تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ شريعت څښتني استازي په ټوليزه توګه پېغمبران دوه ډلې دي : يوه ډله يې لږګي-اقليت دي،چې په خپلواکه بڼه د يو لړ قوانينو او احکامو وحې ورته شوې او دنده ور پر غاړه شوې،چې دا قوانين او احکام خلکو ته تبليغ کړي او ددې قوانينو او احکامو پر بنسټ ورته لارښوونه […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

شريعت څښتني استازي

په ټوليزه توګه پېغمبران دوه ډلې دي : يوه ډله يې لږګي-اقليت دي،چې په خپلواکه بڼه د يو لړ قوانينو او احکامو وحې ورته شوې او دنده ور پر غاړه شوې،چې دا قوانين او احکام خلکو ته تبليغ کړي او ددې قوانينو او احکامو پر بنسټ ورته لارښوونه وکړي . دې پېغمبرانو ته د قرآن په څرګندنه-اصطلاح “اولوالعزم” ويل کېږي .

 کټ مټ نه پوهېږو،چې “اولوالعزم پېغمبران” څو ول؛په تېره،چې قرآن کريم هم په ډاګه کوي، چې يوازې د ځينو پېغمبرانو کيسې يې کړې دي (که قرآن د ټولو پېغمبرانو کيسې کړې واى او يا لږ تر لږه مدعي وو،چې ټول مهم پېغمبران په قرآن کې ياد شوي دي؛نو شونې وه،چې د قرآن له مخې د “اولوالعزم” پېغمبرانو پر شمېر پوهېدلي واى)؛خو دومره خبر يو،چې حضرت نوح، حضرت حضرت ابراهيم، حضرت موسى،حضرت عيسى او حضرت محمد (صلوات الله عليه و عليهم) ټول الوالعزمه او شريعت څښتني ول او دې هر يوه ته د يو لړ قوانينو او احکامو وحې شوې ده،چې تبليغ يې کړي او پر بنسټ يې خلک وروزي  .

دويمه ډله هغه پېغمبران دي،چې خپل شريعت او قوانين يې نه درلودل؛يعنې د هغه شريعت او قوانينو د تبليغ دنده يې درلوده،چې په هغه وخت کې ول او ډېرى پېغمبران په دې ډله کې دي؛لکه “هود”، “صالح”، “لوط”،”اسحاق”،”اسماعيل”،”يعقوب”،”يوسف”،”يوشع”، “شعيب”، “هارون”، “زکريا” او “يحيى” عليهم السلام .

د پېغمبرانو (ع) تاريخي ونډه

آيا پېغمبرانو د تاريخ په بهير کې منفي يا مثبته ونډه درلوده که نه بېخي يې نه درلوده؟ که ونډه يې درلوده؛نو څه وه؟مثبت که منفي؟

پردې د دين مخالفان هم منښته-اعتراف کوي،چې پېغمبرانو په تاريخ کې ګټوره وڼده درلودلې او بې اغېزې وګړي نه ول .

پخوا پېغمبران د ستر ملي ځواک ښکارندوى ول .

په دې کې څه خبره نشته چې پېغمبران په ديني ملاتړ يو ځواک و؛خو خبره ددې ځواک د کړنو په لوري کې ده او له همدې ځايه بېلابېلې څرګندونې راولاړې شوې دي .

الف-  ځينو په ليکنو کې ډېر په اسانه ويلي : پېغمبرانو منفي ونډه درلوده، وايي :

((د پېغمبرانو دريځ نيونه،مانيزه-معنوي او د دنيا ضد وه؛د پېغمبرانو د ويناوو چورليځ دنيا ته شا، اخرت ته مخه،بهر پرېږده،سر په ګرېوان کې ښکته کړه،ذهنيت ته پام او عينيت ته شاکول دي؛نو ځکه دين او پېغمبران،چې ددې ځواک ښکاروندى ول،د بشر د پرمختګ په مخ کې خنډ او له ژونده زړه تورونکي ول؛نو ځکه په تاريخ کې د پېغمبرانو ونډه منفي ده .))

ب – بله ډله په بله بڼه د دين د خاوندانو ونډه ښيي؛دوى د لومړۍ ډلې اپوټه؛د دين خاوندانو ته دنيا ته د لېوالتيا پر لوري پر دريځ نيونه قايل دي او مانيزه دريځ نيونه يې دې چارو ته پوښښ او د خلکو تېرايستل او درغلي ښوولې او مدعي دي،چې دنيا ته د لېوالتيا دا دريځ د موجوده حالاتو د ساتنې او د برلاسې ټولنې پر ګټه او تر لاس لاندې ټولنې پر تاوان او د ټولنې له پرمختګ سره د مبارزې لپاره ده . مدعي دي،چې تاريخ د هرې ښکارندې په څېر يو ديالکتيکي يون لري؛يعنې له دننني تضاده راولاړ حرکت . د مالکيت په رامنځ ته کېدو ټولنه پر دوو دښمنو ډلو وويشل شوه : واکمنه او زبېښوونکې او بله بې برخې او زبېښل شوې . واکمنه ډله د خپلو ګټو د خونديېنې لپاره تل د موجوده حالاتو پلوې وه او د توليد د اوزارو له جبري تکامل سره سره غواړي ټولنه په يوه حال کې وساتي؛خو بې برخې او د توليد له اوزارو سره همغږې ټولنه غواړي موجوده حالات واړوي او ښه حالات يې ځايناستي کړي : واکمنه ټولنه په درې څېرو کې خپله ونډه ترسره کوي : دين ،دولت او شتمني . په بله  وينا : د زور،زر او درغلۍ لاملونه .

 د دين د خاوندانو ونډه د ظالمانو او زبېښوونکيو پر ګټه د خلکو تېرایستل او ورسره درغلي ده . د دين د خاوندانو آخرت ګروهي واقعي نه وه؛بلکې د خپلې دنياګروهۍ د پټولو او د بېوزليو تېرایستنې ته يو چل دى؛نو د دين د خاوندانو تاريخي ونډه ځکه منفي وه،چې تل  دودپالي او د موجوده حالاتو ساتونکي وو؛يعنې د زر،زور او تزوير پلويان ول .

تاريخ ته په مخونه کې د مارکسزم تز همدا دى؛د مارکسزم له ليد لوري د دين،دولت او شتمنۍ درې لاملونه،په تاريخ  کې د مالکيت له اصل سره غبرګ او د خلکو ضد لاملونه ول .

ج_ځينې تاريخ بل ډول او د پورتنۍ څرګندونې پر ضد تفسيروي؛خو ورسره د دين او پېغمبرانو ونډه منفي ګڼي . دوى مدعي دي،چې د طبيعت او د تاريخ د تکامل قانون د زورورو د غښتلېدو او د کمزرويو په له منځه وړو کې دى؛زورور د تاريخ د پرمختګ او کمزوري يې د پر شا تګ او درېدو لامل ول او دي؛کمزوريو دين راوايست،چې د زورورو مخه پرې ونيسي .

 دينوالو هم د عدل،آزادۍ،رښتينولۍ، انصاف، مينې، لورنې، مرستې او… په بله وينا : د مريېنې اخلاق يې د کمزوريو پر ګټه او د زورورو پر تاوان راوايستل او د زورورو وجدان يې له  ځانه اغېزمن کړ او د کمزوريو د له منځ تلو او د بشر د خېل د سمونې او د سترو انسانانو د رامنځ ته کېدو لامل شول؛نو د دين او پېغمبرانو ونډه ځکه منفي ده،چې د زورورو د اخلاقو پر ضد، د “مريېنې د اخلاقو” پلويان ول .

المانى توکيزپال فيلسوف؛ “نيچه” هم ددې څرګندونې پلوى دى .

د-نورې ډلې ان له دينه نمښتي هم په تاريخ کې د پېغمبرانو او اديانو ونډه مثبته ګڼي؛دې ډلې له يوه اړخه د پېغمبرانو اخلاقي او ټولنيزو منځپانګو ته پام کړى او ورسره يې د تاريخ عيني واقعيتونو ته هم اشاره کړې او دې پايلې ته رسېدلي،چې پېغمبرانو بشريت سمونې او پرمختګ ته يې اغېزمن مثبت ګامونه اخستي دي .

  بشري تمدن دوه اړخه لري : توکيز او مانيز.

 د تمدن توکيز اړخ فني او صنعتي اړخ دى،چې پېر په پېر پرمخ تللى او تردې ځايه رارسېدلى دى .

 د تمدن مانيز اړخ د انسانانو ترمنځ د انساني اړيکو دى .د تمدن مانيز اړخ د پېغمبرانو د غورځو پرځو پايله ده او د تمدن د مانيزو وړانګو په رڼا کې،توکيز اړخ يې هم د ودې ساه واخسته؛نو د بشري تمدن د مانيز اړخ په تکامل کې د پېغمبرانو ونډه سیده او نېغ په نېغه ده او په توکيز اړخ کې يې ناسیده او غير مستقيمه ده .

ددې ډلې له ليد لوري : په تېر وخت کې د پېغمبرانو له مثبتې وڼدې څوک منکرېداى نشي؛خو په دوى کې ځينې ډلې د پېغمبرانو او اديانو مثبته ونډه په تېر وخت پورې ځانګړې بولي،وايي : نن ددې ډول ښوونو وخت نه دى او ديني ښوونو ارزښت له لاسه ورکړى دى او په ګانده – راتلونکې کې به يې نور هم له لاسه ورکړي؛خو ځينې ګروهن دي،چې د ديني آند او ايمان ونډه هغه ونډه ده،چې علمي پرمختګونه يې ځايناستېداى نشي؛لکه څنګه چې فلسفي ښوونځيو هم و نه شو کړاى  ځايناستي يې شي .

 په هغو بېلابېلو ونډو کې،چې پېغمبرانو په تېر وخت کې درلودې،احياناً داسې موارد پکې پيدا کېږي،چې د بشر د ټولنيز تکامل شعور، بشر له ديني ښوونو مړه خوا کوي؛خو تر ټولو بنسټيزې ونډې يې هماغه دي،چې په تېر وخت کې وې او په راتلونکې کې به هم له بشپړ ځواک سره پر خپل ځاى وي .

په تاريخي تکامل کې د پېغمبرانو(ع) د ښوونو د اغېزو بېلګې :

۱_ ښوونه او روزنه

په تېر وخت کې ښوونې او روزنې ديني انګېزه درلوده . په تېر وخت کې ديني انګېزه د ښوونکيو او موروپلار مرستندوى وه او دا هغه چار دى،چې د ټولنيز شعور تکامل او ديني انګېزې ته اړتيا يې له منځه يووړه.

 زده کړې او ښوونې  ته د اسلام بلنه

داچې انسان بايد له نورو څه زده کړي او دا دومره روښانه ده،چې فکر نه کوم په باب يې خبرې وکړو. بايد د اسلامي پوهې او ښوونو د بريدونو په اړه خبرې وکړو،چې اسلام کوم علم  غواړي د وحې په ړومبيو آيتونوکې وايي :

((اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ .خَلَقَ الْإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ .اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ .الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ .عَلَّمَ الْإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ[1] = ولوله ! د خپل پالونكي په نامه ،چې (هرڅه يې) شته كړي دي،انسان يې له  ځوړندې (پرنډې وينې) پيدا كړ. ولوله، چې ستا پالونكى (ترټولو) ډېر عزتمن دى؛هغه [ پالونكى ]،چې په قلم يې ښوونه وكړه،انسان ته يې هغه څه وښوول، چې پرې نه پوهېده .))

دا آيت تر ټولو ستر لووى دى،چې اسلام علم ته څومره ارزښت ورکوي : الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ . قلم د ليک لوست ښکارندوى دى .

((هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ=ايا هغوى چې پوهېږي او هغوى چې نه پوهېږي،يو برابر دي؟!(هېڅکله نه) بېشكه يوازې عقلمن دي، چې پند اخلي.[2]))

((وَقَالَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَيْلَكُمْ ثَوَابُ اللَّهِ خَيْرٌ لِّمَنْ آمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا= او پوهانو وويل: (( پر تاسې افسوس، الهي ثواب هغوى ته غوره دى، چې ايمان يې راوړى او نېكې چارې يې کړي وي.[3]))

همداراز  رسول الله (ص) وايي : (( بالتعليم ارسلت =زه تعليم ته رااستول شوى يم .)) [4]

مشهوره کيسه ده،چې  رسول الله (ص) جومات ته راننووت او يوې ډلې عبادت کاوه او بلې زده کړه او رازده کړه؛نو و يې ويل : (( کلا هما على خير و لکن بالتعليم ارسلت=دواړه ښـه چارې دي؛خو زه تعليم ته رالېږل شوى يم)) او بيا پخپله د تعليم او تعلم په ډله کې کېناست .

((هُوَ الَّذِي بَعَثَ فِي الْأُمِّيِّينَ رَسُولًا مِّنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِن كَانُوا مِن قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ[5]=(الله) هغه دى،چې په نالوستو كې يې استازى په خپله د هغوى يو تن (د استازي په توګه) راپاڅاوه،چې د خداى آيتونه ورته ولولي او پاك يې كړي او كتاب (قرآن) او حكمت وروښيي او که څه تردې له مخه په بېخي څرګنده بې لارۍ كې وو.))

يُزَكِّيهِمْ له روزنې سره اړخ لګوي او په روزنيزو چارو پورې اړوند دى وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ اوس،چې له کتابه هر مطلب وي،مطلق کتاب دى [يا قرآن] بالاخره کتاب او حکمت سره يوځاى شوي دي . حکمت د حقيقت لاس ته راوړل دي،چې پکې ويېنه نشته؛خو ويېنه په دې ده،چې څه حکمت دي او څه نه دي،چې دا يوه صغروي ويېنه ده. د هر حقيقت لاس ته راوړو ته حکمت وايي .

((يُؤتِي الْحِكْمَةَ مَن يَشَاء وَمَن يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلاَّ أُوْلُواْ الأَلْبَابِ [6]= (د خداى) چې چا ته خوښه شي ( او وړ يې وګڼې ) پوهه او حكمت وركوي او چا ته چې پوهه وركړه شي؛نو په حقيقت کې ستر خير يې وركړى دى او( له دې حقايقو) يوازې د پوهې خاوندان  پند اخلي . ))

روښانه ده،چې اسلام په ټوليزه توګه زده کړې او رازده کړې ته رابللي يو او موخه يې يوزاې داده،چې اسلامي امت بايد عالم وي.

 نبوي حديث دى :((طلب العلم فريضة على کل مسلم )) چې دلته ((مسلم)) د ((مسلمه)) پر وړاندې نه دى او دواړه رانغاړي[7] .

د کعبې پخوانی انځور
د کعبې پخوانی انځور

کوم علم؟

د زده کړې رازده کړې په چار کې آريزه خبره داده،چې ددې مطلب پولې څه دي؟ ځينې علمونه ” عيني فرض ” دي؛يعنې پخپله هغه علم د يوې ګروهې په نامه، هومره چې د ايمان شرط يا سريزه ده،پر هر مسلمان لازم او فرض دى؛لکه “معرفة الله،علم باالله و ملائکته و کتبه و رسله و اليوم الاخر” ؛ځکه په اسلام کې ايمان ((عن علم)) ته ورمات دى،نه ((عن تقليد)) ته. دا علم ” عيني فرض ” دى.دا خبره ټولو علماوو کړې ده؛نو څرګنده ده،چې ((طلب العلم فريضة )) په هغو علمونو کې شامل دى،چې د ايمان له شرايطو ځنې دي.اوس بايد پوه شو،چې د [علم فريضه] څه ده؟

په علماوو کې يوه ويينه ده،چې هغه کوم علم دى،چې فريضه ده؟ فقهاء وايي : مطلب يې د فقهې علم دى،چې د عمل سريزه ده . د اخلاقو علماء وايي : د اخلاقو علم ترې غوره دى او د تفسير علماء وايي : د تفسير او کتاب الله علم تر ټولو غوره دى .

د ويينې ځاى نه پاتې کېږي؛ځکه علم يا پخپله موخه ده او يا د موخې لپاره سريزه ده.چېرته چې پخپله موخه وي؛فرض دى؛لکه د دين آرونه او په کوم ځاى کې چې پخپله موخه نه وي او کومه اسلامي موخه ورته ځنډ وي،د فرضو د سريزو له پلوه فرضېږي.په خپله فقهاوو ويلي،چې د مسايلو زده کړه “سريز واجب “؛خو “واجب تهيوي” دي او په څرګندنه- اصطلاح “واجب نفسي تهيوي” دي؛يعنې څه چې پر موږ واجب دي،پرې عمل کول دي. د بېلګې په توګه : موږ بايد لمونځ وکړو؛خو دا که انسان وغواړي،سم لمونځ وکړي؛نو بې د لمانځه پر مسايلو له پوهېدو ناشونې ده؛نو ددې لپاره،چې انسان لمونځ کولو ته چمتو شي؛يعنې سم لمونځ وکړي؛نو واجب ده،چې ځان د لمانځه پر مسئلو پوه کړي.

دا خبره يوازې په لمانځه او روژې پورې ځانګړې نه ده؛په اسلامي دندو کې که هره دنده علم ته اړتيا ولري؛نو د “واجب نفسي تهيوي” په نامه هماغه علم پرې فرضېږي؛يعنې هغه فرض،چې موږ بل فرض ته چمتو کوي؛يعنې هغه فرض يو ډول “سريزي فرض” دى.

د اخلاقو علم هم طبعاً “واجب نفسي تهيوي” دى . اسلام له موږ ((يزکيهم)) غواړي؛د نفس تزکيه غواړي،چې بې له علمه  ناشونې ده؛نو د اروايي او اخلاقي مسئلو پوهه د نفس د تزکيې د سريزې په توګه لازمه ده.

موږ بايد له قرآنه يو لړ احکام زده کړو؛نو څرګنده ده،چې د قرآن او تفسير زده کړه ورته فرض ده.

 پر عيني فرضو سربېره کفايي فرض هم لرو؛يعنې هغه فرضونه،چې د کار د وېش پر بنسټ وشي؛لکه د ډاکټر (طبيب) شتون په کار دى؛نو طبي زده کړې  کفايي فرض دي او څوک هم بې علمه  ډاکټرېداى نشي؛نو بايد علم يې زده کړي.

 اسلام وايي: ډاکټر په کار دى؛نو څرګنده ده،چې سريزه يې هم بايد چمتو شي؛نو داده،چې طبي زده کړې  کفايي فرض دي.

بريدونه يې څه دي؟ ټاکلى بريد نه لري. په هر وخت کې،چې څومره شونې وي؛نو هومره په کار دى.په يو وخت کې خلکو ته په کار وو،چې د “ابو علي سينا بلخي” د “قانون” کتاب ولولي؛خو نن ترې غوره راغلي،چې بايد وويل شي.

بله بېلګه يې سوداګري ده. آيا د اسلام په وټيز غونډال کې د داسې منځکړې ډلې شتون تائيد او تثبيت شوى،چې مواد له توليده تر مصرفه ورسوي؟که تائيد شوې وي؛نو د سوداګرۍ د علم زده کړه هم فرض ده.

بله بېلګه: قرآن شريف وايي :

((وَأَعِدُّواْ لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدْوَّ اللّهِ وَعَدُوَّكُمْ [8]=  او څه موچې له وسې پوره وي،د هغوى [=دښمنانو] مقابلې ته يې چمتو كړئ او (همداراز د جګړې ډګر ته) تكړه اسونه (چمتو كړئ)،چې پرې د خداى او خپل  دښمنان ووېروئ .))

آيا د تُرْهِبُونَ بِهِ عَدْوَّ اللّهِ وَعَدُوَّكُمْ هومره ځواک چمتو کول فرض دي که نه؟ هو! فرض دي؛خو دا کار په خپله نه کېږي او په بيلچه خو ځواک نه جوړېږي؛ځواک جوړول لار لري او لار يې هم پوهه ده.تر کومه بريده؟ هومره،چې په بېلابېلو وختونو کې تُرْهِبُونَ بِهِ عَدْوَّ اللّهِ وَعَدُوَّكُمْ وکړي.

نو د ((طلب العلم فريضة على کل مسلم)) مسئله روښانه ده؛ځينې پوهې عيني فرض دي،چې پر هر وګړي فرض دي او ځينې پوهې  کفايي فرض دي او په دې اعتبار،چې د يو فرض (کفايي) سريزه ده او فرضي سريزه ده؛نو فرض ده؛نو اړنګ نشته چې ځينې وايي: يوازې ديني علم فرض دى؛يعنې هغه علم،چې موضوع يې ديني چارې وي؛يعنې پخپله د دين زده کړه؛نه داچې د دين زده کړه يو علم دى او هغه بل علم دى،چې انسان پرې خپله ديني دنده ترسره کوي او په دې پورې ځانګړې نه ده،چې خلک بايد يوازې دين زده کړي او هغه څه زده نه کړي،چې ددين پلي کول ورته ځنډ وي او پخپله دين،چې بايد زده کړي؛يوه برخه يې ” خپلواک فرض ” او عيني دى ( لکه معرفة الله) او بله برخه يې “سريزي فرض ” ده (؛لکه د لمونځ د احکامو زده کړه.)

 چا ويلي،چې دين دې زده کړو؟ اسلام ويلي نه دي ،چې دين زده کړئ؛ويلي يې دي : پر دين عمل وکړئ؛خو پر دين عمل يې بې زده کولو ناشونې ده؛نو دين بايد زده کړو،چې عمل پرې وکړو او په هغه نورو چارو کې هم،چې دين مو پر اوږه ايښي [ د ټولنې د اړتيا ډاکټر]؛نو څرګنده ده، چې څو مو دندې زده کړې نه وي ؛عمل هم پرې نه شو کړاى؛بايد دنده زده کړو،چې عمل پرې وکړو.

پخپله تعليم (ته هم خورا ارزښت ورکړ شوى دى) هم ټاکلي بريدونه نه لري،چې ووايو د کلام علم څنګه؟ د تفسير علم څنګه؟ د اخلاقو علم څنګه؟ رياضيات څنګه؟فزيک څنګه؟ اسلام نه دى راغلى،چې وټاکي کوم علم زده کړئ او کوم علم مه زده کوئ،اسلام يو لړ احکام لري،چې بايد پلي شي،چې پلي کول يې د يو لړ نورو څيزونو زده کولو ته ځنډ دي.

٢_ د ژمنو ټينګول

د بشر ټولنيز ژوند د ژمنو او تړونونو د درناوي پر بنسټ دى . د ژمنې او تړون درناوى د بشري تمدن  له انساني اړخونو ځنې دى . دا ونډه تل دين درلوده او تر اوسه يې هم لري او تر اوسه يې هم ځايناستى پيدا کړى نه دى .سره له دې،چې “ويل پېرت” يو دين ضدی عنصر دى؛خو د “تاريخ د زده کړو” په کتاب (٥٥ مخ) کې منښته کوي،وايي:

(( دين د خپلو احکامو په مرسته وکړاى شول بشري تړونونه او ژمنې د خداى او انسان د نږدېدو لامل وښيي او په دې چار يې ثبات او ټيکاو رامنځ ته کړ.))

په ټوليزه توګه  دين د اخلاقي ارزښتونو کوټلې اډانه ده . له اخلاقي ارزښتونو،چې دين لرې کړې؛نو د هغو بې ملاتړه پيسو مثال به ولري،چې اعتبار  نه لري .

۳- له ټولنيزو بندونو ازادي

پېغمبرانو له استبدادونو او ټولنيزو زنديو سره په مبارزه کې بنسټيزه ونډه درلوده . قرآن کريم هم د پېغمبرانو په دې ونډه خورا ټينګار کوي : لومړى داچې عدل راوستل د پېغمبرانو د بعثت او رسالت موخه ښيي؛دويم داچې پخپلو کيسو کې يې له مستبدانو سره د پېغمبرانو مبارزې راوړې دي او په ډاګوي،چې همدا ډله وه،چې تل به له پېغمبرانو سره په جګړه کې وه .

د “مارکس” او پلويانو يې دا خبره بېځايه او د تاريخي حقايقو پر خلاف  ده،چې وايي: دين،دولت او شتمني د بې برخې طبقې پر خلاف د واکمنې طبقې درې څېرې دي .

داکتر “اراني” د “مارکس”  څرګندونې ته مخونه ورکوي :

 (( دين د بېوزلې طبقې د مغلوبولو لپاره د واکمنې طبقې لوبڅې ده؛ تل تسبېح، صليب او سرنېزه په يوه ليکه کې خوځي .))

تاريخ ته د داسې مخونو او د تاريخ د فلسفو د منلو لپاره يوازې يوه لار شته :سترګې له تاريخي واقعيتونو پټول .

حضرت علي (ک) د تورې او تسبېح مېړنى دى؛هم د تورې سړى دى او هم د تسبېح؛خو د کومې طبقې د مغلوبولو لپاره؟ د محکومې طبقې يا واکمنې طبقې؟ د حضرت علي (ک) شعار څه و؟ شعار يې دا و: تل د ظالم دښمن او د هغه ملګرى وسئ،چې تېرى پرې شوى دى . [9]

حضرت علي (ک) پخپل ټول عمر کې د تسبېح او تورې ملګرى و؛خو د زرو دښمن و . توره يې د زر او زور د څښتنانو پر خلاف کارېده او د “مهزلة العقل البشري” په کتاب کې د “علي الوردي” د وينا له مخې: ((حضرت علي (ک) پخپل شخصيت د مارکس فلسفه له منځه يووړه.))

تردې خبرې د “نيچه” خبره چټي ده-بېخي د مارکس د څرګندونې اپوټه-  ((دا چې زورور د ټولنې د تکامل او پرمختګ يوازېنۍ طبقه ده او دين د کمزوريو په ملاتړ رامنځ ته شوى؛نو د پرشاتګ لامل دى .))

ته وا بشري ټولنه هغه مهال د تکامل په بهير کې په ځغاسته کې ده،چې د ځنګل قانون پرې واکمن وي .

د “مارکس” له نظره بې برخې طبقه د تکامل لامل دي او پېغمبران ددې طبقې پر ضد دي او د “نيچه” له نظره، زورور د تکامل لامل دي او پېغمبران يې پر ضد دي .

“مارکس” وايي : دين زورورو او شتمنو راايستلى او “نيچه” وايي: کمزوريو او بې برخو را ايستلى دى .

د “مارکس” يوه غلطي په دې کې ده،چې تاريخ ته يې يوازې د طبقاتي ګټو د تضاد پر بنسټ مخونه ورکړې او د تاريخ انساني اړخ يې ناليدى ګڼلى دى . [10]

بله غلطي يې په دې کې ده،چې د تکامل لامل يې يوازې او يوازې بې برخې طبقه ګڼلې؛درېمه غلطي يې په دې کې ده،چې پېغمبران يې د واکمنې طبقې په ټلواله کې راوړي دي .

د “نيچه” غلطي په دې کې ده،چې د “زور لامل” يې د تاريخ د تکامل لامل ګڼلى؛په دې مانا،چې “غوره” انسان يې له “زورور” انسان سره يو شان ګڼلى او هغه انسان يې د تاريخ پرمخ وړونکى ګڼلى،چې غښتلى او زورور وي  .

[1]  (علق/١-٥)

[2] (زمر :٩ آيت)

[3] (قصص/٨٠ آيت)

[4] . (بحار/١٢٠٦)

[5]  (جمعه : دويم آيت)

[6] . (بقره :٢٦٩)

[7] [يادونه : انديال شهيد مرتضی مطهري په (ښوونه او روزنه په اسلام کې) کتاب کې په عربي کې د مذکر صيغه د سړي لپاره ځانګړې شوې نه ده او د مذکر صيغه هغه مهال سړي ته ځانګړې کېږي،چې د مونث پر وړاندې راشي؛خو چې د مونث پر وړاندې رانشي؛نو د ټولو لپاره ده؛لکه په قرآن کريم کې راغلي: هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ  [7]= آيا دلته له الَّذِينَ يَعْلَمُونَ نه مطلب دادى : سړي،چې پوهېږي که کوم کسان،چې پوهېږي؟څرګنده ده،چې مطلب يې کوم کسان دي،چې پوهېږي.د ص سورت په ٢٨ آيت کې راغلي : (( أَمْ نَجْعَلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ كَالْمُفْسِدِينَ فِي الْأَرْضِ أَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِينَ كَالْفُجَّارِ =ايا هغوى چې ايمان راوړى او ښې كړنې يې كړې وي،د هغه چا په څېر كړو،چې په ځمكه كې فساد كوي؟ يا پرهيزګاران د بدكارانو په څېر كړو؟!)) دلته ټولې صيغې مذکرې دي؛خو په ژباړه کې تاسې څه واست؟ (ايا هغو سړيو،چې ايمان راوړى او ښه كړه وړه يې كړي وي،د هغه سړيو په څېر كړو،چې په ځمكه كې فساد كوي؟ يا پرهېزګاران د بدكارانو په څېر كړو؟!)؛يعنې داسې ښځې له دې ويينې بهر دي؟ أَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِينَ كَالْفُجَّارِ؛ نو آيا ددې لپاره،چې ((متقين)) مذکره صيغه ده؛نو ښځې پکې نه راځي يا داچې مطلب ترې کسان دي.تر اوسه هيچا دا احتمال نه دى ورکړى (چې ددې آيت مطلب به دا وي) ايمانوال او نېکچارې سړي،تر مفسدو سړيو غوره دي.

