تبلیغات

    بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه الَرَ تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ وَقُرْآنٍ مُّبِينٍ ﴿۱﴾ الف، لام، را،دا د (الهي) كتاب آيتونه او څرګند قرآن دى . (۱) رُّبَمَا يَوَدُّ الَّذِينَ كَفَرُواْ لَوْ كَانُواْ مُسْلِمِينَ ﴿۲﴾ لرې نه ده کافران به (چې د خپلو ناوړه كړنو پايلې وويني؛ نو) ډېر […]

 

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه
الَرَ تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ وَقُرْآنٍ مُّبِينٍ ﴿۱﴾ الف، لام، را،دا د (الهي) كتاب آيتونه او څرګند قرآن دى . (۱)
رُّبَمَا يَوَدُّ الَّذِينَ كَفَرُواْ لَوْ كَانُواْ مُسْلِمِينَ ﴿۲﴾ لرې نه ده کافران به (چې د خپلو ناوړه كړنو پايلې وويني؛ نو) ډېر ارمان كوي؛ كاش مسلمانان واى! (۲)
ذَرْهُمْ يَأْكُلُواْ وَيَتَمَتَّعُواْ وَيُلْهِهِمُ الأَمَلُ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ ﴿۳﴾ دوی (پر خپل حال) پرېږده، چې وخوري او ګټیالي شي او هيلو یې بوخت كړي وي؛ نو ژر به (د دې بې توپیریو پایله) ورمعلومه شي! (۳)
وَمَا أَهْلَكْنَا مِن قَرْيَةٍ إِلاَّ وَلَهَا كِتَابٌ مَّعْلُومٌ ﴿۴﴾ او موږ د هېڅ سيمي وسېدونكي تباه کړي نه دي؛ خو دا چې ‏ټاکلې او لیکلې نېټه یې درلوده. (۴)
مَّا تَسْبِقُ مِنْ أُمَّةٍ أَجَلَهَا وَمَا يَسْتَأْخِرُونَ ﴿۵﴾ هېڅ امت او ولس له خپلې ټاكلې نېټې وړاندې روسته كېداى نشي. (۵)
وَقَالُواْ يَا أَيُّهَا الَّذِي نُزِّلَ عَلَيْهِ الذِّكْرُ إِنَّكَ لَمَجْنُونٌ ﴿۶﴾ او و يې ويل: ((اى هغه چې (ادعا لرې) قرآن پرې نازل شوى، ته په رښتيا لېونى يې! (۶)
لَّوْ مَا تَأْتِينَا بِالْمَلائِكَةِ إِن كُنتَ مِنَ الصَّادِقِينَ ﴿۷﴾ كه له رښتينو يې؛ نو ولې موږ ته پرښتې نه راولې؟!)) (۷)
مَا نُنَزِّلُ الْمَلائِكَةَ إِلاَّ بِالحَقِّ وَمَا كَانُواْ إِذًا مُّنظَرِينَ ﴿۸﴾ (خو دوى بايد پوه شي،چې) موږ پرښتې یوازې له حق سره وركوزوو او [چې وركوزې شي؛ نو] مهلت نه وركول كېږي (او سملاسي پر الهي عذاب اخته کېږي)! (۸)
إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ ﴿۹﴾ بېشکه موږ په خپله قرآن نازل كړى او هرومرو يې پخپله پاسوالان يو. (۹)
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ فِي شِيَعِ الأَوَّلِينَ ﴿۱۰﴾ او په رښتيا تر تا مخكې مو په تېرو قومونو، ډلو او امتونو کې (هم پېغمبران) ورلېږلي ول؛ (۱۰)
