تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ قرآني زده کړې لَهُ مُعَقِّبَاتٌ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ يَحْفَظُونَهُ مِنْ أَمْرِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ وَإِذَا أَرَادَ اللَّهُ بِقَوْمٍ سُوءًا فَلَا مَرَدَّ لَهُ وَمَا لَهُمْ مِنْ دُونِهِ مِنْ وَالٍ ﴿ رعد/۱۱﴾ = انسان ته څارونكي (پرښتې) دي، چې تل یې وړاندې روسته […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

قرآني زده کړې

لَهُ مُعَقِّبَاتٌ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ يَحْفَظُونَهُ مِنْ أَمْرِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ وَإِذَا أَرَادَ اللَّهُ بِقَوْمٍ سُوءًا فَلَا مَرَدَّ لَهُ وَمَا لَهُمْ مِنْ دُونِهِ مِنْ وَالٍ ﴿ رعد/۱۱﴾ = انسان ته څارونكي (پرښتې) دي، چې تل یې وړاندې روسته د الله له امره (= نااړينو پېښو) ساتي؛ په حقيقت كې الله د كوم قوم (او ملت) حال نه اړوي، څو خپل حال یې پخپله اړولى نه وي او چې كله الله كوم قوم ته (يې د كړنو له لامله) د سزا ورکولو پرېکړه وکړي؛ نو هېڅ څيز يې مخه نيواى نشي او بې له خدايه به کوم کارسازی ورته نه وي .

غير مادي پاسوالان

 د آيت ظاهر څرګندوي، چې خداى يوې ډلې پرښتو ته دنده وركړې، چې شپه او ورځ په نوبت انسان ته ورشي او له مخې او شا يې پاسوالې وي. ښايي موږ ټولو په ژوند كې دا حس كړي وي، چې ډېرو وختونو كې موږ يا خپلوان مو معجزه ډولي قوت له خطر ناكو پېښو ساتلي يو. مسلماً منو، چې دا تصادف نه دى. ددې آيت په تفسير كې له امام باقر (رح) نه په يو روايت كې لولو: ((يعنې انسان د خداى په حكم ساتي، چې په څاه كې ونه لوېږي يا دېوال پرې راولوېږي، يا يې كومه پېښه مخې ته ورشي، تردې چې (الهي) هرومرو تقدير راورسي. په دې وخت كې يې الهي تقدير ته ورپرېږدي او ورسپاري، دا دوه پرښتې دي، چې انسان د شپې ساتي او دوه پرښتې دي، چې د ورځې په نوبت پردې دنده لګيا دي[1])).

په خپلې وګړنۍ او ټولنيزې نېكمرغۍ كې د انسان ونډه

 ددې آيت په څېر، د قرآن ډېرى آيتونه دا حقيقت راڅرګندوي، چې د انسان ښې او بدې كړنې يې پر ژوند نېغ اغېز لري. تردې آيت لاندې له امام سجاد (رح) نه په يو روايت كې لولو: ((هغه ګناهونه، چې نعمت اړوي دا دي: پر خلكو ظلم، د ښو عاداتونو له منځه تلل او د نعمت ناشكري. دا هماغه دي، چې خداى یې په اړه ويلي : ان الله لا يغير مابقوم…..))[2]. امام صادق (رح) وايي، چې پلار مې وويل: (( د خداى حتمي قضا داده، چې بندګانو ته كوم نعمت وركړي، تر هغه يې ترې نه اخلي، چې داسې ګناهونه وكړي،چې د ناوړې بدلې وړ وګرځي)) دا آيت، د اسلام يو ټولنيز آر دغسې څرګندوي، چې د يوې ټولنې په بريا، ماتې، بدمرغۍ او نېكمرغۍ كې خورا مهم آر، پخپله د ټولنې خلك دي او بهرني لاملونه په ورپسې پړاوونو كې دي[3].

[1] نمونه، 10: 142 مخ.

[2] الميزان، 11: 333 مخ

[3] نمونه، 10: 145 مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!