تبلیغات

په قرآن کې فقهي احکام قرآن ټولو دردونو ته د شفا نسخه ده او دانسان ټولو غوښتو ته يې په ټولوبرخو کې مناسب ځواب ورکړى دى او داچې قرآن  ته نړۍ وال او د ټولو وختونو کتاب ويل کېږي، ددې لپار دى، چې د انسان ټولو غوښتنو ته  ځواب ورکولاى شي. په اتلسمه زده کړه […]

په قرآن کې فقهي احکام

قرآن ټولو دردونو ته د شفا نسخه ده او دانسان ټولو غوښتو ته يې په ټولوبرخو کې مناسب ځواب ورکړى دى او داچې قرآن  ته نړۍ وال او د ټولو وختونو کتاب ويل کېږي، ددې لپار دى، چې د انسان ټولو غوښتنو ته  ځواب ورکولاى شي. په اتلسمه زده کړه کې مو  په لنډه د قرآن تقريبا سلو موضوعګانو ته اشاره وکړه، چې يوه موضوع يې هم احکام دي، چې خداى راته پردې احکامو  د عمل حکم راکړى دى.

 

احکام څه ته وايي؟

د اسلام د سپېڅلې شرع په څرګندنه-اصطلاح احکام ټولو هغو د ستوراتو او قانونو ته ويل کېږي،چې خداى له مسلمانانو پرې عمل غوښتى دى.

شرعي احکام هم هماغه ديني دستورات دي،چې هر عاقل، بالغ  او مکلف مسلمان بايد کله،چې د تکليف سن ته ورسېد؛ نو بايد عمل پرې وکړي .

هر دين ځان ته قانون او دستورات لري، چې لارويان يې پرې بايد عمل وکړي او بې قانون دين بشپړ نه دى . اسلام هم داحکامو په وضع کولو ( عملي قوانين او دستورات) مسلمانان د تکامل په بهير کې اچولي دي، چې ددې  احکامو په عملي کولو د خداى خوښي ګوتو ته راوړي.

د قرآن شريف يو سورت هم پورتنۍ موضوع ته اشاره کړې ده او په والعصر سورت کې وايي :

((وَالْعَصْرِ .إِنَّ الْإِنسَانَ لَفِي خُسْرٍ . إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ = پر زمانې قسم! بېشكه (هر) انسان په زيان كې دى؛خو بې له هغوى چې ايمان يې راوړى او ښه (كارونه) يې كړي او يو بل ته يې په حق سپارښتنه او په زغم سپارښتنه  کړې وي .))

 

د احکامو له آيتونو سره آشنايي

١ _ لمونځ کول او زکات ورکول :

((وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ وَارْكَعُواْ مَعَ الرَّاكِعِينَ (بقره/٤٣)= او لمونځ (په ښه شان) وكړئ او زكات وركړئ او له ركوع كوونكيو سره ركوع وكړئ ( او لمونځ په جمع وكړئ) ))

٢ _ پر نېکيو امر او له بديو منع :

((وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ  (آل عمران/١٠٤)= او بايد ستاسې له منځه يوه ډله وي،چې (خلك) نېكيو ته راوبولي او پر ښو چارو ورته امر وكړي او له بديو يې راواړوي او همدغه بريالي دي . ))

٣ _ له محارمو سره واده حرام دى :

((وَلاَ تَنكِحُواْ مَا نَكَحَ آبَاؤُكُم مِّنَ النِّسَاء إِلاَّ مَا قَدْ سَلَفَ إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَمَقْتًا وَسَاء سَبِيلاً (نساء/٢٢)= او له كومو ښځو سره،چې ستاسې پلرونو واده كړى وي؛هېڅكله واده و نه کړئ؛خو څه چې ( ددې حكم تر نازلېدو) مخكې شوي دي،هغه شوي دي؛ځكه دا بدلمني کرکجن چار او ناسمه لار ده .))

 

٤ _ د اودس کولو طريقه :

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا قُمْتُمْ إِلَى الصَّلاةِ فاغْسِلُواْ وُجُوهَكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ إِلَى الْمَرَافِقِ وَامْسَحُواْ بِرُؤُوسِكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ إِلَى الْكَعْبَينِ وَإِن كُنتُمْ جُنُبًا فَاطَّهَّرُواْ وَإِن كُنتُم مَّرْضَى أَوْ عَلَى سَفَرٍ أَوْ جَاء أَحَدٌ مَّنكُم مِّنَ الْغَائِطِ أَوْ لاَمَسْتُمُ النِّسَاء فَلَمْ تَجِدُواْ مَاء فَتَيَمَّمُواْ صَعِيدًا طَيِّبًا فَامْسَحُواْ بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُم مِّنْهُ مَا يُرِيدُ اللّهُ لِيَجْعَلَ عَلَيْكُم مِّنْ حَرَجٍ وَلَـكِن يُرِيدُ لِيُطَهَّرَكُمْ وَلِيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ  (مائده/٦)= مؤمنانو! لمانځه ته چې پاڅېدئ؛ نو خپل  مخونه او لاسونه تر څنګلو پورې ووينځئ او سرونه (مسح کړئ) او پښې تر(پړكيو) پورې مسح كړئ اوكه په جنابت کې ياست؛نو( په غسل کولو) ځان پاك كړئ او كه ناروغ  يا مسافر ياست او يا له تاسې څوك له اودس ماتي راشي يا تاسې  پر ښځو لاس لګولى وي (اوکوروالى مو كړى وي) او ( د غسل يا اوداسه لپاره) اوبه  و نه  مومئ؛ نو پر پاكه خاوره تيمم وكړئ او پر مخ و لاس يې راكاږئ، خداى تاسې تنګول نه غواړي؛بلكې غواړي پاك مو كړي او خپله لورنه درباندې پوره كړي . ښايې شكر يې پر ځاى كړئ .))

 

٥ _ د کفارو او مشرکينو پر جنازه لمونځ مه کوئ :

((وَلاَ تُصَلِّ عَلَى أَحَدٍ مِّنْهُم مَّاتَ أَبَدًا وَلاَ تَقُمْ عَلَىَ قَبْرِهِ إِنَّهُمْ كَفَرُواْ بِاللّهِ وَرَسُولِهِ وَمَاتُواْ وَهُمْ فَاسِقُونَ  (توبه/٨٤)=  او بيخي پر يوه مړي يې هم (د جنازې) لمونځ مه کوه او مه يې ( د دعا او بښنې لپاره ) پر قبر درېږه؛ ځكه هغوى پر خداى او پېغمبر يې كافران شوي دي او په سرغړاندۍ كې مړه شوي دي .))

 قرآن  د احکام د پېژندو لپاره معيار او کچه دى

ددې آيتونو يوه غوره ځانګړنه داده،چې مدني دي او دا سورتونه د شرعي احکامو په باب نازل شوي دي .

او پردې احکامو د پوهېدنې لپاره لاندې وسايل په کار دي او بايد د فقهې په علم کې هم پوهه ولرو،چې په الهي احکامو پوه شو.

١ _ قرآن . ٢ _ سنت. ٣ _  عقل ياقياس. ٤ _ اجماع.

په قرآن کې قيامت

په قرآن کې د نورو موضوعګانو په پرتله دا موضوعګانې ډېرى مطرح شوې دي:

١ _ توحيد. ٢_  معاد. ٣ _ نبوت. ٤ _ ايمان. ٥ _ مشرکان. ٦ _ مومنان. ٧ _ د تېرو قومونو برخليک . ٨ _ د آخرت د ورځې سزا او بدله. ٩ _ نېکچاري . ١٠ _ تفکر او تدبر ته بلنه، چې په دې موضوعګانو کې د معاد يا قيامت پر ورځ د خداى پر امر د انسانانو راژوندي کېدل او ورسره حساب او کتاب کول ځانګړى ارزښت لري او په قرآن شريف کې هم په دې باب ګڼل شمېر آيتونه راغلي دي .

 په قرآن کې د معاد آيتونه

هغه آيتونو ته د معاد آيتونه وايي، چې د انسان د ښو يا بدو اعمالو په باب خبرې کوي او د آخرت د ورځې د سزا او بدلې په باب وسائل مطرحوي او هغوى ته زېرى ورکوي،چې ښې چارې کوي او څوک چې بد کارونه کوي ورته د دوزخ وړاندوينه کوي .

پېغمبرانو به تل د قيامت په باب خبرې کولې :

ټولو رسولانو او پېغمبرانو به خلکو ته د قيامت ورځ رايادوله او خلکو ته يې ويل، چې د قيامت پر ورځ به ټول خلک د خپلو کړنو د سزا او بدلې لپاره راژوندي شي؛ يعنې پېغمبرانو به چې هره خبره کوله؛ نو په پاى کې به يې هرومرو د قيامت يادونه هم کوله .

معاد د توحيد او د دين د نور آرونو پايله ده او هله به پر توحيد او نورو آرونو ګروهه پايله ولري، چې څوک د قيامت پر ورځې ايمان ولري .

د معاد آيتونه :

١ _ په هېڅ ځاى کې له مرګه خلاصون نشته :

((هر چېرته چې ياست،مرګ به درپسې راشي که په برج کې ناست ياست او که په کلکو کلاګانو کې ميشت ياست))

*د آيت په باب توضيح:

د مرګ له کلمې سره ټول اشنا دي او ترې وېرېږي؛مرگ هغه درد دى،چې او درمل نه لري . مرګ په ټولو پسې راتلونکى دى. مرګ هغه واقعيت دى،چې تېښته ترې نشي کېداى مرګ ښوخلکو ته خوږ وي؛خو بدو ته تريخ وي . انسان په دوو بڼو مړه کېداى شي : طبيعي او غير طبيعي

(((چې کله د انسان مرګ راورسي؛نو خداى يې مړينه نه ځنډوي او هرومرو مري))

* خلک  له قبرونو راپاڅي :

((يَوْمَ يَسْمَعُونَ الصَّيْحَةَ بِالْحَقِّ ذَلِكَ يَوْمُ الْخُرُوجِ (ق/٤٢)= (هغه) ورځ،چې ټول به د(ستر قيامت) چغه سمه واوري، دا (له قبرونو د مړيو) د راوتو ورځ ده . ))

* د قيامت د ورځې زلزله وېرونکې ده :

((يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمْ إِنَّ زَلْزَلَةَ السَّاعَةِ شَيْءٌ عَظِيمٌ . يَوْمَ تَرَوْنَهَا تَذْهَلُ كُلُّ مُرْضِعَةٍ عَمَّا أَرْضَعَتْ وَتَضَعُ كُلُّ ذَاتِ حَمْلٍ حَمْلَهَا وَتَرَى النَّاسَ سُكَارَى وَمَا هُم بِسُكَارَى وَلَكِنَّ عَذَابَ اللَّهِ شَدِيدٌ  (حج/١-٢)= خلكو! د خپل پالونكي (له عذابه) ځان وساتئ؛[ځکه] چې د قيامت زلزله ستره پېښه ده . پر هغه ورځ،چې ورسره مخ شئ (نو له وېرې به حال داسې وي،چې) هره “تي وركوونكې مور” به خپل تيخور ماشوم هېركړي او هره دوه ځانې به [بې اختياره] خپل بچى وغورځوي او خلك به بېسده وينې او حال داچې دوى به نشه نه وي؛ خو د خداى عذاب سخت او دروند دى ! ))

* د آيت په باب توضيح :

زلزله د الهي ځواک ښکارندوى ده ،چې يو دم راځي او له انسانه د ژغورنر لار ورکوي او هغه هم هغه زلزله، چې ټوله نړۍ به ړنګوي د “لئالي الاخبار” د کتاب په ٤٥٤ مخ کې راغلي: د خلکو حرکت به په تعادل کې نه وي او يو له بل سره به ټکرېږي . ته وا مست دي؛ خو مست به نه وي ؛بلکې وېرې ترې لار ورکه کړې ده او همدا وېره ده، چې د ځوانانو تور وېښتان به سپېن کړي او هغوى به بې وخته زاړه کړي؛خو مؤمنان د قيامت پر ورځ خوشحاله وي .

((لِكُلِّ امْرِئٍ مِّنْهُمْ يَوْمَئِذٍ شَأْنٌ يُغْنِيهِ .وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ مُّسْفِرَةٌ . ضَاحِكَةٌ مُّسْتَبْشِرَةٌ (عبس/٣٨-٣٩)=  37   پر هغه ورځ به ترې هر تن په داسې كار (او حال) اخته وي،چې يوازې ځان ته به يې پام وي! پر هغه ورځ به ځينې مخونه ځلېږي، خندان او خوښ به وي .)) 

په قرآن کې تدبر او تفکر

قرآن د ژوند او تکامل کتاب دى او انسان ته د همېشنۍ نېکمرغۍ پر لور لارښونه کوي، د  الهي آيتونو د نزول فلسفه هم نېکمرغۍ ته رسيدل دي. قرآن په ټولو اړخونواو د ژوند ټولو پړاوونو ته لارښوونې لري او که کار ترې واخستل شي؛  نو انسان به نېکمرغه وي. که څه د قرآن تلاوت ثواب لري؛ خو د اسلام اصلي موخه يوازې تلاوت نه دى .

 قرآن د تفکر اوتدبر کتاب دى

انسان نه ښايي ځان راضي کړي،چې قرآن مې له تجويد سره ويل زده دى؛بلکې د قرآن په آيتونو کې بايد تفکر وکړي او احکام ترې راوباسي اوپه ژوند کې ترې کار واخلي. قرآن هم په ګڼ شمېر آيتونو کې مسلمانان تفکر او تدبر ته رابللي دي؛لکه  :((كَذَلِكَ نُفَصِّلُ الآيَاتِ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ (يونس/٢٤)= په دې توګه موږ هغوى ته خپل آيتونه شرحوو،چې (په مثال كې) فكر كوي (او عبرت ترې اخلي)  ))

  ولې په قرآن کې تعقل نه کوئ؟!

((أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ أَمْ عَلَى قُلُوبٍ أَقْفَالُهَا  (محمد/٢٤)=نو ايا په قرآن كې غور او تدبر نه كوي يا زړونو ته ( يې د غفلت) کولپونه اچول شوي دي .))

 د قرآن د پېژندو لزوم او پر دستوراتو يې عمل کول

قرآن د ژوند کتاب او د ټولو معارفو سرچينه ده. له يو  زرواو څلور سوو کاله راپه دې خوا يې د حجاز فصيح عرب خوله پر ګوته کړي دي او ډېر پوهان يې د تفکر او تدبر په سمندر کې ډوب کړي دي،سره له دې چې سلګونه تفسيرونه ورباندې ليکل شوي دي؛ خو بيا هم هماغسې نوى او تازه دى او نن بيا هم هماغسې ګوته په خوله کوونکى او له رازونو ډک دى .

هو!  په رښتيا چې قرآن د خداى کلام دى او  هغوى چې ددې کتاب درناوى کوي؛نو په دې خبره بايد پوه وي؛لکه څنګه ، چې د دې سپېڅلي کتاب ظاهر ته درناوى کوي؛ نو ددې کتاب مانا او ښوونو ته هم بايد درناوى وکړي او ددې کتاب په لاروۍ په رښتيا مسلمان شي.

مګر داسې نه ده،چې د اسلام تذکيره قرآن دى او هېڅ مسلمان بې له دې،چې پر دې کتاب ځان پوه کړي  او پکې تفکر وکړي،نشي کولاى د خپلو غوښتنو بېلابېلو اړخونو ته ځواب ورکړي . له پوهې سره لاروي د اسلامي مترقي ټولنى د بنسټ ډبره ده او څورمره، چې قرآن ژور او  علمي مطالعه کړو؛ نو هومره به يې دستوراتو ته دعمل د جامو په اغوستولو کې بريالي يو؛خو ډېره د افسوس خبره ده،چې ډېرى اسلامي ټولنې له قرآنه يو رغى او سرسري درک او پوهه لري او د قرآن حقيقت ته بېخي پام نه کوي او فکر کوي، چې د قرآن درناوى يوازې پر غوړ چاپ او په ښکليو ټوکرانو کې يې تاوول دي؛خو خبر نه دي، چې د همدې قرآن اصلي مفاهيم او حقيقت پېړۍ پېړۍ دي،چې په دوړو کې هېر شوي دي.

پوښتنه مې داده،چې ايا قرآن يوازې يو ښکلى لرغونى اثر دى؟ ايا د قرآن درناوى په دې کې دى،چې ورو او په احتياط يې خلاص کړو او ورته پلتۍ ووهو او تر تلاوت وروسته يې ښـکل کړو، په مخ او سر يې راکاږو؛خو پر دستوراتو يې عمل  ونه کړو؟! ايا د قرآن درناوى په دې کې دى،چې يوازې په مړي پسې وويل شي،د ماشوم سر ته د پيريانو له وېرې کېښوول شي،سفر ته د وتو پر مهال ترې لاندې تېر شو،ماشومان له يوهکوره بل کور ته د وړو پر مهال يې پر سينه ورته کېږدو  او د حق او ناحقو معاملو په وخت کې پرې خپل چټل لاس کېږدو او قسم پرې وخورو. د قرآن له يو پوټي حقيقته خبر و نه وسو،پر دستوراتو يې عمل ونه کړو او زړه مو خوشحاله وي،چې قرآن مو په اوو ټوټو کې تاو کړى دى؛ نو خيال کوو،چې د قرآن درناوى مو کړى دى. هغه چې سهار د کوره له وتو پر مهال قرآن ښکلوي؛خو په بازار يا د خپل کار پر مهال ډول ډول فسادونه کوي، د خلکو مالونه خوري؛نو ايا ستاسې پر خيال دې پر ظاهره سپېڅلي انسان د قرآن درناوى کړى دى؟ ايا هغه مسافر،چې له کوره  د راوتو پر  مهال تر قرآن لاندې راتېر شوى او په مسافرت کې ډول ډول ګناهونه کوي،د دې قرآن حرمت يې ساتلى دى؟ ايا ښځې او مېړه، چې د نکاح پر مهال يې مخې ته ورته قرآن ايښى دى؛ خو په خپل ژوند کې لمونځ، روژه، حجاب او خپل اولاد د قرآن د ښوونو له  مخې ونه روزي؛نو ايا د قرآن حرمت او درناوى يې کړى دى؟ اۍ هۍ!! ډېر افسوس ،چې دا ټولې چارې سر سري او ظاهري دي ، چې د قرآن د حرکت نوم پرې اېښوول کېږي او دا ټول څيزونه په خپلو سترګو وينئ، چې په ژوند کې يې د غنم د دانې هومره اغېز هم نه لري، په ډېرې خواشينۍ دا خبره کوم، چې له کله نه،چې په قرآن کې ظواهر او تشريفات د تفکر او تدبر ځايناسي شوي دي؛ نو زموږ دمسلمانانو له ژونده هم خوشحالي او نېکمرغي الوتې ده.

البته هېڅ عاقل مسلمان دا نه وايي، چې قرآن دې ښه او غوړ چاپ نشي او ظاهري درناوى دې يې ونشي؛خو غم دا دى، چې موږ مسلمانانو په همدې ظاهري درناوي او غوړ چاپ بسيا کړې ده. نن د يو رښتين او پوه مسلمان تر ټولو مهمه دنده داده،چې په قرآن کې په پوهې عالمانه تفکر او تدبر وکړو او قرآني موخو ته د جامو اغوستو لپاره نوې او د نن له غوښتنو سره سمې لارې چارې پېدا کړو او که داسې  مو و نه کړل؛ نو له قرآنه همدا بې توجهي به له موږ نه خداى ته د رسول الله د شکايت او ګېلې لامل وي .

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!