تبلیغات

قرآن کریم په احادیثو کې رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم فرمايي : (( پر نورو خبرو د قرآن غوراوى داسې دى؛لکه چې خداى پر خپلو مخلوقاتو غوره دى .( مستدرک الوسايل ٤\٢٣٧) د قرآن د ښوونکي او زده کوونکي لپاره ټول موجودات ان کب په سمندر کې بښنه غواړي . ( مستدرک […]

قرآن کریم په احادیثو کې

رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم فرمايي :

(( پر نورو خبرو د قرآن غوراوى داسې دى؛لکه چې خداى پر خپلو مخلوقاتو غوره دى .( مستدرک الوسايل ٤\٢٣٧)

د قرآن د ښوونکي او زده کوونکي لپاره ټول موجودات ان کب په سمندر کې بښنه غواړي . ( مستدرک الوسايل ٤\ ٢٣٥)

په تاسې کې هغه غوره دى،چې قرآن زده کړي او نورو ته يې وښيي . (مستدرک الوسايل ٤\٢٣٥ )

قرآن الهي دسترخوان دى؛نو څومره چې کړاى شئ،ترې يې زده کړئ . ( مستدرک الوسايل : ٤\٢٣٢)

د قرآن حافظان او د شپې پاڅېدونکي زما د امت اشراف دي . (وسايل  ٨\١٥٥ )

زه حيران يم،چې کله قرآن لولم (؛نو) ولې نه زړېږم .(وسايل ٦\١٧١)

په کوم زړه کې،چې قرآن وي،پاک خداى يې نه په عذابوي . (مستدرک وسايل ٦\١٦٧)

د قرآن حافظین د جنتيانو عارفان دي،مجتهدين (او زیارکښ) د جنتيانو مخکښان دي او استازي د جنتيانو ښاغلي دي .(الکافي ٢\٦٠٦)

بې له انبيا وو او استازيو، د قرآن قاريان د انسانيت او سړيتوب په لوړو درجو کې پراته دي؛نو د قاريانو حقوق مه ضايع کوئ؛ځکه دوى د بريمن او زورور خداى پر وړاندې لوړې درجې لري .(الکافي ١\ ٦٠٣)

قرآن له بېلاريو د سمې لارښوونې لامل او رڼا دى،چې پټ څيزونه پرې وګورې،د ګناهونو بښونکى دى،په تياروکې رڼا ده،په پېښو کې بله ډېوه دى،له هلاکته ساتونکى دى . له خطرونو ژغورونکى دى، د فتنو څرګندوونکى دى او انسان له دنيا څخه آخرت ته رسوي او په هغه کې مو د دين کمال دى اوهېڅوک ترې مخ نه اوړي او چې وا يې  ړاوه ؛ نو اور ته به ځي .( الکافي  ٤\٦٠٠ )

د قرآن حافظ تر ټولو ډېر په پټه او ښکاره متواضع،لمونځ کوونکى اوروژه تي دى بيا آنحضرت (ص) په لوړغږ وويل : د قرآن حافظه ! د قرآن له امله تواضع وکړه،چې پاک خداى دې سر لوړی کړي او ځان د هغه لپاره مه عزتمنوه،چې خداى به دې خوار کړي،د قرآن حافظه! د خداى لپاره ځان په قرآني لارښوونو سمبال کړه،چې خداى دې پرې سمبال کړي او قرآن د وسيلې په توګه مه کاروه،چې په خلکو کې ښه معلوم شې،که نه خداى به دې خوارکړي . ( وسايل الشيعه ٥\١٨٣)

څوک چې قرآن زده کړي؛خو عمل پرې نه کوي او له دنيا سره مينه او ښکلا پرې غوره وبولي؛نو د الهي غوسې وړ به وي او د يهودو او نصاراوو په کتار کې به (وشمېرل) شي،چې د خداى کتاب ته يې شا کړه ( او عمل يې پرې ونه کړ ). څوک چې قرآن د ځانښوونې او دنيا غوښتنې لپاره ولولي؛نو د قيامت پر ورځ به له خداى سره په داسې بڼه ګوري،چې يوازې به د هډوکو (تشه) ډانچه وي او غوښې به پرې نه وي او قرآن به يې له شا څخه مخې ته ټېل وهي،چې جهنم ته یې ورسوي او له نورو دوزخيانو سره اور ته وغورځېږي او څوک چې قرآن لولي او عمل پرې ونه کړي؛نو ړوند به محشر ته راشي ؛نو وايي : پالونکيه! زه دې ولې ړوند پاڅولم،زه خو لېدونکى وم؟ ځواب ورکول کېږي :زما آيتونه او نښې در ورسېدې؛خو هېرې دې کړې او په دې توګه ته هم نن هېر شوى يې؛ نو حکم رارسي ،چې جهنم ته يې يوسئ او څوک چې قرآن د خداى د خوښې او د پوهې د لاس ته راوړو لپاره ولولي؛نو د ټولو پرښتو،انبياوو او استازيو بدله ورته ډالۍ کېږي .(وسايل الشيعه ٦\١٨٣)

په تاسې کې غوره هغه دى،چې قرآن زده کړي اونورو ته يې وښيي . (مستدرک ٤/٢٣٥ )

کورونه  مو د قرآن په لوستو رڼاکړئ .( وسائل ٦/٢٠٠ )

قرآۤن ته کتل  عبادت دى . ( بحار ٩٢/١٩٩ )

قاريانو! د خداى کتاب،چې پر الهي پولو پوه شوي ياست؛ مراعات يې کړئ؛ځکه زه او تاسې د قرآن په اړه پوښتېدوني يو،زه د رسالت د تبليغ په باب او تاسې د هغه څه په اړه ،چې له قرآن او زما له سنتو پوهېدلي ياست ! ( الکافي ٢\٦٠٢)

پر هر چا د خداى حق دى،چې قرآن زده کړي او تدبر پکې وکړي . (مستدک الوسايل ٤\٢٣٣)

که فتنې درباندې د شپې د تيارو په څېر راخپرې شوې؛نو قرآن ته پناه يوسئ؛ځکه قرآن سپارښتنه کوي،چې قبلېږي هم .(وسايل الشيعه ٦\١٧١)

د خلکو په زړونو کې د قرآن له تفسيره (بل) لرې څيز نشته ؛نو ځکه مخلوق پکې حيران دى؛خو هغه څيزونه،چې خداى وغواړي (خلک به پرې وپوهوي) . ( بحارالانوار  ٨٩ \ ١٠٠ )

علي له قرآن سره دى او قرآن له علي سره دى او دا دواړه له يوبله نه بېلېږي،څو په (کوثر) حوض کې ماته راشي .( دحاکم نېشاپوري مستدرک : ٣\١٣٥،(صحة الذهبي فى التلخيص : ٣\ ١٣٤ معجم الاوسط ٥\ ١٣٥  فيض القدير: ٤\ ٤٧٠)

په تاسې کې يو څوک دى،چې له قرآنه به د سمې پوهېدنې،تفسير او تاويل لپاره وجنګېږي؛لکه چې يې زه د نازلېدو،ټينګښت او وحېتوب لپاره وجنګېدم او هغه “علي بن ابيطالب دى”. (د حاکم نیشاپوري مستدرک : ٣\ ١٢٢-  دامام احمد حنبل مسند : ٣\٣٣)

د  چاچې دا ښه ايسي،چې له خپل پالونکي سره خبرې وکړي ؛نو قرآن دې ولولي . ( ميزان الحکمه : ١٦٤٩٧ج) ))

د يو مهم  ټكي  يادونه

پردې خو ټول پوهېږي،چې قرآن كريم د ژوند كتاب او انسانانو ته د شفا نسخه ده؛ نو هر مسلمان  بايد پر قرآن د پوهېدنې او له  قرآنه د فهم او برداشت  لپاره له قرآن سره آشنايي پېداكړي او ښكاره خبره ده،چې پر قرآن له پوهېدنې پرته څوك پر اسلام پوهېداى نشي؛نو پر ټولو پلټونكيو لازم دي،چې له دې اسماني كتاب سره آشنايي پېدا كړي .

 لومړۍ زده کړه :

له قرآنه د برداشت ځينې ساده او لنډې لارې

د قرآن له عربې سره شنايي :

ټول پوهېږئ،چې قرآن شريف په عربي ژبه ،چې د حضرت محمد “ص” د وخت د خلكو ژبه وه،نازل شوى دى . څښتن تعالى هم دې خبرې ته اشاره كړې ده :

((  كتاب فصلت آياته قرآن عربيا= دا قرآن  هغه كتاب دى،چې آيتونه  يې  په عربي دي ))

نو پر قرآن  د پوهېدنې لپاره لومړى ګام په عربي پوهېدل دي،چې هم د قرآن ژبه ده او هم د اسلام نړيواله ژبه ده او پر عربي د پوهېدنې لپاره لومړى ګام د ” صرف او نحو ” د علم زده كړه ده .

د صرف اونحوه علم څه دى ؟

د صرف علم د كلمو د جوړښت او مشتقاتو په باب بحث كوي؛د بېلګې په توګه : د ( جهد ) ماضي فعل (مجاهد) اسم فاعل ( اجهد ) فعل امر ، ( سجاهدون ) فعل مضارع جمع (سجاهدون ) فعل مضارع جمع مخاطب.

د نحو علم د اعراب ايښوولو دى؛د بېلګې په توګه : د نحو علم راښيي،چې كه كوم ټكي ته د ( و) پېښ غږ وركړو او كوم ټكي ته د زېر  اوكوم ټكي ته د زبر  غږ وركړو او يا دا چې ولې ځينې ټكي په اخر كې ساكن وي  ؟

د ټكيو په تلفظ كې نښې او علامې څه ونډه لري ؟

د ديني علومو زده کړيالان،چې مدرسو ته  ورننوځي؛ نو لومړى پرې  صرف او نحو وايي؛نو پر قرآن د پوهېدنې لپاره د ” صرف او نحو ” زده كړه  اړينه  ده .

په قرآن پوهېدنه كې د لغت پېژندنې اهميت

د لغت پېژندنه او د مانا پر مفهوم سمه پوهېدنه ، د انسان په معلوماتو په تېره بيا د قرآن شريف د آيتونو په پوهېدلو كې خورا زياته ونډه لري. اصولا له هغه وخته،چې انسان خبرې كول پيل كړي؛نو لغت او كلمات هم رامنځ ته شول؛ ځكه بې د لغت او كلمې له كارولو څوك نشي كولاى نورو ته خپل مطلب او مفهوم ور و رسوي .

په لغت كې هم د نورو علومو په څېر خورا بدلونونه راغلي دي او د وخت په تېرېدو ځينې لغات او كلمې د خلكو له خبرو غورځېدلي دي او ځينو لغاتو په يوه وخت كې يوه مانا درلوده، چې د وخت  په  تېرېدو  يې  خپله  مانا له لاسه وركړه؛ نو ځكه پر لغت او كلمې پوهېدل به راته پر قرآن ، آيتونو او اسلامي متونو پوهېدنه اسانه او اغېزمنه كړي .

دويمه زده کړه :

د قرآن د نزول پر تاريخ پوهېدنه

پر تاريخ پوهېدنه،پر پخوانيو پېښو د پوهېدنې غوره لار ده .ځينو مشرانو، تاريخ له موروپلار سره تشبيه كړى دى او انسان بايد خپل موروپلار وپېژني . موروپلار د انسان بنسټ او جرړه ده او تاريخ هم د ټولو پېښو او بهيرونو  بنسټ او جرړه ده او پر تاريخ له سمې پوهېدنې پرته د مسايلو د سمې شننې او څېړنې امكان نشته دى .

دا تاريخ دى،چي موږ د پخوانيو پر برخلېك،پېښو او د هغوى د بري او ماتو له  رازونو خبروي او څوك چې غواړي ځان پر قرآن پوه كړي؛نو د پېغمبر اکرم “ص” د بعثت ، دعوت،بلنې،هجرت او جنګونو پر تاريخ بايد ځان پوه كړي؛ نو څومره به ښه وي ،چې په قرآن كې پر راغليو آيتونو د پوهېدو لپاره  ټولې  هغه  پېښې، چې پېغمبر اکرم” ص” ته له وړوكتوبه تر ځوانۍ پورې راپېښې شوي، تر كتنې لاندې ونيسو.

د قرآن يوه مهمه برخه هم د حضرت محمد (ص) د بعثت  وخت دى؛يعنې هغه وخت،چې زموږ پېغمبر اکرم “ص” په څلوېښت كلنۍ كې پېغمبر شو او تر دې وروسته دي،چې حضرت محمد “ص” ډول ډول پېښو ته  ورغاړې وځي  او په  همدې  پېښو كې هم الهي آيتونه د وحې  په  بڼه  راغلل .

د اسلام له دښمنانو سره د پېغمبر اکرم”ص” د جګړو پر علت ځان پوهول هم  خورا اړين دي،چې دا جګړې او لاملونه يې په قرآن شريف كې راغلي دي .

د حضرت محمد “ص” د وخت د خلكو په اقتصادي او فكري وضعې هم ځان پوهول به راسره د قرآن په پوهه كې خورا مرسته وكړي،د هغه وخت د خلكو پر دودونو پوهېدل هم پر قرآن د پوهېدو لپاره اړين دي او كه خپله خبره رالنډه كړم؛نو داسې  به  ووايم : پر قرآن شريف د سمې پوهېدنې لپاره د اسلام پر تاريخ ځان پوهول اړين دي، چې د قرآن د نزول تاريخ يې هم يوه برخه ده،چې د آيتونو د نزول په برخه كې او هم هغه بېلابېلې  پېښې،چې هغه وخت راپېښې شوي، پرې پوه شو .

 

درېمه زده کړه:

قرآن کريم د هر پېر كتاب دى

كه څه پخوا  مو ورته  اشاره  وكړه،چې قرآن شريف د رسول اکرم پر  مهال پر عربو نازل شوى  دى او بايد هغه شرايط هم په پام كې ونيول  شي،چې قرآنكريم  پكې  نازل  شوى دى؛ خو دې مطلب ته هم پام پكار دي، چې قرآن يوازې د پېغمبر اکرم “ص” د وخت لپاره نه و او يوازې د هغه وخت د خلكو لپاره راغلى  نه دى .

څښتن تعالى وايي: ((تنزيل للعالمين=دا قرآن ټولو نړيوالو ته دى )) او په بل ځاى كې وايي : (( كافة للناس= دا قرآن  مو د ټولو خلكو لپاره درلېږلى دى ))

نو قرآن شريف د ټولو وختونو د ستونزو هوراونکى دى او د نړيوالو د ستونزو حل بايد په قرآن كې ولټول شي .

له غرضي او سليقه اى  برداشتونو  ډډه  كول

انسانان بېلابېل حالات او روحيات لري او هر څوك خپل ځانګړي روحي شرايط لري،چې بايد د قرآن د مفاهيمو په درك كې له هر ډوله غرض او شخصي سليقو ډډه  وشي .

هغوى چې غرضي وى كوښښ كوي،چې د خپلو ځاني غوښتنو له مخې قرآن مانا او تفسير كړى او دا يو سور خط دى،چې انسان د خطر پر پاڼ  دروي،چې د قرآن په اصطلاح داسې تفسير ته  ” تفسير به راى” ويل كېږي؛يعنې هغه تفسير، چي په خپله خوښه او شخصي غوښتنو شوى وي او له حقيقته لرې وي .

” تفسير به راى ” هغه خطرناكه طريقه ده، چې په تاريخ كې او اوس هم ترې ډېر دوه مخي ناوړه ګته اخلي .

د قرآن پر رموزو پوهېدنه

د قرآن د سورتونو په پيل كې ځينې ټكي د رمز په بڼه راغلي،چې اصلي مفهوم يې  د پوهېدنې وړ نه دى؛ځكه پر مانا يې يوازې څښتن تعالى،رسول الله او “راسخون فى العلم”  پوهېږي .

موږ هم د لته ځينې رمزي حروف راوړي دي :

الم (د آل عمران سور ت په پيل كې)

الر (د يونس سورت لومړى آيت)

كهعيص (دمريم  سورت لومړى آيت)

حم (د فصلت سورت لومړى آيت )

المص (د اعراف سورت لومړى آيت )

المر (د رعدسورت لومړى آيت )

طه (د طه سورت لومړى ټكى )

الر  (د هود سورت لومړى آيت )

څلورمه زده کړه :

د قرآن له نومونو سره آشنايي

ټول پوهېږئ،چې قرآن د هستۍ د پنځوونکي لخوا پر حضرت محمد(ص) نازل شو او هغه  به  هم خلكو ته  لوسته.

الهي آيتونه به حضرت محمد(ص) خلكو ته اورول او خلكو به هم يادول،چې نورو خلكو ته يې ورسوي او داچې د رسول الله (ص) پر مهال قرآن د يوكتاب پر بڼه نه و او وحې هم، چې په بېلابېلو مناسبتونو كې نازلېده؛نوځكه يې نوم نه درلود، چې په تدريج د وخت په تېرېدو د پېغمبر اکرم (ص) په حکم حضرت علي (ک) او ځينې نورو اصحابو قرآن راټول كړ، چې د قرآن  راټولونكيو ته “د وحې كاتبان” ويل كېدل .

د قرآن د نومونو او د نومونو د ماناوو په باب ډېرې خبرې شوي دي، چې موږ يې ځېنوته اشاره كوو:

الف- د قرآن  ټكى  له (قرائت) نه اخستل شوى دى،چې د (ويلو) په مانا دى؛ يعنې هغه كتاب، چې بايد په ژوند كې  تل  ولوستل شي او پر  احکامو يې عمل وشي.

ب-ځينې وايي : د قرآن  ټكى له (قرن=يقرن) څخه اخستل شوى دى، چې د راټولولو پر مانا دى؛ يعنې څښتن د ژوند ټول څيزونه  په دې كتاب كې را ټول كړي دي؛لكه څنګه ، چې څښتن تعالى د”انعام” سورت په 59 آيت كې دې خبرې ته اشاره كړې ده :

((وَعِندَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لاَ يَعْلَمُهَا إِلاَّ هُوَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَمَا تَسْقُطُ مِن وَرَقَةٍ إِلاَّ يَعْلَمُهَا وَلاَ حَبَّةٍ فِي ظُلُمَاتِ الأَرْضِ وَلاَ رَطْبٍ وَلاَ يَابِسٍ إِلاَّ فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ  (انعام/٥٩)= او (له حسه) د پټو (سرچينو) کونجيګانې يوازې له هغه سره دي،چې بې له هغه بل څوك پرې نه پوهېږي او څه چې په وچه او سمندر كې دي،خداى پرې پوه دى او هره پاڼه،چې رالوېږي،پر هغې (هم) پوه دى او هر دانه،چې د ځمكې په تپو تيارو كې پټېږي او ټول لامده او وچ په څرګند كتاب [=د خداى د علم كتاب ] كې ليكل شوي دي . ))

نو ويلاى شو،چې قرآن (د هستۍكارنامه)او يا (ستر او بشپړ دايرة المعارف) دى؛نو پايله داچې څښتن تعالى ټولې روحي،فكري او عقيدتي اړتياوې په دې كتاب كې راټولې كړي دى او قرآن د هستۍ دايرة المعارف دى،چې د پخوانيو ټولو پېغمبرانو د چارو بشپړونكى دى؛نو ځكه  ويل كېږي،چې تر ټولو بشپړ او پوره دين  اسلام  دى او لكه چې وروستى پېغمبر؛حضرت محمد(ص)دى؛ نو تر ټولو بشپړكتاب قرآن دى .

د قرآن بل نوم ذكر دى .

((وَهَذَا ذِكْرٌ مُّبَارَكٌ أَنزَلْنَاهُ أَفَأَنتُمْ لَهُ مُنكِرُونَ  (انبياء/٥٠)=  او دا (قرآن) چې موږ(پرتا) نازل كړى دى؛مبارك نصحيت دى؛نو ايا تاسې ترې منكر ياست ؟  ))

قرآن له نصيحت او پنده ډك دى،چې د بشريت كاروان كمال ته ورسوي .

كه قرآن نه واى؛ نوانسانان به په تيارو او ناپوهۍ كې پاتې ول؛لكه څنګه چې ستر څښتن تعالى  د ابراهيم  په  سورت  كې  ورته  رڼا  ويلې ده:

* الَر كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِ رَبِّهِمْ إِلَى صِرَاطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ  (ابراهيم/١)=     1    الف، لام، را (دا) يو كتاب دى،چې موږ پر تا نازل كړى دى،چې خلك د هغوى د پالونكي په اجازه (د شر، ظلم او ناپوهۍ) له تيارو راوباسې او(د ايمان،عدل او پوهې) رڼا ته يې راولې،د ناماتي (او) ستايل شوي (خداى) لارې ته . ))

د قرآن يو نوم  ( بيان )  دى .

((هَـذَا بَيَانٌ لِّلنَّاسِ وَهُدًى وَمَوْعِظَةٌ لِّلْمُتَّقِينَ  (آل عمران/١٣٨)=  138  دا (قرآن) خلكو ته يو بيان او (ځان ساتيو) پرهېزګارانو ته لارښوونه او نصيحت دى .))

پينځمه زده کړه:

د قرآن د اوډون او راټولولو پړاوونه

پوهان او ديني عالمان ګروهمن  دي،چې قرآن دوه  ډوله  پر پېغمبر اکرم “ص “نازل شوى دى .

* تدريجي نزول :

د پېغمبر اکرم “ص” تر بعثت  وروسته،چې  په  ټولنه كې پېښې رامنځ ته كېږي؛نو څښتن تعالى به پېغمبر اکرم “ص” ته آيتونه را نازلول او  لارښوونه  به يې ورته كوله او  پېغمبر اکرم “ص” به هم آيتونه خلكو ته رسول او  لارښوونه  به يې ورته كوله .

*  د فعي نزول :

د  قرآن شريف ټول آيتونه،چې په 23 كالو كې پر حضرت محمد “ص” نازل شوي ول، د قدر پر يوه شپه د رمضان په مياشت كې په بشپړه ټوګه او يو ځاى  نازل  شول ،چې  ددې  خبرې شاهد  دا  آيت  دى :

((إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ (قدر/١) = په حقيقت كې موږ دا (قرآن) د قدر(= كچې اواندازه كولو) پر شپه نازل كړى دى .))

قرآن څنګه راټول  شو ؟

الهي  آيتونه به چې نازل  شول؛نو حضرت  محمد(ص) به څو ځل له ځان سره تكرارول،چې  حفظ يې كړي او بيا به  يې خلكو ته ورښوول او د هغه  وخت  خلك هم  داچې ډېرى نالوستي وو؛ نو هغوى  به هم  آيتونه  حفظول او داچې  خلك د الهي آيتونو له  زده  كړې  سره  مينه  پېدا  كړي؛ نو پېغمبر اکرم(ص) به خلك د قرآن  حفظولو ته  راهڅول  او هغوى  ته به يې  له بيت الماله تنخواه  ټاكله او داچې  عرب  با استعداده وو او په حفظ كې يې ماغزو ښه كار كاوه؛ نو يو له بل سره يې سيالۍ كولې،چې په همدې توګه څه موده تېره شوه،چې دې پړاو ته (د قرآن د حفظ ) پړاو ويل کېږي .

بلر پړاو داسې و،چې سره له دې،چې د څښتن تعالى استازي خپل ياران د قرآن حفظولو ته راهڅول . ځينو ته يې دنده وركړه،چې په احتياط د قرآن پر ضبط او ثبت لاس  پورې كړي .

د قرآن كريم  د ليكلو چار يو ازاد چار نه  و،چې د چا به خوښه شوه؛ نو قلم  به  يې  را واخسته او ليكل به يې كول؛بلكې ددې كار لپاره د څښتن تعالى  د استازي  اجازه  هم  اړينه وه.

چا ته به يې د وحې كاتبان ويل؟

هغوى ته د وحى كاتبان  ويل كېدل چې د حضرت محمد (ص) په حکم يې په ډله ييزه توګه قرآن ليكه او د وحې كاتبان يې څلوېښت 40 تنه ښوولي دي،چې مشهور يې دادي :

حضرت علي بن ابىطالب،حضرت معاذ بن جبل، حضرت ابوزيد ابن زيد بن نعمان، حضرت ابن ابى كعب ابن قيس،  حضرت زيدبن ثابت او حضرت ابن مسعوده(رضى الله عنهم)

 قرآن کريم به پر څه ليكل كېده ؟

د پېغمبر اکرم پر مهال چاپځايونه نه وو اوډېرى به قرآن :

*  دكجوروپر پاڼو

*  پر توږل  شويو او نريو تيږو

*  هډوكيو

*  لرګيو

*  پر نازكواو توږل شويو تختو

*  اوپر څرمنې ليكل كېده .

داكتر مظلومي په خپل كتاب”پژوهشي پيرامون آخرين كتاب الهي”په لومړى ټوك ،40 مخ كې ليكلي:

قرآن به د څرمنې او كاغذ او ورېښمو پر ټوکرانو ليكل كېده، چې”صحيفه”به ورته ويل كېده او جمعې ته به يې”صحف”وايه.

كله پركاغذ د قرآن ليكل دود شول؟

هغه ليکونه،چې پېغمبر اکرم(ص) د روم  او فارس  واكمنانو ته  ليكلي دي، ښيي،چې هغه  مهال كاغذ دود  و؛ خو د هارون الرشيد تر حكومت پورې قرآن پر پوټكي ليكل كېده،چې تر هارون الرشيد وروسته  قرآن  رسماً پر كاغذ وليكل شو .

 

شپږمه زده کړه :

د قرائت له علم او تجويد سره آشنايي

د څښتن تعالى   استازي،چې الهي آيتونه يې خلكو ته ورسول او خلكوهم حفظ كړل؛نو پېغمبر اکرم د قرائت  د علم او تجويد بنسټ كېښود. پېغمبر اکرم(ص) حکم وكړ،چې د تجويد د علم  له  مخې  د قرآن د ويلو لپاره  اعراب (حركات اود قرآن علامتونه) كېږدىء.

هغه مهال،چې د څښتن تعالى استازي  د قرائت  بنسټ  كېښود؛ نو په خلكو كې50 ډولوقرائتونه دود و، چې ددې  علم پوهانو ترې (14) ډوله راواخستل او نور يې پرځاى پرېښوول  .

د قرائت او د تجويد د علم علمي  بنسټ  د پېغمبر اکرم (ص) پر مهال كېښوول شو او حضرت ابن مسعود (رض) هغه په ځانګړې توګه راټول كړ.

پېغمبر اکرم(ص)وويل: څوك چې غواړي قرآن په ترتيل قرائت كړي ؛ نو د ابن مسعود  له  ترتيله  دې كار واخلي.

د مزمل د سورت  په 4 آيت كې وايي : ((أَوْ زِدْ عَلَيْهِ وَرَتِّلِ الْقُرْآنَ تَرْتِيلًا  =يا پر هغې (نيمايي)يو څه زياته كړه او قرآن په ځير،کراره کراره او واضح لوله؛))

امام صادق وايي: په ښايسته غږ قرآن ته ښكلا وركړئ؛ځكه د غږ ښكلا د قرآن  ښكلا لا نوره  هم  زياتوي .

پېغمبر اکرم (ص)وايي:د وقفونو مراعاتول او له  سمو مخرجونو څخه د ټكيو ادا كولو ته  ترتيل  وايي .

 تجويد هرمرو زده كړئ

شك  نشته،چې د تجويد علم د قرآن د سم او ښكلي قرائت لپاره  اړين دى .

د پېغمبر اکرم (ص)اهل بيتواواصحابو به  قرآن  په ښايسته غږ او تجويد لوسته تردې،چې هغوى، چې له لارې تېرېدل؛ د قرآن د غږ خوږلني به  درول  او قرائت به چې پاى ته ورسېد،بيا  يې خپله لار نيوه .

تجويد په خپله يو علم دى، چې موږ دلته د بحث د نه اوږدې لپاره نه دى  راوړى او ګران  لوستونكي كولاى شي، چې اړوند كتابونو ته مراجعه وكړي .

 اوومه زده کړه :

وحې څه وخت پيل شوه ؟

مخكې له دې،چې دې پوښتنې ته ځواب وركړو،بايد ځان  د وحې پر مانا پوه كړو.

وحې د څښتن تعالى او پرښتو له اړخه څرګنده اشاره او پوهولو ته وايي،چې پېغمبر انو ته  راځي.

په قرآن شريف كې له  وحې  نه  مطلب  د الهي آيتونو نزول دى،چې  حضرت جبرائيل(ع) به پېغمبر اکرم(ص) ته راوړل او پېغمبر اکرم(ص) به  خلكو ته رسول .

ځينې عالمان او څېړونكي وايي : پر پېغمبر اکرم(ص) وحې له وړوكتوبه پيل شوه،چې د خپلې دايي؛ “حليمه سعديه” تر روزنې لاندې و،چې    حضرت جبرائيل  به  د حضرت محمد(ص) مخې ته راښكاره كېده او پېغمبر اکرم(ص) هم جبرائيل په حقيقي بڼه ليده .

حضرت جبرائيل د پېغمبر(ص) سينه د زمزم پر اوبو ووينځله او د يوې وينا له مخې : پرښتو پېغمبر اکرم(ص) له ځانه سره اسمان ته يوووړ او سينه يې ورته له رازونو معارفو،حقيقتونو او علمونو ډكه كړه اوسينه يې ورته پراخه او نورانيت يې ورپر برخه كړ .

وحې تر40 څلوېښت كلنۍ پورې؛ يعنې د بعثت تر پيلېدو پورې جاري وه او د څرګندو دلايلو په رڼاكې، څښتن تعالى  د حضرت  جبرائيل په واسطه  قرآن  د ” حرا”  په  غار كې پېغمبر اکرم(ص) ته راووړ او حضرت جبرائيل ورته وويل: محمده! ووايه!

او د مفسرانو د سمو سيخو ويناوو له مخې، د علق د سورت  پينځه لومړي  آيتونه د وحې پيل ګڼل كېږي، چې دادي :

((اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ .خَلَقَ الْإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ .اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ .الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ .عَلَّمَ الْإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ= ولوله! دخپل پالونكې په نامه،چې (هرڅه يې) شته كړي دي، انسان يې له  ځوړندې (پرنډې وينې) پيدا كړ.   ولوله چې ستا پالونكى (ترټولو) ډېر عزتمن دى؛هغه [ پالونكى ] ،چې په قلم يې ښوونه وكړه، انسان ته يې هغه څه وښوول،چې پرې نه پوهېده . ))

    د څښتن تعالى استازي ورته وكتل، چې آنحضرت “ص” په  دې  باب  داسې وايي :  د  آيتونه  د ويلو  پر مهال داسې  وم؛ لكه ټول قرآن  يې چې  زما  پر زړه  ليكلى  وي او د حرا په غار كې د وحې  تر  رانازلېدو 23  كاله  وروسته  د څښتن تعالى  له  اړخه  آيتونه  پر پېغمبر اکرم نازل  شول او د رمضان په مياشت كې د “قدر” په يوه شپه كې يو ځل بيا په بشپړه توګه  قرآن  پر پېغمبر اکرم نازل  شو .

 

سرچینه : دا برخه او پرله پسې د قرآن پوهنې برخې اخستل شوي دي له : (( د ځوانانو لپاره د قرآن پوهنې زده کړې)) لیکوال: اکبر حمیدي هشترودي

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست