تبلیغات

د کربلا تلپاتې حماسه امام حسين وويل : پر څښتن (ج) قسم ! کله به هم د ذليلو په څېر ورسره ﻻس يو نه کړم او د مريانو په څېر به ونه تښتم . ‏مرګ راته ‏نېکمرغي ده او له  ظالمانو سره ژوند را ته  بې غېرتي او  بدمرغي ده. لنډه شرح : کربلا د […]

د کربلا تلپاتې حماسه

امام حسين وويل :

پر څښتن (ج) قسم ! کله به هم د ذليلو په څېر ورسره ﻻس يو نه کړم او د مريانو په څېر به ونه تښتم . ‏مرګ راته ‏نېکمرغي ده او له  ظالمانو سره ژوند را ته  بې غېرتي او  بدمرغي ده.

لنډه شرح :

کربلا د بشر د تاريخ ستره او تلپاتې حماسه ده . کربلا د انسان جوړونې د پوهنتون ستر مرکز دى .د عاشورا ورځ هغه قومونو او ملتونو ته نه هېرېدونکې ورځ ده،چې سر لوړى ژوند غواړي‏ او سر لوړي له دې  دنيا وﻻړ شي او پورتنۍ دوه جملې،چې د امام حسين له دوو ويناوو راخستل  شوي  دي، د حقيقت  روښانه بېلګه ده.

( ژباړن : د کربلا او د امام حسين  پر تلپاتې حماسه  د نورې  پوهېدنې لپاره کړاى شئ د اجرالدين اقبال د “غزل  بابا د آل محمد په وير کې” کتاب  ولولئ .)

 عاقل څوک دى؟

حضرت علي (ک)  وويل  :عاقل هغه  دى ،چې هر څه  په  خپل  ځاى کې  ږدي .

لنډه شرح  :

د عقل د مانا او مفهوم په باب ډېرو ډېر څه ويلي دي؛خو د حضرت علي دا خبره تر ټولو بشپړ تعبير دى،چې تر اوسه د عقل په باب شوې ده.عقل هغه  دى، چې  هر څه په خپل ځاى کې کېږدئ . که هر انسان په ټولنه کې هر څه په خپل ځاى کې وکړي او غم، ښادي، دوستي، دښمنۍ،نرمي، تريخوالى،محبت،عبادت، ورهڼه- کسب کار او تفريح که په  خپل وخت کې وکړي؛نو عاقل دى .

 د دښمنۍ  لامل

حضرت علي (ک)  وويل :خلک د هغه څه  دښمنان دي،چې  پرې نه  پوهېږي .

لنډه شرح  :

ډېر داسې خلک به مو ليدلي وي،چې له حقيقته سترګې پټوي او ورپسې راپاڅي،چې ددې کار اصلي لامل یې ناپوهي او بې خبري  ده . د حضرت علي ‏دا حکيمانه  خبره د ديني مسئلو په باب هم صدق کوي، ځينې وخت  وينو،سره له دې،چې ځينې  د ځينو شاګردان دي؛ بيا هم له خپل استاد سره مخالفت کوي او که ددې خلکو کارونو ته ځير شو؛نو و به ګورو،چې دا خلک تر اوسه د دين پر روح او فلسفه  نه دي  پوه  شوي .

پتمن

پېغمبراکرم (ص) وويل :دڅښتن  غېرتي ‌بندګان ډېرخوښ وي .

لنډه شرح :

دين، ناموس،هېواد او د الهي نعمتونو ته په ساتنه کې وفادارۍ ته غېرت ويل کېږى . غيرت د الهي انسانانو او پېغمبرانو غوره ځانګړنه ده . لنډه دا،چې غيرت د پرديو د يرغلونو پر وړاندې ستر او نه  ماتېدونکى خنډ دى .

ګټور

پېغمبر اکرم ( ص ) وويل :مؤمن د کعبورې د ونې په څېر وي،هر څه چې ترې  واخلې ګټور دي .

لنډه شرح  :

د کعبورې ‏برکتي  ونه ده؛مېوه يې خوړل کېږي او ګټورخواړه دي،زڼي يې سوځول کېږي،له پاڼو يې پوزى او خولۍ بڼل کېږي،لرګي يې په کورونو جوړولو کې کارول کېږي،له غونچې ‏يى يو ډول عطرجوړېږي، لنډه داچې هرڅه يې ګټور دي؛مؤمن هم داسې دى،فکر يې ګټور دی خبرې يې ګټورې دي،ورسره ناسته ګټوره ده، دوستي ورسره وفا ده او په خبره ولاړ دی . لنډه داچې هرڅه يې ګټور وي .

غوره لاس

پېغمبر اکرم (ص) وويل :لاسونه درې ډوله دي : اۤخستونکي لاسونه، ساتونکي لاسونه او ورکوونکي لاسونه !

لنډه شرح  :

اسلام کوښښ کوي خپل لارويان لوړ همتي،خواري کښ او له انساني عاطفې سره وروزي؛ نو ځکه  ورته  وايي، چې له چا ‏څه مه غواړئ او د غوښتنې لاس مو چا ته مه اوږدوئ او  نه  يوازې چا ته لاس مه ور اوږدوئ؛بلکې هغه څه چې درسره هم وي، نورو ته يې ورکړئ؛نو د پورتني حديث  پيغام هم دادى،چې ورکوونکي لاسونه  غوره  لاسونه  دي .

