تبلیغات

کلام د کلام علم هم سل په سلو کې یو اسلامي علم دی.د کلام علم په اسلامي عقایدو کې په تحقیق او له هغې څخه په دفاع پورې مربوط دی. که د اعتقاد دا چار محض عقلیات وي، لکه په توحید او د خدای په صفاتو پورې اړوند مسایل او که نقلیات وي،چې پرې اعتقاد […]

کلام

د کلام علم هم سل په سلو کې یو اسلامي علم دی.د کلام علم په اسلامي عقایدو کې په تحقیق او له هغې څخه په دفاع پورې مربوط دی. که د اعتقاد دا چار محض عقلیات وي، لکه په توحید او د خدای په صفاتو پورې اړوند مسایل او که نقلیات وي،چې پرې اعتقاد درلودل او نه درلودل د انسان په سرنوشت کې موثر وي،لکه د شیعه له نظره د امامت مسله. له همدې کبله کلام دوه څانګو ویشل کېږي: عقلي کلام او نقلي کلام.

د اسلام غوندې په یو دین کې،چې د مبداء،معاد،انسان او جهان په اړه یې ډېر مسایل طرحه کړي او د لومړیو اسلامي پېړیو د ټولنې په شان په یوه ټولنه کې ،چې یو ځواکمن علمي نشاط پرې واکمن و؛نو په داسې دین او ټولنه کې د کلام د علم راپیدا کېدل طبیعي او ضروري دي. قرآن کریم رسماً په ځینو اعتقادي مسایلو لکه، توحید، معاد او نبوت استدلال کوي او برهان ورته اقامه کوي او له مخالفانو څخه حجت او برهان غواړي.

قُلْ هَاتُواْ بُرْهَانَكُمْ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ (بقره، ۱۱۱ آیت)

قطعاً او مسلماً حضرت علي لومړی کس و،چې په عقلي اسلامي مسایلو کې یې په تجزیه او تحلیل لاس پورې کړ او د قِدم، حدوث، متناهي او غیر متناهي، جبر او اختیار،بساطت او ترکیب او داسې نور مسایل یې طرح کړل. په همدې دلیل په عقلي علومو کې تل تشیع تر غیر تشیع مخکې و.

د کلام په برخه کې اسلام ته د ایرانیانو په خدمت کې موږ خپل بحث له شیعه ایرانیانو څخه پيل کوو:

۱- علي بن اسماعیل میثم تمار

دا لومړی شیعه متکلم دی،چې په کلامي مسایلو کې یې کتاب تالیف کړی دی. خپله میثم تمار تکړه شیعه سخنور او خطیب او د حضرت علي له نږدې یارانو څخه دی. میثم تمار د هجر اوسېدونکی دی او بحرینی او یو ایرانی وګړی شمېرل کېږي. لمسې یې علي بن اسماعیل بن میثم د دویمې پېړۍ له مشهورو متکلمینو و، ضراربن عمرو ابوالهذيل علاف او عمروبن عبيد سره په یو وخت کې و له دوی سره یې په اعتقادي مسایلو کې مباحثات کړي دي.

۲- هشام بن سالم جوزجاني

د امام صادق له نږدې یارانو څخه دی. د امام صادق په یارانو کې یوه ډله ده،چې امام صادق ورته (( متکلم)) ویله. په کافي کې راغلي،چې دا کسان په کې شامل وه: حمران بن اعين ، مؤمن الطاق ، قيس بن‏ الماصر و هشام بن الحكم او نور.

وايي قیس بن ماصر هماغه کس دی،چې کلام یې له حضرت علي بن الحسین څخه زده کړ.(تأسيس الشيعة ، صفحه . 358)

۳- فضل بن ابوسهیل بن نوبخت

له آل نوبخت څخه دی.لکه څرنګه،چې ابن الندیم ویلي آل نوبخت په تشیع مشهور دي او درې پېړیو په اوږدو کې ترې ډېری فضلاء راولاړ شوي دي،چې اوس یې د توضیح کولو وخت نشته. نوبخت خپله منجم و او د منصور په دربار کې و. د شیعه ډېری متکلمین د نوبخت له خاندان څخه دي لکه : فضل بن ابی سهل بن،چې د هارون الرشید په وخت کې د مشهورې کتابخانې (( بیت الحکمة)) په مشرۍ کې و او په هاروني او ماموني دوره کې له پارسي څخه عربۍ ته د مترجمینو په ډله کې شمېرل کېږي. بل یې اسحاق بن ابی سهل بن نوبخت او د هغه زوی اسماعیل بن اسحاق بن ابي سهل بن نوبخت او بل زوی یې علی بن اسحاق او لمسی یې ابوسهل اسماعیل بن علي بن اسحاق دی،چې په شیعه کې یې ورته د شیخ المتکلمین لقب ورکړی دی. بل یې حسن بن موسی نوبختي دی،چې د ابوسهیل اسماعیل بن علي د خور زوی یا خوره یې دی او له دې ایراني خاندان څخه نور کسان هم شته دی. ( کافي، جلد ۱/ ص ۳۶۲- ۳۷۵ او د نوبختي خاندان، تالیف مرحوم عباس اقبال آشتیاني)

۴- فضل بن شاذان نیشاپوري

د دویمې پېړۍ په وروستیو کې او د درېمې پېړۍ په پیل کې اوسېده.مخکې مو د ده په اړه خبرې وکړې. فضل بن شاذان د حضرت رضا، حضرت جواد، او حضرت هادي له یارانو څخه و او په کلام کې یې ډېری کتابونه لیکلي دي.

۵- محمد بن عبدالله بن مملک جرجاني اصفهاني

په درېمه پېرۍ کې له ابوعلي جبايي سره په یو وخت کې و.

۶- ابوجعفرابن قبه

په درېمه پېړۍ کې اوسېده. د ده او ابوالقاسم کعبي بلخي ترمنځ د امامت د مسایلو په اړه کتبي مباحاثات او مناظرات شوی دي.

۷- ابوالحسن سوسنګردي

له ابن رقبه سره په یو وخت کې و. ویل کېږي،چې د ابوسهل اسماعیل بن علي نوبختي له غلامانو څخه و او حج ته پنځوس ځلې پیاده تلی دی.

 

۸- ابوعلي ابن مسکویه رازي اصفهاني

چې له سترو اسلامي متکلمینو، حکیمانو او طبیبانو څخه دی. د نوموړي (( الفوز الاکبر و الفوزالاصغر)) کتابونه چاپ شوي دي. (( طهارة الاعراق)) یې د اخلاقو په علم کې مهمترین اسلامي کتاب دی. د مشهور اسلامي حکیم او طبیب ابو علي سینا سره په یو وخت کې و. په ۴۳۱ هجري کې مړ شوی دی.

شعیه او غیر شیعه متکلمین ډېر زیاد دي. ایراني شیعه متکلمین هم خورا زیاد دي. د بېلګې لپاره موږ له دوېمې پېړې څخه تر څلورمې پېړۍ پورې د پورتني کسانو نومونه واخستل. په دې وروستو پېړیو کې شیعه متکلمین د اسلامي کلام د علم ارکان جوړوي.

د اسلامي نړۍ د مشهور سیاستمدار، ریاضي دان، متکلم او حکیم خواجه نصیرالدین طوسي تر ظهور او د هغه د (( تجرید)) کتاب تر تدوین وروسته شیعه کلام لاپسې اهمیت پیدا کړ او نوموړی کتاب تر بل هر کتاب څخه ډېر په شیعه او سني کې د کلامي بحثونو محور شو.

عامه متکلمین

د اهل سنتو ډېری متکلمین او شاید اکثریت یې ټول ایرانیان دي. حسن بصري او بیا یې شاګرد واصل بن عطاء غزال ‏تر ټولو پخواني متکلمین دي،چې دواړه موالي دي.

۱- حسن بصري

د لومړې پېړې په دویمه برخه کې او د دوېمې پېړۍ په پیل کې اوسېده. په ۱۱۰ هجري کې مړ شوی دی.(ريحانةالادب ، جلد 1 صفحه . 269 )

۲- واصل بن عطاء

د حسن بصري شاګرد دی،چې له خپل استاد څخه یې انشعاب وکړ او مستقل شو او لار یې ترې بېله کړه او له همدې ځای څخه د معتزله مکتب د بنسټ ډبره کېښودل شوه. په ۱۸۱ هجری کې مړ شوی دی. (ابن خلكان جلد 5 صفحه 60 په درالفهرست کې وايی،چې په ۱۳۱ هجري کې مړ شوی دی او ظاهراً همدا سم دی)

۳- ابوالهذیل علاف

دا سړی هم موالي دی. د عقلي کلام بنسټګر ګڼل کېږي. فوق العاده زبردست و او له فلسفي کتابونو سره یې اشنايي درلوده. د میلاس په نامه یې مجوسی لیکوال درلوده. دې لیکوال یوه ورځې د مجوسیانو یوه ډله راټوله کړه او له ابوالهذیل سره یې د توحید او ثنویت په اړه بحث وکړ.ابوالهذیل هغوی ټول محکوم کړل او میلاس مسلمان شو. شبلي

نعماني او نورو لیکلي،چې د ابوالهذیل په لاس څو زره ایراني مجوسیان مسلمانان شول. خلکو به له ابوالهذیل سره له مناظرې څخه ډده کوله،ځکه هغه فوق العاده قوي و. د هغه وخت له مشهور شکاک او زندیق صالح بن عبدالقدوس سره مشهوره مناظره لري،چې ابن الندیم رانقل کړې ده.( الفهرست صفحه . 252) ابوالهذیل یوازې له یو کس څخه له مناظرې وېره درلوده او هغه مشهور عرب شیعه متکلم هشام بن الحکم دی،چې نوموړی د امام صادق له شاګردانو ځنې و.( تاريخ علم كلام شبلی نعمان صفحه . 31)

۴- ابراهیم بن سیار

په نظام مشهور دی او په ۲۲۱ هجري کې مړ شوی دی.نوموړی د ابن خلکان د وینا له مخې بلخې و،چې دا خبره یې د خپل کتاب د درېم جلد د محمد بن عبدالکریم شهرستاني تر احوال لاندې کړې ده. په کلام او فلسفه کې د نظام نظریات مشهور دي او نظام د هشام بن الحکم شاګرد و.

۵- عمرو بن عبید بن باب

پلار یې د کابل له اسیرانو څخه دی او د بصره په پلیسو کې یې خدمت کاوه. عمرو بن عبید ۸۰ ام هجري کې مړ شوی دی او تر ۱۵۰ هجري مخکې مړ شوی دی. عمرو بن عبید خارجیګرۍ ته تمایل لري او په مناعت مشهور دی. د خلافت تر دورې مخکې له منصور عباسي سره ملګری و. د خلافت په وخت کې یوه ورځ هغه منصور ته راغې، منصور یې ډېر درناوی وکړ او ترې ویې غوښتل،چې نصحیت ورته وکړي، عمرو ورته وویل: ملک او سلطنت،چې اوس ستا په لاس کې دی،چا ته هم پایدار نه پاتې کېږي، له هغې شپې ووېرېږه،چې سبا به یې قیامت وي.

عمرو،چې تله؛نو منصور حکم وکړ،چې زر درهمه دې ورکړل شي؛خو عمرو و نه منل، منصور قسم ورکړ؛خو بیا هم عمرو و نه منل. د منصور زوی او د هغه ولیعهد مهدي په غونډه کې ناست و او په غوسه شو او ویې ویل،چې ولې د خلیفه پر وړاندې قسم خورې! عمرو پوښتنه وکړه،چې دا ځوان څوک دی؟ منصور ورته وویل، زوی او ولیعهد مې دی.

عمرو ورته وویل، په خدای قسم،چې د نیکانو جامې دې وراغوستي او داسې نوم( مهدي) دې پرې ایښی،چې د دې نوم وړ نه دی او داسې منصب دې ورته چمتو کړی،چې ګټه اخستنه ترې له غفلت سره مساوي ده. بیا عمرو، مهدي ته مخ کړ او ویې ویل: هو! وراره! په دې کې مانع نشته،چې پلار دې قسم وخوري او عمومیت یې د قسم خوړنې موجبات فراهم کړي. که داسې وي،چې یا دې پلار یا هم زه د قسم کفاره ورکړم ؛نو پلار دې په دې کار کې ځواکمن دی. منصور وویل،چې هر حاجت لرې ویې وایه. ویې ویل، یوازې یو حاجت لرم او هغه دا چې بل کوم کس راپسې را ونه لېږې. منصور ورته وویل، چې د عمر تر پایه به راسره و نه ګورې. ده ورته وویل، زما حاجت همدا دی. عمرو روان شو او منصور ورته خړ خړ لیدل او د عمرو پر وړاندې یې د حقارت احساس کاوه او په دې وخت کې یې درې مشهورې مصرې وویلې:

كلكم يمشی رويد

كلكم يطلب صيد

غير عمرو بن عبيد

عمرو بن عبید هماغه کس دی،چې هشام بن الحکم يې په ناپېژندل شوي څېره درس ته راننوت او د امامت په اړه یې ترې پوښتنې وکړې،چې عمرو یې ډېر پریشانه کړ او ګومان یې وکړ،چې دا خو هشام بن الحکم دی، تر پېژندنې وروسته یې د هشام ډېر درناوی وکړ.(كافی ، چاپ آخوندی ، جلد 1 صفحه . 170)

دا څه چې مو وویل،د لومړۍ او دوېمې طبقې اهلسنت ایراني متکلمین دي. په وروسته طبقاتو او پېړیو کې له ایران څخه ډېری سني مذهبه متکلمین راپاڅېدل،چې په اختصار سره یې نومونه دا دي:

بن المنجم نديم الموفق والمكتفی بالله،چې د ساساني یزدجرد له لمسیو ځنی دی.

په درېمه پېړۍ کې و ابوالقاسم كعبي بلخي ، ابوعلي جبائي خوزستاني او د هغه زوی ابوهاشم جبائي .

په څلورمه پېړۍ کې ابومنصور ماتريدي سمرقندي ،ابن فورك اصفهاني نيشاپوري او ابواسحاق اسفرائني.

په پنځمه پېړۍ کې ابواسحاق شيرازي ،امام الحرمين جويني او امام محمد غزالي.

په شپږمه پېړۍ کې فخرالدين رازي ،ابوالفضل بن العراقي او محمد شهرستاني.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست