تبلیغات

سړى او کوچنۍ نجلۍ په فرانسه کې په يوه روغتون کې دوه ناروغه بستري ول، چې يو يې د نړۍ مشهور ليکوال “ولته” و،چې ليکنې يې اوس هم په ډېرو پوهنتونو کې درس ورکول کېږي . هغه د مرګ په بستره کې پروت واو ډاکټران او نرسان ترې راتاو وو، هغه پرله پسې چغې وهلې […]

سړى او کوچنۍ نجلۍ

په فرانسه کې په يوه روغتون کې دوه ناروغه بستري ول، چې يو يې د نړۍ مشهور ليکوال “ولته” و،چې ليکنې يې اوس هم په ډېرو پوهنتونو کې درس ورکول کېږي . هغه د مرګ په بستره کې پروت واو ډاکټران او نرسان ترې راتاو وو، هغه پرله پسې چغې وهلې : اوس به څه چل کېږي ؟ بې له تورتمه هېڅ نه وينم . هغه ډېر کتابونه ليکلي وو؛خو تر اوسه يې يو ځل هم د مينې او د زړه له کومې له خداى سره اړيکه نه وه ټينګه کړې . د مړينې پر مهال يې ډېر زيات د يوازېتوب احساس درلود.

په همدې روغتون کې په بله کوټه کې يوه دولس کلنه نجلۍ د مرګ په بستره کې وه؛خوشحاله او ارامه ښکارېده،پر څېرې يې تل خندا وه . ډاکټران او نرسان ورته حيران وو او هغه نجلۍ يې د همدې روغتون له هغه غټ ناروغ سره پرتله کوله، هغوى به ويل : بچيه ! خبره يې، چې ته په دې دنيا کې د يو څو ورځو لپاره مېلمنه يې ؛ خو بياهم تل خوشحاله يې، ايا له مرګه نه وېرېږې ؟

انجلۍ په ساده ټکيو وويل : ولې له مرګه ووېرېږم . خداى راته خپله مهربانه غيږ پرانستې ده اوراته وايي،چې راځه . دې کوچنۍ له خداى سره د مينې اړيکې درلودې او له مرګه نه ډارېده .

“هغه” مې،چې هر چېرته وړي؛ “هغه” تر ټولو ښه پوهېږي، زه يوازې دومره پوهېږم،چې که هر چېرته مې بوځي،بيا مې هم له ځانه نه لرې کوي او دا هماغه څيز دى،چې انسان ورته اړين دى؛ځکه ټولې ښادۍ “هغه” دى .

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست