تبلیغات

ولې له انسانه نعمتونه اخستل کېږي ؟ امام باقر (رح) وويل :څښتن (ج) تعالى غوڅ حکم کړى،چې انسانانو ته ورکړ شوي نعمتونه به ترې وانخلئ؛خو داچې هغوى پر ګناه ککړ شي او ترې  واخستل شي .  ( ٥٢) لنډه شرح : د څښتن (ج) نعمتونه نه خلاصېږي او نه خلاصېدونکي دي؛خو بې حسابه نه دي،بې […]

ولې له انسانه نعمتونه اخستل کېږي ؟

امام باقر (رح) وويل :څښتن (ج) تعالى غوڅ حکم کړى،چې انسانانو ته ورکړ شوي نعمتونه به ترې وانخلئ؛خو داچې هغوى پر ګناه ککړ شي او ترې  واخستل شي .  ( ٥٢)

لنډه شرح :

د څښتن (ج) نعمتونه نه خلاصېږي او نه خلاصېدونکي دي؛خو بې حسابه نه دي،بې حسابه يې چاته  نه ورکوي او بې حسابه يې هم له چا نه اخلي . چې کله انسانان د څښتن تعالى نعمتونه د غرور،فساد،بربادۍ او ظلم وسيله کوي؛نو هماغه نعمتونه يې د بدمرغۍ لامل ګرځي؛نو ځکه ترې واخستل شي او د نعمتونو پر ځاى پرې بلاګانې راشي او صنايع او ټکنالوژي يې  د ويجاړتيا وسايل ګرځي او ټولنه يې د نفاق ځاله او د ژوند پراختيا يي د خپګان لامل وي؛ان تردې چې د پرمختګ وسيله يې د وروسته پاتې کېدو لامل شي؛ځکه چې له نعمتونو ‏ يې ناوړه ګټنه ‏کړې ده

شهادت او پاکي

حضرت محمد(ص) وويل :څوک چې له دنيا پاک ولاړ شي؛نو د شهيدانو په صف کې به وي . (٥٣)

لنډه شرح  :

پورتنۍ خبره  به  تل  پېغمبر (ص) خپل  يار [انس (رض)] ته کوله او ورته به يې ويل : که وس دې کېږي،چې شپه او ورځ  په اودس کې وسې؛نو دا کار وکړه؛ځکه که  په دې حال کې له دنيا لاړې؛نو شهيد به يې.

که څه هم  د حديث ظاهري مانا هماغه اودس دى؛خو په څنګ کې يو بل حقيقت ته هم اشاره کوي او هغه پاک اوسېدل او پاک تلل دي؛هغوى چې  لمنې يې پاکې،زړونه  يې پاک، پاک  ژوند او فکر ولري او همداسې له دې دنيا ‏کډن شي؛نو سمه  ده، چې د شهيدانو په ليکه کې به وي؛ځکه ‏شهيدېدل يوازې د جګړې په  ډګر کې نه وي .

 مين سرتېرى

امام باقر (رح) وويل : زما د ګران نېکه امام حسين سرښندونکيو يارانو د دښمن تر غشيو او نېزو لاندې  درد نه احساساوه. (٥٤)

لنډه شرح :

چې له موخې سره د انسان  مينه د عشق پړاو ته ورسي،هغه هم سوځونکي عشق ته؛نو ټول احساس يې پر هماغه موخه راټول وي، ‏هر غم او خپګان ورته د زغملو وړ وي او نه يوازې زغملاې يې شي؛بلکې چرت يې هم پرې خراب نه وي

اورېدلي به مو وي،د مصر ښځو،چې ‏يوسف علیه السلام وليد؛نو د ‏لنډ او ژرتېرېدونکي عشق له امله یې د مېوو پر ځاى خپلې ګوتې پرېکړې او له  درده خبرې نه شوې؛ نو په دې کې  د حيرانتيا څه پاتې کېږى،چې  د څښتن (ج)  د دين  ناقراره عاشقان،د حق او فضيلت  د لارې مين  سرتېري به د دښمن له تورو او نېزو  درد نه احساسوي .

لومړى بايد انسان مين شي،پايله  به يې هرومرو زغم او سرښندنه وي .

 عقلمن او بې عقله

حضرت علي (ک) وويل : هوښيار په خپل کوښښ او کړنو ډاډه وي او بې عقله په  خپلو هيلو. (٥٥)

لنډه شرح  :

عقلمن  مثبت او حقيقت  پلټونکى وي؛ نو تل خپلو موخو ته د رسېدو لپاره  هلې  ځلې کوي او همت يې  پر عقل  ولاړ  وي،‏حال داچې بې عقله د وهمونو،خوبونو او ارمانونو په نړۍ کې  په خپلو موخو پسې ګرځي؛  ځکه خيال  پلو وهل؛خو کوښښ او زحمت نه غواړي،منفي لېوالتياوې يې پر ټول ژوند واکمنې وي،تل  د سبا خيالي  بريو په  تمه  زړه  خوشحالوي؛ داسې سبا چې لا تر اوسه نه ده  راغلې او په ژوند کې له هيلو او خيالونو ‏پرته  بله اډانه نه  لري .

 رښتين ديندار لږ دي

امام حسين وويل : ډېر خلک د دنيا بندګان دي او دين يې يوازې په خوله  وي،تر هغه چې ګېډه يې پر دين مړه وي؛نو له دينه ملاتړ کوي؛ خو که د روزګار پر سختيو وازمېيل  شي؛نو دينوال به ډېر لږ وي .  (٥٦)

لنډه  شرح  :

دين؛هغه هم د اسلام په څېر دين،د ټولنې د حقوقو ساتونکى او د خلکو د واقعي ګټو عادلانه ملاتړى دى؛خو چې کله دين د ځينو د شخصي ګټو په لار کې خنډ شي؛نو دلته  ‏واقعي  دينوال او د خولې دينوال‏ پېژندل کېږي،ډېر داسې خلک دي، چې ‏هر څه ته د خپلو شخصي ګټو له سوړې ‏ويني؛نو تر هغه له دين سره وي،چې په ګټه يې وي؛خو که داسې يوه ورځ راغله،چې دين یې له ګټو ‏بېل شو؛نو دوى به هم  ډېر په اسانه له دينه بېل شي؛خو هغوی واقعي دينوال ‏دي،چې په  هرحال کې پتمن وي او دين او ايمان یې د ژوند لاروښوونکي دي؛ نه شخصي ګټې.

 په اولادونو کې عدالت

پېغمبر اکرم (ص) وويل : د خپلو اولادونو تر منځ عدالت وکړئ،هماغسې چې  تاسې خوښ ياست،چې  هغوى ستاسې په منځ کې عدالت وکړي .  ( ٥٧)

لنډه شرح  :

په اولاد کې تبعيض ‏ستره تېروتنه ده . پر ځينو مشر او پر ځينو کشر اولاد تر ټولو ګران  وي او کله په دې چار کې دومره مخکې ولاړ شي،چې خپله ټوله  مينه يوه ته کړي او نور ترې  بې برخې کړي،چې دا چار د هغه د  نورو اولادونو په زړونو کې د کينې اور لګوي،چې په راتلونکې کې  به يو له بلخ، موروپلار‏ او ان له ټولنې ‏غچ اخستو ته مټې  بډ وهي.

 تل ترڅارنې لاندې يې

امام جواد وويل :  پوه شه ! هېڅ څه دې د څښتن (ج) له سترګو پټ نه دي؛نو اوس پخپله  فکر وکړه،چې  څنګه به يې؟ (٥٨)

لنډه شرح :

پر څښتن (ج) د ايمان لومړۍ نښه ځان تر يوې دايمي څارنې لاندې ننګېرل- احساسول دي،نه يوازې  د هغه له علمه يو ټکى بهر او پټ نه دى؛بلکې  ‏څارونکيو یې ‏له  څلورو اړخونو ‏را ايسارکړي يو.

څومره چې ايمان پياوړى وي،ددې څارنې ننګېرنه زياته او ډېرېږي، تردې چې انسان تل ځان د څښتن (ج) په حضور کې ننګېري،چې همدا ننګېرنه ‏د ټولنې سمونې ته تر ټولو ستره وسيله ده . نن ددې ننګېرنې ‏را ژوندي کول زموږ د ټولنې سمونې ته تر ټولو مهم او ستر ګام  دى .

 نه  غوړه  مالي او نه کينه

حضرت علي (ک) وويل : د يو چا تر بخره وړۍ- استحقاق او وړتيا ډېره ستاېنه غوړه مالي ده او تر  بخره وړۍ  لږه  یې بېوسي یا  کينه ده . (٥٩)

لنډه شرح  :

ښکاره  خبره  ده،چې وګړى بايد د وړتيا،ځاګړنو او نېکو کړنو له امله وستايل شي او کومه لار یې،چې نيولې وهڅول شي؛خو دا چار بايد په اندازه او د استحقاق پر بنسټ وي او که  داسې  مو و نه کړل ؛ نو ډېرې منفي پايلې به ولري . که د چا تر وړتيا زياته ستاېنه وشي؛نو غوړه مالي ورته ويل کېږي،چې د ستايونکي شخصيت هم  تر پوښتنې لاندې راځي او مقابل لورى دې هم هسې پړسولى دى او که د چا ستاېنه يې تر وړتيا لږه وشي؛نو په دې چار مو هم  نېک خلک ښو چارو ته نه دي هڅولي او د ستايونکي د کمزورۍ او کينې نښه ده .

له خلکو سره مرسته

امام صادق (رح) وويل : څوک چې د نورو مسلمانانو د ستونزو هوارۍ ته هلې ځلې کوي؛نو څښتن (ج)  به  يې  ستونزې هوارې ‏کړي.‏ (٦٠)

لنډه شرح  :

ډېری په دې اند دي‏،چې که د نورو د ستونزو هوارۍ ته ‏هلې ځلې وکړو؛ نو په خپله به له پرمختګه پاتې شو،حال داچې د اسلام سول هماغه دى،چې په پورتني حديث کې وويل شول :  ته  د خلکو ستونزې هوارې ‏کړه؛نو څښتن (ج) به په  خپل ځواک ستاسې ستونزې هوارې کړي‏،چې ‏څوک يې هم ځواک ته نشي‏رسېدای .

دا خبره مې په سترګو ليدلې او هغوى چې د نورو د ستونزو د هواري ‏په فکر کې وي؛نو په حيرانوونکى توګه يې خپلې ستونزې هم هوارې ‏شوي،چې دا يوه الهي  پېرزوينه  ده .

په ژوند کې تېروتنه

حضرت علي(ک)وويل : زړه  دې په تېرو شويو پسې په غمونو مه اخته کوه؛ځکه راتلونکې ته دې له  چمتوتيا ژغوري .  (٦١)

لنډه شرح :

ډېر لږ پېداکېږي،چې څوک به په ژوند کې نه وي تېروتى او فرصتونه به يې له لاسه نه وي ورکړي،چې دلته خلک پر دوو ډلو ويشل کېږي: هغوى چې  خپل  وخت  د تېرو شويو له امله په خواشينۍ کې تېروي او خپله ټوله انرژي په  دې لار کې لګوي؛خو بله ډله تېر شوي کارونه تېر شوي ګڼي او له  تېرو په  راتلونکي کې د پرمختګ لپاره عبرت اخلي،په خپل ټول ځواک د راتلونکې جوړونې لپاره پام کوي؛نو سمه خبره دا ده، چې برى دهغوى دى،چې په پورتني حديث کې مو د حضرت علي (ک)له خولې ‏واورېدل .

اسلام به  نړيوال شي

پېغمبر اکرم(ص) وويل : په ځمکه به هر کور ته اسلام ننوځي؛که خټين وي  که د وړۍ کېږدۍ ‏. (62)

لنډه شرح  :

ورځ  پر  ورځ  دا حقيقت روښانېږى،چې  د نړۍ خلک په  دوو لارو کې دي،چې يا اسلام ومني او يا  به هېڅ  دين  و نه  مني؛ نو له  هغه  ځايه، چې بې ديني د انسان په خټه کې نه ده اغږ‏ل شوې؛نو فطرت يې مخ اسلام ته را اړوي،چې  نن  د نړۍ په زیاتره ‏ځايونو کې خلکو د نېز د څپو په څېر اسلام  ته مخه کړې،چې ددې موضوع تکامل به د امام مهدي په راتلو سره وي،پر هغه ورځ به شرک او بوتپالي‏له دنيا کډن شي او د اسلام حکومت به پر ټوله نړۍ واکمن شي . په پورتني حديث کې زموږ محبوب لارښود هم همدې خبرې ته اشاره کړې ده .

هېڅ ګناه وړه مه ګڼه

امام حسن عسکري (رح) وايي : هغه ګناه،چې نه بښل کېږي داده،چې انسان وايي : (( کاشکې ګناه مې همدا وي .))  ( ٦٣)

لنډه شرح  :

واړه ګناهونه د څو څيزونو له امله غټېږي،چې يو يې هم ګناهونو ته ټيټ کتل او بې ارزښته يې شمېرل دي،چې دا چار د شيطان ستره  وسوسه ده.

هغه ګناهونه،‏چې انسان ترې وېره لري،‏پرې ککړ نشي‏،دومره خطرناکې نه وي؛ځکه چې تل يې ورته پام  وي،چې چېرته پرې ککړ نشي؛خو که يوه ګناه وړه وشمېرل شي او وېره يې ترې لرې شوه؛نو په اسانۍ او په ډاډه زړه هغې ګناه ته ورنږدېږي او تل دا ګناه تکراروي .‏ د صغيره  ګناه  تکرارول هم کبيره ګناه شمېرل کېږي . لنډه داچې ګناه که وړه وي که ستره ؛نو د څښتن (ج) د حريم  ماتول  دي .

 پوهه غوره ده

امام موسى بن جعفر (رح) وويل : “عالم” پر “عابد”دومره غوره دى؛لکه “لمر” چې  پر “ستوريو” دى . ( ٦٤)

لنډه شرح :

د اسمان ستوري يوازې ځان ته روښانه وي؛خو موږ ته دومره رڼا نشي رارسولى او نه راته لار رڼا کولاى شي؛خو لمر پخپلې رڼا ژوند بښاندی وي . هو! د عالم او عابد توپير هم همداسې دى . عابد يوازې خپله شړۍ له اوبو راکاږى؛خو عالم هڅه ‏کوي،چې ټولنه  وساتي او په  دې  ټول پوه دي،چې ستوري له  لمره رڼا اخلي؛يعنې که د لمر رڼا نه وه؛ نو ستوريو به هم رڼا  نه درلوده؛نو لنډه داچې که “عالم” نه  واى؛نو “عابد” به هم نه و.

يو د بل  پر وړاندې حقوق ( متقابل حقوق)

پېغمبر اکرم (ص) وويل : هماغسې چې که اولاد د خپل موروپلار حقوق ولتاړي او ګناهګارېږي؛نو که  موروپلار هم د خپل اولاد حقوق  پرېږدي؛ نو غاړه به يې  پرې  بنده  وي  ( ٦٥)

لنډه شرح :

په دنيا کې به  داسې حق  پېدا نه کړئ،چې  دنده به يې ترڅنګ نه وي؛ يعنې د هر حق ترڅنګ يوه دنده هم وي او څومره چې حق ستر وي،هومره يې دنده او مسؤليت هم ستر وي؛نو ځکه مور و پلار پر خپل اولاد  ستر حق  لري؛هغه حق چې په قرآن شريف کې د څښتن (ج) د حق تر څنګ راغلى دى،چې ددې حق پر وړاندې موروپلار ته هم يوه درنه دنده  ورکړه شوې او هغه داچې د اولاد ‏په روزنه کې کوښښ وکړي او تر هغه چې شونې وي،د خپل اولاد په اروایيز،اندیز ‏او جسمي پياوړتيا  کې کوښښ  وکړي .

د خداى په لار  کې يې ولګوه،چې د ګناه په لاره کې درنه ونه لګي !

امام کاظم (رح) وويل : د څښتن (ج) د عبادت په لار کې له مال ‏لګولو ‏مه و ېرېږه؛ګني نو ناچاره به شې،چې  ‏دوه ګرایه یې د ګناه  په  لار کې  ولګوې . ( ٦٦)

لنډه شرح  :

ډېری داسې پېدا کېږي،چې د خپلې روغتيا په لار کې ترې يوه روپۍ هم نه راوځي،چې پايله يې داسې ناروغي شي،چې په زورنو هم نه رغېږي . دا يو عمومي قانون دى،چې که يو چا د اړين څيزونو لپاره په لګښت کې سوګتتوب وکړ‏؛نو د هغه کار د سکېندۍ- جبرانولو لپاره به پرې ډېر مال له  ګوتو ووځي .

د سوداګرۍ ستر بازار

امام هادي (رح) وويل :دنيا يو بازار دى،چې ځينې پکې ګټه کوي او ځينې تاوان . ( ٦٧)

لنډه شرح  :

دا دنيا نه د انسان اصلي  وطن دى او نه د هستوګنې ‏تلپاتې ځاى دى؛بلکې  يو بازار دى،چې انسان ورته له يوې سترې  شتمنۍ؛ لکه عمر،انساني اند او عقلي ځواک ‏سره رالېږل  شوى،چې د خپل تلپاتې ژوند او تلپاتې نېکمرغۍ ته پکې ګټه وکړي؛نو هغوى چې کارنده- فعال،هوښيار او پوه دي؛نو ددې سوداګرۍ له چلونو سره هم اشنايي او پېژندګلوي لري؛يوه  شېبه هم غلي او ارام نه کېني او په دې بازار کې له دې خپلو شتمنيو داسې ګټه اخلي،چې راتلونکې يې روښانه وي او هم په خپله ټولنه کې سر لوړى وي؛نه داچې خپله ټوله شتمني هسې بې ځايه پر چرګه بار کړي او په هغه تلپاتې ژوند کې د نشتمن په څېر ژوند وکړي .

د لوړې رتبې خاوندان

پېغمبر اکرم(ص) وايي : د قيامت پر ورځ هغوی د لوړې رتبې خاواندان دي،چې تر ټولو زيات يې د خلکو د خېر غوښتنې لپاره ګامونه اوچت کړي وي .‏ (٦٨)

لنډه شرح :

د خلکو خدمت تر ټولو ستر عبادت دى او د څښتن (ج) د بندګانو د خدمت يوه لار داده،چې انسان د نورو ګټې او مصالح د خپلو ګټو او مصالحو په څېر وويني او هماغسې،چې په خپلو ګټو او مصالحو پسې په زړه سوي ګامونه اوچتوي،د نورو د ګټو او خېر لپاره هم له زړه  سوۍ کار واخلي .

 درې مهم  ټولنيز آرونه ‏

امام صادق وويل :خلک (په ټولنيزو حقوقو کې) د ږومنځې د غاښونو په څېر برابر دي؛يو سړى د (ديني) وروڼو په درلودو سره ډېرېږي،له هغه چا سره ناسته پکار نه ده څه،چې ځان ته غواړي او تا ته يې  و نه غواړي . ( ٦٩)

لنډه شرح  :

په  پورتنۍ  وينا  کې  درې  مهم  ټولنيز آرونه ويل شوي دي :

لومړى :د هرې ژبې او توکم ټول انسانان ‏په ټولنيزو حقوقو کې مساوي دي . دويم : له ټولنې سره د وګړي او له  وګړي سره د ټولنې له پیوستونه  ټولنه  جوړېږي . درېم : د انډيوالۍ او دوستۍ يو بنسټيز آر دادى،چې د نورو ګټو او مصالحو ته د خپلو ګټو او مصالحو هومره  په  درنه سترګه  وګوري او پر يوه ټولنه،چې دا درې آرونه واکمن نه وي؛نو دا ټولنه نه اسلامي ده او نه انساني.

سرچینه : یکصدو پنجاه درس زندګی. ناصر مکارم شیرازی

 

٥٢ – اصول کافي دويم ټوک .

٥٣ – سفينة البحار١/ ٧٢٠ .

٥٤ – بحارالانوار ٤٥ / ٨٠

٥٥ – غررالحکم

٥٦ – بحاالانوار ١٠ / ١٩٨ .

٥٧ —  بحارالانوار ٢٣ ټوک .

٥٨ –تحف العقول .

٥٩ – نهج البلاغه کلمات ،قصار

٦٠ – بحارالانوار ٧٤ /٢٨٦

٦١ –غررالحکم  ٢٨٩  مخ .

٦٢ – مجمع البيان – تفسيرسوره توبه .

٦٣ – تحف العقول ٣٦٦ مخ .

٦٤ – تحف العقول ٣٠٧  مخ .

٦٥ –اقوال الائمه .

٦٦ – تحف العقول ٣٠٥ مخ .

٦٧ –تحف العقول ٣٦١  مخ .

٦٨ –کافي ٢/ ١٦٦

٦٩ – تحف العقول ٢٧٤ مخ .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!