تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاخْتِلاَفِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَالْفُلْكِ الَّتِي تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِمَا يَنفَعُ النَّاسَ وَمَا أَنزَلَ اللّهُ مِنَ السَّمَاءِ مِن مَّاء فَأَحْيَا بِهِ الأرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِيهَا مِن كُلِّ دَآبَّةٍ وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ وَالسَّحَابِ الْمُسَخِّرِ بَيْنَ السَّمَاء وَالأَرْضِ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ (بقره/۱۶۴) ژباړه : سکه د اسمانونو او ځمكې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاخْتِلاَفِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَالْفُلْكِ الَّتِي تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِمَا يَنفَعُ النَّاسَ وَمَا أَنزَلَ اللّهُ مِنَ السَّمَاءِ مِن مَّاء فَأَحْيَا بِهِ الأرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِيهَا مِن كُلِّ دَآبَّةٍ وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ وَالسَّحَابِ الْمُسَخِّرِ بَيْنَ السَّمَاء وَالأَرْضِ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ (بقره/۱۶۴)

ژباړه : سکه د اسمانونو او ځمكې په پنځون كې، يو په بلې پسې د شپې او ورځې په راتګ كې، په هغو بېړيو كې،چې د خلكو د ګټې لپاره په سمندرونو كې ګرځي؛ اوبه چې خداى له پاسه را اوروي او مړه ځمكه پرې را ژوندۍ كوي او ډول ډول خځنده يې پكې خپاره كړي دي او (همداراز) د بادونو په لګولو كې او په هغو ورېځو كې،چې د اسمانونو او ځمكې ترمنځ ایل دي (؛نو دا) عقلمنو ته (د يوه پاک ذات) نښې دي .

 

عقل، يو نعمت دى چې انسان پرې سموالى او ناسموالى، حق او باطل، رښتيا او دروغ او… يو له بله جلا كوي.( الميزان، 1 / 404) او هدايت پرې مومي او نښه يې له حقه لاروي او پر باطلو ټينګار نه كول دي.( الميزان، 17 / 251) په آيتونو او اسلامي رواياتو كې پرعقل خورا ټينګار شوى دى او غوره الهي لورنه يې ګڼلى ده . (اصول كافي، كتاب العقل الجهل). دا آيت هم وايي: دا عقلمن دي چې په پنځون كې اندنه كوي او د خالق يوه نښه يې بولي او ډېرى خلك هم د خداى نښې ويني؛ خو هيڅ پند ترې نه اخلي.

په يو روايت كې راغلي يو شمېر وګړو د رسول اكرم (ص) په مخ كې يو مسلمان وستايه. پېغمبر(ص) وويل: « عقل يې څنګه دى؟» وويل شول: رسول الله! موږ يې په عبادت كې له هڅې او د ډول ډول ښو چارو په هكله خبرې كوو او ته يې عقل پوښتې؟ پېغمبر(ص) وويل: « كوم مصيبت چې د احمق له حماقته راولاړېږي د فاجرانو تر سرغړاندۍ بدتر دى. خداى په قيامت كې، ټول بندګان د عقل په كچې يې پورته بوځي او له دې مخې خداى ته ورنژدې كېږي» .( نمونه، 24 / 329) البته د ټولنې ځينې وګړي انګېري، چې عقل يعنې ځيركي او زرنګي، خو د رواياتو په ژبه كې عقل بې له دې دى. امام صادق (رح) يې په اړه وايي: « عقل يو څيز دى، چې خداى پرې ولمانځل شي او جنت يې لاس ته راوړنه وي» ،( اصول كافي، 1 /28)

 

سرچینه: شرح منتخب آیات قرآنکریم، شیخ ناصر مکارم شیرازی

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!