چې وپوښتي: آيا ايمانوالې او نېکچارې ښځې له مفسدو غوره دي که نه ؟ ووايي،چې قرآن ددې په هکله حکم نه لري .

آيا دې آيت : (إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُم[7] = په حقيقت كې د خداى پر وړاندې ستاسې ډېر عزتمن، ستاسې ډېر پرهېزګار دى) ژباړه داده،چې په تاسې کې ډېر عزتمن سړي پرهېزګاران سړي دي او د ښځمنو خبره پکې نشته او که له ((ستاسې)) راد انسانان دي ؟ او په اخلاقياتو کې هم داسې ده؛يعنې په عربي کې داسې نه ده،چې  نارينه وو او ښځمنو ته عمومي يوه صيغه وضع شوې وي؛ يعنې د سړي لپاره ځانګړې صيغه او ښځمنو ته ځانګړې صيغه؛بلکې هغه صيغه هم که عمومي د سړي لپاره وي؛همدا “مذکره صيغه ” ده؛نو که د (( و مسلمة ټکى هم نه وي؛نو څوک نشي ويلاى،چې مفهوم عام نه دى او په ځينو روايتونو کې (( ومسلمة)) هم ش ته چې کمزوري روايتونه دي او عموم روايتونه هماغه ((طلب العلم فريضة على کل مسلم )) دي.

او آيا د (( المسلم من سلم المسلمون من لسانه و يده )) [7] په حديث کې ((المسلم)) د سړي لپاره ځانګړى دى که ښځې او سړي دواړه لپاره دى؟ او آيا د حديث مانا داده: مسلمان سړى هغه دى،چې مسلمان سړي يې له ژبې او لاسه خوندي وي او نه يې دي ويلي،چې د مسلمانې ښځې له لاس او ژبې هم مسلمان سړي او ښځې خوندي وي؟!

مشهوره کيسه ده،چې يوې ښځې د پېغمبرۍ دعوا وکړه؛نو هغه يې بندي کړه،چې دا دعوا دې د اسلام له اصولو سره مخالفه ده . و يې ويل :  رسول الله وويل : ((لا نبى بعدى )) او نه يې دي ويلي : ((لا نبية بعدى)) او نه يې دي ويلي : (( لا نبى و لا نبية بعدى)) او (( نبى)) مذکر دى او پېغمبر نه دي ويلي،چې ښځمنه پېغمبره به تر ما وروسته نه راځي .

که دا خبره سمه وي،چې مذکرې صيغې نارينه وو ته ځانګړې وي؛نو د ښځې استدلال سم دى او که کومه ښځه د پېغمبرۍ ادعا وکړي؛نو بايد ووايو،چې په اسلام کې ددې دليل د بطلان لپاره دليل او ان کوم آيت نشته او ان آيت شته ،چې وايي : ((وَلَكِن رَّسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ )) [7] نه دا چې ((خاتم النبيين و النبيات))؛نو د قرآن آيت هم دليل نه دى؛نو بايد ووايو: موږ په اسلام کې هېڅ دليل نه لرو،چې تر حضرت محمد(ص) وروسته به ښځمنه پېغمبره نه راځي او حال داچې اړنګ نش ته چې دلته ښځمنه او نارينه اوڅار نه دي.

[8] . (انفال :٦٠)

[9] . وګ : نهج البلاغه/٤٧ ليک.

[10] . [يادونه : په دې مطلب لا پوهېدو ته “د تاريخ د فلسفې له ليد لوري د امام  مهدي پاڅون” کتاب ته مراجعه وکړئ،چې ډاکټر محمد طارق اقبال په پښتو ژباړلى دى .]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست