تبلیغات

له خاورې د آدم د پيدايښت څرنګوالى ځينې وخت د قرآن په بېلابېلوآيتونو کې د انسان پيدايښت له ((خټې)) ګڼي (؛ لکه پورتني آيتونه ) او د اسرا سورت په ( ٦١) آيت کې :  ((وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلآئِكَةِ اسْجُدُواْ لآدَمَ فَسَجَدُواْ إَلاَّ إِبْلِيسَ قَالَ أَأَسْجُدُ لِمَنْ خَلَقْتَ طِينًا = او (درياد كړه) چې پرښتو ته […]

له خاورې د آدم د پيدايښت څرنګوالى

ځينې وخت د قرآن په بېلابېلوآيتونو کې د انسان پيدايښت له ((خټې)) ګڼي (؛ لکه پورتني آيتونه ) او د اسرا سورت په ( ٦١) آيت کې :  ((وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلآئِكَةِ اسْجُدُواْ لآدَمَ فَسَجَدُواْ إَلاَّ إِبْلِيسَ قَالَ أَأَسْجُدُ لِمَنْ خَلَقْتَ طِينًا = او (درياد كړه) چې پرښتو ته مو وويل :(( آدم ته سجده وكړئ))؛ نو ټولو سجده وكړه؛ خو بې له ابليسه، چې ويې ويل: (( ايا هغه ته سجده وكړم، چې له خټې دې پيدا كړى دى ؟!))

او کله يې پيدايښت له (( اوبو)) بولي لکه :

انبيا٣٠ آيت : ((أَوَلَمْ يَرَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنَّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ كَانَتَا رَتْقًا فَفَتَقْنَاهُمَا وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاء كُلَّ شَيْءٍ حَيٍّ أَفَلَا يُؤْمِنُونَ= ايا كافران نه پوهېږي، چې اسمانونه او ځمكه سره نښتي ول، بيا مو بېل كړل او له اوبو مو هر ژوى راپيدا كړ؛ نو ايا [دا پنځګري مو] نه مني او ایمان نه راوړي؟))

خو څرګند ده ،چې دا ټول يو مطلب ته ورستنېږي، ان په هغه ځاى کې ، چې له خاورې ( تراب) د آدم پيدايښت راغلى دى؛ لکه :

آل عمران ، ٥٩ آيت : ((إِنَّ مَثَلَ عِيسَى عِندَ اللّهِ كَمَثَلِ آدَمَ خَلَقَهُ مِن تُرَابٍ ثِمَّ قَالَ لَهُ كُن فَيَكُونُ =  په رښتینه کې الله ته د “عيسى” ((مثال)) د آدم په څېر دى، چې له خاورې یې پېدا كړ او بيا يې ورته وويل: ((چې شه!))؛ نو بس ((وشو)) (؛ نو ځكه بې له پلاره د مسيح زوكړه هېڅكله پر الوهيت يې دليلېداى نشي.)

ځکه منظور،له خاورو سره ګډې اوبه؛ يعنې خټه ده.

له دې ځايه دوه ټکى څرګندېږي:

( الف) هغوى چې احتمال ورکړى: له خاورې د انسان له پيدايښته منظور ، دادى ( چې نېغ په نېغه يا په غيرمستقيم ډول) بشري وګړي له ګياوو او بوټو تغذيه کېږي او بوټي هم له خاورو ځنې دي ؛نو داسمه نه ده ؛ځکه د قرآن آيتونه يو بل تفسيروي  او تر بحث لاندې آيتونه، د قرآن د نورو آيتونو په قرېنې سره د ((پخپله آدم )) پيدايښت ته اشاره لري ، چې له خاورې پيداشوى دى .

(ب) داټول آيتونه ( لږ ترلږه د انسان په باب) د تکامل پر فرضيې د نفې يو دليل دى او داچې د بشرنوع ،چې ((آدم)) ته رسي، يو مستقل خلقت لري.

او هغوى چې انګېرلې : له خاورې د پيدايښت آيتونه، د انسان ډول او نوع ته اشاره ده ،چې په زرګونو لارو  وحیدالحجروي موجوداتو ته ورګرځي او د روستي فرضياتو له مخې دوى هم دسمندرونو د غاړو له جبزارو رادبره شوي؛خو پخپله ((ادم)) يو تن و،چې له بشري نوع غور کړاى شو او خپلواک پيدايښت يې نه درلود؛ بلکې امتياز يې ځانګړي صفات و؛خو دا ډول استدلال د قرآني آيتونو له جواهرو سره اړخ نه لګوي.

بيا ټينګار کوم ،چې د (( انواعود تحول)) مساله يو پرېکنده او غوڅ علمي قانون نه دى ؛ يوازې يوه فرضيه ده ؛ځکه د کوم څيز،چې ميليونه کلونه وړاندې جرړې ښخې شوې وي او په واقعيت کې د تجربې او حسي او مشاهدې وړ نه دى ؛نو د ثابتو علمي قوانينو په کتار کې کېداى نشي ؛بلکې يوه فرضيه ده ،چې د انواعو د تنوع د ښکارندې مخونې ته رادبره شوې او ارزښت يې يوازې هومره دى ،چې ښکارندو ته تخميني مخونه ورکولاى شي اوپوهېږو ،چې فرضيې تل د ادلون بدلون په حال کې دي او نويو فرضيوته ډګر پرېږدي .

نوځکه په فلسفي مسايلو کې ( چې غوڅو دلايلوته اړه لري) پرې ډډه وهلاى نشو.

د بحث په پاى کې ،دوه ټکي يادول لازم ګڼو ،چې :

د (( د تکامل فرضيه)) له ((توحيد او خداى پېژندنې ))سره بيخي تړاو نه لري او له طبيعت هاخوا ( ماورا طبيعت ) نړۍ پر نفې دليل نه ګڼل کېږي ؛ځکه توحيدي ګروهه وايي:

نړۍ خداى پنځولې او موجوداتو ته خداى ځانګړنې او خواص ورډالۍ کړي دى او په ټولو پړاوونو کې د خداى له لورنې برخمنېږي، دا مانا د ((انواعو د ثبوت )) د نظريې  ګروهن منلاى شي؛لکه چې د انواعو د تحول د فرضيې  ګروهن يې چې مني .

د تحول دفرضيې يواز ېنۍ ستونزه داده ،چى له هغې شرح او څرنګوالي سره اړخ نه لګوي ، چې قرآن د ادم پيدايښت او له خاورې او خټې يې د هغه د پيدايښت په څرنګوالي کې کړې ده ؛نو ځکه موږ يوازې د همدې دليل له مخې د تکامل فرضيه نفې کوو ،نه له توحيد سره د مخالفت په دليل ،دا له تفسيري اړخه؛ خوله علمي اړخه ( طبيعي علوم ) د تکامل فرضيه ځکه نفې کوو، چې ثبوت ته يې پرېکنده دلايل نشته .

 

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست