تبلیغات

 د قسط او عدل کلمې په قرآن کريم او نبوي احاديثو کې په وار وار سره راغلي ،(( قسط )) د (( ظلم )) اوعدل د (( زور)) په مقابل کې راځى او معمولا دا دواړه کلمې په مرادف ډول استعمالېږي،حال دا چې د (قسط )) او ((عدل )) کلمې ډېر ژور مفهوم لرى . […]

 د قسط او عدل کلمې په قرآن کريم او نبوي احاديثو کې په وار وار سره راغلي ،(( قسط )) د (( ظلم )) اوعدل د (( زور)) په مقابل کې راځى او معمولا دا دواړه کلمې په مرادف ډول استعمالېږي،حال دا چې د (قسط )) او ((عدل )) کلمې ډېر ژور مفهوم لرى .

د پاړکیزې – طبقاتي (( ټولنپوهنې ))له نظره ،(( قسط )) د ټولو ټولنیزو څيزنو ((زيربنا )) دى.

(( قيام با لقسط)) او((قايم بالقسط ))،چې په قرآن کريم کې په وار وار سره راغلي او زيات ټينگار پرى شوى،هم د څښتن تعالى کار دى اوهم د څښتن تعالى د پېغمبرانو او هم د اسلامي رهبرانو او اسلامي امت رسالت دى .

((قسط))هغه واقعيت او حقيقت دى،چې هستى پرى ((قايمه )) ده ؛يعنى د خلقت نظم د قسط بيانوونکى دى،چې هره ذره او عنصر یې پخپل ځاى او بهير کې واقع شوى،لويو او کوچنیو ‏ښکارندو- پديدو له خپل شان سره مناسب ځاى نيولى،داسې نه ده،چې يو څيز له بل څيز څخه يا لوي شي، د کوچني څیز ‏ځاى یې نيولى وى او يا یې بې ځايه کړى وي ؛نوځکه وايو ،چې کاينات ( له کوچنۍ ذرې څخه ‏تر لويو لويو کهکشانونو پورې) د (( قسط)) پر بنياد قايم دى،چې ((څښتن )) تعالى دا واقعيت داسې بيانوي :

شَهِدَ اللّهُ أَنَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ وَالْمَلاَئِكَةُ وَأُوْلُواْ الْعِلْمِ قَآئِمًَا بِالْقِسْطِ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ( آل عمران/۱۸) = خداى ( د كايناتو د يو نظام پر پيدايښت ) شاهدي وركوي، چې له هغه پرته بل معبودنشته او پرېښتې او د پوهې خاوندان هم ( هريو په يو ډول پردې مطلب شاهدان دي ! حال دا چې خداى ټول كاينات) پر عدالت ټينګ درولې دي، له هغه پرته بل معبود نشته چې ناماتى ځواکمن حكيم دى.

دغسې انسانان او بشري ټولنې،چې د هستۍ جز گڼل کېږي،بايد د ((قسط)) بيانوونکى وي ،چې اوس نه دي؛يعنى د څښتن تعالى بندگان د رحمان خداى جل جلاله د پراخه دسترخوان د توکیز- مادي او مانیز- معنوي نعمتونو څخه د خپل (( حق)) په اندازه متناسب ځاى ونيسي او د پالونکي ‏له توکیزو او مانیزو نعمتونو څخه دهغه پيژندل شوي ((حقوق )) ادا شي. د هرچا واقعي حق وپېژندل شي،چې له خپل استعداد،شان او لياقت سره په خپل موقعيت کې ځاى ونيسي،هر((اندیز- فکري )) يا ((علمي )) کارکوونکى د خپل کار مالک شي ،عادلو او صالحينو ته د ټولنې زمامداري ورپه غاړه شي،عالم ته دعلم د خپرلو او د خلکو (الناس) د روښانولو حق ورکړل شي،د هر چا استعداد تشخيص او بيا ورته د ودې ( = رشد) مخه پاکه شي،چې د کايناتو له عمومي نظام سره همغږه ده ،ټولوپيغمبرانوعليهم السلام د ((قسط)) د قايمولومسؤوليت پرغاړه درلود.

وَلِكُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولٌ فَإِذَا جَاء رَسُولُهُمْ قُضِيَ بَيْنَهُم بِالْقِسْطِ وَهُمْ لاَ يُظْلَمُونَ ( يونس/۴۷) = او هر امت يو استازى لري او چې استازى يې ورته راشي؛ نو ترمنځ يې په انصاف پرېکړې کېږي او تېرى پرې نه کېږي.

دغسى د ((قسط )) قايمول پرهرچا باندې لازم دي،چې پر دغسې حقيقت ايمان لري.

وَإِنْ خِفْتُمْ شِقَاقَ بَيْنِهِمَا فَابْعَثُواْ حَكَمًا مِّنْ أَهْلِهِ وَحَكَمًا مِّنْ أَهْلِهَا إِن يُرِيدَا إِصْلاَحًا يُوَفِّقِ اللّهُ بَيْنَهُمَا إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلِيمًا خَبِيرًا( نساء/۳۵) = او كه د مېړه او مېرمنې د مخالفت په باب اندېښمن ياست؛ نو يو منځګړى د مېړه له کورنۍ او يو منځګړى د مېرمنې له كورنۍ وټاكئ ( چې دا شخړه هواره كړي ) كه دواړه ( مېړه او مېرمن) د روغې جوړې تصميم لري؛ نو خداى به يې جوړ كړي؛ ځكه خداى پوه او باخبر دى ( او د ټولو پر نيتونو پوه دى ) .

وَقَالَتِ الْيَهُودُ وَالنَّصَارَى نَحْنُ أَبْنَاء اللّهِ وَأَحِبَّاؤُهُ قُلْ فَلِمَ يُعَذِّبُكُم بِذُنُوبِكُم بَلْ أَنتُم بَشَرٌ مِّمَّنْ خَلَقَ يَغْفِرُ لِمَن يَشَاءُ وَيُعَذِّبُ مَن يَشَاءُ وَلِلّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا وَإِلَيْهِ الْمَصِيرُ( مايده/۱۸) = او يهودو او نصاراوو، وويل:(( موږ د خداى زامن او (ځانګړي) دوستان يې يو)) ورته ووايه: ((؛نو تاسي ولې د خپلوګناهونو له امله ځوروي؟! بلكې تاسې دخداى له پيدا كړيو يو بشر ياست (خداى چې) چا ته وغواړي (او وړ يې وبولي) بښنه كوي او چا ته چې يې خوښه شي (اومستحق يې وبولي) سزا وركوي، د آسمانو اوځمكې او څه چې پکې دي، واكمني د خداى ده او د ورستنېدنې بهير د هغه پر لوري دى . ))

د(( قسط)) پربنياد جوړه شوى ټولنه ،يوه (( توحيدى ټولنه)) ده،چې ټول خلک دخپلو استعدادنو او لياقت په اندازه په ټاکلو مدارونو کې واقع شوي،چې دغسى ټولنى ته امت وایې . په ((امت)) کې ((عدالت)) د(( قسط )) پربنياد اجراء کيږى ؛يعنى د بشري ټولنو د افرادو او ډلو ترمينځ وضع شوى قوانين او ټولنیزې اړيکې (عدالت) په ټولنه کې دهغوى د واقعي برخې (( قسط)) پربنياد رامنځ ته کېږي.

د قرآن کريم د صريح حکم له مخې د اسلام له اهدافو څخه يوهدف او په پایله ‏کې د مسلمانانو له مسؤوليتونوځنې يو مسؤوليت((خلک)) د قسط قايمولو لپاره راپاڅول دي.

لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ وَأَنزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ(حديد/۲۵)= په يقين (موږ) خپل استازي له څرګندو دلايلو سره ولېږل او له هغو سره مو (اسماني) كتاب او تله (له باطله د حق پېژندنه او عادلانه قوانين) ولېږل،چې خلك پر انصاف ودرېږي او اوسپنه مو راكوزه كړه چې په هغې كې ډېر زور او د خلكو لپاره ګټې دي، چې خداى ته معلومه شي، چې څوك په پټه د هغه (د دين) او له استازيو سره يې مرسته كوي؛په رښتيا خداى غښتلى ناماتى دى.

