تبلیغات

په دې ويينه ده،چې آيا دين او علم يو له بل سره اړخ لګوي که نه؟ دين د علم په هکله او علم د دين په هکله څه نظر لري او په دې هکله له پخوا راهيسې خورا ارزښتمن کتابونه ليکل شوي دي. دوو ډلو کوښښ کړى،چې دين او علم د يو بل مخالف و […]

په دې ويينه ده،چې آيا دين او علم يو له بل سره اړخ لګوي که نه؟ دين د علم په هکله او علم د دين په هکله څه نظر لري او په دې هکله له پخوا راهيسې خورا ارزښتمن کتابونه ليکل شوي دي.

دوو ډلو کوښښ کړى،چې دين او علم د يو بل مخالف و ښيي.يوه په دين متظاهره؛خو ناپوهه چې د خلکو د ديندارۍ ډوډۍ خوري او د خلکو له ناپوهۍ ناوړه ګټنه کوي.دا ډله ددې لپاره،چې خلک په ناپوهۍ کې وساتي او تر څنګ يې پر خپلو نيمګړتياوو پرده راکاږي او ددين په وسله پوهان وځپي او د خپلې سيالۍ له ډګره يې بهر کړي؛نو خلک په دې نامه له علمه وېروي،چې له دين سره اړخ نه لګوي .

يوه هم لوستې ډله ده، چې انساني ژمنو او خويونو ته يې شاته کړې ده. دې ډلې هم خپلو خپلسريو ته د مخونې لپاره پر علم ډډه وهلې او دين ته د نږدېدو خنډ يې ښوولى دى.

درېمه ډله تل شته،چې پر دين او علم پرتې دوړې لرې کړي.

د علم او اخلاقو په هکله ويينه مو په دوو بڼو کېداى شي : ټولنيز اړخ او ديني اړخ. له ټولنيز اړخه بايد ووينو،چې آيا عملاً اسلام او علم يو له بل سره اړخ لګوي که نه؟ آيا شونې ده،چې خلک هم واقعي مسلمانان وي او هم عالمان؟ يا په دې دوو کې يو بايد وټاکي؟ که په دې بڼه ويينه وشي؛نو د مسئلې بڼه به داسې نه وي،چې د علم په هکله د اسلام نظر څه دى او د اسلام په هکله د علم نظر څه دى؟ او اسلام څرنګه دين دى؟

ويينه يوازې پر ټولنه ده،چې آيا په يو وخت کې دواړه درلوداى شي که نه او يا بايد له يوه سترګې پټې کړي؟

بل اړخ دادى،چې ووينو د علم په هکله د اسلام نظر څه دى او د اسلام په هکله د علم نظر څه دى،چې دا هم دوه برخې لري: يو دا چې اسلام د علم په هکله څرنګه سپارښتنې کړي دي؟ آيا سپارښتنه يې کړې،چې څومره مو له لاسه کېږي له پوهې ډډه وکړئ؟ آيا اسلام خپل شتون ته علم ګواښ او خطر ګڼي؟

د اسلام له راښکارېدو او د قرآن له راتګه څوارلس پېړۍ تېرېږي.په دې څوارلس پېړيو کې پوهه په تکامل او پرمختګ کې وه او په تېره بيا په دې وروستيو پېړيو کې پوهې په پرمختګ کې ستر ټوپ وهلى دى.اوس به وګورو،چې علم له دې دومره پرمختګ سره د اسلام د ټولنيز نظام او عملي او اخلاقي احکامو په هکله څه نظر لري؟ آيا په رسميت يې پېژني که نه؟ آيا د دين اعتبار او ارزښت يې ډېر کړى که لږ کړى يې دى؟

دا درې واڼه برخې د ويينې وړ دي؛خو زموږ ويينه پر علم او اسلام ده.

په اسلام کې د علم سپارښتنه

اړنګ نشته،چې اسلام د علم هومره د يو څيز سپارښتنه هم نه ده کړې. له پخوا راهيسې،چې څومره اسلامي کتابونه کښل شوي، د دين د نورو احکامو؛لکه لمونځ،روژې،حج،جهاد،پر نېکيو امر او له بديو منع تر څنګ د ((باب وجوب طلب العلم)) باب هم و او په اسلام کې د علم زده کړه فرض ګنل شوې ده.

د قرآن کريم پر آيتونو سربېره،په نبوي سننو کې د علم پر زده کړې خورا سپارښتنه شوې ده او د پېغمبر اکرم (ص) دا خبره (( د علم زده کړه پر ګردو مسلمانانو فرض ده)) يې يوه بېلګه ده.

بيا يې وويل : (( اطلبوا العلم ولو بالصين)) علم زده کړئ که څه په چين کې وي؛يعنې د علم زده کړه ټاکلى ځاى نه لري؛د نړۍ په هر ګوټ کې،چې وي،مسلمان بايد د علم په زده کړې پسې ولاړ شي.

بيا وايي: (( کلمة الحکمة ضالة المؤمن فحيث وجدها فهوا احق بها)) حکمت او علمي خبره د مؤمن ورک شوى څيز دى او په هر ځاى کې يې، چې ومومي بې ځنډه يې رااخلي؛يعنې ارزښت نه ورکوي،چې د حکمت خاوند مسلمان دى که کافر؛لکه څنګه چې څوک خپل ورک شوى څيز وويني؛نو بې ځنډه يې رااخلي؛مؤمن هم پوهه خپله ګڼي او د هر چا په لاس کې يې،چې وويني،رااخلي يې.

حضرت علي (ک) د همدې جملې په توضيح کې وايي:

(( حکمت د مؤمن ورک شوى څيز دى؛نو په لټه کې يې شئ ان که له کافر سره يې مو وموند؛نو تاسې تر هغو ورته خورا وړ ياست.))

کومه پوهه؟

خبره په دې کې ده،چې له علمه د اسلام مطلب کومه پوهه ده؟ کېداى شي څوک ووايي،چې پر علم له دې دومره سپارښتنو د اسلام مراد ديني زده کړه ده؛يعنې دا دومره سپارښتنې يې ددې لپاره کړي،چې خلک په دين پوه شي او که له علمه د اسلام مراد ديني زده کړه وي؛نو په حقيقت کې پر ځان يې سپارښتنه کړې او له علمه يې مراد دا نه دى، چې د کائنات په حقايقو ځان پوه کړو.که يو مسلک څومره هم د علم ضد وي او د خلکو د فکر د کچې له لوړېدو او پوهې سره مخالف وي؛نو له دې سره مخالف نه دى،چې خلک ورسره آشنا شي؛بلکې وايي به،چې له ما سره اشنا شئ او بې له ما له بل سر مه اشنا کېږئ؛نو که له علمه د اسلام مراد يوازې ديني زده کړه وي؛نو بايد وويل شي،چې له علم سره د اسلام هوکړه صفر ده او د علم په هکله د اسلام نظر منفي دى.

څوک چې له اسلامي ښوونو او سول سره اشنا وي؛نو دا احتمال بېخي نشي ورکولاى،چې له علمه د اسلام مراد يوازې ديني زده کړه ده. دا احتمال يوازې په دې وروستيو پېړيو کې د مسلمانانو له کړنو راپيدا شوى؛ګنې وايي: (( حکمت د مؤمن ورکه ده؛ نو لاس ته يې راوړئ ان که له کافره وي.))؛نو کافر له ديني زده کړې سره څه کار لري؟ د(( اطلبوا العلم ولو بالصين)) په جمله کې “چين” تر ټولو لرې سيمه انګېرل شوې او په دې اعتبار،چې هغه مهال “چين” د نړۍ يو علمي او صنعتي مرکز و؛نو څرګنده ده،چې “چين” نه هغه مهال او نه اوس د ديني زده کړو مرکز نه دى.

د رسول اکرم په ويناوو کې دا خبره تفسير شوې،چې د علم له زده کړې د اسلام مطلب څه دى؟؛خو پوهه يې ځانګړې کړې نه ده او وايي،چې د هغه علم زده کړه پکار ده،چې ګټوره وي او نه زده کول يې اسلام ته تاوان وي. هره پوهه،چې ګټه او اغېز ولري او هغه ګټه او اغېز اسلام په رسميت وپېژني؛يعنې هغه اغېز ښه او ګټور وګڼي؛نو اسلام د داسې علم سپارښتنه کوي.

نو حساب يې روښانه شو؛اوس بايد وګورو،چې اسلام څه ګټه او څه تاوان ګڼي. هره پوهه،چې د اسلام د وګړيز يا ټولنيزې موخې په پلي کېدو کې مرسته کوي او پرې نه پوهېدل د هغې موخې د پلي کېدو مخه ونيسي؛نو اسلام يې سپارښتنه کوي او د هغې پوهې مخالف دى او سپارښتنه يې نه کوي،چې د اسلامي موخو په پلي کېدو کې مرسته نه کوي او يا پرې ناوړه اغېز لري .

د ديني مشرانو سيرت

د لومړۍ هجري پېړۍ په پاى او د دويمې پېړۍ په پېل کې مسلمانان د نړۍ له علومو سره آشنا شول او د “يونان”،”هند” او “چين” علمونه يې وژباړل . بلخوا ګورو،چې دولس ګونو امامانو د خلفاوو پر ډېرى کارونو نيوکې کولې او که اسلام د علم په هکله منفي نظر درلود او د دين له منځه وړونکيو يې ګاڼه؛نو دولس ګونو امامانو به د خلفاوو پر دې کار خورا نيوکې کولې،چې له نورو ملتونو يې ډول ډول علمونه وژباړل .

د قرآن کريم سول – منطق

قرآن کريم پوهه نه ده ځانګړې کړې. قرآن پوهه رڼا او ناپوهي تياره ګڼي او وايي: په مطلقه توګه رڼا پر تياره غوراوى لري .

قرآن په ډاګه د تفکر لپاره ځينې موضوعات وړانديزوي او دا هماغه موضوعات دي،چې پکې د څېړنې پايله همدا طبيعي علوم،رياضي، بيولوژي،تاريخ او…. دى،چې نن په نړۍ کې ليدل کېږي.

قرآن په ډاګه ددې چارو څېړنې ته رابولي او پوهېږو،چې په دې چارو کې څېړنه د نجوم،کيهان پوهنې،ستور پوهنې،ځمکپوهنې،سمندر پوهنې، جوي اوضاع،څاروي پوهنې او …. د راپيدا کېدو لامل شوې ده، همدا راز وايي :

((إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاخْتِلاَفِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَالْفُلْكِ الَّتِي تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِمَا يَنفَعُ النَّاسَ وَمَا أَنزَلَ اللّهُ مِنَ السَّمَاء مِن مَّاء فَأَحْيَا بِهِ الأرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِيهَا مِن كُلِّ دَآبَّةٍ وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ وَالسَّحَابِ الْمُسَخِّرِ بَيْنَ السَّمَاء وَالأَرْضِ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ (بقره/١٦٤)= سکه د اسمانو او ځمكې په پېدايښت كې، يو په بلې پسې د شپې او ورځې په راتګ كې، په هغو بېړيو كې چې د خلكو د ګټې لپاره په سمندرونو كې ګرځي؛ اوبه چې خداى له پاسه را اوروي او پر هغوى مړه ځمكه را ژوندۍ كوي او ډول ډول خځنده يې پكې خپاره كړي دي او (همداراز) د بادونو په لګولو كې او په هغو ورېځو كې چې د اسمانو او ځمكې ترمنځ د امر تابع دي (؛نو دا) هغو خلکو ته (د يوه پاک ذات) بې شمېره نښې دي، چې عقل لري او له پوهې كار اخلي .))

((إِنَّ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ لَآيَاتٍ لِّلْمُؤْمِنِينَ (جاثيه/٣)= په رښتيا په اسمانو او ځمكه كې مؤمنانو ته (پرېمانه) نښې دي.))

((أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ أَنزَلَ مِنَ السَّمَاء مَاء فَأَخْرَجْنَا بِهِ ثَمَرَاتٍ مُّخْتَلِفًا أَلْوَانُهَا وَمِنَ الْجِبَالِ جُدَدٌ بِيضٌ وَحُمْرٌ مُّخْتَلِفٌ أَلْوَانُهَا وَغَرَابِيبُ سُودٌ (فاطر/٢٧)= ايا نه وينې، چې خداى له اسمانه اوبه اوروي،چې موږ پرې (له ځمكې) ډول ډول مېوى راباسو،چې بېلابېل رنګونه لري (او د پالونکي د لطف له مخې) په غرونو كې هم سپينې او سرې او په بېلابېلو رنګونو او كله هم تكې تورې لارې (او ليكې) دي ( چې موږ پېداكړې دي )؟!))

قرآن د خپل راتلو پيل په ((لوست)) او ((پوهه)) وکړ.

((اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ . خَلَقَ الْإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ . اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ . الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ . عَلَّمَ الْإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ (علق/٥-١)= ولوله ،د خپل پالونكې په نامه ،چې (هر څه يې) شته كړي دي،انسان يې له ځوړندې (پرنډې وينې) پيداكړ. ولوله چې ستا پالونكى (تر ټولو) ډېر عزتمن دى؛ هغه [پالونكى]،چې په قلم يې ښوونه وكړه، انسان ته يې هغه څه وښوول، چې پرې نه پوهېده . ))

توحيد او پوهه

اسلام هغه دين دى،چې په توحيد پېلېږي او توحيد يوه تعقلي مسئله ده،چې تقليد او تعبد پکې جايز نه دى او هرومرو بايد تعقل او استدلال وشي او که اسلام په ثنويت يا تثليث پېلېده؛نو نه يې شو کړاى، چې دې ويينې ته ننوتل يې ازاد پرېښي واى او بې له دې يې بله چاره نه درلوده،چې ممنوعه سيمه يې اعلان کړي؛خو اسلام په توحيد پيل شوى،چې نه يوازې ممنوعه سيمه يې نه ګڼي؛بلکې د ټولو ورننوتل پکار ګڼي. د قرآن له نظره ددې سيمې ور ټول کائنات دي،د ننوتو کارت يې پوهه ده او پکې د ګرځېدو وسيله د تفکر ځواک،استدلال او سول دى.

دا هغه موضوعات دي،چې قرآن يې سپارښتنه کوي؛خو دا چې مسلمانانو و نه شو کړاى په دې چارو کې پلټنه وکړي او د خپلو مطالعاتو وخت پر هغه چارو ولګوي،چې بېخي يې قرآن سپارښتنه نه ده کړې.

دا ټول هغه شواهد دي،چې ښيي له علمه د اسلام مراد يوازې ديني زده نه ده او له پخوا هم دا خبره نوموتې وه،چې له علمه د اسلام مراد کومه پوهه ده؟ او هر چا به د خپلې پوهې له مخې ويل : د پېغمبر اکرم ددې خبرې مراد پلانۍ پوهه ده؛د بېلګې په توګه : متکلمينو به ويل: مراد يې د کلام پوهه ده.فيلسوفانو ويل: مراد يې فلسفه ده.مفسرينو ويل: مراد يې د تفسير علم دى.محدثينو ويل: مراد يې د حديث علم دى.د اخلاقو پوهانو ويل : مراد يې د اخلاقو پوهه ده.په دې هکله امام غزالي شل قوله رانقل کړي؛خو د څېړونکيو د وينا له مخې،د اسلام مراد يوه ځانګړې پوهه هم نه ده او که مراد يې کومه ځانګړې پوهه وه؛نو پېغمبر اکرم به پر هماغه پوهه ټنيګاره کاوه او مراد يې ګټوره پوهه ده،چې په کار راشي.

علم وسيله ده که موخه؟

د اسلام له نظره علم وسيله ده که موخه؟ اړنګ نشته،چې ځينې پوهې موخه ده؛لکه د خداى پېژندنه،ربوبي معارف،ځان پېژندنه،معاد او هغه پوهې،چې په خداى پېژندنې پورې اړوند وي او تر دوى،چې راتېر شو؛نورې پوهې وسيله دي؛نه موخه؛يعنې هر پوهه له هغه امله پکار او ګټوره ده،چې د يوې دندې او عمل د ترسره کېدو سريزه ده.ټول ديني علوم_بې له الهي معارفو_؛لکه د اخلاقو علم،فقه او حديث وسيله دي؛نه موخه.

ديني علماء او فقهاء يوه اصطلاح لري،چې وايي: د علم وجوب تهيوى دى؛يعنې له هغه امله واجب دى،چې د هغه چار تر سره کولو ته دې چمتو کوي،چې اسلام يې سپارښتنه کړې ده . ان د لمونځ، روژې، زکات،خمس،غسل او…په هکله پوهه هم ددې لپاره ده،چې د بلې دندې ترسره کولو ته دې چمتو کړي.

چې په دې خبره پوه شو؛نو بله مسئله رامنځ ته کېږي،چې اسلام څرنګه دين دى،څه موخې لري او څرنګه ټولنه غواړي؟ اسلامي موخې څومره پراخوالى لري؟ آيا اسلام يوازې پر عبادي او اخلاقي مسايلو بسيا کړې ده؟ يا د احکامو لمن يې پراخه ده او د بشر ټولې اړتياوې؛لکه سياسي،وټييزې،امنيتي،ټولنيزې او… رانغاړي. آيا اسلام غواړي مسلمانان خپلواک وي يا ارزښت نه ورکوي،چې د بل تر واک لاندې وي؟څرګنده ده،چې اسلام خپلواک،ازاده،سرلوړې او غني ټولنه غواړي.

بله خبره دا،چې نن نړۍ پر علم چورلي.د ټولو اړتياوو کونجي پوهه ده او بې له پوهې نه شو کړاى خپلواکه،ازاده،سرلوړې او غني ټولنه ولرو؛نو په خپله دا پايله اخلو،چې په دې پېر کې د هغو علومو زده ورته فرض ده، چې د اسلامي موخو په پلي کولو کې مرسته کوي.

نو په دې کچه کړاى شو : ټولې ګټورې پوهې،دينې پوهې وګڼو او کړاى شو پوه شو : کومه پوهه کفايي فرض او کومه عيني فرض ده او پوهېداى شو: يوه پوهه کېداى شي په يو وخت کې فرض؛خو په بل وخت کې نه وي او دا خبره د هغو کسانو په هوښيارتوب او ځيرکتوب پورې اړه لري،چې په خپل وخت کې اجتهاد کوي او احکام استنباطوي.

 

شخړه راولاړوونکې پوهه رټل شوې ده.

حضرت علی (ک) وايي:

« يمزج العلم بالحلم؛ د متقي پوهه له زغم سره اخږل شوې ده»

زغم هغه دی چې ددې ډول دنيوي شخړو د لرې کولو لاملېږي او نښتې کموي. لکه څنګه چې تر دې مخکې هم تېر شو، هره پوهه مطلوبه او ښه نه ده. پوهه چې له هره ځايه انسان شخړې ته راکاږي کټ مټ له همغه ځايه رټل کېږي. هغه پوهه او علم چې يو تن د نورو نعمتونو په څېر پلور ته، يا په بله وينا تکاثر او تفاخر ته ترلاسه کړي، چې د يو توکي په توګه يې وړاندې کړي او چېرې چې ګران پېرل کېږي، هملته یې وپلوري، نو دا علم هډو هغه علم نه دی چې خدای او د اسلام مشران يې وايي او دا هغه پوهه ده چې پېغمبر(ص) ترې خدای ته پناه وړه او ويل يې:

«خدايه له بې ګټې پوهې پناه دروړم[1]»

دا چې ويل کېږي علم بايد له زغم سره واغږل شي او لازم دي چې زغم بايد د پوهانو يوه ځانګړنه وي، دليل يې دادی چې علم د شخړو لاملونه چمتو نکړي. هم د انسان دننه آسوده او بې غمه وساتي او دباندې يې د جګړی له بلولو وژغوري. د صحيفه سجاديه په مکارم الاخلاق دعا کې سوچ وکړئ او ووينئ چې امام سجاد له خدايه څه غواړي:

اللهم صل على محمد و آله و حلنى بحليه الصالحين و البسنى زينه المتقين فى بسط العدل… و الافضال على غير المستحق و القول بالحق و ان عز و استقلال الخير و ان كثر من قولى و فعلى و استكثار الشر و ان قل من قولى و فعلى و اكمل ذلك لى بدوام الطاعه و لزوم الحماعه و رفض اخل البدع و مستعملى الراى المخترع

«خدايه، پر محمد او آل يې درود ورولېږه او د صالحينو او متقينو په ښکلا مې ښکل کړه، چې د عدل په پراخولو کې هڅاند او سم او پر هغو کسانو لورنه وکړم چې څه حق راباندې نلري او که څه هم حق راته سخت پرېوځي ويې وايم او ښې ويناوې او کړنې که څه لږې وي، ډېرې وبولم، او بدې کړنې مې ډېرې وبولم، که چه لږې هم وي او دا ګرد د اطاعت په غځونې، د جماعت په لزوم او د نوښتګرو – بدعتیانو په پرېښوو راپوره کړه»

خدايه! داسې مې کړه چې پر هغه ولورېږم، چې مستحق نه دی. خلک معمولاَ د حقوالو حق نه ورکوي، د نامستحقينو خو لا څه.

خو امام له خدايه تر دې يوه اوچته مرتبه غواړي. وايي خدايه، دومره پراخ ظرفيت را، چې پر هغه ولورېږم چې ان حق یې هم نه دی او پر ځان يې ورړومبی کړم. تل حق ووايم او په عاجزۍ خپلو ښو چارو ته ډېر اهميت ورنکړم.

که ځير شئ ددې ګردو فضايلو (حق ويل، لورنه، عاجزي، د عدل خپرول، د بدعت او نوښت له منځه وړل) خورا لږ اغېز دادی چې د لانجو سترګې ړندوي او د دښمنۍ مورينه شنډوي.

څوک چې حق حقوال ته نه ورکوي او بلکې ترې غلا کوي يې هم، نو دا د ډېرو شخړو د راولاړولو لاملېږي یا هغه چې نه یوازې حق حقوال ته ورکوي؛ بلکې تر دې هم اوچت ګام اخلي او هغه چې حق یې هم نه دی تر ځانه یې ړومبی کوي ؟ هغه چې ځان لوړ بولي او تر نورو ځان غوره ګڼي؛ نو ایا دا کس ډېر له نورو سره لاس وګرېوانېږي یا هغه چې له خلکو سره ښه راشه درشه او عاجزي خپلوي. له آره ولې تکبر بد دی؟ ایا بې د شخړو له راولاړولو د کبر ټولنیزه ونډه څه ده[2]؟

د هغو کسانو ترمنځ چې په خپلو کې یو پر بل کبر کوي او هر یو بل ته ځان ټیټ او کم ګڼي او په هر ځای کې ځان ته په ړومبیتوب قایل دی او خپل شان یې چې څنګه دی ترې اوچت ویني چې دی او یوازې خپل حقوق واجب الاحترام پرېږدي، نو ایا په دوی کې د خوندیینې او سلامتي زمینه ډېره ده یا د هغو کسانو ترمنځ چې عاجزي او تواضع کوي او هیڅوک له خپلې بړستنې پښې دباندې نه وباسي او خپل حق څنګه چې دی پېژني او بلکې ځان تر نورو ټیټ بولي؟ په همدې دلیل وایو که د عالم پوهه په کبر پای ته ورسېده؛ نو دا علم په درد نخوري او له ضاره او زیان رسوونکیو علومو ځنې شمېرلیږي نه ګټورو. د علم زده کړه ددې لپاره ده، چې انسان هم خپل ضمیر آسوده او بې غمه کړي او خلکو ته ګټه ورورسوي. که څوک د علم په زده کړه، لا داړن، لا کبرجن او ښه تمکار شو؛ بېشکه د دغسې شیطاني نوکر پوهه ګټوره نه ده. نورو رذایلو ته وکورئ، ووینئ چې ټولنیزه ونډه یې څه ده. کینه، غیبت، ظلم، ډېر غوښتنه، اسراف، وندل کنځل، غلا، کبر، سپکاوی او اهانت، ډېرخوري، وییدل….. ایا دا ټول آرامي ځپاندي او لانجې راولاړوونکي نه دي؟ یو کینه کښ په پام کې ونیسئ، شونې ده، چې کینه کښ بل ته زیان ونه رسوي؛ خو بېشکه ځان دننه سوځوی. د سعدي په وینا:

توانم آنكه نيازارم اندرون كسى        حسود را چه كنم كو ز خود به رنج در است؟

(گلستان، ص 63)

دا ځورونه، دا دنننۍ جګړه او اور چې کینه کښ د ځان پر ضد بل کړی او کوم رذیل خوی چې ورسره مل دی، یوه شیبه یې هم آرام او بې غمه نه پرېږدي.

پایله دا چې، یو له هغو چارو چې باید د اخلاقو کچه، چورلیز او آریزه تله چې له ستایل شویو صفاتو ځنې د رذیله صفاتو په تشخیص کې په پام کې ونیسو، همدا ده چې ووینو ایا دا ځانګړنه د انسان په دننه او دباندې کې، په ځان او خلکو کې شخړې لاډېروي یا یې راولاړوي.

 

[1] نعوذ بالله من علم لاينفع (بحارالانوار، ج 2) و اللهم انى اعوذبك من علم لاينفع (الترغيب و الترهيب، ج 1).
[2] د کبرجن له روحي وضع به تېر شو، چې دننه پکې ډول ډول لانجې روانې دي

سرچینه: بیست ګفتار، استاد مطهری

 

 

 

 

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!