تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ نور تفسیر  عبس سورت تفسیر عبس سورت دوه څلوېښت آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی. د سورت نامه یې له لومړي آیته اخستل شوی،چې بړوسې څېرې ته وايي. که څه د لومړیو آیتونو شأن نزول یې هغه ناوړه چلن دی،چې له یوه ړوند سره کېږي؛ خو د مطالبو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

نور تفسیر

 عبس سورت تفسیر

عبس سورت دوه څلوېښت آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی.

د سورت نامه یې له لومړي آیته اخستل شوی،چې بړوسې څېرې ته وايي.

که څه د لومړیو آیتونو شأن نزول یې هغه ناوړه چلن دی،چې له یوه ړوند سره کېږي؛ خو د مطالبو چورلیځ یې د نورو مکي سورتونو په څېر، معاد او د قیامت خوځوونکې پېښې او پر هغه ورځ د مؤمنانو او کافرانو برخلیک دی.

انسان ته د ځینو الهي نعمتونو وریادول او پر وړاندې یې ناشکري ددې سورت نوره منځپانګه ده.

 

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه

عَبَسَ وَ تَوَلّی«1» أَنْ جاءَهُ الْأَعْمی«2» وَ ما یُدْرِیکَ لَعَلَّهُ یَزَّکّی«3» أَوْ یَذَّکَّرُ فَتَنْفَعَهُ الذِّکْری«4» أَمّا مَنِ اسْتَغْنی«5» فَأَنْتَ لَهُ تَصَدّی«6» وَ ما عَلَیْکَ أَلاّ یَزَّکّی«7» وَ أَمّا مَنْ جاءَکَ یَسْعی«8» وَ هُوَ یَخْشی«9» فَأَنْتَ عَنْهُ تَلَهّی«10»=تريو ټنډى شو او مخ يې واړاوه، ( له دې لامله) چې هغه ړوند ورغى. او ته څه خبر یې؟ ښايي وده ومومي [، پاك شي او د تقوا لار خپله کړي]، يا پند واخلي؛ او پند ورګټور شي.  خو هغه چې [ستا له پنده] نااړتيا ښيي؛  نو مخ وراړوې،او كه دى ځان پاك نه كړي؛ پر تا څه (پړه) نشته. او هغه چې په منډه درغى، او (له الله) وېرېده؛ نو بې پامي ترې کوې او له نورو سره بوختېږې.

 

ټکي:

 * د اهل سنّتو د روایتونو له مخې، د حضرت عبداللّه بن امّ مکتوم په نامه یو ړوند سړی، د پېغمبر اکرم (ص) غونډې ته ورننووت، حال داچې آنحضرت د قریشو له مشرانو؛ لکه ابوجهل او عُتبه سره ناسته درلوده او هغوی یې اسلام ته رابلل، هغه چې ړوند و او په غونډه کې یې ناست نه لیدل، پرله پسې یې له آنحضرت (ص) نه غوښتل، چې قرآن ورته ووايي، چې حفظ یې کړي؛ نو د آنحضرت (ص) په څېره کې یو ډول خپګان او کراهت راڅرګند شو؛ نو دلته ول، چې د عبس سورت لومړي آیتونه راغلل او آنحضرت یې ورټه.

البتّه تر بحث لاندې آیتونو کې داسې کوم څرګند دلیل نشته، چې بړوس سړی، پخپله پېغمبر اکرم و او یوازې د اهلسنتو روایتونه یې اوڅاروي؛ خو هغه روایت چې له امام صادق (رح) نه رانقل شوی، دا آیتونه د بني امیه د ټبر د یوه سړي په اړه راغلی دی، چې له پېغمبر اکرم سره ناست او چې ام مکتوم راننووت؛ نو څېره یې بړوسه شوه او مخ یې واړاوه[1].

* مرحوم علامه سیّد مرتضی العسکري په ((متشابه القرآن)) کې د اهلسنتو دا روایتونو مردود ګڼلي او د قرآن د نورو آیتونو په استناد وايي:

الله د پېغمبراکرم (ص) خویونه ستایلي او ویلي یې دي: «إِنَّکَ لَعَلی خُلُقٍ عَظِیمٍ[2]» ته ستر خویونه لرې او په دوو ځایونو کې یې آنحضرت ته د مؤمنانو پر وړاندې د تواضع سپارښتنه کړې ده: «وَ اخْفِضْ جَناحَکَ لِلْمُؤْمِنِینَ[3]»، «وَ اخْفِضْ جَناحَکَ لِمَنِ اتَّبَعَکَ مِنَ الْمُؤْمِنِینَ[4]))

پردې سربېره که پېغمبر اکرم (ص) هاغسې خویونه درلودل، د قرآن د نورو آیتونو پر بنسټ، اصولا په تبلیغ کې یې کوم توفیق نه درلود؛ لکه څنګه چې الله (ج) خپل استازي ته وايي: «لَوْ کُنْتَ فَظًّا غَلِیظَ الْقَلْبِ لاَنْفَضُّوا مِنْ حَوْلِکَ[5]=که غوسناک وې؛ نو خلک درنه خورېدل.

*د ړوند په لیدو د څېرې پر بړوسېدو نیوکې ته لس آیتونه، چې خندا او تروې ټنډې ورته توپیر نه درلود، له بېوزلیو سره د چلن په باب د اسلام د حساسیت ښکارندوی دی.

* له «مَنِ اسْتَغْنی» مراد یا وټیز مړه خواتوب دی، چې لاملېږي، وګړی ځان تر نورو غوره وګڼي یا له ارشاد او تبلیغه مړه خواتوب دی، چې وګړی نور ورکلاري او کږلاري ګڼي. البتّه د دواړو ترمنځ جمع هم شونې ده؛ یعنې وګړی د ډېرې شتمنۍ له کبله، غره شي او د نورو حق خبرې ته هم غوږ کېنږدي.

 

پېغامونه:

1-د غړي نیمګړتیا، د شخصیت د نیمګړتیا په مانا نه دی.(د ړوندو، معلولینو او ناقص الخلقه وګړیو درناوی پکار دی.) «عَبَسَ وَ تَوَلّی أَنْ جاءَهُ الْأَعْمی»

2-د اخلاقو ارزښت یې د ذاتي کمال په پار دی، نه د نورو د خوښۍ په پار. (ړوند خو بړوس نه ویني، چې خپه یا خوشحاله شي.) «عَبَسَ وَ تَوَلّی أَنْ جاءَهُ الْأَعْمی»

3- اسلام د استکبار له روحیې او د نورو له سپکاوي سره مخالف دی. «ما یُدْرِیکَ لَعَلَّهُ یَزَّکّی»

4-د وګړيو په ظاهري بڼه ورمندون/قضاوت مه کوئ. (کله ړوند، له سترګورو ډېر پلټونکی او لیدونکی وي) (اَلْأَعْمی … لَعَلَّهُ یَزَّکّی)

5-د ټولنې د وګړیو د منلو کچه سره توپیر لري. د پېغمبر اکرم د ارشاد او بلنې پر وړاندې ځینې ترې تزکیه کېږي او ځینې د تذکّر تر بریده ګټنه کوي. «یَزَّکّی أَوْ یَذَّکَّرُ»

6- تذکّر ورکول، بې پایلې نه وي او هرومرو خپل اغېز پرېباسي. «یَذَّکَّرُ فَتَنْفَعَهُ الذِّکْری»

7-آر، د انسانانو ایمان دی؛ نه شتمني او پانګه یې.( أَمّا مَنِ اسْتَغْنی أَمّا مَنْ … یَخْشی)

8-پېغمبر اکرم (ص) د خلکو د لارښونې پازوال دی، نه د اجبار«وَ ما عَلَیْکَ أَلاّ یَزَّکّی».

9-د مړه خواتوب ننګېرنه محکومه ده. د «أَمّا مَنِ اسْتَغْنی» غونډله د نیوکې په بڼه راغلې ده.

10- د مړه خواتوب ننګېرنه او ځان بشپړ او بې اړتیا ګڼل، له تزکیې د محرومېدو لامل دی.( مَنِ اسْتَغْنی … أَلاّ یَزَّکّی)

11-بېوزله وګړي ژر اسلام مني. «جاءَکَ یَسْعی»

12-دنننی خشیت دې له بهرنۍ هڅې او حرکت سره مل وي. «یَسْعی وَ هُوَ یَخْشی»

13-د ځانسازۍ لار، د پېغمبراکرم (ص) او یا د رباني استاد د محضر درک دی. «جاءَکَ یَسْعی»

14-په تبلیغي کړنلار کې، له بېوزله او شتمن سره د دوه ګوني چلن اجازه نشته. «فَأَنْتَ لَهُ تَصَدّی – فَأَنْتَ عَنْهُ تَلَهّی»

 

کَلاّ إِنَّها تَذْکِرَهٌ«11» فَمَنْ شاءَ ذَکَرَهُ«12» فِی صُحُفٍ مُکَرَّمَهٍ«13» مَرْفُوعَهٍ مُطَهَّرَهٍ«14» بِأَیْدِی سَفَرَهٍ«15» کِرامٍ بَرَرَهٍ«16»=هېڅكله داسې نه ده (چې چلن دې دغسې وي)؛ په حقيقت كې دا (آيتونه) یوه یادونه ده؛نو څوک چې غواړي، پند دې ترې واخلي. [حال داچې دا آيتونه] په ارزښتمنو پاڼو كې (نغښتي) دي، [چې] لوړې مرتبې والا او پاكې دي، [او] د استازيو (او ليكوالو) په لاسونو كې دي، (چې) عزتمن او نېك دي.

 

ټکي:

* «صُحُفٍ» د «صحیفه» جمع ده او مکتوب/ لیکل شوي په مانا ده. «سَفَرَهٍ» د «سافر» جمع او د کاتب/لیکوال په مانا ده؛ لکه څنګه چې «اسفار» د «سفر» جمع او د کتاب په مانا ده. «بَرَرَهٍ» د «بار» جمع او د نېکچاري په مانا ده[6].

* له «سَفَرَهٍ» مراد، د وحې سفیران او رسولان دي؛ یعنې پرښتې دي، چې الهي وحې پېغمبرانو ته وررسوي او پرښتې د حضرت جبرائیل ملګرې او تر حکم لاندې یې دي، چې قرآن یې په اړه وايي:( إِنَّهُ لَقَوْلُ رَسُولٍ کَرِیمٍ … مُطاعٍ ثَمَّ أَمِینٍ[7]) د الله لار هم آسانه او فطري ده، او هم فکري او فقهي زمینه لري.

 

 

پېغامونه:

1- قرآني آیتونه د تذکّر تومنه او د بشري فطرت راويښوونکي دي. «إِنَّها تَذْکِرَهٌ»

2-د قرآن مقام او مرتبه تر هغه اوچته ده،چې د نااهلانو د تحریف او بدلون لاس به ور ورسي. «مَرْفُوعَهٍ مُطَهَّرَهٍ»

3- قرآن دې په لوړ ځای کې کېښوول شي. «مَرْفُوعَهٍ»

4- قرآن دې له له ناپاکیو پاک وساتل شي. «مُطَهَّرَهٍ»

5-د قرآن په بلنه کې زور او جبر نشته؛ د چاچې خوښه وي؛ نو په خپله خوښه یې مني. «فَمَنْ شاءَ ذَکَرَهُ»

6-د څه چې الله درناوی کړی، موږ دې یې هم درناوی وکړو. «صُحُفٍ مُکَرَّمَهٍ»

7-  کریمې اوعزتمنې پرښتې، قرآن کریم، پېغمبر ته را رسوي.( صُحُفٍ مُکَرَّمَهٍ … بِأَیْدِی سَفَرَهٍ کِرامٍ) ( هم د قرآن سرچینه کریم څښتن دی، هم په خپله قرآن، هم یې راوړنکې او هم هغه چې پرې ورنازلېږي.)

 

قُتِلَ الْإِنْسانُ ما أَکْفَرَهُ«17» مِنْ أَیِّ شَیْءٍ خَلَقَهُ«18» مِنْ نُطْفَهٍ خَلَقَهُ فَقَدَّرَهُ«19» ثُمَّ السَّبِیلَ یَسَّرَهُ«20» ثُمَّ أَماتَهُ فَأَقْبَرَهُ«21» ثُمَّ إِذا شاءَ أَنْشَرَهُ«22» کَلاّ لَمّا یَقْضِ ما أَمَرَهُ«23»=  مرګ پر انسان څومره نامنندوى دى! له څه يې پيدا كړى دى؟!  له یوه څاڅكي يې پيدا كړ؛ نو انډول یې کړ. بيا يې (د وتو) لار وراسانه كړه، بيا يې مړ كړ او په قبر كې يې كېښود،بيا چې [الله] وغواړي را ژوندى كوي يې. هېڅكله داسې نه ده (چې انسان يې انګېري) لا هغه څه یې کړي نه دي، چې خداى يې امر ورته كړى دى.

 

ټکي:

*په هغو بېلابېلو چلنونو کې چې له مړیو سره کېږي؛ لکه په قبر کې یې ښخول، هغه کړنلار ده، چې الله (ج) انسان ته ورښوولې ده. په مائده سورت ۳۱ آیت کې لولو: «فَبَعَثَ اللّهُ غُراباً یَبْحَثُ فِی الْأَرْضِ لِیُرِیَهُ کَیْفَ یُوارِی سَوْأَهَ أَخِیهِ=  نو الله يو كارغه ورولېږه، چې (په پنجو او مښوکه) يې د ځمكې كيندل پيل كړل، چې وروښيي، چې د خپل رور جثه څنګه پټه كړي »

 

پېغامونه:

1-پر کافر او ناشکري انسان د الله (ج) لعنت دی. «قُتِلَ الْإِنْسانُ ما أَکْفَرَهُ»

2- په تبلیغي کړنلار کې، کله دې تنده خبره هم وشي. «قُتِلَ الْإِنْسانُ»

3-له ناڅيزه څاڅکي خپل پنځون ته وګورئ، چې غره نشئ. «مِنْ نُطْفَهٍ خَلَقَهُ»

4-د انسان پنځون تصادفي نه؛ بلکې د حساب و کتاب، تقدیر او مېچ له مخې دی. «فَقَدَّرَهُ»

5-پنځون د ځواک دلیل او مېچ کول د حکمت دلیل دی. «خَلَقَهُ فَقَدَّرَهُ»

6-سره له دې چې د حق لار پېژندل او پرې تلل آسان دي؛ خو ځینې ولې بیا هم بېلاري دي؟(قُتِلَ الْإِنْسانُ ما أَکْفَرَهُ … ثُمَّ السَّبِیلَ یَسَّرَهُ)

7-الله (ج) د تکامل لار په اسانولو، خپله غاړه خلاصه کړې ده. «ثُمَّ السَّبِیلَ یَسَّرَهُ»

8- انسان د ډېرو وړتیاوو څښتن دی، چې پر حق لار وهلو، تکامل مومي. «ثُمَّ السَّبِیلَ یَسَّرَهُ»

9- انسان چې مرګ او قبر ویني؛ نو ولې سرسختي کوي؟(قُتِلَ الْإِنْسانُ ما أَکْفَرَهُ … ثُمَّ أَماتَهُ فَأَقْبَرَهُ)

10-په حقیقت کې ټولې چارې هغه ته ورمنسوبې دي. «أَماتَهُ فَأَقْبَرَهُ»

11- معاد جسماني دی. (فَأَقْبَرَهُ … أَنْشَرَهُ)؛ یعنې هماغه چې په قبر کې کېښود، بیا یې ژوندی راوباسي.

12- سره له دې چې لار پرانستې او حرکت اسان دی؛ خو ځینې پکې پاتې دي.(ثُمَّ السَّبِیلَ یَسَّرَهُ …لَمّا یَقْضِ ما أَمَرَهُ)

13- توحید، نبوت او معاد یو د بل ترڅنګ اوڅار دي. «خَلَقَهُ – اَلسَّبِیلَ یَسَّرَهُ – أَنْشَرَهُ»

14-د قیامت پېښېدو وخت یوازې له الله (ج) سره دی. «إِذا شاءَ أَنْشَرَهُ»

15-له پیله تر پایه، انسان د هغه تر سمبالنې او لاس لاندې دی. «خَلَقَهُ – أَماتَهُ – أَنْشَرَهُ»

 

فَلْیَنْظُرِ الْإِنْسانُ إِلی طَعامِهِ«24» أَنّا صَبَبْنَا الْماءَ صَبًّا«25» ثُمَّ شَقَقْنَا الْأَرْضَ شَقًّا«26» فَأَنْبَتْنا فِیها حَبًّا«27» وَ عِنَباً وَ قَضْباً«28» وَ زَیْتُوناً وَ نَخْلاً«29» وَ حَدائِقَ غُلْباً«30» وَ فاکِهَهً وَ أَبًّا«31» مَتاعاً لَکُمْ وَ لِأَنْعامِکُمْ«32»= نو انسان دې خپلو خوړو (او د خوړو پنځون) ته وګوري. موږ له اسمانه (ښې) پرېمانه اوبه راتوی كړې دي، بيا مو ځمكه پوره څيرې كړه،بيا مو دانې پكې رازرغونې كړې،  او (هم) انګور او سابه، او ښوونه او كجورې، او ګڼ ګڼ بڼونه،او مېوې او څړځايونه، [چې] تاسې او څاروي مو ترې ګټه واخلي.

 

ټکي:

* «صب» له لوړې د اوبو راتویېدو ته وايي، چې له آسمانه د باران ورښت او ځړوبي – آبشارونه هم رانغاړي.

* «قضب» هغه سابه دي، چې تروتازه راوشلول او وخوړل شي او د څارویو واښه هم رانغاړي.

* له «شَقَقْنَا الْأَرْضَ» نه مراد، د بوټيو په تېغ وهلو، د ځمکې څیرې کېدو ته وايي، چې له خاورې سر راپورته کونې ته یې څیرې کوي او خپلې ودې ته دوام ورکوي.

* له «حَبًّا» مراد هغه حبوبات دي، چې د انسان خواړه دي؛ لکه غنم، جوار، نخود، نسک او دې ته ورته.

* «حَدائِقَ» د «حدیقه» جمع او هغه بڼ ته وايي، چې دېوال ترې راچاپېره وي او «غلب» د «غلباء» جمع او سترې او زورورې ونې ته وايي.

* انسان دې خپلو خوړو ته وګوري، چې حلاله ده که حرامه، نور یې لري که نه یې لري، ترې له لاسه راغلی ځواک/ انرژي یې په کوم ځای کې ولګول شي او دا خواړه څنګه لاس ته راغلي دي؟ امام باقر د «فَلْیَنْظُرِ الْإِنْسانُ إِلی طَعامِهِ» آیت تر تفسیر لاندې وايي: انسان دې وګوري، چې خپله پوهه له چا اخلي[8]؟ او طعام یې په مانیزو خوړو نغاړلی دی.

 

پېغامونه:

1- انسان، دنده لري د الله (ج) د نعمت په نامه په خپلو خوړو کې فکر وکړي، بې فکره خوړل د څارویو کار دی.. «فَلْیَنْظُرِ الْإِنْسانُ إِلی طَعامِهِ»

2-که مانیزې کچې نه وي؛ نو انسان او څاروی له طبیعت او خوړو په خوند اخستنه کې، په یوه لیکه کې دي. «مَتاعاً لَکُمْ وَ لِأَنْعامِکُمْ»

3-د نعمتونو په پنځون کې ځیرنه، د کفرڅنډنې یوه وسیله ده.(قُتِلَ الْإِنْسانُ ما أَکْفَرَهُ … فَلْیَنْظُرِ الْإِنْسانُ إِلی طَعامِهِ)

4- هستي د الله (ج) پېژندنې ښوونځی دی، څه یې دنننی تکاملي بهیر او څه یې بهرنی. ( مِنْ نُطْفَهٍ خَلَقَهُ فَقَدَّرَهُ – أَماتَهُ – أَنْشَرَهُ صَبَبْنَا الْماءَ صَبًّا ثُمَّ شَقَقْنَا الْأَرْضَ شَقًّا …)

5-ورښت او د بېلابېلو بوټيو راټوکېدل او د ونو زرغونېدل موخه لري او انسان او څارويو ته یې خواړه چمتو کول یو حکمت دی.(أَنّا صَبَبْنَا الْماءَ ..شَقَقْنَا الْأَرْضَ … فَأَنْبَتْنا فِیها حَبًّا … مَتاعاً لَکُمْ وَ لِأَنْعامِکُمْ)

6- انگور،زیتون او کجورې هغه مېوې دي، چې قرآن یې سپارښتنه کړې ده.( عِنَباً … زَیْتُوناً وَ نَخْلاً)

 

فَإِذا جاءَتِ الصَّاخَّهُ«33» یَوْمَ یَفِرُّ الْمَرْءُ مِنْ أَخِیهِ«34» وَ أُمِّهِ وَ أَبِیهِ«35» وَ صاحِبَتِهِ وَ بَنِیهِ«36» لِکُلِّ امْرِئٍ مِنْهُمْ یَوْمَئِذٍ شَأْنٌ یُغْنِیهِ«37»=چې (د قيامت د دويمې شپېلۍ) كڼوونكې چغه وشي؛ (كافران په درانه غم كې پرېوځي)، پر هغه ورځ، چې انسان له خپل روره تښتي، او (همداراز له) خپلې مور او خپل پلاره، او له خپلې مېرمنې او له خپلو اولادونو؛ پر هغه ورځ هر تن په داسې كار (او حال) اخته وي، چې يوازې ځان ته يې پام وي!

 

 

ټکي:

* «صاخه» وېروړی ‏کړېکې ته وايي، چې نږدې ده غوږونه کاڼه کړي او مراد ترې د قیامت پر ورځ کړیکه ده او یا پر هغه ورځ د خلکو غوږ کړوونکي غږونه او زارۍ دي.

*په تېرو آیتونو کې د معاش خبره وه او په دې آیتونو کې د معاد.

*له رور، مور، پلار، کورودانې او اولاد د انسان د تېښتې د انګېزې په باب ویلای شو: تښتي چې رور یې ترې خپل حق و نه غواړي او راګېر یې نه کړي. تښتي چې نور ترې غوښتنه ونکړي. تښتي، چې نور یې پر رسوایۍ خبر نشي. ځغلي چې خپلو چارو ته ورسي، چې برخلیک یې ورڅرګند شي. «لِکُلِّ امْرِئٍ مِنْهُمْ یَوْمَئِذٍ شَأْنٌ یُغْنِیهِ»

 

پېغامونه:

1-قیامت د تېښتې ورځ ده، رور له روره، اولاد له موروپلاره، سړی له کورودانې او زوی له پلاره.(فَإِذا جاءَتِ الصَّاخَّهُ یَوْمَ یَفِرُّ …)

2-په قیامت کې د خپلوۍ اړیکې شلېږي.( یَفِرُّ الْمَرْءُ مِنْ أَخِیهِ وَ …)

3-په قیامت کې هرڅوک په خپل فکر کې وي.( لِکُلِّ امْرِئٍ … شَأْنٌ یُغْنِیهِ)

4-په قیامت کې د نورو خلکو چارو ته وخت نه وي. «لِکُلِّ امْرِئٍ مِنْهُمْ یَوْمَئِذٍ شَأْنٌ یُغْنِیهِ»

 

وُجُوهٌ یَوْمَئِذٍ مُسْفِرَهٌ«38» ضاحِکَهٌ مُسْتَبْشِرَهٌ«39» وَ وُجُوهٌ یَوْمَئِذٍ عَلَیْها غَبَرَهٌ«40» تَرْهَقُها قَتَرَهٌ«41» أُولئِکَ هُمُ الْکَفَرَهُ الْفَجَرَهُ«42»= پر هغه ورځ به ځينې مخونه ځلېږي، خندان او ښاد. پر هغه ورځ به ځينې مخونه سپېره وي،تک تور به اوښتي وي، [هو] همدوى كافران [او] بد چاري دي .

 

ټکي:

* «مُسْتَبْشِرَهٌ» هغه خوشحالوونکې خبره ده، چې په اورېدو یې د انسان څېره او پوټکی وغوړېږي.

 «غَبَرَهٌ» او غُبار پر یوه څیز ناستې دوړې ته وايي. «قَتَرَهٌ» تور را اوچتېدونکي لوګي ته وايي او «رهق»رانغاړلو او پوښلو ته وايي.

*دا آیتونه په قیامت کې انسانان په دوو ډلو ویشي: نېکمرغه او بدمرغه، چې دواړه ډلې یې په څېرو پېژندل کېږي؛ ځکه د انسان څېره یې د سیرت هینداره ده او دنننی غم او ښادي یې په څېره کې راڅرګندېږي.

*دا سورت په دنیا کې د څېرې په بړوسوالي پیل او په قیامت کې په لوغړنې څېرې پای ته رسي.( عَبَسَ … .تَرْهَقُها قَتَرَهٌ)

* «کفره» د کافر جمع او«فجره» د فاجر جمع ده. لومړی یې د ګروهې فساد/وروستوالي ته او دویم یې د کړنو وروستوالي ته اشاره کوي.

 

پېغامونه:

1- معاد جسماني دی.( وُجُوهٌ یَوْمَئِذٍ …)

2-پراخ تندی او خندونې څېره یو ارزښت دی. «مُسْفِرَهٌ ، ضاحِکَهٌ»

3-د قیامت خنداوې، د راتلونکې روښانه برخلیک له مخې وي. «ضاحِکَهٌ مُسْتَبْشِرَهٌ»

4-په دنیا کې په ګناه ککړېدل، په آخرت کې څېره لوغړنوي. «تَرْهَقُها قَتَرَهٌ أُولئِکَ هُمُ الْکَفَرَهُ الْفَجَرَهُ»

5-کفر د ګناه، فسق او فجور لامل دی. «الْکَفَرَهُ الْفَجَرَهُ»

6-د ایمانوالو او متقیانو څېره خوشحاله او خندونې ده.(په دې قرینه چې د کافرو او فاجرو څېره لوغړنه ده) (وُجُوهٌ یَوْمَئِذٍ مُسْفِرَهٌ … وُجُوهٌ یَوْمَئِذٍ عَلَیْها غَبَرَهٌ)

7-پرتلنه، یوه غوره روزنیزه کړنلار ده (وُجُوهٌ … وُجُوهٌ).

8-گناه لاملېږي، چې د انسان پاکه الهي څېره ناوړه او لوغړنه تور نقاب وپوښل شي. «عَلَیْها غَبَرَهٌ تَرْهَقُها قَتَرَهٌ»

«والحمد للّه ربّ العالمین»

 

سرچینه : نور تفسیر

لیکوال : شیخ محسن قرآئتی

 

[1] -المیزان تفسیر.

[2] -قلم،4.

[3] -حجر،88.

[4] -شعراء،215.

[5] -آل عمران،159.

[6] مجمع البیان تفسیر.

[7] .تکویر،19-21.

[8] -کافي،ج1،ص50.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!