تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د امام صادق(رح) ویناوې چې ځینو لارویانو  یې ((شیندلې مرغلرې)) نومولې دي. ۱ ـ په ځېرنه حسابي د بېلتون لامل دي. ګوتنیونه د دښمنۍ لامل دی. کم صبري رسوايي ده. د راز رابرسېرول راپرځېدل دي، پستي ناخبري ده. ۲ ـ درې څېزونه دي،چا چې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د امام صادق(رح) ویناوې چې ځینو لارویانو  یې ((شیندلې مرغلرې)) نومولې دي.

۱ ـ په ځېرنه حسابي د بېلتون لامل دي. ګوتنیونه د دښمنۍ لامل دی. کم صبري رسوايي ده. د راز رابرسېرول راپرځېدل دي، پستي ناخبري ده.

۲ ـ درې څېزونه دي،چا چې منګولې پرې ولګولې؛ نو دنیوي او اخروي هیلې به تر لاسه کړې: خدای ته پناه وړل، د خدای پر قضا خوشحالېدل او پر ا لله ښه ګومان کول.

۳ ـ درې څېزونه دي، چا چې لنډون پکې وکړ، بې برخې کېږي: له بخششونکي سړي غوښتنه، د عالم ملګرتوب او د واکمن پام را اړول.

۴ ـ درې څېزونه مینه راولاړوي: دین، تواضع او ورکړه.

۵ ـ څوک چې له درېیو څېزونو سوتره وي؛ نو درې څېزه به تر لاسه کړي : څوک چې له  شره پاک وي؛ نو عزت به ترلاسه کړي، چې له کبره پاک وي؛ نو درناوی یې کېږي او څوک چې له بخله پاک وي، شرف مومي.

۶ ـ درې څېزونه دښمني راولاړوي: دوه مخي، ظلم او ځانمني.

۷ ـ څوک چې له دې درېیو څېزونو، یو یې ونه لري؛ نجیب نه ګڼل کېږي: هغه عقل چې په سیوري کې یې ښکلی شي، هغه شتمني چې په سیوري کې یې مړه خوا شي او قوم او ټبر چې ملاتړ یې وي.

۸ ـ سړی درې څېزونه بې اعتباره کوي: کینه، چغلي او بې عقلي.

۹ ـ درې تنه په درېیو ځایونو کې پېژندای شو: زغمناک د غوسې پر مهال ، مېړني په جګړه کې او ورور د اړتیا پر وخت.

۱۰ ـ څوک چې درې ځانګړنې ولري؛ نو منافق دی که څه لمونځ کوي او روژه نیسي؛ په خبرو کې دروغ ویل، وعده خلافي کول او امانت خیانتول.

۱۱ ـ له درېیو تنو ډډه وکړئ؛ خاین، ظالم او چغلګر، ځکه خاین که (نن) ستا پر ګټه خیانت کوي؛ نو (سبا) به له همدا تا سره خیانت وکړي . که ظالم دې پر ګټه ظلم کوي، نو ( یوه ورځ) به دې پر زیان ظلم وکړي او چغلګر چې  د نورو خبره دروړي؛ نو ستا خبره هم نورو ته وړي.

۱۲ ـ امانتوال هله امین ګڼلای شو، چې په درېیو امانتونو کې خیانت ونه کړي؛ په مال، راز او ناموس کې، ان که دوه وساتي او یو پرېږدي ؛ نو امین به نه وي.

۱۳ ـ له احمق سره سلامشوره مه کوه، له دروغجنه مرسته مه غواړئ، د واکمنو پر دوستۍ ډاډ مه کوه؛ ځکه دروغجن لرې درنژدې او نژدې درنه لرې کوي، (شونې ده چې) احمق ځان درته په تکلیف کړي؛ خو مطلب به دې ترلاسه نه کړي، واکمن دې هم هله پرېږدي، چې پوره ورباندې ډاډه یې او سره له دې چې ښې اړیکې ورسره لرې اړیکه درسره شلوي .

۱۴ ـ څلور څېزونه له څلورو څېزونو ځنې نه مړېږي : ځمکه له بارانه، سترګې له کتو، ښځه له نارینه او عالم له پوهې.

سرچینه :

تحف العقول

لیکوال : د هجري څلورمې پېړی د نامتو حدیثپوه ابو محمد بن علي بن الحسین بن شعبه الحراني

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!