تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د قدر د سورت انځور د قدر سورت په مکه کې نازل شوى او د نورو مکې سورتونو په څېر يې آيتونه لنډ او موزون دي. دا سورت د قدر پر شپه،د قرآن په نزول پيل او له خداى سره ددې شپې ‏د ارزښت په اړه ‏دوام مومي ،چې تر زرو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د قدر د سورت انځور

د قدر سورت په مکه کې نازل شوى او د نورو مکې سورتونو په څېر يې آيتونه لنډ او موزون دي.

دا سورت د قدر پر شپه،د قرآن په نزول پيل او له خداى سره ددې شپې ‏د ارزښت په اړه ‏دوام مومي ،چې تر زرو شپو غوره دى‏ ‏او پر هغه شپه په سلام او الهي درود پاى ته رسي.

د حمد تر سورت وروسته په لمانځه کې ددې سورت د ويلو په اړه ډېر روايتونو راغلي او څوک یې چې ‏په فرض لمونځ کې وايي؛ ورته ويل کېږي : خداى ستا تېر وخت وبښه ؛نو له سره پيل وکړه . ( وسایل ۶/ ۷۹)

امام رضا وويل : چا چې د مؤمنانو د قبر د زيارت پر مهال اووه ځل د قدر سورت ووايه ؛نو خداى به هغه مړى او لوستونکى وبښي.(د نور الثقلین تفسیر) ‏

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورين څښتن په نامه

(١) آيت :

إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ= په حقيقت كې موږ دا (قرآن) د قدر(= كچې اواندازه كولو) پر شپه كې نازل كړى دى.

ټکي :

×خداى دنړۍ چارې په پرښتو ترسره کوي ؛نو د قرآن په ډېرو آيتونو کې په خداى پورې اړوند فعلونه اوضميرونه د جمې په بڼه راغلي ؛لکه چې ددې آيت په پيل کې وايي: (إِنَّا أَنزَلْنَاهُ) موږ قرآن رانازل کړ.

× د مفسرينو د وينا له مخې قرآن دوه ځلې نازل شو؛يوځل يودمي او په يوه ځاى،چې د قدرشپه وه ،چې آيت ورته اشاره کوي او بل ځاى په پرله پسې ډول د پېغمبر اکرم(ص) د رسالت په ٢٣کلنو کې.

قرآن هم ددې آسمانې کتاب د نازلېدو په هکله دوه ډوله تعبيرونه لري ،ځينې له ( انزلنا) سره ،چې د انزال له ريښې څخه او د يو دمي نزول په مانا دى او په ځينو نورو ځايونو کې (نزلنا) ،چې د تنزيل له ريښې څخه دى،چې د تدریجي نزول په مانا دى.

× د(إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ) او(شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ) د آيتونو له يوځاى کېدو ‏پايله اخستل کېږي،چې د قدرشپه د رمضان په مياشت کې ده؛خو دا،چې د رمضان کومه شپه د قدرشپه ده،په قرآن کې ورته اشاره نه ده شوې،چې په روايتونو کې هم په مردده بڼه په درې شپو کې يوه يې راغلې ده .

×امام صادق د قدر د شپې په اړه وپوښتل شو: امام ورته وويل : د رمضان د مياشتې په ١٩ مه، ۲۱ مه ، ٢٣ مه شپو کې يي ولټوئ.(وسایل ۱۰/ ۳۶۰) ‏التبه اهل سنت وايي،چې د روژې ٢٧ مه شپه د قدرشپه ده .

پيغامونه :

١_ د قدرشپه، له خداى څخه د شکرشپه ده ؛ځکه چې د خداى يو تر ټولو ستر نعمت؛يعنې قرآن په دې شپه کې نازل شوى دى . (إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ) .

٢_ تر ټولوغوره کتاب پر ټولوغوره انسان تر ټولو په غوره شپه کې نازل شو .( إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ)

(٢+٣ آيتونه )

وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ= او ته څه پوهېږې، چې د قدرشپه څه ده؟!

لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِّنْ أَلْفِ شَهْرٍ= د قدر شپه تر زرو مياشتو غوره ده!

ټکي :

× د(( قدر)) ټکې په قرآن کې د څومانا ګانولپاره کارول شوي :

الف : مقام او منزلت،لکه چې وايي : (وَمَا قَدَرُواْ اللّهَ حَقَّ قَدْرِهِ(انعام/۹۱) = [هغوى خداى سم و نه پېژانده. ]

ب : تقدير او برخليک: (ثُمَّ جِئْتَ عَلَى قَدَرٍ يَا مُوسَى ( طه/۴۰) ؛يعنې اى موسئ ته دلته د (الهي ) تقديرله مخې راغلى يې .

ج : تنګې او سختي : (وَمَن قُدِرَ عَلَيْهِ رِزْقُهُ ) ( طلاق/۷) پر چاه ،چې رزق او روزي تنګه شي.

دوه لومړنۍ ماناګانې له (( ليلة القدر )) سره سمون خوري ؛ځکه چې د قدر شپه هم د سترمقام او منزلت خاونده اوهم د تقديراو برخليک شپه ده .

× هستي،حساب ،کتاب ، قدر او اندازه لري .

وَإِن مِّن شَيْءٍ إِلاَّ عِندَنَا خَزَائِنُهُ وَمَا نُنَزِّلُهُ إِلاَّ بِقَدَرٍ مَّعْلُومٍ (حجر/۲۱)=[ او د ټولو څيزونو سرچينې يوازې له موږ سره دي؛ خو هر څيز په يوه ټاكلې اندازه راښکته کوو.]

ان له آسمانه د باران ورښت هم حساب شوى دى (وَأَنزَلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً بِقَدَرٍ)(مومنون/۱۸) نه يوازې باران؛بلکې هرڅه ورسره اندازه لري . (وَكُلُّ شَيْءٍ عِندَهُ بِمِقْدَارٍ)(رعد/۸) ؛لکه چې لمر او سپوږمۍ د حجم ،وزن ،حرکت او مدار له پلوه دقيق حساب کتاب لري . (الشَّمْسُ وَالْقَمَرُ بِحُسْبَانٍ ) (رحمن/۵) .

× خداى د قدر په شپه د انسان د يوکال ‏تقدير ټاکي؛لکه د قرآن په يو بل ځاى کې،چې وايي :

فِيهَا يُفْرَقُ كُلُّ أَمْرٍ حَكِيمٍ(دخان/۴) =[ پرهغه (شپه) هر ډول چارې د (الهي) حكمت له مخې سنبال او بېلېږي.]

نو د قدر شپه يوازې د پېغمبراکرم په وخت او د قرآن په نزول پورې محدوده نه ده ؛بلکې په د هر رمضان په مياشت کې د قدر شپه وي،چې د بلې د قدر په شپې پورې د انسان تقدير پکې ټاکل کېږي.

× پېغمبراکرم (ص) او اهل بيتو يې د ‏قدر په شپه په تېره بيا په (٢٣) مې ‏شپه د ويښ پاتې کېدو ،لمونځ او پرعبادت کولو باندى ډېر ټينګار کړى دى . ‏‏ ‏پېغمبر اکرم (ص) وپوښتل شو:زموږ کورله مديني ‏لرې دى ؛نو تاسې راته يوه شپه وټاکۍ،چې په هماغه شپه ښارته راشم . انحضرت ‏(ص) ورته وويل : (( په (٢٣) ‏شپه مديني ته راننوځه.)) (وسایل ۳/ ۳۰۷)

× امام صادق د ناروغۍ په حال کې وغوښتل ،چې د رمضان په ٢٣ مه شپه دې یې جومات ته يوسي.(بحار ۹۵/ ۱۶۹) ‏

‏فاطمې بي بي به په دې شپه د خپلو ماشومانو پر مخ اوبه شيندلې،چې ويښ پاتې شي.(بحار ۹۴/ ۱۰) ‏

په روايتونو کې راغلي ،چې د خداى رسول به د رمضان د مياشتې په ورستيو لسو شپو کې خپل بستره تړله او ټوله شپه به یې عبادت کاوه .( د مجمع البیان تفسیر)

په يو اوږد حديث کې له پېغمبراکرم(ص) څخه روايت شوى ،چې ‏موسى علیه السلام ،خداى ته وويل : اى خدايه! له تا نه د قربت مقام غواړم .ځواب راغى : ماته رانږدې کېدل د قدرپه شپه کې دي . موسى علیه السلام وويل : له پل صراطه د تېرېدو جواز غواړم.ځواب راغى : د صراط له پله د تېرېدو رمز د قدر په شپه په صدقه ورکولو کې دی.‏موسى علیه السلام وويل : خدايه ! جنت او نعمتونه يې درنه غواړم . ځواب راغى : ورته د رسېدو لاره يې د قدر په شپه د تسبیح ويل دي .

موسى علیه السلام وويل : د دوزخ له اوره خلاصون غواړم . ځواب راغى : د دوزخ له اوره د خلاصون رمز د قدر ‏په شپه په استفغارکې دی.

او په پاى کې ‏موسى علیه السلام وويل:اى خدايه ! ستارضا مې په کارده . ځواب راغى : له هغوى ‏‏خوشالېږم ،چې د قدرپه شپه لمونځ وکړي. (وسایل ۸ /۲۰ ) ‏

× حضرت على د قدر په شپه په محراب کې د لمونځ پر مهال د توري ګوذار وخوړ. هو زړګيه ! د خداى اشرف مخلوق ،په اشرف ځاى کې په اشرف وخت کې په اشرفو حالاتوکې شهيد شو.

× شپه په مانیزو- معنوي مسائلوکې ‏ځانګړى مقام لري د بېلګى په توګه :

خداى،حضرت موسى ته د تورات د ورکړې لپاره،هغه د شپې عبادت ته راوغوښت: (أَرْبَعِينَ لَيْلَةً)( بقره/ ۵۱) .

قرآن استغفار ته مناسب وخت سهارګڼلی :

وَبِالْأَسْحَارِ هُمْ يَسْتَغْفِرُونَ(الذاریات/۱۸) = [او د شپې په وروستۍ برخه کې يې (له خدايه) بښنه غوښته.]

آسمان ته د پېغمبر اکرم ختل په شپه کې و.( أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلًا مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ)(اسراء/ ۱)

پېغمبراکرم(ص) ته دنده ورکړشوې و،چې د شپې عبادت وکړي. (وَمِنَ اللَّيْلِ فَتَهَجَّدْ بِهِ نَافِلَةً لَّكَ) (اسراء/ ۷۹) (قُمِ اللَّيْلَ إِلَّا قَلِيلًا)(مزمل/۲) .

خداى په شپه کې عابدين ستایي. (يَتْلُونَ آيَاتِ اللّهِ آنَاء اللَّيْلِ)( ال عمران/ ۱۱۳ ).

په شپه کې يې د تسبيح سپارښتنه کړى ده. (وَسَبِّحْهُ لَيْلًا طَوِيلًا)(انسان/ ۲۶)

خداى په قرآن کې د لمر راختنې او ماسپښین پروخت يو ځل قسم خوړلى ؛خو پرسهار يې درې ځلې قسم خوړلى دى .

وَاللَّيْلِ إِذَا عَسْعَسَ (تکویر/۱۷) = او قسم پر شپه، چې كله مخ په تېرېدو يا راتلو شي.

وَاللَّيْلِ إِذْ أَدْبَرَ(مدثر/۳۳) = او پر شپه قسم چې كله (لمن راټوله او) شا كړي !

وَاللَّيْلِ إِذَا يَسْرِ(فجر/۴)= او قسم پر شپه، چې كله (د ورځې د رڼا پر لور) روانېږي (چې ستا پالونكى ظالمانو ته په څارنځي كې دى)!

× د قدرد شپې اوږدوالى ،د ځمکې يوه بشپړه شپه ده ،چې (٢٤) ساعته ده ،نه دا چې په يوه ځانګړې ځاى او وخت او لوري پورې تړاو ولري،‏لکه د کمکي ‏اخترورځ ،چې د ځمکې يه بشپړه ورځ ده .

× دا،چې د قدرپه شپه قرآن رانازل شو او پرهمدې شپه د انسان تقديرهم ټاکل کېږي ؛نو کېداى شي رمز يې دا وي ،چې د انسان برخليک په قرآن پورې تړلى وي ،که د قرآن لاروي يې وکړه ؛نونېکمرغه به وي ؛ګنې بدمرغه به وي .

× حضرت ابوذرغفاري (رض) وايي: د خداى رسول ته مې وويل : آيا د قدر شپه د انبياوو په وخت کې هم وه او پرهغوى ( امر) نازلېده او له نړى څخه ‏تر تګ وروسته یې په هغه شپه کې ( امر) نه نازلېږي ؟ انحضرت (ص) ‏وويل : د قدر شپه ترقيامته پورې ده . (د برهان تفسیر) .

× ښايي د قدرد شپې د پټ پاتې کېدنې رمز په دې کې وي،چې خلک په نورو شپو کې هم عبادت ‏وکړي څوک ،چې په هماغه شپه پوه شوې وي ،چې پېسمن – مغرور نشي ‏او څوک ،چې پرې پوه ‏شوى نه وي،‏چې له نورو شپو‏نهيلى نشي.

× په روايتونو کې راغلي د قدر په شپه نېک کار د نورو ‏شپو په پرتله ثواب لري. ( من لا یخضر ۲/ ۱۵۸)

_ پيغامونه :

١_ سپېڅليو چارو ته،سپېڅلى وخت وټاکئ. (لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِّنْ أَلْفِ شَهْرٍ)

٢_ وختونه يوشان نه دي ، ځينې وختونه تر نوروغوره وي. (لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِّنْ أَلْفِ شَهْرٍ)

( ٤آيت )

تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِم مِّن كُلِّ أَمْرٍ= په هغه (شپه) كې پرښتې او “روح” د خپل پالونكي په اجازه دهركار (د تقدير او اندازه كولو) لپاره راكوزېږي.

ټکي:

× امام صادق وپوښتل شو : آيا روح هماغه جبرائيل دى ؟ امام صادق : جبرئيل پرښته او روح تر پرښتې غوره دى او بيا يې دا آيت ولوست : ((تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِم مِّن كُلِّ أَمْرٍ )) ( د برهان تفسیر) .

× د قدر په شپه د پېغمبراکرم پر زړه د پرښتو په رانازلېدو له اسمان سره د ځمکې او ملکوت سره د خلکو او له ماورا طبيعت سره د طبیعت اړېکې ټينګېږي .

× روح ډولونه لري :  

= هغه روح ،چې دغوښتنو او شهوتونو سرچينه ده .

= هغه روح ،چې د واک او خوځون- حرکت سرچينه ده ،چې دا دوه روحونه د انسان او حيوان ترمنځ ګډ دي.

= هغه روح ،چې د اختيار او اند ‏سرچينه ده ،چې دا يوازې په انسان پورې ځانګړى دى.

= هغه روح ،چې مازې عقل دى او د پرښتو وجودي جوهرجوړوي .

= هغه روح ،چې تر پرښتو‏غوره دى او د قدرپه شپه له پرښتو سره لانازلېږي. ‏

× په روايتونو کې راغلي : د امامت له نمښتیو – منکرانو سره د قدر په سورت استدلال وکړئ .( د نور الثقلین تفسیر‏) ؛ځکه چې ددې سورت له مخې پرښتى هرکال د قدر پر شپه نازلېږي،د پېغمبر اکرم پر ژوندون به هغه ته راتلې؛نو تر هغه وروسته پرچا نازلېږي .

سپينه خبره ده ،چې هرڅوک د الهي پرښتو کوربه کېداى نشي؛بلکې هغه هم بايد د پېغمبراکرم په څېر ‏معصوم وي او د بشر د ولايت چارى دهغه په لاس کې وي ،چې دا کس له معصوم امام پرته بل څوک نشي کېداى،چې په دې وخت کې ‏‏مهدى آخرالزمان دې ،چې د قدر پرشپه ورته پرښتى راځي.

په قرآن کې پرښتو ته يوه کتنه

دهستۍ د سنبالنې‏ په چارو کې پرښتې د الهي فرمانونو د اجرا کولو دنده لري . په قرآن شريف کې هرې ډلې پرښتو ته ځانګړې دنده ټاکلى شوې،چې دهماغې دندې نوم پرې ايښوول شوى دى :

النَّازِعَاتِ(نازعات/۱)،( الصَّافَّاتِ) (صافات/۱)،( لزَّاجِرَاتِ) (صافات/۲)،( النَّاشِرَاتِ(الناشرات/۳)،( لْفَارِقَاتِ)(الناشرات/۴)،( لْمُدَبِّرَاتِ)(نازعات/۵).

ځينې پرښتې ساتنې ته ګومارل شوي.

وَإِنَّ عَلَيْكُمْ لَحَافِظِينَ(انفطار/۱۰)=[ او بېشكه چې پر تاسې څارونكي ګومارل شوي دي]

ځينې پرښتې له الهي اولياوو سره خبرې اترې لري ؛له ‏زکريا علیه السلام سره يې خبرې وکړې او ورته يې د يحیي زېرى ورکړ.( فَنَادَتْهُ الْمَلآئِكَةُ)( ال عمران/۳۹) او همدې پرښتو له حضرت مريم سره هم خبرې وکړې .( وَإِذْ قَالَتِ الْمَلاَئِكَةُ يَا مَرْيَمُ ) (ال عمران/۴۲) .

په ځينو ځايونو کې پرښتو په جنګ کې د خداى له پلويانو سره مرسته کړې ده؛لکه چې د بدرپه جنګ کې خداى درې زره پرښتې د مسلمانانو ملاتړ ته راولېږلې .(أَن يُمِدَّكُمْ رَبُّكُم بِثَلاَثَةِ آلاَفٍ مِّنَ الْمَلآئِكَةِ) ( ال عمران/۱۲۴)

ځينو پرښتو ته له خلکو څخه د سا اخستلو دنده ورکړل شوى ده . (يَتَوَفَّاكُم مَّلَكُ الْمَوْتِ)( سجده/۱۱ ) او ځينو ته د عرش د چارو د سمبالولو دنده ورکړل شوې ده. (وَيَحْمِلُ عَرْشَ رَبِّكَ)( حاقه/۱۷)

د پرښتو له امتيازاتو څخه يو دا هم دي،چې تل د خداى عبادت کوي او نه ستړې کېږي،چې قرآن وايي :

وَمَنْ عِندَهُ لَا يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِهِ وَلَا يَسْتَحْسِرُونَ(انبیاء/۱۹)= او څوک [=پرښتې ] چې له الله سره دي ، هېڅكله يې له عبادته سر نۀ غړوي او نۀ ستړې كېږي .

يُسَبِّحُونَ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ لَا يَفْتُرُونَ(انبیاء/۲۰) = [ شپه او ورځ (بې ځنډه) د خداى پاكي وايي اونۀ سستېږي.]

د پرښتو يوه دنده مؤمنانو ته دعا او استغفار دى .( وَيَسْتَغْفِرُونَ لِمَن فِي الْأَرْضِ) ( شوری/۵) ځينې د اسلام پر پېغمبر درود وايي . (إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ)( احزاب/۵۶)

پرښتى درجې لري او ټولې په يوه کچه ‏نه دى .( وَمَا مِنَّا إِلَّا لَهُ مَقَامٌ مَّعْلُومٌ) صافات/۱۶۴) = [او له موږ (پرښتو) هېڅوك نشته؛خو (دا چې) هرې يوې ته ټاكلى ځاى په ګوته كړاى شوى دى.]

خداى،چې ځينو انبياوو ته د نورو په پرتله غوره والى ورکړى ؛نو همداسې يې پرښتو ته هم غوره والى ورکړى دي .( اللَّهُ يَصْطَفِي مِنَ الْمَلَائِكَةِ)( حج/۷۵ ) . د ټولو پرښتو واک ‏يو له بل سره توپیر لري .( أُولِي أَجْنِحَةٍ مَّثْنَى وَثُلَاثَ وَرُبَاعَ) (فاطر/۲)

ځينې پرښتى فرمان وړونکى اوځينې فرمان ورکونکي دي ؛خو ټولې سپین لمنې – معصومې دي. (مُطَاعٍ ثَمَّ أَمِينٍ ) (تکویر/۲۱)

پر ټولو پرښتو ايمان په کار دى. (كُلٌّ آمَنَ بِاللّهِ وَمَلآئِكَتِهِ)(بقره/ ۲۸۵ ) ترې نمښته- انکارله خدایه د نمښتې ‏په څنګ کې راغلى ده .( وَمَن يَكْفُرْ بِاللّهِ وَمَلاَئِكَتِهِ)( ١٠١)

پرښتې د خداى لښکر دى او له شمېرڅخه يې له خداى پرته بل څوک خبر نه دي (وَمَا يَعْلَمُ جُنُودَ رَبِّكَ إِلَّا هُوَ)( مدثر/۳۱) او که کله یې هم د شمېر په باب خبره کېږي ؛لکه دا آيت (عَلَيْهَا تِسْعَةَ عَشَرَ) (مدثر/۳۰) ،چې وايي: د دوزخ پرښتې نولس دی؛نوردليلونه لري نه دا،چې د ځواک د نه درلرودلو امله وي.

پرښتې له خداى څخه مطلق اطاعت کوي او د هرڅه دنده ،چې ورکړل شي ،سر ترې نه غړوي .( لَا يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ)(تحریم/ ۶)

هغوى د خداى له فرمان څخه نه مخکې کېږي او يوازې د هغه فرمان پلى کوي .( لَا يَسْبِقُونَهُ بِالْقَوْلِ وَهُم بِأَمْرِهِ يَعْمَلُونَ)(انبیاء/۲۷) .

اطاعت یې‏ د پوهې او تقوا له مخې دی او په اطاعت کې ځانګړې کار غوره نه ګڼي‏؛بلکې کوم کار،چې وروسپارل شي،هماغه ‏کوي .( يَخَافُونَ رَبَّهُم مِّن فَوْقِهِمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ)( نحل/۵۰)

× پېغمبر اکرم وايي : ((پرښتې له رڼا څخه پيدا شوى دي. ‏(اختصاص ۱۰۹ مخ‏) او خداى هيڅ موجود د پرښتوهومره نه دی پيدا کړی.( قمي تفسیر۲/ ۲۶۰) ‏

× امام صادق وويل : پرښتې خوراک څښاک او کوروالى نه کوي. ( بحار ۵۶/ ۱۷۴)

× پيغامونه :

١_ پرښتې د خداى بې اجازى ‏کار نه کوي. (تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ…. بِإِذْنِ رَبِّهِم)

٢_ د قدر په شپه د تقدير ټاکنه د پرښتوپه راتګ او شتون کې ټاکل کېږي .( تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ………… مِّن كُلِّ أَمْرٍ)

٣_ د قدر په شپه د چارو د تقدير ټاکل د الهي ربوبيت يوه څنډه ‏ده.( بِإِذْنِ رَبِّهِم مِّن كُلِّ أَمْرٍ) .

( ٢٥آيت )

سَلَامٌ هِيَ حَتَّى مَطْلَعِ الْفَجْرِ= هغه (شپه) ترسهار راختلو پورې (بركت ورحمت او) سلامتيا ده!

ټکي:

× په قرآن کې ((سلام )) د خداى له نومونو ځنې يو نوم دى.( هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ السَّلَامُ….) ( حشر/۲۳)

× په دې آيت کې له ((سلام )) څخه مطلب د قدر په شپه پر بندګانو د خداى ځانګړى رحمت دى ،چې ورپسې سلامتيا،رحمت او ډېربرکتونو وي ‏،چې ‏ دعذاب لارې بندوي؛ځکه چې په هغه شپه د شيطان وسوسې له کاره غورځېږي. ( د المیزان تفسیر)

× د قدر په شپه پرښتې ځمکې ته راکوزېږي او پر هغې ښځې او سړي سلام وايي،چې پرعبادت بوخت وي ( د مجمع البیان تفسیر‏) ؛لکه څرنګه چې د قيامت پر ورځ هم د سلام په ويلو ‏د جنتيانو استقبال ته ځي : (عَلَيْكُمْ طِبْتُمْ فَادْخُلُوهَا خَالِدِينَ) ( زمر/۷۳) .

× پيغامونه :

١_ د قدرشپه د انسان د ‏فکر او روح ،روغتيا او د سلام خداى پر لوري د سپېڅلتيا شپه ده .( سَلَامٌ هِيَ حَتَّى مَطْلَعِ الْفَجْرِ)

٢_ د قدرشپه د رحمت شپه ده او له توبى سره کړاى شو ،چې د خداى رحمتونه ځان ته رامات کړو .( سَلَامٌ هِيَ حَتَّى مَطْلَعِ الْفَجْرِ)

٣_ د چارو تقدير د خداى له لوري د بشر د نېکمرغۍ پر بنسټ دى؛مګر دا چې بشر ‏خپله ځان بدمرغه کړي . (سَلَامٌ هِيَ حَتَّى مَطْلَعِ الْفَجْرِ)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!