تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه   د امام صادق(رح) ویناوې چې ځینو لارویانو  یې ((شیندلې مرغلرې)) نومولې دي : څوک چې درې ځانکړنې ولري؛ نو ښاغلی دی: د غوسې زغمل، له بدچاري تېرېدنه او په مال او ځان د خپلوۍ پالل. “بلاغت” په درېیو څېزونو کې نغښتی دی: تر […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

 

د امام صادق(رح) ویناوې چې ځینو لارویانو  یې ((شیندلې مرغلرې)) نومولې دي :

څوک چې درې ځانکړنې ولري؛ نو ښاغلی دی: د غوسې زغمل، له بدچاري تېرېدنه او په مال او ځان د خپلوۍ پالل.

“بلاغت” په درېیو څېزونو کې نغښتی دی: تر پام لاندې مانا ته ورنژدې کېدل، له اضافي خبرو ډډه کول (لنډیز) او په لږو کلیمو د ډېر مطلب پوهول.

ژغورنه په درېیو څېزونو کې ده: ژبه دې کابو کړې، کور دې (د اړتیا هومره) پراخ کړې او له ګناه دې پښیمانه شې.

ناپوهي په درېیو څېزونو کې ده: د دوستانو بدلول (له دوستانو سره) بې دلیله پرېکول او په بې ګټې چارو کې پلټنه.

څوک چې درې حالات لري پر زیان یې دي: ټګې، ژمنماتي او تېری. لکه چې خدای په قرآن کې ویلي: ((یوازې چلیان د خپلو بدو چلونو په لومو کې نښلي)) [فاطر/۴۳]

((نو ووینه چې د دسیسې پاې يې څه شوه؟ موږ دوی او ټول قوم يې هلاک کړل!)) [نمل /۵۱]

((خلکو! د دنیا د ګټې لپاره تېری مو، پر خپل زیان دی)) [یونس/۲۳]

درې څېزونه دي چې د انسان د لوړو مرتبو د پلټنې مخه نیسي: کم همتي، کم تدبیري او د نظر کمزوري.

لر اندنه په درېیو څېزونو کې ده: [عادل] واکمن ته چوپړتیا، د پلار منل او تر لاس لاندې سره عاجزې کول.

صمیمیت، مینه او ارامي په درېیو تنو کې ده: په هم اندې مېرمنې، نېک اولاد او پاک ملګري کې.

د چا چې درې ځانګړنې پر برخه شي، نو غټه شتمني به یې ترلاسه کړې وي: په ورکړل شویو څېزونو قناعت درلودل، له خلکو د تمې پرېکول او د زوایدوو پرېښوول (کومې وزلې چې اړتیا ورته نلرې)

هغه (حقیقي) بخشوونکی دی چې دا درې ځانګړنې ولري: په سوکالۍ او تنګلاسۍ کې په سخا خپله شتمني بخشش کړي، خپله شتمني واقعي اړین ته ورکړي او کومه مننه چې ترلاسه کوي تر ورکړې شتمنۍ یې ډېره وبولي.

درې څېزونه دي، چې سړی پکې (څه چاره او ) کوم عذر نلري: له ناصح سره سلامشوره، له کینه کښ سره ګوذاره او له خلکو سره مینه کول.

حقیقي عاقل درې ځانګړنې لري: په خوشحالۍ او خپګان کې د خلکو حقوق په پام کې نیول، څه چې ځان ته غوره بولي، نورو ته یې هم وبولي او د ښوییدنې پر وخت د زغم خپلول.

سرچینه :

تحف العقول

لیکوال : د هجري څلورمې پېړی د نامتو حدیثپوه ابو محمد بن علي بن الحسین بن شعبه الحراني

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!