تبلیغات

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ سیاست به مو کله له دیانت سره اړخ ولگوي؟ سریزه: نن سبا په وگړیزو ناستو پاستو، خبرو اترو او کله نا کله په لیکنو کې د سکولاریزم اصطلاح کارېږي، د ځینو ښه ایسي او  ځینې حساسیت ورسره لري او د ځینو چې له چا سره نه لگي؛ نو د سکولارېزم ټاپه […]

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

سیاست به مو کله له دیانت سره اړخ ولگوي؟

سریزه:

نن سبا په وگړیزو ناستو پاستو، خبرو اترو او کله نا کله په لیکنو کې د سکولاریزم اصطلاح کارېږي، د ځینو ښه ایسي او  ځینې حساسیت ورسره لري او د ځینو چې له چا سره نه لگي؛ نو د سکولارېزم ټاپه پرې وهي.

دا چې سکولارېزم ښه دی یا بد اوس بحث پرې نه کوو؛ دلته یوازې پر منځپانگې او ذات یې گړېږو؛ چې مانا یې څه ده، له کومه ځایه راولاړ شوی او څه کوي او موږ چې په یوې دودېزې دیني ټولنې کې اوسو، څه چلن ورسره ولرو څنگه ځانونه عیار او چمتو کړو چې دا مبارک حدیث « تر مؤمن خورا ځیرک نشته» پر ځان تطبیق کړو، چې د یو معاصر مسلمان په څېر ژوند تېر کړو او له اسلامه پوهېدنې مو د ستونزاوارۍ لپاره وي؛ نه هغه پوهېدنې چې د مسلمانانو د سرکوزۍ لامل، د «یصدون عن سبیل الله» مصداق او گردې نړۍ ته یو سرخوږ وي. تمه ده لاندې چې د یوه اسلامي اندیال د شننې پښتو ژباړه لولئ د مسایلو په رڼا کولو کې لاسنیوی مو وکړي.

« سکولارېزم په لویدیځ کې نسبتاً له نویو اصطلاحاتو ځنې ده. له عمره یې نژدې دوه پېړۍ تېرېږي او لکه چې یو لړ تاریخپوهانو لیکلي، په لومړي ځل په فرانسه کې د «دولت» او «کلیسا» په شخړه کې وکارېده. د فرانسې دولت د کلیسا شتمني مصادره کړه او پردې چار د «سکولاریزیشن» نامه کېښول شوه. اوس چې ددې اصطلاح تاریخي کارونه دقیقه څېړو، دا کارونه په «سمبولیک» ډول د «سکولارېزم» او «سکولاریزیشن» ټوله منځپانگه توضیح کوي او ددې لپاره چې د «سکولاریزیشن» پر مفهوم څرگنده وپوهېږو؛ نو باید د پورته تاریخي پېښې د مضمون او منځپانگې په باب سوچ وکړو. معمولاً سکولارېزم یې له دولته د دین بېلتون مانا کړی او نن هم هغوی ته سکولار ویل کېږي چې له سیاسته د دین د بېلتون لېوال وي. په مقابل کې یې، د دوی مخالفان د دیانت او سیاست په تړښت او امتزاج ټینگار کوي او دا خبره کوي چې « دیانت مو عین سیاست او سیاست مو عین دیانت دی» او دا خبره د دیني اندنې یو رکن بولي او  گروهن دي.

اسلام د مسیحیت یا یهودیت په څېر له نورو ادیانو سره چې له سیاست او حکومت سره څه کار نه لري، توپیر لري؛ د اسلام دین یو سیاسي دین دی او سیاست د اسلام په ذات کې اخږل شوی او یو مسلمان نشي کېدای سیاسي نه وي او د سیاست په باب سوچ ونه کړي. وايي چې د اسلام پېغمبر(ص) سل په سلو کې یو سیاسي سړی و، د سیاست ډگر ته ورننووت، جگړه یې وکړه، مدینه یې جوړه کړه، امت یې رادبره کړ او خپلو لارویانو ته یې سیاسي سپارښتنې وکړې. نو مسلمان هم باید ورپسې ولاړ شي او لار یې خپله کړي. په دې پوهېدنې کې له سیاسته د دین بېلول یو نامطلوب او بد چار گڼل کېږي.

ددې مانا څرگندولو لپاره باید د سکولارېزم په مفهوم او ددې د یوې پایلې – چې له سیاسته د دین بېلول دي- په باب ښه سوچ وکړو. په دې قید چې سکولارېزم له سیاسته د دیانت د بېلولو پر مانا نه ده او له سیاسته د دیانت بېلول، حداکثر د سکولارېزم یوه له څانگو یا مېوو ده. دا دواړه پوره یو نیول او پر یو بل جوخت او منطبق گڼل سم نه دي او ددې اصطلاح له تاریخي کارونې سره اړخ نه لگوي.

په لغت کې «سکولوم» زمانې، وخت، پېر او عصر ته وايي. سکولار یعنې نننی، عصري او زماني. د لویدیځ په فلسفي ښوونځیو کې ویل کېدل چې هستي دوه مرتبې لري: یوه زماني او بله لازمانه؛ او په بله وینا، یوه مرتبه د زمان له پاسه او بلې ترې ورلاندې ده او د اسلامي حکیمانو په تعبیر: «زمانیَات». نو کله چې له «زمانې» ویینه کېږي، منظور یې مادي نړۍ او طبیعت دی؛ مقابل یې د مادې او طبیعت ورهاخوا نړۍ ده. مخکېني عموم حکیمان په دې باور ول چې د طبیعت ورهاخوا نړۍ، زمان، مکان او ماده نه لري او دا طبیعت نړۍ ده چې د زمان او وخت تېرېدل رانغاړي.

نو ځکه د طبیعت یوه ځانگړنه یې وخت ښودلی دی. او کله چې وايي، زماني نړۍ؛ یعنې د طبیعت نړۍ.

نو ځکه سکولارېزم په دقیقه مانا یعنې د طبیعت پر لمن پښه ایښوول، او طبیعت ورهاخوا (ماورأ الطبیعت) ته ورشا کونه او تر ټولو مهمتر، دین چې ماورأ طبیعي یو څیز دی په شننو او سپارښتنو کې نالیدلی گڼل. سکولارېزیشن هم چې گڼ مفاهیم لري، له عمومي ډگرونو د دین ایستل او له سیاست، اقتصاد، ښوونې او…. یې لاسونه لنډول.

په معاصر تاریخ کې دغسَې پېښه شوې ځینو او انسانانو لږو ډېر هڅه کړې چې د طبیعت او ماورأ طبیعت حساب یو له بله بېل کړي او دا بېلول کله دومره ظریف ترسره شوي چې محسوس نه دي لکه؛ موږ د بېلېدو پر وخت «خدای پاماني» کوو. د «خدای په آمان» اصطلاح په غیر سکولار فضا او ژبې پورې اړوند ده؛ یعنې د یو بل په ساتنې کې له خدایه مرسته غواړو، او د یو ماورأ طبیعي عنصر پښه رامنځ ته کوو، هم یې په ژبه یادوو او هم یې له زړه غواړو چې مرسته راسره وکړي.

دا بېلگه ښیي چې موږ همدغسې د ماورأ طبیعت په لمن کې ژوند کوو او ژبه مو پوره سکولار شوې نه ده. دا له یوه فرانسوي سره پرتله کړئ چې د خدای پامانۍ پر وخت وايي: «د لیدو په هیله» او یا یو انگلیسي چې وايي: «مخې ته دې ښه». دا ژبه، د فرنگیانو همېشنی ژبه نه وه. که تاسې د دوی مخکېنیو لیکنو او خبرو اترو مراجعه وکړئ، وبه وینئ چې په خدای پامانۍ او لیک لیکلو کې دومره وچ کلک نه ول او هلته دیني سمبولیک ژبې واکمني درلوده.

خو تر ژبې ډېر او مهمتر، انگېزې مو دي. مهمترین ځای چې د لازمان او ماورأ طبیعت عالم – چې دین هم په دې نړۍ پورې اړوند دی – په طبیعي ژوند کې مو دخالت کوي، په عمل کې مو نیتونو ته بڼه او روح ورکوي. انسان بې له انگېزې او اندیثی بل څه نه دی. مولانا بلخي ویل:

ای برادر تو همان اندیشه ای – ما بقی تو استخوان و ریشه ای (مثنوي)

د اندیشه کلمه یې په عمومي مانا کارولې ده؛ هم نیت په پام کې لري او هم اندیشه. انسان د نیت او اند ټولگه ده او د عمل په ډگر کې د خپلو نیتونو تابع دی. که انگېزې او نیتونه یې دیني وي، دیني انسان کېږي او که غیر دیني وي، سکولار کېږي. جمع هم تل په فرد پسې ځي. که د ټولنې ډېری وگړي دیندار وي، دیني ټولنه به رامنځ ته شي او که غیر دیندار وي، سکولار ټولنه. په نویو ټولنو کې دا پېښه شوې چې غیر دیني نیتونه، د دیني نیتونو ځایناستي شوي دي.

د بېلگې په ډول د روغتیا او وطن دوستی انگېزې شنلای شو.

د اسلام له پېغمبره(ص) یو روایت لرو چې وايي: «النظافة من الایمان» یعنې پاکوالی د ایمان یوه برخه ده؛ یعنې مؤمن انسان د مؤمن والي په نیت پاکوالی غواړي. همدغسې موږ ټول له هېواد سره مینه لرو. که کوم دښمن زموږ پر خاوره یرغل وکړي جگړه ورسره وکوو او د فاع ترې کوو. په دیني روایاتو کې لرو «حب الوطن من الایمان» یعنې له هېواد سره مینه د ایمان یوه برخه ده. مؤمن انسان، د خپلو دیني ښوونو له مخې، وطن دوست دی او له خپلې خاورې به دفاع کوي. همدلته یو بنسټیز ټکی نغښتی دی. څوک چې له خپل هېواده دفاع کوي په کوم نیت دغسې کوي؟ څوک چې د پاکوالي په لټه کې دی، په کوم نیت دا کار کوي؟

په نوې نړۍ کې ویل کېږي، د پاکوالي لپاره، دیني نیت لازم نه دی؛ بلکې د عقلمنو انسانانو په توگه پوهېږو چې پاکوالی یو ښه چار دی. دا چې خدای تعالی هم ترې راضي دی، څومره ښه؛ خو ان که خدای هم نه ویل، موږ په خپلو عقلونو پوهېدو چې پاکوالی یو ښه چار دی او یوازې په عقلي انگېزو پر ډډې کولو مو د پاکوالي رامنځ ته کولو ته هڅه کوله. او یا کله چې غلیم زموږ پر هېواد یرغل کوي، پر کور مو تېری کوي؛ نو شونې ده په دیني انگېزو له ځانه دفاع وکړو او شونې ده دیني انگېزه هم ونه لرو او له ځانه دفاع وکړو. په غیر دیني ټولنو کې، خلک د خپل مال، ناموس او خاورې لپاره مبارزه کوي سره له دې چې دیني انگېزه نه لري. تردې اوچت، له ظلم سره مبارزه ده. څوک چې په ټولنه کې ظلم زغملای نشي، څوک چې ویني «نابینا و چاه است» او چوپ کېناستای نشي، په دوو انگېزو غږ پورته کولای شي: یو په دیني انگېزه ؛ ځکه دا کړنه د خدای خوښه ده او بل په غیر دیني انگېزې؛ یعنې په یو عقلاني څېړنه دې پایلې ته ورسي چې ټولنه له ظلم سره نه پاییږي او د ظلم منل د انسان له فطرت سره په ټکر کې دي. سکولار ټولنې دغسې یو وضعیت لري.

په دیني ټولنو کې د سکولار ټولنو عموم بنسټونه هم پیدا کېږی؛ یعنې که هلته د کرنې وزارت لري، دیني حکومت هم د کرنې وزرات لري. که هلته دفاع وزارت لري، دیني حکومت یې هم لري. دا ټول ظواهر یو دي؛ نو ترمنځ یې توپير څه دی؟ کوم چار یوه دیني ټولنه له غیر دیني ټولنې یا یو دیني حکومت له یو غیر دیني حکومته بېلوي؟

دا توپیري عنصر انگېزې او نیتونه دي. د دواړو کړنو بهرنی بڼه یوه ده. بنا او ساختمان یې یو رنگ دی. په دواړو ټولنو کې بنسټونه یوبل ته ورته دي. دلته یوازېنی څیز چې د سکولار او غیر سکولار ډلو ترمنځ توپیر رادبره کوي، «انگېزې» او «نیتونه» دي؛ یو د الهي رضایت په نیت عمل کوي او دا بل نه له خدای سره د موافقت یا مخالفت – چې له آره به ذهن کې دغسې انگېزه نه لري – له وجهې بلکې په خپلې عقلانې انگېزې عمل کوي لکه وايي پلانی کار کوم ځکه عقلاني محاسبې راښيي چې پلاني ځای ته به ورسم او همدغسې.

د سکولارېزم ددې مفهوم په پام کې نیوو سره، ډېری تبعي او فرعي ټکي به یې راښکاره شي. لکه چې ومو ویل. نړۍ، د انگېزو او اندیشو نړۍ ده. د انگېزو په نړۍ کې کله مو انگېزه دا وي چې له یوه ماورايي موجود سره معامله وکړئ او طبعا چارې مو دده په وینا او دده د خوښی لپاره کوئ. کله هم دغسې محاسبه او سنجونه نه لرئ؛ خو په عقل چلېږئ او د کار پایله هم یو رنگ ده. کله چې زموږ په ټولنه کې ویل کېږی:  «موږ خپل مکلفیت ترسره کوو» د «مکلفیت ترسره کولو» دقیقه مانا همدا ده چې: « موږ په خپل گومان د دیني او الهي انگېزو له مخې عمل کوو، حال دا چې نور د دغسَې نیتونو له مخې عمل نه کوي.»

له دې سریزې دوه مهم ټکي راوځي: لومړی ټکی دا، په سکولار او غیر سکولار لید کې د کړنې بهرنۍ بڼه څه دخالت نه لري. څه چې دخالت لري د عامل وگړي دنننۍ انگېزه ده. زه یو کار کوم چې شونې ده ته یې ورته ترسره کړې؛ ته هم موټر چلوې او زه یې هم. ته هم ښوونځی پرانځې او زه یې هم. ته هم اولادونه روزې او زه یې هم. شونې ده دا ټول پوره یو رنگ بڼه ولري. کوم څیز دا دواړه کړنې یو له بله بېلوي؟ دا چې زه ځانگړی نیت لرم او تاسې بل لرئ. نو ظواهرو ته په کتو ویلای نشو چې کوم وگړی یا ټولنه سکولار او کوم وگړی یا ټولنه سکولار نه ده. بې له بڅري توپیره، د کړنو ظاهر یو رنگ کېدای شي.

دا مساله دقیقاً د «ریا» او «اخلاص» ترمنځ توپیر ته پاتېږي. د ظاهري کړنې له مخې «ریا کار» له «مخلص» سره هیڅ توپیر نه لري؛ بلکې که د ریاکار کړه وړه غلیظ وي او خپل عبادت په پوره کش ویش ترسره کوي. له دې ټولو ځانگړنو سره سره، د کار ظاهر به یې کوم توپیرونه درلودای شي. څه چې توپیر کوي «نیت» دی؛ د یوه نیت سوچه او خالص د الله تعالی لپاره دی او د بل خلکو لپاره. د سعدي(رح) په تعبیر:

ان که چون پسته دیدمش همه مغز – پوست بر پوست بود همچو پياز

پارسایان روی مخلوق – پشت بر قبله می کنند نماز

ای هنرها گرفته بر کف دست – عیب ها بر نهاده زیر بغل

تا چه خواهی خریدن ای مغرور – روز درماندگی به سیم د غل.

دقیقاً په همدې دلیل، پېغمبرانو د وگړیو د کړنو پر «بڼې» – په تېره یې ټولنېزې کړنې – څه کار نه درلود. په قرآن مجید کې د پېغمبرانو علیهم السلام په اړه کوم دودیز او بیاځلي تعبیر کارېدلی؟ «پېغمبران مو درلېږلي» په کومې ځانگړنې؟ «مبشرین و منذرین» یا «بشیر» او «نذیر». په قرآن کې په ځلونو ځلونو دا تعابیر کارېدلي دي:

كَانَ النَّاسُ أُمَّةً وَاحِدَةً فَبَعَثَ اللَّهُ النَّبِيِّينَ مُبَشِّرِينَ وَمُنْذِرِينَ وَأَنْزَلَ مَعَهُمُ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ (بقره/۲۱۳)=  (په پیل کې) ټول خلک په یوه لار روان ول او ترمنځ یې تضادونه نه ول، رو رو ټولنې او پاړکۍ رامنځ ته شوې او تر منځ یې اختلافات راپیدا شول، (په دې وخت کې) خدای پېغمبران ولېږل چې (پر سم تگ) زیري ورکوونکي او (پر کږو لارو د تگ له پایلو) وېروونکي ول او په رښتیا یې کتاب ورسره ولېږه»

رُسُلًا مُبَشِّرِينَ وَمُنْذِرِينَ لِئَلَّا يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى اللَّهِ حُجَّةٌ بَعْدَ الرُّسُلِ (نساء/۱۶۵) =  (دا ټول) پېغمبران زیري ورکوونکي او ویروونکي لېږل شوي وو، چې د رسولانو (تر استولو) روسته خلکو ته د خدای په مقابل کې پلمه نه وي ( او پر ټولو غاړه خلاصه شي) او خدای بریمن حکیم دی».

په قرآن کې ددې آیتونو بېلگې ډېرې دي. د قرآن په هیڅ ځای کې نه دي راغلي چې خدای پېغمبران د سیاسي او ټولنېزو تیوریسنانو په توگه لېږلي ان دې ته په ورنژدې یو مضمون او هغه څرگندونې چې ددې مانا په وهم کې وي هم راغلي نه دي؛ خو مبشر او منذر په څلونو راغلي دي.

د پېغمبرانو مهمترین کار تبشیر او انذار او دا کار دقیقا د خلکو پر نیتونو د اغېزمنی پر مانا ده. د پېغمبرانو کړنه او هغه ټکی چې پکې پر مخاطبانو ډېر اغېز شینده، دقیقا د دوې نیتونه وو. او پېغمبرانو هڅه کوله چې نیتونه واړوي. له بېخه د پېغمبرانو مهمترین کار ژوند ته مانا ورکونه وه. ژوند ته مانا ورکونه په عمل کې د انسانانو نیتونه ته لوری، روح او منځپانگه ورکول وه.

د عمومي دیني کړنو په باب دا نظریه شته چې «عبادتي – دیني» کړنې سمبولیک ارزښت لري؛ یعنې یوه ظاهري بڼه او یوه باطني مانا لري چې باید باطني مانا یې راوسپړو. شونې ده ځینې د نمونځ او روژې په باب دا مانا ونه مني؛ خو د اسلام د راښکاره کېدو له وخته تر ننه، عموم اسلامي اندیالان په دې اند دي چې حج یو لړ سمبولیکې کړنې دي. البته لکه چې پوهېږئ سمبولونه واحدې ماناوې لري او تل تفسېرېدای او بیا تفسېرېدای شي. داسې نه ده چې وانگېرو د مانا زېرمه پای ته رسېدلی ده او د تفسیر په گوډي کې نوې مانا نه موندل کېږي.

هو؛ تقریبا ډېرو اسلامي اندیالانو د حج په باب دا گروهه درلوده چې د حج کړنې سمبولیکې دي[1] او ځانگړو ماناوو ته اشاره لري. دا چې باید اوه ځل له بیت الله راوچورلو، باید ځانگړي ستنې په تېږو وولوو، باید قرباني وکړو، باید د شپې په مشعر کې پاتې شو، باید سپین (احرام) واغوندو او په څېر یې، دا گرد سره سمبولیکې کړنې دي؛ په دې مانا چې دا کړنې خود په خوده اوڅار نه دي؛ بلکې پر حقایقو پرتې بڼې او پردې دي، چې باید دا حقایق راوسپړو.

پاموړ ټکی دا چې د اسلام د پېغمبر(ص) تر راښکاره کېدو وړاندې د حج عموم کړنې په بوتپالو عربانو کې دود وې. د صفا او مروه ترمنځ «سعی»، قرباني کول، د بیت الله طواف، او….. او تاریخي کتابونه هم گواهي پرې ورکوي. صفا او مروه دوه غونډۍ وې چې اوس هم شته او بوتپالو پر هرې یوې یو یو بوت ایښی و او له یو بوته به د بل خوا ته او له دویم بوته به د لومړي خوا ته ځغلېدل. د اسلام پېغمبر(ص) چې مبعوث شو، د غونډیو ترمنځ یې ځغاسته او سعی وساتله، بوتان یې له غونډیو لرې کړل او ویې ویل له دې غونډې چې هغې بلې ته ورځغلئ؛ نو خدای یاد کړئ او له هغې چې بلې ته ورځغلئ، د خدای ذکر وواست. هرې خواته چې ورمخ کړئ، خدای هلته دی.

فَأَيْنَمَا تُوَلُّوا فَثَمَّ وَجْهُ اللَّهِ (بقره/۱۱۵) = « هرې لوري ته چې ورمخ کړئ، خدای هلته دی.»

بله بېلگه: په جاهلیت کې، عربانو لغړ د کعبې طواف کاوه. پېغمبر(ص) طواف پر ځای پرېښود او یوازې د اغوستن (احرام) امر یې وکړ. همدغسې عربانو بوت ته قرباني کوله، پېغمبر د کړنې بڼه وانه ړوله، یوازې یې وویل چې خدای ته قرباني وکړئ او هرومرو د قربانۍ پر وخت د الله نامه یاده کړئ:

«وَلَا تَأْكُلُوا مِمَّا لَمْ يُذْكَرِ اسْمُ اللَّهِ عَلَيْهِ (انعام/۱۲۱) = پر څه چې د خدای نامه یاده شوې نه ده، مه یې خورئ».

 په هر حال د پېغمبرانو آریز کار دا و، چې انگېزې او نیتونه واړوي او د زاړه عمل په تنه کې نوې مانا او روح ورواچوي. نوې انگېزې او نیتونه الهي نیتونه ول. البته له خدای سره معامله کول په دې مانا نه ده چې خدای دې په همدې دنیا کې په بیړه بدله راکړي خو په دې باب قرآني تعابیر ډېر په زړه پورې دي:

« مَنْ ذَا الَّذِي يُقْرِضُ اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا (بقره/۲۴۵) =  څوک دی چې خدای ته غوره پور (قرض حسنه) ورکړي»

 دا آیت په هغه وخت پورې اړوند دی چې پېغمبر(ص) مسلمانان له سود خورۍ منع کول؛ یعنې پور مه ورکوئ چې تر خپل پور ډېر له پوروړي واخلئ. ددې مطلب تر څنگ وايي که سود غواړۍ له خدایه یې وغواړئ:

« فَيُضَاعِفَهُ لَهُ أَضْعَافًا (۲۴۵) = چې خدای یې څو ځل ور زیات کړي»

که خدای ته پور ورکړئ، دوه او درې گرایه یې ترې واخلئ، توپیر نه لري. ان ربا او سود خوري چې د بڼې له مخې حرامه وه، له خدای سره په معامله کې یې، په نوي روح حلاله کړه: ویې ویل، سود هم درکوم په دې شرط چې مانا او نیت یې واړوئ.

په قرآن کریم کې څو ځل راغلي چې د خدای په وعده کړای شوي جنت کې شرابخوري شته. هو، سمه ده خو جنتي شرابخوري بې له دنیوي شرابخورۍ ده؛ ځکه د کار روح او فضا اوړېدلې ده. دا مساله فوق العاده مهمه ده. خدای او پېغمبر(ص)  ته دا مهم دي چې د کړنو نیت او روح واوړي او د گردو ښوونو په سر کې دادي هر څه چې بې له الله دي – په دیني تعبیر – بوت دی، باید دړي وړي شي. پېغمبر د هر بوت ماتولو امر وکړ او البته دا بوتان یو او دوه نه دي؛ له ساده ډبرینو بوتانو نیولې تر ډېرو ظریفو بوتانو، چې شونې ده، زموږ د زړه په کونجونو کې ناست وي او موږ باید د مؤمن په ځیرکۍ دوی معلوم او په لرې کولو یې لگیا شوو.

د مبشرین او منذرین مانا داده؛ یعنې له یوې خوا بشارت او زېری ورکوي او نیتونه مو هڅوي او بلخوا انذار کوي، په زړه کې مو ډار اچوي او زموږ د بدو نیتونو پر اور د خاموشۍ او منځه وړ اوبه اچوي او په دې توگه مو اړوي او تنظیموي چې په خپلو چارو کې کمې زیاتی او افراط او تفریط ونه کړو.

دویم ټکی چې د سکولارېزم له څرگندنې راولاړېږي دادی، دا چې په دیني لید لوري کې د عمل بهرنۍ بڼه څه اهمیت نه لري او پېغمبران ډېر د روح او نیت په سمولو پسې ول، د ژوند د چارو سنبالنه یې عقلمنو خلکو ته ورسپارلې ده او له خپل لوري یې په خپلوو لارویانو کومه همېشنی طریقه او قاعده ورتپلې نه ده. په دې توگه درک کولای شئ هغوی چې وايي دیانت له سیاسته بېل دی او هغوی چې وايي دیانت له سیاست سره یو دی، څه منظور لري.

 موږ دا دواړه یو د بل تر څنگه تفسیرولای شو، بې له دې چې یو له بل سره ټکر پیدا کړي. په نظر مې ددې دواړو نظریاتو پلویان سره پخلا کولای شو په دې شرط چې مفهوم ښه راوسپړو، ویې پېژنو او ځان پرې پوه کړو. مولانا بلخي په مثنوي کې یو ډېر مشهور داستان را اخلي. وايي یو رومي یو ترک، یو فارس او یو عربي ول، یو څوک راغی او یو دام یې ورگوذار کړ:

چارکس را داد مردی یک درم – آن یکی گفت این به انگوری دهم

آن یکی دیگر عرب بد گفت لا – من عنب خواهم، نه انگور ای دَغا

آن یکی ترکی بدو گفت این بنم – من نمی خواهم عنب، خواهم اذم

آن یکی رومی بگفت این قبل را – ترک کن، خواهیم استافیل را

دوی لانجه وکړه، چا یې چې لانجه څارله، ویې ویل:

صاحب سرّی عزیزی صد زبان – گر بدی آن جا بدادی صلح شان

پس بگفتی او که من زین یک درم – آرزوی جمله تان را می دهم.

که دا یو درم راکړئ، زه هماغه پېرم چې ټول یې غواړئ او لانجې ته اړتیا نشته.

مؤمن د ظلم پر وړاندې چوپ پاتېدای نشي، ویني چې سرزوری د خلکو ځانونه، شتمنی او ناموس لوټوي او ټول حقوق یې ورلتاړوي؛ نو ځکه دا ورته یو دیني مکلفیت او دنده ده چې مبارزه ورسره وکړي؛ خو داسې کسان هم شته چې بې له دیني نیته د ظلم پر وړاندې مبارزه کوي، چې د دوی کار هم د درناوی وړ دی.

خو د مبارزې بڼه څنگه وه؟ دیني یا غیر دیني؟ پېغمبران، د څړیالي جگړې، یا د مدرنو او سوپر مدرنوالو توکو د جگړې تیوریسنان نه وو. شونې ده خپله پېغمبر د پوځي تدبیر خاوند وي؛ خو نه یې پخپله او نه نورو دغسې یوه ادعا نه ده کړې چې دوی پوځي تیوریسنان وو. د پېغمبر کار دا و، چې که دده پر وخت په توره او خنجر جنگېدل، فی سبیل الله جهاد ته یې وبلي؛ نن هم که په توپ او الوتکه جنگېږي؛ نو فی سبیل الله حرکت ته بلنه او الهي او دیني انگېزه او نیت ورکونه په پېغمبر پورې اړه لري نه سیاسي – پوځي تیوریسني.

د پېغمبرانو مهمترین فعالیت د انسانانو د زړونو تل ته ورننوتل او د دوی زړونو او ضمیرونو د پټو کونجونو ایلول وو او له بېخه کوم ټکی چې پېغمبرانو گوته ورباندې ایښوه، لکه چې اشاره مې ورته وکړه، د بشري انگېزو ټکی و. دوی د بوتپالنې انگېزې پر الله نمانځنې انگېزې اړولې؛ خو د کړنې بڼه یې د عقلمنو عقل ته ورسپارله.

اوس کوم توضیحات او څرگندنې مې چې وکړې آیا سیاست، دیني دی یا غیر دیني؟ ځواب دادی که تاسې په الهي او دیني نیت، سیاسي، حکومتي او گوندي کار کوئ او په دیني نیت فکر کوئ چې خدا رانه خوښ شي، واک تر لاسه کړو او د خدای خلکو ته خدمت وکړئ – دا هم ددې لپاره چې بیا هم خدای خوشحالېږي چې خلکو ته یې خدمت کوو – په دې حال کې سیاست مو عین دیانت مو دی. په دې مانا نه یوازې سیاست، چې هره کړه وړه مو دیني کېدای شي. په دې مانا اوبه څښل هم دیني کېدای شي، ښوونځي او پوهنتون، ته تلل ښځه کول، جامې اغوستل او بل هر کار دیني نیت درلودای شي. خو که څوک د مظلوم ژغورنې لپاره هڅه وکړي او الهي نیت ونه لري، بیا هم د ستاینې دی؛ ځکه – زموږ په تعبیر – ددې کړنې حسن و قبح عقلي ده او فی نفسه دا عمل ښه دی. هو؛ که نیت ته ووینو دیانت او سیاست یو له بل سره جوخت دي او اړخ لگولای شي او که د عمل بڼه (حکومت، اقتصاد….) مراد وي، دا دواړه سره جلا کېږي؛ ځکه د جگړې؛ حکومت ورزش، صنعت، طبابت او… ځانگړې بڼه له دینه را ایستای نشو. که گومان کوئ سیاست ته ورننوتل په دې مانا ده چې له دینه یو لړ سیاسي تیورۍ راوباسو، په دې باب دین له سیاسته جلا دی. پېغمبران سیاسي تیوریسنان نه ول او خپله یې هم ځانونه په دې ځانگړنو معرفي کړي نه دي. په واقع کې د سیاست ډگر ته د پېغمبراکرم(ص) ورننوتل ځینو ته دومره هېښنده او بحث راولاړوونکي ول چې د نبي اکرم(ص) پر پېغمبرۍ شکمن شول[2] (۲). په سراسر قرآن کې یوه مدونه سیاسي تیوري نه پیدا کېږي. په عین حال کې دا مطلب پردې مانا نه ده چې یو متدین په دیني نیت سیاسي فعالیتونو ته وردانگلای نشي.

هو، له دې لید لوري سره چې دین دې د حکومت تیوريسن وي، دین و سیاست په هیڅ ځای کې سره اړخ نه لگوي. او له دې لید لوري سره چې دین دې د سیاسي کړه وړو انگېزه ورکوونکی وي، دین و سیاست یو له بل سره اړخ لگوي [ د دین او سیاست اړخ لگول دقیق تعبیر نه دی. په سکولارېزم کې د دین او حکومت د بېلوالي خبرې کېږي، نه د دین او سیاست. له حکومته مراد هم یعنې هغه بنسټ چې د عامه مصالحو د سنبالنې او د قدرت د عادلانه ویش مسوول دی.]

په دې لید که وپوښتل شي ایا معماري او کورسازي دیني کېدای شي؟ باید وویل شي له یوې خوا معماري له دیانته جلا ده او بلخوا معماري مو عین دیانت دی او دیانت مو عین معماري ده!

 له یوې خوا طبابت مو عین دیانت دی او دیانت مو عین طبابت دی! او بلخوا دیانت مو په طبابت پورې هیڅ تړاو نه لري او طبابت مو په دیانت پورې هیڅ تړاو نه لري او همدغسې.

تردې ځایه مو د دیني مکلفیتونو په باب خبرې وکړې. له مکلفیتونو خبرې کول، ددې نښه ده چې په دیني ویینه تل تر «حقوقو» د «مکلفیتونو» پله درنه ده؛ نو ځکه اشاره کوم چې په سکولارېزم کې، نه یوازې نیتونه او اندې غیر دیني کېږي؛ بلکې «حق» هم، د دیني ویینې پر خلاف پر «مکلفیت» وردرنېږي.

کله چې نوې ویینې له قرآني سره پرتله کوو، متوجه کېږو چې دیني ویینه، یو مکلفیتي ویینه ده نه یو حقي. نه وایو چې قرآن او دین د بشر د حقوقو نټه کوي؛ بلکې وایو په دوی کې د مکلفیتونو پله د حقوقو تر پلې درنه ده. په دې متونو کې له انسان سره د یو مکلف موجود په توگه چلن کېږي. دا متون مازې چې له انسان سره خبرې اترې بیلوي، انسان ته د تکلیف ټاکل پیلوي او له امر ونهې او باید او نباید و ځنې ډک دي او ان بشر ته چې کوم حقوق اعلانوي دده د مکلفیتونو په ترڅ کې دي.

په نوې نړۍ کې د حقوقو مقوله زموږ په دیني ادبیاتو او ژبه کې په دې برجستگۍ او څرگندتیا شتون درلودلی نه دی او څه مو چې تر غوږونو کېږي د مکلفیتونو قصبې دي؛ نو دادی چې د دین ژبه په اغلب ډول د تکلیف ژبه ده او په نسبت یې حقوق فرعي او طفیلي دي. اپوټه، د نوې نړۍ په ژبه او په نوي او مدرنې ویینې کې حقوق برجسته او څرگند دي او مکلفیتونه فرعي دي. نوی تمدن، د حق تمدن دی او دیني تمدن، د مکلفیت تمدن دی. انسان په دیني تمدن کې د دې تمدن د مکلفو اوسېدونکیو په سترگو کتل کېږي، حال دا په نوي تمدن کې چورلیز او محوریت له حق سره دی؛ نو ځکه په دې تمدن کې بشري حقوق یو «منطقي – طبیعي» چار دی.

نن له یو ستونزمن هوډ سره مخ یو. نه غواړو خپلې دیني انگېزې له لاسه ورکړو او خلک نه رابولو چې پر غیر دیني نیتونو عمل وکړي او هم نه غواړو د انسانانو حق د دوی په مکلفیتونو لتاړ کړو او «محق» انسان د «مکلف» انسان په پښو کې قرباني کړو. زه بیا هم په دې ځای کې خپل دریځ مشخصوم. زه هیڅ توپیر نه وینم چې څوک د عقلي حسن او قبح له مخې عمل کوي او له آره دین حسن و قبح رامنځ ته کړی نه دی. لکه که څوک یوازې د پاکوالي د ښه والي په پار، پاکوالی مراعاتوي او که څوک یوازې د دفاع د ښه والي په پار، له خپل هېواده دفاع کوي – ان که خدای رضايي هم په پام کې نه وي – څه ټکه او نیوکه پرې نشته. دغسې یو څوک سل په سلو کې د تحسین وړ دی. خو له یاده یې مه وباسئ چې د پېغمبرانو کار دا و، چې راشي دواړه ښه والی یو پر بل سپراه کړي او لکه ووايي پاکوالی هم عاقلانه او ښه دی او هم د خدای پاک او نظیف انسان ښه ایسي او متدین د مضاعف دلیل له مخې دا کار ترسره کوي.

موږ په اوسني وخت کې د حقوقو د مسالې په اړه له یوې ستونزې سره مخ یو چې باید د ټولنې عالمان روڼ اندي او اندیالان خلک په دې اړه پوه کړي. زه د اوسنیو اسلامي ټولنو یوه ستره نیمگړتیا دا وینم چې خلک مو لومړی خپل حقوق نه پېژني او دویم نه پوهېږي چې «حق اندیشه کېدل» د انسان د وگړې په بشپړتیا کې څه مهمه ونډه لوبوي. کله شونې ده انسان فی نفسه د «حق» اهمیت په پام کې ونیسي او کله د حقوقو د مصادیقو مساله اوڅار ده چې په دویمه مرتبه کې ده. اندیز مشران مو له ستونزمن چار سره مخ دي، او هغه دا چې د انسان د حق او مکلفیت راټولول دي او د دیني مکلفیت په ویینه کې د حق ویینې ور دننه کول دي.

دا مې تل ویلي که یو وخت زموږ په ټولنو کې «حق» د «ناموس» په څېر مقام وموند؛ نو روزگار به مو ښه شي. ووینئ د «ناموس» کلمه څومره راته مهمه ده. کله چې د چا ناموس کنځلېږي، بدترین ناروا عمل یې کړی دی. که یو وخت حق همدا مقام راته پیدا کړ او د چا پر حق تېری د ده پر ناموس له تېري سره مساوي وگڼل شو؛ نو هله د خوشحالی جشن نیوای شو. دغسې یو ادلون بدلون ددې ښودونکې دی چې په ذهن کې مو یو جدي تحول بیدا شوی دی. که دا مساله ښه وپېژندل شي او اندیز مشران – له معرفتي او تیوریک اړخ- یو حق ویینه په مکلفیتي ویینې کې وردننه کړای شي او دواړه سره انډول کړي؛ نو ځلاندې راتلونکې ته به هیلمن یو.

[ پېغمبران زیري ورکوونکي او ویروونکي لېږل شوی وو، چې تر لېږلو روسته یې خلکو ته د خدای په مقابل کې پلمه نه وي( او پر گردو غاړه خلاصه شي) او خدای بریمن حکیم دی. ( دا ټول) په قرآن کې راغلي: نسأ – ۱۶۵: [ رسلا مبشرین ………… بعد الرسل: یعنې پېغمبران مې درلېږلي چې خلک، خدای ته څه حجت او پلمه ونه لري او خدای له گرېوانه ونه نیسي او ووايي چې پېغمبر دې نه وو رالېږلي او نه پوهېدو څه وکړو؟ ددې آیت مدلول دادی چې موږ ان د خدای پر وړاندې درېدای شو او استدلال وکړو؛ یعنې که خدای کوم پېغمبر رالېږلی نه و، موږ یې پر وړاندې دلیل درلود.

 دا ډېرمهم مطلب دی. په واقع کې قرآن ټینگار کوي چې انسان څه حقوق لري، چې په دې د خدای د چارو په باب قضاوت کړای شي. په بله وینا د آیت مفهوم دادی زه چې خدای یم، په سرزوری خبرې درسره نه شم کړای، زه هم باید په دلیل او حجت خبرې وکړم. باید اندیز مشران خلکو ته حق غوښتنه ورزده کړي. دا مطلب سکولارېزم ته د غاړې ايښوو پر مانا نه ده. هو؛ په سکولار تمدن کې د حقوقو مساله برجسته او څرگنده شوه او موږ هم ترې زده کړل. اوس دا باید په خپلې دیني ویینې کې ورځای کړو او ځانونو ته، هم په مکلفیتونو او هم الهي حقوقو قایل شوو.

خدای تعالی، هم غوښتې چې موږ پر خپلو مکلفیتونو عمل وکړو او هم یې غوښتي چې خپل حقوق واخلو. موږ یو لړ حقوق لرو لکه څنگه چې د خدای خوښېږي پر خپلو مکلفیتونو عمل وکړو، ښه یې ایسي خپل حقوق هم واخلو. له پېغمبره(ص) په یو روایت کې راغلی: « ان الله یحب ان یوخذ برخصه کما یحب ان یوخذ بعز ائمه: یعنې د خدای چې هومره خوښېږي امر و نهي یې ټینگه او جدي ونیول شي، ښه یې ایسي چې اجازې یې هم جدي ونیول شي»

کوم دوستان چې د پوهې او فرهنگ د لاس ته راوړو په هڅه کې دي، دا مهم او ستر ټکی دې په پام کې ونیسي چې نن «سیاسي – دیني» کړه وړه په مکلفیتي ویینه کې د یوې حقې وینې کېښوول دي او په اوسني وخت د سیاست او دیانت راټول په همدې مانا دي.»

 

[1] ناصر خسرو قبادیاني بلخي، د خپل دېوان په یوې مشهورې قصېدې کې [ په دې مطلع: «حاجیان آمدند با تعظیم – شاکر از رحمت خدای رحیم»] وايي حاجیان راغلل او د یوه لیده کاتو ته ورغلم ومې پوښت: مکې ته ولاړې؟ ويې ویل: هو. ومې ویل: احرام دې اغوستی و؟ ویې ویل: هو. ومې ویل: طواف دې وکړ؟ ویې ویل: هو. ومې ویل: ښه، کله دې چې گاټي ایشتل نیت دې و، چې شیطان پرې ولې؟ کله چې دې احرام اغوسته او ټولې جامې دې اېستې او له نورو سره یو رنگ جامې دې اغوستې، دا فکر دې کړی و، چې باید له گردو دنیوي تړاوونو لاس اخلې؟ دا مې یو یو ورته وویل او حاجي وویل: نه، په دې فکرونو کې نه وم. ومې ویل: ښه، نو ولاړ شه او حج دې بیا وکړه.

[2] د یو شمېر مسیحي لیکلوالو لیکونه ته په مراجعې دا وینو. د یوه مسیحي بېلگه، عیسی مسیح(ع) دی. عیسي(ع) په ځوانۍ کې له دنیا ولاړ او په خپل عمر کې یې سیاسي فعالیتونه نه درلودل او ښځه یې هم ونه کړه. د دوی یو شمېر لیکوالان وايي:« آخر د اسلام پېغمبر(ص) څنگه یو پېغمبر و، چې هم یې ښځه کوله او هم یې جگړه کوله. پېغمبر باید دروند په یوه څنډه کې کېني، نه ښځه وکړي، نه له خلکو سره و اوسي او نه په جگړې او لانجې لاس پورې کړي» دا هماغه تعبیر دی چې د قرآن کریم د فرقان سورت په اوم آیت کې راغلی؛ ځینو د اسلام پېغمبر(ص) ته ویل: « وَقَالُوا مَالِ هَذَا الرَّسُولِ يَأْكُلُ الطَّعَامَ وَيَمْشِي فِي الْأَسْوَاقِ » یعنې دا څنگه یو پېغمبر دی چې هم زموږ په څېر خوراک کوي او هم پر کوڅو او سړکونو گرځي.» پېغمبر باید پرښته صفتی وي او په پاسنۍ نړۍ پورې تړاو ولري او هډو په دنیوي چارو پورې څه کارونه لري. خو په اسلام کې دنیا ته د ورشاکونې سپارښتنه شوې نه ده. د بلخي مولانا په وینا: مصلحت در دین عیسی غار و کوه – مصلحت در دین ما جنگ وشکوه

پېغمبراکرم(ص) ویلي: په اسلام کې راهبېدل او په گوښه ځای کې کېناستل نه لرو؛ په اسلام کې راهبېدل؛ یعنې په ټولنو کې گډون کول او په جوماتونو کې کېناستل. دا د پېغمبر(ص)  بلنه ده او یو سبق یې راکړ. په دې مانا سیاسي کړه وړه – او بله هر فعالیت – دیني او غیر سکولارېدای شي.  (پای لیکونو پای)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!