تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ وَإِذَا أَرَدْنَا أَن نُّهْلِكَ قَرْيَةً أَمَرْنَا مُتْرَفِيهَا فَفَسَقُواْ فِيهَا فَحَقَّ عَلَيْهَا الْقَوْلُ فَدَمَّرْنَاهَا تَدْمِيرًا ( اسراء/۱۶) ژباړه : او چې وغواړو يوه سيمه تباه كړو؛نو لومړى د سيمې “مترفينو (مخورو) ” (او شهوت مستو شتمنو) ته خپل احكام بيانوو؛بيا نو چې دوى په مخالفت لاس پورې كړي او د مجازاتو وړ […]

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

وَإِذَا أَرَدْنَا أَن نُّهْلِكَ قَرْيَةً أَمَرْنَا مُتْرَفِيهَا فَفَسَقُواْ فِيهَا فَحَقَّ عَلَيْهَا الْقَوْلُ فَدَمَّرْنَاهَا تَدْمِيرًا ( اسراء/۱۶)

ژباړه : او چې وغواړو يوه سيمه تباه كړو؛نو لومړى د سيمې “مترفينو (مخورو) ” (او شهوت مستو شتمنو) ته خپل احكام بيانوو؛بيا نو چې دوى په مخالفت لاس پورې كړي او د مجازاتو وړ شي ؛ نو (يو مخې) يې ځپو!

 شونې ده، چې ددې آيت د لوست پر مهال، ذهن ته پوښتنه راشي، چې ولې مترفين (مخورو) او شهوت پالو شتمنو ته الهي امر بيانېږي؟ په ځواب كې يې ويلي، چې لومړى، خو په ناسمو ټولنو كې، نسواندي – غټ خېټي، پلن څټي، زېرموال او پانګوال د ټولنو مشران وي او نور يې پلیوني وي. دويم دا، چې د ډېرو ټولنيزو مفاسدو سرچينه همدا له خدايه ناخبري شتمن دي، چې په چړچو كې ډوب دي او پر غوږونو يې هره سمونپالې، انساني او اخلاقي نعمه بده لګي . نو ځكه د پېغمبرانو د ناباندۍ- مخالفت په لومړۍ ليكه كې درېدل او بلنه يې، چې د ټولنيز عدالت د واكمنۍ او د نشتمنو او مستضعفانو د ملاتړ لپاره وه، د ځان پر ضد ليده. له همدې امله په ځانګړي ډول ياد شوي؛ ځكه همدوى د فساد آريزه جرړه ده. همداراز دا آيت مؤمنانو ته يو ګوتڅنډنه – اخطار دى، چې څارن وي، واكمني او حكومت، شهوت مستو شتمنو ته ونه سپاري او ورپسې ولاړ نشي، چې په پاى كې ټولنه هلاكت او نابودۍ ته ور كاږي[1].

[ سرچینه : شرح منتخب آیات قرآن کریم ، شیخ ناصر مکارم شیرازي]

 

[1]  نمونه تفسیر، 12/ 59 مخ.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!