تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه قرآني زده کړې  عقل، غوره الهي لورنه  إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَالْفُلْكِ الَّتِي تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِمَا يَنْفَعُ النَّاسَ وَمَا أَنْزَلَ اللَّهُ مِنَ السَّمَاءِ مِنْ مَاءٍ فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِيهَا مِنْ كُلِّ دَابَّةٍ وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ وَالسَّحَابِ […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورين الله په نامه

قرآني زده کړې

 عقل، غوره الهي لورنه

 إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَالْفُلْكِ الَّتِي تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِمَا يَنْفَعُ النَّاسَ وَمَا أَنْزَلَ اللَّهُ مِنَ السَّمَاءِ مِنْ مَاءٍ فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِيهَا مِنْ كُلِّ دَابَّةٍ وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ وَالسَّحَابِ الْمُسَخَّرِ بَيْنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ ﴿بقره/۱۶۴﴾ = سکه، د اسمانونو او ځمكې په پنځون كې، يو په بلې پسې د شپې او ورځې په راتګ كې، په هغو بېړيو كې، چې د خلكو د ګټې لپاره په سمندرونو كې ګرځي؛ اوبه چې الله له پاسه را اوروي او مړه ځمكه پرې را ژوندۍ كوي او ډول ډول خځنده يې پكې خپاره كړي او (همداراز) د بادونو په لګولو كې او په هغو ورېځو كې، چې د اسمانونو او ځمكې ترمنځ ایل دي (؛ نو دا) عقلمنو ته (د يوه پاک ذات) نښې دي.

  عقل، يو نعمت دى، چې انسان پرې سموالى او ناسموالى، حق او باطل، رښتيا او دروغ او… يو له بله جلا كوي[1] او هدايت پرې مومي او نښه يې له حقه لاروي او پر باطلو ټينګار نه كول دي[2]. په آيتونو او اسلامي رواياتو كې پرعقل خورا ټينګار شوى او غوره الهي لورنه يې ګڼلې ده[3].  دا آيت هم وايي: دا عقلمن دي، چې په پنځون كې اندنه كوي او د خالق يوه نښه يې بولي او ډېرى خلك هم د الله  نښې ويني؛ خو هېڅ پند ترې نه اخلي. په يو روايت كې راغلي: يو شمېر وګړیو د رسول اكرم (ص) په مخ كې يو مسلمان وستايه. پېغمبر اکرم(ص) وويل: « عقل يې څنګه دى؟» وويل شول: رسول الله! موږ يې په عبادت كې له هڅې او د ډول ډول ښو چارو په هكله خبرې كوو او ته يې عقل پوښتې؟ پېغمبر(ص) وويل: « كوم مصيبت چې د احمق له حماقته راولاړېږي، د فاجرانو تر سرغړاندۍ بدتر دى. الله  په قيامت كې، ټول بندګان د عقل په كچې يې پورته بوځي او له دې مخې الله  ته ورنژدې كېږي[4]» البته د ټولنې ځينې وګړي انګېري، چې عقل؛ يعنې ځيركي او زرنګي؛ خو د رواياتو په ژبه كې عقل بې له دې ځنې دى. امام صادق (رح) يې په اړه وايي: « عقل يو څيز دى، چې الله  پرې ونمانځل شي او جنت يې لاس ته راوړنه وي» راوي وپوښتل: نو معاويه بن ابوسفيان څه درلودل؟ ويې ويل: « هغه ځيركي او شيطنت دى،چې عقل ته ورته دى؛ خو عقل نه دى[5]»

رسول اکرم(صلی الله علیه و آله و سلم ) فرمايي :

عقل لومړنى موجود و،چې پاک خداى پيدا کړ. ( من لايحضر الفقيه ٤\٣٦٨)

عقل د هر انسان  د ژوند اړم دى .( کافي ١/٢٩ )

د “تدبير” په څېر “عقل” نشته .( المحاسن ٢/ ٦٠١)

عاقل بايد له خپلې زمانې با خبروي .(مکارم الاخلاق : ٤٧٢)

