تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د امام رضا (رح) له ویناوو څخه : چوپتیا د حکمت له ورونو ځنې ده؛ چوپتیا مینه راولاړوي او هر خیر درښیي. هر زیات غوښتونکی، ډېرو خبرو ته اړین دی. مشر ورور د پلار پر ځای دی. وپوښتل شو: پریوتې څوک دی؟ ويې ویل: څوک چې یو څه لري؛ خو له […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د امام رضا (رح) له ویناوو څخه :

چوپتیا د حکمت له ورونو ځنې ده؛ چوپتیا مینه راولاړوي او هر خیر درښیي.

هر زیات غوښتونکی، ډېرو خبرو ته اړین دی.

مشر ورور د پلار پر ځای دی.

وپوښتل شو: پریوتې څوک دی؟ ويې ویل: څوک چې یو څه لري؛ خو له خدایه یې غافل کړي.

خپل عقل د هر چا ملګری دی او ناپوهي یې خپله دښمنه ده

د مسلمان عقل هله پوره کېږي چې لس ځانګړنې ولري:

(خلک) یې خیر ته هیلمن او له شره یې په امان کې وي

د نورو لږ خیر ډېر وبولي، خپله ډېره نیکي لږه وبولي

د اړمن له ورتګه خپه نشي

په ټول عمر کې د علم له لاس ته راوړو ستړی نشي

د خدای په لار کې تنګلاسي تر شتمنۍ ښه وبولي

د خدای په لار کې یې ذلت د خدای د دښمن په لار کې تر عزته ښه ایسي

ورکنامي تر نامیتوبه ورته خونده وره وي.

بیا یې وویل: لسم، او څه لسمي؟ وپوښتل شو: نو څه دی؟ ویې ویل: څوک چې ویني، وایي دا تر ما غوره او ښه پرهیزګار دی؛ ځکه خلک دوه ډوله دي:

يا په نظر غوره او ښه پرهیزګار وي یا بدتر او پرېوتی. که هغه ویني چې (په نظر کې یې) بدتر او پرېوتی دی وایي ښایي دننه یې ښه وي چې دا باطني نیکي ورته ښه ده او زما ښه والی ښکاره دی، چې راته بدتر دی او چې هغه وویني چې غوره او پرهیزګار دی پر وړاندې یې عاجزي او تواضع کوي، چې سیال یې شي که داسې وکړي دبدبه یې اوچتېږي، خیر یې پاک او نېکنامېږي او د خپلې زمانې د خلکو ښاغلی کېږي.

(سرچینه : تحف العقول)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!