تبلیغات

علي (ک) پرهېزګارانو ته د دنیا ځانګړنې ورښیي جابر بن عبدالله انصاري (رض) وایي: په بصره کې له امیرالمؤمنین علي (ک) سره وو، کله چې له خپلو مخالفانو سره له جګړې بې غمه شوو، د شپې په وروستیو کې یې سر راښکاره کړ ویې ویل: د څه په هکله خبرې کوئ؟ و مو ویل: دنیا […]

علي (ک) پرهېزګارانو ته د دنیا ځانګړنې ورښیي

جابر بن عبدالله انصاري (رض) وایي: په بصره کې له امیرالمؤمنین علي (ک) سره وو، کله چې له خپلو مخالفانو سره له جګړې بې غمه شوو، د شپې په وروستیو کې یې سر راښکاره کړ ویې ویل: د څه په هکله خبرې کوئ؟ و مو ویل: دنیا غندو.

علي( ک) وویل: د دنیا کوم څيزونه مو غندلي دي؟ بیا یې د خدای شکر وایست او پر ستاينه یې لګیا شو ویې ویل: اما بعد؛

ولې یو شمېر خلک دنیا غندي؟ ځان زاهد ښیي او څوبتیا ورته نلري؟

دنیا هغه ته یو رښتین کور دی،چې رښتینه یې وبولي او هغه ته د عافیت کور دی، چې حقیقت يې ومومي او هغه ته د پانګوالۍ کور دی، چې توښه ترې ترلاسه کړي.

دنیا د الهي پېغمبرانو د سجدې ځای، د خدای د وحې د راکېووتو ډګر، د پرښتو د نمانځه ځای، د خدای د دوستانو مېشت ځای او د اولیا الله و د سوداګرۍ بازار دی، چې په دې بازار کې یې رحمت تر لاسه کړی او جنت یې ګټلی دی .

جابره! څوک دنیا غندي؟ هغه دنیا چې پخپله یې د بېلتون غږ پورته کړی او د ناپایښتۍ اواز یې اوچت کړی، په زوال ( او تغییر) یې ستا تر غوږه خپله نېستي تېره کړې ده، په کړاوونو یې ( د آخرت) کړاو انځور کړی، په خوشحالیو یې (ابدي) ښادیو ته هڅونه کړې ده، ماښام مهال په مصیبت تېره شوه او ګهیځ یې نعمت او سلامتي راوړه، چې (د خدای له عذابه) ډارول وکړي او (تلپاتې نعمتونه) هڅول وکړي.

یو شمېر خلک دنیا، (له ګناه) د پښېمانۍ پر مهال غندي [ او بله ډله یې د قیامت ورځ غواړي، دا غونډله په نهج البلاغه کې راغلې او دلته له پامه غورځېدلې ده) حال داچې دوی ته یې په رښتیا خدمت کړی، یادښت یې ورته کړی، چې پر یاد یې وي، نصیحت یې ورته کړی، چې پند واخلي، له (اوره) یې ډارولي، چې وډار شي،(جنت ته) یې هڅولي، چې ورباندی میین شي. ته ای د دنیا غندونکیه، چې د چل په لومه کې راښکېل یې، دنیا کله د غندنې کوم کار درسره کړی؟

چا غولولی یې؟ ( کوم دام یې درته ایښی و؟) ستا د پلرونو په ورستو هډوکیو؟ ستا د میندو په قبرونو؟ په ډېر ناروغانو؟ چې د دوی خدمت دې کړی، درمل دې ورته چمتو کړي، طبیبان دې کټ ته وربوتلي؛ خو مطلب ته و نه رسېدې او اړتیا دې [ چې د دوی روغتیا وه] پوره نشوه. دنیا ځان د هغه په پار در انځور کړه او د ناروغ په دې کار یې ستا د سبا ورځې حال درانځور کړ، چې نه دې دوستان څه ګټه در ورسوي او نه دې فریاد کوم ځای ته رسي، چې کله په مرګوني درانه حال اخته شې او دردناکې کړیکې دې زیاتې شي، هغه شېبه چې چغې څه ګټه درته ونه کړي او نارې سوري دې د مرګ مخه ونه نیسي، پر سینه دباو راشي، ستونی ټپ شي، غوږ نه اوري او له دعا او ښېراوو نه ډارېږي، د عمر د پای غم څومره اوږدوي؟ بیا یې پر کټ واچوي او په اوږو یې هدیرې ته وړي او اوږده موده یې په تنګ لحد کې بیده کړي . وس له لاسه وتلی، عمر پرې تېر شوی، مهربان دوستان یې پرېږدي، نازوونکي ترې د ناز لاسونه پرې کوي، ملګري یې نژدې نه ورځي، دوستان یې کورته ورننوځي او کور یې څه نظم نه مومي او نه څه اثر او له هر څه ناخبره پاتې شي. وارثان یې د پاتوړوېش ته ورځغلي او هلاکت ورسره یوځای کېږي او ګناهان ترې ګردچاپېره راتاوېږي . که ښه چار یې کړی او مخکې یې لېږلی وي؛ نو سم کار یې کړی او که بدچار یې کړی وي؛ نو پای یې زیانمنه ده.

دا چې مرګ د ژوند پای او قبر مزار وي ؛نو ( په دنیا کې د څو ورځو) مېشتېدنه څه ګټوره ده؟ همدا پند ( هغه ته) بسیا دی ( چې یې مني).جابره! بس دی راسره ولاړ شه .

جابر وایي: له علی (ک) سره هدیرې ته ولاړم ، هتله یې غږ کړ: ای په خاورو کې مېشتو! ای لرې پرتو او کډوالو! په کورونو کې مو نور مېشت شول، ستاسې پاتوړي یې ووېشل، مېرمنو مو مړونه وکړل، دا زموږ خبر دی، ستاسې له لوري څه خبر دی؟ بیا لږ چوپ شو،سر یې پورته کړ ویې ویل: پر هغه سوګند چې اسمان یې اوچت کړی او ځمکه یې غوړولې، که دوی د خبرو اجازه درلودای؛ نو ویل یې: موږ ومونده، چې د مرګ د لارې غوره توښه تقوا ده. بیا یې وویل: جابره! که غواړې؛ نو ستون شه.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست