تبلیغات

 قرآن کريم او آندنه فکر او تدبر ته رابلنه د قرآني ښوونو يو آر دى؛د خداى په مخلوقاتو کې د پنځونې د اسرارو د پوهېدو په موخه آندنه-تفکر،د خپلو دندو د ښه ترسره کولو لپاره په خپلو کارو کې آندنه،د تېرو خلکو په ژوند او تاريخ کې آندنه،چې پوه شو خداى د بشري ټولنو لپاره […]

 قرآن کريم او آندنه

فکر او تدبر ته رابلنه د قرآني ښوونو يو آر دى؛د خداى په مخلوقاتو کې د پنځونې د اسرارو د پوهېدو په موخه آندنه-تفکر،د خپلو دندو د ښه ترسره کولو لپاره په خپلو کارو کې آندنه،د تېرو خلکو په ژوند او تاريخ کې آندنه،چې پوه شو خداى د بشري ټولنو لپاره کوم قوانين وضع کړي ول.

آندنه که رغۍ وي؛نو اسان چار دى او څه پايله به و نه لري؛خو که علمي او د څېړنو او مطالعې پر بنسټ وي او لږ تر لږه انسان وغواړي د انديالو او پوهانو فکري آثار په ځير مطالعه کړي؛نو دا ستونزمن؛ خو ګټور چار دى او د انسان روح ته ستره پانګه او زېرمه ګڼل کېږي.

د اسلام اصلي بنسټ او رکن توحيد دى.توحيد خورا ستر فکر دى، چې د بشر ذهن ته راغلى دى،ډېره ځيرنه غواړي او ددين په اصولو په تېره بيا توحيد کې تقليد غندل شوى او څېړنه پکې لازمه شوې ده؛نو دا دين ناچار دى،چې آندنه،تدبر،څېړنه او پلټنه فرض کړي او د خپلو آيتونو مهمه برخه دې چار ته ځانګړې کړي او همدا کار يې کړى هم دى.

قرآن کريم د تفکر موضوع مطلقه او مبهمه نه ده پرېښې او داسې يې نه دي ويلي،چې ولاړ شئ او فکر وکړئ،که په هر څه کې ول پروا نه کوي؛فکر وکړئ او په ټوليزه توګه آندنې ته موضوع درکوي.د بېلګې په توګه : د بقرې د سورت په ١٦٤ آيت کې وايي:

((إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاخْتِلاَفِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَالْفُلْكِ الَّتِي تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِمَا يَنفَعُ النَّاسَ وَمَا أَنزَلَ اللّهُ مِنَ السَّمَاء مِن مَّاء فَأَحْيَا بِهِ الأرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِيهَا مِن كُلِّ دَآبَّةٍ وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ وَالسَّحَابِ الْمُسَخِّرِ بَيْنَ السَّمَاء وَالأَرْضِ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ = سکه د اسمانو او ځمكې په پېدايښت كې، يو په بلې پسې د شپې او ورځې په راتګ كې، په هغو بېړيو كې چې د خلكو د ګټې لپاره په سمندرونو كې ګرځي؛ اوبه چې خداى له پاسه را اوروي او پر هغوى مړه ځمكه را ژوندۍ كوي او ډول ډول خځنده يې پكې خپاره كړي دي او (همداراز) د بادونو په لګولو كې او په هغو ورېځو كې، چې د اسمانو او ځمكې ترمنځ د امر تابع دي (؛نو دا) هغو خلکو ته (د يوه پاک ذات) بې شمېره نښې دي، چې عقل لري او له پوهې كار اخلي .))

(إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاخْتِلاَفِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ؛يعنې د اسمانو، ځمکې او د شپې او ورځې په راتګ کې څېړنه وکړئ،د ستورو پر نظام ځانونه پوه کړئ،د ځمکې او پوړونو په اړه څېړنه وکړئ او همداراز ځانونه پوه کړئ،چې په څلرويشت ساعتو کې څرنګه د لمر او ځمکې د ځانګړي وضعيت له امله شپه او ورځ په يو بل پسې راځي؛ددې موضوعاتو په شاوخوا کې څېړنه وکړئ او د هئيت او ستورپوهنې پوهې رامنځ ته کړئ او په ځمکپوهنه پوه شئ . وَالْفُلْكِ الَّتِي تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِمَا يَنفَعُ النَّاسَ دا کشتۍ،چې په اوبو کې حرکت کوي او بشر ترې ګټنه کوي او لرې لرې واټنونه پرې وهي او له هغو استعدادونو ګټنه کوي،چې ورکړي مو دي؛سمندر او بېړۍ او د بېړۍ نه ډوبېدل او هغه ګټې،چې بشر له بېړۍ چلولو کوي؛نو دا ټول د يو دقيق نظم،حساب او قانون له مخې دي او بشر پرې هله پوهېداى شي،چې له نږدې يې وڅېړي او ورسره اشنا شي. وَمَا أَنزَلَ اللّهُ مِنَ السَّمَاء مِن مَّاء فَأَحْيَا بِهِ الأرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا.دا د باران اوبه،چې را کوزېږي او خداى پرې مړې ځمکې راژوندۍ کوي؛په زرونو رمزونه او رازونه پکې دي او يوازې انديالان،څېړونکي او هغوى،چې په دې اړه فکر کوي،کړاى شي په دې رمزونو او رازونو پوه شي او په جوي حالاتو او کائناتو وپوهېږي،د باران پر ځانګړنو پوهېږي او بوټي پېژني. وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ وَالسَّحَابِ الْمُسَخِّرِ بَيْنَ السَّمَاء وَالأَرْضِ. د بادونو لګېدل او په اسمانو کې په حرکت ورېځې،په دې ټولو کې د خداى د صنع او حکمت نښې دي؛خو د هغوى لپاره،چې په خلقت کې تعقل،تدبر،څېړنه،پلټنه او فکر کوي.

که چا يو کتاب ليکلى وي؛خو ليکوال يې مو نه وي ليدلى او بيا ليک درته راواستوي او پکې وليکي،چې که ما پوره پېژندل غواړې؛ نو کتاب مې ولوله او په تېره بيا د هغه کتاب يو لړ څپرکي دروښيي،چې هرومرو يې ولوله؛نو روښانه ده،چې که د کتاب دا څپرکي په پوره ځيرنه او څېړنه ولولو او پرې د ځان پوهولو لپاره، بايد د کتاب په ژبه ځان پوه کړو؛بايد ښوونکي او هغو کتابو ته مراجعه وکړو،چې ددې کتاب الفباء ېي پکې توضيح کړې وي او څرګنده ده،چې يوازې د کتاب جلد ته په کتو نه شو کړاى د کتاب ليکوال وپېژنو.

سرسري مطالعه داسې مثال لري؛لکه يوازې د کتاب جلد ته کتل،چې انسان به پرې پوه نشي.

اندنه؛معلوماتي شننه او تجزيه ده،چې لومړي ذهن ته پيدا کېږي؛د لامبو په څېر دى،چې انسان يې د اوبو له دې خوا د اوبو هاخوا ته کوي؛نو يو لړ معلومات بايد وي،چې انسان اندنه وکړاى شي؛اوبه بايد وي،چې انسان پکې لامبو ووهي.

څوک چې د يو ګل بوټى پوره پېژني او د هغه د ريښې،ډنډرکي، پاڼو، د خوړو څرنګوالى،ساه ايستل،ودې او له توليد مثله يې خبر وي،کړاى شي اندنه پکې وکړي او پر هغه قدرت،علم،حکمت، تدبير او تقدير وپوهېږي،چې پکې کارول شوي دي؛خو څوک چې يوازې د ګل بڼه او حجم ګوري له دننني رازه يې خبر نه وي؛نو په دې ګل کې له هغه تفکر بېوسى دى،چې د نړۍ له واکمن تقدير او تدبير سره يې پر اړيکه وپوهېږي.

علم د تفکر تومنه ده.وايي پر يو څيز امر پر سريزې يې امر دى او دا چې اندنه بې له علمه نه کېږي؛نو په اندنه امر،د اندنې پر پانګې امر دى؛يعنې د مخلوقاتو په باب سم معلومات لاس ته راوړل هم دي. مطلب دادى،چې قرآن نه يوازې خلک اندنې ته هڅولي؛بلکې د اندنې موضوعات يې هم ټاکلي دي.

 

له اسلامي تفکره د مسلمانانو کږېدل

په خواشينۍ،چې د اسلام په تاريخ کې داسې بهيرونه راپيدا شول،چې د هغه څه پر خلاف ولاړل،چې زموږ د دين کتاب پرې سپارښتنه کړې وه؛البته داسې کسان ول،چې د اسلامي ښوونو له روح سره اشنا ول؛ پوهېدل،چې په کومو موضوعاتو کې فکر وکړي او دوى هماغه دي،چې نن د مسلمانانو وياړ دي؛خو ډېرى د قرآن کريم له لارې کاږه شول او په داسې موضوعاتو کې په ويينه او شخړه شول،چې نه يوازې د قرآن کريم سپارښتنه وه؛بلکې منع کړې يې ترې هم يو؛ځکه خوشې او بېځايه چار دى،وايي:

((وَالَّذِينَ هُمْ عَنِ اللَّغْوِ مُعْرِضُونَ(مؤمنون/٣) = او چې له بې ګټې (ويناوو او كړنو) مخ اړوي؛))

که څه هم د علمي يا ديني ويينې په بڼه وي.

 

کلامي شخړې

که د متکلمينو کتابونه او هغه موضوعات ولولئ،چې شخړې او ويينې يې پرې کړې وې؛نو و به ګورئ،چې له بېخه له هغه څه سره اړخ نه لګوي،چې قرآن پرې سپارښتنه کړې ده او پر همدې بې بنسټه مسئلو يې د عمر کلونه کلونه تېر کړي دي؛خو هغه موضوعات لا هماغسې پر خپل ځاى پاتې دي،چې قرآن يې د څېړنې او ځيرنې حکم کړى دى؛خو پر دې موضوعاتو پرديو څېړنې کړي،چې اوس په نړۍ کې سر لوړي دي او اوس موږ بايد په سرټيټۍ ترې هغه موضوعات زده کړو.

و مې ويل : انسان،چې څومره هم په هستۍ کې ځير شي؛ نو د هستۍ د موجوداتو ترمنځ يو ځانګړي نظم او همغږۍ ته رسي؛پوهېږي سره له دې،چې هر موجود او هره ذره حرکتي ځواک لري،ايله او خوشې نه دى او د ټولو تر منځ اړيکه او پيوستون شته او هر يو خپله دنده لري او له دې نظره ټوله هستي يو واحد دى.

 

 

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست