تبلیغات

حضرت فاطمه د جنت د ښځو بي بي بلل شوې ده،په دې باب حضرت علي له پېغمبر اكرمه روايتوي: زما لور فاطمه به په قيامت کې په داسې حال كې راپاڅي،چې په ((اب حيات)) پسوللي كالي به يې اغوستې وي او ټول مخلوق به ورګوري او د لوړ مقام په ليدو به يې ټول حيران […]

حضرت فاطمه د جنت د ښځو بي بي بلل شوې ده،په دې باب حضرت علي له پېغمبر اكرمه روايتوي: زما لور فاطمه به په قيامت کې په داسې حال كې راپاڅي،چې په ((اب حيات)) پسوللي كالي به يې اغوستې وي او ټول مخلوق به ورګوري او د لوړ مقام په ليدو به يې ټول حيران وي او وروسته به د ناوې په څېر،چې اويا زره حورې به يې شاوخوا ته وي د جنت پر لور بېول كېږي.

ام المؤمنين حضرت عايشه بي بي په دې باب له پېغمبراكرمه روايتوي: د قيامت پر ورځ به غږ وشي : خلكو! سرونه ټيټ كړئ،چې فاطمه د محمد (ص) لور تېرېږي.

په بغداد تاريخ كې له پېغمبراكرمه حديث راغلى دى چې: زه يې چې د معراج پر شپه جنت ته بوتلم؛نو په جنت كې دا جملې ليكل شوې وې:”بېشكه خداى يو دى او شريك نه لري او محمد يې استازى دى او علي د پالونکي محبوب دى او حسن او حسين د خداى غوره شوي دي فاطمه خداى غوره كړې ده پر دښمنانو دې يې لعنت وي.”

پر پېغمبر اکرم،چې د عذاب آيتونه نازل شول؛ نو ډېر يې وژړل او ورسره ناستو اصحابو کرامو هم وژړل ، حضرت فاطمې له پېغمبر اکرم د ژړا په اړه وپوښتل: پلاره! ځار دې شم څه په ژړا کړې ؟ پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) د عذاب نازل شوي آيتونه ورته وويل.

فاطمه بي بي د خداى له وېرې پر ځمکه پرېوته،ويې ويل: پر هغه دې افسوس وي،چې د دوزخ په اور کې ولوېږي. حضرت سلمان فارسي (رض) وايي: يوه ورځ مې حضرت فاطمه وليده، چې يو ساده او پيوندي څپټى يې پر سر دى حيران شوم، و مې ويل: د فارس او روم د پاچايانو لوڼې د سرو زرو پر تختونو کېني او له قيمتي ټوکرانو جامې جوړوي او د خداى د رسول لور نه د سرو زرو تخت او نه ښکلې او ګرانې جامې لري.

فاطمې راته وويل: سلمانه! خداى موږ ته په قيامت کې ښکلې جامې او د سرو زرو تختونه ساتلي دي بيا حضرت فاطمه خپل پلار ته ورغله او د حضرت سلمان حيرانتيا يې ورته وويله : رسول الله! سلمان زما د ساده جامو په ليدو ډېر حيران شو، پر هغه خداى قسم،چې تاسې يې پېغمبر کړي ياست زموږ د کور ټغر د ((اوري)) پوټکى دى، چې د ورځې پرې خپل اوښ ته واښه اچوو او د شپې پرې سملوو او بالښت مو څرمن ده،چې د کجورو له پاڼو ډک دى .


له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!