تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت امام حسین (رض) سر چېری دی ؟ دا چې د جنتي ځوان د ښاغلي سر چېرې دی ،په اړه یې بېلابېل روایتونه دي اودا اړپېچ یوازې او یوازې په دې پار دی،چې نه یوازې د کربلا احوال ؛بلکې  ترې را وروسته حالات هم زړه بوږنوړی دي او په دې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د حضرت امام حسین (رض) سر چېری دی ؟

دا چې د جنتي ځوان د ښاغلي سر چېرې دی ،په اړه یې بېلابېل روایتونه دي اودا اړپېچ یوازې او یوازې په دې پار دی،چې نه یوازې د کربلا احوال ؛بلکې  ترې را وروسته حالات هم زړه بوږنوړی دي او په دې اړه باید تر کربلا وروسته حالات شېبه په شېبه  وڅېړو،چې په هکله یې یو څه وویلای شو [1] .

د کربلا تر جګړې وروسته مړ زړیو د جنتي ښاغلي سر او د نورو ملګرو سرونه یې له تنې وربېل کړل او پر نېزو یې په کوفیانو کې هسک کړل او د حسین (رض) سر یې په یوه لوښي کې کېښود او ابن زیاد ته یې یووړ.

ابن زیاد هم په خپله کونټۍ د امام مبارک سر واهه او په بل روایت کې: د حسین شونډې او غاښونه یې وهل.

حضرت انس بن مالک (رض) د ابن زیاد دا عمل وغانده ویې ویل:« لقد کان اشبههم برسول الله ؛په رښتیا چې دا رسول الله ته ډېر ورته و[2] »

تردې پېښې وروسته روایات او نظریات سره جلاکېږي خو تر ډېرې څېړنې وروسته ابن زیاد د حسین (رض) سر یزید بن معاویه ته لېږي او د یزید په غونډه کې یې له مبارک سر سره هماغه چلن کېږی،چې ابن زیاد ورسره  وکړ او دلته حضرت  ابوبرزه اسلمي (رض) د یزید دا کړنه وغندله .

چې پاك نبـــــــــــي په پاكو لبو ښكلولو مدام
ډېر ګوزارونه د هغــــــه په مخ او شا شوي دي

د حسین د مبارک سر په اړه شپږ ښارونه ښوول شوي،چې دادي: دمشق، کربلا، رقه ، عسقلان ، قاهره او مدینه منوره .

  • دمشق :

امام بیهقي په « المحاسن  والمساوي » کې کاږي : یزید امر وکړ،چې سر یې ووینځئ او په ورېښمو کې یې راتاو کړئ او په یوې کېږدۍ کې یې کېښود او پینځو سوو تنوته یې امر وکړ،چې ښخ یې کړي[3].

۲—کربلا:

 یوازې امامیه شیعه په دې ګروهه دي،چې مبارک سر یې تر څلوېښت ورځو وروسته کربلا ته ورستون او د قبر ترڅنګ یې ښخ کړای شو[4] او دا ورځ امامیه وو ته مشهوره ده او د څلوېښتمې زیارت ( زیارة الاربعین ) ورته وایي .

۳–  رقة :

د علامه ابن جوزي نمسي څېړنه کړې،چې مبارک سر یې د فرات سیند پر غاړه په «رقه » سیمه کې دی .

یزید ته یې چې دا سر یووړ، ویې ویل: دا سر آل ابی معیط ته د حضرت عثمان د سر په بدله کې ورلېږم او دا کار یې هم وکړ، په یوه کور کې  یې ښخ کړ او سوکه سوکه دا کور له جامع جومات سره نښلېده او ددې جومات دیوې ستنې ترڅنګ ښخ دی [5].

۴-عسقلان :

روایت شوی،چې مبارک سر یې په عسقلان کې دی؛خو قرطبي،ابن کثیر او ابن تیمیه داخبره نه مني[6] .

۵- قاهره :

« فاطمیونو» له صلیبیانو سره د جګړې پر مهال د حسین له مبارک سر سره مخېږي او له ځان سره یې وړي او په مصر کې یې خاورو ته سپاري او په دې وروستیو کې«حسین محمدیوسف» یی په اړه یو کتاب کښلی، چې مبارک سر یې په مصر کې دی؛خو په دې باب د ابن دقیق العید ،ابو محمد بن خلف الدمیا میاطي، ابومحمدابن القسطلاني او ابوعبدالله القرطبي په څېر عالمان یو خوله دي ،چې مبارک سر یې په مصرکې نه دی [7] .

۶— مدینه منوره :

ابن سعد په طبقاتوکې په ډېرو لاسوندونو روایاتوي،چې د حسین مبارک سر په مدینه منوره کې دی.

چې یزید ته یې د حضرت حسین(رض) مبارک سر په مخ کې ورکېښود  او اهل بیت یې هم وربوتلل؛ نو ځان یې خپه وښود،تورې جامې یې واغوستې او پر ژړا او زاریو شو او خپل سر او مخ یې واهه او ابن زیاد ته یې بد اوبې لارې وایه او …

اهل بیت یې ترڅو ورځو وروسته، د کوفې له پخواني والي نعمان بن بشیر سره مدینې ته ولېږل او د حسین مبارک سر یې هم ورکړ،چې د خپلې  ګرانې مور فاطمې بي بي ترڅنګ  یې ښخ کړي [8] .

په مدینې منورې کې د یزید والي،عمروبن سعید یې پر مبارک سر عطر ووهل او د خپلې مور ترڅنګ یې ښخ کړ.

ابن تیمیه، ابن ابی الدنیا، ابوالمؤید الخوارزمي، ابو الفرج بن الجوزي ،علامه قرطبي او علامه زرقاني او ابن ابی المعالی «اسعدبن عمار» یوخوله دي،چې د حسین سر په مدینه منوره کې په بقیع هدیره کې د خپلې مور خوا ته ښخ کړای شوی دی[9] .

په هر حال  که د حسین  مبارک سر هر چېرې وي ،موږ پلیونو ته زده کړه راکوي، چې هیڅکله د ظلم  پېټی  یونسو، فاسقانو او فاجرانو ته غاړه کېنږدﺉ ، ان که په دې لار کې ووژل هم شئ.

 غزل بابا وايي :

هغه حسن چې په ذات د كبريا کې ځلېده
هغه نمر چې په افق د منشاخداىء کې ځلېده
هغه نور چې د هستۍ په ابتدا کې ځلېده
دعدم وجود په لا او په الا کې ځلېده
جوړه ديد لره خالق ئې ايېنه كړه د هستۍ
بيا په خپل حسن سينه يې ګنجينه كړه د هستۍ
دغه حسن و نبي چې ئې كامل انسانيت كړ
په دربار د سړي توب کې ئې سرخم ملكيت كړ
په اخلاقو د خالق ئې چې د خلقو تربيت كړ
د الحادو كفر شرك ئې له دنيا لرى لعنت كړ
په هموو لويو  لويو مرتبوئې دې نمانځلى
بس خو يو له خدايه پسته دې په ټولو کې ښاغلى
ميېن توب و او كه مينه وه كه رازو كه نيازو

یزید او د جرمونو د څېړنو محکمه

 د یزید په ماڼۍ کې

هشام وایي:« چې کله یې د حضرت حسین (رض) سر یزید ته یووړ، سترګې یې له اوښکو ډکې شوې او ویې ویل: بې د حسین له وژلو درنه خوښ وم، پر عبیدالله دې د خدای لعنت وي! پر خدای قسم که ورسره وای ؛نو باښه مې[10] »

د معاویه بن ابوسفیان یو ازاد کړای شوی مریی وایي:

  «چې د حضرت حسین مبارک سر د یزید په مقابل کې کېښوول شو، ومې لیدل چې ژړل یې او ویل یې: که دده او ابن زیاد ترمنځ خپلوي وای ؛نو دغسې یې نه کول[11] »

د حضرت حسین ښځې او پاتې کسان یې هم یزید ته وربوتلل. لومړی توند ورسره وچلېد؛ خو ډېر وخت تېر نه و، چې یزید خپل چلن واړاوه او ښه سلوک یې ورسره پیل کړ، دوی یې خپل او کورنۍ ته وربوتلل، عزت یې وکړ او بیا یې مدینې منورې ته ولېږل .

داسې روایت نلرو، چې یزید، عبیدالله بن زیاد رټلی او یا یې له خپله مقامه لرې کړی وي؛ بلکې اپوټه، داسې روایات شته، چې پکې د یزید خوښي یاده شوې، هغه چار چې د یو مسلمان له شان سره نه ښایي.

  د حضرت حسین(رض) د پاڅون په باب د شنونکیو څرګندونې:

ځینو اسلامي شنونکیو او اندیالانو د حسین د غورځنګ او پاڅون په باب څو لاملونه په نښه کړي او دا خوځښت یې د یوې فلسفې او حکمت له مخې ګڼلی دی ؛ځینې لاملونه یې دادي:

۱-د زمانې حکومت له حسین ځنې په زوره بیعت اخسته:« خذالحسین با لبیعة اخذاً شدید اً لیست  فیه رخصة[12]»

« حسین بیعت  ته ټینګ ونیسه ،چې هېڅ ډول تېرېدنه پکې نه وي . »

حسین (رض) ننګېرله،چې تعقیب او څارل کېږي؛ نو ځکه یې د عبدالله بن عباس (رض) د ټینګار په غبرګون کې وویل:«که په بل ځای کې شهید شم، تردې غوره ده،چې د خدای حرم (مکه مکرمه) مې په پار تر برید لاندې ونیول شي. »

۲-د حسین (رض) پاڅون د کوفیانو د بلنې په پار و.

کوفیانو- د ځینو روایاتو له مخې – حسین ته اتلس زره لیکونه ورلېږلي ول او خپل پوره ملاتړ یې ترې اعلان کړی و؛ نو ځکه حسین د حکومت نیولو لپاره پاڅېد او هوډ یې درلود،چې یو اسلامي حکومت رادبره کړي.

۳-د حسین(رض) پاڅون «پر نېکیو د امر او د بدیو د منع»لپاره و؛یعنې : له دې به تېر شو،چې له حسین یې په زوره بیعت اخسته یا یې کوفیان وبلي؛ ډېره مهمه مساله او د حسین پازوالي د تېرغمۍ – ظلم او ګرګر – ظالم واکمن پر ضد پاڅون و.

ځینو کښلي : حضرت حسین (رض) پوره پوهېده،چې شهیدېږي او په کافي شننې دې پایلې ته رسېدلی و، چې په مطلق ډول د حکومت اخستو وخت نه دی او ډېر لږ احتمال یې هم نه ورکاوه، چې اسلامي حکومت ورته چمتو شي، یوازېنۍ لار یې چې خپلولای شوه،د شهادت لار وه،چې له دې لارې ټولو ته د زمانې د واکمن  ګرګري – ظلم بر بنډ کړي؛ چې دې حکومت هومره  د ګرګرۍ لار خپله کړې،چې ان د پېغمبر (ص) زوی هم شهیدوي.

كه يزيد په كربلا كې ظلم كړى له حده تېر

شهامت به دحسين څوك تر قيامته نه كړى هېر

څوک ددې پاکې  وینې پازوال – مسوول دی؟

د جنتي سردار د شهادت پازوالان ډېردي؛ چې له دې کوفیانو،عبید الله بن زیاد ،حربن یزید،عمربن سعد، شمربن ذی الجوشن او یزیدبن معاویه ته اشاره کړای شو.

۱- کوفیان :

 کوفیانو حضرت حسین ته لیکونه ولېږل،چې کوفې ته راشه؛خو ډېری اصحابو له ورتګه منع کاوه،چې کوفې ته ورغی؛ نه یوازې یې ملاتړ ونکړ؛ بلکې  پخپله کوفیانو شهید کړ.

د صحیح بخاري شارح؛حافظ ابن حجر(رح) لیکي :

کوفیانو د ډار یا داچې د دولت د پاملرنې وړ وګرځي د حسین له ملاتړه څنډې ته شول .

له دې امله، حسین چې د کوفیانو له لښکر سره مخ شو، کوفي مشرانو، چې لیکونه ورلېږلي ول، ورغږ یې کړ: ثبث بن ربعي، حجازبن ابجر، قیس بن الا شعث او ایزیدبن الحارث !

ایا تاسې نه وﺉ،چې لیکونه مو رالېږلي ول؟

دوی وویل : چې نه .

حضرت حسین(رض) وویل:«پر الله قسم،چې رالېږلي مو ول او که نه غواړﺉ، ماپرېږدﺉ، چې خپل کور ته ورستون شم[13] »

علامه بغدادي په خپل کتاب «الفرق بین الفرق» کې لیکي : په کوفه کې د اهلبیتو مینوال په سرغړاندۍ او کنجوسۍ یادېږي او دا ځانګړنه پکې یو متل شوی دی. ویل شوي رپا تر کوفي بل سرغړاند او بخیل هم شته. او په درېیو څيزونو کې یې سرغړاندي کړې ده :

(الف) تر حضرت علي (رض) وروسته یې له حضرت حسن (رض) سره بیعت وکړ او په مداین کې یې سرغړونه ترې وکړه او سنان جعفي د تورې ګوزار پرې وکړ.

(ب) تردې وروسته یې حسین (رض) ته لیکونه واستول،چې کوفې ته راشي او د یزید پر ضد مرسته ورسره کړي؛خو حسین پرې وغولید،د کوفې پر لار،چې کربلا ته ورسېد؛ له ابن زیاد سره همغږي او یو لاس شول او د حسین پر ضد راپاڅېدل او بې له زین العابدین او ښځو یې، حسین او ټوله کورنۍ یې ورشهیده کړه.

(ج) دوی له زید بن علي بن حسین څخه هم سرغړاندي وکړه،خپل بیعت یې ورمات کړ او د جګړی په ډېرو بدو شېبو کې غلیم  ته تسلیم شول .

نوځکه کوفیان د حسین د وژنې ډېر ستر مجرمان دي [14] .

۲-عبید الله بن زیاد :

عبید الله بن زیاد د یزید د مخالفانو په موندلو او وژلو کې ډېره توندي او بیړه کوله. عبیدالله بن زیاد،چې مسلم بن عقیل او د ده بلونکی هاني بن عدوه ووژل ؛نو یزید خپه نشو او څه نیوکه یې هم پرې ونکړه؛ بلکې تحسین یې کړ او د لیک په ځواب کې یې ورولیکل: « د ځان په باب دې زما ګومان رښتیا کړ» او د یزید دا تحسین د ابن زیاد په څیر شري انسانانو ته بسیا دی.

ابن زیاد له اصحابو کرامو سره ښه چلن نه درلود؛ لکه یو ځل جلیل  القدر صحابي«عایذ بن عمرو مزني » رضی الله عنه ورغی، چې ورم ورته وکړي. ورته یې وویل: زویه! له رسول اکرم (ص) مې اورېدلي،چې ویې ویل: « په رښتینه کې ډېر بد شپون، هغه دی چې اور بل کړي » ؛نو ځان بچ کړه، چې دغسې نه وسې.

ابن زیاد ورته وویل: کینه، چې ته د پېغمبر د اصحابو له سپګیو یې.

جلیل القدر صحابي ورته وویل: ایا د پېغمبراکرم (رص) په اصحابو کې سپګۍ هم شته؟

ابن زیاد وویل: سپګۍ ترې وروسته او نور دي [15] علامه ابن صلاح، راوي او د مصلحات الحدیث ستر عالم ، پخپلو فتواوو کې لیکي : « سمه خبره دا ده، چې له حضرت حسین سره د جګړې آریز پړ ابن زیاد و[16]»

۳—حربن یزید.

د حسین (رض) د شهادت په لاملینو کې یې حر بن یزید هم ګڼلی دی؛ ځکه چې کله حسین ورته وویل: اجازه راکړه،چې ستون شم ؛خو حر اجازه ورنکړه او تر کربلا یې راورساوه. که څه حر په پای کې وویل: فکر مې نه کاوه،چې کار به تردې ځایه رسي او دا قوم به دې حرمت مات کړي؛ نو له حسيني لښکر سره یو ځای شو، چې په یو ډول له خپلې ګناه لیپخوري – پښېماني څرګنده کړي او هیله ده،چې خدای یې په اړه د حضرت حسین دعا قبوله کړي.

چې حر پر ځمکه راولوېد؛ نو حسین یې مخ له ځمکې راپورته کړ او دوړې او خاورې یې ترې پاکې کړې ویې ویل: « ته ازاد یې؛لکه چې مور دې  ((حر)) نومولی یې » .

۴-عمربن سعد، لښکر بولندوی :

د حضرت حسین (رض) د شهادت یو بل پازوال،د جلیل القدر صحابي سعد بن بی وقاص زوی،عمر دی. ورپسې یې لښکر دی،چې په پټو سترګو یې د ده امرونه منل؛ لکه چې لومړی یې حر بن یزید هم امرونه منل؛ خو چې ویې لیدل، ابن زیاد د حسین (رض) منصفانه شرایط ونه منل ؛نو له لښکره  یې را جلا او د حسین ملګری شو، تردې چې شهید شو.

عمربن سعد په لومړي پړاو کې د جهاد لپاره «دیلم» ته روان و او د «ری» امارت هم ورسپارل شوی و؛ خو ابن زیاد امر ورکړ،چې لومړی له حسین سره جګړه وکړ،بیا ځه او تر ډېرو ګواښونو وروسته جګړې ته چمتو شو.

عمرسعد، له ابن زیاد سره له لیدو کتو وروسته ،له ډېرو سره سلامشوره وکړه ،ان خور يي یې حمزه د مغیرة بن شعبه زوی له دې جګړې منع کړ او ورته یې وویل: «که ګرده دنیا او نور درنه واخلي،دا درته  غوره ده، چې له الله سره دې لیده کاته په داسې حال کې وي، چې لاسونه دې د حسین په وینو ککړ وي ».

خو عمربن سعد په مقام او ریاست پورې زړه تړلی و؛ نو ځکه له حسین (رض)  سره جګړې ته چمتوشو.

۵-شمر ذی الجوشن:

عبیدالله ومنله،چې حسین دې پخپله دمشق ته یزید ته ورشي؛ خو شمر راغی و یې ویل: حسین باید نیولی په امر دې دمشق ته ولېږل شي او همداراز شمر د جګړی په وروستیو کې چې هسې نه لښکر خپور وور او څوک حسین و نه وژني،غوسه شو ویې ویل : هۍ هۍ!

ددې سړي په باب مو څه نه سترګې نیولي؛ میندې مو بورې شه ! ویې وژنئ .

د شمر د رټنې او سزا له امله ،دده په مخ کې یې پر حسین ورودانګل .

یوسف العش لیکي :« په لومړي پړاو کې اصلي پازوالي، د شمر او بیا د ابن زیاد پر غاړه دی[17] »

۶— یزید بن معاویه :

یزید په ښکاره داسې وښووله،چې د حسین پر وژنه خپه دی؛ نو ځکه یې عبدالله بن عباس ته لیک استولی و، چې د حسین د راوتو ممانعت دې وکړي.

د حضرت حسین (رض) سر یې چې ورته کېښود، پر ابن زیاد یې لعنت ووایه ویې ویل:«زه بې د حسین له وژنې له اطاعته مو خوښ وم او که د ابن زیاد پر ځای وای؛ نو ترې تېرېدم [18]. »

 د یزید دا ژړا او پر ماڼۍ یې د تورو پردو راځوړندول هېڅ ستونزه نه هواروي؛ بلکې تل لعنتونه پرې ورېږي؛ ځکه ابن زیاد یې له امارته لرې کولای او یا یې د لیک په ورلېږلو د حسین د وژنې مخه نیوای شوه.

باید په حکمت او لیدانه یې او دا چې له پېغمبراکرم(ص) سره یې خپلوي درلوده او هم حسین مسلمانانو  ته ټولمنلی و؛ نو باید د وژنې د مخنیوي لپاره یې لارې چارې سنجولي وای[19] .

حضرت عمر(رض) چې به په عراق یا شام کې، (له بیت الماله ) کوم څاروی ورکېده ، ځان یې پازوال باله[20].

او یزید چې ځان ته امیرالمؤمنین وایه؛ نو ایا د حسین (رض) د وژنې په باب پازوال نه دی[21]؟

لنډه داچې د حسین (رض)شهادت یو تور داغ و، چې د یزید په واکمنۍ کې او پر نامه یې ثبت شوی دی .

تر کربلا وروسته او ننګېنې کارنامې[22]

د حسين (ع) دوه اويا تنه ياران شهيدان شوو اوپر دويمه ورځ د بني اسد د ټبر د غاضريه خلکو حسين او ياران يې ښخ کړل . د عمر سعد له لښکره هم اته اتيا تنه وژل شوي او يو شمېر ټپيان شوو ،چې عمرسعد پر خپلو وژل شويو د جنازې لمونځ وکړ او ښخ يې کړل .

طبري وايي : چې حسين ووژل شو ، ابن سعد بې درنګ سريې د ((خولي بن زيد)) او ((حميد بن مسلم )) له لارې عبدالله بن زياد ته ولېږه . ((خولي)) د حسين (ع) له سر سره راغى او حکومتي ماڼۍ ته ور  روان و؛ خو ور يې بند و ؛نو کور ته راغى او هغه يې تر يوې تغارې لاندې کېښود او پخپله پرکټ پرېووت. مېرمن يې ((نوار)) وايي : ((ومې پوښت: څه خبره ده؟ څه دې راوړل؟

 ويې ويل : د زمانې له زېرمې سره راغلى يم ! دا د حسين سر دى ، چې ستا په کور کې دى !

 وايي : ومې ويل : افسوس درباندې! خلک له سروسپينو سره راغلل او ته د رسول الله (ص)  د زوى له سر سره ! نه ، پر خداى قسم ، تردې وروسته به درسره څه نه ملم،له بسترې يې راپاڅېدم او انګړ ته ولاړم . بله مېرمن يې راوغوښته او بسترې ته يې بوتله. زه هم کېناستم او د سر پر کتو بوخته شوم . پر خداى قسم ليدل مې ،چې له اسمانه پر تغاره نېغه رڼا لګي او شاوخوا سپين مارغه ترې پرې وهي ! ))

 راوي وايي : چې ګهيځ شو ؛خولي د ((حسين)) سر (( عبيدالله بن زياد )) ته بوت او عمر سعد هم په ورپسې ورځ له خپل لښکر سره ښځې ،لوڼې ، ګوچنيان او ناروغ علي  بن الحسين کوفې ته راوستل .[23]

 او هم  د((قرة بن قيس تميمي )) له خولې وايي : (( هغه مهال يې ،چې ښځې او کوچنيان د حسين او د هغه د يارانو له تنو يې تېرول په خپلو سترګو مې ليدل ،چې څنګه یې وهلې او خپل مخونه يې وهل … او د فاطمې د لور زينب دا خبره به مې کله هم هېره نشي ،چې د خپل ورور حسين پر ځمکه  لوېدلې تنه يې وليده،چغه يې کړه : (( يا محمداه يا محمداه ! د اسمان  پرښتې درباندې درود وايي . دا ((ستا)) حسين دى،چې لغړ، په وينو لړلى او وران دانګ پروت دى ! يا محمداه ! داستا لوڼې دي ،چې په اسارت بوتلل کېږي ! دا ستا لمسي دي، چې ټول وژل شوي او دوړي پرې کېني ! ))

 وايي : پر خداى قسم دوست او دښمن يې وژړول )).

او هم،د عمر سعد په امر يې د نورو ((دوه اويا تنو)) شهيدانو سرونه  له تنو جلا کړل او شمربن ذى الجوشن ، قيس بن اشعث ، عمروبن حجاج او عزرة بن قيس  ته يې وسپارل ،چې ((عبيدا لله بن زياد )) ته يې يوسي . [24]

 پر وژوونکيو د شهيدانو سرونه ويشل کېږي 

طبري د ابي مخنف له خولې وايي :  چې کله حسين بن علي ( ع) ووژل شو، د اهل البيتو او د هغوى د لارويانو  سرونه يې ((عبيد الله بن زياد )) ته راوستل، د (( قيس  بن اشعث)) په مشرۍ د ((کندې )) ټبر، ديارلس سرونه، د ((شمربن ذى الجوشن )) په مشرۍ د ((هوازن)) ټبر، شل سرونه ، د ((تميم )) ټبر اوه لس سرونه ، د (((بني اسد )) ټبر شپږ سرونه ، د (( مذحج )) ټبر، اوه سرونه او نور له اوو سرونو سره ،چې ټول اويا سرونه کېږي ابن زياد ته راغلل .

د حسين قاتل ((سنان بن انس نخعي)) و او سر يې کوفې ته ((خولي بن يزيد)) راوست .

د عباس بن علي وژونکى ((زيد بن رقاد)) او ((حکيم بن طفيل )) و.  جعفر بن علي بن ابى طالب، عبدالله بن علي او عثمان بن علي، د عباس  سکه وروڼه او محمد بن علي بن ابى طالب او ابوبکر بن علي هم ، پر  هغه ورځ شهيدان شوو.

 علي بن حسين  بن علي (ع) [ ( په علي اکبر مشهور) ،چې  مور يې ((ليلى)) د ((ابى مرة)) لور وه او له مورني اړخه د ابوسفيان لور ((مېمونې )) ته رسېده ] (( مرة بن منقذ )) شهيد کړ.

عبدالله بن حسين بن علي د ((امرءى القيس )) د لور ((رباب)) زوى و،چې ((هاني بن ثبيت )) شهيد کړ .

علي بن حسين بن علي ( امام سجاد عليه السلام) کوچنى وګڼل شو او و نه وژل شو .[25]

ابوبکر بن حسن بن علي بن ابى طالب ، ((عبدالله بن عقبه))شهيد کړ او عبدالله بن حسين بن علي ، ((حرملةبن کامل )) په غشي و ايشت .

قاسم بن حسن بن علي ،((سعدبن عمرو)) شهيد کړ او عون بن عبدالله بن جعفر بن ابى طالب ، ((عبدالله بن قطبه)) او محمد بن عبدالله، اسد بن جعفر بن ابى طالب  ، (( عامربن نهشل )) شهيدان کړل .

جعفر بن عقيل  بن ابى طالب ،((بشربن حوط همداني )) شهيد کړ او عبدالرحمان بن عقيل  بن ابى طالب ، (( عمر وبن صبيح)) شهيد کړ.

مسلم بن عقيل بن ابى طالب،په کوفه کې شهيد شو او عبدالله بن مسلم بن عقيل ، (( عمروبن صبيح)) يا ((اسيد بن مالک))شهيد کړ او محمد بن  ابى سعيد بن  عقيل ، (( لقيط بن ياسر جهني)) شهيد کړ.

عمرو بن حسن بن علي هم ماشوم وګڼل شو او ونه وژل شو .[26]

غزل بابا:

څه پوښتې چې دا د چا سرونه په نيزو دي
دا خو په معنى کې قرآنونه په نيزو دي
ځوان كه ماشومان دي كه نيم زالي بوډاګان دي
اوګوره سوري سوري يې زړونه په نيزو دي
تن دى د امام په ډېرو غشو غلبيل شوى
هم پرې باندې شوي ګوذارونه په نېزو دي
حيف دى چې پامال يې په اسونو شهېدان كړل
څيرې د خېمو يې دامامانونه په نېزو دي
دا يې د نبي او د زهرا په زړونو ايښي
كوم چې د سرو وينو يې داغونه په نېزو دي
څه به كړي جواب هلته چې نمر يوه نېزه شي
دو يې چې څومره كړي ستمونه په نېزو دي
سر د پاك امام په نېزه څه وايې پوهېږىْ
چرې قتل شوي ايمانونه په نېزو دي؟

   ابن زیاد

د کربلا له غوړپکې – پېښې تر هغه وخته، چې نبوي کورنۍ یې یزید ته بوتله، په اړه یې ډېر تاریخي روایات شته؛ خو ټول تاریخپوهان یوه خوله دي،چې یزیدي لښکر د وژل شویو سرونه له ښځو سره کوفې ته بوتلل او ابن زیاد حکم وکړ،چې سرونه یې  په کوفي قبایلو کې وګرځوﺉ .

پر سبا یې د حسین (رض) مبارک سر د ابن زیاد ماڼۍ ته یووړ، ابن زیاد په کونټۍ د حسین غاښونه او شونډې وهلې ویل یې: ګومان مې کاوه، چې ښکلی به وي (دا خبره یې د ویلو اپوټه ده ؛یعنې ښکلی نه دی) او په بل روایت کې راغلي چې ویل یې: د حسین حسن او ښکلا مې نه خوښېږي .

چې پاك نبـــــــــــي په پاكو لبو ښكلولو مدام
ډېر ګوزارونه د هغــــــه په مخ او شا شوي دي

 د رسول اکرم یو اصحابي زیدبن ارقم (رض) هم هلته و،غوسه یې وویل : کونټۍ دې له دې غاښونو پورته کړه، پر هغه ذات قسم،چې بل رښتونی معبود ترې نشته، چې ما پخپله  د رسول اکرم (ص) مبارکې شونډې لیدلي، چې دی به یې ښکلاوه. بیا په ژړا ووت او کوفیانو ته یې وویل: عربي ملته! تاسې د فاطمې رضی الله عنها اولاد وواژه او ابن زیاد مو امیر کړ؛ حال دا چې غوره وګړي ربړوي او بدچاري یې مریان کړي، پر تاسې څه شوي، چې دې ذلت او خوارۍ ته موغاړه ایښې ده ؟![27]

او د امام بخاري په روایت کې له انس (رض) څخه راغلي،چې صحابي انس (رض) حاضر و، چې د حسین (رض) سر یې راووړ او ابن زیاد په خپله کونټۍ د حسین شونډې او غاښونه خوځول ویې ویل: ګومان کوم ښکلی دی!

ومې ویل: قسم پر الله چې رسوا به دې کړي.

رسول الله(رض) مې لیدلی، پر کوم ځای دې،چې کونټۍ ایښې ښکلاوه یې [28] .

ابن زیاد په ټوله بې شرمۍ د حسین او یارانو سرونه یې پر نېزو هسک کړي ول. دمشق ته یې ورولېږل او د اهلبیتو ښځې هم ورپسې روانې وې، تردې چې د یزید دربار ته ورسېدل .

د کوفې د ابن زیاد په ماڼۍ کې چې کومې پېښې شوې وې،هغه په دمشق کې د یزید په ماڼۍ هم وشوې.

خو د یزید د دربار ښځو د نبوي کورنۍ له ښځو سره ښه چلن وکړ او زینب  او فاطمې بنت حسین ته یې تسلیت او ډاډګېرنه ورکړه .

په پای کې یزید «نعمان بن بشیر» ته حکم وکړ،چې «آل حسین» مدینې ته بوځه،توښه او د سفر چارې ورچمتو کړه.

[1] مواقف المعارضة، ۳۰۶مخ .

[2] سنن الترمذي ۵/ ۶۵۹مخ .

[3] المحاسن والمساوی للبیهقي ، ۸۴مخ .

[4] مواقف المعارضة، ۳۱۳مخ .

[5] عباس محمود دعقاد، شخصیات اسلامیة، ۳/۲۹۸مخ + مواقف المعارضة ۳۱۴مخ

[6] التذکره۲/۲۹۵مخ + البدایة والنهایه ۱۱/۵۸۲مخ +ابن تیمیه ،تفسیر سورة الاخلاص ،۲۶۴مخ.

[7] راس الحسین ۱۸۶مخ + مواقف المعارضة ۳۲۰ مخ .

[8] ابن سعد ،الطبقات ۵/ ۲۳۸مخ + تاریخ الاسلام ، ۲۰ مخ ، د ( ۶۰- ۸۱س) کال پېښې .

[9] راس الحسین ، ۱۸۳ مخ + مواقف المعارضة ۳۲۳مخ + التذکره ۲/ ۲۹۵مخ + مشاهدالصفا، ۱۰ مخ .

[10] ابن کثیر، البدایة والنهایة ، ۸/ ۱۹۱مخ .

[11] ابن کثیر، البدایة والنهایة ، ۸/ ۱۷۱مخ .

[12] طبري ، تاریخ ، ۵/ ۳۳۸ مخ .

[13] بلا ذري، انساب الاشراف ، ۳/ ۲۲۷+ مواقف المعارضة ، ۲۲۸مخ .

[14] الفرق بین الفرق ، ۳۷مخ .

[15] البخاري ، ۷۱۵۰ ګڼه حدیث .

[16] القید الشرید ورقة ۱۳+ مواقف المعارضة ۲۹۵مخ .

 [17] الدولة الا مویة، ۱۷۲ مخ .

[18] بلاذري ،انساب الا شراف،۳/ ۲۱۹او۲۲۰مخونه .

[19] العالم الاسلامي فی العصر الا موي، ۴۷۸مخ .

[20] اسماعیل ارباب، سیمای کامل حضرت عمرفاروق (رض) .

[21] الا مویون بین المشرق والمغرب ، ۱/ ۲۴۵مخ .

[22]  دا برخه اخستل شوی: معالم المدرستین، د امام حسین برخه

[23] . د طبري تاريخ، د اروپا چاپ،دويم ټوک،٣٦٨-٣٦٩مخونه.

[24] . د طبري تاريخ، د اروپا چاپ،دويم ټوک،٣٧٠ مخ .

[25] .امام سجاد صغير نه و؛بلکې ناروغ و ګڼل شو او د ناروغۍ په خاطر و نه وژل شو او لکه څنګه چې مو مخکې هم وويل، پر هغه مهال د امام باقر پلار هم و .

[26] .[د معالم المدرستین د برخې پای] د طبري تاريخ،د مصر د حسينيه لومړى چاپ،شپږم ټوک،٢٦٩-٢٧٠ مخونه او د محمد ابوالفضل تصحيح شوى چاپ،پينڅم ټوک،٤٦٨-٤٦٩ مخونه او د اروپا چاپ،دويم ټوک،٢٨٧-٢٨٨ مخونه .

 [27] ابن اثیر،الکامل فی التاریخ ۳/ ۴۳۴.

[28] صحیح بخاري ، ۳۷۴۸ګڼه حدیث .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!