تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ سید جمال تر سوکه سوکه او رو رو حرکاتو،اغېزمنو او ناڅاپي حرکاتو ته ورمات و  سید جمال الدین افغان سملاسي چټکو، اغېزمنو او ناڅاپي حرکاتو او پېښو ته ورمات او څوبمن و او په اصطلاح تودې معاملې یې ښه ایسېدې. معمولاً چټکې پېښې یو ستر عالم، یا ځواکمن او په ټول […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

سید جمال تر سوکه سوکه او رو رو حرکاتو،اغېزمنو او ناڅاپي حرکاتو ته ورمات و

 سید جمال الدین افغان سملاسي چټکو، اغېزمنو او ناڅاپي حرکاتو او پېښو ته ورمات او څوبمن و او په اصطلاح تودې معاملې یې ښه ایسېدې. معمولاً چټکې پېښې یو ستر عالم، یا ځواکمن او په ټول کې سیاسي یا ټولنیزه درنه څېره دا کار کړای شي. له سړو پېښو سره یې مزاج جوړ نه و، لکه یو بڼوال چې ونه کري او سوکه سوکه یې مېوې ته پر تمه وي، که خپله یې مېوه ونه خوړه؛ نو راروسته کهول خو به یې وخوري. په ظاهره ډېر ورباندې ناوخته و؛ نو ځکه یې ښه ایسېدل، چې یو واکمن یا اسلامي عالم سرباندې – فوق العاده اغېزمن او توند حرکتونه ترسره کړي، چې په ټولنه کې ګړندي بدلونونه رادبره کړي.

ښايي له پېغمبر(ص) یې دې روایت ته پاملرنه درلوده:

« صِنْفَانِ مِنْ أُمَّتِي إِذَا صَلَحَا صَلَحَ النَّاسُ ، وَإِذَا فَسَدَا فَسَدَ النَّاسُ : السُّلْطَانُ ، وَالْعُلَمَاءُ »

«په امت کې مې دوه ټولګي دي، چې سمونه یې د امت سمونه ده او فساد یې د امت فساد دی. دا دوه ټولګي؛ عالمان او امران دي.»

هو، څه چې و، حقیقت دادی چې هم عالمان او هم واکمن دومره له خپلې زمانې روسته پاتې وو، دومره فساد راګېر کړي وو، دومره ناخبره وو،چې د سید جمال الدین افغاني خوځولو هم راویښ نه کړل او ډېرو یې خپله پخوانی کړچار وغځاوه. نباید له حقه تېر شو، چې په ایران کې یې بلنې اغېز درلود د خلکو د راویښوولول لامل شو او ډېری عالمان یې د مشروطیت په اړه راوهڅول چې ځینو ومانه او ځینو یې پر وړاندې دریځ ونیو.

سید تر ولسي پرګنیو له ناچاری د قوم له مشرانو سره خبرې کولې

ښایي نن نیوکه وکړو، چې سید ولې نیغ په نیغ ولسي پرګنیو ته نه ورتله؛ خو دا نیوکه د هغې زمانې له حالاتو ناخبري ده. وګورئ نن روښانفکران او عالمان په اسانۍ له ولس او خلکو سره خبرې اترې کړای شي؛ خو په هغې زمانې کې نه ټولنېزې رسنۍ وې او نه لږو ډېر له بشري حقوقو دفاع څه دود وه. نن چې ټولنه او ولسي پرګنۍ په کومو وزلیو خبرېږي په هغې زمانې کې یو اندیال او سیاسي فعال ته داسې وزلې نه وې؛خو یوازې عالمان په دیني ټولنه کې عمومي رسنۍ وې، منبر ورسره و او له خلکو سره یې خبرې کړای شوې. سید جمال الدین افغاني په داسې یوې ټولنې کې خبرې کولې، چې وګړي یې نژدې سلو په سلو کې نالوستي وو، کتاب لوستي نه وو. داسې ټولنو ته یې خبرې کولې چې تر سخت استبداد او زندۍ لاندې یې ژوند کاوه او د سیاسي نظر څرګندول یو پېژندل شوی حق نه و؛ نو ځکه په دغسې ټولنو کې پر دین مستنده خطابه او وینا اغېزمنه وه، دا ویناوې د هغو ویاندانو له خولې الوتې چې خلکو ته ټولمنلي وو؛ یعنې دیني عالمان، د جوماتونو امامان، روحانیون، شیخان، واعظان او خطیبان، او افغان سید جمال الدین هڅه کوله چې دوی تر خپل اغېز لاندې راولي او نسبي بریایې هم ترلاسه کړه د افغانستان او ایران په سلاطینو کې یې څه بریا ترلاسه نه کړه خو په مصر کې یې کار بې اغېزې نه و.

د سید جمال الدین افغاني له وخته راروسته د اسلامي خوځښت بهیر تکاملي پړاوونه وهلي، چې ځینو اړخونه ته یې خپل پام وراړوو: نن یو دیني اندیال د سید په دود چلن نشي کړای؛ ځکه نن ټولنه او توکیز – مادي ژوند داسې اوښتی، چې په طبیعي ډول اندیال، مبارز او فعال ته نوې شونتیاوې او دودونه ورکوي، چې په هغې زمانې کې نه وو؛ یعنې اړین یو چې نوی چلن خپل کړو. دا ټکی مې ځکه ووایه چې د خوځښتونو د پرمختګ په ارزونه کې باید د ټولنو جبري پرمختګونو ته هم پاملرنه وکړو، او یوه لورنه یې وګڼو، چې انسان ته ورکول کېږي.

  تر تېر وخته نن د بیاژواکۍ او سمونې په چار کې ډېرې شونتیاوې شته

 نن که څوک د ټولنې په مفسدولو کې هڅه کوي؛ نو له عملي او نظري پلوه دومره شونتیاوې ورسره شته چې په تېرو کې یې نه درلودې. دغسې په سمونې کې یې له عملي او نظره اړخ هم پراخې شونتیاوې لري، چې مخکې ورسره نه وې. دا له عملي پلوه؛ خو له اندیز پلوه قصه خورا څرګنده ده. نن اسلامي ټولنې ته تر پرونه پخې پوښتنې اوڅار دي. نوې دین پوهنې ډېر مهم تکي اوڅار کړي او یو لړ پوښتنو هم خپل ځوابونه موندلي دي. یو نیم سل کاله وړاندې چېرې د «تنزیه الملة و تنبیه الامه» په څېر کتاب کښل شوی و؟ یا چېرې اسلام له مارکسېزم سره لاس و ګرېوان شوی و؟

دا هم ناخواسته لورنې وې چې راولورېدې او د بیاژواکۍ خوځښت او اسلامي سمونې یې غوښنې او بالغې کړې او په همدې دلیل موږ باید د راتلونکي په اړه خوشویني اوسو او بله کړای شوې ډیوه تلپاتې بله وګڼو. د سید کار مو ولید چې څرنګه و. خوځښت یې راروستو ته عبرتناک شو او اصلاً څو اړخیز خوځښتونه یې راوټوکول، ځینو د سیاسي خوځښتونو لمن ونیوه، ځینو د اندیزو او تر ټولو مهمه دا چې د مسلمانانو په ټولنه کې د سیاسي او اندیزو خوځښتونو تخمونه وکرل شول.

سید په ټولنو کې د ځوړتیا پوښتنه راولاړه او دود کړه

نن ډېره طبیعي ده چې د مسلمانانو د ځوړتیا په هکله خبرې وکړو؛ خو هډو په نولسمې پېړۍ کې دا یوه طبیعي پوښتنه نه وه، اصلاً او ابداً که د یوې وګړې قدر او عظمت په دې کې وبولو چې یو ناطبیعي چار پر طبیعي واړوي یا یو نابدیهي چار پر بدیهي چار واړوي؛ نو په دې حال کې باید سید جمال الدین الافغاني خورا بریمن وبولو او د هغه بهیر پیلوونکی یې وپېژنو چې ډېر لارویان یې پیدا کړي دي.

سید او په څېر یې دا پوښتنه اوڅار کړه چې ولې موږ په دې حالت کې یو او نړۍ په بل کې ده او دومره لویی واټن او درز یې راسره پیدا کړی دی؟ د عظمت خواله مو څه و؟ د ځوړتیا خواله مو څه ده؟ هغه ټولنه چې خپله ځوړتیا ونه پوښتي، بیخي به په ځوړتیا کې پاتې شي. له ځوړتیا پوښتنه، له ځوړتیا د راوتو نښه ده او دا هغه کونجي وه، چې سید تاوه کړه او هغه اغېز یې چې پر خپل مخاطب درلود، ددې پوښتنې جدي والی یې اوڅار کړای شو او نور یې په ځان پسې راښکودل؛ نو ځکه وینو چې راروستو اندیالانو او سمونپالو له همدې پوښتنې کار پیل کړ او خپله ټینګه پاملرنه یې د مسلمینو د تاریخ لوست، د مسلمینو د عظمت او ځوړتیا د خوالو پر پوهېدو ته ور واړوله.

ارواښاد علامه اقبال لاهوري د سید جمال الدین افغاني د لارې لاروی و

 سوکه سوکه چې د سید خوځښت پراخېږي او ډېرېږي، ډېر اندېز رګونه او لیکې پکې موندل  کېږي. ارواښاد علامه اقبال لاهوري هغه څوک دی، چې چورلټ یې د سید خوځښت څېړلی او ترې اغېزمن شوی دی؛ خو علامه اقبال پخپله یو سرباندې اندیزه وګړه – فوق العاده فکري شخصیت دی او د «دیني اند د بیاژواکی» کتاب، په عین حال کې چې د سید د خوځښت له پایلو یو کتاب دی؛ خو خپله په دې ډګر کې یو دروند او خپلواک اثر دی.

اقبال څومره چې یو اندیال او اندیز سمونپال و، یو سیاسي سمونپالی هم و او د هند د ښکیلاک پر ضد او سیاسي خوځښتونو کې یې نیغ په نیغ برخه درلوده او واقعاً په اوسني پېر کې یوه اسلامي بیلګییزه وګړه ده او په غوڅه توګه یې له هغو کسانو وګڼو چې د سید له خوځښته اغېزمن شوی دی. ارواښاد ډاکتر علي شریعتي چې له علامه اقبال اغېزمن دی، نو دا هم باید د سید یو له حسناتو وبولو. همداراز خپله شریعتي هم د سید قدر شناس و او تر خپلې وسې یې د سید خوځښت وڅېړه او ښه ټکي یې ترې راوړاندې کړل.

هو، په اوسني وخت کې اسلامي خوځښت د سید له وخت راهیسې ډېر ‍پرمختللی دی، په اسلامي ټولنو کې اسلامي روڼ اندي یو تثبیت شوی مفهوم دی، چې لومړی د مسلمینو د ځوړتیا اندېښمني ورسره ده او دویم د سیاسي سمونې او د دیني اندنې د سمونې سوچ ورسره دی، او درېیم د مذهبي ښوونو له کړۍ بهر یعنې له مذهبي مدارسو او حوزو دباندې پر کار لګیا شوي او د مدرسې او حوزې اندود یې تر اغېز لاندې راوستی دی. دا د سید د سمونپالي خوځښت اغېز دی، چې دیني مراکز، مذهبي مدرسې او دارالعلومونه مو نویو پوښتنو ته په ځوابونو چمتو کولو لګیا شوي دي، که نه مخکې خو هډو په دې هکله چا سره نه ګراوه؛ نو ځکه دا ګرد سره ننګېرنې لامل شوي چې اسلامي سمونپالي خوځښت ته هیلمن اوسو موږ باید د عربي نړۍ د اندیالانو اثار په خپلو ژبو واړو او د ارواښاد سید قطب، محمد قطب، محمد غزالي، راشد الغنوشي، صالح الورداني، احمد یعقوب حسین، ادریس حسینی مراکشی په څېر اندیالانو کتابونه ولولو، چې دوی ګرد سره د سید جمال الدین افغاني د لارې لارویان دي او د راتلونکي په اړه مو هیلمنوي، چې ګانده – راتلونکی د اسلام دی.

د دین بیاژواکۍ په چار کې، باید د لویدیځ له تجربو هم ګټنه وکړو

 باید زیاته کړو، چې د مسلمانو اندیالانو لپاره اسلامي نړۍ ته د غربي اندنو ورننوتل یوه قوي او پیاوړې محرکه او پارونه وه، اوس هم ده او همدغسې به وي او غځېږي او په هر حال په اوسنۍ نړۍ کې د ګردو دینوالو ترمنځ ګډ درد شته او ټول باید د یو بل له تجربو ګټنه وکړو. په رښتینه کې دا یو غلط او ناسم سوچ دی،چې وانګېرو، مسلمین د دین په چار کې په یوې بې مخینې او ځانګړې بلا او کړاو اخته شوي یا فرض کړو چې فرنګي اندیالان د اسلامي دیني فکر پر ضد توطئه کوي. دا پیکه خبرې دي. په مسیحیانو کې، دیني عالمان د خپل دین په باب عین د اسلامي عالمانو اندېښنې، وسوسې او ننګېرنې لري او د کفر او الحاد د څپو په مقابل کې غوښتي، چې دین همدغسې هسک او اوچت وساتي او سمه پوهېدنه ترې راوښیي؛ نو ځکه په دې باب بشریت ډېرې ګډې تجربې لري او باید ګټنه ترې وکړو.

فرنګیانو ډاکتر علي شریعتي د اسلامي نړۍ او تشیع «لوتر» یاد کړی؛ ځکه ددې خوځښتونو ورتوالی ښه تشخیصوي او پوهېږي چې درد مو یو دی، پوښتنې ورته دي او ځوابونه یې هم ورته دي، دا په یوه ټولنه کې د دیني اندنې یو طبیعي بهیر دی او په هیڅ ډول د دسیسې، بدعت، نوښت، انحراف، تحریف، اوړیدنې، ګډولې او التقاط بوی ترې نه راخېژي او نباید په اړه یې دغسې تعبیرونه وکاروو.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!