تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د امام صادق (رح) وېناوی څوک چې پر درېیو څېزونو ډاډ وکړي؛ نو غولېدلی دې: پرنه کېدونکیو خبرو باور کول، پر ناډاډمنو وګړیو ډاډمنېدل او څه چې تر لاسه کېدوني نه دي، تمه ورته لرل. ټول خلک درېیو څېزونو ته اړمن دی: امنیت، عدالت او سوکالي.   درې څېزونه ژوند سختوي: […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د امام صادق (رح) وېناوی

څوک چې پر درېیو څېزونو ډاډ وکړي؛ نو غولېدلی دې: پرنه کېدونکیو خبرو باور کول، پر ناډاډمنو وګړیو ډاډمنېدل او څه چې تر لاسه کېدوني نه دي، تمه ورته لرل.
ټول خلک درېیو څېزونو ته اړمن دی: امنیت، عدالت او سوکالي.

 

درې څېزونه ژوند سختوي: ظالم واکمن، ناوړه ګاونډی او بې ادبه مېرمن

 

درې څېزونه پښېماني راولي: پر ځان نازېدنه، ویاړنه، او د عزت او د قدرت تر لاسه کولو لپاره شخړه کول.

 

څوک چې له درېیو ځانګړنو ځنې یوه یې ولري؛ نو دوه نورې ځانګړنې یې په ستریا، هیبت او جمال کې ورتنظمېږي: پرهیزګاري، ورکړه او مړانه.

 

څوک چې له درېیو ځانګړو برخمن وي؛ نو پوره انسان دی: عقل ، ښکلا (جمال) او فصاحت

 

دوست په درېیو څېزونو ازمېیلای شو، که ټولې پکې وې نو نږه او بې دوکې دوست دې، که نه د سوکالۍ د پېر ملګری دی، نه د لاستنګۍ: [ دا درې محکه دادی: ] یا مال ترې وغواړې یا مال امانت وروسپارې یا په ناخوښمنې پېښه کې راګډ کړې.

 

ـ په واقع کې نارینه د خپل کور او کورنۍ د تنظیمولو لپاره درېیو خویونو ته اړ دی، که په مزاج او طبیعت کې یې هم نه وي؛ نو هر څنګه چې کېږي باید په ځان کې راپیدا کړي: ښه  معاشرت او ناسته پاسته، په اندازه د لاس پراخي او د ناموس غیرت چې خپله کورنۍ وساتي.

 

وروڼه باید درې دندې په پام کې ونیسي (چې وروري پایښته شې) که نه یو له بله بېلېږي او سره دښمنېږي: انصاف، مهرباني او د کینې پريښوول

 

که ټول خپلوان درې څېزونه په پام کې ونه نیسی؛ نو ژوند یې اومړی کېږي او دښمن یې ټپسوری کوي: یو له بل سره دې کینه نه کوي، چې ترمنځ یې درز رادبره نشي او د چارو جرړه یې پرې نشي. یو له بل سره دې اړیکه (او تګ راتګ) ولري چې مینه پر ځای پاتې شي [مینه په تلو راتلو زیاتېږي] او یو له بل سره همکاري وکړي چې ټول له عزت ( او قدرته) برخمن وي.

 

(سرچینه: تحف العقول)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!