تبلیغات

يوه ښځه يې حضرت عمر ته راووړه،چې يو ماشوم يې زېږولاى و، چې تر پنډو پورته دوه وو؛يعنې دوه سره، دوه خېټې،څلور لاسونه او دوه عورته يې درلودل او تر پنډو لاندې يو و .دې ښځې له مېړه د دوو اولادونو د ارث برخه غوښته . حضرت عمر (رض) اصحاب راټول کړل،چې مشوره ورسره وکړي؛خو […]

يوه ښځه يې حضرت عمر ته راووړه،چې يو ماشوم يې زېږولاى و، چې تر پنډو پورته دوه وو؛يعنې دوه سره، دوه خېټې،څلور لاسونه او دوه عورته يې درلودل او تر پنډو لاندې يو و .دې ښځې له مېړه د دوو اولادونو د ارث برخه غوښته . حضرت عمر (رض) اصحاب راټول کړل،چې مشوره ورسره وکړي؛خو سم او صحيح ځواب يې لاس ته را نه غى؛نو بيا يې علي بن ابيطالب راوغوښت .

حضرت علي وويل :په دې خبره کې يو راز دى؛نو ښځه او زوى يې بندي کړئ او د ارث مال هم ونيسئ او يو څوک ورته ونيسه،چې خدمت يې وکړي او خرڅ يې ورکړي .

حضرت عمر (رض) همداسې وکړل، چې ښځه مړه شوه او بيا عجيب الخلقة زوى د ارث غوښتنه وکړه، حضرت علي حکم وکړ،چې يو اخته خادم دې ددې ددو د عورت داسې خيال وساتي؛لکه مور يې چې د خپل ماشوم ساتي،چې تر څه مودې وروسته يو له هغوى د واده هيله وکړه، چې حضرت عمر يو څوک په حضرت علي پسې ولېږه، چې بالاخره نظر دې ددې دوو کسانو په اړه څه دى؛نو که يو يې ښځه غواړي او بل نه او يو څه غواړي،چې هغه بل يې نه غواړي؛موږ به څه کوو او ګورې،چې يو يې ښځه غواړي ؟

حضرت علي وويل: الله اکبر ! خداى تردې حليم او کريم دى، چې خپل بنده به دې ته اړ کړي،چې جماع کول يې وليدل شي او تاسې هم هغه ځوان بوخت کړئ،چې خداى يې په هکله حکم صادر کړي؛ځکه دا هلک به هله د جماع اشتها کوي،چې مړينې ته نږدې وي او هغه ځوان هم درې ورځې وروسته ومړ .

بيا حضرت عمر اصحاب راټول کړل، چې په دې ژوندي پورې د تړل شوي مړي تکليف څه دى ؟

ورته يې وويل : هغه مړى د ژوندي له بدنه بېل کړئ او خخ يې کړئ . حضرت عمر وويل : عجيبه خبره کوئ ! آيا زه يو ژوندى د بل مړي لپاره ووژنم ؟ او پخپله هغه ځوان هم نيوکه وکړه،چې سره له دې،چې موحد يم، قرآن وايم او د محمد بن عبدالله پر نبوت او رسالت ايمان لرم؛نو بيا مې هم وژنئ ؟

حضرت عمر بيا په حضرت علي پسې يو کس ولېږه،چې راشه او ددې ستونزې لپاره لار چاره پېدا کړه .

حضرت علي وويل : مسله ډېره اسانه ده او تاسې مه وارخطا کېږئ؛هغه ته غسل ورکړه او کفن يې کړه او يو خادم ورته ونيسه،چې په ناسته پاسته کې ورسره مرسته وکړي او چې درې ورځې تېرې شوې؛نو هغه يو به وچ شي او د جلا کولو وړ به وګرځي،درې ورځې وروسته همداسې هم وشول .

حضرت عمر وويل : يابن ابيطالب ! ته لايزال او د هرې شبهې برسېروونکى او د هر حکم مرجع وې او يې . (فضايل الخمسه)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!