تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ   علامه سيد جمال الدین افغان  شک نشته چې د وروستيو سلو کلو د خوځښتونو راخوټوونکى،علامه سيد جمال الدين افغاني و، چې په اسلامي نړۍ کې يې راويښوونه پيل کړه او د مسلمانانو ټولنيز دردونه يې په ځانګړې واقع بينۍ بيان او د سمونې لار يې وښووه. سره لدې چې د […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

 

علامه سيد جمال الدین افغان 

شک نشته چې د وروستيو سلو کلو د خوځښتونو راخوټوونکى،علامه سيد جمال الدين افغاني و، چې په اسلامي نړۍ کې يې راويښوونه پيل کړه او د مسلمانانو ټولنيز دردونه يې په ځانګړې واقع بينۍ بيان او د سمونې لار يې وښووه.

سره لدې چې د علامه سيد جمال الدين په هکله ډېرې خبرې کېږي؛خو د اصلاحي تز په هکله يې لږې خبرې کېږي او يا ما لږې اورېدلې دي؛نو ښه به دا وي چې پوه شو، علامه سيد جمال الدين د اسلامي ټولنې درد څه تشخيص کړى او هواري ته يې څه لارې چارې وړانديز کړي او خپلو اصلاحي موخو ته د رسېدو لپاره يې کومه لار ټاکلې ده.

د علامه سيد جمال الدين خوځښت هم فکري و او هم ټولنيز.غوښتل يې چې د مسلمانانو په فکرونو او د ژوند په نظام  کې بدلون راوړي.هغه په يو ښار،هېواد او ان په يوه لويه وچه کې هم تم نشو او وخت به يې په بېلا بېلو هېوادو کې تېراوه. آسيا،اروپا او افريقا يې ترپښو لاندې کړه او په هر هېواد کې له بېلابېلو ډلو سره په اړيکه کې و او لکه څنګه چې ليکل شوي،په ځينو اسلامي هېوادونو کې په عملي بڼه پوځ ته ورننوت،چې د پوځيانو په زړونو کې وروننوځي.نورو هېوادونو ته د علامه سيد جمال الدين سفرونه او نږدې ليدنې کتنې يې ددې لامل شوې،چې له نږدې يې وپېژني او ددې هېوادونو د بهيرونو او شخصيتونو پر ماهيت پوه شي.

 اروپا ته تګ او هلته يې اوږده تمېدل،ددې لامل شول،چې ځان د لوېديځ د تمدن او پرمختګ پر ماهيت وپوهوي.

علامه سيد جمال الدين د اسلامي ټولنې تر ټولو مهم او مزمن درد،کورنى استبداد او بهرنى استعمار وپېژانده او کلکه مبارزه يې ورسره وکړه او په همدې لار کې سر يې هم له لاسه ورکړ. علامه سيد جمال الدين دې دوو له پښوغورځوونکيو لاملونو سره مبارزې ته،د مسلمانانو سياسي پوهه او په سياست کې د مسلمانانو فعاله وڼده لازم وګڼله او د مسلمانانو له لاسه تللي مقام  لاس ته راوړو ته، لومړني اسلام ته د مسلمانانو ستنېدل او د مسلمانانو نيم ژواندي بدن ته د واقعي اسلام د روح پو کول بنسټيز چار وباله.

دبدعت او خرافاتو له منځه وړل يې لومړني اسلام ته د ننوتو شرط وبلل.اسلامي اتحاد به يې تبليغاوه. په مذهبي او غير مذهبي اختلافونو کې يې د استعمار پټ او ښکاره لاسونه ليدل او رابرسېره کول يې .

دوه ځانګړنې

د علامه سيد جمال الدين له سترو ځانګړنو داوه،چې له شيعه او سني دواړو ټولنو سره له نږدې آشنا و او د دواړو مذهبونو د مُلايانو په توپير ژور پوهېدلى و او پوهېده،چې سني روحانيت خپلواک ملي نهاد او بنسټ ندى او د بهرني استبدادي او استعماري ځواکونو پر وړاندې ځواک نۀ شمېرل کېږي.

سُني روحانيت په هغو حکومتونو پورې تړلى،چې په پېړيو پېړيو يې خلکو ته ((اولى الامر)) معرفي کړي؛نو په سني ټولنو کې په مُلايانو پسې نۀ تله او نېغ په خلکو پسې تله او په نظر يې له سني ديني عالمانو د استبداد پر  ضد ګټه نۀ اخستل کېده او د نوورو په پرتله پدې چار کې دوى ځانګړې ځانګړنه نلري او د نورو خلکو په څېر دي.

خو شيعه روحانيت داسې ندى. شيعه روحانيت يو خپلواک بنسټ او ملي ځواک دى،چې تل د خلکو په څنګ کې د حکومتونو پر وړاندې ولاړ وو؛نو په شيعه ټولنه کې وړومبى په علماوو پسې ولاړ او د هغوى په پوهولو يې لاس پورې کړ او دا طبقه يې د استبداد او استعمار پر خلاف تر ټولو غوره طبقه تشخيص کړه،چې  زموږ ددې ادعا پخلى د علامه سيد جمال الدين هغه ليکونه کوي،چې ستر شيعه عالم مرحوم حاج ميرزا حسن شيرازي او د تهران،مشهد،اصفهان،تبريز،شيراز او نورو ښارونو عالمانو ته يې ليکلي دي.

 سيد پوهېدلى و،چې که شيعه روحانيت له مستبدانو سره څوک درلودل؛نو له خلکو او روحانيت سره يې خپله اړيکه ټينګه ساتلې وه او له هغه فقهي اصله يې لاروي کړې،چې وايي : (( د دښمن له امکاناتو د خلکو په ګټه کار اخېستل)) او استثاناً هم داسې کسان وو،چې واقعاً يې له استبداد سره لار وه. شيعه و په تاريخ کې له خپل روحانيت سره خپله اړيکه سسته کړې نده.

د شيعه روحانيت په هکله د علامه سيد جمال الدين کړنلار ګټوره وه چې بېلګې يې د (( تنباکو خوځښت)) او د (( ايران د مشروطيت خوځښت)) و،چې علماوو هم تاييد کړ،چې دواړه بهرني استعمار او کورني استبداد ته خوله ماتوونکي ځوابونه وو.

د يو مسلمان رابيدارونکي شخصيت په نامه،هېڅ و نۀ ليدل شو،چې علامه سيد جمال الدين شيعه روحانيت غندلى يا کمزورى کړى وي،سره لدې چې د ځينود ناپوهيو له امله نادودې ورسره وشوې.

محيط طباطبايي وايي:

((سيد اروپا ته پخپل لومړي سفر کې ((عروة الوثقى)) خپره کړه،اصلاحاتو ته د روحانيت د نفوذ اهيمت ته متوجې شو او په يوه ليک کې يې،په مصر کې يو ايراني ( چې له پوليسو ځان ژغورنې ته يې پر ځان ((داغستاني)) نوم ايښى و) ته يې ليکلي،چې ايراني علماوو د خپلې دندې په سر ته رسولو کې ناغېړي نده کړې او دا د ايران حکومت دى،چې خپل خلک يې وروسته پاتې ساتلي دي.

په تهران کې چې اوسېده؛نوکله يې هم د روحانيت د مزاج پر خلاف څه چار ونکړ؛بلکې غوښتل يې چې له روحانيت سره ښې اړيکې ولري. د (( نيچريه)) رساله يې (چې ايران ته له ورننوتو سره سم په بيروت کې نوې په عربي ژباړه او خپره شوې وه) پيدا کړه او طالبانو او علماوو ته يې ورکړه او له معقولو او منقولو مُلايانو سره په کتنه کې کوښښ يې کاوه، چې داسې خبره ونشي چې پکې غرور وي او تل يې کوښښ کاوه چې مُلايان په ځان پسې را و نۀ پاروي.))

بيا وايي:

((علامه سيد جمال الدين په ژبه او قلم وکړاى شول، چې پر علماوو مشروطه حکومت ومني او يوه ورځ د مشروطه غواړيو مشرانو علماوو په غونډه کې معلومه شوه، چې د ايران د مشروطه ساز عنصر په هکله د علامه سيد جمال الدين ګومان سم و او د تنباکو له خوځښته تر “قم” پورې مهاجرت او له مشروطه غواړيو علماوو او د باغشاه له کودتا ملاتړ يې،ټولې د علامه سيد جمال الدين لارښوونې وې))

د علامه سيد جمال الدين بله ځانګړنه دا وه: سره لدې چې په اصطلاح کې تجدد پالى و او مسلمانان يې د نويو علومو او فنونو زده کړې او له لوېديځ تمدنه اقتباس ته هڅول او په بېسوادۍ،بې خبرۍ او د صنعت په نۀ درلودو پسې راپاڅېدلى و؛خو د افراطي تجددپالنې خطر ته هم متوجه و.غوښتل يې چې مسلمانان د لوېديځ علوم او صنعت زده کړي؛خو ددې خبرې مخالف و،چې د لوېديز نړۍ ليد د مسلمانانو نړۍ ليد شي. مسلمانان يې هڅول چې د لوېديځ علوم زده کړي؛خو د لوېديز د مکتبونو له منلو يې ژغورل.

 علامه سيد جمال الدين نۀ يواځې د لوېديځ له سياسي استعمار؛بلکې له فرهنګي استعمار سره هم مبارزه کوله او له هغه متجددانو سره په کلکه لاس په ګرېوان و،چې غوښتل يې قرآن او اسلامي مفاهيم په غربي نړۍ ليد تفسير کړي. په حسي او مادي چارو يې د قرآن د ماوراءالطبيعي مفاهيمو توجيه او مخونه،تاويل او تطبيق جايز نۀ ګاڼه.

علامه سيد جمال الدين چې له مصره هند ته ولاړ او د سر سيد احمد خان ( چې يو وخت په هند کې د سمونې اسلامي اتل ګڼل کېده) له افکارو سره آشنا شو او پر وړاندې يې په سخته ودرېد؛ځکه غواړي په علمي پلمه ماوراءالطبيعي مسايلو ته طبيعمي مخونه ورکړي او غيب او معقول چې په قرآن کې نص او څرګند دي،محسوس او مشهود تعبير کړي،معجزاتو ته عادي او طبيعي رنګ وکړي او د قرآن آسماني مفاهيم ځمکني کړي.

 يو معاصر ليکوال هند ته د علامه سيد جمال الدين د سفر او د سر سيد احمد خان پر وړاندې د دريځ په هکله  ليکي:

((که سر سيد احمد خان د دين د سمونې خبره کوله،علامه سيد جمال الدين به خلک د ځينو چلي مصلحانو او په سمونه کې د افراط او زياتي له خطره ژغورل.که سر سيد احمد خان د نويو فکرونو پر زده کړه ټينګار درلود. علامه سيد جمال الدين ټينګار درلود،چې ديني ګروهې تر هر عامله ډېرې کړاى شي چې انسان ته سمه لار وښيي.که سر سيد احمد خان مسلمانان په روزنه کې له نويو کړنلارو لاروۍ ته رابلي،علامه سيد جمال الدين دا کړنلارې په طبيعي شکل د هند خلکو ته ګټورې نۀ بولي او تر اوسه چې علامه سيد جمال الدين له نويو فکرونو او علمونو په پلوۍ مشهور و؛نو په هند کې تر اوسېدو وروسته،د تجدد غواړيو متفکرانو(؛لکه سر سيد احمد خان په څېر کسانو) پر وړاندې،له پخوانيو عقايدو او سننو په پلوۍ مشهو شو؛خو سره لدې بيا هم پام يې له خپل پخواني نظره وا نۀ وخوت،چې دديني فکر د راوېښېدو په هکله و.))

وګورئ:دکتر حميد عنايت؛سيرى در انديشه عرب:٨٦ مخ.

د علامه سيد جمال الدين له نظره د اسلامي ټولنې دردونه دا وو:

١_د چارواکيو استبداد.

٢_د مسلمانانو ناپوهي او د علم او تمدن له کاروانه وروسته پاتې کېدل يې.

٣_په مسلمانانو کې د خرافاتو دودېدل او له لومړني اسلامه لرې کېدل.

٤_ په مسلمانانو کې په مذهبي او غير مذهبي نومونو درز.

٥_ د لوېديځ استعماري نفوذ.

 علامه سيد جمال الدين لدې دردونو خلاصون ته له هر شونې وسايلو؛لکه: مسافرتونو،اړيکو نيولو،ويناوو،کتاب ليکولو،مجلې، ګوند جوړولو او ان په پوځ کې له خدمت هم کار واخېست. تر شپېته کلنۍ يې واده ونکړ؛ځکه خوځنده و او نۀ يې شوکړاى،د کورنۍ د جوړېدو مسئوليت پر غاړه واخلي.

يادونه :د علامه سيد جمال الدين زوکړه پر ١٢٥٤ س او شهادت يې پر ١٣١٤س کې و.

د مسلمانانو د ټولنې د پېژندل شويو دردونو درملنې ته يې لاندې چارې وړانديز کړې:

١_ د مستبدانو له استبداد سره مبارزه.

 دا مبارزه بايد څوک پيل کړي؟خلک يې پيل کړي؛نوخلک بايد څرنګه د مبارزې مېدان ته راودانګي؟ آيا لدې لارې،چې له خپلو تر پښو لاندې شويو حقوقو خبر شي؟بېشکه چې دا خبره لازم ده؛خو کافي نده؛نو څه وکړو؟

بنسټيز کار دادى،چې خلک ايمان پيدا کړي چې سياسي مبارزه ديني او شرعي دنده ده،چې پدې توګه موخې ته تر رسېدو د مخه به ستړي نشي. خلک په غفلت کې دي، چې د اسلام له نظره،دين له سياست او سياست له دينه بيل ندى؛نو بايد خلک د دين او سياست پر يو والي پوه شي.

٢_په نويو پوهو او فنونو د مسلمانانو سمبالښت.

 ظاهراً پدې هکله علامه سيد جمال الدين هېڅ عملي ګام پورته نکړ؛لکه د ښوونځيو او يا د علمي ټولنو پر جوړولو يې لاس پورې نکړ.

٣_لومړني اسلام ته د مسلمانانو ستنېدل او له خرافاتو لرې کېدل:

 د علامه سيد جمال الدين له نظره، لومړني اسلام ته ستنېدل، قرآن،معتبرو سنتو او د سلف صالح سيرت ته ستنېدل دي.اسلام ته په ستنېدو کې يواځې قرآن ته ستنېدا يې مطرح نکړه؛ځکه پوهېده چې سنتو ته ستنېدا د قرآن غوښتنه ده.

٤_پر ښوونځي ايمان او ګروهه:

 سيد غوښتل چې مسلمانان واقعاً مؤمنان کړي، چې اسلام د يو ښوونځي او ايدئولوژۍ په نامه کړاى شي مسلمانان له کورني استبداد او بهرني استعماره وژغوري او مسلمانان د عزت پر کرسۍ کېنوي.

 مسلمانان بايد ډاډمن وي،چې نيکمرغيو ته د رسېدو لپاره نورو ښوونځينو ته اړتيا نلري،چې لاس وروغځوي.

نو ځکه پخپلو ويناوو کې يې د اسلام ښېګڼو ته اشاره کوله؛لکه اسلام د عقل او برهان دين دى او د ښوونو بنسټ يې انساني شرافت دى،د پوهې،عمل او زيارکښۍ دين دى،د جهاد،مبارزې،سمونې او له فساد سره د مبارزې او ((پر نېکيو د امر او له بديو د منع)) دين دى،د عزت دين دى او د ذلت د نۀ منلو دين دى،د مسئووليت دين او……

د سيد اصلي اډانه (تکيه) پر توحيد وه او ويل يې: اسلام بې دليله او بې برهانه توحيد نۀ مني او برهاني او استدلالي توحيد د ټولو باطلو ګروهو له منځه وړونکى دى.

ګروهمن و،چې ټولنه بايد دومره ودې ته ورسي،چې د ټولو بنسټيزو ګروهو بنسټ يې برهان او يقين وي؛نۀ ګومان،تخمين،تعبد او همداراز تقليد او خرافات و نۀ مني؛نو ځکه خلک يې برهاني توحيد ته رابلل،څو ددين له نظره ورته د عقل اعتبار جوت شي؛نو ځکه اسلامي فلسفې ته پر ارزښت قايل و.

 فلسفه يې ښووله او خپل لارويان يې د الهي حکمت زده کړې ته هڅول. خپل شاگرد ((محمد عبده)) يې د فلسفې مطالعې ته هڅاوه. وايي چې محمد عبده د “بوعلي” دوه اشارات پخپل لاس ليکلې او خپله دويمه ليکنه يې د علامه سيد جمال الدين په ستاينه پاى ته ورسوله او د علامه سيد جمال الدين د هڅونو پايله وه، چې محمد عبده د فلسفې مقالو پر خپرولو لاس پورې کړ. د بوعلي ((نجات)) او ((منطق المشرقيين)) يې په لومړي ځل چاپ او خپاره کړل.

(احمد امين؛ظُهرالسلام،لومړى ټوک،١٩٠ مخ) وايي: فلسفه د سني تر فکره د شيعه له فکر سره ډېر اړخ لګوي او دليل راوړي:

((په مصر کې فلسفې،د شيعه فاطميانو د واکمنۍ پر مهال ډېره وده وکړه. د فاطميانو په تلو او د سني فکر په راتګ،د فلسفې کډه هم بار شوه. په وروستيو کې علامه سيد جمال الدين مصر ته راغى چې شيعي لېوالتيا يې درلوده،چې بيا ورسره په مصر کې فلسفه دود شوه.))

 اسلام له کورني استبداد او بهرني استعماره د ژغورنده، ښوونځي په نامه مطرح کولو ته يې هغو نيوکې ځواب کړې،چې پر اسلام شوې وې. په اروپا کې په اسلام پسې تبليغات کېدل،چې اسلام د قضا و قدر دين دى او وګړنيزې ازادۍ منع کوي او د مسلمانانو د وروسته پاتې علت هم پر قضا وقد او جبر ګروهه ده. ويل يې چې اسلام د علم ضد دين دى او له علمه د مسلمانانو وروسته پاتې کېدل،بايد د اسلام په احکامو کې ولټول شي.

علامه سيد جمال الدين د “عروة الوثقى” په مجله کې په اسلام کې له قضا و قدره دفاع وکړه او هغه يې په اسلامي بڼه، نۀ يواځې د وروسته پاتې کېدو لامل و نۀ ګاڼه؛بلکې د پرمختګ لامل يې وګاڼه او همداسې (( ارنست رنان)) د خپل  وخت فرانسوي فيلسوف ته يې هم ځواب ورکړ،چې اسلام يې د علم ضد دين او د مسلمانانو د وروسته پاتې والي لامل ګڼلى و.

(وګورئ:

 (١) رسالۀ اسلام و علم، د سيد هادي خسرو شاهي ليکنه.

(٢)شهيد مطهري؛ د انسان و سرنوشت کتاب.

(٣)علامه سيد جمال الدين حسيني پايه ګذارنهضتهاى اسلامي د صدر واثقي ليکنه.

 ٥_له بهرني استعمار سره مبارزه:

  له بهرني ښکيلاک سره په مبارزه کې د سياسي استعمار مسئله هم مطرح ده چې بهرنيانو د اسلامي هېوادو په کورنيو چارو کې ګوتې وهلې او همداراز له اقتصادي استعمار سره مبارزه هم وه، چې له مسلمانانو يې خورا په تيري امتيازات اخېستل او د اسلامي نړۍ مالي سرچينې او اقتصاد يې لوټه.

 له فرهنګي استعمار سره مبارزه هم مطرح وه،چې اسلامي فرهنګ يې له منځه وړه او خپلې ګروهې يې خپرولې،د لوېديځ فرهنګ يې د نيکمرغۍ يواځنى فرهنګ ښووه او ځينې شرقي روښانفکران به يې ګروهمنول،چې که يو شرقي وغواړي متمدن شي؛نو له سره تر پښو بايد غربي شي؛ليک،لوست ،ژبه، د جامو اغوستل ،دودونه،تشريفات،ادبيات،ګروهې،فلسفه،هنر او اخلاق يې فرنګي وي.

علامه سيد جمال الدين دوو جبهو ته د دين او سياست يو والى لازم ګاڼه: (١) د کورني استبداد جبهې ته او(٢) د بهرني استعمار جبهې ته. کوښښ يې دا و چې له استبداد او استعمار سره مبارزې ته د مسلمانانو مذهبي شعور راويښ کړي.

استعمار هم چوپ نۀ و ناست او خپلې هلې ځلې يې تاندې کړې او له دينه د سياست بېلولو(سکولاريسم) ته يې ((اتاترک)) را ميدان ته کړ چې د ((علمانيت)) په نامه مشهور و،.

په عربي نړۍ کې،علمانيت مسيحي عربانو تبليغاوه او ښکاره وه،چې که په ټولنه کې د دين او سياست يو والى يو واقعي اصل ومنل شي؛نو عربي مسيحيانو به په ټولنه کې هېڅ ونډه نۀ درلوده؛خو يواځې مسيحي عربان نۀ وو،چې د علمانيت مسئله يې تبليغوله؛بلکې متدين روښانفکره مسلمانان هم ددې نظر ټينګ پلويان وو. دا ولې؟

دا ډول مسلمانان په حقيقت کې له يوه بل بهيره کړېدل او هغه دا چې،سني نړۍ،خلفا او سلاطين ((اولى الامر)) ګڼل او لاروي يې ترې ديني دنده ګڼله او د دين او سياست يو ځايتوب يې دين د سياست په چوپړ کې کول ګڼل.هغوى چې له سياسته ددين د بېلتون پلويان وو؛نو داسې بيلتون يې غوښته؛يعنې غوښتل يې چې عثماني خليفه او مصري واکمن يواځې دنيوي مقام وپېژندل شي؛نۀ ديني مقام  چې په پايله کې ملي او مذهبي وجدان او خلک پرې نيوکې ته ازاد پرېښوول شي،چې دا دريځ سم هم و!

د دين او سياست يوځايتوب چې د علامه سيد جمال الدين په څېر کسانو مطرح کړ او د کواکبي د وينا له مخې،مراد يې دا نۀ و،چې سياسي استبدادته ديني قداست او سپېڅلتيا وويل شي؛بلکې پر عکس پدې معنا دى،چې مسلمانان په سياست او دخپل برخليک په ټاکلو کې ګډون خپله ديني دنده وګڼي.

ددين او سياست يوځايتوب په سياست پورې د دين تړل نۀ؛بلکې په دين پورې د سياست تړل دي.

ځينې مسلمان عرب چې پر علمانيت او له دينه د سياست پر بېلېدو ګروهمن وو،نۀ يې غوښتل چې دديني دندې په نامه په سياست کې د خلکو له ګډونه منکر شي؛بلکې غوښتل يې،چې د سياسي مقاماتو، ديني او مذهبي اعتبار لرې کړي. البته له دينه د سياست بېلتون، چې په کومه بڼه په ترکيه او ايران کې مطرح او پلى شو،له اسلامه د اسلام تر ټولو ګران غړي لرې کول و.

لکه چې پورته مو وويل ددين اوسياست يوځايتوب، په کوم مفهوم چې پورته مطرح شو؛يعنې چارواکيو ته سپېڅلى مقام ورکول،يواځې په اهلسنتو پورې ځانګړى دى. په شيعه و کې داسې مفهوم نشته. له ((اولى الامر)) نه د شيعه تفسير کله هم پورتنى تفسير نۀ و.

 ٦_ اسلامي يووالى:

 ظاهراً د لوېديځ پر وړاندې اسلامي يووالى د لومړي ځل لپاره علامه سيد جمال الدين مطرح کړ. له اسلامي اتحاده مطلب،مذهبي  يووالى (چې غير عملي کار هم و) نۀ و؛بلکې مراد ترې سياسي ټلواله وه؛يعنې د شريک دښمن پر وړاندې د يوې ليکې جوړول.

سيد به مسلمانانو پوهول چې (( صليبي روح)) همغسې په مسيحي لوېديځ او په تېره بيا په انګلستان کې ژوندى دى. لوېديځ د ازاد فکرۍ په نامه تعصب رټي؛خو پخپله د تعصب په کابو کولو کې پاتې راغلى دى. سيد د ځينې لوېديځ ځپليو په څېر تعصب نۀ راټه او ادعا يې کوله چې تعصب بد ندى او تعصب د هر څه په څېر زياتى،کمى او منځلاري لري. په تعصب کې زياتى بد دى، چې په انسان کې بېځايه او بې منطقه پلويتوب رامنځ ته کوي؛خو تعصب د (( تصلب))،غيرت او له معقولو او منطقي ګروهو د ملاتړ په معنا نۀ يواځې دا چې بد ندى؛بلکې د ستاينې وړ هم دى.

 علامه سيد جمال الدين ويل:

((اروپائيان د مسلمانانو د خپلمنځي يووالي لامل ديني ګروهې بولي؛ نو له تعصب سره د مخالفت په نامه غواړي،دا اړيکه سسته کړي؛خو پخپله تر هرې ډلې ډېر په دينې تعصب ککړ دي. د انګلستان چارواکى ګلادستون د پطرس مسيحي راهب د روح ترجمان دى؛يعنې د صليبي جګړو انځور.))