دلته څښتن تعالى اعلانوي،چې رسولان مى له کتاب او تلې سره لېږلي او ددى رسالت هدف دا دى،چې خلک د قسط تطبيق ته راپاڅوي د پاملرنى وړ دا ده،چې سملاسي یې ورپسې اوسپنه (الحديد) مطرح کړى او بيا د خلکومسؤوليت،چې د خداى او دهغه له پېغمبرانو سره په دې رسالت کې مرسته وکړى او په پاى کې،چې د څښتن تعالى لپاره دوه صفتونه ( قوى او عزيز) ياد شوى دواړه د سرلوړۍ او قدرت صفتونه دي.

دا درس موږ ته راښیې ،چې : د(( کتاب اوتلى )) هدف خلک ((قسط )) ته راپاڅول دي ؛خو د((قسط)) تطبيقول (( ايمان )) ،((پوهى )) اود ((قانون )) سربېره په زور(اوسپنى ) پورې هم اړه لري .

إِنَّ الَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللّهِ وَيَقْتُلُونَ النَّبِيِّينَ بِغَيْرِ حَقٍّ وَيَقْتُلُونَ الِّذِينَ يَأْمُرُونَ بِالْقِسْطِ مِنَ النَّاسِ فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ(آل عمران/۲۱)= هغوى چې د خداى پرآيتو نو كافران كېږي او پېغمبران پرناحقه او عدالت خپروونكي وژني؛ نو ورته د (الهي ) دردناك عذاب زېرې وركړ ه.

أُولَئِكَ الَّذِينَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ وَمَا لَهُم مِّن نَّاصِرِينَ( آل عمران/۲۲) = دا هغه كسان دي چې ( ددې سترو ګناهونو له امله يې ) په دنيا او اخرت كې (ښه) کړه وړه تباه شول او مرستندوى ( او شفاعت كوونكى ) نلري

له دې آيتونو معلومېږي هغه کسان ،چې له خدايه نټه – انکار کوي او هغوى ،چې پېغمبران او قسط غوښتونکى وژني؛نو په يو صف کې دى ، چې طبقاً ((خداپرستى )) د(( پېغمبرانو رسالت )) او دهغو کسانو بلنه ،چې خلک د(( قسط پلي کولو )) ته رابولى درى واړه يو دي .

موږ د يو مثال په ترڅ کې د (( قسط )) اوعدل په کلمو او د دوى ترمنځ په اړیکه ‏ځان پوهوو:

عدل : د ټولنى د وګړیو ‏او ډلو ترمنځ د ټولنیزو ‏اړيکو ( ،چې يا د رسمي پېژندل شويو حقوقو له مخې وي ) قانوني بڼې ته (( عدل )) وایي.

قسط :

څوک چې په ټولنه کې د يو مسؤوليت ژمنه ‏پرغاړه لري،په توکیزو نعمتونو او ټولنیزو شوونتیاوو – ‏ امکاناتو کې دهغه واقعي برخې ته (( قسط)) وایي.

احمد ،محمود ته وایي ،چې راسره کار کوه د ورځې به شل افغانى درکوم. د ورځې په پاى کې احمد،محمود ته د شوى پرېکړې له مخې شل افغانى ورکوي،چې په دې صورت کې عدل اجرا شو؛خو که پنځلس افغانى یې ورکړې؛نو په دى صورت کې عدالت نه دى اجرا شوى ،اوس که محمود د پنځه افغانيو د غوښتنې لپاره قضایې محکمى ته ولاړ شي او پنځه افغانى ترلاسه کړي؛نو په دى صورت کې عدالت اجرا شو او ربړه اواره شوه او که کارګر د کار له مالک سره د شوي تړون له مخې د کار اويا د کارله وخته غلا وکړي؛نو په دې صورت کې د کار پرخاوند(( ستم )) شوى او کړاى شي،چې قضایي محکمې ( دټولنى قضاييه قوه دعدالت تطبيقوونکى ده ) ته د خپلو حقوقو دغوښتنو لپاره شکايت وکړى .

نو د سمو جزایې قوانينو او شريفو قاضيانو په موجوديت کې هيڅوک ،څوک نشي ځورولاى اوعدالت پلي کېږي،چې په دى صورت کې هر څوک د خپلو شتمنيو ،حقوقو ،گټو او امکاناتوساتونکى وي اوڅوک پريوبل باندې تيرى نشي کړاى .

دلته احمد ، محمود ته د مزدورۍ د رسمي نرخ له مخې شل افغانى ورکړى ،که محمود قضایې محکمى ته شکايت وکړي،چې ما خو د مجبوريت له مخې دا مزدوري منلى و؛ځکه په هېواد کې د ورځنۍ مزدورۍ رسمي نرخ همدا ټاکل شوى دى خو؛د کار واقعى ارزښت مې پنځوس افغانى دى ؛نو قاضى ،چې د رسمي پيژندل شويو قانوني حقوقو له مخې قضاوت وکړي؛نومحمود پړ او ملامت دى .

خو قسط وایي :دا سمه ده ،چې شل افغانى مزدوري تا د هېواد د رسمي نرخ له مخې ورکړى،په قانونى لحاظ پر تا نیوکه ‏نه لري ؛ځکه‏ د کار (( قيمت )) یې د رسمي وضع شوى قانون له مخې شل افغانى دى؛خو د کار ارزښت او((واقعى حق )) مې پنځوس افغانى دى ،نورې ديرش افغانى دې څه کړى ؟ قانوني مزدوري دې ورکړی ؛خو((واقعى حق )) دى ترپښو لاندى کړى ؛نوځکه دلته د (( عدل )) خوله چوپه ده ؛خوقسط نیوکه کوي ،((قسط)) د((برخى )) په مانا دى . دشل افغانيوپه ورکړى سره عدالت اجراکېږي ؛خو((قسط)) نه ؛نوځکه ((عدل )) د((څور)) په مقابل کې دى ،چې د وضع شويو حقوقو( چې ټولومنلى وى ) له مخې قضاوت کوي .

خو((قسط)) ( هغه حق چې وګړی یې پر ټولنه لري) اقتصادي زيربنا لري .((عدل)) روبنا او((قسط )) زيربنا دى .(( عدل)) د افرادو ترمنځ د وضع شويو قوانينو له مخې دى او((قسط )) نه ؛نوځکه ((عدل)) د((ځور)) په مقابل کې دى ،چې دوضع شويو حقوقو(چې ټولومنلى وى ) له مخې قضاوت کوى.

خو((قسط)) ( هغه حق چې فرد یې پرټولنه لرى ) اقتصادى زيربنا لرى . ((عدل )) روينااو((قسط)) زيربنادى .(( عدل)) دافرادترمنځ دوضع شويوقوانينوله مخې دى او ((قسط)) په اقتصادي او طبقاتي نظام اود((مالکيت)) په اصل پورې اړه لرى . يا((قسط)) په اقتصادى زيربنا او د((مالکيت )) په اصل پورې اړه لري .

مثلاً په انگلستان کې د سالمو قضایې محکمو او عادلو قاضيانو د موجوديت له امله په يوه زياته اندازه عدالت اجراکيږى ؛خوپه هغه فلانى هيواد( …….) کې عدالت نشته؛ځکه که چا درنه خولۍ يوړه ته د دې جرئت نه لرى ،چې ووایې زما خولۍ یې يوړه ؛ځکه ويرېږى ،چې څادر هم رانه وانه خلى .

په انگلستان کې عدالت شته اوپه هغه پلانى هېودا کې نشته؛ خو څه ،چې په دې دواړو هېوادونو کې نشته ،(( قسط)) دى ؛ځکه (( قسط)) په قضایې محکمو پورې اړه نه لري ؛بلکې د ټولنى په (( وټیز غونډال – اقتصادي نظام )) او (( اقتصادى زيربنا)) پورې اړه لري،چې په دواړو هېوادونو کې طبقاتي نظام حاکم دى . په يو هېواد کې دعدالت د اجرا لپاره بايد دهغه هېواد قضایي محکمې اصلاح شي ؛خود((قسط)) لپاره بايد دهغه اقتصادي زيربنا ړنگه شي؛ځکه د ((قسط)) تطبيقول يوازې د ملکيت په نظام کې داجتماعي انقلاب د بدلون له لارى ممکن دي .

عدل : ټولنه هرچاته د وضع شوي قانوني حق له مخې حق ورکوي .

قسط : ټولنه بايد هرچا ته دخپلى (( حقيقى برخى )) له مخې برخه ورکړى .

هغه عدالت ،چې ((قسطى)) زير بنا و نه لري (بې له قسطه عدالت ) دروغجن اوموقتي عدالت دى ؛خو د قسط د موجوديت په صورت کې عدالت حتمى شته ؛ځکه بنسټ ،چې پر ((حق)) ولاړ وي روبنا خوحتمى ده . ((قسط)) د ټولنى د ټولو افرادو ترمنځ د برابرۍ په مانا نه دى ؛ځکه دا هم نا ممکنه ده او هم له انصافه لرى ده ؛بلکه د((قسط )) پربنياد ټولنه کې د افرادو ترمنځ وضع شوى قوانين ( = عدالت ) د ((قسط)) پربنياداصلاح کېږي او د هر چا قانوني حق (مزد) له واقعي حق سره برابرېږي ،يعنى عدالت د قسط له مخې اجرا کېږي ؛ځکه د بنیاد په اصلاح سره فرع خپله اصلاح کېږي او دا چې ((قسط)) زيربنا اوعدل روبنا ده ؛نوځکه په قسط نظام (امت) کې قانونى حق (مزد) له واقعى حق سره سم ورکول کېږي .

د ټولنې د جوړښت طرح یې دغربي اوشرقي افکارو پر بنیاد نه ؛بلکه له اسلامه د سمې پوهېدنې له امله د (( قسط)) برمبنا ده .

نړيوال استکبار د حق او باطل له ذهنى جگړو نه وېرېږي ؛بلکه داسلام د(( ټولنیز رسالت )) ( ،چې د قسطي نظم منځ ته راوړونکى دى ) له جنگه ويريږى .

وَأَنَّا مِنَّا الْمُسْلِمُونَ وَمِنَّا الْقَاسِطُونَ فَمَنْ أَسْلَمَ فَأُوْلَئِكَ تَحَرَّوْا رَشَدًا(جن/۱۴) = (( او دا چې زموږ ځينې مسلمانان دي او ځينې ظالمان دي؛ نو چا چې اسلام ومانه؛ نو هغوى د ښيون [/هدايت] په لټه كې وو.))

نو ځکه قاسطون ښکاره ظالمان ،جباران ،جلادان ،د خلکو د حقوقواو ازادۍ دښمنان د ،( زر)) او (( زور)) نمانځوونکى او د استبدادي قدرت غوښتونکى دي.

په عمومي توگه داسې وايو،چې د اسلامي نړۍ مخامخ دښمنان ( قاسطون ) نړيوال استکبار دى او دا چې مستکبرينو نړى په خپلو منځونو کې ويشلى ؛نو د جهاني کفر هره څېره ،چې په اقتصادي ،سياسي ،فرهنگي ،پوځي ‏او ټولنیز ‏لحاظ پر هر اسلامي هېواد برلاسي او واکمنه وي ؛نو همغه مستکبرين د همغه هېواد لپاره ((قاسطون )) دي .

هغوى ،چې اسلام یوازې د وګړیزو عبادتونو د دين په توگه منلى او د ټولنې د جوړولو لپاره د اسلام د ټولنیز رسالت له مخې د قسط بر بنیاد طبقاتي دريځ نه لري ؛نو د دى ډول مبارزو پایله د يو ((بت)) له منځه وړل او د بل راوستل دي .

خو د اسلامي اوختون- انقلاب د پلويانو مبارزه له اسلامه د سمې پوهېدنې پر بنياد پيل شوى ،چې مبارزه یې پر((تخريبي حالت )) سربيره ((تعميري حالت )) هم لري؛ځکه د يرغلگرو او مستکبرينو ترماتې وروسته د((قسط)) له مخې ټولنه جوړوي،چې دې مبارزاتي پړاو ته ((تعميري پړاو)) وایي.

اسلام يوازينې دين دى ،چې خلک په هراړخيزه توگه په ظاغوتي نظامونو ( پانگوالى ،ولسپالنه – نشليزم،ټبرپال،سیمه وال، توکمپالي، ژبه پال ، توکیزوال- او …) او د شر او الحاد په ټولو ډولونو پوهوي او د له منځه وړولپاره یې د مبارزې سمه لارهم ورښیې .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!