 د مؤمن او منافق توپير

پېغمبر اکرم (ص) وويل : چې مؤمن مو چوپ وليد؛نو ځان ورنږدې او ترې خبرې راوباسئ؛ځکه خبرې به يې ټولې له کلمو ډکې وي؛مؤمن لږې خبرې؛خو منافقان ډېرې خبرې کوي او عمل يې لږ وي .

لنډه شرح  :

د انسان انرژي محدوده او خلاصېدونکى ده؛نو که  يو انسان په يوه لار کې خپله ټوله انرژي خلاصه کړي؛نو په بل ځاى کې به انرژي ونه لري؛ نو هېښنېده نه ده،هغوى چې په خبرو خپله انرژي خلاصوي،عمل ته پکې دمه نه پاتې کېږي؛نو ځکه د اسلام مشر وويل،چې  د منافق خبرې  ډېرې؛ خو عمل يې کم وي .

غوره ميراث

حضرت علي (ک)  وويل : ادب تر ټولو غوره ميراث دى،چې مور و پلار يې خپل اولاد ته پرېښولاى شي .

لنډه شرح  :

ادب هماغه ښکلى او له درناوي سره اغږل شوى چلن دی او ادب کله د څښتن (ج) د بندګانو پر وړاندې او کله د څښتن (ج) پر وړاندې وي،هر څه چې وي پام مو وي،چې له انساني شتمنيو ځنې ستره شتمني ده،چې په ټولو کارونو کې  د بري رمز دى .

ادب  د محبت، پاکۍ، دوستۍ، يووالي او د خبرې اغېز او د ټولنيزو کړلارو د پرمختګ تر ټولو ستر لامل او سرچينه ده؛نو ځکه حضرت علي وويل :چې اولاد ته  د مور و پلارغوره ميراث ادب دى .

د فکر اۤزادۍ  ته  درناوۍ

پېغمبراکرم(ص) وويل :هغوى ډېر بدخلک دي،چې يو مؤمن پکې په تقيه اوسېږي او له وېرې خپل اند ‏او نظر څرګند نه کړاى شي .

لنډه شرح  :

د افکارو او نظرياتو د نه څرګندولو (تفسير) سرچينه په دې کې ده،چې يو ځانمنى اکثريت په ټولنه کې ددې لامل شي،چې نېک لږکۍ – اقليت ونشي کړاى، ‏خپلې ګروهې ‏او اندونه ‏ټولنې ته څرګند کړي . سپينه خبره ده،‏دا‏ نېکمرغه ټولنه نه ده،په ‏انساني او اسلامي ټولنه کې بايد يو نېک ‏انسان حق ولري،چې خپلې ګروهې او افکار خلکو ته څرګند کړي او عام خلک نه يوازې  خلکو ته په لار کې نبايد خڼد شي؛بلکې ددې ښه او نېک ‏فکر د لا پياوړتيا امکانات هم ورته برابر کړي .

 د مؤمنانو شپږ ځانګړنې

امام صادق (رح) وويل : شپږ څيزونه دي،چې په مؤمنانوکې نه وي : سخت دريځي،بدخوى،کينه ،ځېل ، دروغ او ظلم . ( ١٠٥)

لنډه شرح  :

هغوى چې يوازې د ايمان په نوم زړه خوشحاله کړى،خيالي مؤمنان دي، نه واقعي . د امام د وينا له مخې، په يو مؤمن کې لږ تر لږه دا شپږ ځانګړنې نشته،چې په حديث کې مو ولوستې .

پاموړ خبره خو دا ده،چې د پورته ځانګړنو درلودل ددې لامل ګرځي،چې انساني او ټولنيز بېخونه نور هم غښتلي شي .واقعي مؤمنان هغوى دي،چې اسانګير،خوش خلقه،خیرغواړي‏،حق ته تسليم او عادل وي  . راشئ  چې ځان و ازمېيو،چې خيالي مؤمنان يو که  واقعي !

 ټولې لارې مه پرېکوه

امام صادق (رح) وويل : له څښتنه  وېرېږه! که  څه  هم  دا وېره لږه وي او د ځان او هغه ترمنځ  دې  يو ستر وي،که  څه  هم  په  نرۍ پرده کې وي .

لنډه شرح  :

داسې خلک شته،چې کله ګناه ته مټې بډ وهي؛ نو دومره  پکې مخ ته ولاړشي،چې د خپل ځان او څښتن (ج) ترمنځ  ټول پېوندونه وشلوي، خپل شا ته ټول پلونه په ځان پسې ورانوي او د بېرته تګ ټول ورونه په ځان پسې تړي؛نو امام صادق ځکه پخپله حکيمانه وينا کې وويل : لږ تر لږه د بېرته تګ لار پر ځان مه  بندوه، ټولې پردې مه شلوه،څه هغه ورځې ته پرېږده،چې که پښېمانه شوې،چې د بېرته ستنېدو لار ولرې .

 واقعي عبادت

حضرت علي (ک) وويل :  کميله! مهمه دا نه ده،چې لمونځ وکړې،روژه ونيسې او د څښتن (ج) په ﻻر کې خیرات ورکړې؛(بلکې) مهمه ترې دا ده،چې لمونځ او نور کړه وړه دې په  پاک  زړه اوخشوع او د څښتن (ج) لپاره وي .

لنډه شرح :

د کړنو واقعي اړخونه،‏څرنګوالي-کيفيت یې دى،چې د عمل واقعي ارزښت ټاکي، نه د عمل ظاهر او څومره والى.

و مو ليدل،چې حضرت علي  کميل ته سپارښتنه وکړه،چې د عمل څومره والى په پام کې مه نيسه؛بلکې د هغه عمل روح ته دې پام وسه؛ ځکه د اسلام له دې چارو نهایي موخه “خیر روزنه” او د انسان تکامل دى،چې ددې ټولو سرچينه پاکي ده، نه د عمل ډېروالى.

خپله نيمګړتيا مه  هېروئ

امام صادق (رح) وويل :چې مو وليدل، يو انسان د نورو په ګناهونو او نيمګړتياوو پسې دى؛خو خپل ګناهونه او نيمګړتياوې يې هېرې کړي وي؛ نو پوه شه،چې پر الهي عذاب ککړ شوى دى .

لنډه شرح :

ډېرخلک داسې دي،چې پر نورو نيوکې کوي او په دې کارکې ډېر ماهر هم دي،‏حال داچې بيخي له خپل ځانه بې خبره دي؛يعنې د نورو په پښه کې اغزي ته  يې  پام  وي؛خو نه ويني چې په خپله سترګه کې يې لخته ننووتې ده . ددې خلکو پر سترګو د ګناه او ځان منۍ له امله د پېسمنۍ او بې خبرۍ  پردې خپرې  شوې دي .

هغه نېکمرغه دى کومه نيوکه،چې پر خلکوکوي،لومړى يې په خپل ځان کې سمه ‏ کړي .

ځان ځورونه

امام صادق وويل : څوک چې بد اخلاقه وي؛ نو ځان ځوروي .

لنډه شرح :

اورېدلي به مو وي،‏هغوى چې بد اخلاقه وي او له هر چا سره پر تريو تندي چلن کوي؛د خپل شاوخوا د خپلوانو او دوستانو د ازار ﻻمل ګرځي،حال داچې تر ټولو ‏زيات خپل ځان ځوروي،چې د خپل  ژوند شات يې په خپله ترخه ژبه تریخ کړي او د ژوند رڼې اوبه يې په خپله خړې کړې دي.

د بد اخلاقو خلکو عمر لنډ،اروا يې خپه،جسم يې په عذاب او تر هر چا ‏زيات په خپله د خپلو اخلاقو د تريخوالي په اور کې سوځي . اسلام خپل ﻻرويان تل ښو اخلاقو ته رابللي او جنت ته د ننووتو له سترو ﻻملونو ځنې ‏یو یې ښه اخلاق ښوولي دي .

قرآن

امام علي بن موسى الرضا (رح)  وويل : څښتن (ج) قرآن شريف ‏ځانګړي وخت او ‏ډلې لپاره ته نه دى رالېږلى؛نو ځکه په هر وخت کې او هرې ډلې ته تر قيامته پورې نوى دى .

لنډه شرح  :

پورتنۍ وينا هغه ته د امام ځواب ‏و،چې و يې پوښتل : ‏ولې قرآن په لوستو او تکرار نه زړېږي ؟

امام هم په پورتني ځواب دې حقيقت ته اشاره وکړه،چې قرآن د مادياتو د نړۍ او د بشر د ژر تېرېدونکي او بدلېدونکيو افکارو مخلوق نه دى، چې د وخت تېرېدل به پرې د زوړوالي دوړه وشيندي؛بلکې د ‏ستر څښتن (ج) له پوهې ‏يې سرچينه اخستې،چې وجود يې ازلي او ابدي دى؛نو څومره يې،چې لوستونکي ولولي؛نو ورته به تازه او په زړه پورې وي او هېر مو نشي،چې د قرآن د ستراوي ‏غوره نښه همدا ده .

له ځان پالنې ‏ووېرېږئ

امام صادق وايي: له خپلو  ځاني ‏غوښتنو او هوسونو ووېرېږئ؛لکه څنګه چې له خپلو سرسختو دښمنانو وېرېږئ؛ځکه د نفس منل او بې له ژبې ‏د انسان بل ستر دښمن نشته  !

لنډه شرح  :

پر دې خو ټول خبر دي،چې دنننى دښمن تر بهرني دښمنه ډېر زيات خطرناک وي او سرغړاندې ځاني ‏غوښتنې هم،چې د انسان له نفسه سر چينه ‏ اخلي او انسان تر اغېز لاندې راولي،تر هر دښمنه ‏انسان ته خطرناکې دي .

ځانپالي د انسان سترګې او غوږونه ړندوي او کڼوي،عقل خپل کار ته نه پرېږدي،د حقايقو څېره ورته سر چپه ښيي او په پای کې ‏يې د فساد کندې  ته ور ګوزاروي .

د شتمنۍ د لګښت تناسب

حضرت علي (ک) وايي : څوک چې شتمني په حرامه ﻻس ته راوړي؛نو په هغه ﻻر کې به ترې ولګي،چې الهي ثواب نه لري . (  ١١٣)

لنډه شرح :

په  خلکو کې دا خبره مشهوره ده،چې هر مال د خېر په ﻻر کې د لګولو وړتيا نه لري،چې پورتنۍ وينا هم د خلکو پردې ګروهه يو سند دى .

ډېر داسې خلک ليدل شوي،چې غوښتلي يې دي،چې پر خپلو مالونو ښه کارونه وکړي؛ خو په نيمه کې ترې پاتې شي او يا که کار يې تر پايه ورساوه؛نو پايله به يې سرچپه او يا د انتظار وړ نه وي؛خو ډېر دي داسې پرهيزګار او ايمانداره وګړي،چې پر لږو شتمنيو يې ټولنو ته ستر خدمتونه کړي دي .

ساده  ژوند او د کور په سمبالولو کې مرسته

امام صادق (رح) وويل : هو! علي به(د خپل کور لپاره) له دښتې خس راوړل اوبه يې راوړې، کور يې پاکاوه او فاطمى بي بي به مېچنه کوله،اوړه يې اغږل ‏او ډوډۍ يې پخوله .

لنډه شرح  :

دا لنډه وينا د حضرت علي او ‏فاطمې بي بي د روح  پر ستروالي  لووی – شاهد دى .ژوند يې ساده؛خو له صفا،صميميت او مرستې ‏ډک و،کار عيب نه دى.ګډ‏ کار او تفاهم بنسټیز آر دى .

يو ساعت عدالت

پېغمبر(ص) وويل : يو ساعت عدالت کول تر  يوه کال عبادته غوره دى.

لنډه شرح :

عبادت د خالق او مخلوق ترمنځ اړیکه ‏ده . عبادتونه د روزنې مهمې زده کړې دي،چې د انسان د روح او فکر په جوړولو کې ستره ونډه لري؛خو سره له دې ټولو خبرو،په پورتني حديث کې مو ولوستل،چې يو ساعت عدالت کول تر يوه کال عبادته غوره دى .

په بل ځاى کې لولو،چې يو ساعت فکر کول تر يوه کال عبادته غوره دى،چې دا تعبيرات د “عدالت” او “اندنې- تفک” پر ارزښت لووي- ګواهان دي؛ځکه دا دوه په يو ځاى کې جرړه لري؛يعنې چېرته چې عدالت نه وي؛نو اند- فکر او انده- انديشه به هم نه وي .

حقيقي طبيب

پېغمبر اکرم (ص) وايي : واقعي طبيب الله  دى .کېداى شي ځينې څيزونه ښه وي،چې نور ترې زيان ويني .

لنډه شرح  :

د انسان په ژوند کې،چې پېښې راپېښېږي؛نو کله د هماغه انسان د ناوړه تدبير،انتصاب او د بدنيت له امله وي،چې ډېرې دردونکې پېښې داسې وي؛خو کله په ظاهره څه راپېښ شي او هغه یې لامل نه دى؛چې پورته مو وویل؛ بلکې د يو داسې درمل حکم  لري،چې د انسان واقعي طبيب؛ يعنې الله (ج) خپلو بندګانو ته ورکړي دي او دا درملونه که څه هم ترخه وي؛ خو ډېر زيات درملونکي اغېږې لري .

د ګناه غونډه

امام صادق (رح) وويل : مؤمن ته په کار نه دي ‏په داسې ناسته ‏کې کېني،چې پکې ګناه کېږي او د ګناه د مخنيوي وس پکې نه وي . ( ١١٩ )

لنډه شرح  :

د ګناه په غونډه کې ناسته پر هغه غونډه د تاييد مهر لګول دي،مګر داچې د مؤمن انسان موخه ددې غونډې بدلون وي او يا داچې نيت يې پر نېکیو امر او له بدیو منع وي .

 د عمر اوږدوالى او لنډوالى

حضر علي وويل : هغوى چې د ګناه له لارې ژر مري،تر هغوى خورا زيات دي،چې پر طبيعي مرګ مري او هغوى چې  ښه کارونه کوي، عمر يې زيات وي او طبعيي عمرکوي .

لنډه شرح  :

د کاڼي کرخه ده،چې ډېرې ګناهونه‏ او ناوړه خويونه د عمر له لنډوالي سره نېغه اړیکه ‏لري (؛لکه شراب څښل،جواري کول  او کنجوسي) او ډېر هم په غېر مستقيمه توګه په خپلو کارونو د ټولنې په ګډوډۍ او بې امنيتۍ کې ونډه لري،داچې ښه کارونه پر روح او وجدان ارامونکى اغېز لري؛ نو د عمر د اوږدوالي لامل ګرځي.

ژباړن : نن طب دا خبره جوته کړې ده،چې بد کارونه په بدن کې د اۤزادو راډيکلانو د افرازېدو لامل ګرځي ،چې  په خپله پر بدن ناوړه اغېز لري .

 د شيطان مرسته

حضرت علي (ک) وويل : شيطان ته کنځلې کوې؛خو په باطن کې يې ښه انډوال ياست !

لنډه شرح  :

خلک يوازې له الفاظو په تېښته کې وي او ترې وېره لري؛ لکه د فقر، نفاق او د شيطان الفاظ، حال داچې په  دې څيزونو کې ډوب دي .

ډېر شتمن پېژنم،چې د فقر له وېرې د نشتمنو‏په څېر ژوند کوي او ډېر داسې منافقان مې وليدل،چې منافقانو ته کنځل کوي؛خو په خپله د نفاق اصلي جرړه ده.

ډېر دي داسې شيطان صفتي،چې وايي له رټل شوي شيطانه له څښتنه پناه غواړم؛خو د شيطان اصلي دوستان دي او خپلو شيطاني هلو ځلو ‏ته ‏ارزښت ‏ورکوي . داسې خلک د ټکي دښمنان وي؛ نه د واقيعت!

مشوره وکړه،چې لار دروښوول شي

امام حسن وويل : داسې ټولى مې و نه ليد،چې مشوره به يې کړې وي او خېر او صلاح  به  يې پکې نه وه .

لنډه شرح  :

له سلا او مشورې سره  کار د خير،برکت او پرمختګ سرچينه ده، په تېره بيا په اندیزو‏ مسئلو او د کړلار په جوړونه ‏کې او د ستونزو ‏په هواري ‏کې مشوره‏ هېښنده‏ اغېز لري .

هغوى چې اندیز ‏استبداد لري،په ژوند کې يې ډېرې ‏تېروتنې ‏کړي او تاوانونه يې ليدلي دي .

ممکن څوک په يو څه پوه نشي،چې نورڅوک پرې ښه پوهېږي؛نو راځئ همدا اوس هوډ  ونيسو،چې تر دې وروسته په چارو کې مشوره وکړو.

السلام عليکم

امام حسن وويل : سلام اچول پینځه اویا ثوابه لري،چې ٦٩ برخې يې د سلام اچونکي او يوه برخه يې د ځواب ورکوونکي په برخه دي . (١٢٤ )

لنډه شرح  :

په خواشينۍ وايم،چې هر مسلمان انګېري،چې سلام نه اچول د ستروالي نښه ده،حال داچې دا سنت نه پرځاى کول دي او له دې ستر فضيلته ځان بې برخې کول دي .

 د ګروهې او عمل بېلتون

امام سجاد وويل :هغه خلک د څښتن (ج) ډېر بدې ايسي،چې د يو  چا امانت يې منلى وي؛ خو له اعمالو يې لاروي نه کوي .   (١٢٥ )

لنډه شرح  :

انسان ته ‏ستره نيمګرتيا د  ګروهې ‏او عمل  بېلتون دى، پر يو څه د ګروهې ‏چغې وهي؛خو په عمل کې پرې ګروهمن نه دی . پر الله (ج) ايمان لري؛خو په خپل عمل کې له دې ‏منکر دى،چې څښتن يې تل ګوري،د قيامت د ورځې پر حساب و کتاب ګروهه لري؛خو هېڅ ډول اخلاقي چمتوالی ‏ورته نه نيسي . د اسلام پېغمبر تر ټولو ستر پېغمبر دى؛ خو عمل يې د پېغمبراکرم له يو عمل سره هم سمون نه خوري؛ لنډه داچې ګروهه ‏يې  پر يوه او عمل يې پر بله دى!

د څښتن (ج) عذابونه [څه چې کرې هغه به رېبې ]

امام باقر وويل :  څښتن (ج) (د ګناهونو او احکامو د سرغړونې لپاره) اصلي او جسماني سزاګانې ټاکلي : د ژوند تنګسه،په عبادت کې ناغېړي؛خو څښتن (ج) هېڅ بنده ته بې له سخت زړي سزا نه ده ټاکلې .

لنډه شرح  :

الهي سزا په حقيقت کې زموږ د عملونو غبرګون دى او د انسان د ګناه پايله ده،چې دا پايله او يا غبرګون د ژوند د تنګسې په بڼه او کله له مادياتو ‏او کله له خوشحالۍ او عبادته د بې برخه کېدو په بڼه راښکاره کېږي؛خو تر ټولو خطرناکه هغه وي،چې د انسان د ګناهونو غبرګون د سخت زړۍ په بڼه راښکاره شي او د انسان زړه له هر راز انساندوستۍ، عاطفې او همدردۍ ‏تش ‏شي،چې ددې ټولو چاروجرړه په ګناه کې ده .

هېر شوى حقيقت

امام صادق (رح) وويل :څښتن (ج) د مرګ په څېر هېڅ بل داسې حقيقت نه دى پېدا کړى،چې هېڅ اړنګ پکې نه وي؛خو ته وا داسې شک دى،چې بيخي يقين پکې نه وي .

لنډه شرح :

له مرګه د انسان د بې خبرۍ په اړه ‏امام څومره ښه او هېښنده تعبير راوړى . ان هغوى چې هېڅ ډول مذهب او دين نه لري، ‏که په هر څه کې اړنګ کوي؛خو په دې کې یې بيخي ‏نه کوي،چې يوه ورځ به يې ژوند ته د پاى ټکى کېښوول شي؛خو انسان ددې موضوع په اړه ځان دومره نانګاره کړى ته وا ‏تل ‏ژوندى دى او مرګ نشته؛نو ځکه په ايمان ،صالح عمل، پاکۍ او تقوا ورته چمتوالی نه نيسي او څومره عمر،چې لرو؛نو دومره پکې پاک سوتره وسو،چې د ځلکدن په وخت کې خيجله نشو.

د پوهې او حکمت مقام

امام کاظم (رح) وويل :نرمه ځمکه د کښت وړ وي؛نه کاڼي! او همداسې پوهه او حکمت يوازې په هغو زړونو کې،چې کمینه- متواضع وي نه ښاڅمن- متکبر!

لنډه شرح  :

د پوهې زده کړې ته لومړى ګام خاکساري ده .  د حق استاد او د هر هغه چا پر وړاندې خاکساري ‏پکار ده،چې تر تا ‏ډېر پوهېږي،چې يو څه ترې زده کړي؛نوځکه ناپوهي او لويي‏ په يو پوړ کې دي . ښاڅمن ‏‏کله هم پرخپلې ناپوهۍ ‏منښته- اعتراف نه کوي،ان تر دې چې که يو واقيعت يې د لویۍ  له روح سره سمون و نه خوړ؛نو نه يوازې نه يې مني؛بلکې ورپسې راپاڅي او هم له خپل ځانه د ټيټو خلکو د حق خبرې منلو ته چمتو نه وي او ډېر وخت خو داسې وي،چې ولسي خلک تل په خپلې ناپوهۍ‏ کې ډوب پاتې دي .

د امام درنې دندې

امام رضا (رح) وويل : امام پر ځمکه او په بندګانو کې د څښتن (ج) امين دى،پر بندګانو د څښتن محبت او په ښارونو کې د څښتن ځايناستى دی،د څښتن لوري ته رابلونکى او د الهي پولو مدافع دى .

لنډه شرح  :

دا وينا د امام پېژندنې په اړه يوه اوږده وينا ده،چې د امام دندو ته يې اشاره کړې ده :

١– امام د وحې امين،خزانه دار او د دين د ټولو احکامو او پوهو ساتونکى دى .

٢ – امام د څښتن د دين  ژوندى او روښانه دليل دى .

٣ – د څښتن  له اړخه پر خلکو واکمن استازى دى .

٤ –  نېکیو ته امر کوونکى او له  بديو منع کونکى او د دين ستر مبلغ  دى .

٥ – د دښمنانو پر وړاندې د څښتن د دين له پولو دفاع کوونکى دى .

داسې څوک بايد الهي پوهه او عصمت ولري او بې له څښتنه يې بل څوک نشي ټاکلى .

 بند شوي ورونه خلاصېږي

امام جواد (رح) وويل :که پر چا د ځمکې او اسمانونو ورونه وتړل شي او بيا پرهيزګارۍ ته ملا وتړي؛نوڅښتن به يې د ستونزو ورونه پرانځي.

لنډه شرح :

کله داسې ليدل کېږي،چې په ژوند کې پر انسان ټول ورونه وتړل شي او هرې خوا ته چې ځي؛نو له ستونزو سره مخېږي،چې دا ډول پېښې د انسان د راويښېدو او د څښتن لوري ته د ورستنېدو مناسب فرصت دى او که په همدې وخت کې څوک د زړه له کومې څښتن (ج) ته مخه کړي او له هغه سپڅلي ذاته مرسته وغواړي؛نو د الهي لورنو به پرې باران شي او له داسې لارې به ورته د لورنې ورونه پرانستل شي،چې کله يې هم تصور نشو کړاى .

 له بې شخصيتو ووېرېږه

امام هادي وويل : له هغه چا ووېرېږه،چې ځان ته د وګړتیا- شخصيت په سترګه نه ګوري .

لنډه شرح  :

وګړتیا – شخصيت يا لږ تر لږه د وګړتیا ننګېرنه – احساس په حقیقت کې له هغو لاملونو ځنې دي،چې د فساد او بدکارۍ مخنيوى کوي . هغوى چې ځان ته ته پر شخصيت قايل وي، که څه هم  د نورو  په سترګو کې وګړتیا نه لري؛خو د خپل موقيعت د ساتلو لپاره هم که وي، له ډېرو ناوړو چارو ځان ساتي؛خوهمداچې چا وننګېرله،چې نه اۤبرو لري او نه وګړتیا؛نو پر هېڅ څه به چرت خراب نه کړي؛ نوځکه امام وايي،چې له داسې خلکو ‏ځان وساتئ او د همدې لپاره دي،چې د اولاد  د روزنې يو مهم آر ‏دادی،چې بايد وګړتیا ‏ورکړ شي،چې دا وننګېري چې ځانګړې وګړتیا لري او که اولاد ورټل شي او وګړتیا ‏يې ټکنۍ شي؛ نو د هغه ماشوم روزنه به ډېره ستونزمنه شي .

ستر جهاد

امام حسن عسکري وويل : هغه تر ټولو ستر مجاهد دى،چې له ګناه ‏ځان وساتي .

لنډه شرح :

له سرغړاندي نفس او ګناه سره مبارزې ته اسلام جهاد اکبر ويلى،چې له دښمن سره تر جنګېدو هم مهم دى؛ځکه له نفس سره جهاد د ځان جوړونې لامل ګرځي او ځان جوړونه چې نه وي؛ نو برى ناشونى دى؛  چا چې د ګناه په ککړو چاپېريالونو کې ځان وساته؛ نو کار يې تر ټولو زيات ارزښت لري .

په مدينه کې د پېغمبر(ص ) د بريو نېغ لامل په مکه کې د ځان جوړونې پايله  ده .

د بديو سرچينه

پېغمبر اکرم (ص) وويل : له شرابو  ځان وساته،چې د ټولو بديو کونجي ده .

لنډه شرح  :

په دې اړه ډېرى مقالې کښل شوي او پر ماغزو، زړه ،د هاضمې سيستم، ځيګر،پښتورګو او نورو يې وژونکي اغېزې هم برسېره شوي؛خو د شرابو په اړه چا لا د پېغمبر اکرم په څېر بشپړه خبره نه ده کړې،چې شراب د ټولو بدمرغيو او بديو کونجي ده.

د دند ې سر ته رسول تر ټولو ستر عبادت دى

امام سجاد وويل : هغه تر ټولو عابد انسان دى،چې خپلې ورسپارل شوې دندې ترسره کړي .

