تبلیغات

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه قرآني زده کړې د بېلارېتوبونو سرچينه يَا دَاوُودُ إِنَّا جَعَلْنَاكَ خَلِيفَةً فِي الْأَرْضِ فَاحْكُمْ بَيْنَ النَّاسِ بِالْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعِ الْهَوَى فَيُضِلَّكَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ إِنَّ الَّذِينَ يَضِلُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ بِمَا نَسُوا يَوْمَ الْحِسَابِ ﴿ص۲۶﴾ = داووده! په رښتینه کې موږ […]

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

قرآني زده کړې

د بېلارېتوبونو سرچينه

يَا دَاوُودُ إِنَّا جَعَلْنَاكَ خَلِيفَةً فِي الْأَرْضِ فَاحْكُمْ بَيْنَ النَّاسِ بِالْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعِ الْهَوَى فَيُضِلَّكَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ إِنَّ الَّذِينَ يَضِلُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ بِمَا نَسُوا يَوْمَ الْحِسَابِ ﴿ص۲۶﴾ = داووده! په رښتینه کې موږ ته په ځمكه كې ځايناستى (او خپل استازى) كړى يې؛ نو د خلكو ترمنځ په حق پرېكړه كوه او په ځاني غوښتنو پسې مه ځه، چې د الله له لارې به دې واړوي؛ په حقيقت كې هغوى چې د الله له لارې اوړي (؛ نو) د حساب د ورځې د هېرولو له لامله ورته سخت عذاب دى.!

له دې آيته ښه ګټنه كېږي، چې د قيامت ورځې هېرول، د ټولو بېلارېتوبونو سرچينه ده. دا آر، د انسانانو په ژوند كې معاد ته د پاملرنې روزنيز اغېز څرګندوي. په دې باب، چې په اسلامي سرچينو كې كوم روايات راغلي، ډېر د ځير وړ دي؛ لكه له پېغمبراکرم(ص) نه په يوه مشهور حديث كې راغلي او هم له علي (ك) روايت شوى: (( خلكو! تر هر څه وړاندې ډارېږم، چې په دوو څيزونو كې راښكېل شئ: په ځاني غوښتنو پسې تلل او په زړه كې د اوږدو هيلو پالنه. په ځاني غوښتنو پسې تلل مو له حقه پر شا كوي او اوږدې هيلې، قيامت درنه هېروي)) وړ ده، چې دا غونډله په سروزرو وكښل شي او ټولو په تېره د واكمنو، قاضيانو او پازوالانو په مخكې راځوړنده كړاى شي. له امام باقر نه په يوه روايت كې لولو:((بنيادم په درېيو څيزونو هلاكېږي: هغه کنجوسي، چې عملي شي، هغه ځاني غوښتنه، چې ومنل شي او داچې انسان له ځانه راضي وي.)) (نمونه، 19: 264 مخ.)

 په جنت او دوزخ كې تلپاتېتوب

 خَالِدِينَ فِيهَا مَا دَامَتِ السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ إِلَّا مَا شَاءَ رَبُّكَ إِنَّ رَبَّكَ فَعَّالٌ لِمَا يُرِيدُ ﴿۱۰۷ هود) = (او) تر هغو به پکې وي، چې ( د اخروي نړۍ) اسمانونه او ځمكه ولاړ وي؛خو داچې پالونكى دې وغواړي (؛ځکه) ستا پالونكى،چې څه غواړي هماغه كوي .

 هغوى چې د قيامت پر ورځ جنت ته ننووځي، همېش به پكې پاتې شي او ځينې دوزخيان به هم همېش په دوزخ كې پاتې شي. په دې آيت کې راغلي، چې بدمرغه ډله، تل په دوزخ كې پاتېږي؛ ((خو څه چې ستا پالوونكى وغواړي)) او نېكمرغه ډله هم په جنت كې پاتېږي؛ ((خو څه چې ستا پالوونكى وغواړي)). مفسرانو ددې قيد و شرط په تفسير كې، ډول ډول مخونې او څرګندونې كړې دي؛ خو ښه سمه يې داده، چې ټول دوزخيان به په دوزخ كې پاتې نشي؛ بلكې يو شمېر په الهي بښنې او د خداى د وليانو په سپارښتنه له دوزخه ازادېږي او نور شمېر، چې د خپل كفر او سترو ګناهونو په پار د الهي بښنې استحقاق او وړتيا نه لري، همېش به په دوزخ كې پاتې شي؛ نو ځكه د همدې آيت په پاى كې لولو، ((پالوونكى دې، چې څه وغواړي كوي يې)). له همدې جملې ګټنه كېږي، چې ځينې دوزخيان د خداى په غوښتنه له دوزخه ازادېږي؛ خو جنتيان، جنت ته له ورننووتو روسته تر ابده پكې پاتېږي او بيخي نه ووځي او په ورپسې آيت كې وايي: (( خو څه چې پالوونكى دې وغواړي)) په دې پار دي، چې وپوهوي، چې په جنت كې د جنتيانو پاتېدل هم د خداى په غوښتنه او ارادې دي او كه خداى غواړي، له جنته يې راباسي؛ خو دا چار به ونه كړي. له همدې لامله د  (هود_ 108 آیت) په پاى كې وايي: ((إِلَّا مَا شَاءَ رَبُّكَ عَطَاءً غَيْرَ مَجْذُوذٍ (چې دا) نه پرې كېدونكې پېرزوينه ده)). له امام باقر(رح) نه په يوه روايت كې لولو: (( يوه ډله دوزخيان له دوزخه وځي او شفاعت يې كېږي. بيا يې يوې ويالې ته بوځي….. او پكې لامبي او په پايله كې يې بيا غوښه او وينه راټوكېږي او له بدنه يې د دوزخ سوي لرې كېږي او جنت ته ورننوځي، چې جنتيان يې ويني، وايي: دوزخيان راغلل، بيا دا ډله له خدايه غواړي، چې دا نوم ترې لرې كړي او خداى يې هم ترې لرې كوي)).

شونې ده، چې له دې تعبيره ((ترڅو اسمانونه او ځمكه ولاړه وي)) دا پوښتنه راولاړه شي، چې په قرآن كې په څو ځاى کې ويل شوي، چې د قيامت په درشل كې به اسمانونه او ځمكه له منځه ولاړې شي؛ نو څنګه د جنت او دوزخ او پكې مېشتو تلپاتېتوب يې د اسمانونو او ځمكې په شتون پورې اړوند شوى دى؟ ددې پوښتنې په ځواب كې پام مو وي، چې قرآن ويلي، چې د قيامت په درشل كې د اسمانونو او ځمكې نظام له منځه ځي او پر نورو اسمانونو او ځمكې اوړي؛ نه  داچې په ټول كې اسمانونه او ځمكه له منځه ځي او په قيامت كې به اسمان او ځمكه نه وي. (په دې باب وګورئ: ابراهيم  48 او زمر_ 74) د قرآن له نورو آيتونو ګټنه كېږي، چې تر ابده به اسمانونه او ځمكې وي او، چې دوى وي، د جنت او دوزخ اوسېدونكي به پكې پاتې وي[1].

حضرت سليمان(ع) كافر نشو

 وَاتَّبَعُوا مَا تَتْلُو الشَّيَاطِينُ عَلَى مُلْكِ سُلَيْمَانَ وَمَا كَفَرَ سُلَيْمَانُ وَلَكِنَّ الشَّيَاطِينَ كَفَرُوا يُعَلِّمُونَ النَّاسَ السِّحْرَ وَمَا أُنْزِلَ عَلَى الْمَلَكَيْنِ بِبَابِلَ هَارُوتَ وَمَارُوتَ وَمَا يُعَلِّمَانِ مِنْ أَحَدٍ حَتَّى يَقُولَا إِنَّمَا نَحْنُ فِتْنَةٌ فَلَا تَكْفُرْ فَيَتَعَلَّمُونَ مِنْهُمَا مَا يُفَرِّقُونَ بِهِ بَيْنَ الْمَرْءِ وَزَوْجِهِ وَمَا هُمْ بِضَارِّينَ بِهِ مِنْ أَحَدٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ وَيَتَعَلَّمُونَ مَا يَضُرُّهُمْ وَلَا يَنْفَعُهُمْ وَلَقَدْ عَلِمُوا لَمَنِ اشْتَرَاهُ مَا لَهُ فِي الْآخِرَةِ مِنْ خَلَاقٍ وَلَبِئْسَ مَا شَرَوْا بِهِ أَنْفُسَهُمْ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ ﴿بقره/۱۰۲﴾ = او (يهودو) د هغه څه لاروي وكړه، چې شري وګړيو (کوډګرو) د سليمان په پاچاهۍ کې خلكو ته لوستل او سليمان هېڅكله (كوډې ونکړې او) كافر نشو؛ خو شري وګړي كافران شول (چې) خلكو ته يې كوډې ورښوولې او (همداراز يهودو) د هغه  څه (لاروي وكړه)، چې په بابل کې پر دوو پرښتو ((هاروت)) او ((ماروت)) نازل شوي وو، دوى دواړو هېچا ته تر هغې څه نه ورښوول، خو دا چې ورته ویل به يې : ((موږ يوازې ازمېښت يو، (پام) مه کافرېږه!))  (او له دې زده كړو ناوړه ګټه مه اخله)؛ خو يهودو له دې دواړو پرښتو داسې څه زده كول، چې په دې يې ښځه او مېړه سره بېلول؛ خو دوى بې د الله له اجازې هېڅكله چاته زيان رسوونکي نه وو، داسې څه یې زده كول، چې ورته ګټور نه؛ بلكې زيانمن ول او ښه پوهېدل، چې كه څوك ددې څيز پېرونكي شي (؛ نو) په آخرت كې هېڅ ونډه ورته نشته (؛ نو) كه پوهېداى، چې څومره ناكاره سودا ده، چې ځان يې پرې وپلوره !

  له احاديثو معلومېږي، چې يوې ډلې د حضرت سليمان(ع) پر مهال د ده په هېواد كې كوډې كولې. سليمان (ع) امر وكړ، چې ګردې ليكنې او پاڼې يې راټولې او په يو ځانګړي ځاى كې يې وساتئ؛ ځكه ښايي د كوډو د لرې كولو لپاره پكې ګټور مطالب وي، يوې ډلې د سليمان (ع) تر وفات روسته دا پاڼې را واېستلې او د كوډو په ښوونې او خپرولو لګيا شول، ځينو له دې موقعيته ګټنه وكړه او و يې ويل: سليمان خو بيخي پېغمبر نه و؛ بلكې د همدې كوډو په مټ پر خپل هېواد لاسبری شو او خارق العاده چارې يې كولې. يو شمېر اسراييلو د كوډګرو لار ونيوه او په كوډو يې زړه وتاړه، تردې چې له تورات نه يې لاس واخست. د اسلام پېغمبر (ص)، چې راغی او د قرآني آيتونو په ترڅ كې يې وويل: سليمان (ع) له الهي پېغمبرانو ځنې و؛ نو د يهودو ځينو عالمانو او احبارو وويل: له محمده مه هېښندېږئ، چې وايي سليمان (ع) پېغمبر دى، حال دا هغه خو كوډګر و؟ د يهودو دا وينا پردې سربېره، چې پردې ستر الهي پېغمبر يو ستر تور شمېرل كېږي؛ نو ورسره جوخت د سليمان (ع) كفر هم ګڼل كېږي؛ ځكه د دوی د وينا له مخې سليمان يو كوډګر و، چې په دروغو يې ځان ته پېغمبر وايه، چې دا چار د كفر لامل دى؛ نو په ځواب كې يې دا آيت رانازل شو[2].

 چې الله  څه غواړي، هماغه به كېږي، د آيت ددې برخې [= خو دوى بې د الله  له اجازې چا ته زيانمن نه دي] په تفسير كې يې ويلي، داسې مانا نه وركوي، چې د زور مساله اوڅار- مطرح ده؛ بلكې د توحيد يو بنسټيز آر ته اشاره ده، چې په نړۍ كې ګرد ځواكونه د پالونكي له ځواكه سرچينه اخلي. ان د اور سوځول او د چړې غوڅول د الله  په امر دي، داسې نه ده، چې كوډګر د الله د ارادې او غوښتنې پر خلاف په پنځون – پيدايښت كې لاسوهنه وكړي او داسې نه ده، چې الله  په خپلې واكمنۍ كې محدود او را ايسار كړي؛ بلكې دا يو شمېر ځانګړنې او اغېزې دي، چې الله  په بېلابېلو موجوداتو كې ايښې دي، ځينې ترې ښه ګټه اخلي او ځينې ترې ناوړګټنه كوي؛ نو الله  هم چې انسانانو ته ازادي او اختيار وركړی، د ازمېښت او د بشپړتيا وزله يې ده[3].

 كوډې؛ ستره ګناه ده

كوډې يو ډول خارق العاده چار دى، چې كله د انسانانو پر تنو خپلې اغېزې شيندي او يو ډول چشم بندي ده او كله يې اغېز يوازې اروايیز او واندیز- خيالي اړخ لري[4]. د ټولو اسلامي فقهاوو له نظره د كوډو زده كړه او كول حرام دي. په دې باب حضرت علي (ک) وايي: «چې څوك لږې يا ډېرې كوډې زده كړي؛ نو كافر شوی دی او بيخي يې له الله سره اړيكه پرې كېږي» البته که كوډې د دې لپاره زده كړاى شي، چې د كوډګرو كوډې پرې لرې كړاى شي؛ نو بيا خو سمه ده؛ بلكې كله هم كفايي واجب وي،چې يو شمېر كوډې زده كړي، چې كه كوم دروغجن مدعي، خلك پرې بېلارې كوي؛ نو كوډې به يې لرې او دروغ به يې را برسېره كړي.

 

 

 

[1] الميزان، 11: 23 مخ+ نمونه، 9: 239 مخ.

[2] ( نمونه، 1 / 37)

[3] ( نمونه، 1 / 376)

[4] ( نمونه، 1 / 377)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!