تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه الر تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ الْمُبِينِ ﴿۱﴾ الف،لام، را، دا د څرګند كتاب آيتونه دي! (۱) إِنَّا أَنزَلْنَاهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لَّعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ ﴿۲﴾ په حقيقت کې موږ دا په لوستوني (واضح =) عربي نازل کړى، چې پرې پوه شئ (او غور وکړئ). (۲) نَحْنُ […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه
الر تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ الْمُبِينِ ﴿۱﴾ الف،لام، را، دا د څرګند كتاب آيتونه دي! (۱)
إِنَّا أَنزَلْنَاهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لَّعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ ﴿۲﴾ په حقيقت کې موږ دا په لوستوني (واضح =) عربي نازل کړى، چې پرې پوه شئ (او غور وکړئ). (۲)
نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ أَحْسَنَ الْقَصَصِ بِمَا أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ هَذَا الْقُرْآنَ وَإِن كُنتَ مِن قَبْلِهِ لَمِنَ الْغَافِلِينَ ﴿۳﴾ موږ په دې وحې شوي قرآن، خوږې قيصې درته کوو (او د قيصو ویلو دود درښیو) او بېشكه تر دې مخكې له ناخبرو ځنې وې. (۳)
إِذْ قَالَ يُوسُفُ لِأَبِيهِ يَا أَبتِ إِنِّي رَأَيْتُ أَحَدَ عَشَرَ كَوْكَبًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ رَأَيْتُهُمْ لِي سَاجِدِينَ ﴿۴﴾ (درياد كړه) چې كله يوسف خپل پلار ته وويل: ((پلاره! ما (په خوب كې) يوولس ستوري او لمر و سپوږمۍ وليدل؛ ګورم چې دوی سجده راته كوي.)) (۴)
قَالَ يَا بُنَيَّ لاَ تَقْصُصْ رُؤْيَاكَ عَلَى إِخْوَتِكَ فَيَكِيدُواْ لَكَ كَيْدًا إِنَّ الشَّيْطَانَ لِلإِنسَانِ عَدُوٌّ مُّبِينٌ ﴿۵﴾ (يعقوب) وويل : ((زويکه! خوب دې خپلو روڼو ته مه وايه، (هسې نه خطرناكه) نقشه درته وكاږي؛ ځكه شيطان د انسان ښكاره غلیم دى. (۵)
وَكَذَلِكَ يَجْتَبِيكَ رَبُّكَ وَيُعَلِّمُكَ مِن تَأْوِيلِ الأَحَادِيثِ وَيُتِمُّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ وَعَلَى آلِ يَعْقُوبَ كَمَا أَتَمَّهَا عَلَى أَبَوَيْكَ مِن قَبْلُ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْحَاقَ إِنَّ رَبَّكَ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۶﴾ او همداسې به ستا پالونكى تا غوره كړي او د خوبونو تعبير به درزده كړي او پر تا او د يعقوب پر كورنۍ به خپل نعمت په هماغه ډول درپوره كړي؛ لكه چې تردې مخكې يې ستا پر پلرونو، ابرهيم او اسحق ورپوره كړى و، په حقيقت كې ستا پالونكى پوه حكيم دى.)) (۶)
لَّقَدْ كَانَ فِي يُوسُفَ وَإِخْوَتِهِ آيَاتٌ لِّلسَّائِلِينَ ﴿۷﴾ په رښتياؤ د يوسف او د روڼو په قیصه كې یې پوښتوونكيو ته (د لارښوونې) نښې دي. (۷)
إِذْ قَالُواْ لَيُوسُفُ وَأَخُوهُ أَحَبُّ إِلَى أَبِينَا مِنَّا وَنَحْنُ عُصْبَةٌ إِنَّ أَبَانَا لَفِي ضَلاَلٍ مُّبِينٍ ﴿۸﴾ چې كله (د یوسف میرني ‏روڼو) وويل: ((زموږ پلار ته يوسف او (سکه) رور يې [= بنيامين] تر موږ ډېر ګران دي، سره له دې، چې موږ غښتلې ډله يو! رښتيا خبره دا ده، چې پلار مو ښکاره تېروتى دى.)) (۸)
اقْتُلُواْ يُوسُفَ أَوِ اطْرَحُوهُ أَرْضًا يَخْلُ لَكُمْ وَجْهُ أَبِيكُمْ وَتَكُونُواْ مِن بَعْدِهِ قَوْمًا صَالِحِينَ ﴿۹﴾ (يوه وويل) : ((يوسف ووژنئ يا يې چېرې لرې وغورځوئ، چې د پلار پام يوازې تاسې ته شي او تر دې روسته (له خپلې ګناه په توبه ايستو) نېكان شئ.)) (۹)
قَالَ قَآئِلٌ مَّنْهُمْ لاَ تَقْتُلُواْ يُوسُفَ وَأَلْقُوهُ فِي غَيَابَةِ الْجُبِّ يَلْتَقِطْهُ بَعْضُ السَّيَّارَةِ إِن كُنتُمْ فَاعِلِينَ ﴿۱۰﴾ يوه يې وویل: ((يوسف مه وژنئ او كه (هرومرو) كوم كار كوئ؛ نو په ژوره تياره څاه كې يې وغورځوئ، كوم كاروان به يې راوباسي (او له ځان سره به يې كومې لرې سيمې ته بوځي))) (۱۰)
قَالُواْ يَا أَبَانَا مَا لَكَ لاَ تَأْمَنَّا عَلَى يُوسُفَ وَإِنَّا لَهُ لَنَاصِحُونَ ﴿۱۱﴾ ( او ددې كار د سر ته رسولو لپاره، روڼه خپل پلار ته ورغلل او) و يې ويل: ((پلارجانه! ته ولې (زموږ رور) يوسف په اړه باور راباندې نه کوې؟! سره له دې، چې موږ يې رښتياني خواخوږي يو؛ (۱۱)
أَرْسِلْهُ مَعَنَا غَدًا يَرْتَعْ وَيَلْعَبْ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ ﴿۱۲﴾ سبا يې (له ښاره بهر) راسره ولېږه، چې ډېرې مېوې وخوري او لوبې وكړي او ساتنه يې پر موږ.)) (۱۲)
قَالَ إِنِّي لَيَحْزُنُنِي أَن تَذْهَبُواْ بِهِ وَأَخَافُ أَن يَأْكُلَهُ الذِّئْبُ وَأَنتُمْ عَنْهُ غَافِلُونَ ﴿۱۳﴾ (پلار) وويل: ((که هغه درسره بوځئ (؛ نو) زړه مې دربېږي او ډارېږم، چې په ناخبرۍ کې يې لېوه درنه وخوري!)) (۱۳)
قَالُواْ لَئِنْ أَكَلَهُ الذِّئْبُ وَنَحْنُ عُصْبَةٌ إِنَّا إِذًا لَّخَاسِرُونَ ﴿۱۴﴾ و یې ویل: ((زموږ (د دومره) پياوړې ډلې په شتون كې یې که لېوه رانه وخوري؛ نو په رښتینه کې به موږ ډېر زيان كاري (او بې کفایته) يو (او دا كار كله هم شونى نه دى).)) (۱۴)
فَلَمَّا ذَهَبُواْ بِهِ وَأَجْمَعُواْ أَن يَجْعَلُوهُ فِي غَيَابَةِ الْجُبِّ وَأَوْحَيْنَآ إِلَيْهِ لَتُنَبِّئَنَّهُم بِأَمْرِهِمْ هَذَا وَهُمْ لاَ يَشْعُرُونَ ﴿۱۵﴾ نو چې دوی یوسف له ځان سره بوت او هوډ يې وکړ، چې په ژوره تياره څاه كې يې وغورځوي (چې همداسې يې وكړل) او يوسف ته مو وحې (الهام) وكړه، چې دوى به په ګانده كې له خپل كاره خبر كړې؛ خو نه به پوهېږي [چې ته يوسف يې]. (۱۵)
وَجَاؤُواْ أَبَاهُمْ عِشَاء يَبْكُونَ ﴿۱۶﴾ او (د يوسف وروڼه) بېګا په ژړا خپل پلار ته راغلل .     (۱۶)
قَالُواْ يَا أَبَانَا إِنَّا ذَهَبْنَا نَسْتَبِقُ وَتَرَكْنَا يُوسُفَ عِندَ مَتَاعِنَا فَأَكَلَهُ الذِّئْبُ وَمَا أَنتَ بِمُؤْمِنٍ لِّنَا وَلَوْ كُنَّا صَادِقِينَ ﴿۱۷﴾ ويې ويل: ((پلاره! موږ چې ولاړو او پر سيالۍ بوخت شو او يوسف مو د خپلو جامو او وزلو (ساتلو ته) پرېښود (؛ نو) لېوه وخوړ! (سمه ده، چې) ته به زموږ پر خبره باور و نه کړې، كه موږ څومره رښتيا ووايو.))
(۱۷)
وَجَآؤُوا عَلَى قَمِيصِهِ بِدَمٍ كَذِبٍ قَالَ بَلْ سَوَّلَتْ لَكُمْ أَنفُسُكُمْ أَمْرًا فَصَبْرٌ جَمِيلٌ وَاللّهُ الْمُسْتَعَانُ عَلَى مَا تَصِفُونَ ﴿۱۸﴾ او دوی د يوسف كميس د دروغو په وينو (خولم پلم خپل پلار ته) راووړ، پلار يې (د خبر په اورېدو) وويل: ((ځاني غوښتنو مو دا كار درښكلى كړى! نو نېك صبر (او له ناشكرۍ تش زغم) راته غوره دى او څه چې وايئ، په دې اړه له الله مرسته غواړم!)) (۱۸)
وَجَاءتْ سَيَّارَةٌ فَأَرْسَلُواْ وَارِدَهُمْ فَأَدْلَى دَلْوَهُ قَالَ يَا بُشْرَى هَذَا غُلاَمٌ وَأَسَرُّوهُ بِضَاعَةً وَاللّهُ عَلِيمٌ بِمَا يَعْمَلُونَ ﴿۱۹﴾ او (په دې ترڅ كې) یو كاروان راغى؛ نو خپل اوبه راوړوونکی یې ولېږه، نو چې خپله بوكه یې وغورځوله (ناڅاپه) يې غږ كړ: ((زېرى مې درباندې! يو (ښكلى) هلك دى!)) او يوسف يې (د سوداګرۍ) د مال په شان پټ كړ او دوی چې څه كول، الله پرې خبر و. (۱۹)
وَشَرَوْهُ بِثَمَنٍ بَخْسٍ دَرَاهِمَ مَعْدُودَةٍ وَكَانُواْ فِيهِ مِنَ الزَّاهِدِينَ ﴿۲۰﴾ او (په پاى كې) هغه يې په ناڅيزه بيه – په څو درهمو – وپلوره او د پلورلو په اړه یې دومره هيلمن نه ول (؛ ځكه ډارېدل، چې خواله يې رابرسېره نشي). (۲۰)
وَقَالَ الَّذِي اشْتَرَاهُ مِن مِّصْرَ لاِمْرَأَتِهِ أَكْرِمِي مَثْوَاهُ عَسَى أَن يَنفَعَنَا أَوْ نَتَّخِذَهُ وَلَدًا وَكَذَلِكَ مَكَّنِّا لِيُوسُفَ فِي الأَرْضِ وَلِنُعَلِّمَهُ مِن تَأْوِيلِ الأَحَادِيثِ وَاللّهُ غَالِبٌ عَلَى أَمْرِهِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ ﴿۲۱﴾ او چا [= د مصرعزيز] چې دی یې په مصر كې وپېره، خپلې مېرمنې ته يې وويل: ((په عزت یې ساته، ښايي راته ګټور شي يا به يې په زويولۍ ونيسو)) او دغسې يوسف مو پر (دې) ځمكه مېشت كړ (دا كار مو وكړ، چې عزت يې وكړو) او د خوب تعبيرولو علم ورزده كړو. الله پر خپلو چارو لاسبر دى؛ خو ډېرى خلك نه پوهېږي. (۲۱)
وَلَمَّا بَلَغَ أَشُدَّهُ آتَيْنَاهُ حُكْمًا وَعِلْمًا وَكَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ ﴿۲۲﴾ او چې كله يوسف د مړانې (بلوغ) او مټ شو؛ نو موږ “حكم” [= نبوت یا حکمت] او “علم” وركړ او له نېكانو سره همدا ډول چلن كوو. (۲۲)
وَرَاوَدَتْهُ الَّتِي هُوَ فِي بَيْتِهَا عَن نَّفْسِهِ وَغَلَّقَتِ الأَبْوَابَ وَقَالَتْ هَيْتَ لَكَ قَالَ مَعَاذَ اللّهِ إِنَّهُ رَبِّي أَحْسَنَ مَثْوَايَ إِنَّهُ لاَ يُفْلِحُ الظَّالِمُونَ ﴿۲۳﴾ او هغې مېرمنې، چې دی يې په كور كې وسېده، نفسي غوښتنه یې ترې وکړه او ورونه يې وتړل او و يې ويل: ((راشه (درته چمتو يم!))). (يوسف ورته) وويل: ((پناه پر الله! په حقيقت کې هغه [= د مصر عزيز] خو زما بادار دى او ښه یې ساتلى يم (ايا دا کېدونې ده، چې ظلم او خيانت ورسره وكړم؟) په رښتيا ظالمان بريالي كېداى نشي.))  (۲۳)
وَلَقَدْ هَمَّتْ بِهِ وَهَمَّ بِهَا لَوْلا أَن رَّأَى بُرْهَانَ رَبِّهِ كَذَلِكَ لِنَصْرِفَ عَنْهُ السُّوءَ وَالْفَحْشَاء إِنَّهُ مِنْ عِبَادِنَا الْمُخْلَصِينَ ﴿۲۴﴾ او په حقيقت كې ښځه د يوسف پر لور ورمخکې شوه او که (يوسف هم) د خپل پالونکي څرګند دليل نه واى ليدلى (؛ نو) پر لور به یې ورمخکې شوى واى! دغسې (مو وكړل) چې بدي او بې حيايي (زنا او خيانت) ترې لرې كړو؛ (ځكه) چې هغه زموږ له مخلصو او غوره کړاى شويو بندګانو ځنې و. (۲۴)
وَاسُتَبَقَا الْبَابَ وَقَدَّتْ قَمِيصَهُ مِن دُبُرٍ وَأَلْفَيَا سَيِّدَهَا لَدَى الْبَابِ قَالَتْ مَا جَزَاء مَنْ أَرَادَ بِأَهْلِكَ سُوَءًا إِلاَّ أَن يُسْجَنَ أَوْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۲۵﴾ او (هغې غوښتل لاس ورواچوي؛ خو ترې وتښتېد) دواړو د وره خوا ته ورمنډه كړه (يوسف مخكې او ښځه ورپسې وه) او (ښځې) د شا له خوا د ده كميس (په راكښلو) څيرې كړ او دواړه په وره کې د ښځې له مېړه سره مخامخ شول، ښځې وويل: ((چا چې ستا كورنۍ ته ناوړه نيت كړى وي؛ نو سزا به يې بې له بند يا دردناك عذابه بله څه وي؟.)) (۲۵)
قَالَ هِيَ رَاوَدَتْنِي عَن نَّفْسِي وَشَهِدَ شَاهِدٌ مِّنْ أَهْلِهَا إِن كَانَ قَمِيصُهُ قُدَّ مِن قُبُلٍ فَصَدَقَتْ وَهُوَ مِنَ الكَاذِبِينَ ﴿۲۶﴾ (يوسف) وويل: ((دې په ټينګه زه د ځان لوري ته رابللم!)) او په دې وخت كې د ښځې له كورنۍ يوه شاهدي وركړه: ((كه كميس یې له مخې شلېدلى وي؛ نو ښځه رښتيا وايي او دی دروغجن دى؛؛ (۲۶)
وَإِنْ كَانَ قَمِيصُهُ قُدَّ مِن دُبُرٍ فَكَذَبَتْ وَهُوَ مِن الصَّادِقِينَ ﴿۲۷﴾ او كه كميس يې د شا له لوري شلېدلى وي؛ نو ښځه دروغجنه ده او دی رښتونى دى.)) (۲۷)
فَلَمَّا رَأَى قَمِيصَهُ قُدَّ مِن دُبُرٍ قَالَ إِنَّهُ مِن كَيْدِكُنَّ إِنَّ كَيْدَكُنَّ عَظِيمٌ ﴿۲۸﴾ نو چې کمیس یې له څټه شلېدلی ولید [حقیقت یې وموند او خاوند یې مېرمنې ته] وويل: ((دا ستاسې ښځينه مکر او چل دی، چې مکر مو هېښنده دی! (۲۸)
يُوسُفُ أَعْرِضْ عَنْ هَذَا وَاسْتَغْفِرِي لِذَنبِكِ إِنَّكِ كُنتِ مِنَ الْخَاطِئِينَ ﴿۲۹﴾ يوسفه! له دې (موضوع) تېر شه او ښځې! ته هم د خپلې ګناه بښنه وغواړه، چې له خطا كارانو ځنې يې.)) (۲۹)
وَقَالَ نِسْوَةٌ فِي الْمَدِينَةِ امْرَأَةُ الْعَزِيزِ تُرَاوِدُ فَتَاهَا عَن نَّفْسِهِ قَدْ شَغَفَهَا حُبًّا إِنَّا لَنَرَاهَا فِي ضَلاَلٍ مُّبِينٍ ﴿۳۰﴾ (دا پېښه په ښار كې ډنډوره شوه) او د ښار يوې ډلې ښځو وويل: ((د عزيز مېرمن خپل مريى ځان ته رابللى او پرې ميينه شوې ده، په رښتيا موږ یې په څرګندې غلطۍ كې وينو(چې مېړه لري او په مريي پسې ګرځي).)) (۳۰)
فَلَمَّا سَمِعَتْ بِمَكْرِهِنَّ أَرْسَلَتْ إِلَيْهِنَّ وَأَعْتَدَتْ لَهُنَّ مُتَّكَأً وَآتَتْ كُلَّ وَاحِدَةٍ مِّنْهُنَّ سِكِّينًا وَقَالَتِ اخْرُجْ عَلَيْهِنَّ فَلَمَّا رَأَيْنَهُ أَكْبَرْنَهُ وَقَطَّعْنَ أَيْدِيَهُنَّ وَقُلْنَ حَاشَ لِلّهِ مَا هَذَا بَشَرًا إِنْ هَذَا إِلاَّ مَلَكٌ كَرِيمٌ ﴿۳۱﴾ نو چې كله (د عزيز مېرمن) د دوی مکرجنې خبرې واورېدې؛ نو(څوك) يې ورپسې ولېږه (او راويې بللي) او ورته يې (په ناستون كې ګران بيه) بالښتونه ايښي ول او هرې يوې ته يې (د مېوې غوڅولو لپاره) چاړې هم وركړې وې او په دې ترڅ كې يې (يوسف ته) وويل: ((ورته راووځه!)) پر يوسف، چې د ښځو سترګې ولګېدې؛ نو ډېر ستر (او ښكلى) یې وموند (او له ډېرې حيرانتيا يې) خپل لاسونه غوڅ كړل او ويې وويل: ((پاك دى الله! دا (زلمى) خو بشر نه؛ بلكې (د ښكلا) ستره پرښته ده!)) (۳۱)
قَالَتْ فَذَلِكُنَّ الَّذِي لُمْتُنَّنِي فِيهِ وَلَقَدْ رَاوَدتُّهُ عَن نَّفْسِهِ فَاسَتَعْصَمَ وَلَئِن لَّمْ يَفْعَلْ مَا آمُرُهُ لَيُسْجَنَنَّ وَلَيَكُونًا مِّنَ الصَّاغِرِينَ ﴿۳۲﴾ ( د عزيز مېرمنې) وويل: ((دا هماغه دى، چې تاسې پرې گرمه كړې وم، په رښتینه کې ما ترې ځان وغوښت؛ خو ډډه يې وكړه او كه زما په وينا ونکړي باید بندي شي او خوارۍ او ذلت ته غاړه کېدي.)) (۳۲)
قَالَ رَبِّ السِّجْنُ أَحَبُّ إِلَيَّ مِمَّا يَدْعُونَنِي إِلَيْهِ وَإِلاَّ تَصْرِفْ عَنِّي كَيْدَهُنَّ أَصْبُ إِلَيْهِنَّ وَأَكُن مِّنَ الْجَاهِلِينَ ﴿۳۳﴾ (يوسف) وويل: ((پالونكيه! تر هغه څه چې دوى مې وربولي، زندان راته غوره دی او كه ته د دوی (د ښځو) چلونه رانه وانه ړوې (؛ نو) ورمات او له ناپوهانو به شم.)) (۳۳)
فَاسْتَجَابَ لَهُ رَبُّهُ فَصَرَفَ عَنْهُ كَيْدَهُنَّ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ﴿۳۴﴾ نو خپل پالونكي يې دعا قبوله كړه او د ښځو چلونه يې ترې واړول؛ (ځكه) چې یوازې هغه پوه اورېدونكى دى. (۳۴)
ثُمَّ بَدَا لَهُم مِّن بَعْدِ مَا رَأَوُاْ الآيَاتِ لَيَسْجُنُنَّهُ حَتَّى حِينٍ ﴿۳۵﴾ بیا دوی د (یوسف) د پاکۍ د نښو تر ليدو روسته غوره وګڼله، چې تر یوې مودې یې بندي کړي.(۳۵)
وَدَخَلَ مَعَهُ السِّجْنَ فَتَيَانَ قَالَ أَحَدُهُمَآ إِنِّي أَرَانِي أَعْصِرُ خَمْرًا وَقَالَ الآخَرُ إِنِّي أَرَانِي أَحْمِلُ فَوْقَ رَأْسِي خُبْزًا تَأْكُلُ الطَّيْرُ مِنْهُ نَبِّئْنَا بِتَأْوِيلِهِ إِنَّا نَرَاكَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ ﴿۳۶﴾ او دوه تنه ځوانان (هم) له ده سره زندان ته ننوتل، چې يو يې وويل: ((په خوب كې مې وليدل، چې (انګور) شرابو (ته) زبېښم))، بل وويل: ((په خوب كې مې وليدل، چې پر خپل سر ډوډۍ وړم او مارغان یې خوري؛ موږ یې له مانا خبر کړه؛ (ځکه) چې ته له نېكانو راته ښکارې.)) (۳۶)
قَالَ لاَ يَأْتِيكُمَا طَعَامٌ تُرْزَقَانِهِ إِلاَّ نَبَّأْتُكُمَا بِتَأْوِيلِهِ قَبْلَ أَن يَأْتِيكُمَا ذَلِكُمَا مِمَّا عَلَّمَنِي رَبِّي إِنِّي تَرَكْتُ مِلَّةَ قَوْمٍ لاَّ يُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَهُم بِالآخِرَةِ هُمْ كَافِرُونَ ﴿۳۷﴾ (يوسف) وويل: ((ستاسې ورځېني خواړه به يې لا نه وي راوړي، چې ددې خوبونو پر تعبير به مو پوه كړم؛ دا (تعبيرونه)، له هغې پوهې دي، چې زما پالونكي راښوولې ده. واقعيت دادى، چې ما د هغه قوم دين پرېښى، چې پر الله ايمان نه لري او پر آخرت كافران دي (چې ددغسې لورنې وړ شوم)  (۳۷)
وَاتَّبَعْتُ مِلَّةَ آبَآئِي إِبْرَاهِيمَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ مَا كَانَ لَنَا أَن نُّشْرِكَ بِاللّهِ مِن شَيْءٍ ذَلِكَ مِن فَضْلِ اللّهِ عَلَيْنَا وَعَلَى النَّاسِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَشْكُرُونَ ﴿۳۸﴾ او ما د خپلو پلرنو؛ ابراهيم، اسحق او يعقوب د دين لاروي كړې ده، موږ ته نه ښايي، چې کوم څیز له الله سره شريك کړو، دا پر موږ او خلكو د الله یو فضل دى؛ خو ډېر خلك نامنندوی دي. (۳۸)
يَا صَاحِبَيِ السِّجْنِ أَأَرْبَابٌ مُّتَفَرِّقُونَ خَيْرٌ أَمِ اللّهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ ﴿۳۹﴾ دوه زنداني ملګرو! ايا خواره واره (او ګڼ شمېر) پالونکي غوره دي يا ایکي يو زورور”الله” (چې پر هر څه او هر چا برلاس دی)؟! (۳۹)
مَا تَعْبُدُونَ مِن دُونِهِ إِلاَّ أَسْمَاء سَمَّيْتُمُوهَا أَنتُمْ وَآبَآؤُكُم مَّا أَنزَلَ اللّهُ بِهَا مِن سُلْطَانٍ إِنِ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلّهِ أَمَرَ أَلاَّ تَعْبُدُواْ إِلاَّ إِيَّاهُ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ ﴿۴۰﴾ تاسې د هغه (= الله) پرځاى بې له (څو) نامو بل څه نه لمانځئ، چې تاسې او پلرنو مو پرې ايښي دي او الله يې پر (حقانيت) كوم لاسوند نازل كړى نه دى، حكم يوازې د “الله” دى؛ امر يې كړى، چې بې له ده بل مه لمانځئ، همدا سم سیده دين دى؛ خو ډېر خلك نه پوهېږي. (۴۰)
يَا صَاحِبَيِ السِّجْنِ أَمَّا أَحَدُكُمَا فَيَسْقِي رَبَّهُ خَمْرًا وَأَمَّا الآخَرُ فَيُصْلَبُ فَتَأْكُلُ الطَّيْرُ مِن رَّأْسِهِ قُضِيَ الأَمْرُ الَّذِي فِيهِ تَسْتَفْتِيَانِ ﴿۴۱﴾ د زندان دوو ملګرو! خو له تاسې يو (ازادېږي او) او د خپل خاوند (د مصر باچا) د شرابو ساقي به شي او بل پر دار ځړېږي؛ نو مارغان به يې سر [په ټونګو ټونګو] وخوري او د هغه چار پرېکړه شوې ده، چې په اړه يې مو وپوښتل.)) (۴۱)
وَقَالَ لِلَّذِي ظَنَّ أَنَّهُ نَاجٍ مِّنْهُمَا اذْكُرْنِي عِندَ رَبِّكَ فَأَنسَاهُ الشَّيْطَانُ ذِكْرَ رَبِّهِ فَلَبِثَ فِي السِّجْنِ بِضْعَ سِنِينَ ﴿۴۲﴾ او (يوسف) له هغو دوو يوه ته يې، چې د خوشې كېدو ګومان پرې و، وويل: ((خپل خاوند[= د مصر باچا] ته دې زما يادونه وكړه (چې له بنده مې خوشې كړي)))؛ خو شيطان د مصر باچا ته دهغه وريادول هېر كړل، په پايله كې (يوسف) څو کاله (د درېیو او نهو کلونو ترمنځ) په بند كې پاتې شو.

(۴۲)

وَقَالَ الْمَلِكُ إِنِّي أَرَى سَبْعَ بَقَرَاتٍ سِمَانٍ يَأْكُلُهُنَّ سَبْعٌ عِجَافٌ وَسَبْعَ سُنبُلاَتٍ خُضْرٍ وَأُخَرَ يَابِسَاتٍ يَا أَيُّهَا الْمَلأُ أَفْتُونِي فِي رُؤْيَايَ إِن كُنتُمْ لِلرُّؤْيَا تَعْبُرُونَ ﴿۴۳﴾ او باچا وويل: ((ما (په خوب كې) وليدل، چې اوه څربې غواوې دي، چې اوه خوارې (غواوې) يې خوري او (بيا مې) اوه شنه وږي او نور اوه وچ وږي (وليدل، چې وچ پر شنو راتاو شول او له منځه يې يووړل) د قوم مشرانو! كه تاسې د خوبونو پر تعبير پوهېږئ؛ نو دا خوب مې تعبير كړئ!))  (۴۳)
قَالُواْ أَضْغَاثُ أَحْلاَمٍ وَمَا نَحْنُ بِتَأْوِيلِ الأَحْلاَمِ بِعَالِمِينَ ﴿۴۴﴾ (مشرانو) وويل: ((دا خو ګډوډ خوبونه دي، چې موږ ددې ډول خوبونو پر تعبير نه پوهېږو.)) (۴۴)
وَقَالَ الَّذِي نَجَا مِنْهُمَا وَادَّكَرَ بَعْدَ أُمَّةٍ أَنَاْ أُنَبِّئُكُم بِتَأْوِيلِهِ فَأَرْسِلُونِ ﴿۴۵﴾ او له هغو دوو تنو بنديانو، يو خوشې شوي ته، چې تر څه مودې روسته د (يوسف) خبره ورياده شوې وه، وويل: ((ما (د يوسف بندي لیدو ته) ولېږئ، چې د خوب له تعبيره مو خبركړم.)) (۴۵)
يُوسُفُ أَيُّهَا الصِّدِّيقُ أَفْتِنَا فِي سَبْعِ بَقَرَاتٍ سِمَانٍ يَأْكُلُهُنَّ سَبْعٌ عِجَافٌ وَسَبْعِ سُنبُلاَتٍ خُضْرٍ وَأُخَرَ يَابِسَاتٍ لَّعَلِّي أَرْجِعُ إِلَى النَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَعْلَمُونَ ﴿۴۶﴾ (بند ته ورغى، و يې ويل:) يوسفه! ډېر رښتونيه! (دا خوب) راتعبير كړه، “اوه څربې غواوې دي، چې اوه خوارې غواوې يې خوري او اوه شنه وږي او اوه وچ” چې خلكو ته ورستون شم، ښايي (ددې خوب پر تعبير) پوه شي. (۴۶)
قَالَ تَزْرَعُونَ سَبْعَ سِنِينَ دَأَبًا فَمَا حَصَدتُّمْ فَذَرُوهُ فِي سُنبُلِهِ إِلاَّ قَلِيلًا مِّمَّا تَأْكُلُونَ ﴿۴۷﴾ يوسف وويل: ((اوه كاله پرله پسې پر كرنه بوخت شئ او څه چې مو ورېبل؛ نو لږ يې وخورئ او نور پخپلو وږيو كې پرېږدئ (او زېرمه يې كړئ)؛ (۴۷)
ثُمَّ يَأْتِي مِن بَعْدِ ذَلِكَ سَبْعٌ شِدَادٌ يَأْكُلْنَ مَا قَدَّمْتُمْ لَهُنَّ إِلاَّ قَلِيلًا مِّمَّا تُحْصِنُونَ ﴿۴۸﴾ بيا به (په دې اوو ودانو كلونو پسې) اوه كاله سخته (سوکړه) راشي او چې څه مو ورته زېرمه كړي وو، و به يې خورئ؛ خو لږ څه به (د تخم لپاره) پرېږدئ؛ (۴۸)
ثُمَّ يَأْتِي مِن بَعْدِ ذَلِكَ عَامٌ فِيهِ يُغَاثُ النَّاسُ وَفِيهِ يَعْصِرُونَ ﴿۴۹﴾ بيا (د وچكالۍ په كلونو) پسې يو كال راځي، چې پکې پر خلکو به بارانونه وورېږي او په دې كال كې به خلك (مېوې او غوړې دانې) وزبېښي (او بركتي كال به وي.)))
(۴۹)
وَقَالَ الْمَلِكُ ائْتُونِي بِهِ فَلَمَّا جَاءهُ الرَّسُولُ قَالَ ارْجِعْ إِلَى رَبِّكَ فَاسْأَلْهُ مَا بَالُ النِّسْوَةِ اللاَّتِي قَطَّعْنَ أَيْدِيَهُنَّ إِنَّ رَبِّي بِكَيْدِهِنَّ عَلِيمٌ ﴿۵۰﴾ او باچا وويل: ((هغه ما ته راولئ.))؛ خو چې استازى يوسف ته ورغى (يوسف ورته) وويل: ((خپل باچا ته ورستون شه او د هغو ښځو حال ترې وپوښته، چې خپل لاسونه يې غوڅ كړي وو؟ بېشكه چې زما پالونكى د دوى پر مكارۍ ښه خبر دى.)) (۵۰)
قَالَ مَا خَطْبُكُنَّ إِذْ رَاوَدتُّنَّ يُوسُفَ عَن نَّفْسِهِ قُلْنَ حَاشَ لِلّهِ مَا عَلِمْنَا عَلَيْهِ مِن سُوءٍ قَالَتِ امْرَأَةُ الْعَزِيزِ الآنَ حَصْحَصَ الْحَقُّ أَنَاْ رَاوَدتُّهُ عَن نَّفْسِهِ وَإِنَّهُ لَمِنَ الصَّادِقِينَ ﴿۵۱﴾ (پاچا ښځې راوغوښتې او) و يې ويل: ((تاسې چې له يوسفه ځان غوښتى و؛ نو دا پېښه مو څه وه؟)) ويې ويل: ((پاك دى الله، موږ پكې څه بدي و نه ليده!)) (په دې وخت كې) د عزيز مېرمنې وويل: ((اوس حق څرګند شو! همدا زه وم (چې) ځان مې ترې غوښتى و او بېشكه هغه له رښتونيو دى. (۵۱)
ذَلِكَ لِيَعْلَمَ أَنِّي لَمْ أَخُنْهُ بِالْغَيْبِ وَأَنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي كَيْدَ الْخَائِنِينَ ﴿۵۲﴾ (يوسف وويل:) دا خبره مې؛ ځكه وكړه چې (عزيز) په دې پوه شي، چې ما پسې شا خيانت ورسره کړی نه دى او په رښتیا چې الله د خاينانو چلونه ځاى ته نه رسوي. (۵۲)
وَمَا أُبَرِّئُ نَفْسِي إِنَّ النَّفْسَ لأَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ إِلاَّ مَا رَحِمَ رَبِّيَ إِنَّ رَبِّي غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۵۳﴾ او ځان نه سپينوم؛ (ځکه) چې (انساني) نفس د بدیو پر لور ډېر هڅوونکی (بد امره) دی؛ خو پر چا چې زما پالونكى ولورېږي؛ ځكه زما پالونكى لورین بښونكى دى)) (۵۳)
وَقَالَ الْمَلِكُ ائْتُونِي بِهِ أَسْتَخْلِصْهُ لِنَفْسِي فَلَمَّا كَلَّمَهُ قَالَ إِنَّكَ الْيَوْمَ لَدَيْنَا مِكِينٌ أَمِينٌ ﴿۵۴﴾ او پاچا وويل: ((هغه ما ته راولئ، چې ځانګړى (سلاکار) مې شي)) چې (يوسف ورغى او له) باچا سره يې خبرې وكړې (؛ نو باچا يې پر عقلمنۍ او ځيركۍ پوه شو او) ويې ويل: ((په رښتيا نن راسره واکمن امین يې)) (۵۴)
قَالَ اجْعَلْنِي عَلَى خَزَآئِنِ الأَرْضِ إِنِّي حَفِيظٌ عَلِيمٌ ﴿۵۵﴾ (يوسف) وويل: ((ما د هېواد (مصر) پر (اقتصادي) سرچينو وګوماره، چې کارپوه ساتونكى يم.)) (۵۵)
وَكَذَلِكَ مَكَّنِّا لِيُوسُفَ فِي الأَرْضِ يَتَبَوَّأُ مِنْهَا حَيْثُ يَشَاءُ نُصِيبُ بِرَحْمَتِنَا مَن نَّشَاء وَلاَ نُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ ﴿۵۶﴾ او دغسې موږ يوسف ته (د مصر) پر ځمكه واكمني وركړه، چې چېرى يې خوښه وه وسېداى شو، موږ خپل رحمت چاته چې وغواړو (او وړ يې وبولو) ور پر برخه كوو او د نېكانو اجر نه لاهو كوو.(۵۶)
وَلَأَجْرُ الآخِرَةِ خَيْرٌ لِّلَّذِينَ آمَنُواْ وَكَانُواْ يَتَّقُونَ ﴿۵۷﴾ (خو) د آخرت بدله مؤمنو پرهېزګارانو ته غوره ده. (۵۷)
وَجَاء إِخْوَةُ يُوسُفَ فَدَخَلُواْ عَلَيْهِ فَعَرَفَهُمْ وَهُمْ لَهُ مُنكِرُونَ ﴿۵۸﴾ (د كنعان سيمه سوکړې نيولې وه) او د يوسف روڼه (د خوراک توکيو (غلې) د لاس ته راوړو لپاره مصر ته) راغلل او یوسف ته ورغلل، يوسف دوى وپېژندل؛ خو روڼو يې يوسف ونه پېژاند. (۵۸)
وَلَمَّا جَهَّزَهُم بِجَهَازِهِمْ قَالَ ائْتُونِي بِأَخٍ لَّكُم مِّنْ أَبِيكُمْ أَلاَ تَرَوْنَ أَنِّي أُوفِي الْكَيْلَ وَأَنَاْ خَيْرُ الْمُنزِلِينَ ﴿۵۹﴾ او چې (يوسف) دوی د غلې څټه تياره كړه، ورته يې وويل: (((بل ځل) خپل مېرنى رور راولئ؛ ايا نه ګورئ، په څه شان پېمانه ډكه اړوم او غوره کوربه ‏يم؟(۵۹)
فَإِن لَّمْ تَأْتُونِي بِهِ فَلاَ كَيْلَ لَكُمْ عِندِي وَلاَ تَقْرَبُونِ ﴿۶۰﴾ خو كه هغه را نه ولئ؛ نو له ما سره تاسې ته غله نشته او نه رانژدې شئ.)) (۶۰)
قَالُواْ سَنُرَاوِدُ عَنْهُ أَبَاهُ وَإِنَّا لَفَاعِلُونَ ﴿۶۱﴾ دوى وويل: ((موږ به دهغه له پلار سره خبرې وكړو (او هڅه به وكړو، چې پر رالېږلو يې راضي شي) او دا كار به وكړو.)) (۶۱)
وَقَالَ لِفِتْيَانِهِ اجْعَلُواْ بِضَاعَتَهُمْ فِي رِحَالِهِمْ لَعَلَّهُمْ يَعْرِفُونَهَا إِذَا انقَلَبُواْ إِلَى أَهْلِهِمْ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ ﴿۶۲﴾ او (يوسف بيا) خپلو مامورينو ته وويل: ((دوى چې (د غلې په بدل كې) كومه پانګه دركړې، په څټو كې یې وركېدئ! ښايي خپلو كورنيو ته یې تر رسېدو روسته وپېژني او بيا راشي.)) (۶۲)
فَلَمَّا رَجِعُوا إِلَى أَبِيهِمْ قَالُواْ يَا أَبَانَا مُنِعَ مِنَّا الْكَيْلُ فَأَرْسِلْ مَعَنَا أَخَانَا نَكْتَلْ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ ﴿۶۳﴾ نو چې دوی خپل پلار ته ورستانه شول، و يې ويل: ((پلاره! (زموږ د رور بنيامين په نشتون كې د غلې) پيمانه رانه ایساره کړای شوه؛ نو رور مو راسره ولېږه، چې (د غلې) پيمانه واخلو او موږ به يې هرومرو وساتو.)) (۶۳)
قَالَ هَلْ آمَنُكُمْ عَلَيْهِ إِلاَّ كَمَا أَمِنتُكُمْ عَلَى أَخِيهِ مِن قَبْلُ فَاللّهُ خَيْرٌ حَافِظًا وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ ﴿۶۴﴾ (يعقوب) وويل: ((ايا دده په اړه هماغسې باور درباندې وكړم؛ لكه چې تر دې مخكې مې دده د رور (يوسف) په باب درباندې كړى و (او ومو ليدل، چې څه وشول)؟! نو (په هر حال) الله ډېر ښه ساتندوى او هغه ستر لوروونکی دی.)) (۶۴)
وَلَمَّا فَتَحُواْ مَتَاعَهُمْ وَجَدُواْ بِضَاعَتَهُمْ رُدَّتْ إِلَيْهِمْ قَالُواْ يَا أَبَانَا مَا نَبْغِي هَذِهِ بِضَاعَتُنَا رُدَّتْ إِلَيْنَا وَنَمِيرُ أَهْلَنَا وَنَحْفَظُ أَخَانَا وَنَزْدَادُ كَيْلَ بَعِيرٍ ذَلِكَ كَيْلٌ يَسِيرٌ ﴿۶۵﴾ او چې دوی خپلې څټې پرانستې؛ نو ويې ليدل، چې د دوی پانګه يې بېرته وركړې ده، و يې ويل: ((پلاره! موږ نور څه غواړو؟!، دا زموږ پانګه ده، چې بېرته راكړه شوې ده (؛ نو څومره به ښه وي، چې رور راسره ولېږې) او خپلې كورنۍ ته غله راوړو، خپل رور به هم وساتو او يو اوښ ورى به نور هم زيات راوړو، دا (يو اوښ ورى) پيمانه (د مصر عزيز ته) ناڅيزه ده.)) (۶۵)
قَالَ لَنْ أُرْسِلَهُ مَعَكُمْ حَتَّى تُؤْتُونِ مَوْثِقًا مِّنَ اللّهِ لَتَأْتُنَّنِي بِهِ إِلاَّ أَن يُحَاطَ بِكُمْ فَلَمَّا آتَوْهُ مَوْثِقَهُمْ قَالَ اللّهُ عَلَى مَا نَقُولُ وَكِيلٌ ﴿۶۶﴾ و يې ويل: ((تر هغه به یې له تاسې سره و نه لېږم، چې ټينګه الهي ژمنه راسره وكړئ، چې هرومرو به یې بېرته رارسوئ؛ خو داچې (د مرګ يا بل لامل له مخې) بېوسې شئ؛ نو چې ژمنه یې ورسره وكړه؛ پلار يې وويل: “څه چې وايو، الله پرې څارن او ساتندوى دى!)) (۶۶)
وَقَالَ يَا بَنِيَّ لاَ تَدْخُلُواْ مِن بَابٍ وَاحِدٍ وَادْخُلُواْ مِنْ أَبْوَابٍ مُّتَفَرِّقَةٍ وَمَا أُغْنِي عَنكُم مِّنَ اللّهِ مِن شَيْءٍ إِنِ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلّهِ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَعَلَيْهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُونَ ﴿۶۷﴾ او (مصر ته د خوځېدو پرمهال، يعقوب) وويل: ((زامنو! (ښار ته ټول) پر يوه وره مه ورننوځئ؛ بلكې له بېلابېلو ورونو ورننوځئ (چې د خلكو درته پام نشي) او (زه په دې سپارښتنه) د الله له لوري د (کېدونې) کومې پېښې مخه نشم نيواى، حكم يوازې د الله دى، ما پر هماغه توكل كړى او توكل كوونكى بايد توكل پرې وكړي.)) (۶۷)
وَلَمَّا دَخَلُواْ مِنْ حَيْثُ أَمَرَهُمْ أَبُوهُم مَّا كَانَ يُغْنِي عَنْهُم مِّنَ اللّهِ مِن شَيْءٍ إِلاَّ حَاجَةً فِي نَفْسِ يَعْقُوبَ قَضَاهَا وَإِنَّهُ لَذُو عِلْمٍ لِّمَا عَلَّمْنَاهُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ ﴿۶۸﴾ او دوی هماغسې د خپل پلار له لارښوونې سره سم، ښار ته ورننوتل، دې كار الهي حتمي پېښه ترې ایسارولای نشوه؛ خو [هر څه چې وو] د يعقوب يوه روحي اړتيا وه، چې (دغسې) یې پوره كړه (او خاطر يې ارام شو) او بېشكه هغه زموږ د ورښوولي علم خاوند و؛ خو ډېر خلك نه پوهېږي (چې تقدير په تدبير نه بدلېږي). (۶۸)
وَلَمَّا دَخَلُواْ عَلَى يُوسُفَ آوَى إِلَيْهِ أَخَاهُ قَالَ إِنِّي أَنَاْ أَخُوكَ فَلاَ تَبْتَئِسْ بِمَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ ﴿۶۹﴾ او چې كله روڼه يوسف ته ورننوتل؛ نو خپل (سکه) رور (بنيامين) یې له ځان سره كېناوه (او) ويې ويل: ((په رښتینه کې زه ستا ‏(هماغه ورک) رور يم!؛ نو څه چې (روڼو) كړي وو، مه خپه كېږه!)). (۶۹)
فَلَمَّا جَهَّزَهُم بِجَهَازِهِمْ جَعَلَ السِّقَايَةَ فِي رَحْلِ أَخِيهِ ثُمَّ أَذَّنَ مُؤَذِّنٌ أَيَّتُهَا الْعِيرُ إِنَّكُمْ لَسَارِقُونَ ﴿۷۰﴾ او چې (د يوسف مامور) د دوی څټې وروتړلې؛ نو د باچا د اوبو څښلو کټورى يې د ده د (سكني) رور په څټه كې كېښود، بيا (د يوسف په لارښوونه) جارچي نارې كړې: ((كاروانيانو! تاسې خو غله ياست.)) (۷۰)
قَالُواْ وَأَقْبَلُواْ عَلَيْهِم مَّاذَا تَفْقِدُونَ ﴿۷۱﴾ كاروانيان راوګرځېدل او ويې ويل: ((څه مو ورك شوي دي؟)) (۷۱)
قَالُواْ نَفْقِدُ صُوَاعَ الْمَلِكِ وَلِمَن جَاء بِهِ حِمْلُ بَعِيرٍ وَأَنَاْ بِهِ زَعِيمٌ ﴿۷۲﴾ (د باچا مامورينو) وويل: ((د باچا کټورى مو ورك كړى دى! او چا چې راووړ، د يوه اوښ ورى غله به وركړه شي او زه ددې (بدلې) ضامن يم.)) (۷۲)
قَالُواْ تَاللّهِ لَقَدْ عَلِمْتُم مَّا جِئْنَا لِنُفْسِدَ فِي الأَرْضِ وَمَا كُنَّا سَارِقِينَ ﴿۷۳﴾ (روڼو) وويل: ((پر الله قسم تاسې پوهېږئ، چې موږ دې هېواد ته د فساد لپاره نه يو راغلي او نه غله يو!)) (۷۳)
قَالُواْ فَمَا جَزَآؤُهُ إِن كُنتُمْ كَاذِبِينَ ﴿۷۴﴾ ویې ويل: ((نو كه دروغ مو ویلي وي، د غله سزا څه ده؟)) (۷۴)
قَالُواْ جَزَآؤُهُ مَن وُجِدَ فِي رَحْلِهِ فَهُوَ جَزَاؤُهُ كَذَلِكَ نَجْزِي الظَّالِمِينَ ﴿۷۵﴾ (روڼو) وويل: ((سزا يې (هماغه) كس دى، چې (کټورى) يې په څټه كې پېدا شي (او ددې كار په سزا كې به ستاسې مريى وي) موږ ظالمانو (غلو ته) دغسې سزا وركوو)). (۷۵)
فَبَدَأَ بِأَوْعِيَتِهِمْ قَبْلَ وِعَاء أَخِيهِ ثُمَّ اسْتَخْرَجَهَا مِن وِعَاء أَخِيهِ كَذَلِكَ كِدْنَا لِيُوسُفَ مَا كَانَ لِيَأْخُذَ أَخَاهُ فِي دِينِ الْمَلِكِ إِلاَّ أَن يَشَاءَ اللّهُ نَرْفَعُ دَرَجَاتٍ مِّن نَّشَاء وَفَوْقَ كُلِّ ذِي عِلْمٍ عَلِيمٌ ﴿۷۶﴾ نو په دې وخت كې (يوسف) د خپل (سكني) رور له څټې مخكې د هغو نورو د څټو په لټولو پيل وكړ، چې کټورى يې د خپل رور له څټې را و ايست، داسې مو يوسف ته چاره او تدبير ورښوولى و (؛ ځكه) هغه (د مصر) د باچا د قانون له مخې خپل رور نشو نيواى؛ خو داچې الله وغواړي. زموږ چې چا ته خوښه شي، درجې يې لوړوو او د هر يوه پوهندوی پر سر بل ښه پوه شته (خو له الله سره نه برابر شته او نه ترې پورته) (۷۶)
قَالُواْ إِن يَسْرِقْ فَقَدْ سَرَقَ أَخٌ لَّهُ مِن قَبْلُ فَأَسَرَّهَا يُوسُفُ فِي نَفْسِهِ وَلَمْ يُبْدِهَا لَهُمْ قَالَ أَنتُمْ شَرٌّ مَّكَانًا وَاللّهُ أَعْلَمْ بِمَا تَصِفُونَ ﴿۷۷﴾ (روڼو) وويل: ((كه (نن) هغه (بنيامين) غلا كړې (؛ نو د حېرانتيا خبره نه ده؛) تردې مخكې رور يې (يوسف) هم غلا كړې ده.)) يوسف (سخت خپه شو او) دا خپګان يې پر زړه وزغامه او ورته يې ښكاره نه کړ؛ (همدومره يې په زړه کې) وويل: ((تاسې (زما په آند) د مرتبې (چې رور مو له پلاره غلا كړ او د مريي په نامه مو وپلوره) له پلوه ډېر بد خلك ياست او الله په هغه خبره ښه پوهېږي، چې تاسې يې (د يوسف په اړه) كوئ.)) (۷۷)
قَالُواْ يَا أَيُّهَا الْعَزِيزُ إِنَّ لَهُ أَبًا شَيْخًا كَبِيرًا فَخُذْ أَحَدَنَا مَكَانَهُ إِنَّا نَرَاكَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ ﴿۷۸﴾ روڼو وويل: ((عزيزه! البته پلار یې بوډا دى (چې سخت خپه كېږي) پر ځاى یې له موږه كوم يو ونيسه په رښتیا موږ تا له نېکانو وینو.)) (۷۸)
قَالَ مَعَاذَ اللّهِ أَن نَّأْخُذَ إِلاَّ مَن وَجَدْنَا مَتَاعَنَا عِندَهُ إِنَّآ إِذًا لَّظَالِمُونَ ﴿۷۹﴾ يوسف وويل: ((الله ته له دې پناه ده چې بې له هغه بل ونيسو، چې زموږ لوښى (کټورى) ورسره راوتلى؛ نو له ظالمانو به يو.))  (۷۹)
فَلَمَّا اسْتَيْأَسُواْ مِنْهُ خَلَصُواْ نَجِيًّا قَالَ كَبِيرُهُمْ أَلَمْ تَعْلَمُواْ أَنَّ أَبَاكُمْ قَدْ أَخَذَ عَلَيْكُم مَّوْثِقًا مِّنَ اللّهِ وَمِن قَبْلُ مَا فَرَّطتُمْ فِي يُوسُفَ فَلَنْ أَبْرَحَ الأَرْضَ حَتَّىَ يَأْذَنَ لِي أَبِي أَوْ يَحْكُمَ اللّهُ لِي وَهُوَ خَيْرُ الْحَاكِمِينَ ﴿۸۰﴾ او چې (روڼه) ترې نهيلي شول؛ نو په ګوښه كې په مشوره بوخت شول، مشر (رور) يې وويل: ((ايا نه پوهېږئ، چې پلار مو د الله په نامه ټينګه ژمنه درنه اخستې او تردې مخكې (هم) تاسې د يوسف په باب (ورته) پاتې راغلي ياست، زه به هېڅكله له دې هېواده تر هغه ولاړ نشم، چې پلار مې اجازه راكړي يا الله زما په باب پرېكړه وكړي، چې هغه ډېر غوره پرېکړه كوونكى دى. (۸۰)
ارْجِعُواْ إِلَى أَبِيكُمْ فَقُولُواْ يَا أَبَانَا إِنَّ ابْنَكَ سَرَقَ وَمَا شَهِدْنَا إِلاَّ بِمَا عَلِمْنَا وَمَا كُنَّا لِلْغَيْبِ حَافِظِينَ ﴿۸۱﴾ تاسې خپل پلار ته ورستانه شئ او (ورته) ووايئ: پلاره! په رښتینه کې ستا زوى غلا كړې ده او چې څه راته معلوم دي، بې له هغه مو شاهدي نه ده ورکړې او موږ د پټو (چارو) څارونکي نه وو. (۸۱)
وَاسْأَلِ الْقَرْيَةَ الَّتِي كُنَّا فِيهَا وَالْعِيْرَ الَّتِي أَقْبَلْنَا فِيهَا وَإِنَّا لَصَادِقُونَ ﴿۸۲﴾ او (كه ستا باور نه کېږي؛ نو) له هغه كلي وپوښته، چې موږ پكې وو او (همداراز) له هغه كاروانه (وپوښته) چې پکې راغليو يو او موږ (په خپلې وينا كې) بيخي رښتوني يو.)) (۸۲)
قَالَ بَلْ سَوَّلَتْ لَكُمْ أَنفُسُكُمْ أَمْرًا فَصَبْرٌ جَمِيلٌ عَسَى اللّهُ أَن يَأْتِيَنِي بِهِمْ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ ﴿۸۳﴾ (يعقوب) وويل: (((داسې نه ده)؛ بلكې تاسې ته ځاني غوښتنو مو یو (ناسم) عمل درښايسته كړى؛ نو [چاره مې] نېک صبر دی هيله ده، الله ټول راته راولي؛ (ځكه) چې هغه پوه حكيم دى.)) (۸۳)
وَتَوَلَّى عَنْهُمْ وَقَالَ يَا أَسَفَى عَلَى يُوسُفَ وَابْيَضَّتْ عَيْنَاهُ مِنَ الْحُزْنِ فَهُوَ كَظِيمٌ ﴿۸۴﴾ او (يعقوب) ترې مخ واړاوه او و يې ويل: ((هى هى يوسفه!)) او د سترګو تور يې سپين شوي وو؛ خو غمونه يې (پر زړه) زغمل (او هېڅكله يې ناشكري نه کوله). (۸۴)
قَالُواْ تَالله تَفْتَأُ تَذْكُرُ يُوسُفَ حَتَّى تَكُونَ حَرَضًا أَوْ تَكُونَ مِنَ الْهَالِكِينَ ﴿۸۵﴾ (زامنو يې) وويل: ((پر الله قسم! ته چې يوسف دومره يادوې، ناروغ يا مړ به شې!)) (۸۵)
قَالَ إِنَّمَا أَشْكُو بَثِّي وَحُزْنِي إِلَى اللّهِ وَأَعْلَمُ مِنَ اللّهِ مَا لاَ تَعْلَمُونَ ﴿۸۶﴾ (يعقوب) وويل: ((زه خو خپل غم و خپګان يوازې الله ته ژاړم او د الله له لوري، چې څه راښوول شوي، تاسې پرې نه پوهېږئ. (۸۶)
يَا بَنِيَّ اذْهَبُواْ فَتَحَسَّسُواْ مِن يُوسُفَ وَأَخِيهِ وَلاَ تَيْأَسُواْ مِن رَّوْحِ اللّهِ إِنَّهُ لاَ يَيْأَسُ مِن رَّوْحِ اللّهِ إِلاَّ الْقَوْمُ الْكَافِرُونَ ﴿۸۷﴾ زامنو! ولاړ شئ، يوسف او رور يې ولټوئ او د الله له لورنې مه نهيلېږئ، چې يوازې كافران يې له لورنې نهيلېږي.)) (۸۷)
فَلَمَّا دَخَلُواْ عَلَيْهِ قَالُواْ يَا أَيُّهَا الْعَزِيزُ مَسَّنَا وَأَهْلَنَا الضُّرُّ وَجِئْنَا بِبِضَاعَةٍ مُّزْجَاةٍ فَأَوْفِ لَنَا الْكَيْلَ وَتَصَدَّقْ عَلَيْنَآ إِنَّ اللّهَ يَجْزِي الْمُتَصَدِّقِينَ ﴿۸۸﴾ نو چې (روڼه مصر ته ولاړل او) يوسف ته ورغلل؛ نو و يې ويل: ((عزيزه! موږ او كورنۍ مو پر (سختو) ستونزو اخته ده او له ځان سره مو ناڅيزه پانګه راوړې ده؛ نو پوره پيمانه راكړه او خيرات هم راباندې وكړه، چې الله خيرات وركوونكيو ته بدله وركوي.))  (۸۸)
قَالَ هَلْ عَلِمْتُم مَّا فَعَلْتُم بِيُوسُفَ وَأَخِيهِ إِذْ أَنتُمْ جَاهِلُونَ ﴿۸۹﴾ (يوسف) وويل: ((ايا پوه شوئ، چې تاسې د ناپوهۍ پر وخت (او ځوانۍ کې) له يوسف او رور سره يې څه وكړل؟)) (۸۹)
قَالُواْ أَإِنَّكَ لَأَنتَ يُوسُفُ قَالَ أَنَاْ يُوسُفُ وَهَذَا أَخِي قَدْ مَنَّ اللّهُ عَلَيْنَا إِنَّهُ مَن يَتَّقِ وَيِصْبِرْ فَإِنَّ اللّهَ لاَ يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ ﴿۹۰﴾ روڼو وويل: ((ايا ته (هماغه) يوسف يې؟)) ويي ويل: (((هو!) زه يوسف يم او دا زما رور دى، په رښتینه کې، الله پر موږ احسان وكړ (او) حقیقت دا دی څوك چې پرهېزګاري او زغم وکړي (؛ نو په پاى كې بريالي كېږي؛) ځكه الله د نېكانو بدله نه لاهو كوي.)) (۹۰)
قَالُواْ تَاللّهِ لَقَدْ آثَرَكَ اللّهُ عَلَيْنَا وَإِن كُنَّا لَخَاطِئِينَ ﴿۹۱﴾ (روڼو) وويل: ((پر الله قسم، په رښتيا الله ته پر موږ غوره كړى يې او موږ چورلټ ورانکاري وو!)) (۹۱)
قَالَ لاَ تَثْرَيبَ عَلَيْكُمُ الْيَوْمَ يَغْفِرُ اللّهُ لَكُمْ وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ ﴿۹۲﴾ (يوسف) وويل: ((نن هېڅ پړه درباندې نشته، الله دې بښنه درته وکړي او هغه ستر ‏لورين دى؛ (۹۲)
اذْهَبُواْ بِقَمِيصِي هَذَا فَأَلْقُوهُ عَلَى وَجْهِ أَبِي يَأْتِ بَصِيرًا وَأْتُونِي بِأَهْلِكُمْ أَجْمَعِينَ ﴿۹۳﴾ دا كميس مې درسره يوسئ او زما د پلار پر مخ يې واچوئ [انشاءالله بېرته] به ليدونکى شي او ټوله کورنۍ مو راولئ)) (۹۳)
وَلَمَّا فَصَلَتِ الْعِيرُ قَالَ أَبُوهُمْ إِنِّي لَأَجِدُ رِيحَ يُوسُفَ لَوْلاَ أَن تُفَنِّدُونِ ﴿۹۴﴾ او چې (د روڼو) كاروان (له مصره) ووت؛ نو پلار يې (په كنعان كې) وويل: كه پر ناپوهۍ او كمعقلۍ مې نه تورنوئ؛ نو ما ته خو بيخي د يوسف بوى راځي. (۹۴)
قَالُواْ تَاللّهِ إِنَّكَ لَفِي ضَلاَلِكَ الْقَدِيمِ ﴿۹۵﴾ ( شاوخوا يې) وويل: ((پر الله قسم، ته خو په هماغه پخواني سوداييتوب کې يې!))(۹۵)
فَلَمَّا أَن جَاء الْبَشِيرُ أَلْقَاهُ عَلَى وَجْهِهِ فَارْتَدَّ بَصِيرًا قَالَ أَلَمْ أَقُل لَّكُمْ إِنِّي أَعْلَمُ مِنَ اللّهِ مَا لاَ تَعْلَمُونَ ﴿۹۶﴾ نو چې زېرباڼى راغى او كميس يې د يعقوب پرمخ ‏واچو؛ ناڅاپه یې سترګې رڼې شوې! ويې ويل: ((تاسې ته مې نه وو ويلي، چې په رښتینه کې زه د الله له لوري پرهغه څه پوهېږم، چې تاسې پرې نه پوهېږئ.)) (۹۶)
قَالُواْ يَا أَبَانَا اسْتَغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا إِنَّا كُنَّا خَاطِئِينَ ﴿۹۷﴾ (زامنو يې) وويل: ((پلاره! له الله زموږ د ګناهونو بښنه راته وغواړه، چې موږ ګناهګاران وو.)) (۹۷)
قَالَ سَوْفَ أَسْتَغْفِرُ لَكُمْ رَبِّيَ إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ﴿۹۸﴾ ویې ويل: ((ژر به له خپل پالونكي بښنه درته وغواړم، چې هغه ډېر بښونكى (او) لورين دى.)) (۹۸)
فَلَمَّا دَخَلُواْ عَلَى يُوسُفَ آوَى إِلَيْهِ أَبَوَيْهِ وَقَالَ ادْخُلُواْ مِصْرَ إِن شَاء اللّهُ آمِنِينَ ﴿۹۹﴾ نو چې کله ‏يوسف ته ورغلل؛ نو مور و پلار يې په غېږ كې راونيول ويې ويل: ((ان شاءلله په (امن و) امان كې ښار ته ورننوځئ)) (او همدلته پاتې شئ). (۹۹)
وَرَفَعَ أَبَوَيْهِ عَلَى الْعَرْشِ وَخَرُّواْ لَهُ سُجَّدًا وَقَالَ يَا أَبَتِ هَذَا تَأْوِيلُ رُؤْيَايَ مِن قَبْلُ قَدْ جَعَلَهَا رَبِّي حَقًّا وَقَدْ أَحْسَنَ بَي إِذْ أَخْرَجَنِي مِنَ السِّجْنِ وَجَاء بِكُم مِّنَ الْبَدْوِ مِن بَعْدِ أَن نَّزغَ الشَّيْطَانُ بَيْنِي وَبَيْنَ إِخْوَتِي إِنَّ رَبِّي لَطِيفٌ لِّمَا يَشَاءُ إِنَّهُ هُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ ﴿۱۰۰﴾ او خپل مور و پلار يې پر تخت كېنول او ټول (يوولس روڼه او مور وپلار) ورته (د الله د شکرانې لپاره) سجده کوونکي (پر ځمکه) پرېوتل او (يوسف) وويل: ((پلاره! دا زما د هماغه مخكېني خوب تعبير دى، چې زما پالونكي رښتيا كړ او ښېګڼه یې راسره وكړه، چې له بنده یې را وايستم او تاسې يې (د کنعان) له بېديا (مصر ته) راوستئ، سره له دې، چې شيطان زما او د روڼو ترمنځ شخړه اچولې وه، په حقيقت کې زما پالونكى چا ته چې وغواړي (او وړ يې وبولي) په نالیدو تدبيرونو خپله غوښتنه پوره کوي؛ (ځكه) چې يوازې هغه پوه حكيم دى. (۱۰۰)
رَبِّ قَدْ آتَيْتَنِي مِنَ الْمُلْكِ وَعَلَّمْتَنِي مِن تَأْوِيلِ الأَحَادِيثِ فَاطِرَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ أَنتَ وَلِيِّي فِي الدُّنُيَا وَالآخِرَةِ تَوَفَّنِي مُسْلِمًا وَأَلْحِقْنِي بِالصَّالِحِينَ ﴿۱۰۱﴾ پالونكيه ! تا د واكمنۍ يوه (ستره) برخه راكړه او د خوبونو پر تعبيرولو دې پوه كړم. د اسمانونو او ځمكې هستوونكيه! يوازې ته په دنيا او اخرت كې زما پالندوى يې، مسلمان مې مړ كړه او له صالحانو سره مې يوځاى كړه!)) (۱۰۱)
ذَلِكَ مِنْ أَنبَاء الْغَيْبِ نُوحِيهِ إِلَيْكَ وَمَا كُنتَ لَدَيْهِمْ إِذْ أَجْمَعُواْ أَمْرَهُمْ وَهُمْ يَمْكُرُونَ ﴿۱۰۲﴾ دا (د يوسف قیصه) د غيبو له خبرونو ځنې ده، چې موږ يې تا ته وحې كوو! او ته خو پر هغه مهال له دوی (د یوسف له روڼو) سره نه وې، چې دوی خپل چار سمبالاوه او په چل ول يې لاس پورې کاوه.۱۰۲)
وَمَا أَكْثَرُ النَّاسِ وَلَوْ حَرَصْتَ بِمُؤْمِنِينَ ﴿۱۰۳﴾ كه ته څومره ټينګار هم وكړې؛ نو ډېرى خلك ايمان نه راوړي. . (۱۰۳)
وَمَا تَسْأَلُهُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ إِنْ هُوَ إِلاَّ ذِكْرٌ لِّلْعَالَمِينَ ﴿۱۰۴﴾ او ته له دوی (د قرآن د تبليغ) اجر نه غواړې؛ دا (قرآن) خو يوازې نړيوالو ته یو پند دى. (۱۰۴)
وَكَأَيِّن مِّن آيَةٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ يَمُرُّونَ عَلَيْهَا وَهُمْ عَنْهَا مُعْرِضُونَ ﴿۱۰۵﴾ او په اسمانونو او ځمكه كې د الله څومره ډېرى نښې دي، چې دوی یې له څنګه تېرېږي او مخ ترې اړوي.(۱۰۵)
وَمَا يُؤْمِنُ أَكْثَرُهُمْ بِاللّهِ إِلاَّ وَهُم مُّشْرِكُونَ ﴿۱۰۶﴾ او د دوی ډېر شرک ککړي ایمانوال دي. (۱۰۶)
أَفَأَمِنُواْ أَن تَأْتِيَهُمْ غَاشِيَةٌ مِّنْ عَذَابِ اللّهِ أَوْ تَأْتِيَهُمُ السَّاعَةُ بَغْتَةً وَهُمْ لاَ يَشْعُرُونَ ﴿۱۰۷﴾ ايا دوى (هغوی چې ایمان نه راوړي) له دې ډاډمن دي، چې د الله عام عذاب پرې راشي يا په بې خبرۍ كې ناڅاپه قيامت (ساعت) پرې راشي؟! (۱۰۷)
قُلْ هَذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ أَنَاْ وَمَنِ اتَّبَعَنِي وَسُبْحَانَ اللّهِ وَمَا أَنَاْ مِنَ الْمُشْرِكِينَ ﴿۱۰۸﴾ ووايه : ((دا زما لار ده، چې زه او زما لاروي په پوهې او دليل (خلك) د الله لوري ته رابولو! پاك دى الله! او له مشركانو ځنې نه يم!)) (۱۰۸)
وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ إِلاَّ رِجَالًا نُّوحِي إِلَيْهِم مِّنْ أَهْلِ الْقُرَى أَفَلَمْ يَسِيرُواْ فِي الأَرْضِ فَيَنظُرُواْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَدَارُ الآخِرَةِ خَيْرٌ لِّلَّذِينَ اتَّقَواْ أَفَلاَ تَعْقِلُونَ ﴿۱۰۹﴾ او موږ تر تا مخكې هم يوازې د سيمو له وسېدونکيو، سړي (په استازولۍ) لېږلي وو، چې موږ وحې ورته کوله! ايا (ستا د بلنې مخالفين) پر ځمكه نه ګرځي، چې وويني تر دوى د پخوانيو قومونو پايله (او پاى) څنګه وه؟ او هرومرو د اخرت كور پرهېزګارانو ته غوره دى! نو ولې عقل نه کاروئ؟!  (۱۰۹)
حَتَّى إِذَا اسْتَيْأَسَ الرُّسُلُ وَظَنُّواْ أَنَّهُمْ قَدْ كُذِبُواْ جَاءهُمْ نَصْرُنَا فَنُجِّيَ مَن نَّشَاء وَلاَ يُرَدُّ بَأْسُنَا عَنِ الْقَوْمِ الْمُجْرِمِينَ ﴿۱۱۰﴾ (پېغمبرانو خپلې بلنې او همداراز دښمنانو خپل مخالفت ته دوام وركړ) تردې چې استازي د خلکو له ایمان راوړو نهيلي شول او (خلكو) ګومان وكړ، چې [د عذاب په باب] دروغ ورته ويل شوي، په دې وخت كې استازیو ته زموږ مرسته ورسېده، هغوى ته چې زموږ خوښه شوه؛ نو ومو ژغورل؛ خو له مجرمانو زموږ د عذاب مخه نشي اړول کېداى (۱۱۰)
لَقَدْ كَانَ فِي قَصَصِهِمْ عِبْرَةٌ لِّأُوْلِي الأَلْبَابِ مَا كَانَ حَدِيثًا يُفْتَرَى وَلَكِن تَصْدِيقَ الَّذِي بَيْنَ يَدَيْهِ وَتَفْصِيلَ كُلَّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ ﴿۱۱۱﴾ البته د پېغمبرانو په قیصو كې عقلمنو ته عبرت دی! (دغه قرآن) له ځانه جوړې شوې خبرې نه؛ بلكې (تر ده) وړاندې د (الهي) كتابونو تاييدونکى او د هر څیز څرګندوونکی دی (چې د انسان د نېكمرغۍ بنسټ دى) او مؤمنانو ته لارښود او رحمت دى. (۱۱۱)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!