لنډه شرح  :

عبادت يوازې د خلکو خدمت،لمونځ يا روژه نه ده؛بلکې تر ټولو ستر عبادت هغه دى،چې  هرچا ته ورسپارل شوى او يا ور پر غاړه دندې په ښه توګه سر ته ورسوي .

کوم عبادت به  تردې ښه وي،چې ټولنې ته خير او نېکمرغي راوړي او پر ګلستان يې بدله کړي؛نو اسلام له هغو خلکو ‏ډېر لرې دى،چې دندو ته شا کوي او  په شعباتو پورې نښلي .

ستور مېشتي

حضرت علي وويل : دا ستوري،چې په اسمان کې دي د ځمکې په څېر ښارونه او ابادۍ دي،چې هر ښار يې له بل ښار سره د رڼا پر يوې ستنې نښليدلى دى . (١٣٦ )

لنډه شرح  :

دا به ډېره ځانمني وي،چې وانګېرو په لمريز نظام کې يوازې په ځمکه کې مخلوقات مېشت دي .

نن چې عالمانو او پوهانو پلټنې پيل کړي؛نو پوه شوي،چې په اسمانې نورو منظومو کې هم مخلوقات اوسېږي،چې تر موږ هم پر مخ تللي تمدنونه لري؛ځکه د هغوى د ژوند پيل پرځمکه د ژوند تر پيلېدو خورا مخکې و.

پورتنۍ وينا د حضرت علي علمي خبره ده،چې ١٤ پېړۍ مخکې يې کړې وه .

د غرونو راز

حضرت علي وويل :  څښتن  تعالى پر غرونو د ځمکې د لړزېدو او خوځېدو مخنيوى کړى دى .

لنډه شرح  :

د سپوږمۍ د جاذبې قوه د سمندرونو په جزر ومد کې اغېزمنه ده او اوبه يې په شواړونوکې د يو متر يا څه زيات او په ځينې سيمو کې تر پنځلسو مترو پورې پورته او ښکته کېږي ،چې دا قوه د ځمکې پر جامد پوټکي هم اغېزمنه ده او تر(٣٠ ) سانتي مترو پورې يې خيژوي او بيا يې بېرته راښکته کوي؛خو غرونه يې د ډېر لوړوالي او ښکته والي مخه نيسي؛ځکه د ټولو غرونو بيخونه يو له بل سره نښتي او د ځمکې  شاوخوا ته يې زرهداريومن راتوکړى دى .

په رښتيا که غرونه نه واى او د ځمکې پوټکى نرم واى او شپه او ورځ په جزر او مد کې واى؛ نوايا مونږ به ارام وو؟

دا حقيقت اسلامي مشرانو (١٤ ) پېړۍ مخکې ويلى دى .

 ميکروسکوپي موجودات

امام رضا (رح) وايي :

الله ته ځکه لطيف ويل کېږي،چې ډېر کوچني او ظريف موجودات يې پېدا کړي . داسې ژوي،چې له ډېر وړکتوبه يې موږ نشو کتلاى او نه يې زموږ لاس لمسولاى شي  .

لنډه شرح  :

چې څه وويل شول، د يوې اوږدې وينا کوچنۍ برخه ده چې “فتح بن يزيد صبرجاني” له امام رضا رانقل کړې او په ترڅ کې يې څرګنده شوې، چې )) دا ساکښ دومره کوچني دي ،چې په هېڅ توګه نه احساسېږي، چې دا د سمندرونو په څپو کې،د ونو په ډډونو، په دښتو او مېرو کې خپاره واره دي .)) دا وينا نژدې زر کاله مخکې په يوه کتاب کې کښل شوې،چې له امام رضا څخه په يادګار پاتې شوې ده،حال دا چې “پاستور” له هغه څخه په سل ګونو کالونو وروسته ميکروسکوپي ساکښ کشف کړل؛ نو دا راښيي،چې اسلامي  پوهان د څرګندو معجزو خاوندان دي .

 تش په نوم اسلام

حضرت علي (ک) وايي :داسې زمانه به هم راشي،چې قرآن او اسلام به پکې تش په نوم وي،د مسلمانانو جوماتونه به د اۤبادۍ له پلوه ښه اۤباد وي؛خو د لارښوونې له اړخه به وران وي.

لنډه شرح  :

نشم ويلاى،چې دې هېښنده  وړاندوينې نن مصداق پېدا کړى يا په بله وينا عملي بڼه يى موندلې او يا کېداى شي د راتلوونکى په هکله وي؛ خو دومره جوته ده،چې نښې‏ يى لرې او نږدې ‏وينو .

هېښنده خو داده،چې دا شان مسلمانان له وروستوالي ‏سرټکوي او داسې ګومان کوي،چې يوازې د اسلام نوم او د قرآن خط ورته بسیا ‏دى،دوى قرآن د انسان جوړونې او روزنې کتاب نه ګڼي او اسلام هم د مذهب په توګه؛يعنې د يوې عملي او فکرې لارې په ټوګه نه ګڼي  .

د مسلمانانو کومه داسې واقعي ټولنه شته،چې وروسته پاتې وي او نړۍ يې پر وړاندې نه وي ټيته شوى!

له نعمته نعمت

امام هادي (رح)  وايي : څوک چې د نعمت شکر وکاږي؛نو د شکر له امله يې د نېکمرغۍ نعمت تر نېکمرغۍ ډېر وي؛ځکه نعمتونه د دنيوي ژوند وسيلې وي او شکر د اۤخرت پانګه ده.

لنډه شرح  :

شکر يوازې په ژبه او ستاېنه نه؛ بلکې عملي ستاېنه ده او پرنعمت شکر ايستل ‏برکتونه او نېکمرغې راوړي،چې خپله نعمت د دې هرڅه پر وړاندې هېڅ هم نه دى .

د خداى د خوښۍ او د هغه د بندګانو د خوشحالۍ په لار کې د نعمتونو کارول به ددې جهان وياړ او د هغه جهان د تلپاتې نېکمرغۍ لامل شي.که يوازې نعمت ته وګورو؛نو ‏مادي بڼه به ولري؛نو پر نعمت شکر ايستل پخپله تر نعمته پورته ‏دی .

د رازونو په ساتلو کې امانت

پېغمبراکرم(ص) وايي : څوک چې خبره کوي او وروسته خپل شاوخوا ته ګوري؛ نو هغه خبره پټه او امانت ده .

لنډه شرح  :

په اسلام کې امانتونه ډول ډول دي : يو ډول يى د خلکو د راز ساتلو امانت دى . په دې اړه په اسلام کې ډېر ټينګار شوى او د خلکو د رازونو ښکاره کول له کبيره ګناهونوځنې شميرل کېږي.

د ايمان نښه

پېغمبر اکرم ( ص ) وايي : چې کله دې نېک کار وکړ او خوشحاله يې کړې او بدکار دې وکړ او خپه يې کړې؛نو مؤمن يې .

لنډه شرح  :

اسلام وايي : ټول پاک فطرتي زيږېږي،ټول ايماني فطرت لري او له نېکيو سره مينه لري،تېروتنې په ورو ورو د انسان ځان او روح تر اغيزې لاندې راولي داچې انسان نېکي خوښوي او له بدیو يې زړه تور وي؛ نو څرګنده ده،چې د ايمان روح لومړنی دی او پاک فطرت پکې لا تر اوسه پورې شته دى .

په هر کار کې لومړى شرط

حضرت علي (ک) وايي :د  هر کار په  تر سره کولوکې پوهې ته اړتيا ده .

لنډه شرح  :

اسلام يوازې يو لړ عبادتونه نه دي او بې له علمي کړلارو تش په نوم، ګروهه نه؛بلکې وګړنیز او ټولنيز ژوند او د ټولو انساني زيارونو لپاره کړلار لري او ددې هرڅه لومړنى شرط پوهه او د واقعياتو پېژندل دي .بې له بسيا پوهې او سمې لارې ټول حرکتونه او زيارونه بي اغېزې دي .

د ميلمنو ارزښت

پېغمبر اکرم ( ص ) وايي : خداى چې د چا خير او نېکمرغي وغواړي؛نو يو څه ورډالۍ کوي .وويل شول:کومه ډالۍ ؟ويې ويل : مېلمه .

لنډه شرح :

هو ! مېلمه  د الله (ج) ډالۍ ده؛ خو په مادي نړۍ کې،چې ټول عواطف له منځه تللي؛ مېلمه بيخي مفهوم نه لري او د يو مزاحم او پردي په سترګه ورته ليدل کېږي؛ نو په دا شان چاپېريال کې نه څوک له چا کره ځي او نه چا ته بلنه ورکوي او يوازې د مادي سوداګرو او سياسي اړيکو له مخې يو له بل کره ځي.

په اسلامي هېوادونو کې دا دود لا تر اوسه پورې ژوندی دی،مېلمه که څه هم پردى وي؛خو درناوى يى کېږي او د څښتن (ج)  ډالۍ یې ګني !

درناوى او مينه

امام صادق وايي :څوک چې د غټانو درناوى و نه کړي او له کوچنيوسره مينه ونه کړي؛نو له موږ ځنې نه دی . (١٤٨ )

لنډه شرح  :

انساني ټولنه د يو کاروان مثال لري، تل په حرکت کې ده، له موره ماشومان زيږي او ماشومان لوېږي او غټان زړېږي او زاړه له دنيا ځي او څوک هم له دې کاروانه مثتثنى نه دى .

دلته غټان ډېره تجربه او ژور فکر لري او د عمر په اوږدو کې که وظيفه شناسه وو؛ نو ستر خدمتونه به يې ترسره کړي وي، ښايي ځوانان او زلمي يې درناوى وکړي .کوچنيان لا سم نه وي رسېدلي او د ژوند په  پيل کې بايد ورسره  مينه وشي او په پوره  زړه سوي يې بايد د غټانو په لاس د نېکمرغۍ ستنۍ کېښوول شي

زېرمه

حضرت علي (ک  ) وايي : څه چې له ځان مخکې لېږې درته زېرمه کېږي او په څه کې چې ځډه وکړې  ګته يې يوازې نوروته ده )) (١٤٩ )

لنډه شرح  :

د پيسې راټولول په نننۍ نړى کې تر هر څه  ډېر ليدل کېږي،بې له دې،چې له ځان سره حساب وکړي ،چې شتمني اصلي فلسفه او موخه نه ده ،هغه چې د لېونو په څېر په مال راټولو بوخت وي او د حلال،حرام،ظلم او عدالت لږه پروا هم نه کوي،کله هم دا فکر نه کوي ،چې دا ټوله شتمني له ځان سره ته نشي وړلاى !

سرچینه : یکصدو پنجاه درس زندګی. ناصر مکارم شیرازی

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!