تبلیغات
|

دعرفات پرلوري روانېدل حاجيان چې مکې ته راشي عمره کوي او څه موده په مکه کې پاتې کېږي.اوس بايد حاجيان د حج پر کړنو پيل وکړي . عمرې پینځه کړنې درلودې ؛خوحج ديارلس لري د حج لومړى کړه د احرام تړل دي او حاجي بايد په مکې کې احرام وتړي اوغوره ده ،چې په مسجدالحرام […]

دعرفات پرلوري روانېدل

حاجيان چې مکې ته راشي عمره کوي او څه موده په مکه کې پاتې کېږي.اوس بايد حاجيان د حج پر کړنو پيل وکړي .

عمرې پینځه کړنې درلودې ؛خوحج ديارلس لري د حج لومړى کړه د احرام تړل دي او حاجي بايد په مکې کې احرام وتړي اوغوره ده ،چې په مسجدالحرام کې يې د کعبې ترڅنګ وتړي.يو ځل بيا حاجي خپلې جامې وباسي او ناګنډل شوې دوه سپينې ټوټې له ځانه تاوه وي . يو ټوټه د لنګ په شان له ملا تړي او بله ټوټه پر اوږه اچوي او وايي:[لبيک اللهم لبيک،لبيک لاشريک لک لبيک] البته ښځې به په خپلو عادي جامو کې وي او د احرام تر تړلو وروسته حاجيان د مکې له ښاره وځي . دا کار معمولا د ذى الحجې پر اتمه ورځ ترسره کېږي.اتمې ورځې ته د ((ترويه)) ورځ هم وايي .( علل اشرايع \ ٤٣٥)‏

عرفات

عرفات د اوښکو او دعا ځمکه ده. پردى ځمکه ټول ګناهونه بښل کېږي. ( مستدرک ٢\١٦٨،وافي ٢ \ ٤٥)

داسې ځمکه ده که څوک ګومان وکړي ،چې نه دى بښل شوى ؛نو دا ګومان يې ستره ګناه ګڼل کېږي. ( بحارالانوار٩٩\٢٦٤)

د امام صادق په وينا دې ځمکه ته هرکال مهدى آخر زمان راځي او د خلکو کړنې تر څارنې لاندې نيسي،که څه هم خلک يې نه پېژني. پردې ځمکه د پېړيو په پوړيو کې پر خداى مين تم شوي دعا ګانې او اوښکې يې توى کړي دي . امام باقروايي : “دا هغه ځمکه ده چې خداى پکې پر فاجرو او نالايقه کسانو هم خپلې پيرزونې کوي . ”

دا هغه ځمکه ده ،چې دعرفې پر ورځ پکې امام حسين هم اوښکې توى کړي او دعاګانې يې کړي دي .

د عرفات ورځ

حاجيان دذې الحجې پر نهمه ورځ له ماسپښينه ترلمر پرېوتو پورې په عرفات کې تمېږي .

يو تن پر دې ورځ سوال کاوه امام زين العابدين ورته وويل : ” ته پر دې ورځ هم له خداى پرته بل چا ته مخه کوې؟ نن داسې ورځ ده ،چې هيله کېږي خداى نه يواځې پر حاضرو پيرزوينې کوي ؛بلکې پرهغو يې هم کوي،چې لاتراوسه نه دي زيږېدلي . “(بحارالانوار ٩٩\ ٢٩٢)

پېغمبراکرم(ص) وايي : “د عرفات ورځ شيطان ته ترټولو بده ورځ ده “. [مستدرک١٠\٤٣] د عرفات د لمر پرېوتو پرمهال پېغمبراکرم(ص) حضرت بلال ته وويل: “خلک چوپ کړه څه ورته وايم” . خلک چوپ شول . پېغمبراکرم(ص) وويل : “خداى پرتاسې پېرزوينې وکړې او په تاسې کې يې ښه خلک وبښل او د ښو خلکو د درناوۍ له کبله يې ستاسې د بدو کسانو له سرغړونو هم تېرشو،پوه شئ چې ټول وبښل شوئ ” .

ددې حديث په پاى کې راغلي : هغو چې د خلکو حق تر پښو لاندې کړى نه دي بښل شوي. ( کافي ٤\ ١٦٨)

په بل حديث کې راغلي : دې ځمکې ته ځکه عرفات وايي،چې حضرت آدم پکې پرخپله ګناه منښته-اعتراف کړې و ( کافي ٤\ ١٩٢) او جبرائيل حضرت ابراهيم ته وويل: دلته پرخپله ګناه منښته‏ وکړه او له خپلو مناسکوسره اشنا شه. ( علل الشرايع \ ٣٤٦] ‏

امام صادق وايي : “د عرفې ورځ چې پاى ته ورسي او شپه راشي ،پرېښتې به انسان پر اوږه ووهي او ورته به ووايي :د خداى د کور زيارت کوونکيه ! ستا تېرشوي ګناهونه وبښل شو پام کوه،چې راتلونکې به دې څنګه وي ؟” [وافي٢\٤٥] ‏

پرهغو دې سلام وي چې د عرفې د ورځې پر ماښام پوه شول. پېغمبراکرم (ص) وايي : “خداى به پرېښتي پرخپلې بښنې شاهدې ونيسي او وبه وايي: شاهدې ياست هغوى،چې پردې ورځ راغلي، ټول مې وبښل. “(بحارالانوار ٩٩\٤٩)

که څه هم چې دعرفات پر ورځ يې د اختر نوم نه دى اېښي ؛خو بيا هم يوستر اختر بلل کېږي.(مفاتيح الجنان ) ‏

د عرفې ورځ ددعا ګانو ورځ ده،پر دې ورځ دعا کول ډېر اهميت لري او که څوک روژه وي او د روژې د کمزورتيا له کبله يې دعا کول تر اغېز لاندې راځي ؛نو غوره ده چې روژه نشې او دعا وکړي.حال دا چې پر دې ورځ روژه کېدل د نوي کالو ګناهونه وينځي. ( المراقبال \ ٢٢٩)

عرفه اوامام حسين

امام حسين د عرفې پر ورځ له خپلې کورنۍ او يارانو سره د عرفات غونډۍ (جبل الرحمة) کيڼ اړخ ته مخ پرقبله کېناست او د ژړا پر حال يې لاسونه اسمان ته پورته کړل او يارانو او کورنۍ به يې ورباندې د اوښکو پر حال امين وايه .

[ سرچینه ؛ د شیخ محسن قرآیتی د حج کتاب]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!