تبلیغات

شیعه تفاسیر  تفسیر، فقې او حدیث ته پاملرنه،چې مستقیما د اسلام په متن پورې مربوطېږي؛نو ایرانیانو ورته تر بل هر څه ډېره پاملرنه وکړه. دلته موږ ته ممکن نه دي،چې له صدر اسلام څخه تر اوسه پورې ټول ایراني مفسرین معرفي کړو. که داسې شي؛نو یوازې له مثنوي څخه به اویا منه کاغذ جوړ شي. […]

شیعه تفاسیر

 تفسیر، فقې او حدیث ته پاملرنه،چې مستقیما د اسلام په متن پورې مربوطېږي؛نو ایرانیانو ورته تر بل هر څه ډېره پاملرنه وکړه. دلته موږ ته ممکن نه دي،چې له صدر اسلام څخه تر اوسه پورې ټول ایراني مفسرین معرفي کړو. که داسې شي؛نو یوازې له مثنوي څخه به اویا منه کاغذ جوړ شي. په هره پېړۍ کې په سل ګونو او په زرګونو مفسرین وه،چې په سل ګونو تفسیرونه یې لیکلي دي. ددې ټولو په اړه تحقیق او پکې ایرانی له غیر ایراني څخه بیلول یو عمر وخت غواړي؛خو دا چې په تفسیر کې د ایرانیانو د خدمتونه نمونه وړاندې شي؛نو کافي ده،چې په مسلمانانوکې تر ټولو مشهورو او عمده تفسیرونو ته کتنه وکړو. وبه ګورو،چې دا مفسرین اکثره ایرانیان وه.موږ دا کسان له هغو کسانو څخه انتخابوو،چې یا خو لومړني مفسرین دي او نومونه او رای او نظر یې ډېر په تفسیرونو کې ذکر کېږي او یا دا چې برجسته او قابل توجه تفسیرونه ترې په یادګار پاتې دي.

لومړۍ دسته؛یعنې هغه مفسرین دي،چې آرا یې ډېر زیاد د تفسیر په کتابونو کې نقل کېږي. په دې کې ځینې صحابه دي، ځینې تابعين دي او ځینې پکې د تابعینو شاګردان یا د تابعینو د شاګردانو شاګردان وه، لکه ابن عباس، ابن مسعود، ابی بن کعب، سدی، مجاهد، قتاده، مقاتل،کلبي، سبیعي، اعمش، ثوري، زهري، عطاء، عکرمه، فرا او داسې نور.

په دې کې ځینې یې شیعه او ځینې غیر شیعه دي او همدارانګه ځینې پکې ایراني او ځینې نور پکې غیر ایراني دي. څرګنده ده،چې په دې طبقه کې غیر ایرانیان ډېر دي. یوازې څو کسان ایراني دي، لکه مقاتل، اعمش او فراء.

مقاتل بن سلیمان د خراسان یا ری اوسېدونکی دی. په دویمه پېړۍ کې اوسېده او په ۱۵۰ کال مړ شوی دی. مقاتل له اهل تسننو څخه دی. امام شافعي یې په اړه مبالغه امیزه تعبیر لري، چې وايي : خلک په تفسیر کې د مقاتل عیال دي.

د ریحانة الادب (جلد اول ، چاپ سوم ، صفحه . 154) په نقل سلیمان بن مهران اعمش اصلا د دماوند دی او په کوفه کې متولد شوی دی او په همدې ځای کې مېشت شوی دی. سلیمان شیعه دی او د اهل سنتو علماوو هم د هغه ستاینه کړې ده. اعمش په لطیفه ویلو کې مشهور دی. د هغه له لطیفو څخه داستانونه نقل کېږي، اعمش په ۱۵۰ هجري کې مړ شوی دی.

فراء د لغت او نحو له علماوو څخه دی. نوم یې د عربۍ په کتاب کې ډېر اخستل کېږي. فراء د کسايي شاګرد دی د مامون د زامنو استاد و.د ریاض العلماء او د تاسیس الشیعه خاوند دی. فراء ایرانی دی، پلار یې اقطع د فخ په مشهوره واقع کې د فخ له شهید حسین بن حسن سره و. د ده لاس یې پرې کړ او له دې مخې ورته اقطع ویل کېږي. فراء په ۲۰۷ یا ۲۰۸ هجري کې مړ شو.

له دې طبقې څخه،چې تېر شو هغه طبقې ته رسو،چې په تفسیر کې یې کتابونه لیکلي دي. لکه څرنګه،چې مخکې وویل شول د تفسیر کتابونه،چې په شیعه او سني کې لیکل شوي د شمېر له حد څخه وتلي دي او یوازې په هغو مشهورو تفسیرونو اکتفاء کوو،چې همدا اوس په شعیه او سني کې رایج دي. د شیعه له تفسیرونو څخه پیل کوو.

شیعه مفسرین په دوو برخو وشیل کېږي: هغه مفسرین،چې د امامانو په وخت کې و او هغه مفسرین دغیبت په عصر کې و.

د امامانو ډېری اصحابو تفسیرونه لیکلي،چې ځینې پکې ایرانيان هم دي، ابوحمزه ثمالي، ابوبصیر اسدی، یونس بن عبدالرحمن، حسین بن سعید اهوازي،علي بن مهزیار اهوازي، محمد بن خالد برقي قمي، فضل بن شاذان نیشاپوري.

د غیبت د عصر مفسرین خورا زیاد دي. دلته موږ د نمونې لپاره په شیعه کې د مشهورو تفسیرونو یوازې نمونه اخلو او له همدې نمونې څخه معلومېږي،چې زیاتره شیعه تفسیرونه ایراني شیعه یانو تالیف کړي دي.

۱- د علي بن ابراهیم قمي تفسیر

دا د شیعه له معروفترینو تفسیرونو څخه دی. اوس هم موجود دی او چاپ شوی دی. د علي بن ابراهیم پلار له کوفې څخه قم ته راغې. بعیده نه ده،چې علی بن ابراهیم دې یو عرب نژاد ایرانی وي. هغه د شیخ کلني له مشایخو څخه دی او تر درې سوه او اووم کال پورې ژوندی و.

۲- عیاشي تفسیر

ددې تفسیر مولف محمد بن مسعود سمرقندي دی. په اول کې سني مذهبی و؛خو بیا شیعه شو. د شیخ کلیني معاصر دی. له پلار څخه ورته درې سوه زره دیناره په میراث کې پاتې شول او ده هم ټول د کتابونو په راټولو کې مصرف کړل او کور یې د یوې مدرسې په شکل شوی و. هر کس یې یو علمي کار ته ګومارلی و او ددې ټولو لګښت عیاشي ورکاوه. پر تفسیر،حدیث او فقې سربېره عیاشي په طب او نجوم کې هم پوهېده. ابن الندیم په الفهرست کې له هغه څخه یادونه کړې ده او دهغه د پرېمانه کتابونو نومونه یې لیکلي دي او مدعي شوی،چې دده کتابونو په خراسان کې زیاد رواج درلوده. عیاشی ایرانی دی؛خو ظاهراً عرب نژاده دی. ابن الندیم وايي : ویل شوي،چې تمیمي الاصل دی. عیاشي د درېمې هجري پېړې له علماوو څخه ګڼل کېږي.

۳- تفسیر نعماني

ددې تفسیر مولف ابوعبدالله محمد بن ابراهیم دی، د ابن ابی زینب په نامه پېژندل کېږي. د شیخ کلیني شاګرد دی. د تاسیس الشیعه خاوند وايي : د نعماني تفسیر دده په کتابخانه کې شته دی. معلومه نه ده،چې نعماني د عراق و او که د مصر. نعماني د څلورمې هجري پېړۍ له علماوو څخه شمېرل کېږي.

ابوالقاسم حسین،چې په ابن المرزبان او مغربي وزیر مشهور دی د نعمان د خور زوی دی. ابوالقاسم ساساني یزدجرد ته نسبت ورکول کېږي. دا چې څو ځلې وزارت ته رسېدلی په مغربي وزیر مشهور دی. ابن المرزبان په څوارلس کلنۍ کې قرآن مجید حفظ کړ. په نحو، لغت، حساب، جبر، هندسه، منطق او ځینې نورو فنونو کې ماهر و او تکړه ادیب او لیکوال و.ابن المرزبان د ((خصایص القرآن)) په نامه یو کتاب لري او په ۴۱۸ یا ۴۲۸ کې مړ شوی دی او د وصیت له مخې یې جنازه له بغداد څخه نجف ته منتقل شوه او له حضرت علي سره په څنګ کې خښ شو.

۴- د تبیان تفسیر

ددې تفسیر مولف شیخ الطایفه ابوجعفر محمد بن الحسن بن علي الطوسي دی. په ادبیاتو، کلام، فقه، تفسیر او حدیث کې امام او مشر و. په ۳۵۸ کې زېږېدلی. شیخ طوسي په ۴۶۰ هجري کې مړ شوی دی. په ۲۳ کلنۍ کې له خراسان څخه عراق ته راغې او د شیخ مرتضی علم الهدی شاګرد شو او بیا خپله د خپل وخت د شیعه وو مشر شو. په وروسته پېړو کې هم د شیعه علماوو په لومړۍ لیکه کې و.د عمر په وروستیو دولسو کلونو کې په بغداد کې د دردناکو پېښو له کبله نجف ته منتقل شو. د نجف علمیه حوزه دې شخصیت تاسیس کړه او تر زرو کلونو تېرېدو وروسته دا حوزه لا تر اوسه هم خپل دیني او علمي حیات ته دوام ورکوي.

۵- مجمع البیان

ددې تفسیر مولف فضل بن حسن طبرسي دی. اصلا د تفرش دی.د ۵۳۶ هجري کال د ذی العقده په میاشت کې ددې تفسیر له لیکلو څخه فارغ شوی دی. د ادبي او حسن تالیف له نظره مجمع البیان بهترین تفسیر دی. شیعه او سني دې تفسیر ته ډېر اهمیت ورکوي. په ایران او مصر کې په مکرر ډول چاپ شوی دی. طبرسي د جوامع الجامع په نامه یو مختصر تفسیر لري. د مجمع البیان تر فارغېدو وروسته طبرسي د کشاف تفسیر هم خوښ کړ،چې دا تفسیر د هغه د وخت نامتو مفسر جارالله زمخشري لیکلی و او په دې تفسیر کې یې په ادبي لحاظ داسې ټکي پیدا کړل،چې له ده څخه په مجمع البیان کې پاتې شوي وه. طبرسي د جوامع الجامع تفسیر د کشاف په مهربانیو ولیکه.البته د تفسیر د فن خاوندان په دې پوهېږي،که څه هم د بلاغت د فن له مخې په کشاف کې داسې ټکي شته،چې په مجمع البیان کې نشته؛خو داسې ډېر ادبي او تفسیري ټکي په مجمع البیان کې شته،چې بیا په کشاف کی نه شته.

۶- روض الجنان

دا تفسیر د ابوالفتوح رازي په تفسیر مشهور دی. دا تفسیر به پارسي ژبه دی او د شیعه له معروفترینو او غني ترینو تفاسیرو څخه دی، د ځینو په ادعا طبرسي هم له دې تفسیر څخه ډېره استفاده کړې ده. دا تفسیر په ایران کې ډېر چاپ شوی دی.ابوالفتوح له عرب نژاده ایرانیانو څخه دی،چې نسب یې عبدالله بن بدیل بن ورقاء ته رسي،چې حضرت علي له یارانو څخه و او د صفین په جګړه له حضرت علي سره و.ابوالفتوح له طبرسي او زمخشري سره معاصر دی او د شیخ طوسي له شاګردانو څخه یې زده کړه کړې ده. د مړینې دقیقه نېټه یې نه ده معلومه. دا څرګنده ده،چې د شپږمې پېړۍ په نیمه کې ژوندی و، قبر یې د ری په ښار کې دی.

۷- صافی تفسیر

ددې تفسیر مولف ، حکیم،عارف، محدث او مفسر ملامحسن فیض کاشاني دی. د شیعه له سترو علماوو څخه دی او په یوولسمه هجري پېړۍ کې اوسېده. نوموړي پربرکته عمر درلوده او ډېر تالیفات یې کړي دي. مرحوم کاشاني د عمر له هماغه پیل څخه په قم کې اوسېده. فیضیه مدرسه د هغه په نامه مشهوره ده. له قم څخه شیراز ته هم تللی،چې له سید ماجد بحراني څخه یې د حدیث علم زده کړ او فلسفه او عرفان یې له حکیم او عارف صدرالمتالیهن څخه زده کړل او د صدرا له لور سره یې واده وکړ. فیض کاشاني په ۱۰۹۱ هجري کې په کاشان کې مړ شو.

۸ – د ملا صدرا تفسیر

صدرالمتالهین یا ملا صدرا په فسلفه او عرفان کې مشهور دی او په فلسفه کې د مکتب خاوند دی؛خو په تفسیر او د احادیثو په شرح کې یې هم ډېره پوهه درلوده. د کافي اصول یې شرح کړي دي او د بقرې سورت یې تر ۶۵ام آیت پورې او همدارانګه د سجدې، یس، واقعه، حدید، جمعه، طارق، اعلی، زلزال سورتونه یې تفسیر کړي او د آیت الکرسي آیت، د نور آیت او د ((و تری الجبال‏ تحسبها جامده)) آیت یې هم تفسیر کړی دی. د ملاصدرا تفسیر که څه هم ،چې پوره نه دی؛خو مفصل دی او تقریبا د صافي تفسیر په اندازه دی او په ایران کې څو څو ځلې چاپ شوی دی. ملاصدرا به حج ته تل پیاده تله او حج ته په اووم سفر کې په ۱۰۵۰ هجري کې په بصره کې مړ شو.

هوای كعبه چنان می‏كشاندم به نشاط

كه خارهای مغيلان حرير بنمايد

۹- منهاج الصادقین

دا تفسیر په پارسۍ ژبه دی او په درې جلدو کې په تبریز کې په سنګي چاپ ، چاپ شوی دی. ددې تفسیر مولف مرحوم ملافتح الله بن شکرالله کاشاني دی،چې په لسمه پېړۍ کې اوسېده او غالب تالیفات یې په پارسۍ کې دي،چې د نهج البلاغې شرح هم ده، البته دا پارسي ترجمه ده او مختصره شرح لري.

۱۰ – د شبر تفسیر

ددې تفسیر مولف سید عبدالله شبر دی. دا کس له کاشف الغطاء او میرزای قمي سره معاصر و.ډېر متعبد کس و. په فقه، اصول، کلام،حدیث، رجال او تفسیر کې یې ډېر تالیفات کړي دي. په ۱۲۴۲ هجري پېړۍ کې مړ شوی دی د کاظمین علیه السلام په څنګ کې خښ دی.

۱۱- د برهان تفسیر

ددې تفسیر مولف مرحوم سید هاشم بحرینی دی،چې د شیعه له مشهورو محدثینو څخه شمېرل کېږي. دا تفسیر د اخباریینو په مذاق دی،چې قرآن یوازې په حدیث د تفسیر وړ ګڼي. پرته له بل هیڅ توضیح څخه او حتی پرته له دې،چې د هماغو احادیثو په اړه کوچنی توضیح ورکړل شي او ددې احادیثو تفسیري کیفیت ورکړل؛بلکې یوازې په دې صورت، چې مربوطه احادیث رانقل شي او په همدې نقل اکتقاء وشي. سید هاشم بحریني په ۱۱۰۷ یا ۱۱۰۹ هجري کې مړ شوی دی.

۱۲ – نورالثقلین

ددې تفسیر لیکوونکی له حویزي علماوو څخه دی،چې په شیراز کې اوسېده. د مرحوم مجلسي او شیخ حر عاملي معاصر دی.دا تفسیر هم د اخبار او احادیثو د نقل له مخې دی. شیخ عبدالعلي ابن جمعه یې د مولف نوم دی، د مړینې دقیقه نېټه یې نه ده معلومه.

د کومو تفسیرونو ،چې نومونه واخستل شو تر۱۳مې پېړۍ پورې د شیعه معروفترین او مشهورترین تفاسیر دي،چې چاپ شوي او تقریبا د ټولو په لاس کې دي، که غیر شیعه کسان هم غواړي تفسیرونو ته مراجعه وکړي؛نو دې تفاسیرو ته دې مراجعه وکړي. په څوارلسمه پېړۍ کې هم ډېر او باارزښته تفسیرونه تالیف شوي دي او یا دا چې د تالیف په حال کې دي،چې موږ یې دلته له ویلو څخه ډډه کوو. که څوک غواړي،چې د امکان تر حده پورې د شیعي تفاسیرو شمېره لاس ته راوړي؛نو د تهراني علی الله ،کتاب ((الذريعة الی تصانيف الشيعة)) ته دې مراجعه وکړي. هغه نمونې ،چې مو وښودلې؛نو معلومه شوه،چې د شیعه ننني ټول مشهور تفسیرونه یا خو د ایرانیانو دي او یا هم ایراني نژاده دي یا عرب نژاده و،چې ایرانیان شوي وه او یا د هغه شیعیانو وه،چې په ایران کې د خلیج پارس په سواحلو کې اوسېدل.

لیکوال : استاد مطهری

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست