تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ وَكُلَّ إِنسَانٍ أَلْزَمْنَاهُ طَائِرَهُ فِي عُنُقِهِ وَنُخْرِجُ لَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ كِتَاباً يَلْقَاهُ مَنشُوراً (اسراء/۱۳) ژباړه : او موږ د هر انسان برخلیک په خپله غاړه كې يې ورځوړند كړی دی او د قيامت پر ورځ به يو كتاب ورته راوباسو،چې (تیار) پرانستى يې ويني (دا يې هماغه کړنليک دى) . په […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

وَكُلَّ إِنسَانٍ أَلْزَمْنَاهُ طَائِرَهُ فِي عُنُقِهِ وَنُخْرِجُ لَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ كِتَاباً يَلْقَاهُ مَنشُوراً (اسراء/۱۳)

ژباړه : او موږ د هر انسان برخلیک په خپله غاړه كې يې ورځوړند كړی دی او د قيامت پر ورځ به يو كتاب ورته راوباسو،چې (تیار) پرانستى يې ويني (دا يې هماغه کړنليک دى) .

په دې آيت كې طائر د بخت و طالع پرمانا دى. قرآن وايي: بخت و طالع يوازې كړنې مو دي،چې په غاړه كې مو راځوړندې دي. دا تعبير (( او موږ د هر انسان په غاړه كې يې كړه وړه ورځوړند كړي دي)) په دې مانا دى، چې په دنيا او آخرت كې له انسانه كړنې او پايلې يې نه بېلېږي او بايد انسان يې په ټولو حالاتو كې ژمن او پازوال- مسوول وي. هرڅه، چې وي؛ يوازې (( كړه وړه)) دي او پاتې تشې ((خبرې)) دي. له آيتونو او رواياتو ګټنه كېږي، چې د بنيادم ټولې كړنې له پوره جزئياتو سره په يو ليك كې كښل كېږي او د قيامت پر ورځ كه انسان نېكچارى وي، كړنليك يې ورته په ښي لاس او كه بد چارى وي ……. په كيڼ لاس كې وركوي[1]. د كهف سورت په 49 آيت كې لولو: ((وَوُضِعَ الْكِتَابُ فَتَرَى الْمُجْرِمِينَ مُشْفِقِينَ مِمَّا فِيهِ وَيَقُولُونَ يَا وَيْلَتَنَا مَالِ هَذَا الْكِتَابِ لَا يُغَادِرُ صَغِيرَةً وَلَا كَبِيرَةً إِلَّا أَحْصَاهَا وَوَجَدُوا مَا عَمِلُوا حَاضِرًا وَلَا يَظْلِمُ رَبُّكَ أَحَدًا = او هلته به کړنليکونه كېښوول شي؛نو ته به ګورې،چې ګناهګاران،څه چې په کړنليکونو کې دي، ترې وېرېږي او وايي به :((هاى، زموږ بدې برخې! دا څنګه ليکنه ده، چې زموږ هره کوچنۍ او لويه پکې راټوله شوې ده؟!)) او(حال دا چې) خپل ټول كړه به حاضر مومي او ستا پالونكى پرهېچا تېرى نه کوي .

 پېغامونه :

١– له ټولو سره به حساب کتاب کېږي اوکړنليک به لري.( كُلَّ إِنسَانٍ)

٢– د قيامت پر ورځ به انسانان کړنليک په لاس حاضرېږي.( وَكُلَّ إِنسَانٍ أَلْزَمْنَاهُ طَائِرَهُ فِي عُنُقِهِ)

٣– د انسان عمل د انسان ملازم دى. (أَلْزَمْنَاه…….. فِي عُنُقِهِ)

٤– د انسان نېکمرغي اوبدمرغى په خپلو کړنو پورې یې اړه لري اوداهسې خبرې دي،چې وايي په چانس او بخت پورې اړه لري. (أَلْزَمْنَاهُ طَائِرَهُ….)

٥–   خداى د انسان له ټولو کړنو خبر دى. ‏کړنليک انسان ته ځکه ‏په غاړه کې اچول کېږي‏،چې په خپله انسان ترې خبرشي. (َنُخْرِجُ لَهُ) .

٦– د انسان ټول کړه وړه ليکل کېږي ؛خو انسان ترې نه خبرېږي ؛خو د قيامت پر ورځ ،چې ورته کړنليک وښوول شي؛نوهرڅه به ورته رابرسېره شي.( كِتَاباً يَلْقَاهُ مَنشُوراً)

 

[ سرچینه : شرح منتخب آیات قرآن کریم ، شیخ ناصر مکارم شیرازي]

 

 

 

[1] نمونه، 12/ 48

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!