تبلیغات
|

قرباني د لوى اختر پر ورځ حاجيانو ته بل واجب عمل قرباني کول دي . خداى د مائدې په سورت کې د کعبې ترڅنګ په مکه کې قرباني کول د خلکو پاڅون ته يوه وسيله ښوولې ده. (( جَعَلَ اللّهُ الْكَعْبَةَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ قِيَامًا لِّلنَّاسِ وَالشَّهْرَ الْحَرَامَ وَالْهَدْيَ وَالْقَلاَئِدَ ذَلِكَ لِتَعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ يَعْلَمُ مَا […]

قرباني

د لوى اختر پر ورځ حاجيانو ته بل واجب عمل قرباني کول دي . خداى د مائدې په سورت کې د کعبې ترڅنګ په مکه کې قرباني کول د خلکو پاڅون ته يوه وسيله ښوولې ده.

(( جَعَلَ اللّهُ الْكَعْبَةَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ قِيَامًا لِّلنَّاسِ وَالشَّهْرَ الْحَرَامَ وَالْهَدْيَ وَالْقَلاَئِدَ ذَلِكَ لِتَعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ وَأَنَّ اللّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ(مايده/۹۷)= خداى،كعبه محترمه خونه او حرامه مياشت اوبې نښې قربانۍ او نښه شوي قربانۍ دخلكو دچارو د انتظام او ټينګښت وسيلې ګرځولې دي، دا ډول (حساب شوي او دقيق) احكام ددې لپاره دي،چې پوه شئ څه چې په اسمانو او ځمكه كې دي،خداى پرې پوهېږي او دا چې خداى پرهرڅه ښه پوه دى.))

کعبه او مسلخ (د حلالې ځاى) د انسان د نېکمرغۍ،استقلال ،عزت او پايښت تضمېنوونکي دي .

کعبه د مينې،عاطفې او بندګۍ او مسلخ د غوسې،وينې او قربانۍ ښکاروندوى دي. د لوى اختر پر ورځ په مليونو مسلمانان د سيالۍ پربنسټ نه؛بلکې د الهي دندې له مخې قرباني کوي . حضرت ابراهيم پر دې ورځ خپل زوى د قربانۍ ځاى ته بوت او خوشحالى يې وکړه؛يعنې دا چې لارويان يې هم بايد خپلو نږدې کسانو ته شا کړي او تر دې وروسته دې خوشحالي وکړي اوهمدې ته رښتينى ايمان وايي .

د لوى اختر قرباني را ته د پلار د قربانۍ او د زوى د تسليمېدو د روحيي زده کړه راښيي او همداراز زموږ او د دوى ترمنځ واټن هم راښيي او هغه دا چې موږ د خداى په لار کې له خپل کوچني څيز هم نه تېرېږو.قرآن قسم خوړلی انسان هغه وخت د واقعي ايمان خاوند کېداى شي،چې د پېغمبراکرم پر حکم او ورمندونو- قضاوتونو د زړه له کومي راضي وي. په کوم ځاى کې چې د خداى قانون د ځينو له ګټوسره اړخ نه لګوي ؛نو پلمې کوي او دندو ته اوږه نه ورکوي په حقيقت کې داسې کسان ايمان نه لري. حضرت على (ک) وايي :”موږ په جګړه کې خپل نږدې خپلوان چې پر کفر يې ټينګارکاوه وژل او په دې کار به بيخي پښېمانه نه وو او په دې کار به مو ايمان نورهم ډېرېده. “(نهج البلاغه ، خطبه ٥٥)

لوى اختر پرغرېزې د دندې او مسؤوليت بريا ده . له زوى سره مينه کول يوه غرېزه ده او دا غرېزه حضرت ابراهيم ته وايي : حضرت اسماعيل مه حلالوه! ؛خو دنده وايي : حلال يې کړه!حضرت ابراهيم په دې دوو لارو کې د خداى رضا او دنده پر شخصي او غريزي ليواتياووغوره وګڼله اوهغه يې ترسره کړه او بريالى شو؛ځکه يې بايد ولمانځې. په يو حديث کې راغلي : هره ورځ چې پکې له خدايه سرغړونه ونشي؛نو اختر به وي. [ ميزان الحکمة ٧\ ١٣٠ ] معنا يې دا ده که انسان د نفس غوښتنو او د طاغوت ګواښونو او تمو ته سرټيټ نه کړي او پر دننني او بهرني شيطان پښه کېږدې او يواځې د خداى پرلار روان شي ؛نو دا ورځ بايد ولمانځي .

هو! د لوى اختر ورځ پر نفس د عقل او وحې د بريا ورځ ده. حضرت ابراهيم اولاد نه درلود خداى ورته زوى ورکړ، زوى يې لا په ماشومتوب کې و، د خداى حکم ورته راغى ،چې مور او زوى يې د مکې په تودو او بې اوبو دښتو کې ،چې څوک پکې نه و،يواځې پرېږده او ته ترې بېل شه. حضرت ابراهيم همداسې وکړل او کله نا کله به يې پوښتنې ته راته اوس،چې زوى يې تنکى زلمى شوى،خداى ورته حکم کوي،چې خپل زوى په خپلو لاسونو حلال کړه،چې بې له ځنډ،دليل او شکه يې پلي کوي . زموږ په شان نه و،که يو حکم مو د ځاني غوښتونو پرضد وي، د حکم په آر- اصل کې شک کوو او يا يې هم په دليل او فلسفې پسې ګرځوو. موږ ټول انسانان د نړۍ له ګوټ ګوټه راځوو او د حضرت ابراهيم پرځمکه بايد څوشپې او ورځې تېرې کړو او خپل سرونه په ګرېوان کې ښکته کړو؛ځکه چې دا ځمکه د غاړې ايښوونې ځمکه ده. د خداى د حکم د پلې کېدو په موخه د حضرت اسماعيل مخ حلالېدلو ته پردې ځمکه ايښوول شوى و او شيطان له دې ځمکې شړل شوى دى. لڼده دا چې د اختر ورځ ده. بهرنی دښمن په کاڼو وژني او دنننی دښمن(؛يعنې نفس) د پسه په حلالولو وژني. کاشکې دا څه چې ليکم لومړى مې پرځان او بيا پر نورو عملي شوى واى . په رښتيا اسلام له موږ څه غواړي او موږ په کوم حالت کې يو؟

په اسلام کې د اختر معنا همدا ده ،د اختر ورځ لمونځ لري ،غسل لري ،خواړه لري،دعا لري،حال دا چې د نورو دينونو اخترونه سراسر غفلت او معصيت دى .

په هرحال حاجي بايد پر دې ورځ قرباني ورکړي . د حضرت ابراهيم يادونې ته بايد په خپلوسترګو په سلګونوحلال شوي پسان وويني اولاس او سترګې يې له وينې او چاړې سره عادتېږي؛ځکه اسلام ډارن مسلمان نه ؛بلکې تکړه او زړور مسلمان غواړي . په قربانۍ کې اصلي موخه له خپل ماله تېرېدل او له خداى سره د مينې څرګندول دي؛نو ځکه سپارښتنه شوې ؛غوره څاروي حلال کړئ،چې کمزورى او ډنګر نه وي او د اخېستلو پرمهال يې هم په بيه کې ډېرچېړمه کوئ. قرباني ملګري ته ډالۍ ورکول دي،د مينې او خلوص نښه ده .د ښځې مهر ته ((صداق)) هم وايي ،علت يې دا دى ،چې مهر ورکول له ښځې سره د مېړه د زړه له کومې نښه ده ، پيغمبراکرم(ص) به په خپلو لاسونو سل غوښن اوښان حلالول. [ بحارا لانوار ٩٩ / ١٩ ١ ] او دا له خداى سره د مينې او ايمان نښه ده .

 

[ سرچینه: حج، شیخ محسن قرآیتی]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!