 (وګورئ:سيرى در انديشه سياسي عرب:١٠٢ مخ)

د علامه سيد جمال الدين واقع بيني،خلکو ته تر نيمې پېړۍ وروسته هله روښانه شوه،چې د عربو او اسرائيلو په لومړۍ جګړه کې،د لوېديځ د پوځ مشر،بيت المقدس له مسلمانانو واخېست او يهودو ته يې ورکړ او صهيونستي اسرائيلي دولت يې رامنځ ته کړ او بيا يې وويل: (( اوس صليبي جګړې پاى ته ورسېدې.))

په اسلامي هېوادونو کې د پان عربيسم،پان ايرانيسم،پان ترکيسم او پان هندوئيسم په نامه د قوم او ملت پالنې او په اصطلاح د ((نشنليزم)) د فکر دود،د شيعه او سني مذهبي شخړو ته لمن وهل،همداسې په وړو وړو او سيالو هېوادو د اسلامي پراخو سيمو ټوټه کول، د ((اسلامي يووالى)) پر خلاف د استعمار چار او تبليغ و .

٧_د مسلمانانو په نيم ژواند بدن کې د غيرت او جهاد روحيه پو کول:

 علامه سيد جمال الدين غوښتل يو ځل بيا د مسيح په څېر د رښتيني اسلام روح اسلامي نړۍ ته ور پو کړي او اسلامي غيرت يې پاروي؛نو ځکه د جهاد اصل يې رامخې ته کړ او ددې  اصل هېرول يې د مسلمانانو د وروسته پاتې والي لامل وګانه او ويل يې،چې که تر اوسه د لوېديځ په رګونو کې د صليبي غيرت وينه وي؛نو مسلمانانو ولې د جهاد روح ته شا کړېده؟

د ((سيرى در انديشه عرب)) په کتاب کې راغلي:

((علامه سيد جمال الدين،انګلستان نۀ يواځې استعماري ځواک؛ بلکې د مسلمانانو دښمن يې ګاڼه او ګروهمن و،چې د انګلستان موخه د اسلام له منځه وړل دي؛لکه چې يو ځل يې وليکل: انګلستان ځکه د مسلمانانو دښمن دى،چې د اسلام د دين لارويان دي. انګلستان تل په ډول ډول چلونو غواړي،د اسلامي هېوادو يوه سيمه واخلي او بل قوم ته يې ورکړي (؛لکه چې د “بالفور” تر اعلاميې وروسته يې وکړل او د “فلسطينيانو” ځمکې يې اسرائيلو ته ورکړې.) تۀ به وا چې د دينوالو ماتول ورته خوند ورکوي او خپل برى ددې ډلې په ناکامۍ کې بولي.

 د علامه سيد جمال الدين د انګليس ضد ليد،يوه پايله دا وه،چې اسلام زيارکښى دين وګڼي؛نو ځکه يې د جهاد پر فريضه خورا ټينګار کاوه. پر آند يې،د هغه حکومت پر وړاندې بايد له زوره کار واخېستل شي چې د اسلام د منځه وړو په هڅه کې دى.))

٨_ د لوېديځ پر وړاندې له ځان بايللو سره مبارزه:

 مسلمانانو په ديارلسمه هجري او نولسمه مسيحي پېړۍ کې،د لوېديځ پر وړاندې بېخي ځان بايللى و او نهيلي وو، چې شرقي مسلمانان بيخي نشي کړاى،چې په هره بڼه د لوېديځ پر وړاندې ودرېږي. وايي: “ناصرالدين شاه” چې د اروپا له سفره راستون شو؛نو خپل صدراعظم ته يې وويل:موږ به کله هم لوېديځ ته و نۀ رسو،تۀ يواځې دومره وکړه،څو ژوندى يم ،خلک پاڅون ونکړي.

“سر سيد احمد خان” چې په يو وخت کې د هند د مسلمانانو لارښود و او له استعمار سره يې مبارزه کوله،پر ١٢٨٤س کال چې انګلستان ته ولاړ؛نو د دوست او دښمن د وينا له مخې،دې سفر پر روحيه يې ژور اغېز کړى و او د انګلستان په څېر له اقتصادي،سياسي،پوځي او فرهنګي قدرت سره مبارزه يې ناشونې ګڼله او تر سفر وروسته يې د انګليس د استعمار پر وړاندې د مبارزينو له ملاتړه لاس واخېست او د ((مسلم ليګ)) ګوند مبارزه يې (چې علامه اقبال يې هم غړى و) ناسمه وګڼله او ورسره له همکارۍ او تاييده يې ډډه وکړه او نظر يې يواځې دا و، چې مسلمانان بايد د هندوانو پر وړاندې د انګليس له ځواکه مرسته وغواړي او “سر سيد احمد خان” تر دې وروسته د لوېديځ د تمدن پر مبلغ واوخوت او نظر يې و،چې قرآن هم بايد په حسي او احيانا مادي ليد تفسير کړو؛خو علامه سيد جمال الدين داسې نۀ و؛نۀ لوېديځ ته جذب شوى و او نۀ ترې ډارېده او مسلمانانو ته يې ويل:(( وېره او نهيلي درباندې واکمنه نشي او د لوېديځ د ښکيلاک پر وړاندې ودرېږئ.))

 ډاکټر حميد عنايت ليکي:

((علامه سيد جمال الدين په يو وخت کې غوښتل چې د ((عروة الوثقى)) [چې په عربي ژبه پاريس کې خپرېده] له لارې ( له وېرې او نهيلۍ سره د مبارزې) لمنه پراخه کړي،  او هغه مهال انګليسي استعمار په آسيا کې سترې برياوې لاس ته راوړې وې ؛د  ايران ماته د هند پاڅون (١٢٧٤ س او ١٨٥٧ م) ځپل شوى و او مصر هم (١٨٨٢م او١٣٠٠ س) ښکيل شو، چې د انګلستان دا استعماري کړه د مسلمانانو په نظر کې نۀ ماتېدونکى ځواک ګڼل کېده.

 علامه سيد جمال الدين پوهېده،څو مسلمانان يې د انګليس پر وړاندې د بېوسۍ له غوټې نۀ وي راخلاص کړي؛نو تمه ترې نشي کېداى چې د بهرني استعمار او کورني استبداد پر خلاف راپاڅي؛نو هڅه يې وه، چې مسلمانانو ته د انګليس پر خلاف مبارزه کې،د زمري زړۀ ورکړي او که مسلمانان په رښتيا يو موټى شي؛نو د انګلستان د ښکيلاک او پراختيا غوښتنې مخه نيواى شي.

 د علامه سيد جمال الدين ددې ګروهې بېلګه هغه مقاله ده، چې د((هيبت)) په نامه يې په “عروة الوثقى” کې خپره کړه،چې لنډيز يې دادى:

(( له ښاره بهر د يو عبادتځي د لامبو ډنډ و،چې مسافرو به ورته د شپې د تيارې له وېرې پناه وړه؛خو څوک به چې ورغى؛نو مرموز به ومړ . ورو ورو خلک لدې عبادتځي ووېرېدل او چا هم نۀ غوښتل چې د شپې پکې پاتې شي؛خو يو سړى چې له ژونده ستړى شوى واو غښتلې اراده يې درلوده،عبادتځي ته ورغى،چې له هر اړخه ورته وېرونکى او پر مړينه ګواښونکي غږونه راتلل؛خو سړى و نۀ وېرېد او چغه يې کړه: رامخکې شئ چې له ژونده ستړى شوى يم او په همدې غږ د عبادتځي د وېرې طلسم مات شو او معلومه شوه چې د موهومو خطرونو وېرې مسافر وژل او…..

ستره بريتانيا هم ددې ستر عبادتځي په څېر ده،چې کله ګمراهان له سياسي تيارې ووېرېږي؛نو ورته پناه وړي او بيا يې موهومه وېره له منځه وړي. وېرېږم چې يوه ورځ داسې يو سړى چې له ژونده موړ شوى وي؛خو اراده يې غښتلې وي،دې عبادتځي ته ورشي او په يو غږ ددې ديوالونو ستر طلسم مات کړي.))

وګورئ: سيرى در انديشه عرب:٩٩ او ١٠٠ مخونه چې هغه هم د ((عروة الوثقى)) له ٢٢٣ او ٢٢٤ مخونو راخېستې دي.

سرچینه : اسلامي نهضتونه، استاد مرتضی مطهری

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!