تبلیغات

 فدک “فدک”،”خيبر” ته نژدې ښېرازه سيمه وه،چې له مدينې140 کيلومټره لرې پرته وه. تر “خيبر” وروسته د “حجاز” د يهودو اډانه وه. د اسلام لښکر، د “خيبر” د “وادي القرى” او د “تيما” د يهودو تر ځپلو او د مدينې په شمال کې ترشته تشه، د اسلام په پوځي قوتونو ډکه کړه او په هغه […]

 فدک

“فدک”،”خيبر” ته نژدې ښېرازه سيمه وه،چې له مدينې140 کيلومټره لرې پرته وه. تر “خيبر” وروسته د “حجاز” د يهودو اډانه وه. د اسلام لښکر، د “خيبر” د “وادي القرى” او د “تيما” د يهودو تر ځپلو او د مدينې په شمال کې ترشته تشه، د اسلام په پوځي قوتونو ډکه کړه او په هغه هېواد کې د يهودو قدرت د پاى ته رسولو لپاره پېغمبر اکرم خپل استازى؛”محيط” د “فدک” مشرانو ته ولېږه. “يوشع بن نون”، چې د سيمې مشر و، سوله او تسليمېدل يې ومنل او ژمنه يې وکړه،چې د کال نيم حاصلات به د اسلام پېغمبر ته ورکوي او نور به د اسلام تر بيرغ لاندې ژوند کوي او د مسلمانانو پر خلاف به دسيسه نه کوي او اسلامي حکومت به يې هم په بدل کې په سيمه کې سوله او امنيت ټينګ ساتي.

هغه ځمکې،چې په جګړه او پوځي قدرت نيول کېږي،په ټولو پورې اړه لري او اداره يې د اسلام د واکمن په لاس کې وي؛خو هغه ځمکې د پېغمبر اکرم دي،چې بې جګړې او د سرتېرو له لېږلو بېرته، د مسلمانانو ګوتو ته راځي او تر پېغمبر اکرم وروسته د ورپسې امام دي او دداسې ځمکې مالکيت د پېغمبر اکرم يا امام په لاس کې دى او کړاى شي، و يې بښي او يا يې اجاره ورکړي او يا ترې د خپلې کورنۍ اړتياوې پوره کړي.

وَمَا أَفَاء اللَّهُ عَلَى رَسُولِهِ مِنْهُمْ فَمَا أَوْجَفْتُمْ عَلَيْهِ مِنْ خَيْلٍ وَلَا رِكَابٍ وَلَكِنَّ اللَّهَ يُسَلِّطُ رُسُلَهُ عَلَى مَن يَشَاءُ وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ= او څه چې خداى له هغوى [يهودو] د غنيمت په دود خپل استازي ته (بښلي او) اړولي دي،هغه داسې څه دي چې تاسې يې د لاس ته راوړو لپاره نه اس ځغلولى او نه اوښ (څه زيار مو نه دى اېستلى)؛خو خداى چې پر چا وغواړي، خپل استازي برلاسي کوي او خداى پر هر څه قادر دى. (حشر/6)

مَّا أَفَاء اللَّهُ عَلَى رَسُولِهِ مِنْ أَهْلِ الْقُرَى فَلِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ كَيْ لَا يَكُونَ دُولَةً بَيْنَ الْأَغْنِيَاء مِنكُمْ وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ=څه چې خداى ددغو كليو له اوسېدونكيو خپل استازي ته را اړوي؛نو هغه د خداى او د(هغه) د استازي او خپلوانو او يتيمانو او مسكينانو او پرديسانو لپاره دي،چې (دا ډېره شتمني) ستاسې د بډايانو ترمنځ لاس په لاس نه شي او څه، چې تاسې ته د (خداى) استازي راوړي دي؛ نو هغه واخلئ (او عمل پرې وكړئ) او چې له څه مو منع كوي؛نو ډډه ترې وكړئ او د خداى له (مخالفته) ځان وساتئ؛خداى سخت عذابى دى. (حشر/7)

  دا موضوع په فقهي کتابونو کې د جهاد په برخه د “فى” او “انفال” تر عنوان لاندې څېړل شوې ده؛نو ځکه پېغمبر اکرم “فدک” خپلې لور حضرت فاطمې بي بي ته وباښه.  له بښنې دلته دوه مطلبه وو:

1 _ د مسلمانانو واکمني د پېغمبر اکرم تر وفات وروسته د پېغمبر اکرم د څرګندې وينا له مخې،د حضرت “علي” (ک) پر غاړه وه او داسې ستر منصب ډېره پانګه غواړي او حضرت “علي” (ک) هم ددې منصب د چارو سرته رسولو ته د “فدک” له عايداتو ګټه اخيستاى شوه.

2 _ نبوي کورنۍ؛”فاطمه”،”حسن”،او”حسين” بايد د پېغمبر اکرم تر وفات وروسته پتمن ژوند ولري،چې د پېغمبر اکرم حيثيت او شرف خوندي پاتې شي؛نو ځکه پېغمبر اکرم “فدک” خپلې لور ته وباښه.

وَآتِ ذَا الْقُرْبَى حَقَّهُ وَالْمِسْكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَلاَ تُبَذِّرْ تَبْذِيرًا= او خپلوانو ته د هغوى حق وركړه او(همداراز) د مسكينانو او مسافرو(حق) وركړه او هېڅكله بې ځايه لګښت اواسراف مه كوه ؛

شيعه او ځينې سني محدثان وايي دا آيت،چې نازل شو؛نو پېغمبر اکرم خپله لور حضرت “فاطمه” راوغوښته او “فدک” يې ورکړ.د حديث راوي،ستر صحابي حضرت”ابو سعيد خدري”(رض) دى. (322)

ټول مفسران شيعه دي، که سني وايي دا آيت د پېغمبر اکرم د خپلوانو په باب نازل شوى دى او د پېغمبر اکرم لور د “ذي القربى” څرګند مصداق دى،ان په “شام” کې،چې يو سړي، حضرت “علي بن الحسين زين العابدين” ته وويل ځان معرفي کړه؛نو د ځان د معرفي کولو لپاره يې نوموړى آيت ولوست او دا مطلب مسلمانانو ته دومره روښانه و،چې هغه شامي تصديق ته خپل سر وخوځاوه او ويې ويل:

(( له رسول اکرم سره د خپلوۍ له امله خداى تعالى خپل پېغمبر ته حکم وکړ،چې حق مو ادا کړي.)) (323)

لنډه دا،چې دا آيت د حضرت “فاطمة الزهرا” او د زامنو په باب يې نازل شوى. په دې باب ټول يوه خوله دي؛خو دا چې ددې آيت د نزول پر مهال پېغمبر اکرم،”فدک” خپلې لور فاطمې ته ورکړ، شيعه عالمان يوه خوله دي او ځينې د اهل سنتو عالمان هم او “مامون” (په هر علت، چې و) غوښتل يې د “فدک” ځمکه د فاطمې زامنو ته ورکړي؛نو مشهور محدث “عبدالله بن موسى” ته يې ليک وليکه،چې په دې باب ورته لازمې لارښوونې وکړي. هغه هم “مامون” ته پورته حديث وليکه،چې ددې آيت د شان نزول په باب دى او “مامون” هم د “فدک” ځمکه د حضرت فاطمې زامنو ته ورکړه.(324)

عباسي خليفه د مدينې والي ته وليکل:((پېغمبر اکرم د”فدک” کلى خپلې لور ته وربښلى و او دا څرګنده ده او د “زهرا” د زامنو په منځ کې په دې باب اختلاف نه شته.)) (325)

هغه ورځ چې “مامون” د شکايتونو اورېدو ته پر ځانګړې کرسۍ کېناست؛لومړى ليک چې ورته راغى؛نو ليکونکي يې ځان د حضرت “فاطمةالزهرا” مدافع ښوولى و.

 “مامون” ليک ولوست او و يې ژړل او و يې ويل:(( څوک د حضرت فاطمې مدافع دى؟))

 يو زوړ سړى پاڅېد او ځان يې معرفي کړ. تر منځ يې د قضاوت غونډه پر مناظرې بدله شوه. بالاخره “مامون” خپله ماتې ومنله او د دېوان رئيس ته يې حکم وکړ،چې د “فدک” ځمکې دې د فاطمې زامنو ته وسپارل شي. ليک وليکل شو او “مامون” لاسليک کړه. پر دې مهال “عبدالله” چې په دې مناظره کې حاضر و، پاڅېد او لاندې شعر يې ووايه.(26)

((اصبح وجه الزمان قدضحکا   برد مامون هاشم فدکا))

حضرت “علي” د خپل خلافت پر مهال د “بصرې” والي؛”عثمان حنيف” ته وليکل:((هو! تر اسمان لاندې يوازې “فدک” زموږ و. يوې ډلې پرې بخل وکړ او ځينو ترې سترګې پټې کړې او خداى غوره منځګړى دى.)) (327)

 تر پېغمبر اکرم وروسته د فدک کيسه

 تر پېغمبر اکرم وروسته يې لور له هغې ځمکې بې برخې شوه. حضرت بي بي فاطمې غوښتل خپل حق د قانون له لارې تر لاسه کړي.په لومړي پوړ کې د “فدک” کلى د فاطمې په واک کې و او همدا تسلط د مالکيت نښه ده؛خو سره له دې او د ټولو اسلامي قضايي قوانينو پر خلاف، د خلافت چارواکيو ترې ګواه وغوښت،حال دا چې د نړۍ په يوه ځاى کې هم څوک،چې د يو مال څښتن وي او په اصطلاح “ذواليد” وي،ګواه نه غواړي.حضرت فاطمې له ناچارۍ “علي” (ک) او “ام ايمن”،چې پېغمبر اکرم ګواهي ورکړې وه “ام ايمن” له جنتيانو ده او د “بلاذري” د وينا له مخې،د پېغمبر اکرم ازاده کړې وه،خليفه ته د شهادت لپاره بوتلل. خلافت د بي بي فاطمې شاهدان و نه منل او له بي بي فاطمې يې د “فدک” ځمکه واخيسته.(328)

شيعه عالمان يوه خوله دي،چې بالاخره خليفه د بي بي فاطمې خبرې ته غاړه کېښووه، او خليفه ليک وليکه،چې دا ځمکه د فاطمې ده. په لار کې، حضرت “عمر” له فاطمې بي بي سره مخ شو او د ليک له جريانه خبر شو؛ نو ليک يې واخيست او خليفه ته يې راووړ او و يې ويل: (( “علي” په دې کار کې د ګټې خاوند دى؛نو شاهدي يې قبوله نه ده او “ام ايمن”هم ښځه ده او د ښځې شهادت ارزښت نه لري)) او بيا يي د خليفه مخې ته ليک څيرې کړ.  (329)

د فدک په باب قضاوت

چې انسان د “فدک” کيسه لولي؛نو پوهېداى شي،چې له “فدک” د پېغمبر اکرم د لور بې برخې کول سياسي مسئله وه او څوک نه شي ويلاى،  چې خليفه ترې خبر نه و.

  حضرت “فاطمةالزهرا” په يوه خطبه کې وايي:((د خداى کتاب حاکم او فيصله کوونکى دى،چې وايي:حضرت زکريا له خدايه وغوښتل زوى ورکړي،((چې د هغه او د يعقوب د کورنۍ وارث شي او همداسې وايي: سليمان له داووده ارث يووړ،)) خداى يې برخې په کتاب کې بيان کړي او فرائض يې هم پکې ټاکلي دي. (330)

د “مريم” سورت د شپږم آيت او د “نمل” د شپاړسم آيت له مخې،چې اولاد له پېغمبرانو ارث وړي او همداراز د ميراث په اړه،يوازې له حضرت ابوبکره روايت شوى حديث ددې لامل دى،چې د “فدک” په باب اوږد بحث وشي؛نو ځکه په دې اړه اړوند کتابونه ولولئ.

[ژباړن: د مرحوم علامه سيد مرتضى عسکري په “معالم المدرستين” کې په دې اړه اوږد بحث شوى،چې په پښتو هم ژباړل شوى دى.]

322_سوره اسرا/ 26،مجمع البيان 3/ 411،

شرح ابن ابى الحديد 16/ 248

323_  الدارالمنثور 4/ 176

324_ مجمع البيان 2/ 411  ، فتوح البلدان / 45

325_ وګورئ: شرح ابن ابى الحديد 15/ 277

326_  شرح نهج البلاغه ابن ابى الهديد 16

327_ نهج البلاغه / 45 ليک

328_  فتوح البلدان/ 43

329_  شرح ابن ابى الحديد 16/ 374

330_ سوره مريم/ 6  ، سوره نمل/ 16 ،احتجاج طبرسى 1/145 دنجف چاپ   او فرازهايى حساسي از زندگى علي (ک) 1/ 325-349

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!