تبلیغات

يوه ورځ عبدالمطلب،د خپل زوى ژوند د سل اوښانو په وركولو بېرته واخست.دا هغه وخت و،چې عبدالله 24 كلن و. دا پېښه ددې لامل شوه، چې عبدالله پر قريشو سربېره،په خپلې كورنۍ كې هم د ځانګړي مقام خاوند شي؛ځكه كوم څيز،چې ګران او په سختۍ لاس ته راشي؛نو ورسره زياته مينه كېږي؛نو ځكه عبدالله په […]

يوه ورځ عبدالمطلب،د خپل زوى ژوند د سل اوښانو په وركولو بېرته واخست.دا هغه وخت و،چې عبدالله 24 كلن و. دا پېښه ددې لامل شوه، چې عبدالله پر قريشو سربېره،په خپلې كورنۍ كې هم د ځانګړي مقام خاوند شي؛ځكه كوم څيز،چې ګران او په سختۍ لاس ته راشي؛نو ورسره زياته مينه كېږي؛نو ځكه عبدالله په خپل ټبر،كورنۍ او خپلوانو كې ځانګړى احترام درلود.

هغه ورځ،چې عبدالله له خپل پلار سره د قربانۍ د ځاى پر لور روان و؛ نو له متضادو احساساتو سره مخ شو.پلار ته د درناوي حس پرې واكمن و؛ نو ځكه بې له تسليمه يې بله هېڅ چاره نه درلوده؛خو بلخوا د تقدير لاسونو غوښتل د ژوند د پسرلي ګلونه يې د مني د ګلونو په څېر مړاوي نه کړي. د احساساتو او غمونو څپې يې په زړه كې راپيدا شوې. لکه چې په خپله عبدالمطلب د دوو ځواکونو؛يعنې ايمان او عاطفې ترمنځ راګېر شوى و او دې پېښې په دواړو كې د خپګان څپه راپورته كړې وه؛ خو ستونزه په داسې بڼه حل شوه،چې وويل شو.

عبدالمطلب ته فكر ورغى، چې د عبدالله خپګان له “آمنې” بي بي سره په واده جبران كړي؛ نو چې عبدالمطلب د قربانۍ له ځايه راستون شو؛ نو نېغ د “وهب بن عبد مناف بن زهره” كور ته ولاړ او د هغه پر لور”آمنه” يې مرکه وکړه ،چې پر پاكلمنۍ او عفت مشهوره وه او خپل زوى ته يې نكاح كړه او په هماغه غونډه كې يې پر “لاله” ځان ته مركه وكړه،چې د “آمنې” د تره لور وه او “حمزه” [د پېغمبر اکرم تره] ترې وزېږېد.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!