تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ مَن ذَا الَّذِي يُقْرِضُ اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا فَيُضَاعِفَهُ لَهُ وَلَهُ أَجْرٌ كَرِيمٌ (الحدید/۱۱) ژباړه : هغه څوك دى،چې خداى ته غوره پور (قرض الحسنه) وركړي؟ (او د خداى له وركړې شتمنۍ لگښت وكړي) چې هغه څو ځل ورزياته كړي او ورته عزتمنه بدله ده؟!  څوك دى، چې د خداى په نامه […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

مَن ذَا الَّذِي يُقْرِضُ اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا فَيُضَاعِفَهُ لَهُ وَلَهُ أَجْرٌ كَرِيمٌ (الحدید/۱۱)

ژباړه : هغه څوك دى،چې خداى ته غوره پور (قرض الحسنه) وركړي؟ (او د خداى له وركړې شتمنۍ لگښت وكړي) چې هغه څو ځل ورزياته كړي او ورته عزتمنه بدله ده؟! 

څوك دى، چې د خداى په نامه غوره پور وركړي؟: دې آيت د خداى په لار كې د لګښت په اړه له زړه پورې تعبيره كار اخستى: هغه خداى، چې د ټولو نعمتونو وركوونكى دى او شېبه په شېبه زموږ د بدن ټولې ذرې يې له بې پايه فيض او بركته برخمنېږي، موږ يې د مالونو خاوندان ګڼلي يو او پور رانه اخلي او د دوديزو پورونو پر خلاف، چې هومره يې بېرته وركوي؛ خو خداى يې څو ځل او كله سل برابره او كله يې زر هومره زيات وركوي او پردې سربېره، د عزتمن، غوره او ارزښتناك اجر ژمنه وركوي، چې يوه ستره بدله ده او يوازې خداى پوهېږي، چې څه ده (نمونه تفسیر، 23ټ: 321 مخ). دا ټكى هم د پاملرنې وړ دى، چې پالوونكي ته د پور له وركړې مطلب، د خداى په لار كې هر ډول لګښت دى. يو مهم مصداق يې، پېغمبر او د مسلمانانو له مشر سره مرسته ده، چې په اسلامي حكومت كې يې په لازمو لګښتونو كې وكاروي. له امام صادق (رح) په يو روآيت كې راغلي: (( خداى د اړتيا په پار، له خپلو بندګانو پور نه غواړي؛ (بلكې) د خداى لپاره حقوق د هغه ولي (او استازي) ته دي)).

سرچینه : شرح منتخب آیات قرآنکریم، شیخ ناصر مکارم شیرازي

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!