تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نور تفسیر صف سورت تفسیر صف سورت څوارلس آیتونه لري او مدني سورت دی. نامه یې ځکه «صفّ» ده، چې په څلورم آیت کې یې د «صفّ» کلیمه راغلې ده. ددې سورت منځپانګه داده: پر نورو ادیانو د اسلام غوراوی، د الله (ج) […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نور تفسیر

صف سورت تفسیر

صف سورت څوارلس آیتونه لري او مدني سورت دی.

نامه یې ځکه «صفّ» ده، چې په څلورم آیت کې یې د «صفّ» کلیمه راغلې ده.

ددې سورت منځپانګه داده: پر نورو ادیانو د اسلام غوراوی، د الله (ج) په لار کې جهاد او له پېغمبرانو الهي ملاتړ.

پردې سورت سربېره، حدید او حشر سورتونه په «سَبَّحَ» کلیمه او جمعه او تغابن سورتونه په «یُسَبِّحُ» کلیمه او اسراء سورت په «سُبْحانَ» کلیمه او اعلی سورت د «سَبِّحِ اسْمَ رَبِّکَ» په حکم پیل شوی دی.

 

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه

سَبَّحَ لِلّهِ ما فِی السَّماواتِ وَ ما فِی الْأَرْضِ وَ هُوَ الْعَزِیزُ الْحَکِیمُ«1»=څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمكه كې دي،الله په پاکۍ يادوي او هغه بريمن حکيم دى.

 

پېغامونه:

1-په اسلامي لید کې، د هستۍ هر څه شعور لري او د الله (ج) پر تسبیح بوخت دي. (سَبَّحَ لِلّهِ ما …)

2- هغه د تسبیح او تقدیس وړ دی، چې ناپایه ځواک او بېساری حکمت ولري. «وَ هُوَ الْعَزِیزُ الْحَکِیمُ»

 

یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ ما لا تَفْعَلُونَ«2»=مؤمنانو! ولې هغه څه وايئ، چې نه يې كوئ؟!

کَبُرَ مَقْتاً عِنْدَ اللّهِ أَنْ تَقُولُوا ما لا تَفْعَلُونَ«3»=دا د الله پر وړاندې ډېره بده خبره ده، چې څه ووايئ (؛خو) نه یې كوئ!

 ټکي:

* «مقت»سختې غوسې ته وايي.

* دې آیت ته ورته رټنه په «أَ تَأْمُرُونَ النّاسَ بِالْبِرِّ وَ تَنْسَوْنَ أَنْفُسَکُمْ»[1]  کې هم راغلې ده.

*پرخپله خبره عمل نه کول، کله د بېوسۍ له لامله وي او کله د بې اعتنایۍ له لامله، چې دا ډول یې رټنوړ دی.

* بې عمله عالم، شنډې ونې، بې ورښته وریځې، وچ نهر، بې شاتو مچۍ، بې تاره ستنې او هغه خره ته ورته شوی، چې کتابونه پرې بار دي.

* په احادیثو کې لولو:«علم بلا عمل حجه الله علی العبد»[2] بې عمله علم، د انسان پرخلاف حجت دی.

«العلم الذی لا یعمل به کالکنز الذی لا ینفق منه[3]» هغه علم، چې عمل پرې ونشي، هغه خزانې ته ورته دی، چې نفاق او ګټنه ترې ونشي.

«ان اشد الناس حسره یوم القیامه الذی و صفوا العدل ثم خالفوه[4]» هغه چې د عدالت خبرې کوي؛ خو عادل نه وي، په قیامت کې به ډېر سخت حسرت لري.

عیسی علیه السلام وویل:«أشقی الناس من هو معروف عند الناس بعلمه مجهول بعمله[5]» تر ټولو بدمرغه هغه دی، چې په خلکو کې په علم مشهور وي؛ خو په عمل مشهور نه وي.

امام صادق (رح) وویل:«من لم یصدق فعله قوله فلیس بعالم»[6]عالم نه دی، چې کړنې یې د خبرو تاییدونکې نه وي.

* امام صادق (رح) ددې آیت یو مصداق، ژمنماتي ښوولې او ویلي یې دي: د مؤمن ژمنه د نذر په څېر ده؛ خو (مخالفت ورسره) کفاره نه لري.«عده المؤمن اخاه نذر لا کفاره له[7]»

*د مفسرانو د وینا له مخې، د آیت شأن نزول د هغو کسانو په اړه دی، چې جهاد یې غوښته؛ خو چې د جهاد حکم راغی، په پلمو سر شول؛البته د آیت منځپانګه د هغو ټولو وګړیو په باب ده، چې شعار ورکوي؛ خو عمل پرې نه کوي.

 پېغامونه:

1- ایمان دې رښتینی او له عمل سره مل وي؛ ګنې رټنوړ دی.(ټول آیت)

2-پر یو چا تر نیوکې مخکې یې مثبت ټکي وویاست. تاسې چې ایمان لرئ، ولې عمل نه کوئ ؟ (یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا … لِمَ … لا تَفْعَلُونَ)

3-پرځای او وخت رټنه یوه روزنیزه کړنلار ده. «لِمَ تَقُولُونَ ما لا تَفْعَلُونَ»

4-پر ژمنه وفا واجب او سرغړونه ترې کبیره ګناه ده. «کَبُرَ مَقْتاً»

5-څومره بده ده، چې ټوله هستي د الله (ج) پر تسبیح بوخته وي، «سَبَّحَ لِلّهِ»؛ خو انسان په بې عمله خبرو،الله (ج) ځان ته غوسه کړي. «کَبُرَ مَقْتاً عِنْدَ اللّهِ»

6-بې عمله خبره خطرناکه ده. «کَبُرَ مَقْتاً عِنْدَ اللّهِ أَنْ تَقُولُوا ما لا تَفْعَلُونَ» (د «کَبُرَ»، «مَقْتاً» او «عِنْدَ اللّهِ» کلیمې د موضوع خطرناکي راښيي.)

7-که نن مو کار په دروغجنو شعارونو او ژمنو مخې ته ولاړ؛ خو له الله (ج) سره به یې حالات خطرناک وي.( کَبُرَ مَقْتاً عِنْدَ اللّهِ …)

إِنَّ اللّهَ یُحِبُّ الَّذِینَ یُقاتِلُونَ فِی سَبِیلِهِ صَفًّا کَأَنَّهُمْ بُنْیانٌ مَرْصُوصٌ«4»=په حقيقت كې د الله هغه كسان خوښ دي، چې په لار كې يې په ټينگو ليكو کې د اوسپنیز دیوال په څېر جنګېږي.

 ټکي:

* «بُنْیانٌ» د ودانۍ په مانا دی. «مَرْصُوصٌ» له «رصاص» اخستل شوی او د سُرب په مانا دی «بُنْیانٌ مَرْصُوصٌ»؛ یعنې هغه کلکې ودانۍ ته وايي، چې له سُربو جوړه شوې ده.

* ښايي تېر آیت پر هغو کسانو نیوکه کوي، چې د جګړې او جهاد شعار یې ورکړ؛ خو عملي یې نه کړ؛ نو الله (ج) وویل: هغوی چې عمل پرې و نه کړی، الله ورته سخت غوسه دی، «کَبُرَ مَقْتاً»؛ خو په دې آیت کې د هغو کسانو ستاینه شوې او پر الله (ج) ګران دي، چې پر خپلو شعارونو یې عمل کړی دی. «إِنَّ اللّهَ یُحِبُّ الَّذِینَ یُقاتِلُونَ»

* په تاریخ کې راغلي، حضرت علي کرم الله وجهه، په صفین جګړه کې د خپلو ملګرو روحیې او مورال لوړولو ته دا آیت تلاوت کړ[8].

 پېغامونه:

1-روزنې ته غوسه او مینه دواړه پکار دي.(په تېر آیت کې د الهي پرغز- قهر خبره وه او دلته د الهي مینې خبره ده).( إِنَّ اللّهَ یُحِبُّ …)

2-له ناوړچاریو منع کولو ته وېرول پکار دي، (لِمَ تَقُولُونَ … کَبُرَ مَقْتاً)؛ خو نېکیو ته د اړ ایستو لپاره هڅونه پکار ده. «یُحِبُّ الَّذِینَ یُقاتِلُونَ»

3-د الله (ج) د خوښۍ  راماتونه او مینه یې مؤمنانو ته غوره هڅونه ده، ان تر جنت هم غوره. (إِنَّ اللّهَ یُحِبُّ …)

4-ستونزمنې چارې پیاوړې انګېزه غواړي او تر ټولو لوړه انګېزه، د الله (ج) محبوبېدل دي. «إِنَّ اللّهَ یُحِبُّ الَّذِینَ یُقاتِلُونَ»

5- مجاهد مؤمنان ، له الله (ج) سره مینه کوونکي دي، د هغه په لار کې ځانونه بلهاروي «یُقاتِلُونَ فِی سَبِیلِهِ» او دوی هم پر الله (ج) ګران دي. «یُحِبُّ الَّذِینَ یُقاتِلُونَ»

6- په عادي شرایطو کې یووالی او له درزه لرېوالی پکار دی؛ خو د دښمن پر وړاندې دې د مؤمنانو لیکې پیاوړې او ناماتې وي. «صَفًّا کَأَنَّهُمْ بُنْیانٌ مَرْصُوصٌ»

وَ إِذْ قالَ مُوسی لِقَوْمِهِ یا قَوْمِ لِمَ تُؤْذُونَنِی وَ قَدْ تَعْلَمُونَ أَنِّی رَسُولُ اللّهِ إِلَیْکُمْ فَلَمّا زاغُوا أَزاغَ اللّهُ قُلُوبَهُمْ وَ اللّهُ لا یَهْدِی الْقَوْمَ الْفاسِقِینَ«5»=او(درياد كړه) چې موسى خپل قوم ته وويل : ((قومه! ولې مې ځوروئ، سره له دې، چې ښه پوهېږئ زه درته د الله استازى يم؟!)) نو چې (له حقه) واوښتل؛ نو الله يې زړونه كاږه كړل او الله پوله ماتو ته سمه لار نه ورښيي.

 ټکي:

* زاغ»له «زیغ» اخستل شوی او له حق لارې کږېدو ته وايي. د انسان اروا نېغې لارې ته ورماته ده او دا انسان دی، چې کږلاروي یې.

*په تېرو آیتونو کې پر بې عمله خبره نیوکه وه، په دې آیت کې د علم پرخلاف پر عمل نیوکه ده؛ ځکه سره له دې چې پوهېږي، چې هغه د الله استازی دی، بیا یې هم کړوي.

* الله (ج) انسان ته سزا او ثواب د خپل عدل، حکمت او د انسان د کړنو له مخې ورکوي. هغه په عقل او فطرت او د استازیو په ورلېږلو، خلکو ته ښیون – هدایت کوي، چا یې چې ښیون ومانه، ښیون یې ورزیاتوي: «وَ الَّذِینَ اهْتَدَوْا زادَهُمْ هُدیً[9]»او چا چې په پوهې او اراده، کږلاري وټاکله، الله (ج) یې پرېږدي. «زاغُوا أَزاغَ اللّهُ»

د حضرت موسی (علیه السلام) او حضرت محمد (صلی الله علیه و آله وسلم) کړښت

ټبر یې، موسی علیه السلام ډېر کړولی لکه:

«لَنْ نُؤْمِنَ لَکَ حَتّی نَرَی اللّهَ جَهْرَهً[10]»=هېڅکله درباندې ایمان نه راوړو؛ خو دا چې الله ووینو.

«لَنْ نَصْبِرَ عَلی طَعامٍ واحِدٍ[11]» پر یو ډول خوړو صبر نه کوو.

«لَنْ نَدْخُلَها حَتّی یَخْرُجُوا مِنْها [12]» څو هغوی له هغه ځایه نه وي وتلي، موږ نه ورننوځو.

«فَاذْهَبْ أَنْتَ وَ رَبُّکَ فَقاتِلا إِنّا هاهُنا قاعِدُونَ[13]»ته او پالونکی دې ورځئ، ورسره وجنګېږئ، موږ دلته ناست یو.

«اجْعَلْ لَنا إِلهاً کَما لَهُمْ آلِهَهٌ[14]»موږ ته هم ددې بوت لمانځو په څېر یو خدای وټاکه.

«قالُوا أُوذِینا مِنْ قَبْلِ أَنْ تَأْتِیَنا وَ مِنْ بَعْدِ ما جِئْتَنا[15]» ( ای موسی! موږ ستا تر راتګ مخکې او هم ترې روسته په کړاو کې وو.

پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله هم مشرکانو او منافقانو کړاوه؛ لکه څنګه چې قرآن وايي:«وَ مِنْهُمُ الَّذِینَ یُؤْذُونَ النَّبِیَّ وَ یَقُولُونَ هُوَ أُذُنٌ[16]»

او ځینې (له منافقانو) هغوی دي،چې تل پېغمبر کړوي او وايي، چې هغه ژرباوری دی.

«وَ الَّذِینَ یُؤْذُونَ رَسُولَ اللّهِ لَهُمْ عَذابٌ أَلِیمٌ[17]»هغوی ته کړوونکی عذاب چمتو دی چې پېغمبر کړوي.

«إِنَّ ذلِکُمْ کانَ یُؤْذِی النَّبِیَّ فَیَسْتَحْیِی مِنْکُمْ[18]» ستاسې دا کار پېغمبر کړوي او هغه درځنې حیا کوي (چې ان خپل خپګان هم نه څرګندوي).

یو بل کړښت، چې پېغمبر اکرم ولید، د جهاد په اړه د ځینو مسلمانانو ناغېړي وه: «إِنَّ بُیُوتَنا عَوْرَهٌ[19]» کور مو ساتندوی نه لري، «لا تَنْفِرُوا فِی الْحَرِّ[20]» هوا گرمه ده، «بَعُدَتْ عَلَیْهِمُ الشُّقَّهُ[21]»لار لرې ده، «وَ لا تَفْتِنِّی أَلا فِی الْفِتْنَهِ سَقَطُوا[22]» په تبوک جګړه کې په ګډون مو، شونې ده سترګې پر نجونو او ښځو ولګي، هڅې نه ورمات شوو، وسله او شونتیاوې نه لرو او…

*د تېرو آیتونو په پامنیوي، چې ویې ویل: ولې پر خپله کړې خبره عمل نه کوئ او جنګیالي پر الله (ج) ګران دي؛ نو څرګنده ده، چې په دې آیت کې له کړاوه مراد، جګړې او جهاد ته په تګ کې ناغېړي ده.

 پېغامونه:

1- د موسی علیه السلام ژوند دې هېر نشي؛ ځکه له عبرتونو ډک دی. (وَ إِذْ …)

2-د تېرو له تاریخ سره آشنایي، د ډاډ او تسل لامل دی.( إِذْ قالَ مُوسی لِقَوْمِهِ … لِمَ تُؤْذُونَنِی)

3-کله خپل درته تر پردیو ډېرې ستونزې راوړلاوي. «یا قَوْمِ لِمَ تُؤْذُونَنِی»

4-له بدیو په منع کولو کې له عاطفي ځواکه ګټنه وکړئ. «یا قَوْمِ لِمَ تُؤْذُونَنِی»

5-چې یارانو دې وکړولې؛ نو مه ورشا کوه. «یا قَوْمِ لِمَ تُؤْذُونَنِی»

6-پوهه پازوالي راوړي، له پوهانو تمه ده، چې پر پوهې یې عمل وکړي. (لِمَ تُؤْذُونَنِی وَ قَدْ تَعْلَمُونَ …)

7-هغه وینا او کړنه انسان کږلاری کوي، چې د دیني مشرانو د کړښت لامل وي. (لِمَ تُؤْذُونَنِی … زاغُوا)

8-په وینا او کړنه کې کږلاري، د روح، وګړې، هویت، فرهنګ او اند د کږلارۍ سریزه ده. «فَلَمّا زاغُوا أَزاغَ اللّهُ قُلُوبَهُمْ»

9-د ګناه پایله، له الهي ښیونه – هدایته بې برخېدل دي. «وَ اللّهُ لا یَهْدِی الْقَوْمَ الْفاسِقِینَ»

وَ إِذْ قالَ عِیسَی ابْنُ مَرْیَمَ یا بَنِی إِسْرائِیلَ إِنِّی رَسُولُ اللّهِ إِلَیْکُمْ مُصَدِّقاً لِما بَیْنَ یَدَیَّ مِنَ التَّوْراهِ وَ مُبَشِّراً بِرَسُولٍ یَأْتِی مِنْ بَعْدِی اسْمُهُ أَحْمَدُ فَلَمّا جاءَهُمْ بِالْبَیِّناتِ قالُوا هذا سِحْرٌ مُبِینٌ«6»=او (درياد كړه) چې عيسى د مريمې زوى وويل: ((بني اسراييلو (= د يعقوب اولادې)! په رښتینه كې زه درته د الله استازى يم [حال دا] تورات چې تر ما مخكې راغلى، رښتينى ګڼم او د هغه استازي زېرى دركوم، چې تر ما روسته راځي [او] نامه يې ((احمد)) ده))؛ نو چې له معجزو او روښانه دلايلو سره ورغى ويې ويل : (( دا خو ښكاره كوډې دي .))

 ټکي:

*شک نشته، نن چې د تورات او انجیل په نامو کوم کتابونه د یهودو او مسیحیانو په لاس کې دي، هغه کتابونه نه دي، چې د الله (ج) له لوري پر حضرت موسی او حضرت مسیح علیهما السلام نازل شوي؛ بلکې د هغو کتابونو ټولګه ده، چې د هغوی یارانو او یا هغو وګړیو راټوله کړې،چې تر هغوی روسته زیږېدلي دي. ددې کتابونو یوه ځغلنده مطالعه، پردې مدعا یو ژوندی ګواه دی او په خپله یهود او مسیحیان هم تردې ډېره ادعا نه لري.

البته شک نشته، چې د حضرت موسی او حضرت عیسی د ښوونو یوه برخه په دې کتابونو کې یې د لارویانو له لوري رانقل شوې ده؛ نوځکه له ټولو هغو مطالبو نټه – انکار نشو کړای، چې په عهد قدیم (تورات او اړوند کتابونه یې) او عهد جدید(انجیل او اړوندو کتابونه یې) کې راغلي دي؛ بلکې ددې کتابونو منځپانګه، د الله (ج) ددې دوو پېغمبرانو د ښوونو او د نورو افکارو له ورګډ کړای شویو مطالبو ګډوله ده.

په دې کتابونو کې په راتلونکي کې د یو ستر پېغمبر د راڅرګندېدو زېری ورکول شوی، چې ځانګړنې یې یوازې د اسلام له پېغمبر سره سمون خوري.

په زړه پورې خو داده، چې پرته له هغو وړاندوینو، چې په دې کتابونو کې لیدل کېږي او پر حضرت محمد (ص) یې تطبیقوي. د «یوحنّا» انجیل په درېیو ځایونو کې په «فارقلیط» کلیمې ټینګار شوی دی، چې مانا یې ((تسلي ورکوونکی)) دی. دلته مو له نمونه تفسیره د یوحنا انجیل متن راخستی دی:

«او زه به مې له خپل پلاره وغواړم او هغه به بل ((تسلي ورکونکی)) درکړي، چې تر ابده به درسره پاتې شي[23]

او په ۱۵ باب کې راغلي دي:« او چې ((تسلي ورکونکی)) راشي؛ نو زما په اړه به شهادت ورکوي[24]

او په ۱۶ باب کې هم لولو:« خو تاسې ته رښتیا وایم، چې تاسې ته ګټوره ده، چې زه ولاړ شم، چې که زه ولاړ نشم؛ نو هغه ((تسلي ورکونکی)) به درنشي؛ خو که زه ولاړ شم؛ نو هغه ((تسلي ورکونکی)) به درواستوم[25]

مهمه داده، چې د اناجیلو په سریاني متن کې، چې له اصل یوناني ځنې اخستل شوی، د ((تسلي ورکونکي)) پر ځای،«پارقلیطا» راغلی او په یوناني متن کې «پیرکلتوس» چې د یوناني فرهنګ له نظره د «ستایل شوي وګړي» په مانا دی، چې په عربي کې یې د «محمّد و احمد» اصطلاحات انډول دي.

خو چې کله د کلیسا اربابان متوجه شول، چې دا ډول ژباړه یې تشکیلات خورا ټکني کوي؛ نو د «پیرکلتوس» پر ځای یې د «پاراکلتوس» کلیمه ولیکله، چې د «تسلّي ورکوونکي »په مانا ده او په دې اړونې یې دا ژوندی سند واړاوه، که څه له دې دومره سترې اړونې سره سره، په راتلونکي کې د یو ستر پېغمبر راڅرګندېدل څرګند دي[26].

د فرانسې په ستر دایرة المعارف کې په دې اړه راغلي دي:

«محمّد،د اسلام د دین بنسټګر، د الله استازی او د پېغمبرانو خاتم دی. د «محمّد» کلیمه؛ یعنې د ډېر ستایل شوي په مانا ده، چې جرړه یې له «حمد» ځنې ده، چې د تجلیل او تمجید مانا ورکوي او بله نامه یې «احمد» ده، چې د «حمد» له جرړې دی او د «محمّد» کلیمې هم مانا او هم لفظ دی، چې قوي احتمال یې دی، چې د عربستان مسیحیان یې د «فارقلیط» کلیمې پرځای کاروي. احمد؛ یعنې ستایل شوی او ډېر ځلېدلی، چې د «پیرکلتوس» کلیمې مانا ده او په ناسمه یې د هغه پر ځای د «پاراکلتوس» کلیمه راوړې ده او په دې توګه اسلامي لیکوالو تل ویلي، چې له دې کلیمې مراد، د اسلام د پېغمبر راڅرګندېدل دي. قرآن مجید هم په صف سورت، شپږم آیت کې دې خبرې ته په زغرده اشاره کوي[27]

* آیا د اسلام د پېغمبر نامه «احمد» وه؟

الف)په تاریخي کتابونو کې راغلي، چې د اسلام پېغمبر صلی الله علیه و آله له ماشومتوبه دوې نامې درلودې او خلکو به دواړه نامې ورته اخستې، چې یوه یې «محمّد» او بله یې «احمد» وه. لومړۍ نامه یې نیکه؛ عبدالمطلب او دویمه نامه یې مور بي بي ورته ټاکلې وه. دا مطلب په حلبي سیره کې په تفصیل سره راغلی دی.

ب) یو له هغو کسانو ځنې چې د اسلام پېغمبر صلی الله علیه و آله ته یې د «احمد» نامه ډېره اخستې ده، د آنحضرت تره «ابوطالب» دی او نن چې د ابوطالب دیوان په نامه کوم کتاب زموږ په لاسرس کې دی، ډېری اشعار پکې لیدل کېږي، چې د اسلام پېغمبر ته پکې د «احمد[28]» نامه اخستل شوې؛لکه:

ارادوا قتل احمد ظالموهم

و لیس بقتلهم فیهم زعیم

ظالمانو یې وژنې ته هوډ کړی و؛ خو دې کار ته یې مشر و نه موند.

ج) «حسان بن ثابت» د پېغمبر اکرم د پېر شاعر دی، چې دا تعبیر پکې ډېر لیدل کېږي:

مفجعه قد شفها فقد احمد

فظلت لآلاء الرّسول تعدّد

یوغمځپلی چې د احمد نشتون وارخطا کړی و، تل یې د رسول ورکړې او پېرزوینې شمېرلې[29].

* په حدیث کې راغلي: پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وویل: پر ځمکه مې نامه،«محمّد» او په آسمانونو کې «احمد»ده»[30].

 پېغامونه:

1- د عیسی علیه السلام ژوند پاموړ او په یادونو کې پاتېدونی دی. «وَ إِذْ قالَ عِیسَی»

2 موسی علیه السلام له بني اسرئیلو و، ویل یې « یا قَوْمِ»؛ خو عیسی علیه السلام له بني اسرائیلو نه و؛ نو د « یا قَوْمِ» پر ځای یې ویل : « یا بَنِی إِسْرائِیلَ »

3- حضرت عیسی، د الله استازی دی، الله یې مه ګڼئ. «أَنِّی رَسُولُ اللّهِ»

4-په الهي روزنه کې، بېلابېل ټولګي دي، چې هر ټولګی یې د بل سریزه او هر ښووند – ښوونکی د راتلونکي ټولګي د ښووند تصدیقوونکی دی.(و مُصَدِّقاً لِما بَیْنَ یَدَیَّ مِنَ التَّوْراهِ وَ مُبَشِّراً بِرَسُولٍ …)

5-په ادیانو کې بشپړ دین اسلام دی؛ ځکه د غوره او بشپړ څیز په هکله زېری ورکول کېږي.«وَ مُبَشِّراً بِرَسُولٍ»

6-په الهٍي اولیاوو کې حسادت نه وي، بشارت وي. «مُبَشِّراً بِرَسُولٍ یَأْتِی مِنْ بَعْدِی»

7- عیسی هم مبشَّر دی او هم مبشِّر. هغه د پېغمبر اکرم د راتګ زېری کوي(مُبَشِّراً بِرَسُولٍ …) او الله (ج) د هغه د وجود زېری کوي. «یا مَرْیَمُ إِنَّ اللّهَ یُبَشِّرُکِ بِکَلِمَهٍ مِنْهُ اسْمُهُ الْمَسِیحُ[31](

8-په بلنو کې هم تېرو ته پام کوئ.(مُصَدِّقاً …)، هم خپل وخت په پام کې نیسئ، «إِنِّی رَسُولُ اللّهِ إِلَیْکُمْ» او هم راتلونکی په پام کې نیسئ (…. مِنْ بَعْدِی اسْمُهُ أَحْمَدُ).

9-خلک داسې معرفي کړئ، چې په اړه یې بیخي ابهام پاتې نشي.(…. اِسْمُهُ أَحْمَدُ)

10- ځېل یو داسې عنصر دی، چې لاملېږي چې نه تېر زېري چارسازي شي او نه شته نښې. «فَلَمّا جاءَهُمْ بِالْبَیِّناتِ قالُوا هذا سِحْرٌ مُبِینٌ»

وَ مَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَری عَلَی اللّهِ الْکَذِبَ وَ هُوَ یُدْعی إِلَی الْإِسْلامِ وَ اللّهُ لا یَهْدِی الْقَوْمَ الظّالِمِینَ«7»= او تر هغه لوى ظالم څوك دى او سره له دې، چې د اسلام لوري ته بلنه ورکول كېږي (؛ خو بيا هم) پر الله دروغ ورتړي؟! او الله ظالمانو ته سمه لار نه ورښيي.

 ټکي:

* په قرآن کې ۱۶ ځل د «أَظْلَمُ» کلیمه کارېدلې، چې ۱۵ ځل یې په ګروهیزو او فرهنګي چارو پورې اړوند ده؛ لکه:

«افْتَری عَلَی اللّهِ» 9 ځل

«کَتَمَ شَهادَهً» 1 ځل

«کَذَّبَ بِآیاتِ اللّهِ» 2 ځل

«مَنَعَ مَساجِدَ اللّهِ» 1 ځل

«ذُکِّرَ بِآیاتِ رَبِّهِ فَأَعْرَضَ عَنْها» 2 ځل

ظلم درې ډوله دی: پرځان ظلم ، پر خلکو ظلم او پر ښوونځي ظلم او په دې کې، تر ټولو ناوړه او ستر تېری یې پر دین او ښوونځي ظلم دی[32].

 پېغامونه:

1-هغه چې نه د حضرت عیسی زېري مني او نه د حضرت محمد معجزې او ګردې یې کوډې ګڼي، پر ستره افتراء او تور اخته او خورا ظالم وګړی دی.«سِحْرٌ مُبِینٌ وَ مَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَری»

2-پر الهي انبیاوو افتراء، پر الله (ج) افتراء ده. هغوی پېغمبر صلی الله علیه و آله ته وویل: «سِحْرٌ مُبِینٌ»، الله (ج) یې دا کړنه، پر الله افتراء وښووله.

3-پر الله (ج) او دین یې افتراء، تر ټولو ناوړه افتراء ده. «وَ مَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَری عَلَی اللّهِ»

4-تر ټولو ستر ظلم، د خلکو له ودې، معرفت، حقپالنې او عبادته مخنیوی دی. «مَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَری عَلَی اللّهِ»

5-ناوړه ډول ظلم خو هغه دی، چې پر ظالم غاړه خلاصه شي؛ خو بیا هم ظلم کوي.(وَ مَنْ أَظْلَمُ … وَ هُوَ یُدْعی إِلَی الْإِسْلامِ)

6- پر الله (ج) د افتراء پایله، له الهي ښیونه – هدایته بې برخېدل دي. «وَ اللّهُ لا یَهْدِی الْقَوْمَ الظّالِمِینَ»

7- هدایت او ضلالت د الله (ج) په لاس کې دی؛ خو انسان یې په خپله اراده او واک لاراواری کوي یا له منځه وړي. «لا یَهْدِی الْقَوْمَ الظّالِمِینَ»

یُرِیدُونَ لِیُطْفِؤُا نُورَ اللّهِ بِأَفْواهِهِمْ وَ اللّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَ لَوْ کَرِهَ الْکافِرُونَ«8»= [كافران] غواړي د خولې په پوكيو د الله رڼا مړه كړي (؛خو) الله د خپلې رڼا بشپړوونكى دى، كه څه كافران ناخوښي وي.

هُوَ الَّذِی أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدی وَ دِینِ الْحَقِّ لِیُظْهِرَهُ عَلَی الدِّینِ کُلِّهِ وَ لَوْ کَرِهَ الْمُشْرِکُونَ«9»= (الله) هغه (ذات) دى،چې خپل استازى يې له سمې لارښوونې او حق دين سره لېږلی، چې پر ټولو دينونو یې لاسبرى كړي، كه څه مشركان ناخوښه وي.

 

ټکي:

*ددې سورت د ۸ او ۹ آیتونو په څېر آیتونه، په توبه سورت ۳۲ او ۳۳ آیتونو کې راغلي دي.

*دښمن الهي رڼا مړې کولو ته له بېلابېلو لارو ګټنه کوي؛ لکه:

– د ارتجاع او زوړپالۍ تور لګوي. «أَساطِیرُ الْأَوَّلِینَ[33]»

– وايي دا خبرې خیال او ګومان دی. «أَضْغاثُ أَحْلامٍ([34]

– د پېغمبر خبرې دروغ او افترا ګڼي. «أَمْ یَقُولُونَ افْتَراهُ[35]»

-د وحې آیتونه رغي او بې ارزښته ګڼي. «لَوْ نَشاءُ لَقُلْنا مِثْلَ هذا[36]»

-الله (ج) ته سیال توږي. «وَ جَعَلُوا لِلّهِ أَنْداداً[37]»

-خلک له الهي آیتونو اورېدو منع کوي. «لا تَسْمَعُوا لِهذَا الْقُرْآنِ وَ الْغَوْا فِیهِ[38]»

-مؤمنانو ته یې د لارې او ښوونځي پېغورونه ورکوي او سپکاوی یې کوي. «وَ طَعَنُوا فِی دِینِکُمْ[39]»

– د الله (ج) پر دین ملنډې وهي. «اتَّخَذُوا دِینَکُمْ هُزُواً وَ لَعِباً[40]»

-د جوماتونو او د ښوونځي د هډو د ویجاړولو په تکل کې دي. «سَعی فِی خَرابِها[41]»

-د دین اړونې په هڅه کې دي. «یُحَرِّفُونَ الْکَلِمَ[42]»

– په دین کې بدعتونه راوړي. «وَ رَهْبانِیَّهً ابْتَدَعُوها[43]»

– کله د دین حقایق پټوي. «یَکْتُمُونَ ما أَنْزَلْنا مِنَ الْبَیِّناتِ[44]»

– د الله (ج) دین ویشي. «أَ فَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْکِتابِ وَ تَکْفُرُونَ بِبَعْضٍ»

– حق او باطل سره ګډوي. «وَ لا تَلْبِسُوا الْحَقَّ بِالْباطِلِ[45]»

-د الله (ج) په دین کې غلوّ کوي. «لا تَغْلُوا فِی دِینِکُمْ[46]»

– له مسلمانانو سره جګړه کوي . «لا یَزالُونَ یُقاتِلُونَکُمْ حَتّی یَرُدُّوکُمْ عَنْ دِینِکُمْ([47]

 

* الله (ج) پر نورو ادیانو د اسلام د بري درې ځل ژمنه کړې ده:

 «هُوَ الَّذِی أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدی وَ دِینِ الْحَقِّ لِیُظْهِرَهُ عَلَی الدِّینِ کُلِّهِ وَ لَوْ کَرِهَ الْمُشْرِکُونَ0[48])» = (الله) هغه (ذات) دى، چې خپل استازی يې له لارښوونې او حق دين سره راولېږه،چې پر ټولو اديانو يې لاسبرى كړي،كه څه مشركان ناخوښه وي

«هُوَ الَّذِی أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدی وَ دِینِ الْحَقِّ لِیُظْهِرَهُ عَلَی الدِّینِ کُلِّهِ وَ کَفی بِاللّهِ شَهِیداً[49]» = (الله) هغه (ذات) دى،چې خپل استازى يې له سمې لارښوونې او حق دين سره لېږلى، چې پر ټولو اديانو يې بريالى كړي او( د پېغمبر پر حقانيت) د الله شاهدي بس ده .

«هُوَ الَّذِی أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدی وَ دِینِ الْحَقِّ لِیُظْهِرَهُ عَلَی الدِّینِ کُلِّهِ وَ لَوْ کَرِهَ الْمُشْرِکُونَ[50]» = (الله) هغه (ذات) دى،چې خپل استازى يې له سمې لارښوونې او حق دين سره لېږلی، چې پر ټولو دينونو یې لاسبرى كړي، كه څه مشركان ناخوښه وي.

او بېشکه الله (ج) پر خپله ژمنه ولاړ ذات دی. «وَ لَنْ یُخْلِفَ اللّهُ وَعْدَهُ[51]»

په متواترو روایتونوکې لولو چې پر نورو اسماني ادیانو د اسلام بریا به د امام مهدي د راښکاره کېدو پر مهال وي.

حضرت علي کرم الله وجهه وویل:«فو الذی نفسی بیده حتی لا تبقی قریه الا و ینادی فیها بشهاده ان لا اله الا الله بکره و عشیا[52]» پر الله چې ساه مې د هغه په لاس کې ده، داسې ښار او کلی به پاتې نشي، چې سهار ماښام به پکې د اذان او شهادتنیو عږ وا نه ورېدل شي.

* د اسلام تاریخ، د صف سورت ۸ آیت پلي کېدل جوت کړي دي؛ ځکه سره له دې چې دښمنانو ملنډې ووهلې، کړول یې وکړل، وټيزه او ټولنیزه کلابندي یې وکړه، جګړې یې راوتپلې، منافقانو کورنۍ دسیسې وکړې، په مسلمانانو کې یې درز واچاوه، صلیبي جګړې یې وکړې، منکرات او فحشاء یې دود کړه، پوځي او سیاسي ښکېلاک یې وکړ؛خو اسلام ورځ تر بلې پراختیا ومونده.

 پېغامونه:

1- دښمن تل د الهي ښیون – هدایت او رڼا د مړه کولو په هڅه کې دی. «یُرِیدُونَ لِیُطْفِؤُا نُورَ اللّهِ»

2- قرآن الهي رڼا ده. «لِیُطْفِؤُا نُورَ اللّهِ»

3- دین نور دی؛یعنې د پېژندنې، ودې، یون او تودوخې لامل دی. «نُورَ اللّهِ»

4-له حق سره مبارزې ته، د دښمنانو هوډونه او کړلارې، بې پایلې او چټي دي. «نُورَ اللّهِ بِأَفْواهِهِمْ»

5-له اسلام سره مقابلې ته د دښمن مهمه وسیله، تبلیغات دي. «بِأَفْواهِهِمْ» البته پایله ترې نشي اخستی.

چراغی را که ایزد بر فروزد

هر آن کس پف کند ریشش بسوزد

«کومه ډیوه چې الله بله کړي؛ نو څوک یې چې پوه کوي، خپله ږیره به سیځي.»

6- اسلام بشپړ او همېشنی دین دی. «وَ اللّهُ مُتِمُّ نُورِهِ»

7-یو ډول مخالفت هم د الهي ارادې مخنیونکی نه دی، نه شرک «وَ لَوْ کَرِهَ الْمُشْرِکُونَ[53]»او نه کفر. «وَ لَوْ کَرِهَ الْکافِرُونَ»

8-کفر او شرک دواړه یوهومره د اسلام له خپرېدو خپه دي. «وَ لَوْ کَرِهَ الْکافِرُونَ»، «وَ لَوْ کَرِهَ الْمُشْرِکُونَ»

9- رسولان په الهي اراده ټاکل کېږي، نه د خلکو په اراده او ټاکنه. «هُوَ الَّذِی أَرْسَلَ رَسُولَهُ»

10-د اسلام بریا یې د حقانیت له لامله ده. «بِالْهُدی وَ دِینِ الْحَقِّ لِیُظْهِرَهُ»

11-ګانده – راتلونکې د اسلام ده. «لِیُظْهِرَهُ عَلَی الدِّینِ کُلِّهِ»

12- اسلامي ښوونځی هیله زېږی دی. «لِیُظْهِرَهُ عَلَی الدِّینِ کُلِّهِ»

13-هغه واکمني او لاسبري ارزښتمنه ده، چې بشپړه او تلپاتې وي. «لِیُظْهِرَهُ عَلَی الدِّینِ کُلِّهِ»

14-بې له اسلامه نور ټول ادیان ، د لګښت نېټه لري او یوازې اسلام تلپاتې دی.«لِیُظْهِرَهُ عَلَی الدِّینِ کُلِّهِ»

15-د اسلام د بریا لاملونه څو څیزونه دي:

الف)الهي اراده او مرستې ، «هُوَ الَّذِی»

ب)وړ او معصوم مشرتابه ، «رَسُولَهُ»

ج)د ټولنې طبیعي اړتیا، «بِالْهُدی»

د) حقانیت درلودل، «دِینِ الْحَقِّ»

ه)هراړخیز او بشپړ دی، «مُتِمُّ نُورِهِ»

 

یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا هَلْ أَدُلُّکُمْ عَلی تِجارَهٍ تُنْجِیکُمْ مِنْ عَذابٍ أَلِیمٍ«10»=مؤمنانو! ايا داسې يوه راكړه وركړه دروښيم، چې له دردناك عذابه مو وژغوري؟!

تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَ رَسُولِهِ وَ تُجاهِدُونَ فِی سَبِیلِ اللّهِ بِأَمْوالِکُمْ وَ أَنْفُسِکُمْ ذلِکُمْ خَیْرٌ لَکُمْ إِنْ کُنْتُمْ تَعْلَمُونَ«11»=  پر الله او استازي يې ايمان راوړئ او د الله په لار كې پخپلو مالونو او ځانونو جهاد وكړئ، كه پوهېږئ دا (سرښندنه) درته (تر هر څه) غوره ده.

یَغْفِرْ لَکُمْ ذُنُوبَکُمْ وَ یُدْخِلْکُمْ جَنّاتٍ تَجْرِی مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهارُ وَ مَساکِنَ طَیِّبَهً فِی جَنّاتِ عَدْنٍ ذلِکَ الْفَوْزُ الْعَظِیمُ«12»= (كه داسې مو وكړل)؛نو ګناهونه به مو دروبښي او (جنتي) باغونو ته به مو ورننباسي، چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي او په همېشنيو باغونو كې به ډېر پاک او غوره هستوګنځي دركړي؛دا ستره بريا ده.

 ټکي:

*په تېر آیت کې پر نورو ادیانو د اسلام د لاسبرۍ ژمنه وشوه؛ خو ددې ژمنې پلي کېدو ته درې شرطونه پکار دي:

الف)بشپړ او نړیوال قانون، چې هماغه قرآن دی، هغه رڼا چې الله (ج) بشپړه کړې او څوک یې د مړه کولو وړتیا نلري.

ب)د معصوم مشرتابه شتون، چې حضرت مهدی،بقیّة اللّه او الهي زېرمه ده.

ج)د خلکو چمتووالی چې په دې آیت کې اوڅار شوی دی.

*دا آیتونه د توبه سورت له ۱۱۱ آیت سره هموزنه دي، چې وايي:( إِنَّ اللّهَ اشْتَری مِنَ الْمُؤْمِنِینَ أَنْفُسَهُمْ وَ أَمْوالَهُمْ بِأَنَّ لَهُمُ الْجَنَّهَ …)

* په سوداګرۍ کې څو فرضونه شتون لري:

1.بده سوداګري: «بِئْسَمَا اشْتَرَوْا بِهِ أَنْفُسَهُمْ[54]»

2.بې ګټې سوداګري: «فَما رَبِحَتْ تِجارَتُهُمْ[55]»

3.د لږې ګټې سوداګري: «مَتاعُ الدُّنْیا قَلِیلٌ[56]»

4.تاواني سوداګري: «إِنَّ الْخاسِرِینَ الَّذِینَ خَسِرُوا أَنْفُسَهُمْ[57]»

5.ډېره تاواني سوداګري: «إِنَّ الْإِنْسانَ لَفِی خُسْرٍ[58]»

  1. رسوا سوداګري: «الْخُسْرانُ الْمُبِینُ[59]»

7.په ټپه ولاړه سوداګري: «تَخْشَوْنَ کَسادَها[60]»

  1. مستمرّه او بادوامه سوداګري: «تِجارَهً لَنْ تَبُورَ[61]»

9.ژغورنکې سوداګري: «تِجارَهٍ تُنْجِیکُمْ[62]»

10.د ګټې سوداګري:«تجاره مربحه[63]»

* حضرت علي کرم الله وجهه وايي:ستاسې بیه جنت دی؛ نو ځان ارزانه مه پلورئ:«لیس لانفسکم ثمن الا الجنه فلا تبیعوها الا بها[64]»

دنیا، د الهي اولیاوو سوداګرخونه ده:«الدنیا متجر اولیاء الله[65]»په زړه پورې خو داچې حضرت علي کرم الله وجهه دا خبره هغه ته وکړه، چې د دنیا بد یې ویل.

له الله (ج) سره په سوداګرۍ کې موږ پانګه ترې اخلو او په لوړه بیه یې بېرته پر الله (ج) ورپېرو.

* د اسلام په فرهنګ کې ډېری توکیزو – مادي چارو ته ورته مانیزې – معنوي چارې هم شته دی؛ لکه:

الف) توکیز خوراک: «کُلُوا مِنَ الطَّیِّباتِ[66]»

مانیز خوراک: «فَلْیَنْظُرِ الْإِنْسانُ إِلی طَعامِهِ[67]»چې حضرت علي کرم الله وجهه وايي:«الی علمه[68]»؛یعنې،وګوري،چې څه زده کوي.

ب) توکیزې جامې: «سَرابِیلَ تَقِیکُمُ[69]»

مانیزې جامې: «وَ لِباسُ التَّقْوی ذلِکَ خَیْرٌ[70]»

ج) توکیز سینګار: «خُذُوا زِینَتَکُمْ عِنْدَ کُلِّ مَسْجِدٍ[71]»

ح)مانیز سینګار: «حَبَّبَ إِلَیْکُمُ الْإِیمانَ وَ زَیَّنَهُ فِی قُلُوبِکُمْ[72]»

د) توکیز سفر: «وَ إِنْ کُنْتُمْ عَلی سَفَرٍ[73]»

مانیز سفر: «إِنَّکَ کادِحٌ إِلی رَبِّکَ کَدْحاً[74]»

ه) توکیز رزق: «مِنَ الثَّمَراتِ رِزْقاً لَکُمْ[75]»

مانیز رزق:«و ارزقنی حج بیتک الحرام[76]»

و) توکیز خوږلنی:«حلاوه الدنیا[77]»

مانیز خوږلنی:«حلاوه الایمان[78]»،«حلاوه ودک[79]»

ز) توکیز ثواب: جَنّاتٍ تَجْرِی مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهارُ …[80]

مانیز ثواب: «وَ رِضْوانٌ مِنَ اللّهِ أَکْبَرُ[81]»

ح) توکیز پلار: «وَ والِدٍ وَ ما وَلَدَ[82]»

مانیز پلار:«أنا و علی ابوا هذه الامه[83]»

ط) توکیز هجرت: «وَ هاجَرُوا[84]»

مانیز هجرت: «وَ الرُّجْزَ فَاهْجُرْ[85]»

* په روایت کې لولو چې علي کرم الله وجهه وویل:أنا التجاره المربحه المنجیه من العذاب الالیم التی دل الله علیها فی کتابه فقال هَلْ أَدُلُّکُمْ عَلی تِجارَهٍ …[86] زه هماغه ګټور سوداګري یم، چې له سخت عذابه ژغورنکی یم، هماغه چې الله په قرآن کې اشاره ورته کړې ده.

پېغامونه:

1-خلکو ته یې په ایماني لقب غږ کوئ. «یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا»

2-لومړی دې خلک چمتو کړای شي، چې یوه لار یې د پوښتنې طرحول دي.«هَلْ أَدُلُّکُمْ»

3- سوداګري لارښود ته اړتیا لري. «هَلْ أَدُلُّکُمْ عَلی تِجارَهٍ»

4- مانیزه سوداګري هر چا ته د درک وړ نه ده؛ یوازې پر الله (ج) مؤمنان یې مانا درک کولای شي.( یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا هَلْ أَدُلُّکُمْ …)

5-انسان فطرتاً په ګټې پسې دی؛ هغه هم ثابته او پایښتې ګټه. «هَلْ أَدُلُّکُمْ عَلی تِجارَهٍ تُنْجِیکُمْ»

6-رښتینې ګټه، له الهي پرغز – قهره خلاصون دی. «تِجارَهٍ تُنْجِیکُمْ مِنْ عَذابٍ أَلِیمٍ»

7-د خطر لرې کول، تر ګټې راماتونې مهم دي. «تِجارَهٍ تُنْجِیکُمْ مِنْ عَذابٍ أَلِیمٍ»

8-سوداګري یوازې په دنیوي چارو کې نه ده.( تِجارَهٍ … تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ)

9- له پېغمبرانو لاروي، ګټوره سوداګري ده.( تِجارَهٍ … تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَ رَسُولِهِ)

10- ایمان بېلابېلې درجې لري.( یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا … تُؤْمِنُونَ)

11- د دین په تبلیغ کې، د خلکو له پاموړ عناوینو او موضوعاتو ګټنه وکړئ. سوداګري، ورهڼه او ګټه د ټولو پاموړ ده؛ نو پر الله (ج) ایمان یوه ګټوره سوداګري اوڅار شوې ده.( تِجارَهٍ … تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَ رَسُولِهِ)

12- ایمان یوازې زړګنی باور نه دی، هڅه هم پکار ده.( تُؤْمِنُونَ … تُجاهِدُونَ)

13- پر الله (ج) ایمان، پر رسول د ایمان ترڅنګ او پر مال جهاد، پر ځان د جهاد ترڅنګ راغلی دی.( تُؤْمِنُونَ … تُجاهِدُونَ …)

14- موسمي، فصلي او لنډمهاله ایمان او جهاد چارسازی نه وي، تداوم یې پکار دی.(تُؤْمِنُونَ … تُجاهِدُونَ …)( مضارع فعل د دوام او استمرار نښه ده.)

15-رغی ایمان د مهمو چارو سرچینه کېدای نشي، بشپړ ایمان پکار دی.(یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا … تُؤْمِنُونَ … تُجاهِدُونَ)

16- ایمان پر عمل ورلومړی دی. (تُؤْمِنُونَ … تُجاهِدُونَ)

17-د دین خوندیتوب د مال او ځان تر خونديتوبه غوره دی او د دین خوندیتوب ته دې له مال او ځانه ورتېر شو. «تُجاهِدُونَ فِی سَبِیلِ اللّهِ بِأَمْوالِکُمْ وَ أَنْفُسِکُمْ»

18- د جهاد مکلفیت له یوه وګړي هم نه اخستل کېږي، کله په مال، کله په ځان او کله په ځان او مال دې جهاد وشي.( تُجاهِدُونَ … بِأَمْوالِکُمْ وَ أَنْفُسِکُمْ)

19-په احکامو کې له سپکو چارو پیل وکړئ، چې درنو چارو ته ورسو.( پر مال جهاد، پر ځان له جهاده مخکې راغلی دی). «بِأَمْوالِکُمْ وَ أَنْفُسِکُمْ»

20-د چارو ارزښت یې په اخلاص کې دی. «فِی سَبِیلِ اللّهِ»

21-ډېرې دي داسې ترخې پېښې، چې په ګټه مو دي؛ خو موږ پرې نه پوهېږو. (تُجاهِدُونَ … خَیْرٌ لَکُمْ)

22- انسان فطرتاً په خیر او نېکمرغۍ پسې دی او الله (ج) یې ورسېدو ته ژمنه کړې ده. «ذلِکُمْ خَیْرٌ لَکُمْ»

23-جنت په بیه دی، نه په پلمه.( تُؤْمِنُونَ … تُجاهِدُونَ … یُدْخِلْکُمْ جَنّاتٍ)

24-بشپړه کړنه، بشپړ ثواب لري.(په دې آیتونو کې یو خوا پر الله (ج)، استازي یې ایمان او پر ځان او مال جهاد اوڅار شو او بلخوا د ټولو ګناهونو مغفرت او جنت ته ورننوتل او ستره بریا اوڅار شول.) (یَغْفِرْ لَکُمْ … جَنّاتٍ …مَساکِنَ … ذلِکَ الْفَوْزُ الْعَظِیمُ)

25-د الهي پېرزوینو لاس ته راوړ ته پاکوالی او پاکېدل اړین دي. (لومړی مغفرت، بیا جنت او ستره بریا). (یَغْفِرْ لَکُمْ … یُدْخِلْکُمْ … ذلِکَ الْفَوْزُ الْعَظِیمُ)

26- انسان د سخت عذاب او سترې بریا ترمنځ دی، چې له الله (ج) سره په معاملې له عذابه خلاصون مومي او سترې بریا ته رسي. ( تُنْجِیکُمْ مِنْ عَذابٍ أَلِیمٍ … ذلِکَ الْفَوْزُ الْعَظِیمُ)

وَ أُخْری تُحِبُّونَها نَصْرٌ مِنَ اللّهِ وَ فَتْحٌ قَرِیبٌ وَ بَشِّرِ الْمُؤْمِنِینَ«13»=او (بل نعمت به هم دركړي) چې ډېر يې خوښوئ (چې دا) د الله مرسته او نژدې بريا ده او مؤمنانو ته (ددې سترې بريا) زېرى وركړه.

 

ټکي:

*جنت ته ورننوتل او الهي مغفرت، له الهي عذابه د خلاصون مصداق دی؛ خو داچې الهي نصرت او سوبه بله پېرزو ده، الله (ج) جلا راوړې ده.

 

پېغامونه:

1-ټول ثوابونه په آخرت کې نه دي، یوه برخه یې په دنیا کې هم دي.( وَ أُخْری تُحِبُّونَها …)

2-انعام دې د هڅوونکي پاموړ وي. «تُحِبُّونَها»

3-نږه جنګیالي له دې دوو نېکیو ځنې یوې ته یې رسي، که شهید شول: (یُدْخِلْکُمْ جَنّاتٍ …) (چې په تېر آیت کې ول) او که غازیان شول: «نَصْرٌ مِنَ اللّهِ وَ فَتْحٌ قَرِیبٌ»

4-بری له الله (ج) وګڼئ، نه له شونتیاوو، کارپوهې، تجربې او تخصصه. «نَصْرٌ مِنَ اللّهِ»

5-روښانه راتلونکې ته هیله، د جنګیالیو هڅوونکې ده. «نَصْرٌ ، فَتْحٌ»

6- الله (ج) پر خپلو ژمنو عمل کوي:

دلته: «نَصْرٌ مِنَ اللّهِ» او په بل ځای کې: «إِذا جاءَ نَصْرُ اللّهِ وَ الْفَتْحُ[87]»

دلته: «فَتْحٌ قَرِیبٌ» او په بل ځای کې: «إِنّا فَتَحْنا لَکَ فَتْحاً مُبِیناً[88]»

7-داچې جنګیالي، له مال او ځان تېرېدنې ته هڅوئ؛ نو د زېري له اړمه ګټنه وکړئ.«وَ بَشِّرِ الْمُؤْمِنِینَ»

 

یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا کُونُوا أَنْصارَ اللّهِ کَما قالَ عِیسَی ابْنُ مَرْیَمَ لِلْحَوارِیِّینَ مَنْ أَنْصارِی إِلَی اللّهِ قالَ الْحَوارِیُّونَ نَحْنُ أَنْصارُ اللّهِ فَآمَنَتْ طائِفَهٌ مِنْ بَنِی إِسْرائِیلَ وَ کَفَرَتْ طائِفَهٌ فَأَیَّدْنَا الَّذِینَ آمَنُوا عَلی عَدُوِّهِمْ فَأَصْبَحُوا ظاهِرِینَ«14»=مؤمنانو! د الله [د دين] مرستندويان شئ؛ لكه عيسى د مريمې زوى، چې حواريونو ته وويل: ((څوك د الله په لار كې زما مرستندويان دي؟!)) حواريونو وويل: ((موږ د الله مرستندويان يو.)) (او په دې ترڅ كې) د بني اسراييلو يوې ډلې ايمان راووړ او بله ډله پرې كافره شوه؛ نو موږ یې له مؤمنانو سره د دښمن پر خلاف مرسته وکړه؛ نو بريالي شول.

 

ټکي:

* «حواریون» د حضرت عیسی ځانګړیو یارانو ته ویل کېږي، چې دولس تنه وو او نامې یې په اوسني انجیل کې شته دی[89]. ددې کلیمې جرړه له «حور» ځنې ده، چې د وینځلو او سپینولو په مانا ده او ځکه ورته دا کلیمه کارېده، چې سپینې جامې یې پر تن وې، زړونه یې پاک وو او یا هم داچې باطن یې پاک و او هم یې نور پاکۍ ته رابلل.

* امام صادق (رح) وویل: زموږ لارویان زموږ حواریون دي، د عیسی علیه السلام حواریونو د یهودو پر وړاندې له عیسی علیه السلام ملاتړ ونکړ؛ خو زموږ لارویان زموږ ملاتړي دي او زموږ په لار کې، شهیدېږي، کړېږي او شړل کېږي. الله دې ورته ددې دومره کړاوونو په پار ښه ثواب ورکړي.«ینصروننا و یقاتلون دوننا و یحرقون و یعذبون و یشردون فی البلاد جزءاهم الله عنا خیر[90]»

* د ورته چارو رانقلول، د بلنې په منلو او د کړنو په ترسره کولو کې اغېز لري؛ لکه څنګه چې حضرت عیسی یاران درلودل ،« کَما قالَ عِیسَی …»او لکه څنګه چې پر نورو روژه واجب شوه. «کَما کُتِبَ عَلَی الَّذِینَ مِنْ قَبْلِکُمْ[91]»

 پېغامونه:

1- مؤمن دې ګام په ګام وده وکړي، په تېرو آیتونو کې له الله (ج) سره سوداګرۍ ته وربلنه وه او په دې آیت کې دې رسما انصار اللّه توب ته رابلي، «کُونُوا أَنْصارَ اللّهِ» (؛یعنې د تل لپاره د قانون بري او الهي اولیاوو ته پایښتي وسئ).

2- الله (ج) زموږ نصرت ته اړتیا نه لري؛ ځکه ټولې بریاوې او نصرتونه د هغه دي. «نَصْرٌ مِنَ اللّهِ»؛خو د الله (ج) انصاروالی، موږ ته ویاړ دی.«کُونُوا أَنْصارَ اللّهِ»

3-الهي انبیاء خلک د الله (ج) لپاره غواړي، نه خپل ځان، ګوند یا ډلې ټپلې ته. «مَنْ أَنْصارِی إِلَی اللّهِ»

4- پېغمبران پر دښمن لاسبرۍ ته طبیعي بهیرونه وهي او له ظاهري اسبابو او ولسي ځواکونه ګټنه کوي. «مَنْ أَنْصارِی إِلَی اللّهِ»

5-مشر دې له خپلو لارویانو دقیق ارزونه ولري. «مَنْ أَنْصارِی إِلَی اللّهِ»

6-له یارانو منښته اخستل یو ډول بیعت تازه کول او د وفادارۍ اعلانول دي.(مَنْ أَنْصارِی … قالَ الْحَوارِیُّونَ نَحْنُ أَنْصارُ اللّهِ)

7-د دیني مشرانو بلنې ته ځواب ورکړئ.( مَنْ أَنْصارِی … نَحْنُ أَنْصارُ اللّهِ)

8-انسان مختار دی، چې د انبیاوو بلنه مني او نېکمرغېږي که یې نه مني او ځان بدمرغوي.( فَآمَنَتْ طائِفَهٌ … وَ کَفَرَتْ طائِفَهٌ)

9- معمولاً ټولو خلکو پر پېغمبر ایمان نه دی راوړی؛ بلکې ځینو کفر غوره کړ او ځینو ایمان راووړ، موږ دې هم پر تمه نه یو، چې ټول ایمان راوړي.( فَآمَنَتْ طائِفَهٌ … وَ کَفَرَتْ طائِفَهٌ)

10- ایمان درلودل د الهي تاییداتو د لاس ته راوړو خواله ده.( فَآمَنَتْ … فَأَیَّدْنَا …)

11- عیسی علیه السلام، هم د الله (ج) د تایید وړ و، «وَ أَیَّدْناهُ بِرُوحِ الْقُدُسِ[92]»او هم یې د یارانو. «فَأَیَّدْنَا الَّذِینَ آمَنُوا عَلی عَدُوِّهِمْ فَأَصْبَحُوا ظاهِرِینَ»

12- لکه څنګه چې الله (ج)  خپل پېغمبر تایید او ملاتړ يې کوي، «وَ أَیَّدْناهُ بِرُوحِ الْقُدُسِ» لارویان یې هم ملاتړي دي. «فَأَیَّدْنَا الَّذِینَ آمَنُوا»

«والحمد للّه ربّ العالمین»

سرچینه : نور تفسیر

لیکوال : شیخ محسن قرآئتی

 

[1] بقره/۴۴

[2] – غرر الحکم

[3] – امالي صدوق، ۳۴۴ مخ

[4]– بحار، ۲ ټ. ۳۰ مخ

[5] -مصباح الشریعه، ۳۶۸ مخ

[6] – کافي،ج 1،ص 36.

[7] – کافي،ج2،ص363.

[8] – روح المعاني تفسیر.

[9] – محمّد،17.

[10] – بقره،55.

[11] – بقره،61.

[12] – مائده،22.

[13] – مائده 24

[14] – اعراف 138

[15] – اعراف 129

[16] – توبه 61

[17] – توبه 61

[18] – احزاب 53

[19] – احزاب 13

[20] – توبه 81

[21] – توبه 42

[22] توبه 49

[23] – یوحنّا انجیل : ۱۴ باب، ۱۶ مه جمله.

[24] – انجیل یوحنّا، ۱۵  باب، ۲۶ مه جمله

[25] – یوحنّا انجیل، ۱۶ باب، ۸ مه جمله

[26] – فرقان تفسیر.

[27] – د فرانسې ستر دایره المعارف، ۲۳ټ ، ۴۱۷۶ مخ له نمونه تفسیر مو راخستی دی.

[28] – د ابوطالب دیوان ، له ۲۵ تر ۲۹ مخونه. ابن عساکر، تاریخ، ۱ ټ، ۲۷۵ مخ له نمونه تفسیر مو راخستی دی.

[29] – د حسان بن ثابت دیوان، ۵۹ مخ ، له نمونه تفسیر مو راخستی دی.

[30] – برهان تفسیر

[31] – آل عمران،45.

[32] – اطیب البیان تفسیر

[33] – انعام،25

[34] – انبیاء،5.

[35] – احقاف،8

[36] – انفال 31.

[37] – ابراهیم،30

[38] – فصلت،26.

[39] توبه،12

[40] – مائده،57

[41] – بقره، ۱۱۴

[42] – نساء،46

[43] – حدید،27.

[44] – .بقره،159.

[45] – بقره، ۸۵.

[46] – مائده،77.

[47] – بقره،217

[48] – توبه،33.

[49] – فتح،28.

[50] – صف،9.

[51] – روم،6؛حج،47

[52] – مجمع البیان،کنزالدقائق او برهان تفسیرونه

[53] – توبه،33.

[54] – .بقره،90.

[55] – بقره،16

[56] – .نساء،77.

[57] – زمر،15.

[58] – عصر،2.

[59] – حج،11.

[60] – توبه 24

[61] – فاطر 29

[62] – صف 10

[63] – نهج البلاغه، خطبه: 193

[64] – بحار ج 70 ص 132

[65] -نهج البلاغه، حکمت: 131

[66] – مومنون 51

[67] – عبس 24

[68] رجال کشي ج 4 ص 3

[69] – نمل 81

[70] – اعراف 26

[71] – اعراف 31

[72] – حجرات 7

[73] – بقره،283.

[74] – انشقاق،6.

[75] – بقره،22

[76] – رمضان میاشت دعا

[77] – .نهج البلاغه،حکمت: 251

[78] – بحار،ج 87،ص 201

[79] – بحار،ج 90،ص 147.

[80] – بقره،25.(27 ځل په قرآن کې راغلی).

[81] – توبه،72.

[82] – بلد،3.

[83] – بحار،ج 36،ص 11

[84] – انفال،72.

[85] – مدّثر،5.

[86]-کنز الدقائق تفسیر

[87] – نصر،1.

[88] – فتح،1.

[89] – نمونه تفسیر

[90] – کنز الدقائق تفسیر.

[91] – بقره،183.

[92] .بقره،78.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!