تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ شکر   ذُرِّيَّةَ مَنْ حَمَلْنَا مَعَ نُوحٍ إِنَّهُ كَانَ عَبْدًا شَكُورًا (اسراء/۳)= (اى) له نوح سره (په بېړۍ كې) د سپرو ځوځاته! په رښتيا، نوح ډېر منندوى بنده و (په څېر یې شئ، چې وژغورل شئ.) اى د هغوى ځوځاته، چې له نوح سره (په بېړۍ كې) مو سپاره كړي وو! […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

شکر

 

ذُرِّيَّةَ مَنْ حَمَلْنَا مَعَ نُوحٍ إِنَّهُ كَانَ عَبْدًا شَكُورًا (اسراء/۳)= (اى) له نوح سره (په بېړۍ كې) د سپرو ځوځاته! په رښتيا، نوح ډېر منندوى بنده و (په څېر یې شئ، چې وژغورل شئ.)

اى د هغوى ځوځاته، چې له نوح سره (په بېړۍ كې) مو سپاره كړي وو! په رښتيا،چې هغه ډېر شكر

ټکي :

حضرت نوح عليه السلام ته د انسان دويم  پلار ويل شوى ؛ځکه د نوح په طوفان کې ټولو خلک ډوب شول ؛خو بې له هغوى چې په بېړۍ کې له حضرت نوح سره وو ؛نو ځکه د ((ذُرِّيَّةَ مَنْ حَمَلْنَا))  د  غونډلې – جملې مانا هماغه ((يا بنى آدم)) دى .

په پېغمبرانو کې حضرت نوح تر ټولو زيات عمر وکړ او کفارو او ځېليانو ډېر وکړاوه؛خو هغه ډېر شکر ايستونکى بنده و ( ٢٠) خداى هم ورته ځانګړى پام  درلود او ځانګړى سلام يې پرې ويلى دى . ( ٢١)

پيغامونه

١_  د انبيا وو په ښوونځي کې او ورسره ملګرتوب  د انسان د خلاصون او پاتې کېدو لامل دى ( ذُرِّيَّةَ مَنْ حَمَلْنَا مَعَ نُوحٍ )

٢_د تېرو تاريخ راتلونکيو ته د روزنې يوه لار ده . ( ذُرِّيَّةَ مَنْ حَمَلْنَا)

٣_د پلارنېکونو شرافت او کرامت ته پام، نسل ته يې د روزنې ،د بلنې د منلواو مسووليت يوه عاطفي لار ده . ( ذُرِّيَّةَ مَنْ حَمَلْنَا)

٤_د خداى بندګي له هلاکېدونکيو پېښو خونديېنه ده . ( حَمَلْنَا مَعَ نُوحٍ إِنَّهُ كَانَ عَبْدًا شَكُورًا)

٥_ د سترو او بېلګه ييزو انسانانو ستايل د روزنې يوه لار ده كَانَ عَبْدًا شَكُورًا) .

٦_د شکر ايستنې له برکتونو يو هم د همېشني ځوځات درلودل دي . ( ذُرِّيَّةَ مَنْ…. عَبْدًا شَكُورًا)

 ((شکور)) هغه ته وايي، چې ډېر شکر ايستونکى وي . شکور د خداى له صفتونو دى؛ځکه انسان ته د نېکۍ په بدل کې ډېر ثواب ورکوي او د هر يو خير کار پر  وړاندې  لس ثوابه ،٧٠٠ ثوابه او يا بې حسابه ورکوي.

حضرت نوح به هر سهار او ماښام درې ځل په ځانګړيو غونډلو جملو د خداى شکرايسته ( کافي٢/٥٣٤)

 د شکر مرتبې دادي : پر زړه ،ژبه او عمل شکر .  

پر زړه شکر هغه دى،چې د خداى نعمتونه وپېژنواو ايمان ولرو،چې دا ټولې پېرزوګانې د هغه له لوري دي او بې له هغه ټول  يې وسيلي دي او د ناوړه او سختو پېښو له امله ترې لاس وانخلو .

حضرت زينب د حضرت امام حسين خور؛ سره له دې،چې دومره سختۍ او کړخت وليد ؛نو د امويانو حکومت ته يې وويل : ( مارايت الاجميلا)  بې له ښکلا مې هېڅ ونه ليدل .

هو! د هستۍ پر دسترخوان ټول مخلوقات په خپل ځاى کې ښکلي دي ؛ خو ددې ښکلا د ليدو سترګې نه لرو؛ لکه غټ انسانان پر دسترخوان مربا، شيريني،ترشي،پياز او مرچک ټول ښايسته ګڼي ؛خو که همدا دسترخوان يو ماشوم ته په مخ کې خپور شي؛نو يوازي خواږه به ورته ښه ښکاري او تراخه به يې بدې ايسي .

پر ژبه شکر هغه دى،چې  پر ژبه د ((الحمد الله رب العالمين )) په څېر غونډلې راوړو.

 په عمل کې شکر هغه دى چې د خداى له نعمتونو هغسې ګټنه وکړو؛ لکه ځنګه  چې يې ويلي وي؛ د بېلګې په توګه : که خواړه مو وخوړل ؛ نو په لاس ته راغلې انرژۍ يې کار وکړو او که قدرت مو پيداکړ ؛نو د بېوزليو لاسنيوى وکړو.

د خداى شکر د نعمتونو د زياتېدولامل دى.

د خداى شکر انسان د شيطان له وسوسو ساتي ؛لکه چې شيطان خداى ته وويل : زه به له هرې لارې  خلک بې لارې کړم ؛ځکه ډېرى  خلک شکر نه کاږي .( اعراف/۲۳) او څوک چې شکر نه کاږي؛نو د هغه د وسوسو په جال کې به راګېرېږي

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!