ځواكمن سخت عذابى دى! (۵۲)
ذَلِكَ بِأَنَّ اللّهَ لَمْ يَكُ مُغَيِّرًا نِّعْمَةً أَنْعَمَهَا عَلَى قَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنفُسِهِمْ وَأَنَّ اللّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿۵۳﴾ دا (سزا) ځکه ده، چې الله يو نعمت كوم قوم ته ورپېرزو كړى وي؛ نو تر هغه يې نه بدلوي، چې دوی (په سرغړونه) خپله کړنلار اړولې نه وي او داچې الله پوه اورېدونكى دى. (۵۳)
كَدَأْبِ آلِ فِرْعَوْنَ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ كَذَّبُواْ بآيَاتِ رَبِّهِمْ فَأَهْلَكْنَاهُم بِذُنُوبِهِمْ وَأَغْرَقْنَا آلَ فِرْعَونَ وَكُلٌّ كَانُواْ ظَالِمِينَ ﴿۵۴﴾ دا چلن (كټ مټ) د فرعونيانو او له دوى د مخكېنيو قومونو حال ته ورته و، د خپل پالونكي آيتونه یې دروغ وګڼل؛نو موږ د همدې ګناهونو له لامله  هلاك كړل او فرعونيان مو ډوب كړل او ټول ظالمان وو.  (۵۴)
إِنَّ شَرَّ الدَّوَابِّ عِندَ اللّهِ الَّذِينَ كَفَرُواْ فَهُمْ لاَ يُؤْمِنُونَ ﴿۵۵﴾ په يقين د الله له نظره بدترين خوځنده هغوى دي،چې كافران شوي او ايمان نه راوړي؛ (۵۵)
الَّذِينَ عَاهَدتَّ مِنْهُمْ ثُمَّ يَنقُضُونَ عَهْدَهُمْ فِي كُلِّ مَرَّةٍ وَهُمْ لاَ يَتَّقُونَ ﴿۵۶﴾ هماغوى چې له دوی سره تا ژمنه وكړه؛ خو هر ځل خپله ژمنه ماتوي او( د ژمنماتۍ او خيانت) څه پروا نه لري. (۵۶)
فَإِمَّا تَثْقَفَنَّهُمْ فِي الْحَرْبِ فَشَرِّدْ بِهِم مَّنْ خَلْفَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ ﴿۵۷﴾ نو دوی كه د جګړې (په ډګر) كې په لاس درشي؛نو داسې بريد پرې وكړه،چې ورپسې لارويان يې خواره واره شي (او خپل حواس بايلي) ښايي عبرت واخلي . (۵۷)
وَإِمَّا تَخَافَنَّ مِن قَوْمٍ خِيَانَةً فَانبِذْ إِلَيْهِمْ عَلَى سَوَاء إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبُّ الخَائِنِينَ ﴿۵۸﴾ او كه ته (د كومې نښې په راښكارېدو) د كومې ډلې له خيانته اندېښمن شوې (چې ژمنه يې ماته کړې او ناببره بريد كوي )؛ نو په غبرګون کې يې (په ډاګه) تړون ورمات کړه؛ ځكه الله خائنان نه خوښوي. (۵۸)
وَلاَ يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ سَبَقُواْ إِنَّهُمْ لاَ يُعْجِزُونَ ﴿۵۹﴾ او كافران دې ګومان نه کوي (چې په دې كړنو) مخکې شوي (او زموږ د سزا له ولکې وتلي دي)؛ ځكه دوی (موږ) نشي بېوسولاى ! (۵۹)
وَأَعِدُّواْ لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدْوَّ اللّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِن دُونِهِمْ لاَ تَعْلَمُونَهُمُ اللّهُ يَعْلَمُهُمْ وَمَا تُنفِقُواْ مِن شَيْءٍ فِي سَبِيلِ اللّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنتُمْ لاَ تُظْلَمُونَ ﴿۶۰﴾ او څه چې ستاسې له وسې پوره وي، د دوى [= دښمنانو] مقابلې ته يې چمتو كړئ او (همداراز د جګړې ډګر ته) تكړه اسونه (چمتو كړئ) چې د الله دښمن، خپل دښمن او هغه غلیمان پرې ووېروئ، چې نه يې پېژنئ؛ خو الله يې پېژني او د الله په لار (او د اسلام د دفاعي بنسټ په غښتلتيا) كې چې هر څه ولګوئ؛ نو بشپړ مكافات به يې دركړل شي او تېرى به درباندې ونشي. . (۶۰)
وَإِن جَنَحُواْ لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ﴿۶۱﴾ او كه (دښمنان) سولې (او روغى) ته لېوالتيا وښيي؛ نو ته هم سولې ته لېوالتيا وښيه او پر الله بروسه وكړه! (ځکه) چې هغه ډېر پوه اورېدونكى دى. (۶۱)
وَإِن يُرِيدُواْ أَن يَخْدَعُوكَ فَإِنَّ حَسْبَكَ اللّهُ هُوَ الَّذِيَ أَيَّدَكَ بِنَصْرِهِ وَبِالْمُؤْمِنِينَ ﴿۶۲﴾ او كه (دښمنان) وغواړي، تا دوکه کړي؛ نو په رښتيا الله درته بس دى،(الله) هماغه دى، چې په خپله مرسته او په مؤمنانو يې ستا ملاتړ وکړ؛ (۶۲)
وَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِهِمْ لَوْ أَنفَقْتَ مَا فِي الأَرْضِ جَمِيعًا مَّا أَلَّفَتْ بَيْنَ قُلُوبِهِمْ وَلَكِنَّ اللّهَ أَلَّفَ بَيْنَهُمْ إِنَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ﴿۶۳﴾ او د دوى په زړونو كې يې مينه واچوله، كه تا د ځمكې پر مخ ټول څيزونه لګولي واى،د دوى په زړونو کې دې مينه نشوه اچولاى؛خو الله یې ترمنځ مينه پيدا كړه؛(ځكه) چې هغه ناماتى حكيم دى . (۶۳)
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ حَسْبُكَ اللّهُ وَمَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۶۴﴾ نبي! الله او ستا مؤمن لارويان درته بس دى (؛يوازې پر همده ډډه لګوه او د نورو ملاتړ ته اړتیا نه لرې). (۶۴)
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ حَرِّضِ الْمُؤْمِنِينَ عَلَى الْقِتَالِ إِن يَكُن مِّنكُمْ عِشْرُونَ صَابِرُونَ يَغْلِبُواْ مِئَتَيْنِ وَإِن يَكُن مِّنكُم مِّئَةٌ يَغْلِبُواْ أَلْفًا مِّنَ الَّذِينَ كَفَرُواْ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لاَّ يَفْقَهُونَ ﴿۶۵﴾ نبي ! مؤمنان (له دښمن سره) جګړې ته وهڅوه،كه له تاسې شل تنه صابران وي؛ نو پر دوو سوو به لاسبري شي او كه سل تنه وي؛ نو پر زرو كافرانو به لاسبري شي؛ ځكه دوى (د ایمان پر اغېزو) نه پوهېږي. (۶۵)
الآنَ خَفَّفَ اللّهُ عَنكُمْ وَعَلِمَ أَنَّ فِيكُمْ ضَعْفًا فَإِن يَكُن مِّنكُم مِّئَةٌ صَابِرَةٌ يَغْلِبُواْ مِئَتَيْنِ وَإِن يَكُن مِّنكُمْ أَلْفٌ يَغْلِبُواْ أَلْفَيْنِ بِإِذْنِ اللّهِ وَاللّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ ﴿۶۶﴾ اوس الله ستاسې له اوږو پېټى سپك كړ او معلومه يې کړه، چې په تاسې كې بېوسي ده؛ نو ځكه كه له تاسې سل تنه صابران وي؛ نو پردوو سوو به بريالي شئ او كه يو زرتنه وي؛ نو پر دوو زرو به د الله په حكم لاسبري شئ او الله له زغمناکو سره دى. (۶۶)
مَا كَانَ لِنَبِيٍّ أَن يَكُونَ لَهُ أَسْرَى حَتَّى يُثْخِنَ فِي الأَرْضِ تُرِيدُونَ عَرَضَ الدُّنْيَا وَاللّهُ يُرِيدُ الآخِرَةَ وَاللّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ﴿۶۷﴾ له هېڅ پېغمبر سره دا نه ښايي، چې (له دښمنانو د سر د بيې اخستو لپاره) بنديان ونيسي، چې د دښمن په وينه ځمکه خړوب کړي (او د جګړې پر سيمه پوره لاسبرى شي) تاسې دنيوي ناپاېښته ګټه غواړئ (او ښه مو ايسي، چې ډېر بنديان ونيسئ او د فديې په اخستو يې ازاد کړئ) او الله (روستۍ موخه او د) اخرت (پاينې چارې درته) غواړي او الله ناماتى حكيم دى. (۶۷)
لَّوْلاَ كِتَابٌ مِّنَ اللّهِ سَبَقَ لَمَسَّكُمْ فِيمَا أَخَذْتُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿۶۸﴾ كه د الله مخكېنى قانون او حکم نه واى (چې بې خبرونې يو امت ته هم سزا نه وركوي؛) نو د بې وخته بنديانو نیولو په پار هرومرو ستر عذاب دررسېده. (۶۸)
فَكُلُواْ مِمَّا غَنِمْتُمْ حَلاَلًا طَيِّبًا وَاتَّقُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۶۹﴾ نو څه مو چې ولجه كړي،حلال پاك يې وخورئ او (ځانونه مو) د الله له (عذابه) وساتئ (؛ ځکه) چې الله لورین بښونكى دى. (۶۹)
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لِّمَن فِي أَيْدِيكُم مِّنَ الأَسْرَى إِن يَعْلَمِ اللّهُ فِي قُلُوبِكُمْ خَيْرًا يُؤْتِكُمْ خَيْرًا مِّمَّا أُخِذَ مِنكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ وَاللّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۷۰﴾ پېغمبره!  هغو بنديانو ته چې ستاسې په لاس كې دي، ووايه: (( كه الله ستاسې په زړونو كې څه خير معلوم کړي (او پاك نيتونه ولرئ؛ نو) څه چې درنه اخستل شوي، تر هغه به غوره دركړي او تاسې به وبښي او الله لورین بښونكى دى.)) (۷۰)
وَإِن يُرِيدُواْ خِيَانَتَكَ فَقَدْ خَانُواْ اللّهَ مِن قَبْلُ فَأَمْكَنَ مِنْهُمْ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۷۱﴾ او كه (بندیان) وغواړي تا سره خيانت وكړي (؛ نو دا څه نوې خبره نه ده)، تردې له مخه يې (هم) له الله سره خيانت كړى او الله پرې بريالي كړئ او الله ښه پوه حكيم دى.
(۷۱)
إِنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ وَهَاجَرُواْ وَجَاهَدُواْ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَالَّذِينَ آوَواْ وَّنَصَرُواْ أُوْلَئِكَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ وَالَّذِينَ آمَنُواْ وَلَمْ يُهَاجِرُواْ مَا لَكُم مِّن وَلاَيَتِهِم مِّن شَيْءٍ حَتَّى يُهَاجِرُواْ وَإِنِ اسْتَنصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ إِلاَّ عَلَى قَوْمٍ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُم مِّيثَاقٌ وَاللّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿۷۲﴾ په حقيقت کې هغوى چې ايمان راووړ او هجرت يې وكړ او د الله په لار كې يې په خپلو مالونو او ځانونو جهاد وكړ او كومو خلكو، چې (مهاجرينو) ته پناه وركړه او مرسته يې ورسره وكړه؛ دوى يو د بل دوستان دي او هغوى چې ايمان راوړى؛ خو هجرت يې نه دى كړى(؛نو) هېڅ ډول (ديني) اړیکه درسره ‏نه لري؛ خو دا چې هجرت وكړى او كه (يوازې) د دين (د كار) په باب مرسته درنه وغواړي؛ نو پر تاسې يې لاسنيوى لازم دى؛ خو د يوه داسې قوم پرخلاف نه چې له تاسې سره يې (د دښمنۍ پرېښوولو) تړون وي او څه چې كوئ، الله يې ښه لیدونی دی. (۷۲)
وَالَّذينَ كَفَرُواْ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ إِلاَّ تَفْعَلُوهُ تَكُن فِتْنَةٌ فِي الأَرْضِ وَفَسَادٌ كَبِيرٌ ﴿۷۳﴾ او هغوى چې كافران دي، يو د بل مرستندويان دي، كه تاسې دا (ویل شوې لارښوونې) پلي نه کړئ؛نو پر ځمكه به فتنه او ستر فساد رامنځته شي. (۷۳)
وَالَّذِينَ آمَنُواْ وَهَاجَرُواْ وَجَاهَدُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَالَّذِينَ آوَواْ وَّنَصَرُواْ أُولَئِكَ هُمُ الْمُؤْمِنُونَ حَقًّا لَّهُم مَّغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ ﴿۷۴﴾ او هغوى چې ايمان راووړ او هجرت يې وكړ او د الله په لار كې يې جهاد وكړ او كومو خلكو، چې دوی ته پناه وركړه او مرسته يې وكړه، همدا دوى رښتيني مؤمنان دي، چې ورته بښنه (او د الله رحمت) او غوره روزي ده. (۷۴)
وَالَّذِينَ آمَنُواْ مِن بَعْدُ وَهَاجَرُواْ وَجَاهَدُواْ مَعَكُمْ فَأُوْلَئِكَ مِنكُمْ وَأُوْلُواْ الأَرْحَامِ بَعْضُهُمْ أَوْلَى بِبَعْضٍ فِي كِتَابِ اللّهِ إِنَّ اللّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿۷۵﴾ او كومو خلكو چې روسته ايمان راووړ او هجرت يې وكړ او له تاسې سره یې یوځای جهاد وكړ؛ نو دوى هم له تاسې ځنې دي؛ خو د الله په كتاب كې (په پاتوړي کې) د وينې خپلوان (تر نورو) يو پر بل زيات حقوال دي، په رښتيا الله په هرڅه ښه پوه دى.
(۷۵)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!