تبلیغات

علي(ک) د حضرت عثمان بن عفان (رض) له نظره ٭ حضرت عثمان په حضرت علي پسې راوګرځېد او ترې و يې غوښتل، چې راوګرځي.حضرت علي هم وروګرځېد. بيا حضرت عثمان علي ته په كتو شو؛حضرت علي ورته وويل:دا پر تا څه شوي؟ ولې راګورې؟ حضرت عثمان ورته وويل: د څښتن له رسوله مې اورېدلي چې:(( […]

علي(ک) د حضرت عثمان بن عفان (رض) له نظره

٭ حضرت عثمان په حضرت علي پسې راوګرځېد او ترې و يې غوښتل، چې راوګرځي.حضرت علي هم وروګرځېد. بيا حضرت عثمان علي ته په كتو شو؛حضرت علي ورته وويل:دا پر تا څه شوي؟ ولې راګورې؟ حضرت عثمان ورته وويل: د څښتن له رسوله مې اورېدلي چې:(( علي ته كتل عبادت دى. [1]))

٭ درېم خليفه له حضرت علي درې ځلې د سياسي چارو لپاره مرسته وغوښته او بلنه يې وركړه . پر لومړي ځل د هجرت پر 22كال؛ يعنې پر همغه كال چې خليفه شو،دويم ځل د هجرت پر 27كال او درېم ځل د هجرت پر 32كال؛ خو حضرت علي د خليفه يوه بلنه هم ونه منله او و يې ويل: يو اړين كار چې بايد وشي د قرآن آيتونه د كتاب په بڼه راغونډول دي، چې په دې كار كې مرستې ته چمتو يم[2].

 حضرت علي ته د حضرت عثمان مراجعات

( امام انس بن مالک؛موطاء : باب طلاق مريض :٣٦ مخ ) په خپل سند له محمد بن يحيى بن حبان روايتوي،چې وايي : نيکه مې دوه ښځې درلودې،چې يوه يې هاشمي او بله يې انصاري وه؛ انصاري ته يې طلاق ورکړ حال داچې شيدې يې ورکولې او تر يو کال وروسته په خپله مړ شو. دې ښځې يې ادعا وکړه،چې زه يې اوس هم ښځه يم؛ځکه تر اوسه مې لا حيض نه دى راغلى،چې دې دواړو ښځو خپل شکايت حضرت عثمان بن عفان ته يووړ، چې عثمان بن عفان حکم وکړ : په ارث کې يې برخه ده، چې هاشمي ښخې ملامته کړ او ورته يې وويل : دا څنګه حکم دې وکړ . عثمان بن عفان ورته وويل : ما دې د تره له زوى علي بن ابيطالب پوښتنه وکړه او هغه داسې حکم کړى دى .

دا روايت ( بيهقي؛ سنن :اووم ټوک،٤١٩ مخ ) ، ( شافعي؛مسند : د عدد کتاب : ١٧١ مخ ) ، ( ابن حجر؛اصابه :اتم ټوک،لومړى قسم، ٢٠٤ مخ ) ، ( ابن عبدالبر؛استيعاب :دويم ټوک،٧٦٤ مخ ) ، ( محب طبري؛رياض النضره :دويم ټوک،١٩٧ مخ ) او محب طبري يې په پاى کې راوړي : حضرت عثمان وويل: زه په دې مسله نه پوهېږم او خپله شخړه مو علي ته يوسئ . حضرت علي ورته وويل : د رسول اکرم د منبر تر غاړې قسم وخوره، چې په دې موده کې يې درې ځل حيض نه دى راغلى . ښځې هم قسم وخوړ او له هغه بلې ښځې سره په ميراث کې شريکه شوه .

( امام انس بن مالک؛موطاء : د حدود کتاب :١٧٦ مخ ) يو روايت نقل کړى،چې يوې ښځې شپږ مياشتنى ماشوم وزيږاوه،چې خبره يې حضرت عثمان بن عفان ته راوړه او هغه هم علي ته ورلېږل،چې دې ته ورته کيسه مو د حضرت عمر بن خطاب په مراجعاتو کې هم وکړه؛خو په دومره توپير، چې عثمان وويل : ولاړشئ او ښځه راولئ؛خو د سنګسار حکم يې و نه کړ؛خو اوبه له ورخه تېرې وې .

دا روايت بيهقي هم د سنن د اووم ټوک په ٤٤٢ مخ کې له مالک نقل کړى دى .

سيوطي په درالمنثور کې د ( ووصينا الانسان بوالديه احساناً ) د آيت په تفسير کې دې روايت ته ورته يوه بله کيسه نقل کړې،چې د جهينيه د ټبر يوې ښځې شپږ مياشتنى ماشوم وزېږواه،چې د امام ځواب ورته هماغه و،چې په دوو تېرو روايتونو کې ورته اشاره وشوه؛نو د لنډيز لپاره مو دلته نه دى راوړى او بيا همدا کيسه ابن جرير د خپل تفسير د پينځه ويشتم ټوک په ٦١ مخ کې نقل کړې ده .

( امام احمد بن حنبل؛مسند :لومړى ټوک،١٠٠ مخ ) په خپل سند له عبدالله بن حارث نوفل هاشمي روايتوي،چې وايي : پلار ته مې حضرت عثمان د مکې د کومې چارې واک ورکړى واو حضرت عثمان،چې مکې ته راغى؛نو زه او پلار مې د حارث ليدو او ستړو مه شو ته ورغلو او په قديد کې کوز شو؛ځکه حضرت عثمان هلته اړولې وه او د سيمې خلکو ورته سيسۍ ښکار کړې وې؛نو هغه مو ورته قورمه پوخ کړ ورته مو يووړ،چې د حضرت عثمان يارانو يې له خوړو ډډه وکړه،چې موږ محرم يو او د احرام په حال کې نشو کړاى د ښکار غوښه وخورو . حضرت عثمان وويل: موږ خو څه په خپله ښکار نه دى کړى؛بلکې اهل حل _ څوک چې محرم نه وو_ښکار کړى دى او موږ ته يې راکوي او دا خو پروا نه لري او چا ويل چې پروا لري ؟ عبدالله بن حارث وايي : ته به وايې،چې همدا اوس يې وينم چې علي راروان دى او خپل لاسونه يې له هغو وښو څنډل،چې څارويو ته يې اچولي وو . حضرت عثمان وويل : هغه ښکار،دى چې اهل حل کړى موږ خو امر هم نه دى کړى،چې ښکار وکړئ او ورته مو نه دي ښوولي،چې هغه ښکار کړه؛ ځکه په احرام کې څوک نشي کړاى،چې څه وښيي چې ښکار يې کړه او موږ خو د دوى مېلمانه يو؛نو دا خو څه پروا نه لري . حضرت علي غوسه شو او و يې ويل : زه ناستو کسانو ته پر خداى قسم ورکوم،چې پاڅئ او شهادت ورکړئ،چې رسول اکرم ته يې د ښکار د غوښې پنډۍ راوړه او رسول اکرم وويل : اهل حل ته يې ورکړئ؛ځکه په احرام کې و؛نو ځکه يې و نه خوړه،چې بيا دولس کسان پاڅېدل او شهادت يې ورکړ،چې رسول اکرم هغه غوښه و نه خوړه . حضرت علي بيا وويل :تاسې ته قسم درکوم،چې شهادت ورکړئ،چې رسول اکرم ته يې د احرام په حال کې د شتر مرغ غوښه راوړه،چې و يې ويل :موږ محرم يو او اهل حل ته يې ورکړئ . چې بيا تر دولس کسانو لږ پاڅېدل او شهادت يې ورکړ . بيا حضرت عثمان هغه خواړه و نه خوړل او خپلې کېږدۍ ته ننووت او خواړه يې اهل حل ته ورکړل .

دا روايت احمد بن حنبل هم له دوو لارو په لنډه راوړى او طحاوي هم د معاني الاثار د شرح د حج د کتاب په ٣٨٦ مخ کې په لنډه راوړى، متقي هم د کنزالعمال د درېم ټوک په ٥٣ مخ کې راوړى او وايي : ابن جرير او ابويعلي نقل کړى او همداراز هيثمي د مجمع د درېم ټوک په ٢٢٩ مخ کې راوړى او احمد،ابويعلي او بزار ته يې نسبت ورکړى دى .

[1] وګورئ : 1 _ ابن كثير، البدايه والنهايه، 7ټوك، 358مخ. 2 _ ابن عساكر، شرح حال امام علي من تاريخ دمشق، 2ټوك، 393مخ.3 _ سيوطي ، تاريخ الخلفاء، 172مخ.

[2] وګورئ : فواد فاروقي، بيست و پنج سال سكوت علي، چې هغه هم د رودلف ژايګر له “خداوند علم و شمشير” څخه رانقل كړې دى.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست