تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه المر تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ وَالَّذِيَ أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ الْحَقُّ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يُؤْمِنُونَ ﴿۱﴾ الف،لام، ميم، را، دا د (اسماني) كتاب آيتونه دي او څه چې ستا د پالونكي له لوري تا ته نازل شوي، حق (رښتیني) دي؛ خو ډېر خلك […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه
المر تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ وَالَّذِيَ أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ الْحَقُّ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يُؤْمِنُونَ ﴿۱﴾ الف،لام، ميم، را، دا د (اسماني) كتاب آيتونه دي او څه چې ستا د پالونكي له لوري تا ته نازل شوي، حق (رښتیني) دي؛ خو ډېر خلك ایمان نه راوړي. (۱)
اللّهُ الَّذِي رَفَعَ السَّمَاوَاتِ بِغَيْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِي لأَجَلٍ مُّسَمًّى يُدَبِّرُ الأَمْرَ يُفَصِّلُ الآيَاتِ لَعَلَّكُم بِلِقَاء رَبِّكُمْ تُوقِنُونَ ﴿۲﴾ الله هغه سپېڅلې ذات دى، چې اسمانونه يې بې له داسې ستنو هسک کړي، چې تاسې يې ووينئ. بيا يې پر عرش استوا وكړه (او د نړۍ د تدبير چارې يې د واک په منګولو كې ونيوې) او لمر و سپوږمۍ يې ايل كړل، چې هر يو تر يوې ټاكلې مودې روان دي. [هماغه د نړۍ] چارې تدبيروي (او خپل) آيتونه (او نښې درته) څرګندوي، ښايي د خپل پالونكي پر مخامخېدو يقين وكړئ.   (۲)
وَهُوَ الَّذِي مَدَّ الأَرْضَ وَجَعَلَ فِيهَا رَوَاسِيَ وَأَنْهَارًا وَمِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ جَعَلَ فِيهَا زَوْجَيْنِ اثْنَيْنِ يُغْشِي اللَّيْلَ النَّهَارَ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ ﴿۳﴾ او دی هماغه دى، چې ځمكه يې وغوړوله او غرونه او سيندونه يې پکې رامنځته كړل او د هر ډول مېوو جوړې یې پکې پيدا كړې، پر ورځې د شپې (توره پرده) ورخوروي، بېشکه په دې (چارو) كې هغو خلكو ته نښې دي، چې اندنه كوي. (۳)
وَفِي الأَرْضِ قِطَعٌ مُّتَجَاوِرَاتٌ وَجَنَّاتٌ مِّنْ أَعْنَابٍ وَزَرْعٌ وَنَخِيلٌ صِنْوَانٌ وَغَيْرُ صِنْوَانٍ يُسْقَى بِمَاء وَاحِدٍ وَنُفَضِّلُ بَعْضَهَا عَلَى بَعْضٍ فِي الأُكُلِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ ﴿۴﴾ او په ځمكه كې څنګ په څنګ پرتې ټوټې دي او (همداراز) د انګورو باغونه، كښتونه او د كجورو ګډ بنسټې او بېل بنسټې ونې دي، چې په يوه ډول اوبو خړوبېږي! خو ځینو ته مو پر ځینو نورو د خوراک له پلوه غوراوی ورکړی، بېشكه په دې (چارو) كې هغو خلكو ته (څرګند) دلايل دي، چې عقل كاروي. (۴)
وَإِن تَعْجَبْ فَعَجَبٌ قَوْلُهُمْ أَئِذَا كُنَّا تُرَابًا أَئِنَّا لَفِي خَلْقٍ جَدِيدٍ أُوْلَئِكَ الَّذِينَ كَفَرُواْ بِرَبِّهِمْ وَأُوْلَئِكَ الأَغْلاَلُ فِي أَعْنَاقِهِمْ وَأُوْلَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدونَ ﴿۵﴾ او كه ته (له یو څه) هک اریانېږې (؛ نو) هېښتیاوړ خو د دوى [= كافرانو] دا خبره ده، (چې وايي:) ((ايا چې خاورې شو بيا به له سره راژوندي كېږو؟!)) دا هماغه كسان دي، چې پر خپل پالونكي كافران شوي او [په قيامت کې يې] په غاړو كې د اور غړوندي دي او دوى تلمېشتي دوزخيان دي. (۵)
وَيَسْتَعْجِلُونَكَ بِالسَّيِّئَةِ قَبْلَ الْحَسَنَةِ وَقَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِمُ الْمَثُلاَتُ وَإِنَّ رَبَّكَ لَذُو مَغْفِرَةٍ لِّلنَّاسِ عَلَى ظُلْمِهِمْ وَإِنَّ رَبَّكَ لَشَدِيدُ الْعِقَابِ ﴿۶﴾ او له تا په تلوار، تر نېكۍ (او رحمت) مخكې، بدي (او عذاب) درنه غواړي؛ خو تر دوى مخكې (پر كافرانو) د عبرت وړ بلاوې ورنازلې شوې او په رښتيا ستا پالونكى د خلكو د تېريو بښونکى او (په عين حال كې) ستا پالونكى بيخي سخت عذابى (هم) دى! (۶)
وَيَقُولُ الَّذِينَ كَفَرُواْ لَوْلآ أُنزِلَ عَلَيْهِ آيَةٌ مِّن رَّبِّهِ إِنَّمَا أَنتَ مُنذِرٌ وَلِكُلِّ قَوْمٍ هَادٍ ﴿۷﴾ او كافران وايي: ((ولې د هغه د پالونكي له لوري (زموږ د خوښې) کومه نښه او معجزه پرې نه نازلېږي؟!)) [ای پېغمبره!] ته يوازې ګواښګرندی يې او هر قوم ته يو لارښود دى (او دا ټولې پلمې دي؛ نه د حقيقت لټونه). (۷)
اللّهُ يَعْلَمُ مَا تَحْمِلُ كُلُّ أُنثَى وَمَا تَغِيضُ الأَرْحَامُ وَمَا تَزْدَادُ وَكُلُّ شَيْءٍ عِندَهُ بِمِقْدَارٍ ﴿۸﴾ هره ښځینه (انسان يا څاروى)، چې دوه ځانېږي، الله پرې پوه دى او همداراز په زيلانځ (رحم) كې، چې څه كمى (او تر ټاكلې مودې مخكې زوكړه) يا زياتوالى (تر ټاكلې مودې روسته زوكړه) راځي، (الله ترې خبر دى) او هر څيز ته یې یوه کچه ټاكلې ده. (۸)
عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ الْكَبِيرُ الْمُتَعَالِ ﴿۹﴾ هغه پر پټو او ښكاره وو پوه دى (او) ستر لوړ پوړى دى. (۹)
سَوَاء مِّنكُم مَّنْ أَسَرَّ الْقَوْلَ وَمَن جَهَرَ بِهِ وَمَنْ هُوَ مُسْتَخْفٍ بِاللَّيْلِ وَسَارِبٌ بِالنَّهَارِ ﴿۱۰﴾ (هغه ته) و شان دي: که څوک مو خبره پټوي او څوک یې څرګندوي او يا څوک د شپې (په تورتم کې) ځان پټوي او یا په رڼا ورځ ګرځي. (۱۰)
لَهُ مُعَقِّبَاتٌ مِّن بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ يَحْفَظُونَهُ مِنْ أَمْرِ اللّهِ إِنَّ اللّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ وَإِذَا أَرَادَ اللّهُ بِقَوْمٍ سُوءًا فَلاَ مَرَدَّ لَهُ وَمَا لَهُم مِّن دُونِهِ مِن وَالٍ ﴿۱۱﴾ انسان ته څارونكي (پرښتې) دي، چې تل یې وړاندې روسته د الله له امره (= نااړينو پېښو) ساتي؛ په حقيقت كې الله د كوم قوم (او ملت) حال نه اړوي؛ خو دا چې خپل حال یې پخپله اړولى نه وي او چې كله الله كوم قوم ته (د دوی د كړنو له لامله) د سزا ورکولو پرېکړه وکړي؛ نو هېڅ څيز يې مخه نيواى نشي او بې له ده ‏به کوم کارسازی ورته نه وي. (۱۱)
هُوَ الَّذِي يُرِيكُمُ الْبَرْقَ خَوْفًا وَطَمَعًا وَيُنْشِئُ السَّحَابَ الثِّقَالَ ﴿۱۲﴾ (الله) هغه (ذات) دى، چې برښنا د وېرې او تمې لپاره درښيي او (هم) درنې وريځې راپورته كوي. (۱۲)
وَيُسَبِّحُ الرَّعْدُ بِحَمْدِهِ وَالْمَلاَئِكَةُ مِنْ خِيفَتِهِ وَيُرْسِلُ الصَّوَاعِقَ فَيُصِيبُ بِهَا مَن يَشَاءُ وَهُمْ يُجَادِلُونَ فِي اللّهِ وَهُوَ شَدِيدُ الْمِحَالِ ﴿۱۳﴾ او تالنده هغه ‏په سپېڅلتیا سره ستايي او (ټولې) پرښتې يې له هیبته پاکي وايي! او تندرونه رالېږي او پر چا چې يې خوښه شي، ورغورځوي؛ خو دوى (ددې ټولو الهي نښو په ليدو بيا هم) د الله په باب په ناندريو بوخت دي او هغه سخت عذابى دى. (۱۳)
لَهُ دَعْوَةُ الْحَقِّ وَالَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِهِ لاَ يَسْتَجِيبُونَ لَهُم بِشَيْءٍ إِلاَّ كَبَاسِطِ كَفَّيْهِ إِلَى الْمَاء لِيَبْلُغَ فَاهُ وَمَا هُوَ بِبَالِغِهِ وَمَا دُعَاء الْكَافِرِينَ إِلاَّ فِي ضَلاَلٍ ﴿۱۴﴾ يوازې د ده بلنه (لمانځنه) رښتونې ده او کوم معبودان چې د ده پر ځای بلي (لمانځي)، دوی ته هېڅ ځواب نه ورکوي؛ [یوازې الله دی، چې د لمانځنې او دعا وړ دی، هغوی چې بې له ده نور مرستې ته رابولي، په هیڅ وجه یې دعا نه قبلوي]؛ خو د دوى حال، د هغه چا په شان دی، چې خپله لپه اوبو ته ونيسي (او له اوبو وغواړي) چې خولې ته يې راشي؛ خو‏ هغه ور رسېدوني نه دي او (دغسې) د كفارو دعاوې (لمانځنې) هسې بېلاریتوب دی. (۱۴)
وَلِلّهِ يَسْجُدُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ طَوْعًا وَكَرْهًا وَظِلالُهُم بِالْغُدُوِّ وَالآصَالِ ﴿۱۵﴾ او څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، كه خوښ وي كه ناخوښ، له خپلو سيورو سره سهار و ماښام يوازې الله ته سجده كوي. (۱۵)
قُلْ مَن رَّبُّ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ قُلِ اللّهُ قُلْ أَفَاتَّخَذْتُم مِّن دُونِهِ أَوْلِيَاء لاَ يَمْلِكُونَ لِأَنفُسِهِمْ نَفْعًا وَلاَ ضَرًّا قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الأَعْمَى وَالْبَصِيرُ أَمْ هَلْ تَسْتَوِي الظُّلُمَاتُ وَالنُّورُ أَمْ جَعَلُواْ لِلّهِ شُرَكَاء خَلَقُواْ كَخَلْقِهِ فَتَشَابَهَ الْخَلْقُ عَلَيْهِمْ قُلِ اللّهُ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ وَهُوَ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ ﴿۱۶﴾ ووايه : ((څوك د اسمانونو او ځمكې پالونكى دى؟)) ووايه: ((الله!)) (بيا) ووايه: ((ايا تاسې د “الله” پر ځای داسې پالندويان (او معبودان) نيولي، چې (ان) د ځان د ګټې او زيان (تمبونې) واک نه لري؟! (تاسې ته خو لا پرېږدئ؟!))) ووايه: ((ايا ړوند او سترګور برابر دي؟ يا تياره او رڼا سره يو رنګ ‏دي؟ يا دوی له “الله”سره داسې سيالان انګېرلي، چې د الله په شان پنځونه یې كړې ده، په پایله کې د پنځون په اړه شکمن شول؟![چې کوم یو آریز پنځوونکی دی])) ووايه: ((الله د ټولو څيزونو پنځوونکی ‏دى او هغه ايكى يو لاسبر دى!)) (۱۶)
أَنزَلَ مِنَ السَّمَاء مَاء فَسَالَتْ أَوْدِيَةٌ بِقَدَرِهَا فَاحْتَمَلَ السَّيْلُ زَبَدًا رَّابِيًا وَمِمَّا يُوقِدُونَ عَلَيْهِ فِي النَّارِ ابْتِغَاء حِلْيَةٍ أَوْ مَتَاعٍ زَبَدٌ مِّثْلُهُ كَذَلِكَ يَضْرِبُ اللّهُ الْحَقَّ وَالْبَاطِلَ فَأَمَّا الزَّبَدُ فَيَذْهَبُ جُفَاء وَأَمَّا مَا يَنفَعُ النَّاسَ فَيَمْكُثُ فِي الأَرْضِ كَذَلِكَ يَضْرِبُ اللّهُ الأَمْثَالَ ﴿۱۷﴾ (الله) له اسمانه اوبه وورولې او په هره دره او خوړ كې د خپلې وړتيا هومره نېز وبهېد؛ نو نېز اوچت ځګ پر سر واخست او همدغسې ځګ د هغو څيزونو پر مخ هم راځي، چې (په بټيو كې يې) د ګاڼو او يا نورو وزلو جوړولو ته ويلي كوي او الله دغسې د حق او باطل بېلګه وړاندې كوي؛ خو ځګ دباندې غورځي (او) له منځه ځي؛ خو څه چې خلكو ته ګټور دي [= اوبه يا سوچه فلز] په ځمكه كې تمېږي، الله دغسې بېلګې څرګندوي. (۱۷)
لِلَّذِينَ اسْتَجَابُواْ لِرَبِّهِمُ الْحُسْنَى وَالَّذِينَ لَمْ يَسْتَجِيبُواْ لَهُ لَوْ أَنَّ لَهُم مَّا فِي الأَرْضِ جَمِيعًا وَمِثْلَهُ مَعَهُ لاَفْتَدَوْاْ بِهِ أُوْلَئِكَ لَهُمْ سُوءُ الْحِسَابِ وَمَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ الْمِهَادُ ﴿۱۸﴾ هغوى ته چې د خپل پالونكي بلنه یې ومنله؛ نو ورته ښه بدله ده او هغوى چې منلې نه ده (؛ نو په قيامت كې دومره له الهي عذابه ډارېږي، چې) كه د ځمكې د ټولې شتمنۍ خاوندان هم وي او هومره نوره هم ورسره وي؛ نو دا ټوله به له عذابه د ژغورنې لپاره وركړي (؛ خو نه منل كېږي)، همدا دوى دي، چې حساب يې سخت او دروند دى او هستوګنځى يې دوزخ دى او څه ناوړه تمځی دى! (۱۸)
أَفَمَن يَعْلَمُ أَنَّمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَبِّكَ الْحَقُّ كَمَنْ هُوَ أَعْمَى إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُوْلُواْ الأَلْبَابِ ﴿۱۹﴾ ايا هغه چې پوهېږي، څه چې ستا د پالونكي له لوري تا ته نازل شوي، حقیقت لري، د هغه چا په څېر دى، چې (ددې حقيقت له پلوه د زړه په سترګو) ړوند دى؟ يوازې عقلمن پند اخلي؛ (۱۹)
الَّذِينَ يُوفُونَ بِعَهْدِ اللّهِ وَلاَ يَنقُضُونَ الْمِيثَاقَ ﴿۲۰﴾ هماغوى چې الهي ژمنې پوره كوي او تړون نه ماتوي . (۲۰)
وَالَّذِينَ يَصِلُونَ مَا أَمَرَ اللّهُ بِهِ أَن يُوصَلَ وَيَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ وَيَخَافُونَ سُوءَ الحِسَابِ ﴿۲۱﴾ او هغوى چې هغه اړیکې ټینګوي، چې الله یې د نښلون امر کړی او له خپل پالونكي وېرېږي او (د قيامت د ورځې) له ناوړه حساب اخستو ډارېږي؛ (۲۱)
وَالَّذِينَ صَبَرُواْ ابْتِغَاء وَجْهِ رَبِّهِمْ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ وَأَنفَقُواْ مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ سِرًّا وَعَلاَنِيَةً وَيَدْرَؤُونَ بِالْحَسَنَةِ السَّيِّئَةَ أُوْلَئِكَ لَهُمْ عُقْبَى الدَّارِ ﴿۲۲﴾ او هغوى چې د خپل پالونكي (د پاك) ذات (د خوښۍ) لپاره له زغمه كار اخلي، لمونځ كوي او زموږ له وركړې روزۍ، په پټه او ښكاره (د الله په لار کې) لگوي او په نېكيو بدي له منځه وړي، د آخرت كور د همدوی لپاره دی؛ (۲۲)
جَنَّاتُ عَدْنٍ يَدْخُلُونَهَا وَمَنْ صَلَحَ مِنْ آبَائِهِمْ وَأَزْوَاجِهِمْ وَذُرِّيَّاتِهِمْ وَالمَلاَئِكَةُ يَدْخُلُونَ عَلَيْهِم مِّن كُلِّ بَابٍ ﴿۲۳﴾ دوی به (هماغو) جنتي همېشنيو باغونو ته له خپلو صالحو پلرونو، مېرمنو او زېږندې سره ورننوځي او پرښتې به له هر وره پرې ورننوځي. (۲۳)
سَلاَمٌ عَلَيْكُم بِمَا صَبَرْتُمْ فَنِعْمَ عُقْبَى الدَّارِ ﴿۲۴﴾ ( او ورته به ووايي :  )  ستاسې د زغم له لامله دې پر تاسې سلامتيا وي!؛نو څه ښه ده دغه ښه پايله! (۲۴)
وَالَّذِينَ يَنقُضُونَ عَهْدَ اللّهِ مِن بَعْدِ مِيثَاقِهِ وَيَقْطَعُونَ مَآ أَمَرَ اللّهُ بِهِ أَن يُوصَلَ وَيُفْسِدُونَ فِي الأَرْضِ أُوْلَئِكَ لَهُمُ اللَّعْنَةُ وَلَهُمْ سُوءُ الدَّارِ ﴿۲۵﴾ او هغوى چې الهي ژمنې تر تړون روسته ماتوي او هغه اړيكې غوڅوي، چې الله يې د نښلون امر كوي او پر ځمكه فساد كوي، لعنت د دوى برخه ده (او په آخرت كې) ورته ناوړه هستوګنځى دى. (۲۵)
اللّهُ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ وَيَقَدِرُ وَفَرِحُواْ بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا فِي الآخِرَةِ إِلاَّ مَتَاعٌ ﴿۲۶﴾ چاته چې د الله خوښه شي (او وړ يې وبولي) روزي يې پراخوي او چاته یې چې خوښه شي (او مصلحت يې وګڼي) پرې تنګوي يې او دوى [= كافران] په دنيوي ژوند ښاد شول او دنيوي ژوند، د آخرت (په پرتله) يوازې (ناڅيزه) برخمني ده.  (۲۶)
وَيَقُولُ الَّذِينَ كَفَرُواْ لَوْلاَ أُنزِلَ عَلَيْهِ آيَةٌ مِّن رَّبِّهِ قُلْ إِنَّ اللّهَ يُضِلُّ مَن يَشَاءُ وَيَهْدِي إِلَيْهِ مَنْ أَنَابَ ﴿۲۷﴾ او كافران وايي: ((ولې د هغه د پالونكي له لوري (زموږ د خوښې) معجزه نه ده نازله شوې؟)) ووايه: ((د الله چې چاته خوښه شي، بېلارې كوي يې او څوك چې وروګرځي، خپل لوري ته د ورتګ لا ر ورښيي (په معجزو كې كمي نشته، د دوی ځېلونه د حق نه منلو لاملونه دي. ) ))(۲۷)
الَّذِينَ آمَنُواْ وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللّهِ أَلاَ بِذِكْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ ﴿۲۸﴾ هغوی چې ايمان يې راوړى او زړونه يې د الله په ياد ډاډه (او هوسا) دي؛ خبر وسئ! يوازې د الله په ياد (د مؤمنانو) زړونه باغ باغ کېږي. (۲۸)
الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ طُوبَى لَهُمْ وَحُسْنُ مَآبٍ ﴿۲۹﴾ صالحو مؤمنانو ته خورا سپیڅلی (ژوند) او ښه پایله ورپربرخه ده. (۲۹)
كَذَلِكَ أَرْسَلْنَاكَ فِي أُمَّةٍ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهَا أُمَمٌ لِّتَتْلُوَ عَلَيْهِمُ الَّذِيَ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ وَهُمْ يَكْفُرُونَ بِالرَّحْمَنِ قُلْ هُوَ رَبِّي لا إِلَهَ إِلاَّ هُوَ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ مَتَابِ ﴿۳۰﴾ همدارنګه موږ ته یو داسې امت ته ولېږلې، چې تر دوی مخکې نور امتونه هم تېر شوي دي، چې ته دوی ته هغه څه ولولې چې موږ تا ته وحې کړي او په داسې حال کې چې دوی پر لوراند (الله) کافران دي. ووايه: ((هماغه زما پالونكى دى، بې له ده معبود نشته، توكل مې پرې كړى او يوازې د ده لوري ته مې ورستنېدل دي.)) (۳۰)
وَلَوْ أَنَّ قُرْآنًا سُيِّرَتْ بِهِ الْجِبَالُ أَوْ قُطِّعَتْ بِهِ الأَرْضُ أَوْ كُلِّمَ بِهِ الْمَوْتَى بَل لِّلّهِ الأَمْرُ جَمِيعًا أَفَلَمْ يَيْأَسِ الَّذِينَ آمَنُواْ أَن لَّوْ يَشَاءُ اللّهُ لَهَدَى النَّاسَ جَمِيعًا وَلاَ يَزَالُ الَّذِينَ كَفَرُواْ تُصِيبُهُم بِمَا صَنَعُواْ قَارِعَةٌ أَوْ تَحُلُّ قَرِيبًا مِّن دَارِهِمْ حَتَّى يَأْتِيَ وَعْدُ اللّهِ إِنَّ اللّهَ لاَ يُخْلِفُ الْمِيعَادَ ﴿۳۱﴾ او بېشکه که داسې يو قرآن واى، چې (له هيبته يې) غرونه روان شوي واى يا ځمكه ټوټې ټوټې شوې واى يا مړو پرې خبرې کړې واى (بيا به هم ايمان رانه وړي)؛ خو ټولې چارې، د الله په واك كې دي ايا هغوى چې ايمان راوړى، نه پوهېږي، چې كه الله وغواړي؛ نو ټولو خلكو ته (په زوره) سمه لار ورښيي؟! (خو په زوره لارښوونه څه ګټه نلري) او كافرانو ته تل د خپلو كړنو له لامله ځپنده عذابونه وررسي او يا یې كورونو ته څېرمه ورپرېوځي (دا لړۍ به تر هغه روانه وي) چې د الله (روستۍ) ژمنه راورسي. هو! الله ژمنماتی نه دی. (۳۱)
وَلَقَدِ اسْتُهْزِئَ بِرُسُلٍ مِّن قَبْلِكَ فَأَمْلَيْتُ لِلَّذِينَ كَفَرُواْ ثُمَّ أَخَذْتُهُمْ فَكَيْفَ كَانَ عِقَابِ ﴿۳۲﴾ (يوازې پر تا ملنډې نه دي وهل شوي) او په رښتيا تر تا مخكې هم پر ډېرو استازیو ملنډې وهل شوې وې؛ خو كافرانو ته مې مهلت وركړی، بيا مو ونيول؛ نو [وګوره چې] زما سزا څنګه وه؟! (۳۲)
أَفَمَنْ هُوَ قَآئِمٌ عَلَى كُلِّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ وَجَعَلُواْ لِلّهِ شُرَكَاء قُلْ سَمُّوهُمْ أَمْ تُنَبِّئُونَهُ بِمَا لاَ يَعْلَمُ فِي الأَرْضِ أَم بِظَاهِرٍ مِّنَ الْقَوْلِ بَلْ زُيِّنَ لِلَّذِينَ كَفَرُواْ مَكْرُهُمْ وَصُدُّواْ عَنِ السَّبِيلِ وَمَن يُضْلِلِ اللّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ ﴿۳۳﴾ ايا هغه چې د ټولو ساکښو پر سر ولاړ دى (او د ټولو ساتندوى او څارن دى) او د ټولو كړه وړه ويني، (د هغه چا په څېر دى، چې دا يو صفت هم نه لري)؟! او دوى (مشركانو) له الله سره سيالان نيولي؛ ووايه: ((نامې يې واخلئ، ايا له داسې څيزه یې خبروئ، چې پر ځمكه يې له شتونه ناخبره دى يا سرسري (او تشې) خبرې كوئ؟!)) (نه! له الله سره شريك نشته؛) بلكې كافرانو ته خپل دروغ ښايسته كړاى شوي (او د خپلې دنننۍ چټلۍ له مخې، انګېري، چې واقعيت لري؛) او دوى د (الله) له لارې اړول شوي او څوك چې الله بېلارې كړي؛ نو هېڅ لارښود ورته نشته. (۳۳)
لَّهُمْ عَذَابٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَلَعَذَابُ الآخِرَةِ أَشَقُّ وَمَا لَهُم مِّنَ اللّهِ مِن وَاقٍ ﴿۳۴﴾ دوى ته په دنيا كې (دردوونكى) عذاب دى او د آخرت عذاب (تر ده هم) ډېر سخت دى او دوی هېڅوك د الله له عذابه ژغورلاى نشي!(۳۴)
مَّثَلُ الْجَنَّةِ الَّتِي وُعِدَ الْمُتَّقُونَ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ أُكُلُهَا دَآئِمٌ وِظِلُّهَا تِلْكَ عُقْبَى الَّذِينَ اتَّقَواْ وَّعُقْبَى الْكَافِرِينَ النَّارُ ﴿۳۵﴾ متقیانو ته چې د كوم جنت ژمنه شوې، ځانګړنې يې دادي: تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي، مېوې او سيورى يې همېش وي، دا د متقيانو پایله ده او د كافرانو پایله ‏(د دوزخ) اور دى. (۳۵)
وَالَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَفْرَحُونَ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمِنَ الأَحْزَابِ مَن يُنكِرُ بَعْضَهُ قُلْ إِنَّمَا أُمِرْتُ أَنْ أَعْبُدَ اللّهَ وَلا أُشْرِكَ بِهِ إِلَيْهِ أَدْعُو وَإِلَيْهِ مَآبِ ﴿۳۶﴾ او هغوى ته چې موږ (اسماني) كتاب وركړى؛ نو څه چې پر تا نازل شوي، خوشحالېږي او (د کتابیانو) له ګوندونو ځینې داسې دي، چې ددې (کتاب) ځينې برخې نه مني، ووايه: ((البته امر راته شوى، چې الله)) ولمانځم او څوك ورسره سيال و نه ګڼم، دهغه لوري ته بلنه كوم او ستنېدنه مې يوازې د ده لوري ته ده.)) (۳۶)
وَكَذَلِكَ أَنزَلْنَاهُ حُكْمًا عَرَبِيًّا وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءهُم بَعْدَ مَا جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنَ اللّهِ مِن وَلِيٍّ وَلاَ وَاقٍ ﴿۳۷﴾ او همداشان (چې موږ نورو پېغمبرانو ته د دوی ‏د قومونو په ژبه اسماني كتابونه وركړي وو)، موږ دا (قرآن) د څرګند فرمان په بڼه (په عربي ژبه) نازل کړ او بېشکه که ته تر دركړې پوهې روسته د دوی د غوښتنو لاروي وكړې؛ نو د الله (د پرغز) په مقابل كې، نه څوك ستا ملاتړ شته او نه دې څوك د ده له نيونې ژغورلى شي! (۳۷)
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلًا مِّن قَبْلِكَ وَجَعَلْنَا لَهُمْ أَزْوَاجًا وَذُرِّيَّةً وَمَا كَانَ لِرَسُولٍ أَن يَأْتِيَ بِآيَةٍ إِلاَّ بِإِذْنِ اللّهِ لِكُلِّ أَجَلٍ كِتَابٌ ﴿۳۸﴾ او په یقین موږ تر تا مخكې (هم) استازي لېږلي وو او د مېرمنو او اولادونو خاوندان مو كړل او بې د الله له اجازې یو استازي هم معجزه راوړای نشوه او هرې زمانې ته یوه لیکنه [او هر چار ته یوه ټاکلې نېټه] ده. (۳۸)
يَمْحُو اللّهُ مَا يَشَاءُ وَيُثْبِتُ وَعِندَهُ أُمُّ الْكِتَابِ ﴿۳۹﴾ الله چې څه وغواړي، له منځه يې وړي يا يې [لیکي او] تثبيتوي او آریزه ليکنه (= الهي علم، لوح محفوظ) يوازې له ده سره ده. (۳۹)
وَإِن مَّا نُرِيَنَّكَ بَعْضَ الَّذِي نَعِدُهُمْ أَوْ نَتَوَفَّيَنَّكَ فَإِنَّمَا عَلَيْكَ الْبَلاَغُ وَعَلَيْنَا الْحِسَابُ ﴿۴۰﴾ او كه دوى ته د ژمنو شويو مجازاتو يوه برخه تا ته دروښيو يا تا (ددې سزاګانو تر راتګ له مخه) وفات كړو؛ نو په هر حال (پوه شه چې موږ به خپلې ژمنې عملي کړو)؛ نو په هر حال پر تا يوازې د پېغام رسونې پازوالي ده او پر موږ يې د حساب اخستو. (۴۰)
أَوَلَمْ يَرَوْاْ أَنَّا نَأْتِي الأَرْضَ نَنقُصُهَا مِنْ أَطْرَافِهَا وَاللّهُ يَحْكُمُ لاَ مُعَقِّبَ لِحُكْمِهِ وَهُوَ سَرِيعُ الْحِسَابِ ﴿۴۱﴾ او ايا دوی نه ګوري، چې موږ (تل) ځمكې ته ورځوو او له څنډو يې وركموو؟ (او رو رو ټولنې، مدنيتونه او پوهان له منځه ځي) او الله واکمني چلوي او هېڅوك یې د احكامو د مخنيوي يا رد وس نه لري او هغه ژرحسابى دی. (۴۱)
وَقَدْ مَكَرَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَلِلّهِ الْمَكْرُ جَمِيعًا يَعْلَمُ مَا تَكْسِبُ كُلُّ نَفْسٍ وَسَيَعْلَمُ الْكُفَّارُ لِمَنْ عُقْبَى الدَّارِ ﴿۴۲﴾ او په رښتینه کې تر دوى مخكېنيو خلكو هم چلونه كړي وو؛ خو ټول تدبيرونه او چلونه له الله سره دي، هغه د هر چا له كړنو خبر دى او كافران به ډېر ژر پوه شي، چې په بله دنيا كې (ښه) پايله د چا ده! (۴۲)
وَيَقُولُ الَّذِينَ كَفَرُواْ لَسْتَ مُرْسَلًا قُلْ كَفَى بِاللّهِ شَهِيدًا بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ وَمَنْ عِندَهُ عِلْمُ الْكِتَابِ ﴿۴۳﴾ او كافران وايي: ((ته (د الله) استازى نه يې.)) ووايه: ((چې زموږ او ستاسې ترمنځ الله او څوك چې د كتاب (قرآن) پوهه ورسره ده، د شاهدۍ لپاره بس دى.)) (۴۳)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!