وَمَا يَأْتِيهِم مِّن رَّسُولٍ إِلاَّ كَانُواْ بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ ﴿۱۱﴾ او چې دوی ته هر استازی ورغلی، ملنډې یې پرې وهلي. (۱۱)
كَذَلِكَ نَسْلُكُهُ فِي قُلُوبِ الْمُجْرِمِينَ ﴿۱۲﴾ دغسې (او له هرې شونې لارې د غاړې خلاصونې لپاره) دا (قرآن) د مجرمانو په زړونو كې ورننباسو، (۱۲)
لاَ يُؤْمِنُونَ بِهِ وَقَدْ خَلَتْ سُنَّةُ الأَوَّلِينَ ﴿۱۳﴾ (خو) نه یې مني او د پخوانيو قومونو دود همدا تېر شوى و. (۱۳)
وَلَوْ فَتَحْنَا عَلَيْهِم بَابًا مِّنَ السَّمَاءِ فَظَلُّواْ فِيهِ يَعْرُجُونَ ﴿۱۴﴾ او كه موږ د اسمان کوم ور ورپرانستى واى؛ نو پكې به ورختلای، (۱۴)
لَقَالُواْ إِنَّمَا سُكِّرَتْ أَبْصَارُنَا بَلْ نَحْنُ قَوْمٌ مَّسْحُورُونَ ﴿۱۵﴾ هرومرو يې ويل: ((په حقيقت كې زموږ سترګې تېر ايستل شوې؛ بلكې (سر تر پایه) كوډې راباندې شوې دي!)) (۱۵)
وَلَقَدْ جَعَلْنَا فِي السَّمَاء بُرُوجًا وَزَيَّنَّاهَا لِلنَّاظِرِينَ ﴿۱۶﴾ او په رښتيا موږ په اسمان كې ډېر پاخه برجونه جوړ كړي او دا مو نندارچيانو ته ښايسته كړي (چې عبرت واخلي)؛ (۱۶)
وَحَفِظْنَاهَا مِن كُلِّ شَيْطَانٍ رَّجِيمٍ ﴿۱۷﴾ او دا مو د هر رټل شوي شيطان له (لاسرسه) خوندي کړى دى؛ (۱۷)
إِلاَّ مَنِ اسْتَرَقَ السَّمْعَ فَأَتْبَعَهُ شِهَابٌ مُّبِينٌ ﴿۱۸﴾ خو هغه چې په غلا څه واوري؛ نو شهاب مبين (= ځلانده لمبه) ورپسې شي (او شړي يې).   (۱۸)
وَالأَرْضَ مَدَدْنَاهَا وَأَلْقَيْنَا فِيهَا رَوَاسِيَ وَأَنبَتْنَا فِيهَا مِن كُلِّ شَيْءٍ مَّوْزُونٍ ﴿۱۹﴾ او ځمكه مو غوړولې، چې پكې ټینګ او ثابت غرونه مو ورټومبلي او پكې مو (د انسان د اړتيا) هر څيز انډول، سنجول شوي او په ټاكلې کچه راټوكولى دى. (۱۹)
وَجَعَلْنَا لَكُمْ فِيهَا مَعَايِشَ وَمَن لَّسْتُمْ لَهُ بِرَازِقِينَ ﴿۲۰﴾ او موږ په هغې كې تاسې او هم هغه ته چې تاسې یې روزي رسان نه یاست، د ژوند ډول ډول وزلي برابرې كړې دي. (۲۰)
وَإِن مِّن شَيْءٍ إِلاَّ عِندَنَا خَزَائِنُهُ وَمَا نُنَزِّلُهُ إِلاَّ بِقَدَرٍ مَّعْلُومٍ ﴿۲۱﴾ او د هر څه سرچينې يوازې له موږ سره دي؛ او په ټاکلي اندازې یې کېباسو.   (۲۱)
وَأَرْسَلْنَا الرِّيَاحَ لَوَاقِحَ فَأَنزَلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَسْقَيْنَاكُمُوهُ وَمَا أَنتُمْ لَهُ بِخَازِنِينَ ﴿۲۲﴾ او موږ (د ورېځو او بوټو) د بلاربېدو لپاره بادونه درلېږلي دي او له اسمانه مو اوبه ورولي، چې پرې خړوب شئ؛ خو تاسې یې زېرموال نه یاست. (۲۲)
وَإنَّا لَنَحْنُ نُحْيِي وَنُمِيتُ وَنَحْنُ الْوَارِثُونَ ﴿۲۳﴾ او بېشكه همدا موږ يو، چې ژوندي کول كوو او مړه کول كوو او همدا موږ د (ټولې نړۍ) پاتوړي يو. (۲۳)
وَلَقَدْ عَلِمْنَا الْمُسْتَقْدِمِينَ مِنكُمْ وَلَقَدْ عَلِمْنَا الْمُسْتَأْخِرِينَ ﴿۲۴﴾ او په یقین موږ ستاسې ړومبني او روستني پېژنو. (۲۴)
وَإِنَّ رَبَّكَ هُوَ يَحْشُرُهُمْ إِنَّهُ حَكِيمٌ عَلِيمٌ ﴿۲۵﴾ او په باوري ډول ستا پالونكى دوی پخپله (د قيامت پر ورځ) راټولوي؛ [ځكه] چې هغه ډېر پوه حكيم دى. (۲۵)
وَلَقَدْ خَلَقْنَا الإِنسَانَ مِن صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَإٍ مَّسْنُونٍ ﴿۲۶﴾ او په يقين موږ انسان [/آدم] د بوینې تورې خټې له پاتې شونې وچ کودړي پيدا كړ. ۲۶)
وَالْجَآنَّ خَلَقْنَاهُ مِن قَبْلُ مِن نَّارِ السَّمُومِ ﴿۲۷﴾ او تر ده (انسان) مخكې مو پېرى له بې لوګي اوره پيدا كړى و. (۲۷)
وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلاَئِكَةِ إِنِّي خَالِقٌ بَشَرًا مِّن صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَإٍ مَّسْنُونٍ ﴿۲۸﴾ او (درياد كړه) چې كله ستا پالونكي پرښتوته وويل: ((زه د بوینې تورې خټې له پاتې شونې وچ کودړي د يوه بشر پیدا کوونکی یم؛ (۲۸)
فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي فَقَعُواْ لَهُ سَاجِدِينَ ﴿۲۹﴾ نو چې كله مې برابر کړ او له خپل (ښكلي او ستر) روح نه مې پكې ورپوکه؛ نو په سجده ورپرېوځئ.)) (۲۹)
فَسَجَدَ الْمَلآئِكَةُ كُلُّهُمْ أَجْمَعُونَ ﴿۳۰﴾ نو له څېرمې‏ ټولو پرښتو سجده وكړه؛ (۳۰)
إِلاَّ إِبْلِيسَ أَبَى أَن يَكُونَ مَعَ السَّاجِدِينَ ﴿۳۱﴾ خو ابليس له دې ډډه وکړه، چې له سجده کوونکیو سره شي. (۳۱)
قَالَ يَا إِبْلِيسُ مَا لَكَ أَلاَّ تَكُونَ مَعَ السَّاجِدِينَ ﴿۳۲﴾ (الله) وويل: ((ابليسه! وجه یې څه وه، چې له سجده كوونكيو سره نشې؟!)) (۳۲)
قَالَ لَمْ أَكُن لِّأَسْجُدَ لِبَشَرٍ خَلَقْتَهُ مِن صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَإٍ مَّسْنُونٍ ﴿۳۳﴾ ویې ويل: ((هېڅكله به داسې بشر ته سجده و نه کړم، چې تا د بویناكې تورې خټې د پاتې شونې وچ کودړي پيدا كړى.)) (۳۳)
قَالَ فَاخْرُجْ مِنْهَا فَإِنَّكَ رَجِيمٌ ﴿۳۴﴾ (الله) وويل: ((له دې [مقام = د پرښتو له لیکې یا جنته] ووځه، چې بېشکه (له درشله مې) رټل شوى يې؛ (۳۴)
وَإِنَّ عَلَيْكَ اللَّعْنَةَ إِلَى يَوْمِ الدِّينِ ﴿۳۵﴾ او البته د قيامت تر ورځې درباندې لعنت (او د حق له رحمته لرېوالى) دى!)).  (۳۵)
قَالَ رَبِّ فَأَنظِرْنِي إِلَى يَوْمِ يُبْعَثُونَ ﴿۳۶﴾ (ابليس) وويل: ((پالونكيه! [د ټولو] د راپاڅېدو تر ورځې مهلت راكړه (او ژوندى مې پرېږده).)) (۳۶)
قَالَ فَإِنَّكَ مِنَ الْمُنظَرِينَ ﴿۳۷﴾ (الله) وويل: ((په رښتینه کې له مهلت وركړ شويو ځنې يې. (۳۷)
إِلَى يَومِ الْوَقْتِ الْمَعْلُومِ ﴿۳۸﴾ (خو نه د قيامت تر ورځې؛ بلكې) د معلوم ‏ وخت تر ورځې.))  (۳۸)
قَالَ رَبِّ بِمَآ أَغْوَيْتَنِي لأُزَيِّنَنَّ لَهُمْ فِي الأَرْضِ وَلأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ ﴿۳۹﴾ (ابليس) وويل: ((پالونكيه! دا چې نهیلی ‏دې كړم؛ نو زه به دوی ته په ځمكه کې هر څه  ښكلي ورانځور کړم او ټول به بېلارې كړم؛ (۳۹)
إِلاَّ عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِينَ ﴿۴۰﴾ خو له دوی نه بې ستا له نږه شویو بندګانو.)) (۴۰)
قَالَ هَذَا صِرَاطٌ عَلَيَّ مُسْتَقِيمٌ ﴿۴۱﴾ (الله) وويل: ((دا (اخلاص او د مخلصینو ژغورنه) هغه سیده لار ده، چې ژمنه یې پر ما ده. (۴۱)
إِنَّ عِبَادِي لَيْسَ لَكَ عَلَيْهِمْ سُلْطَانٌ إِلاَّ مَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْغَاوِينَ ﴿۴۲﴾ [پوه شه] زما پر [نږه] بندګانو دې څه لاسبری نشته؛ خو پر هغو بېلاريو، چې درپسې درشي؛ (۴۲)
وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمَوْعِدُهُمْ أَجْمَعِينَ ﴿۴۳﴾ او بېشكه دوزخ د دوى ټولو ژمنځای ‏دی! (۴۳)
لَهَا سَبْعَةُ أَبْوَابٍ لِّكُلِّ بَابٍ مِّنْهُمْ جُزْءٌ مَّقْسُومٌ ﴿۴۴﴾ (چې) دهغه (دوزخ) اووه ورونه [= پوړۍ] دي او له دوی (بېلاريو) هر وره [= پوړۍ] ته برخه بېله شوې ده (چې دا بېلاري به پكې ورننوځي). )) (۴۴)
إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ ﴿۴۵﴾ (خو) متقیان په (جنتي) باغونو كې او د چينو ترڅنګ دي.  (۴۵)
ادْخُلُوهَا بِسَلاَمٍ آمِنِينَ ﴿۴۶﴾ (پرښتې ورته وايي:) دې باغونو ته په سلامتۍ ډاډمن ورننوځئ؛ (۴۶)
وَنَزَعْنَا مَا فِي صُدُورِهِم مِّنْ غِلٍّ إِخْوَانًا عَلَى سُرُرٍ مُّتَقَابِلِينَ ﴿۴۷﴾ او د دوی له سينو هر ډول كينې او دښمنۍ لرې كوو، چې د روڼو په څېر پر تختونو، يو بل ته مخامخ ناست وي؛ (۴۷)
لاَ يَمَسُّهُمْ فِيهَا نَصَبٌ وَمَا هُم مِّنْهَا بِمُخْرَجِينَ ﴿۴۸﴾ هلته دوی ته نه څه ستړيا او رنځ ور پر برخه کېږي او نه ترې ايستل کېدوني دي. (۴۸)
نَبِّئْ عِبَادِي أَنِّي أَنَا الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ﴿۴۹﴾ بندګان مې خبر كړه، چې بېشکه زه لورین بښونكى يم؛ (۴۹)
وَ أَنَّ عَذَابِي هُوَ الْعَذَابُ الأَلِيمَ ﴿۵۰﴾ او البته [په خپل ځاى کې] عذاب مې هم خورا دردناك عذاب دى. (۵۰)
وَنَبِّئْهُمْ عَن ضَيْفِ إِبْراَهِيمَ ﴿۵۱﴾ او دوی د ابراهيم له مېلمنو خبر كړه؛ (۵۱)
إِذْ دَخَلُواْ عَلَيْهِ فَقَالُواْ سَلامًا قَالَ إِنَّا مِنكُمْ وَجِلُونَ ﴿۵۲﴾ هغه مهال چې (پرښتې) هغه ته ورغلې او سلام يې وكړ (ابراهيم) وويل: ((موږ درنه وېرېږو!)) (۵۲)
قَالُواْ لاَ تَوْجَلْ إِنَّا نُبَشِّرُكَ بِغُلامٍ عَلِيمٍ ﴿۵۳﴾ ځواب یې وركړ: ((مه ډارېږه! موږ د يوه ډېر هوښيار هلك زېرى دركوو!)) (۵۳)
قَالَ أَبَشَّرْتُمُونِي عَلَى أَن مَّسَّنِيَ الْكِبَرُ فَبِمَ تُبَشِّرُونَ ﴿۵۴﴾ (ابراهيم) وويل: ((ايا په دې زړښت كې (دغسې) زېرى راكوئ؟! نو په كوم دليل يې راكوئ؟! (۵۴)
قَالُواْ بَشَّرْنَاكَ بِالْحَقِّ فَلاَ تَكُن مِّنَ الْقَانِطِينَ ﴿۵۵﴾ ځواب يې وركړ: ((موږ په رښتيا زېرى دركړ؛ نو له نهيلو مه وسه)). (۵۵)
قَالَ وَمَن يَقْنَطُ مِن رَّحْمَةِ رَبِّهِ إِلاَّ الضَّآلُّونَ ﴿۵۶﴾ (ابراهيم) وويل: ((بې له بېلاريو نور څوک دي، چې د خپل پالونكي له لورنې نهيلېږي؟!))  (۵۶)
قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ أَيُّهَا الْمُرْسَلُونَ ﴿۵۷﴾ (بيا يې) وويل: ((د الله استازيو! (بې له دې زېري نور) مو څه مطلب دی؟)) (۵۷)
قَالُواْ إِنَّا أُرْسِلْنَا إِلَى قَوْمٍ مُّجْرِمِينَ ﴿۵۸﴾ ویې ويل: ((يو ګناهګار قوم ته رالېږل شوي يو(چې هلاك يې كړو)؛ (۵۸)
إِلاَّ آلَ لُوطٍ إِنَّا لَمُنَجُّوهُمْ أَجْمَعِينَ ﴿۵۹﴾ خو بې د لوط له كورنۍ، چې هرومرو ټول يې ژغورو. (۵۹)
إِلاَّ امْرَأَتَهُ قَدَّرْنَا إِنَّهَا لَمِنَ الْغَابِرِينَ ﴿۶۰﴾ خو بې له مېرمنې یې، چې په اړه يې موږ پرېکړه كړې (چې په ښار كې به) له پاتېدونكيو (او هلاكېدونكيو) وي.))  (۶۰)
فَلَمَّا جَاء آلَ لُوطٍ الْمُرْسَلُونَ ﴿۶۱﴾ نو چې (د الله) استازي، د لوط کاله ته ورغلل. (۶۱)
قَالَ إِنَّكُمْ قَوْمٌ مُّنكَرُونَ ﴿۶۲﴾ (لوط) وويل : (( تاسې يو نا اشنا خلك ياست؟)) (۶۲)
قَالُواْ بَلْ جِئْنَاكَ بِمَا كَانُواْ فِيهِ يَمْتَرُونَ ﴿۶۳﴾ ویې ويل: (((نه)؛ بلکې موږ هماغه څه درته راوړي، چې دوى (= كافران) پكې شكمن وو (هو! موږ د عذاب پرښتې يو)؛ (۶۳)
وَأَتَيْنَاكَ بَالْحَقِّ وَإِنَّا لَصَادِقُونَ ﴿۶۴﴾ او واقعيت مو درته راوړى او بېشكه چې رښتيا وايو؛ (۶۴)
فَأَسْرِ بِأَهْلِكَ بِقِطْعٍ مِّنَ اللَّيْلِ وَاتَّبِعْ أَدْبَارَهُمْ وَلاَ يَلْتَفِتْ مِنكُمْ أَحَدٌ وَامْضُواْ حَيْثُ تُؤْمَرُونَ ﴿۶۵﴾ نو د شپې په روستيو كې خپله كورنۍ (له دې ښاره) وباسه او ته هم ورپسې ځه او له تاسې دې هېڅوك شا ته نه ګوري (چې و نه وېرېږي) او هغه ځاى ته درومئ، چې حکم يې درته کېږي.)) (۶۵)
وَقَضَيْنَا إِلَيْهِ ذَلِكَ الأَمْرَ أَنَّ دَابِرَ هَؤُلاء مَقْطُوعٌ مُّصْبِحِينَ ﴿۶۶﴾ او لوط مو له دې پېښې خبر كړ، چې د سهار له راختو سره، ددې خلکو جرړې پرېکېدوني دي. (۶۶)
وَجَاء أَهْلُ الْمَدِينَةِ يَسْتَبْشِرُونَ ﴿۶۷﴾ (بلخوا) د ښار وسېدونكي (چې د مېلمنو له راتګه خبر شول، د لوط كور ته) په خوشحالۍ ورغلل. (۶۷)
قَالَ إِنَّ هَؤُلاء ضَيْفِي فَلاَ تَفْضَحُونِ ﴿۶۸﴾ (لوط) وويل: ((دوى مې مېلمانه دي؛ نو (ګورئ) و مې نه شرموئ (، چې لاس ورواچوي)؛ (۶۸)
وَاتَّقُوا اللّهَ وَلاَ تُخْزُونِ ﴿۶۹﴾ او له الله ووېرېږئ او مه مې سپكوئ!)) (۶۹)
قَالُوا أَوَلَمْ نَنْهَكَ عَنِ الْعَالَمِينَ ﴿۷۰﴾ (قوم يې) وويل: ((ايا ته مو د خلكو (له مېلمه کولو) منع كړى نه وې؟!)) (۷۰)
قَالَ هَؤُلاء بَنَاتِي إِن كُنتُمْ فَاعِلِينَ ﴿۷۱﴾ (لوط) وویل: ((كه غواړئ (سم) كار ترسره كړئ، دا مې لوڼې دي (واده ورسره وكړئ او له ګناه او ناولتيا ډډه وكړئ) )) (۷۱)
لَعَمْرُكَ إِنَّهُمْ لَفِي سَكْرَتِهِمْ يَعْمَهُونَ ﴿۷۲﴾ (الله وويل:) پېغمبره! ستا پر سر قسم، چې دوى د خپلې (بېلارۍ) په مستۍ كې له سده وتلي دي (او عقل او شعور يې له لاسه وركړى دى)! (۷۲)
فَأَخَذَتْهُمُ الصَّيْحَةُ مُشْرِقِينَ ﴿۷۳﴾ نو له لمر څرک سره سم دوى (د تندر يا زلزلې په بڼه مرګونې) كړيكې راګېر کړل؛ (۷۳)
فَجَعَلْنَا عَالِيَهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهِمْ حِجَارَةً مِّن سِجِّيلٍ ﴿۷۴﴾ او موږ هغه سيمه لاندې باندې كړه او په اور پاخه کاڼي مو پرې وورول! (۷۴)
إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّلْمُتَوَسِّمِينَ ﴿۷۵﴾ بېشکه په دې (عبرتناكه پېښه) كې ځیرکو او اشارت پوهو ته نښې دي. (۷۵)
وَإِنَّهَا لَبِسَبِيلٍ مُّقيمٍ ﴿۷۶﴾ او بېشکه ددغه کلي (کنډوالې) په یوه سیده (چلنده) لار پرتې دي. (۷۶)
إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَةً لِّلْمُؤمِنِينَ ﴿۷۷﴾ او په رښتیا په دې كې مؤمنانو ته (د عبرت) نښه ده. (۷۷)
وَإِن كَانَ أَصْحَابُ الأَيْكَةِ لَظَالِمِينَ ﴿۷۸﴾ او بېشکه د ((ايكې)) خلك [= د ځنګلي سیمې وسېدونکي = د شعيب قوم ] ظالمان وو (۷۸)
فَانتَقَمْنَا مِنْهُمْ وَإِنَّهُمَا لَبِإِمَامٍ مُّبِينٍ ﴿۷۹﴾ نو ځکه موږ غچ ترې غچ واخست او رښتیا د دغو دواړو [= د لوط قوم او د ايكې خلك ] ويجاړې شوې سيمې (اوس) د څرګندې لارې پر سر پرتې دي. (۷۹)
وَلَقَدْ كَذَّبَ أَصْحَابُ الحِجْرِ الْمُرْسَلِينَ ﴿۸۰﴾ او په رښتیا د “حجرخلكو” [= د ثمود قوم] پېغمبران دروغجن ګڼلي ول؛ (۸۰)
وَآتَيْنَاهُمْ آيَاتِنَا فَكَانُواْ عَنْهَا مُعْرِضِينَ ﴿۸۱﴾ او خپل آيتونه مو وركړل؛ خو دوی مخ ترې واړاوه. (۸۱)
وَكَانُواْ يَنْحِتُونَ مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتًا آمِنِينَ ﴿۸۲﴾ او دوی (ځانونو ته) بې غمه په غرونو كې د امن کورونه کيندل. (۸۲)
فَأَخَذَتْهُمُ الصَّيْحَةُ مُصْبِحِينَ ﴿۸۳﴾ نو په پاى كې دوى سهار وختي (مرګونې) كړيكې راګېر کړل! (۸۳)
فَمَا أَغْنَى عَنْهُم مَّا كَانُواْ يَكْسِبُونَ ﴿۸۴﴾ او د دوی لاس ته راوړنو؛ (الهي عذاب) ترې بچ نه کړاى شو. (۸۴)
وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا إِلاَّ بِالْحَقِّ وَإِنَّ السَّاعَةَ لآتِيَةٌ فَاصْفَحِ الصَّفْحَ الْجَمِيلَ ﴿۸۵﴾ او موږ اسمانونه او ځمكه او څه چې د دواړو ترمنځ دي، يوازې په حق (او حكمت او تدبير) پيدا كړي او بېشکه ساعت (قيامت) راتلونكى دى (او هر چاته به خپله بدله وركړه شي)؛ نو (له مخالفينو) په غوره چلن تېر شه (او پر خپلو ناپوهيو يې مه ملامتوه.) (۸۵)
إِنَّ رَبَّكَ هُوَ الْخَلاَّقُ الْعَلِيمُ ﴿۸۶﴾ په رښتيا ستا پالونكى ډېر پوه پنځوونکی دى. (۸۶)
وَلَقَدْ آتَيْنَاكَ سَبْعًا مِّنَ الْمَثَانِي وَالْقُرْآنَ الْعَظِيمَ ﴿۸۷﴾ او په رښتيا موږ سبع المثاني (د حمد سورت؛ اوه تکراري آيتونه) او (ټول) ستر قرآن دركړى دى! (۸۷)
لاَ تَمُدَّنَّ عَيْنَيْكَ إِلَى مَا مَتَّعْنَا بِهِ أَزْوَاجًا مِّنْهُمْ وَلاَ تَحْزَنْ عَلَيْهِمْ وَاخْفِضْ جَنَاحَكَ لِلْمُؤْمِنِينَ ﴿۸۸﴾ (؛نوځكه) ته هغو (توکیزو) نعمتونو ته سترګې مه وراړوه، چې موږ د دوى [= كفارو] بېلابېلو ډلو ته وركړي او مه (یې پر بې ايمانۍ او شتو) خپه كېږه او مؤمنانو ته د خپلې [لورنې او نرمۍ] وزر وغوړه؛ (۸۸)
وَقُلْ إِنِّي أَنَا النَّذِيرُ الْمُبِينُ ﴿۸۹﴾ او ووايه: ((په رښتینه ‏کې زه (په سخت عذاب) څرګند ګواښګرندی يم!)) (۸۹)
كَمَا أَنزَلْنَا عَلَى المُقْتَسِمِينَ ﴿۹۰﴾ لكه څنګه چې (د الهي آيتونو) پر وېشوونكيو مې عذاب نازل کړ (پر کافرانو به يې هم نازل کړم)؛ (۹۰)
الَّذِينَ جَعَلُوا الْقُرْآنَ عِضِينَ ﴿۹۱﴾ هماغوى چې قرآن يې ووېشه (څه یې چې پر ګټه وو، و يې مانه او څه يې چې له هوسونو سره اړخ نه لګاوه، هغه يې پرېښود)؛ (۹۱)
فَوَرَبِّكَ لَنَسْأَلَنَّهُمْ أَجْمَعِيْنَ ﴿۹۲﴾ نو ستا پر پالونكي قسم، چې (په قيامت كې) به هرومرو دوی ټول وپوښتو؛ (۹۲)
عَمَّا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۹۳﴾ له هغه څه چې دوی كول. (۹۳)
فَاصْدَعْ بِمَا تُؤْمَرُ وَأَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِينَ ﴿۹۴﴾ نو هغه څه څرګند کړه چې پرې ګومارل شوی یې او له مشركانو مخ واړوه (او پروا يې مه كوه)؛ (۹۴)
إِنَّا كَفَيْنَاكَ الْمُسْتَهْزِئِينَ ﴿۹۵﴾ (ځکه) موږ د ملنډو وهوونكيو (له شره) درته بس يو؛ (۹۵)
الَّذِينَ يَجْعَلُونَ مَعَ اللّهِ إِلهًا آخَرَ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ ﴿۹۶﴾ هماغوى چې له الله سره نور معبودان شریکوي؛ نو ډېر ژر به (پرحقيقت) پوه شي! (۹۶)
وَلَقَدْ نَعْلَمُ أَنَّكَ يَضِيقُ صَدْرُكَ بِمَا يَقُولُونَ ﴿۹۷﴾ (پېغمبره!) او ښه پوهېږو، څه چې دوی وايي، ستا ټټر ورته تنګېږي (او تا خورا خپه كوي)؛ (۹۷)
فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَكُن مِّنَ السَّاجِدِينَ ﴿۹۸﴾ نو (درملنه يې داده) خپل پالونکى په پاکۍ ستايه او له سجده كوونكيو وسه! (۹۸)
وَاعْبُدْ رَبَّكَ حَتَّى يَأْتِيَكَ الْيَقِينُ ﴿۹۹﴾ او خپل پالونکی د یقین [= مرګ] تر در رسېدو ولمانځه. (۹۹)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!