تبلیغات

انسان دوه مرکزه لري د انسان په روح کې دوه مرکزه دي،چې هر يو يې د يو ډول فعاليت او روحي ځلاوو سرچينه ده،چې د يو نوم عقل او د بل نوم زړه دى. فکر-آندنه،انديشه_آنده،لرليد،حساب و کتاب، سول،استدلال،علم او فلسفه د عقل د مرکز ځلاوې دي او نور؛لکه غوښتل،زړه بايلل،هيله کول او په حرکت راوړل […]

انسان دوه مرکزه لري

د انسان په روح کې دوه مرکزه دي،چې هر يو يې د يو ډول فعاليت او روحي ځلاوو سرچينه ده،چې د يو نوم عقل او د بل نوم زړه دى. فکر-آندنه،انديشه_آنده،لرليد،حساب و کتاب، سول،استدلال،علم او فلسفه د عقل د مرکز ځلاوې دي او نور؛لکه غوښتل،زړه بايلل،هيله کول او په حرکت راوړل د زړه د مرکز ځلاوې دي.

د زړه له مرکزه تودوخه او حرکت راولاړېږي او د عقل له مرکزه لارښوونه او رڼا.هغه به بې حرکته،سوړ،جامد او بې فعاليته وي او تر ژونده به مرګ ته نږدې وي،چې مړاوى،بې هيلې او خپه زړه ولري او هغه چې د عقل،پوهې او تدبير له ځواکه بې برخې وي؛نو مثال به يې د هغه موټر وي،چې بې له څراغونو په تياره کې روان وي.

کله ددې دوو مرکزونو ترمنځ هوکړه او همغږي وي؛يو څيز زړه خوښوي او عقل يې هم ښه والى تاييدوي او په داسې چارو کې انسان نه تېروځي؛ خو ډېرى داسې پېښېږي،چې ترمنځ يې هوکړه او همغږي نه وي.د بېلګې په توګه: زړه يو څه خوښوي او ځان پرې بايلي؛خو لرليدى او حسابګر عقل يې نه تاييدوي او يا داچې عقل د يو څيز ښه والى لاسليک کړي؛خو د زړه خوښ نه وي؛نو دلته د زړه او عقل ترمنځ ربړه او شخړه رامنځ ته کېږي او له همدې ځايه وګړي له يو بله توپېرېږي؛ځينې د عقل مني او ځينې د زړه.

دې ربړې او شخړې پوهېدنې ته يوې بېلګې ته پام وکړئ : هر څوک د غريزې له مخې له خپل اولاد سره مينه کوي او د همدې مينې له مخې تردې د خپل اولاد هوساينه غواړي،چې پر ځان سخته تېروي؛خو چې اولاد يې هوسا وي.د روزنې خبره رامنځ ته کېږي او د عقل د حساب له مخې،روزنه که څومره هم نرمه وي؛ماشوم ته يو لړ ستونزې لري.کله کله مور وپلار بايد د اولاد د بېلتون سختي وزغمي او زړه ته ستونزمنه ده، چې د اولاد د بېلتون سختي وزغمي؛نو که څوک وغواړي د زړه ومني؛بايد د اولاد له روزنې_چې په راتلونکې کې يې د نېکمرغۍ وسيله ده_ لاس واخلي او که وغواړي د زړه ومني؛نو بايد د زړه د خوښې پر خلاف وکړي.

تر دې پورته په خپله د انسان د نفس روزنه او تهذيب دى.د نفس تهذيب او د انسانيت او سړيتوب خويونه لاس ته راوړل تر ټولو ستونزمنې چارې دي؛ځکه دلته عقل او زړه په دوو مخالفو اړخونو کې واقع کېږي.له “اماره نفس” سره مبارزه تر عقل او ايمانه غښتلې پنجه غواړي.

رسول اکرم (ص) له يوه ځايه تېرېده،چې ځوانانو تيږه ايشته،و يې ويل: ((غواړئ ترمنځ مو ورمند-قضاوت وکړم،چې کوم يو درکې ترټولو غښتلى دى؟)) وويل شول : هو د خداى رسوله ! هغوى ګومان وکړ،چې پېغمبر اکرم به هغه ټاکي،چې تر ټولو يې مټې غښتلې وي؛خو پېغمبر اکرم وويل :((په تاسې کې تر ټولو غښتلى هغه دى،چې د خوشحالۍ او خپګان پر مهال،”اماره نفس” ترې واګې په لاس کې وانخلي.په تاسې کې غښتلى هغه نه دى،چې غښتلې مټې و نه لري؛بلکې هغه غښتلى دى،چې غښتلې روحيه ولري.))

د نفس په تهذيب او د خويونو په لاس ته راوړو کې د عقل او زړه ترمنځ حيرانوونکې ربړه او شخړه وي او د نفس تهذيب هم د همدې دوو مرکزونو د همغږۍ لپاره دى.عقل د نظم و انضباط سرچينه ده او ګډوډي او خپلسري له زړه راولاړېږي .

وړوکى جهاد او ستر جهاد

پېغمبر اکرم (ص) په يوه مشهور حديث کې دا شخړه او ربړه بيانوي:

ياران يې له جهاده راستنېدل،و يې وويل :

((مرحبا بقوم قضوا الجهاد الاصغر و بقى عليهم الجهاد الاکبر-آفرين دې پر هغه خلکو وي،چې له کوچني جهاده راستانه شول؛خو ستر جهاد ورته لا پاتې دى.)) وګ : (کافي٥/١٢)

وويل شول : د خداى استازيه ! ستر جهاد کوم دى؟و يې ويل: له نفس او د زړه له سرغړونو سره مبارزه.

په دې ربړو کې کله عقل،زړه او غوښتنې يې کابو کوي او تر خپل واک لاندې يې راولي؛خو کله پر عکس،زړه،عقل تر واک لاندې کوي.ددې مانا روښانه ده،چې عقل د زړه مرکز تر خپل واک لاندې کړي او روښانولو ته يې اړتيا نشته؛خو داچې زړه،عقل تر خپل واک لاندې کړي،څه رڼا اچونې ته اړتيا لري.

د عقل پر قضاوت د زړه اغېز

که د انسان عقل ازاد وي؛نو په چارو کې به داسې قضاوت وکړي؛لکه په واقع کې،چې دى: ښو ته ښه او بدو ته به بد وايي او که د زړه تر واک او اغېز لاندې وي؛نو هغسې قضاوت به کوي؛لکه څنګه چې يې زړه غواړي؛نه هغسې،چې حقيقت يې غواړي .

عقل په خپل ذات کې عادل قاضي دى؛خو ددې قضايي مرکز خپلواکۍ ته بايد درناوى وشي او مجريه قوه (؛يعنې هيلې،هوډونه او ارادې) يې خپل لاسپوسى نه کړي او که لاسپوسى شو؛نو د عدالت تمه به ترې نه کوې.

حضرت علي (نهج البلاغه/١٠٨ خطبه) و ايي:

((څوک چې له څه سره مينه وکړي او د زړه هيله يې ورپسې سرغړاندې شي؛نو دا مينه يې د ړندېدو او د اروا د رنځ لاملېږي.))

له دې ړندېدو مراد دادى،چې د پېښو په تيارو کې،چې لارښوونې، د عقل رڼا او سول ته اړتيا ده؛نو دى به يې نه ګوري.مينه،کينه،دوستي او دښمني د ورمند پر څرنګوالي اغېزمن دي.

شاعر وايي:

و عين الرضا عن کل عيب کليلة کما ان عين السخط تبدى المساويا

يعنې کوم ليدل،چې د خوښۍ او “ښه وينۍ” له مخې وي؛نو ټولې نيمګړتياوې پوښي او که کوم کتل د دښمنۍ او کينې له مخې وي؛نو ټولې نيمګړتياوې راښکاره کوي.

له همدې امله انسان هغو څيزونو ته د ستاينې په سترګه ويني،چې خپل يې دي او د شيخ د سعدي د وينا له مخې: (( هر کسى را عقل خود به کمال نمايد و فرزند خود به جمال.)) په انسان کې له ځان سره د مينې غريزه ده،له ځان سره تر هر چا او هر څيزه ډېره مينه کوي او تل هغه څيزونو او چارو ته د ښه وينۍ په سترګيو ويني،چې خپل يې دي او يا ورپورې اړوند دي؛يعنې د ځان او هغو څيزونو په هکله داسې ورمند کوي،چې زړه يې خوښ وي؛نه داسې،چې حقيقت وي.انسان خپل بد خويونه ‌ښه او خپلې ناوړه چارې ښېګڼې ګڼي.

أَفَمَن زُيِّنَ لَهُ سُوءُ عَمَلِهِ فَرَآهُ حَسَنًا فَإِنَّ اللَّهَ يُضِلُّ مَن يَشَاء وَيَهْدِي مَن يَشَاء فَلَا تَذْهَبْ نَفْسُكَ عَلَيْهِمْ حَسَرَاتٍ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِمَا يَصْنَعُونَ (فاطر/٨)= ايا نو هغه څوك چې خپلې ناوړه كړنې ورته ښکلې شوي او هغه ښې او ښكلې ويني (د هغه چا غوندې دى،چې واقعيات څنګه چې دي هماغسې مومي)؟! نو په حقيقت كې د خداى چې چاته خوښه شي،بې لارې كوي يې او چاته چې يې خوښه شي،سمه لار و رښيي؛نو ته خپل ځان پر هغوى د ډېر غم او افسوس له امله له لاسه مه وركوه؛ځكه خداى د هغوى پر کړنو ښه پوه دى.))

((تَاللّهِ لَقَدْ أَرْسَلْنَا إِلَى أُمَمٍ مِّن قَبْلِكَ فَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ فَهُوَ وَلِيُّهُمُ الْيَوْمَ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ (نحل/٦٣)=پر خداى قسم، تر تا مخكې امتونو ته مو هم (استازي) لېږلي دي (؛خو) شيطان د هغوى ناوړه كړه ورته ښايسته كړل او نن يې هغه پالندوى دى او هغوى ته درد ناك عذاب دى .))

((قُلْ هَلْ نُنَبِّئُكُمْ بِالْأَخْسَرِينَ أَعْمَالًا. الَّذِينَ ضَلَّ سَعْيُهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ يَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ يُحْسِنُونَ صُنْعًا (کهف/١٠٣،١٠٤)= ايا ډېر زيانکارى انسان در په ګوته کړو؟ هغوى چې په دنيوي ژوند كې يې هلې ځلې وركې او پوپنا شوي دي؛خو پخپله انګېرې چې ښه كارونه كوي.

امام علي (نهج البلاغه/١٧٤ خطبه) وايي:

((مؤمن به ماښام سهار او سهار به ماښام نه کړي؛خو دا چې پر خپل نفس او کړنو بدګومانه وي او هره شېبه احتمال ورکوي،چې ناوړه چار به ترې وشي.))

که انسان دې مرحلې ته ورسېد،چې واقعاً پر خپل نفس بدګومانه شي او ځان د ګناه کولو د بلا په خوله کې وويني،چې ناوړه چار به ترې وشي؛نو پخپله پر ځان پام کوي او د نفس د يرغل او زياتي مخه نيسي؛خو افسوس دې د هغو پر حال وي،چې تل له ځانه خوښ او ځان ته ښه وينى-خوشبين وي.

نو له همدې ځايه جوتېږي،چې کله انسان ته داسې حالت پيدا کېږي، چې د ورمند ځواک يې رنځور شي،ناسم ورمندون کوي،له عدالته وځي او د عقل خپلواکي يې له منځه ځي.که عقل او آندنه د زړه د هيلو تر واک لاندې شو؛نو نه يوازې په ژبه؛بلکې په زړه او ضمير کې هم واقعاً ځان پاک او بې نيمګړتيا ګڼي؛ځکه داسې انسان ازاد فکر او عقل نه لري،چې هر څه هغسې وويني،چې حقيقت دى؛لکه څنګه چې د انسان لاس او پښې لا ازادې نه وي؛نشي کړاى حرکت وکړي؛ عقل او فکر هم همداسې دى.د پښو او لاسونو بنديتوب خو داسې دى،چې په پړي يا زنځير يې وتړې او د عقل بنديتوب داسې دى،چې د زړه هيلې سرغړنده شي او له ځاني غوښتنو،تعصب او پېښو (تقليد) نه عقل ته زولنې او لاس کړۍ جوړې کړاى شي.

قرآن کريم د رسول اکرم (ص) په ستاينه کې وايي:

((الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِندَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالإِنْجِيلِ يَأْمُرُهُم بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَآئِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالأَغْلاَلَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ فَالَّذِينَ آمَنُواْ بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُواْ النُّورَ الَّذِيَ أُنزِلَ مَعَهُ أُوْلَـئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (اعراف/١٥٧)= هغوى چې (د خداى د استازي ،” ُامي ” پېغمبر لاروي وكړي، چې د هغه ( نوم او ځانګړنې ) په خپل تورات او انجيل كې ليكلي مومي؛(همغه پېغمبر چې) دوى ته د غوره چارو(پر ترسره كولو) امر كوي او له ناوړه چارو يې منع كوي،دوى ته پاك څيزونه حلا لوي او ناپاكه ورته حراموي او د دوى ( له اوږو او غاړو) درانه پېټي او ځنځيرونه لرې كوي؛نو هغوى چې پرې ايمان راوړي او درناوى او مرسته يې وكړي او په هغې رڼا پسې ولاړ شي، چې له ده سره نازله شوې ده (؛نو) همدوى بريالي دي .))

دا دروند پېټى،زولنې او زنځيرونه هماغه دي،چې د خلکو عقل او روح يې بنديوان کړى،چې د خداى رسول لرې کړل.

ځان ته ښه ويني او بل ته بدويني

زموږ د ټولنې د نه پرمختګ يو لامل دادى،چې کله ځان ته ګورو؛نو د ښه وينۍ په سترګه ګورو؛خو بل ته بدويني يو،چې په پايله کې په خپلو تېروتنو کې ځان ګرم نه ګڼي او تل د تېروتنو پړه پر نورو اچوي؛ټول د ټولنې د عدالت پر تمه دي؛خو څوک هم داسې نه انګېري،چې ټولنيز عدالت هله لاس ته راځي،چې وګړي يې عادل وي.

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُونُواْ قَوَّامِينَ بِالْقِسْطِ شُهَدَاء لِلّهِ وَلَوْ عَلَى أَنفُسِكُمْ أَوِ الْوَالِدَيْنِ وَالأَقْرَبِينَ إِن يَكُنْ غَنِيًّا أَوْ فَقَيرًا فَاللّهُ أَوْلَى بِهِمَا فَلاَ تَتَّبِعُواْ الْهَوَى أَن تَعْدِلُواْ وَإِن تَلْوُواْ أَوْ تُعْرِضُواْ فَإِنَّ اللّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا (نساء/١٣٥) = مؤمنانو! په انصاف پوره ټينګ درېږئ او د خداى لپاره ګواهي وركړئ،كه څه هم (دا ګواهي) په خپله د تاسې، يا مور و پلار او خپلوانو پر زيان وي (؛ځكه د دعوا له لوريو كه يو لورى) شتمن وي، يا بېوزلى؛خداى تر تاسې زيات د هغه خيرغوښتونكى د‌ى،چې ملاتړ يې وكړي؛نو ځكه په خپلو ځاني غوښتو پسې مه ځئ،چې له حقه كاږه شئ او كه (حق) مو واړاوه يا له حق ويلو مو ډډه وکړه؛نو بېشكه څه چې كوئ،خداى پرې ښه خبر دى.))

د ديني روزنې يوه ګټه همدا ده،چې انسانان په باطن او ضمير کې عادل کړي؛البته د هغو دوو تنو ترمنځ توپير دى،چې يو ايمانوال وي او خداى پر خپلو ټولو چارو او نيتونو څارنوال او شاهد وګڼي او هغه بل يوازې د ټولنې د مصلحت لپاره کوم چار کوي .

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ عَلَيْكُمْ أَنفُسَكُمْ لاَ يَضُرُّكُم مَّن ضَلَّ إِذَا اهْتَدَيْتُمْ إِلَى اللّهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِيعًا فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ (مائده/١٠٥)= مؤمنانو! خپل ځانونه څارئ،كه تاسې پخپله پر سمه لار ياست؛ نو د بل چا بي لاري تاسې ته زيان نشي رسولاى،تاسې ټول د خداى لوري ته ورګرځئ ،بيا به هغه تاسې خبر كړي، چې (په دنيا كې) موڅه كول ؟))

پوهېږو،چې په اسلام کې د نورو پر چارو څارنه فرض ده (پېغمبر اکرم وويل : کلکم راع و کلکم مسوول عن رعية- (جامع الصغير٢/٩٥)؛خو بلخوا هر څوک بايد دا شيطاني آنده له ماغزو وباسي،چې ټولنه فاسده او نور خراب دي؛د نورو خرابېدل او بې لارېتوب،د خداى په نزد زموږ ناوړو چارو ته مخونه نشي ورکولاى او دا د انسان د نفس يوه ځانګړنه ده،چې خپله پړه پر نورو اچوي.

د تعقل او آندنې روږد

که انسان غواړي ځان د جسم، اروا،عقل،ايمان،دنيا او آخرت د تباه کوونکيو شهوت له منګولو وژغوري؛نو بې له دې بله چاره نه لري،چې د عقل ځواک پياوړى کړي او ددې ځواک د پياوړي کولو يوه لار داده، چې په چارو کې پر آندنه-تفکر او تعقل روږد شي او په هوډنيونه کې ځان له بيړي وژغوري.

يو سړى رسول اکرم (ص) ته راغى،و يې ويل: نصيحت راته وکړه.و يې ويل: که درته و يې کړم؛عمل به پرې وکړې؟سړي وويل: هو! او درې ځل دا پوښتنه او ځواب تکرار شو او پر څلورم ځل رسول اکرم وويل: (( هر مهال،چې دې د کار هوډ ونيو؛نو عاقبت يې په پام کې نيسه.))؛يعنې د کار هوډ دې،چې ونيو؛لومړى تدبر او آندنه وکړه او عاقبت او پايله يې وسنجوه؛که وده او لارښوونه پکې وه؛نو و يې کړه او که شر او بې لاري پکې وه؛نو ځان ترې لرې کړه.

له دې سړي د پېغمبر اکرم دا ډول ژمنه اخستل ښيي،چې رسول اکرم خپلې دې غونډلې ته خورا ارزښت قايل و،چې بايد پر فکر او آندنه روږد شو او د هر چار تر کولو د مخه ښه يې واړو راواړو او عاقبت او پايله يې وسنجوو.

انسان بايد له سول لاروي وکړي؛نه له احساساتو.هر کار،چې انسان د سول له مخې کوي؛نو لرليد او وړاندويينه يې ورته کړې وي او د خپل عقل رڼا يې پر شاوخوا يې اچولې وي؛خو د احساساتو له مخې په کار کې داسې نه وي،چې د داسې چارو پايله هم ښه نه وي.

هر څومره،چې يو وګړى يا ملت د کمال او پرمختګ پر لار ځي؛په تدريج له احساساتو نه سول ته رااوړي.د سول حکومت ته نږدېدل او د احساساتو له واکمنۍ راوتل، د روح د پخېدو او تکامل ښکاروندى دى. انسان په ماشومتوب کې له بې منطقه احساساتو ډک وي؛ نو ځکه نه ځان ساتلى شي او نه خپل مصلحت سنجولاى شي ؛نو ځکه دي،چې د ماشوم د احساسات په خپله ګټه کارولاى شو؛خو څومره،چې د انسان عمر تېرېږي او تجربه يې ډېرېږي؛د انسان په وجود کې سول پياوړى کېږي.

البته يوازې د عمر او وخت تېرېدل بسيا نه دي،چې د سول او تعقل خاوند شي؛ددې اخلاقي فضيلت لاس ته راوړل هم د نورو اخلاقي فضايلو په څېر کړاو او مجاهدت ته اړتيا لري.لومړى داچې علمي او فکري پانګه غواړي او دويم داچې د څه وخت لپاره په چارو کې هڅه وکړي،چې ډېر فکر وکړي او څو يې د کار ټول اړخونه او پايله نه وي سنجولي؛په احساساتو دې يو کار ته نه ورغاړې وځي.

پاک نبي (ص) وايي: (( زه مې د خپل امت لپاره له بېوزلۍ نه وېرېږم؛ بېوزلي داسې رنځ نه دى،چې درملنه يې ستونزمن چار دى؛امت ته مې له ناوړه تدبير او د سول او استدلال له لږوالي ډارېږم.))

يو سړى رسول اکرم ته راغى،له پاک نبي (ص) نه يې نصيحت وغوښت.رسول اکرم وويل: “مه غوسه کېږه.” هغه سړي هم پر همدومره نصيحت قناعت وکړ او خپل ټبر ته ستون شو.يو وخت ددې سړي د ټبر او بل ټبر ترمنځ شخړه شوه او دواړه پر يو بل د يرغل په تکل کې ول.دې سړي هم د خپل روږد له مخې،له خپل ټبره د ملاتړ په پار وسله وال شو؛ خو په همدې مهال د رسول اکرم خبره ورياده شوه،چې مه غوسه کېږه. غوسه يې سړه کړه او په فکر کې شو،سول يې راويښ شو،له ځان سره يې وويل: ولې بايد دا دوې ډلې انسانان يو بل ووژني؟ د دښمن ليکې ته ورنږدې شو او هغه څه يې پر ځان ومنله،چې مقابل لوري د تاوان په توګه غوښتل . مقابل ټبر هم،چې ددې سړي سړيتوب او پت وليد؛نو د تاوان له غوښتو پر شا شول او هغه لانجه په سول او عقل پاى ته ورسېده،چې احساساتو راولاړه کړې وه.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!