تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَا تَسْمَعُوا لِهَذَا الْقُرْآنِ وَالْغَوْا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَغْلِبُونَ (فصلت/۲۶)   ژباړه : او كافران وايي : ((دې قرآن ته غوږ مه ږدئ او د لوستو پر مهال يې ګړپړ جوړ کړئ، ښايي لاسبري شئ .))     په ځينو رواياتو كې راغلي، چې كله پېغمبر (ص) په مكه […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَا تَسْمَعُوا لِهَذَا الْقُرْآنِ وَالْغَوْا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَغْلِبُونَ (فصلت/۲۶)

 

ژباړه : او كافران وايي : ((دې قرآن ته غوږ مه ږدئ او د لوستو پر مهال يې ګړپړ جوړ کړئ، ښايي لاسبري شئ .))

 

  په ځينو رواياتو كې راغلي، چې كله پېغمبر (ص) په مكه كې قرآن په لوړ غږ لوسته؛ نو مشركانو ترې خلك لرې كول او ويل يې: چكچكې او شپيلي وهئ او په لوړ غږ شعرونه وايئ، چې خبرې یې وانه ورئ. په ټوليز ډول دا د حق د نفوذ پر وړاندې يو لرغونى دود دى، چې نن هم په پراخ او خطرناكه بڼه دوام لري، چې د خلكو د اندونو اړولو او د حق او عدالت د بلونكيو د بلنې تتولو ته، چاپېريال دومره له شور او غوغا ډكوي، چې هيڅوك یې غږ وا نه وري؛ كله په شور او غوغا، چكچكو او شپېلي وهلو، كله په خرافي او دروغجنو داستانونو او كله په عشقي او هوسي افسانو، كله د خبرو له پړاوه وځي، د بوختياوو او فساد مركزونه او ډول ډول کرغیړن فيلمونه، بې منځپانګې مطبوعات، سياسي دروغجنې بوختياوې او دروغجنې راپارونې، لنډه دا، چې داسې څيزونه رادبره كوي، چې د حق له چورليزه د خلكو افكار اړوي. تر ټولو بدتره دا، چې كله د يو قوم په پوهانو كې چټي ويينې اوڅاروي او دومره يې تا ويلو او ما ويلو ته اړ باسي، چې د بنسټيزو مسايلو په باب یې له فكر كولو اوباسي. خو ايا مشركانو په دې كړنو پر قرآن لاسبري پيدا كړاى شوه؟ نه. شيطانتونه يې پوپنا شول او د قرآن نفوذ ورځ تر بلې پراخ او اغېزمن شو او په ګرده نړۍ كې وځلېد[1] . دا آيت د قرآن د بلنې پر وړاندې د كافرانو پر وروستۍ بېوسي ښكاره دليل دى؛ ځكه ويې بلل، چې په څېر يې خبره راوړئ يا عقلي او سم دليل راوړاندې كړئ، چې له قرآن سره په ټكر كې وي؛ خو له سولیز- منطقي دود دومره بېوسي شوو، چې يو بل ته یې وويل: د قرآن پر وړاندې چوپ نشی او د پېغمبر د قرآن لوستو پر مهال چټي خبرې وكړﺉ، چې لوست يې ګډوډ شي او خلك يې وانه وري او اغېز يې له منځه ولاړ شي او له نظره يې دا يوه بريا ګڼل كېده[2]

 

[1] نمونه تفسیر، 20 ټ: 264 مخ.

[2] الميزان تفسیر، 17 ټ: 388 مخ

 

[سرچینه : شرح منتخب آیات قرآنکریم، شیخ ناصر مکارم شیرازي]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!