تبلیغات
|

طواف کعبې ته ورنږدې کېږو او بايد طواف ترې وکړو په ښارونو کې خپاره واره ول،په مکه کې راټولېږو،په مسجدالحرام کې يوځاى کېږو،د کعبې په څنګ کې بايد لاپسې سره يوځاى شو ،يو څاڅکى و ؛خو اوس رانه سمندر جوړ شو .(مستدرک ٢\١٤٧) له کعبې طواف کول د پيل اوپاى ټکى لري ،چې ((حجرالاسود)) دى. […]

طواف

کعبې ته ورنږدې کېږو او بايد طواف ترې وکړو په ښارونو کې خپاره واره ول،په مکه کې راټولېږو،په مسجدالحرام کې يوځاى کېږو،د کعبې په څنګ کې بايد لاپسې سره يوځاى شو ،يو څاڅکى و ؛خو اوس رانه سمندر جوړ شو .(مستدرک ٢\١٤٧)

له کعبې طواف کول د پيل اوپاى ټکى لري ،چې ((حجرالاسود)) دى. په حديث کې راغلي : “حجرالاسود پر ځمکه د خداى لاس دى. (وسايل ٩\ ٤٠٦)

لاس ايښوول او ښکلول يې له خداى سره د بيعت کولو او لاس ورکولو پر مفهوم دى . تبرک ته پر حجرالاسود لاس ايښوول ښه دي ؛خو نورو ته پکې بايد آزار ونه رسي .امام صادق يې وليد چې طواف کوي ؛خو حجرالاسود ته نه نږدې کېږي.وپوښتل شو،پېغمبراکرم(ص) خو پرې لاس راښکوده تاسې ولې دا کار نه کوئ؟ ويې وويل : ” پېغمبراکرم(ص) چې دا کار کاوه ؛نولاره يې ورکوله ما ته دا کار نه کېږي زه ترې تېرېږم،چې خلک ونۀ ځورول شي “. (مستدرک ٢ \ ١٤٨) ‏

د خداى له کوره طواف کول يوه دا مانا لري،چې د ختيځ او لويديځ پرمحور بايد ونه ګرځوو، يواځې بايد له کعبې وچورلو،چې د توحيد د طواف محور او نښه ده. د خداى کور ثابت او پرځاى ولاړ دى ؛خو موږ ګرځو،لکه څرنګه چې خداى محور دى او ټول عالم ترې دهغه په اراده ګرد چاپېره چورلي . موږله طوافه بهر يواځې وګړي او ليدونکي يو ؛خو په طواف کې راټولېږو او په ګډه يوشان حرکت کوو. په طواف کې کوچنى،ستر،مخکې،وروسته، ټيټ او پاس نشته دلته يواځېنۍ موخه خداى ته پام او دهغه دعظمت پر وړاندې سرټيټول دي،طواف خداى ته زموږ مخه ،فکر او ذکر اړوي. ځينې کسان له کعبې ګردچاپېره چورلي ؛خو په کعبه کې مو زيږېدلې ماشوم هېر کړى. دى ماشوم ته مو شا کړې او تش له زانګو يې چورلو.حضرت علي (ک) په کعبه کې زيږېدلى او له کعبې ټوله نړۍ چورلي؛نو په کعبه کې د حضرت علي د زوکړي يوه ما‏نا دا هم ده چې دهغه مشرۍ ته هم پاملرنه و کړو .

د کعبې په څنګ کې د حجراسماعيل(ع) په نامه نيمه کړۍ هم شته،چې دلته د حضرت هاجر،حضرت اسماعيل او د ځينو نورو پېغمبرانو قبرونه دي څوک ،چې طواف کوي د کعبې په شان د حجرله برخې هم طواف کوي.‏ په دې ځاى کې دهغې ځوانې ښځې قبر دى ،چې خداى ته د مکې په تودو دښتو کې يواځې پاتې شوه او همداراز دهغه د زوى قبرهم دى،چې خپل پلار ته وايي :

((فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ السَّعْيَ قَالَ يَا بُنَيَّ إِنِّي أَرَى فِي الْمَنَامِ أَنِّي أَذْبَحُكَ فَانظُرْ مَاذَا تَرَى قَالَ يَا أَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ سَتَجِدُنِي إِن شَاء اللَّهُ مِنَ الصَّابِرِينَ(صافات/۱۰۲)=   نو چې كله (زوى) له هغه سره (د كار او) كوښښ حد ته ورسېد (؛نو ابراهيم ورته) وويل: ((يه زويکه! په حقيقت كې! زه په خوب كې (داسې) ګورم،چې تا حلالوم؛نو ستا نظر څه دى؟)) (اسماعيل) وويل: (( پلاره! څه چې درته امر كېږي، همغه وكړه، كه خداى وغواړي (؛نو) ما به له زغمونكيو ومومې.))

ددې تسليمېدونکي مور او زوى قبرونه بايد د کعبې په شان وي او د نړۍ له ګوټ کوټ راغلي ترې وچورلي او پردې پوه شئ ،چې خداى شکور دى او د نېکانو اجر او ثواب نه تويوي .که حضرت ابراهيم (ع) د خپل بوت پالونکي تره له کوره تښتي؛خو په بدل کې د کعبې بنسټګر کېږي. که حضرت اسماعيل د خداى امر ته سرټيټوي ؛نو خداى هم خلک له هغه د پتنګ په څېر ګرد چاپېره چورلوي او دا ددې آيت عملي بېلګه ده ،چې  وايي : ((فَاذْكُرُونِي أَذْكُرْكُمْ[ بقره\١٥٢] =يادمې کړئ ، چې ياد مو کړم.))

 

د طواف په هکله ځينې ټکي

١ – په طواف کې بايد داسې حرکت وکړو ،چې کيڼ اړخ مو د کعبې خوا ته وي پر فلسفه يې نه پوهېږم ؛خو ښايي راز يې دا وي چې د انسان زړه کيڼ خوا ته دى .

-٢په طواف کې وينو،چې د حضرت اسماعيل او حضرت هاجر قبر د کعبې په څنګ کې دى او دا موږ ته يو درس دى،چې د هرکار بنسټګر بايد په خپل کارکې خواري او مقاومت وکړي او د خپل کارپه لار کې مړهم شي. په رښتيا پېغمبراکرم(ص)،چې د مسجدالنبي جوړونکى دى که قبر يې په مسجدالنبي کې نه واى ؛نو دا جومات به دومره ځلېدلاى نه و .

٣- طواف بايد له حجرالاسود او له هغې غاړى پيل کړو،چې پکې د زمزم څاه ده او په همدې ځاى کې يې پاى ته ورسوو. دا چې د زمزم څاه له حجرالاسود سره مخامخ راغلې په دې کې به څه راز وي ؟ نه پوهېږم ښايي راز يې دا وي ،چې په هرحرکت کې ځواک،وس او حياتي زېرموته اړتياه ده. انسان بايد اوبه وڅکي،چې طواف وکړي او يا د طواف په پاى کې د کور خاوند د زمزمو په اوبو د خپلو مېلمنو درناوى کوي په مسجدالحرام کې حرکت او طوافونه له اوبو پرته امکان نه لري. هو! ماديات له معنوياتو سره اوږه په اوږه دي .

٤- اووه ځل چورلوو او طواف کوو. پردې سربېره په کومو ډبرو،چې شيطان ايشتل کېږي هغه هم اووه دي دا چې د اوو په عدد کې څه مطلب دى؟ موږ پرې نه پوهېږو؛خو دومره پوهېږو،چې اسمانونه اووه دي ،ځمکې هم اووه دي . د صفا او مروه سعي هم اووه دي .

٥- په طواف کې بايد د خپلې ارادې او واک له مخې حرکت وکړو که چاټيله کړو او مخکې ولاړو؛نوطواف مو باطل دى؛نو بايد د خپلې ارادې له مخې له خلکو وسره اوږه په اوږه خداى ته طواف وکړو .

٦- د طواف پرمهال انسان د الهي پرتم تر وړانګو لاندې وي؛نوهره دعا ،ذکر او آيت پکې ويلاى شئ .

٧- اووه ځل،چې وچورلېدئ او طواف دې پاى ته ورسېد،له کوم ځايه ،چې دې پيل کړى و(؛يعنې حجرالاسودته مخامخ؛نو) له همدې ځايه ووځئ.

دې نړۍ ته زموږ راتلل او ترې بېرته تلل د خداى د ارادې او حکم پربنسټ دي ؛خو پکې حرکت کول زموږ دهغې ارادى پربنسټ دي،چې خداى راکړې ده،نړى ته په راتلو او بېرته تلو کې موږ د خوښې حق نه لرو ؛خو د حرکت د څرنګوالي د واک او ټاکنې حق لرو .

د طواف لمونځ

که څه هم له کعبې طواف کول د لمانځه هومره قدر لري؛خو ترطواف وروسته بايد لمونځ هم وکړئ،چې پرخپلو طوافونو د تائيد ټاپه ولګول شي. د طواف دوه رکعته لمونځ بايد د مقام ابرهيم شاته وشي.

((وَإِذْ جَعَلْنَا الْبَيْتَ مَثَابَةً لِّلنَّاسِ وَأَمْنًا وَاتَّخِذُواْ مِن مَّقَامِ إِبْرَاهِيمَ مُصَلًّى وَعَهِدْنَا إِلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ أَن طَهِّرَا بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْعَاكِفِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ(بقره/۱۲۵)=او( دريادكړئ ) چې كله موږ د كعبې خونه خلكو ته د راغونډېدو مركز او د امن وامان ځاى وګرځاوه (دخاطرو د رايادولو لپاره ) د ابراهيم په مقام كې ځان ته عبادتځى وټاكئ او موږ ابراهيم او اسماعيل ته امر وكړ، چې:(( زما كور طواف كوونكيو او څېله كېدونكيو او ركوع او سجده كوونكيو ته پاك او سوتره كړئ. ))

د مقام ابراهيم شا ته يوه ډبره ده ،حضرت ابراهيم په همدې ډبرې درېده او کعبه يې جوړه کړه له دې مطلب دا دى،چې حاجي! تۀ د حضرت ابراهيم قايم مقام او ځايناستى شوې.

هو! په اسلام کې امامت اومشري دومره د پام وړ او مهمه ده کومه تيګه،چې د امام تر پښو لاندې وه،موږ يې بايد تر شا لمونځ وکړو او مخې ته مو پرته وي . په طواف کې هم حق نه لرو،چې د کعبې او مقام ابراهيم ترمنځ دباندې ولاړ شو ،حرکت مو بايد د کعبې او مقام ابراهيم په منځ کې وي؛يعنې حرکت مو بايد د توحيد او امامت،د خداى د بندګۍ او د شرعي امام د مشرۍ په منځ کې وي . د طواف لمونځ د تمتع د عمرې درېم عمل ګڼل کېږي،لومړى مو په ميقات کې احرام وتاړه،په لبيک ويلو حرم ته رادننه شو او مکې ته راغلو ،طواف مو وکړ او اوس لمونځ کوو .

امام صادق د طواف تر لمانځه وروسته سجدې ته ولاړ او دومره يې وژړل ،چې مخ يې په اوښکو لوند خيش شو. (بحارالانوار ٩٩\ ١٤) .

[ سرچینه ؛ د شیخ محسن قرآیتی د حج کتاب]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!