دچا د عقل د کچې د څرګندتيا پورې دې د چا مسلماني تاسې هک پک نه کړي .( مسندالشهاب ٢/ ٨٨)

خداى تر عقل بل غوره څيز خلکو ته نه دى ورکړى،دعقلمن خوب د ناپوهه تر شپې پاڅېدو او لمونځ يې دخداى په لار (؛لکه جهاد،حج او….) کې د ناپوهه تر مسافرته غوره دى او خداى هر پېغمبر او استازى په عقل پوره رالېږلى او عقلونه يې د خپلو امتونو تر ګردو عقلونو غوره وو.( الکافي ١/ ١٢)

ناپوهي سخته نيستي او عقل ګټوره شتمني ده.( الکافي ٢/ ٦٤٣)

  له خلکو سره مينه کول نيم عقل دی .( الکافي ٢/ ٦٤٣)

تر ايمان وروسته دعقل بنسټ له خلکو سره مينه کول او هر نېک چاري او بدچاري ته “خيرغواړي” ده. (وسايل ١٦/ ٢٩٥)

خداى عقل وپنځاوه او ورته يې وويل: ستون شه؛نو ستون شو بيا يې وويل : مخ کړه؛نو مخ يې کړ،بيا يې ورته وويل : تر تا ګران مې نه دى پنځولى ( پېغمبر اکرم زياتوي: ) خداى تعالى محمد (ص) ته د عقل نهه نوي برخې ورکړې او يوه يې پر خلکو ووېشله .(بحارالانوار ١/ ٩٧ )

له عقلمن سره مشوره وکړئ او مخالفت ورسره مه کوئ،چې پښېمانه به شئ . (مستدرک الوسايل ٨ / ٣٤٤)

پر عقلمن لازم ده،چې پر خپلې زمانې پوه وي،خپل شان ته مخ کړي او خپله ژبه وساتي . ( بحارالانوار ٦٨/ ٢٧٩ )

ډېر عقلمن هغه دى،چې له خلکو سره ډېره نرمي (او ښه چلن) وکړي او ډېر خوار هغه دى،چې خلک سپک کړي .( ٧٢ / ٥٢ )

 عقل پر درېو برخو وېشل شوى دى،که چا درلودې؛عقل يې پوره دى او که نه عاقل نه دى : د خداى تعالى ښه پېژندنه،ښه طاعت او مننه او پر الهي لارښوونو ښه زغم.( الخصال ١/ ١٠٢ )

 حياء دوه ډوله ده : د عقل حيا او د بې عقلۍ حيا؛ علم (او پوهه ) د عقل حيا ده او ناپوهي د بې عقلۍ حيا ده .  (سنن ابو داود )

عاقل هغه دى،چې د خداى ومني،که څه هم (ظاهراً) بدرنګه وي او ناپوهه هغه دى،چې د خداى و نه مني که څه (ظاهراً) ښکلى وي،ډېر عقلمن غوره خلک دي .( بحارالانوار ١\١٦٠)

عقل يوه کېزه ده،چې پر ناپوهۍ لګول کېږي .(مستدرک الوسايل  ١١\٢٠٩)

له عقلمنو مشوره وغواړئ اوله مشورو يې سر مه غړوئ،چې  پېښيمانه به شئ .( بحار ٧٥/١٠٠)

له عقلمن زړه سواندي سره مشوره،د ودې او برکت لامل او د خداى له لوري توفيق دى؛نو پرتا ده،چې له همدغسې تن سره مشورې وکړې او له مشورې سره يې مخالفت مه کوه،چې ورک به شې . ( لمحاسن ٢\٦٠٢)

د سړي حسب او  اصليتوب په دين،عقل،شرافت،ښه خوى،عزت او تقوا کې رانغښل شوى دى( نه په خېل او ټبر کې). ( الکافي ٨\٧٩)

عقل د سړي ملګرى او ناپوهي يې دښمنه ده . ( المحاسن ۱ \ ۱۹۴ )

 ښه ادب د سليم عقل شتون راښيي .( ارشادالقلوب  ١\١٩٩)

 له خلکو سره دوستي او مينه کول نيم عقل دى .ښه پوښتل نيم علم دى اوپه لګښت کې منځلاري نيم ژوند دى .( بحارالانوار : \٢٢٤)

خداى ګرد انبياء او رسولان په بشپړو عقلونو استولي دي او عقلونه يې د خپلو امتونو تر ټولو عقلونو غوره دي .( الکافي ١\ ١٢ )

هېڅ  مال تر عقله ګټور نه دى . (تحف العقول)

هېڅ  عقل د عاقبت انديشۍ په څېر نه دى . (تحف العقول)

 په يوه اوږد حديث كې راغلي دي : مشهور راهب “شمعون بن لاوي بن يهودا”(نېکه يې د حضرت عيسى (ع) له حواريونو و )،پېغمبر اکرم ته راغى او پوښتنې يې وكړې،چې د ټولو ځواب يې واورېد،ايمان  يې راووړ او د پېغمبر اکرم رسالت يې تصديق كړ.ددې حديث  يوه برخه :

شمعون وويل : عقل څه دى؟ څرنګه دى ؟ څه چې ترې راولاړېږي او څه چې ترې نه راولاړېږي ؟ او ډولونه يې بيان كړئ ؟

پېغمبر اکرم ورته وويل : عقل د ناپوهۍ عقال (زنګونبند) دى،چې د اوښ له زنګونبند سره تشبيه شوى دى.نفس هماغه تر ټولو چټل ځناور دى ،كه زنګونبند ور وا نه چول شي؛ نو خپلسرى به شي . څښتن عقل پېدا كړ او حكم يې ورته وكړ:راشه . راغى . بيا يې ورته حكم وكړ : ولاړ شه  او عقل ولاړ . څښتن وويل : پر عزت او جلال مې قسم،چې تر تا  مې  مطيع او ستر مخلوق نه دى پېدا كړى . بيا له عقله،حلم راولاړ شو،(ورپسې ) له حلمه،علم او له علمه وده، له ودې عفاف (عفت نفس)،له عفافه،ځان ژغورنه او له ځان ژغورنې، حيا، له حيا وقار او له وقاره پر خېر ټينګار او له شره كركه او د ناصح لاروي را ولاړشوي . دا لس عنوانه (چې له عقله راولاړ شوي) له هر يوه لس نور هم راولاړېږي . (تحف العقول)

د ناصحانو د لاروۍ څانګې دا دي

1_ د عقل ډېروالى 2_د عقل تكامل يا بشپړتيا 3_ ښه پاى 4_ له ملامتيا خلاصون 5_ منل 6_دوستي 7-ورين تندى 8_په چارو كې مخكښي 9_انصاف 10_ د څښتنه د لاروۍ ځواک . ( تحف العقول)

د پوهې زده كړې ته ملا وتړئ،چې زده كړه يې حسنه ،وينا يې تسبيح، څېړنه پکې جهاد،ناپوه ته يې ورښوول صدقه او خپرول يې پر څښتن د ګرانېدو لامل دى؛ځكه پوهه د حلال او حرام  لارښوونكې،زده كوونكي يې جنت ته بوځي ،په يوازېتوب كې مل،په غربت كې ملګرې،په سخته كې لارښونكې،د دښمن پر وړاندې وسله او دوستانو ته سينګار او ښكلا ده. خداى په پوهه قومونو ته ترقي وركوي ،د خېر په چارو كې يې مخكښوي، په چارو كې بركت راځي،د ټولو په سترګو كې وي او ټول خلك به يې تقليد كوي ،پرښتې ورسره دوستي كول غواړي او بله دا چې علم د سترګو رڼا او د زړونو قوت دى .

خداى به عالم د خپلودوستانو په منزل كې مېشت کړي او په اخرت كې به يې د نېكانو ناسته په برخه كړي . (تحف العقول)

علم د خداى د پېژندنې،لاروۍ او عبادت وسيله ده .په علم د څښتن يووالي ته رسېداى شو.له خپلوانو سره نېكي كولاى شو، حلال له حرامو بېلولاى شو او بالاخره علم د د عقل څراغ دى . (تحف العقول)

څښتن نېكمرغو ته پوهه وركوي او بدمرغه به هغه وي،چې څښتن علم نه وي وركړى . (تحف العقول)

هوښيار هغه دى،چې ناپوهه ته يې وربښي،له ظالمه تېر شي،تر لاس لاندې کسانو باندې لورين وي،په نېكۍ كې تر چا مخكښ وي،خبرې ته پام كوي او بيا يي له خولې راوباسي،د فتنې پر مهال څښتن ته پناه وړي او خوله او لاس ساتي او چې فضيلت وويني؛ غنيمت يې ګڼي او هېڅكله حيا له لاسه نه وركوي . (تحف العقول)

جاهل هغه دى،چې  خپل ملګرى ځوروي،تر لاس لاندې کسانو باندې لورين نه وي،خبرې ته پام نه کوي او له خولې يې راباسي،خبره يې بېځايه او چوپتيا يې غفلت وي او چې فتنه راشي؛نو ځان به پکې ډوب كړي او چې فضيلت راشي؛نو لټ به شي . نه له پخوانۍ ګناه پښيمانه وي او نه په راتلونكې كې له ګناه كولو پروا لري . په نېکو چارو كې لټ وي،چې يې له لاسه وركړي وي،چورت نه خرابوي . (تحف العقول)

موږ پېغمبرانو ته دنده راكړل شوې،چې له هر چا سره د هغه د عقل هومره خبرى وكړو. (تحف العقول)

حياء دوه ډوله ده:يوه د عقل له مخې وي او بله د حماقت له مخې ، چې د عقل له مخې حياء د علم نښه ده او د حماقت له رويه حياء د ناپوهۍ نښه ده. (تحف العقول)

د مؤمن لپاره؛علم ملګرى،حلم وزير،عقل لارښوونكى،صبر د خلكو بولندوی،سازش پلار،احسان ورور،نسب حضرت آدم،حسب تقوا او ځواني د مال اصلاح ده. (تحف العقول)

ټول خيرونه په عقل لاس ته راوړئ او هغه چې عقل نه لري، دين هم نه لري . (تحف العقول)

په يوه ډله كې د يو سړي ستاېنه وشوه،ټولې ځانګړنې يې بيان شوې، چې پېغمبر اکرم وپوښتل :په عقل کې څرنګه دى؟ ورته وويل شول : رسول الله! موږ  يې د ډېرو عبادتو او نېکيو ستاېنه كوو او ته يې عقل پوښتې؟ پېغمبراکرم : احمق د خپل حماقت له امله ځان ته ستونزې جوړوي،ان دا ستونزې د فاجر تر فسقه هم غټې وي . خلك د عقل له امله لوړو درجو ته رسي او يا د څښتن درګاه ته رسي. (تحف العقول)

څښتن عقل درې برخى پېدا كړ؛نو څوك يې چې ټولې برخې لري؛ نو عقل به يې پوره وي او څوك يې،چې يوه برخه هم نه لري؛له عقله به پلى وي : خداى ښه پېژندل،ښه لاروي يې کول او د حكم په پلي كولو كې يې  صبر. (تحف العقول)

دوې خبرې غريبې دي : له بې عقله حكيمانه خبره؛نو مه يې منئ او له حكيمه بې ځايه خبره ؛نو ترې تېر شئ. (تحف العقول)

چې خداى عقل جوړ کړ ؛نو ورته يې وويل : شا ته ولاړ شه! عقل شا ته ولاړ و بيا څښتن ورته وويل : يو مخلوق مې هم ستا هومره پر ماګران نه دى،چې دا مهال یې د هغې ( عقل ) نهه نوي برخې ماته راکړى او هغه يوه پاتې برخه يې پر خپلو نورو ټولو بندګانو وويشله .)) (سنن النبي)

 

 

 

 

 

[1] ( الميزان، 1 / 404)

[2] ( الميزان، 17 / 251)

[3]  (اصول كافي، كتاب العقل الجهل)

[4] ( نمونه، 24 / 329)

[5] ( اصول كافي، 1 /28)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!