تبلیغات

قرآن او سنت د يو بل مکمل دي قرآن مجيد د ټولو عقيدوي آرونو،احکامو او د اسلامي علومو سرچينه ده. په قرآن مجيد کې د ټولو عقيدتي آرونو،احکامو،معارفو او اسلامي علومو جرړه ده،چې تشرح،تفسير او عملي کول يې د خاتم النبيين په وينا او چلن کې راښوول کېږي؛نو له همدې امله،خداى د خپل استازي لاروي،د […]

قرآن او سنت د يو بل مکمل دي

قرآن مجيد د ټولو عقيدوي آرونو،احکامو او د اسلامي علومو سرچينه ده.

په قرآن مجيد کې د ټولو عقيدتي آرونو،احکامو،معارفو او اسلامي علومو جرړه ده،چې تشرح،تفسير او عملي کول يې د خاتم النبيين په وينا او چلن کې راښوول کېږي؛نو له همدې امله،خداى د خپل استازي لاروي،د خداى لاروي بللې ده.

يَسْأَلُونَكَ عَنِ الأَنفَالِ قُلِ الأَنفَالُ لِلّهِ وَالرَّسُولِ فَاتَّقُواْ اللّهَ وَأَصْلِحُواْ ذَاتَ بِيْنِكُمْ وَأَطِيعُواْ اللّهَ وَرَسُولَهُ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ (انفال/١)= له تا د انفال [=غنيمتونه او هر ډول مال،چې څرګنداو ټاكلى خاوند نه لري ] په باب پوښتي (ورته) ووايه :(( انفال يوازې د خداى او د هغه د استازي دي؛نو ( د خداى د فرمان له مخالفته) ووېرېږئ او خپلمنځي اړيکې سمې کړئ او د خداى او د هغه د استازي اطاعت وكړئ،كه مؤمنان ياست . ))

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَلاَ تَوَلَّوْا عَنْهُ وَأَنتُمْ تَسْمَعُونَ (انفال/٢٠)= مؤمنانو! د خداى او د هغه د استازي اطاعت وكړئ او غاړه ترې مه غړوئ،حال دا چې (خبرې يې) اورئ .((

قُلْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَالرَّسُولَ فإِن تَوَلَّوْاْ فَإِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبُّ الْكَافِرِينَ (آل عمران/٣٢)= ورته ووايه : (( د خداى اواستازي (يې) اطاعت وكړئ او كه غاړه مو كېنښووه ؛نو خداى كافران نه خوښوي .))

))وَأَطِيعُواْ اللّهَ وَالرَّسُولَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ (آل عمران/١٣٢)= او د خداى او استازى (يې) لاروي وكړئ ،چې رحم درباندې وشي. ((

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلاً (نساء/٥٩) = مؤمنانو! له خداى استازي او اولوالامر ځنې مو اطاعت وكړئ او كه ستاسې ترمنځ په كومه [ديني] چار كې شخړه پېښه شي (؛نو د منځګړتوب لپاره د) خداى [کتاب] او د رسول [سنتو] ته مخه كړئ كه ( په رښتيا ) پرخداى او د اخرت پر ورځې ايمان لرئ . دا (كار) غوره او ښه پايله لري.                                                                                                                    

وَأَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَاحْذَرُواْ فَإِن تَوَلَّيْتُمْ فَاعْلَمُواْ أَنَّمَا عَلَى رَسُولِنَا الْبَلاَغُ الْمُبِينُ (المائده/٩٢)= او د خداى او پېغمبر اطاعت وكړئ او (د هغه د فرمان له مخالفته) ډډه وکړئ؛نو كه مخ مو واړاوه (؛ نو د جزا وړ به شئ او) پوه شئ،چې زموږ پر پېغمبر د څرګندې پيغام رسونې مسووليت دى (او دا دنده يې تاسې ته تر سره کړه).

إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ وَشَاقُّوا الرَّسُولَ مِن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الهُدَى لَن يَضُرُّوا اللَّهَ شَيْئًا وَسَيُحْبِطُ أَعْمَالَهُمْ (محمد/٣٣) = مؤمنانو! د خداى اطاعت وكړئ او (د خداى) د استازي اطاعت وكړئ او (په ګناهونو) خپلې كړنې مه پوپنا کوئ .

وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ فَإِن تَوَلَّيْتُمْ فَإِنَّمَا عَلَى رَسُولِنَا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ (التغابن١٢)= او د خداى اطاعت وكړئ او د استازي يې اطاعت وكړئ؛نو كه مخ واړوئ؛نو زموږ پراستازي يوازې د څرګند (پيغام) د رسونې مسؤوليت دى .

قُلْ أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ فَإِن تَوَلَّوا فَإِنَّمَا عَلَيْهِ مَا حُمِّلَ وَعَلَيْكُم مَّا حُمِّلْتُمْ وَإِن تُطِيعُوهُ تَهْتَدُوا وَمَا عَلَى الرَّسُولِ إِلَّا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ (النور/٥٤)= ووايه : ((دخداى اطاعت وكړئ او د استازي اطاعت وكړئ؛خو كه شا كړئ؛ نو پېغمبر د خپلو كړنو مسؤول دى او تاسې د خپلو كړنو؛خو كه اطاعت يې وكړئ؛ نو سمه لار به ومومئ او (د خداى) پر استازي بې له څرګند پيغام رسونې نور څه (مسؤوليت) نشته .))

وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ (النور/٥٦)= او لمونځونه ودروئ او زكات وركړئ او د (خداى د) استازي اطاعت وكړئ،ښايي لورنه در باندې وشي .

مَّنْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللّهَ وَمَن تَوَلَّى فَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا(النساء/80)= چا چې د پېغمبر اطاعت وكړ؛ نو په حقيقت کې د خداى اطاعت يې كړى دى او چاچې ترې مخ واړاوه ؛نو ته موږ ورته ( د همېشه) ساتونكي( په توګه) نه يې لېږلى ( او پر وړاندې يې مسوول نه يې)

((د خداى او د استازي يې اطاعت وکړئ))

خداى،له خاتم النبيين څخه سرغړونه،له خپلو لارښوونو سرغړونه ګڼلې ده:

إِلَّا بَلَاغًا مِّنَ اللَّهِ وَرِسَالَاتِهِ وَمَن يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَإِنَّ لَهُ نَارَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا

(جن/٢٣)=[زما دنده]يوازې د خداى له لوري د پيغام رسونه ده او څوك چې د خداى او د هغه د استازي حكم ته غاړه كېنږدي؛ نو په واقع كې هغه ته د دوزخ اور دى،چې تل به پكې اوسېږي!))  

فَإِنْ عَصَوْكَ فَقُلْ إِنِّي بَرِيءٌ مِّمَّا تَعْمَلُونَ (شعراء/٢١٦)= نوكه هغوى له تا سروغړوي؛ نو ورته ووايه : (( په حقيقت کې څه چې کوئ،په اړه يې ژمن نه يم ))

همدا راز خداى او استازي يې،چې کوم احکام وضع کړي،پر وړاندې يې د مؤمنانو واک سلب کړاى شوى دى.

((وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَن يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَن يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا مُّبِينًا (احزاب/٣٦)= او چې كله خداى او د هغه استازى د يو كار(د ترسره كولو) پرېكړه وكړي؛نو هېڅ مؤمن او مومنه حق نه لري،چې د خپل هماغه كار په باب (د خداى د حکم پرخلاف) اختيار ولري او څوك چې د خداى او د هغه له استازي سرغړونه وکړي؛ نو په يقين،چې په څرګنده بې لارې شوى دى .))

خداى،خاتم النبيين په وينا او چلن کې يې،پر خلکو خپل حجت کړى دى او هغه يې د امت مشر ټاکلى،چې ورپسې ولاړ شي:

((مَّا أَفَاء اللَّهُ عَلَى رَسُولِهِ مِنْ أَهْلِ الْقُرَى فَلِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ كَيْ لَا يَكُونَ دُولَةً بَيْنَ الْأَغْنِيَاء مِنكُمْ وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ(حشر/٧آيت)= څه چې خداى ددغو كليو له اوسېدونكيو خپل استازي ته را اړوي؛نو هغه د خداى او د(هغه) د استازي او خپلوانو او يتيمانو او مسكينانو او پرديسانو لپاره دي،چې (دا ډېره شتمني) ستاسې د بډايانو ترمنځ لاس په لاس نشي او څه چې درته د (خداى) استازي راوړي دي؛ نو وا يې خلئ (او عمل پرې وكړئ) او چې له څه مو منع كوي؛نو ډډه ترې وكړئ او د خداى له (مخالفته) ځان وساتئ،چې خداى سخت عذابى دى .))

وَلَقَدْ رَآهُ نَزْلَةً أُخْرَى . عِندَ سِدْرَةِ الْمُنْتَهَى(نجم/١٣او١٤)= او په يقين، هغه يې په بل ځل راكېووتو كې وليد، له سدرة المنتهى (کوزنۍ ډېرې برکتي ونې) سره،))

((لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَن كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا (احزاب/٢١)= په يقين، چې د خداى د استازي په ژوند كې ستاسې هغو خلكو ته غوره بېلګه ده، چې خداى او د آخرت ورځې ته هېلمن وي او خداى ډېر يادوي .))

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست