تبلیغات

 لکه څرنګه،چې د کور پته دهغه له خاونده اخلو؛نو د عبادت طريقه هم بايد له قرآن او عترته (نبوي کورنۍ) زده کړو. د قرآن آيتونه او د معصومينو حديثونه،کوم عبادت غوره ګڼي او ورته يې کومې ځانګړنې بيان کړي دي؟ځواب یې بايد له قرآن اوعترته واخلو.دلته د دين د اولياوو پر کلماتو‏ رڼا اچوو.   […]

 لکه څرنګه،چې د کور پته دهغه له خاونده اخلو؛نو د عبادت طريقه هم بايد له قرآن او عترته (نبوي کورنۍ) زده کړو. د قرآن آيتونه او د معصومينو حديثونه،کوم عبادت غوره ګڼي او ورته يې کومې ځانګړنې بيان کړي دي؟ځواب یې بايد له قرآن اوعترته واخلو.دلته د دين د اولياوو پر کلماتو‏ رڼا اچوو.

 

(۱)   د آګاهۍ له مخې وي

پېغمبراکرم(ص) وايي:

په لمانځه کې هغه برخه قبلېږي،چې انسان يې د تعقل او آګاهۍ له مخى وکړي. ( محجةالبيضاء، ۱/ ۳۶۶)

د جاهل تر اووياوو رکعتونو ‏د عالم دوه رکعته ښه دي.( سفينةالبحار، د «عبد» ویی – کلمه)

کوم عابد ،چې د فهم او درک له مخې عبادت نه کوي؛نو د جرندې د خر په شان به پر يوځاى ګرځې اومخکې ‏نه شې تللای.د آګاهۍ له مخې لمونځ هغه دی،چې انسان پوه شي ‏څه وايي،له چا سره خبرې کوي او په لمانځه کې يې ټول پام بايد خداى ته وي. پېغمبراکرم(ص) په دې هکله وايي:(( دوه رکعته لمونځ،چې ټول پام په کې خداى ته وي،له بې خبري اوغافلانه عبادته غوره دی،چې پکې انسان ټوله شپه ويښ و‏ي.)) (بحارالانوار، ۸۴/ ۲۵۹)

قرآن کریم وايي:[ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاَ تَقْرَبُوا الصَّلاَةَ وَأَنْتُمْ سُكَارَى‏ حَتَّى‏ تَعْلَمُوا مَا تَقُولُونَ( نساء/۴۳)- مؤمنانو!د مستئ په حال كې لمانځه ته مۀ نژدې كېږئ، څو پوه شئ چې څه واياست. ]

امام صادق وايي: ((که څوک دوه رکعته وکړې او پوه شي،چې څه وايي او له چا سره خبرې کوي؛نو ګناهونه به يې وبښل شې.)) (وافى، ۲/ ۱۰)

( ٢)   عاشقانه وي

‏لکه څرنګه،چې ناروغان له خوړو ‏خوند نشي اخستلاى؛نو همداراز بې شوقه عابد هم له عبادته خوند نه اخلي،عبادت بايد په ستړيا اوبې حالې کې نه؛بلکې په مينه محبت او خوشحالۍ کې وشې. خوشحالي او خوښي هغه امتياز دی،چې يوازې مين انسانان يې درلودای شي او د پاملرنې اومعرفت له لارې لاس ته راځي.تپل شوی او په زوره عبادت بې پايلې دی.امام صادق وايي:((عبادت پر ځان ‏مه تپه.)) لکه څرنګه چې په شوق او خوشحالۍ د ‏ستر او محبوب شخصيت ليدنې ته ځو؛نو د خداى په عبادت کې هم بايد داسې وکړو.

( ٣)   نږه وي

خلوص،عبادت ‏ته ارزښت او اعتبار ورکوي.کوم عبادتونه،چې د خداى لپاره نه وي او له ريا،شهرت غوښتنې ،د خلکو له غلولو او نفاق سره يوځای وي؛نو خداى ‏يې نه مني.قرآن وايي: [وَلَا يُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِ أَحَداً– (کهف/۱۱۰) او هېڅوك د خپل پالونكي په عبادت كې شريك نه كړي.]

څوک،چې د عبادت له لارې ځان په ټولنه کى مشهوروي؛نو پر دين يې بدبينه اوسئ. داسې کسان له دينه دام جوړوي او پرى خلک غولوي.

[ رحمان بابا وايي: دين يې دام وي د دنيا په لار کې ايښى پرې را اړوي جاهلان د زمانې]

‏بې اخلاصه عبادت د بې ځانه اوبې روحه جسم په شان دی.قرآن وايي: [وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاء وَيُقِيمُوا الصَّلَاةَ وَيُؤْتُوا الزَّكَاةَ وَذَلِكَ دِينُ الْقَيِّمَةِ – (بینه/۵)= او هغوى ته بې دخداى له لمانځنې بل امر نۀ و شوى،داسې چې،[خپل] دين [د هغه د لارښوونو په رڼا کې]د حق پالنې پر لور ورمات؛ هغه ته نږه كړي او لمونځونه وكړي اوزكاتونه وركړي او دا سم (اوټينګ) دين دى .]

( ٤)   خاشعانه وي

‏خشوع،يعنې دا چې باید تل ‏مو پام ‏خداى ته وي او داسې حالت بايد انسان ولري،چې د خداى له ستروي- عظمت سره مناسب وي.د خداى پر وړاندې انسان بايد د اړتیا ‏او کوچنيتوب ننګېرنه ‏ولري.قرآن وايي: [الَّذِينَ هُمْ فِي صَلاَتِهِمْ خَاشِعُونَ (مومنون/۲) = هغوى چې په خپل لمانځه كې عاجزي كوي؛] او د لاس ته راوړنې لار يې دا ده،چې انسان بايد د خداى دومره عبادت وکړي،ګنې خداى ويني او پر وړاندې یې خپل ذلت او کوچنيوب احساس کړي.په يوحديث کې راغلي :((د خداى داسې عبادت وکړه ،ګنې هغه وينې.)) ‏په يو بل حديث کې راغلي:((لمونځ په خپل وخت کې داسې کوه،چې ګواکې آخرنې لمونځ دې وي او له لمانځه او نړۍ ‏خداى په اماني اخلې.))

( ٥)   په پټه وي

‏انسان د شيطان له لومې‏ خوندي نه دی.د عابد عبادتونه،د ځان ښوونې او ريا له لارې له منځه ځې.پر دې آفت ‏د برلاسي کېدو يوازينۍ لار پټ عبادتونه دي. پېغمبر اکرم(ص) وايي: ((کوم عبادت،چې په پټه وشي، اجر يې ډېردى.)) (بحارالانوار، ۷۰/ ۲۵۱)

البته دا په هغه مواردو کې دې،چې خپله اسلام پرعلني او ښکاره عبادتونو ‏حکم نه وي کړي؛داځکه ‏په جمه لمونځ له وګړیز ‏يا ځانته لمانځه ‏غوره دی.پټ عبادتونه په ډيرو وختو کې له ريا او د عبادت له تباه کېدو ‏مخنیوی کوي.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست