تبلیغات

د لوراند او لورين څښتن په نامه د لقمان سورت پېژندګلوي د لقمان سورت مكي دى او داچې په قرآن شريف كې او هغه هم په دې سورت كې د “لقمان” نوم دوه ځل راغلى دى؛نو د لقمان نوم يې پرې ايښى دى،دا سورت له هغو اوو سورتونو دى، چې په ( الم ) پيل […]

د لوراند او لورين څښتن په نامه

د لقمان سورت پېژندګلوي

د لقمان سورت مكي دى او داچې په قرآن شريف كې او هغه هم په دې سورت كې د “لقمان” نوم دوه ځل راغلى دى؛نو د لقمان نوم يې پرې ايښى دى،دا سورت له هغو اوو سورتونو دى، چې په ( الم ) پيل شوى دي.

د لقما ن د سورت منځپانګه په لا ندې خبرو كې را لنډېږي :

1-د بشر په لارښوونه كې د قرآن د عظمت او ارزښت بيانول.

2-انسانان يې پر كبرجن او نېكانو ايشلي دي او برخليك يې بيانوي.

3-د قرآن د ځينو علمي معجزاتو ښوونه؛لكه د جاذبې قانون او د بوټو د جوړه توب قانون.

4-خپل زوى ته د لقمان له حكمته ډك نصيحتونه .

5- پر مبداء او معا د د ايمان د ليلونه .

6- د خداى د ځانګړو علومو بيانول؛لكه د مرګ وخت او د قيامت راتګ.

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ= د لوراند او لورين څښتن په نامه

﴿۱﴾ الم= الف، لام، ميم.

﴿۲﴾ تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ الْحَكِيمِ= دا د حكمت لرونكي كتاب آيتونه دي (له منځپانګې ډك او سم كتاب).

﴿۳﴾ هُدًى وَرَحْمَةً لِّلْمُحْسِنِينَ=(چې) نېكانو ته لارښوونه او رحمت دى؛

﴿۴﴾ الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُم بِالْآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ= همغوى چې لمونځ کوي او زكات وركوي او پر اخرت باور لري.

 ټكي:

په قرآن كې 29 سورتونه پر مقطع حروفو پيل شوي دي ،چې تر 24 سورتونو وروسته يى د قرآن د عظمت په باب خبرې كړي دي، چې دا ښيي قرآن له دې ټكيو ليكل شوى دى، چي په اختيار كې مو دي؛خو په تاسي كې هيڅ څوك نشي كړاى،چې ددې په څېر ټكي راوړي.

ډېرى ليكونكي خپل كتاب له نيمګړتيا او عيبه تش نه ګڼي او د خپل كتاب د نيمګړتياوو په باب له لوستونكيو بښنه غواړي او د لوستونكيو وړانديزونه او نيوكې په ورين تندي مني؛ خو دا يوازې خداى دى، چې د خپل كتاب په اړه بې پردې وا يى : (الْكِتَابِ الْحَكِيمِ)؛ يعنې په ټولو آيتونو كې يې حكمت دى، محكم دي او د حكمت له مخې دي ،دا كتاب ټينګ او زيان نه منونكى دى او له هر ډول عيب او نيمګړتيا پاك دى. خداى په يو ځاى كې قرآن د متقينو د لاښوونې وسيله ګڼي ( هدى للمتقين ) او په بل ځاى كې قرآن د مؤمنانو لارښود او زيرى وركوونكى ګني ( هدى و بشرى للمؤمنين ) او په دې سورت كې يى قرآن نېكانو ته د رحمت او لارښوونې وسيله ګڼلې ده.

(هُدًى وَرَحْمَةً لِّلْمُحْسِنِينَ)؛ نو قرآن د بشپړتيا او تکامل درې ګوني پړاونه لري : (١) لارښوونه (٢) زيرى (٣) رحمت.

لمونځ د ټولو كمالاتو درلودونکى دى؛ لكه پاكوالى ، د قرآن تلاوت ، پر توحيد ،نبوت او مشرۍ منښته،دعا كول ، سلام، قيام ، ركوع او سجده.

حق ته پام او د زكات وركول د ټولو توکيزو نيمګړتياوو جبران دى. په قرآن كې زكات د فقهې په پرتله په پراخ مفهوم مطرح شوى؛ ځكه چې پر فقهي زكات سربيره پكې نورې مالي مرستې هم راځي .

پيغامونه:

1- ارشاد او لار

2-   قرآن عيني لارښوونه او رحمت دى (هُدًى وَرَحْمَةً) ( د هُدًى) او(رَحْمَةً) كلمې د مصدر په قالب كې راغلي،چې د مبالغې نښې دي .

3- لارښوونه بايد له لورنې او مينې سره وي (هُدًى وَرَحْمَةً)

4- نېكان د حق منلو ته چمتو دي (هُدًى- لِّلْمُحْسِنِينَ)

5- لمونځ او زكات وركول نه بېلېدونكي دي.( يُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ)

6- لمونځ كول او زكات وركول بايد د انسان همېشنى خوى وي (يُقِيمُونَ) او (يُؤْتُونَ) د مضارع په قالب كې راغلي،چې د استمرار نښه ده.

7- داچې اسلا م جامع دين دى؛نو مسووليتونه يى هم جامع او پراخ بنسټه دي؛بدني ( لمونځ) مالي دنده (زكات) د زړه دنده (يقين) (الصَّلَاةَ، الزَّكَاةَ، يُوقِنُونَ).

8- له خداى (لمونځ كول) او له خلكو سره (زكات وركول) سره اړيکه هله ارزښتمنه وي، چې انسان ايمان ولري (وَهُم بِالْآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ)

﴿۵﴾ أُوْلَئِكَ عَلَى هُدًى مِّن رَّبِّهِمْ وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ= همدوى د خپل پالونكي له لوري پر سمه لار او همدوى بريالي دي.

ټكى:

له دې آيته جوتېږى،چې بريا د خداى په لا رښوونې او توفيق لاس ته راځي،چې البته په يو بل ځاى كې وايو ( ان الذين جاهدوا فينا لنهدينهم سبلنا و ان الله لمع المحسنين =هغوى چې زموږ په لار كې كوښښ كوي؛نو موږ ورته لاره ښوولې او په رښتيا،چې خداى له نېكانو سره دى. )

پيغامونه:

1- نېكان له الهي لارښوونې برخمن دي (أُوْلَئِكَ عَلَى هُدًى مِّن رَّبِّهِمْ).

2- لارښوونه د ربوبيت له چارو ده (هُدًى مِّن رَّبِّهِمْ).

3- د ښه كارونو توفيق الهي پېرزوېنه ده لِّلْمُحْسِنِينَ- هُدًى مِّن رَّبِّهِمْ).

4- بريالي يوازې هغوى دي،چې لمونځ كوي،زكات وركوي او پر آخرت ايما ن لري (أُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ).

 

﴿۶﴾ وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَن سَبِيلِ اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَيَتَّخِذَهَا هُزُوًا أُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُّهِينٌ= او ځينې خلك خوشې خبرې پېري، چې (خلك) په ناپوهۍ د خداى له لارې بې لارې كړي او په الهي آيتونو پورې ملنډې وهي (؛نو) هغوى ته سپكوونكى عذاب دى.

ټكي:

(لَهْوَ ) هغه ته ويل كيږى،چې انسان له موخې ژغوري.

(لَهْوَ الْحَدِيثِ) هغه بې ځايه خبرې ته ويل كېږي،چې انسان له حقه ژغوري؛ لكه خرافاتي كيسې او هغه كيسې،چې انسان د فساد او ګناه لوري ته راكاږى،چې دا کوږوالى كله په خبرو كې وي او كله په اسبابو،وسايلو او په اړوند چارو كې وي.

د “نضربن حارث” په نامه يو سړى و، چې “فارس” ته يې تګ راتګ كاوه او د فارس افسانې؛ لكه د “رستم” او “اسفنديار” كيسې يى زده كړې وې او هغه  يې عربو ته كولې، ويل يى :

كه “محمد” درته د “عاد” او “ثمود” كيسې كوي؛نو زه هم درته د عجمو كيسې كوم، چې دا آيت راغى او د هغه دا عمل يى کږه لار وبلله .

ځينې ددې آيت د شان نزول په باب وايى: دا آيت د هغه خلكو رټلو ته نازل شوى،چې ډمې وينځې يې اخستې، چې ورته سندرې ووايي او له دې لارې خلك د قرآن له اورېدو منع کړي .

دې آيت يو ستر بې لارې كوونكي لامل ته،چې “باطله خبره” ده، اشاره كړې ده. د قرآن په نورو آيتونو كې هم د خلكو د بې لارې كولو لاملونو ته اشاره شوې ده:

الف :طاغوت،كله پر تحقير او سپكاوي ( استخف قومه (زخرف/٥٤) ) او كله پر ګواښ خلك له لارې كږوي. ( لا جعلنك من المسجونين (شعراء٢٩) ) .

ب: شيطان، انسان پر وسوسو بې لاري كوى ( يريد الشيطان ان يضلهم (نساء/٦٠) ) .

ج: منحرف عالم او هنرمند،خلك پر خپل علم او هنر له لارې كږوي ( واضلهم السامرى (طه/٨٥) ) .

د : د قدرت او شتمنۍ خاوندان خلك پر خپل قدرت او شتمنۍ د حق خبرې اورېدو ته نه پرېږدي. ( انا اطعنا سادتنا وكبرائنا فاضلونا السبيلا احزاب/٦٧) .

ه :هغه ويونكي او سندرغاړي،چې خلك يې سرګرم كړي وي او حق اورېدو او د حقيقتونو پوهيدو ته يې نه پرېږدي (يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَن سَبِيلِ اللَّهِ).

پيغامونه:

1- د حق پر ضد مبارزه پخوانى تاريخ لري (وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ) .

2-څه چې د حكمت مخې ته ودريږي؛نو لهو دى او كمال ته د نه رسېدو لامل دي. (الْكِتَابِ الْحَكِيمِ – لَهْوَ الْحَدِيثِ)

3- د خداى د مخالفينو خبره د منطق-سول او حكمت له مخې نه ده؛ بلكې بې بنسټه او لهو خبرې دي. (مَن يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَن سَبِيلِ اللَّهِ)

4- د لهو د وسايلو اخستل،انسان له كماله ژغوري،چې د ناپوهي نښه ده. (يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ…. بِغَيْرِ عِلْمٍ)

5- د عمل او سزا ترمنځ تناسب د عدالت له مخې دي؛نو هغوى چې حق ته په ټيټه ګوري،حق توهين او سپكوي؛نو عذاب يې هم خوارونكى دى. وَيَتَّخِذَهَا هُزُوًا…… لَهُمْ عَذَابٌ مُّهِينٌ

له باطلې ناستې او خبرې لرې والى پكار دى

د اسلام له نظره هغه سندرې حرامي دي،چې د فسق او ګناه له مجلسونو سره اړخ ولګوي او شهواني قوه راوپاروي؛خو كومې سندرې،چې پورتنۍ ځانګړنې نه لري؛نو مشهور فقيهان وايي چې حرامې نه دي.

امام باقر وويل : غنا له هغو ګناهونو ده، چې خداى (ج) ورته د اور وعده وركړې ده او بيا يې دا آيت تلاوت كړ : (وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَن سَبِيلِ اللَّهِ)؛ نو ويلاى شو،چې غنا ګناه كبيره ګناه ده؛ ځكه كبيره ګناه هغې ته ويل كېږي،چې په قرآن كى د هغې په باب د عذاب وعده وركړل شوې وي .

د حج په سورت په دېرشم آيت كې راغلي،چې ( واجتنبوا قول الزور ()) ؛يعنې له باطلې خبرې ځان لرې وساتئ .

امام صادق وويل: له قول الزور مطلب غنا ده .

له امام صادق او امام رضا هم رانقل شوي دي،چې وايې: د لقمان په سورت كې له( لهو الحديث) مطلب غنا ده .

په روايتونو كې راغلي : غنا په انسان كې د فقر روحيه روزي او            بدمرغي راوړي .

پر ډمانو او هغوى،چې ورته پيسې وركوي او هغوى،چې دا پيسې لګوي،لعنت ويل شوى دى؛لكه څرنګه چې د ډمو ښځو روزنه حرامه ده. په هغه كور كې،چې غنا وي؛نو له دردونكى مصيبت او مرګه به په امان كې نه وي ،دعا پكې نه قبلېږى او پرښتې ورته نه راځي .

 د غنا ورانوونکې اغېزې

1-د اخلاقي فساد دودول،د تقوا له روحيي لرې كېدل،شهوت او ګناهونو ته مخه اړول،تردې،چې وايې: غنا حيا كموي،شهوت زياتوي ، شخصيت له منځه وړى او د شرابو په څېر اغېز لري .

2- ځېنې انسانان د شرابو،چرسو يا پوډرو د څښلو له لارې ځان د بې خيالۍ دنيا ته ورننباسي او ځينې په باطلو او شهوت پاروونكيو خبرو.

3 – له خدای (ج) ،دندې،بيوزليو،راتلونكې، امكاناتو،استعدادونو، دښمن، نفس او له شيطانه غفلت د غنا مخرب اثار دي. نننى انسان سره له دې دومره پرمخ تللې ټكنالوجۍ او پوهې،په هغه اور كې سوځي، چې سرچينه يې غفلت دى. هو! له خدايه غفلت انسان د حيوانيت تر پولې؛ بلكې له هغه هم را ټېټوي (( او لنك كالانعام بل هم اضل اولئكْ هم الغافلون )) .

4- پر اعصابو د راپارونكيو سندرو ناوړه اغېزې هم خورا زياتې دي . خداى (ج)، نړۍ بشر ته او بشري تكامل،ودې او مانيزې لوړتيا ته پېدا كړ. خدای نړۍ زموږ په اختيار كې كړه او پرښتو ته يې زموږ د چارو د تدبير دنده وركړه. انبياء او اولياء يې زموږ لارښوونې ته راولېږل او هغوى هم زموږ لارښوونې ته د مرګ تر خولې پورې ولاړل.

خداى (ج) پرښتو ته وويل: انسان ته سجده وكړئ او خپل روح يې پكې پو كړ او ښايسته او غوره صورت او سيرت يې وركړ او تر نهايته يې د ودې استعداد وركړ،ورته يې عقل او ډول ډول فطرتونه وركړل او يوازې د انسان تر جوړولو وروسته يې خپل ځان ته آفرين ووايه ( فتباركْ الله احسن الخالقين (مؤمنون/١٤) ) دا انسان،چې ډول ډول توکيز او مانيز امتيازات وركړل شوي دي ؛نو آيا خپل اختيارات بايد هر چا ته وسپاري؟ خو امام كاظم وايي: هر غږ ته،چې غوږ شئ؛نو د هماغه مريى به ياست .

ايا په رښتيا د خواشينۍ ځاې نه دى، چې موږ د يو بې موخه او دروغجن سندرغاړي مريان شو. آيا چمتو ياست،چې هر ډول غږ پخپلو مغزو كې ثبت كړئ .

عمر، فكر او ماغزه الهي امانتو نه دي،چې راسپارلي يې دي،چې په هغه لاره كې ترې ګټه واخلو،چې پخپله يي راته ټاكلې ده او كه دا امانتونه مو پرته له هغي لارې،چې خداى ويلي، ونه كارو؛نو په امانت كې به مو خيانت كړى وي او د قيامت پر ورځ بايد ددې خبرې ځواب وركړو. قرآن په سپينه د اسراء سورت په ٣٦ كې ويلي دي، چې ( ان السمع والبصر والفؤاد كل اولئك کان عنه مسؤ لاً )؛ يعنې غوږ ،سترګې او زړه ټول پوښتل كېږي ،هو ! انسان بايد د خپلو غوږونو،سترګو او زړه پام وساتي، چې هر ډول غږ پكې ورننوځي.

حديث دى،چې زړه د خداى حرم دى او بې له خدايه بل څوك ورننوتو ته مه ورپرېږدئ.

اسلام ستړيا لرې كولو او تفريح ته مناسبې او سمې لارې راښوولې دي. موږ يى تګ راتګ، سفر،ادمان،لامبو،كار،علمي بحثونو،د تجربو لېږد، له عارفانو سره اړيکې او تر ټولو مهم له خد اى (ج) سره اړيکې ته رابللي يو؛ځكه د هغه ياد د زړه ټكور دى؛نو ولې بايد ځان پر داسې خوندونو بوخت كړو، چې پايله يى اور وي.

حضرت علي (ک) وايي: په هغه خوندونو كې خير نشته،چې پايله يې د دوزخ اور وي.

څوك،چې ګناه كوى او د ګناه له لارې خوندونه اخلي؛نو خداى به يې خوار كړي.

﴿۷﴾ وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِ آيَاتُنَا وَلَّى مُسْتَكْبِرًا كَأَن لَّمْ يَسْمَعْهَا كَأَنَّ فِي أُذُنَيْهِ وَقْرًا فَبَشِّرْهُ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ= او چې كله پرې زموږ آيتونه ولوستل شي (؛نو) په كبر او ځانمنۍ پداسې شان ترې مخ اړوي؛ لكه چې بېخي يې نه وي اورېدلي؛ لكه چې غوږونه يې درانه دي؛نو ورته د دردناك عذاب زېرى وركړه.

ټكي :

د (وقر) ټكى د دروندوالي پر مانا دى،چې با شخصيته او درنو خلكو ته هم با وقاره ويل كېږي .

له آيته ګټنه كېږي،چې كبرجن خلك ان د حق خبرې اوريدو ته هم چمتو نه دي او د حق اورېد ل؛خو لا لرې ده، چې وايي وري او و يې مني.

پيغامونه:

1- چټي او باطلې خبرې له انسانه د حق د منلو چمتوالى اخلي (لَهْوَ الْحَدِيثِ)

2- ځينې خلك كه له هر چا هم الهي آيتونه واوري؛نو بياهم خبرې ته نه كېني. (وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِ آيَاتُنَا وَلَّى مُسْتَكْبِرًا)

3- استكباري روحيه د حق او حقيقت له منلو مخنيوى كوي .(وَلَّى مُسْتَكْبِرًا)

4- د حق خبرې ته غوږ نه ايښوول د استكبار نښه ده . (مُسْتَكْبِرًا كَأَن لَّمْ يَسْمَعْهَا )

5- بايد د كبرجن سپکاوى وشي (كَأَنَّ فِي أُذُنَيْهِ وَقْرًا)

6- د قرآن د تبليغ او روزنې يوه لار د مثالونو راوړل دي . كَأَن … كَأَنَّ

7- څوك چې د حق خبره نه اوري؛نو مثال يې د هغه انسان دى،چې دواړه غوږونه يې درانه وي. (كَأَنَّ فِي أُذُنَيْهِ وَقْرًا) .

 

﴿۸﴾ إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَهُمْ جَنَّاتُ النَّعِيمِ= په حقيقت كې هغوى چې ايمان راوړى او ښې [چارې] يې ترسره كړې وي (؛نو) هغوى ته له نعمتونو ډك جنتونه دي؛

﴿۹﴾ خَالِدِينَ فِيهَا وَعْدَ اللَّهِ حَقًّا وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ= چې تل به هلته وي [دا] د خداى حقه وعده ده او هغه بريمن [او]حكيم دى.

ټكى:

په پخوانيو آيتونو كې مو ولوستل،چې ځينې پر بې ځايه او باطلو خبرو كوښښ كوي حق لارويان بې لاري كړي. هغوى پر استكباري روحيې او الهي آيتونو ته په غوږ نه نيوو پر مؤمنانو ملنډې وهي؛هغه مؤمنان،چې خداى ورته د تلپاتې جنت زېرى وركړى دى .

پيغامونه :

1- جنت يوازې دهغوى په برخه كېږى،چې ايمان يې راوړى وي او ښه كارونه كوي. (إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَهُمْ جَنَّاتُ ) .

2- د مستكبرانو سپكاوى او ملنډې بايد پر هغو ژمنو جبران كړو،چې خداى مؤمنانو ته وركړي دي . (إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا….. لَهُمْ جَنَّاتُ)

3- له الهي پېرزوېنو برخمنېدل په ايمان او ښو كارونو پورې اړه لري

(آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَهُمْ جَنَّاتُ النَّعِيمِ) .

4- د مخالفانو مخ اړونه او مخالفت تېريدونكى دى؛خو ايمانوالو ته د خداى بدله تلپاتې ده. (خَالِدِينَ فِيهَا) .

5- بايد د خداى پر ژمنو ايمان ولرو او جدي يې ونيسو (وَعْدَ اللَّهِ حَقًّا وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ) .

6- د خداى قدرت او حكمت يې د ژمنو ملاټر دى (وَعْدَ اللَّهِ حَقًّا وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ) .

7- د خداى قدرت او عزت يې د حكمت له مخې پلي كيږى.

(الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ) .

هو! نن ډېر وينو، چې واک لري؛خو كارونه يې د حكمت له مخې نه دي .

﴿۱۰﴾ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ بِغَيْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا وَأَلْقَى فِي الْأَرْضِ رَوَاسِيَ أَن تَمِيدَ بِكُمْ وَبَثَّ فِيهَا مِن كُلِّ دَابَّةٍ وَأَنزَلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَنبَتْنَا فِيهَا مِن كُلِّ زَوْجٍ كَرِيمٍ= خداى) اسمانونه بې ستنو چې تاسې يې ووينئ، پيدا كړي او په ځمكه کې يې [ غرونه] واچول،چې (هسې نه) و مو لړزوي (او استوګنځى مو ارام وي) او په هغې کې يې هر ډول خوځنده ژوي خپاره كړل او موږ له اسمانه اوبه واورولې، چې له ځمكې مو پرې د بوټو هر راز ښې جوړې را وټوكولې.

ټكي :

كه څه هم هر ژوي ته له څو اړخونو كتاى شو؛خو معمولاً له يوه اړخه كتل ورته ستر ارزښت لري . په دې آيت كې هم د اسمان يوه مهمه ځانګړنه راغلې او هغه داچې پر هيڅ څيز ولاړ نه دى. د غرونو ځانګړنه داده، چې د ځمكې له ښويېدو او غورځيدو مخنيوى وكړي . په دې آيت كې د قرآن علمي اعجاز ته په هغه وخت كې اشاره شوې،چې د بشر ذهن پرې نه پوهېده. يوه اشاره يې د اسمان نه ليدونكيو ستنو ته كړې ده؛يعنې د جاذبې قوه او له مركزه د تېښتې قوه ،چې د كراتو په خپل مدار كې د حركت راز دى . بل اعجاز دا دى، چې پر غرونو يې د ځمكې له ښويېدو مخه نيولې او پردې سربېره، دبوټو د جوړو ( زوجيت ) قانون ته هم اشاره شوې ده .

پيغامونه

1- نه ليدل نشتوالي نه راښيي ( اسمانونه ستنې لري؛خو موږ يې نه وينو) ( بِغَيْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا) .

2- تر هر څه لومړى ژوند ته امنيت او ډاډ پكار دى (أَن تَمِيدَ بِكُمْ) .

3- پر ځمكه واکمن نظام انسان ته دى (أَن تَمِيدَ بِكُمْ) ..

4- په ځمكه كې د انسان د اړتياوو د سرچينو خپوروالى الهي پيرزوېنه ده (بَثَّ فِيهَا ) .

5_اوبه ستر او با ارزښته نعمت دى (مَاءً) . 6- د خپل چاپېريال او شنو بوټو ته بايد په كريمانه سترګو ووينو؛ځكه خداى ورته كريم و يلي دي (مِن كُلِّ زَوْجٍ كَرِيمٍ )

 

﴿۱۱﴾ هَذَا خَلْقُ اللَّهِ فَأَرُونِي مَاذَا خَلَقَ الَّذِينَ مِن دُونِهِ بَلِ الظَّالِمُونَ فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ= دا د خداى پيدايښت دى؛خو ما ته راوښيئ، چې له هغه پرته (معبودانو) څه څېزونه پيداكړي دي؟! (هېڅ يې نه دي پيداكړي!) بلكې ظالمان په ښكاره بې لارې دي.

پيغامونه:

1- په ويينه او خبرو اترو كې بايد له عيني بيلګو ګټنه وشي (هَذَا)

2- لومړى د حق لار بيان كړئ او بيا د حق پر مخالفينو نيوكې او ورسره      مبارزه و كړئ. (هَذَا خَلْقُ اللَّهِ فَأَرُونِي مَاذَا)

3- د خداى او د نورو د واک پرتلنه د خداى پېژندنې يوه لار ده.(هَذَا خَلْقُ اللَّهِ فَأَرُونِي مَاذَا خَلَقَ الَّذِينَ مِن دُونِهِ)

4- يوازې پر دې باور مه كوئ؛بلكې له خلكو سند او بېلګه وغواړئ. (فَأَرُونِي)

5- د حق پر وړاندې ځېل تېری دى (بَلِ الظَّالِمُونَ)

6- څوك چې بې له خدايه په بل چا پسې ځى؛نو هم بې لارې او هم ظالم دى. (بَلِ الظَّالِمُونَ فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ)

7- شرك کوږوالی دى او هيڅ څوك له دې خبرې منكر نه دي (ضَلَالٍ مُّبِينٍ)

﴿۱۲﴾ وَلَقَدْ آتَيْنَا لُقْمَانَ الْحِكْمَةَ أَنِ اشْكُرْ لِلَّهِ وَمَن يَشْكُرْ فَإِنَّمَا يَشْكُرُ لِنَفْسِهِ وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ حَمِيدٌ= په رښتيا چې موږ لقمان ته حكمت وركړى و(او هغه ته مو وويل:) د خداى شكر پر ځاى كړه،څوك چې شكر وباسي (؛نو) يوازې د ځان په ګټه يې شكر ايستى دى او څوك چې ناشكري وكړي (خداى ته زيان نشي رسولاى؛ځكه) چې خداى غني او ستايل شوى دى.

پيغامونه:

1- ځا نګړي نعمتونه ځانګړى شكر غواړي (آتَيْنَا لُقْمَانَ الْحِكْمَةَ أَنِ اشْكُرْ لِلَّهِ)هماغسې،چې خداى زموږ ګران پېغمبر ته “كوثر” وركړ او له هغه يې د ځانګړي شكر ادا كولو غوښتنه وكړه.

( انا اعطيناك الكوثر فصل لربك و انحر )

2- خداى،چې موسى (ع) پېغمبر كړ؛نو لومړى حکم يى ورته لمونځ و؛خو لقمان ته يې،چې حكمت وركړ؛نو د شكر ايستو حکم يى وركړ (أَنِ اشْكُرْ لِلَّهِ)

3- د خداى د نعمتونو شكر ايستل خداى ته څه ګټه نه رسوي (وَمَن يَشْكُرْ فَإِنَّمَا يَشْكُرُ لِنَفْسِهِ ) او همداسى په يو بل ځاى كې وايو : ( لئن شكرتم لا زيدنكم ) (ابراهيم/٧)

4- هر ډول شتمني او مال ارزښت نه لرى؛بلكې هغه ارزښت لري،چې له هر ډول آفته لرې وي. (غَنِيٌّ حَمِيدٌ)

5- خداى حميد؛يعنې (ستايل شوی) دى، كه انسانان يې وستايي او كه نه؛خو هغه (غَنِيٌّ حَمِيدٌ) دى .

لقما ن حكيم څو ک و ؟

د الميزان په تفسير كې د لقمان حكيم په باب يو بحث راغلى، چې موږ يې يوه برخه دلته راخستې ده. پېغمبر اکرم (ص) وويل: لقمان پېغمبر نه و؛خو داسې يو بنده و، چې ډيره اندنه او غور يې كاوه او پر خداى يې نږه ايمان درلوده،خداى پرې ګران و او هغه هم پر خداى ګران و او خدای ورته حكمت وركړى و .

ا مام صادق وايى : لقمان؛ حکمت په كورنۍ او شتمنى لاس ته نه و راوړى؛ بلكې هغه يو تېزبين،باحيا او زړه سواندى انسان و، كه د دوو تنو به ورانه وه؛ نو لقمان به د هغوى په منځ كې سوله كوله .

لقمان له خورا زياتو پوهانو سره ناسته پاسته درلوده،هغه به تل له ځاني غوښتنو سره په مبارزه كې و .(1)*

لقمان د حضرت ايوب عليه السلام خپلوان و،چې د حضرت داود پر مهال يې ژوند كاوه او اوږد عمر يې درلود؛ هغه د حكيم او حاكمېدو ترمنځ اختيارمن شو؛خو حكمت يې غوره كړ .

لقمان وپوښتل شو: څنګه دې مقام ته ورسېدې ؟

ويې ويل:د امانت ساتۍ،صداقت او د هغه څه پر وړاندې چوپتيا،چې په ما پورې يې اړه نه درلوده.

( مجمع البيان تر پورتني آيت لاندې) كه څه هم خداى لقمان ته اسماني كتاب ورنه كړ؛خو حكمت يې وركړ.

يوه ورځ د لقمان مولا ترې وغوښتل،چې د پسه غوښه راوړي.

لقمان ورته ژبه راوړه،بله ورځ يې ورته وويل : د پسه د غوښې ډېره بده غوښه راته را وړه. لقمان ورته بيا هم د پسه ژبه راوړه او همداچې مولا يې د دې كار په اړه وپوښته؛ نو ورته يې وويل: كه ژبه د حق پر لار روانه شي؛ نو تر ټولو غوره غړى دى؛ ګنې نو تر ټولو بد غړى دى.

( په تفسېر كشاف كې تر پورتني آيت لاندې )

متل دى : خپله ژبه هم كلا ده هم بلا .

د لقمان سترتيا ته دومره بس دى،چې د خداى رسول او امامان يې خلكو ته نصيحتونه رانقلوي .

كه په وړوكتوب كې دې ځان په ادب كړ؛نو په ځوانۍ كې به ترې ګټه واخلې.

له ناغېړۍ لاس واخله،د عمر يوه برخه دې زده كړې ته تېره کړه او له ځيلي خلكو سره ويينه مه كوه .

يوازې له خدايه ووېريږه او ورته هيلمن وسه او بايد له خدايه وېره او ورته هيله دې په زړه كې يو شان وي .

له دنيا د يو پله په توګه ګټه واخله او ډډه پرې ونه کړې او زړه هم پړې ونه تړې.پوه شه د قيامت پر ورځ د دريو څيزونو په باب پوښتل كېږي : ځواني دې په كومه لاره كې تېره كړه ؟عمر دې په څه كې تېر كړ ؟ شتمني دې له كومه كړې او په كومه دې لګو لې ده .

د خلكو مال ته سترګې مه خړوه او له ټولو خلكو سره په ښه خوى چلېږه. د سفر له ملګرو سره ډېره مشوره كوه او د خپل سفر توښه ورسره و ايشه . كه درسره مشوره وشوه؛نو خپله مشوره ورته پر اخلاص اعلان كړه او كه درنه مرسته او يا پور وغوښتل شو؛نو ور يې كړه او له خپل ځانه د مشر خبرې ته غوږ ږده .

لمونځ دې په اول وخت كې وكړه او د ژوند په سختو شرايطو كې هم د جُمعې لمونځ مه پرېږده.

( په تفسير كنزالد قايق كې تر پورتني آيت لاندې )

كه په لمونځ کې وې؛ نو زړه دې وساته .

كه پر خوړو وې؛ نو ستونې دې وساته .

كه په خلكو كې وې؛ نو ژبه دې وساته.

هيڅ كله خداى او مرګ مه هېروئ؛ خو له خلكو سره ښېګڼه او چې نور درسره بدي وكړي ؛ نو هېر يې كړئ.

( په تفسير روح البيان كې تر پورتني آيت لا ندې ) .

حكمت،معرفت،طاعت

حكمت يو ليد دى،چې د الهي معرفت تر سيوري لاندې منځ ته راځي او د هستۍ په اسرارو كې په اندنې،حق ته په رسېدو،رڼا او په تقوا لاس ته راوړل کېدای شي.

امام باقر وايې : حكمت هماغه پوهه،معرفت او د ژوند پېژندګلوي ده.هغه پوهه، چې انسان د خداى بندګۍ ته رابولي او له لويو ګناهونو يې ژغوري .(2)*

راغب د دې مانا په باب وايي: په علم او عقل حق ته رسېدو ته حكمت وايي (معرفت). پېغمبر اکرم (ص) وايي : زه د حكمت كور او علي يى ور دى او څوك چې حكمت غواړي؛ نو له دې وره دې راننوځي.(3)*

په ډيرى روايتونو كې نبوي كورنۍ د حكمت دولس ورونه ښوول شوي دي.(4)*

د حكمت ارزښت

د انبياوو يوه دنده د كتاب او حكمت ښوونه ده. ( ويزكهيم و يعلمهم الكتاب والحكمه )(5)*

حكمت اسماني كتاب ته ورته دى او چاته،چې حكمت وركړل شو؛نو پوه دې شي ،چې ډ ېر خېر وكړل شوى دى. (يُؤتِي الْحِكْمَةَ مَن يَشَاءُ وَمَن يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا=(د خداى) چې چاته خوښه شي ( او وړ يې وګڼي ) پوهه او حكمت وركوي او چا ته چې پوهه وركړ شي؛ نو په حقيقت کې ستر خير يې وركړى دى )(6)*

د روايتونو له مخې، حكمت يوه رڼا ده،چې په بدن كې ايښوول كېږي،چې نښې يې د انسان په خبرو او كړو وړو كې څرګندېږى.(7)*

حكمت هغه ليد او بصيرت دى،چې كه په بېوزلۍ كې وي؛نو هغه به په ټولنه كې تر شتمنه محبوب كړي. كه په كوم كوچني كې وي؛نوهغه به تر لويانو غوره او لوړ شي .(8)*

حكمت د مؤمن ورك شوى څيز دى(9)*

د حكمت لاس ته راوړو ته ډېره سپارښتنه شوې؛لكه چې ويلي يي دي :      مرغلره، چې په خورا سختۍ تر لاسه كوئ؛نو عيني حكمت هم لاس ته راوړئ كه څه هم له دښمنه وي. (10)*

حكيم انسان رغى او ژر تېرېدونكيو مسئلو ته نه درېږي؛بلكې ټول پام يې د كار پايلې او عا قبت ته وي . نه له خپل ځانه له پورته سره شخړه كوى او نه له خپل ځانه پر لا ندې تېرى كوي . بې پوهې خبره نه كوي ،په خبره او عمل كې يې تناقص نه ليدل كېږى ،الهي نعمتونه نه ضايع كوي او په باطلو پسې نه ځي، خلك پرې د ځان په څېر ګران دي او څه چې ځان ته غواړي؛نو هماغه خلكو ته هم غواړي او هېڅكله خلك نه تېر باسي .

حكمت څنګه لاس ته راوړل کېداى شي ؟

حكمت هغه ډالۍ ده،چې خداى يې خپلو مخلصينو ته وركوي . په راويتونو كې وايو: څوك چې څلوېښت ورځې پر اخلاص كارونه وكړي؛ نو خداى به يې له زړه څخه پر ژبې د حكمت چينې جاري كړي.(11)*

او په بل حديث كې راغلي : څوك چې په دنيا كې زاهد وي او د دنيا پړکار يې و نه غولوي؛نو خداى به يې حكمت پر برخه كړي.( 12)*

د ژبې،ګيډې او شهوت ساتنه،امانت ساتي، تواضع او د بې ځايه چارو پرېښوول د حكمت د پيدايښت لا رې دي (13)* .

د حكمت بېلګې

خداى د اسراء په سورت کې له 22 نه تر38م ايته حکم راكړى او په پاى كې وا يى: دا اوامر او نواهي حكمتونه دي،چې خداى درته وحې كړې دي،چې دادي :

د الله پاك عبادت او له شركه لرې توب.له مور و پلار سره نېكې په تيره بيا،چې زاړه شي. كريمانه ويناوې، په تواضع او خاکسارۍ مينه، ورته د خير دعاګانې. د خداى حق ، د خداى اولياوو،مسافرو او فقيرانو ته وركول. له اسرافه ځان ژغورل. په خرڅ كې منځلاري. انسانان نه وژل. له نامشروع جنسي عمله ځان ساتل. د يتيم پر مال ګېډه نه اچول. د خلكو د حق ادا كول او له ملنډې وهلو ځان ساتل . په هغه څه پسې نه تلل،چې خبر ترې نه يې. پر لار په كبر نه تلل او په پای كې وايي:(ذالك مما اوحى اليك ربك من الحكمه) دا سپارښتنې د الهي حكمت نښي دي .

 

﴿۱۳﴾ وَإِذْ قَالَ لُقْمَانُ لِابْنِهِ وَهُوَ يَعِظُهُ يَا بُنَيَّ لَا تُشْرِكْ بِاللَّهِ إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ= او هغه وخت (دريادكړه) چې لقمان خپل زوى ته نصيحت كاوه (او) ورته يې وويل:(( يه زما زويکه ! له خداى سره سيال مه نيسه [ځكه] چې شرك ستر ظلم دى.))

د قرآن يو نوم هم موعظه دى (قَدْ جَاءتْكُم مَّوْعِظَةٌ مِّن رَّبِّكُمْ)(14)*

په روا يتونو كې راغلي،چې پېغمبر اکرم (ص) به كله كله حضرت جبرايئل ته ويل : ما ته موعظه وكړه.(15)*

حضرت علي (ک) به هم كله كله ځينو يارانو ته ويل : ما ته موعظه وكړئ. په اورېدو كې، چې كومه اغېزه وي؛هغه په پوهېدو كې نشته .

پيغامونه :

1- د اولاد روزنې طريقه بايد له مشرانو زده كړو. (وَإِذْ قَالَ لُقْمَانُ لِابْنِهِ)

2- چا ته چې موعظه كوو؛نو لومړى بايد د هغه ذهن او حواس ځان ته رامات كړو (يَا بُنَيَّ)

3- موعظه بايد د حكمت له مخې وي (وَلَقَدْ آتَيْنَا لُقْمَانَ الْحِكْمَةَ)

4- اولاد نصيحت ته اړتيا لري؛نو له خپل اولاده مه غافلېږئ.

5- تبليغ بايد لومړى له خپلو خپلوانو پيل كړو (قَالَ لُقْمَانُ لِابْنِهِ)

6- د اولاد سمه روزنه داسې كېداى شي،چې پر صميميت ورسره خبرې وشي . (وَهُوَ يَعِظُهُ يَا بُنَيَّ) .

7- پلار دنده لري خپل اولاد ته موعظه وكړي (قَالَ لُقْمَانُ لِابْنِهِ وَهُوَ يَعِظُهُ) .

8- ځوان ته بايد موعظه وشي او و نه ړتل شي (وَهُوَ يَعِظُهُ يَا بُنَيَّ) .

9- موعظه بايد له مينې او عاطفې سره يو ځاى وي (يَا بُنَيَّ)

10- د موعظې د اغېز يو شرط دا دى،چې مقابل لوري ته درناوى او ورته په درنه وګورو. (يَا بُنَيَّ)

11- موعظې ته،اصلي مسئلې په لومړيت كې راولو (يَعِظُهُ …. لَا تُشْرِكْ)

12- شرك تر ټولو ستر خطر او اصلي مسئله ده . خداى ته ټوله دنيا ډېره وړه ده ( متاع الد نيا قليل )؛خو شرك يو ستر ظلم دى (لَظُلْمٌ عَظِيمٌ)؛ يعنې كه څوک درته مشركېدو ته ټوله دنيا دركړي؛نو بايد و يې نه منې . (16)*

13- موعظه بايد دليل او منطق ولري (لَا تُشْرِكْ بِاللَّهِ إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ)

د شرك مانا

شرك پراخ مانا لري،چې تر ټولو بديې بوت نمانځنه ده او دا ډول شرك د    فقهاوو د وينا له مخې، له دين د وتو لامل ګرځي .

شرك نورې ماناوې هم لري؛لكه بې له خدايه د بل چا لاروي او يا له ځاني غوښتنو لاروي، چې قرآن وايې: (وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولًا أَنِ اعْبُدُواْ اللّهَ وَاجْتَنِبُواْ الطَّاغُوتَ= او په رښتيا موږ په هر امت كې يو استازى لېږلى دى (چې ووايي) د ” الله ” عبادت وكړئ او له ” طاغوت ” نه ځان وژغورئ ) (17)* او په بل ځاى كې وايو 🙁 أَفَرَأَيْتَ مَنِ اتَّخَذَ إِلَهَهُ هَوَاهُ= ايا له هغه خبر شوې، چې خپلې ځاني غوښتنې يې خپل معبود ګرځولې؟!) (18)*

په قرآن كې له سلو زيات (دون الله) او (دونه) عبارت راغلى؛يعنې بې له خدايه (د بل عبادت شرك دى ) مؤمنان هم كه په ځينو ځايونو كې پر الهي حکم عمل و نه کړي او د الهي ښوونو پر ځاى نورې ښوونې غوره    كړي؛ نو د توحيد له كړۍ به وتلي وي (وَمَا يُؤْمِنُ أَكْثَرُهُمْ بِاللّهِ إِلآ وَهُم مُّشْرِكُونَ= او ډېرى يې خداى مني؛ خو ( په دې ډول چې) له هغه سره نور شريكوي. )(19)*

يعنې ډېرى خلك مشرك هم دي او بې له خدايه پر بل ډډه وهي، چې دا ډول شرك په توره شپه كې پر توره ډبره د تور مېږي له حركته هم نرى دى؛نو ځكه شرك يوازې بوت نمانځنه نه ده؛ بلكې په هر واک،مقام،مال،سند او ټبر پورې تړاو،چې خداى ته نه وي شرك دى .

 د شرك اغېزې

1- د اعمالو له منځه تلل.

2- خپګان او تشويش.

3 – اړپېچ او درز .

4- د قيامت پر ورځ خواري او ذلت .

شر ك د انسان ټو ل ښه كارونه له منځه وړي؛لكه په ځنګل چې اور ولګي ؛نو پاڼې سوځوي.

قرآن پېغمبر اکرم (ص) ته وايي: (لَئِنْ أَشْرَكْتَ لَيَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ = كه شرك دې وكړ؛نو (ټول) كړه دې تباه كېږي- زمر 65 )

د مؤحد انسان موخه د خداى خوښي ده، چې ډير ژر راضي كېږى؛خو هغه چې بې له خدايه د بل چا د راضى كولو په فكر كې وي؛نو تل په خپګان او تشويش كې ډوب وي؛ځكه خلك ډېر دي او هر يو ډول ډول غوښتنې لري. حضرت يوسف عليه السلام په زندان كې خپلو مشركو دوستانوته وويل:( أَأَرْبَابٌ مُّتَفَرِّقُونَ خَيْرٌ أَمِ اللّهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ= ايا خپاره واره خدايان غوره دي که يو زورور ” الله ” ؟!-(20)*

قرآن وايي : هغه چې له خدايه بېل شي؛ نو مثال يې د هغه چا په څېر دى، چې له اسمانه راوغورځېږي او د ډول ډول مرغانو خوراك شي او د بدن هره ټوټه يى يوې خوا ته ګوزاره شي. (وَمَن يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَكَأَنَّمَا خَرَّ مِنَ السَّمَاء فَتَخْطَفُهُ الطَّيْرُ أَوْ تَهْوِي بِهِ الرِّيحُ فِي مَكَانٍ سَحِيقٍ = له هغه سره څوك مه شريكوئ او څوك چې له “الله ” سره شريك ونيسي؛ نو داسې وګڼه، چې له اسمانه راولوېد او مرغان يې (په هوا کې) وتښتوي او يا باد يې په يوه لرې ځاى كې وغورځوي.(21)*

هو! توحيد او نږه د خداى عبادت يوه كلكه كلا ده، چې انسان له ضايع كېدو، پر هر چا زړه تړلو، له هر چا چورليدو، له هر چا هيله درلودو،د هر چا له ستاينې ، ويرې او غوړه مالۍ يې ساتي .

په روايت كې راغلي دي : توحيد هغه مضبوطه كلا ده،چې كه هر څوك ورننووت؛ نو د خداى له عذابه په امان كې شي.(22)*

په توحيدي ټولنه كې د هر څه محور خداى دى ا و خداى دی، چې مشر،      قانون او لار ټاكي او ټول له همدې محوره چورلي؛خو په شرك ككړه ټولنه كې د يو خداى پر ځاى طاغوتان،ډول ډول لارې او سليقې وي،چې په خلكو كې درز اچوي.

قرآن وايى : (وَلَا تَكُونُوا مِنَ الْمُشْرِكِينَ- مِنَ الَّذِينَ فَرَّقُوا دِينَهُمْ= او له مشركانو ځنې مه کېږئ؛ له (هغو) کسانو چې خپل دين يې ټوټه ټوټه كړى (23)*

قرآن وايي : (وَلاَ تَجْعَلْ مَعَ اللّهِ إِلَهًا آخَرَ فَتُلْقَى فِي جَهَنَّمَ مَلُومًا مَّدْحُورًا= او له خداى سره بل معبود مه نيسه چې په دوزخ كې به پړ شوى او(د خداى له دره) شړل شوى وغورځول شې .(24)*

 

د مشرك نښې

د شرك يوه نښه داده، چې د الهي قانون پر وړاندې پلمې راوړي.

قرآن ځينو ته اشاره كړې،وايې : ايا كه پېغمبر قانون راووړ او له سليقو سره مو سم نه و؛نو كبر به وكړئ؟

( أَفَكُلَّمَا جَاءكُمْ رَسُولٌ بِمَا لاَ تَهْوَى أَنفُسُكُمُ اسْتَكْبَرْتُمْ)(25)*

همداچې د جهاد حکم به راورسېد؛ نو ويل به يې،چې ولې دې راته د جګړې او جهاد حکم راكړ؟( لِمَ كَتَبْتَ عَلَيْنَا الْقِتَالَ)(26)*

چې بنى اسراْ ئيلو ته خواړه راورسېدل،ويې ويل:ولې دا خواړه؟

( لَن نَّصْبِرَ عَلَىَ طَعَامٍ وَاحِدٍ)(27)*

چې به خداى كوم مثال راوړ؛ نو ويل يې : ولې دا مثال ؟

(مَاذَا أَرَادَ اللَّهُ بِهَـذَا مَثَلاً)(28)*

د شرك يوه بله نښه دا ده، چې د خداى د حكم تر عملي كولو كورنۍ او مقام لوړ او مستثناء وګڼو.

د توبې د سورت په 24 آيت كې راغلي:

قُلْ إِن كَانَ آبَاؤُكُمْ وَأَبْنَآؤُكُمْ وَإِخْوَانُكُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ وَعَشِيرَتُكُمْ وَأَمْوَالٌ اقْتَرَفْتُمُوهَا وَتِجَارَةٌ تَخْشَوْنَ كَسَادَهَا وَمَسَاكِنُ تَرْضَوْنَهَا أَحَبَّ إِلَيْكُم مِّنَ اللّهِ وَرَسُولِهِ وَجِهَادٍ فِي سَبِيلِهِ فَتَرَبَّصُواْ ان يَأْتِيَ اللّهُ بِأَمْرِهِ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ= ووايه: ((كه تاسې ته خپل پلرونه، زامن، وروڼه، مېرمنې،خپلوان،ګټلي مالونه او هغه سوداګري،چې پر ناچلېدو يې اندېښمنېږئ او د خوښې كورونه، تر خداى او د هغه د پېغمبر او د هغه په لار كې تر جهاده ډېر ګران وي؛ نو د خداى (د) امر (عملي كېدو) ته په تمه اوسئ او خداى سرغړاندو ته سمه لار نه ښيي .))

نو خداى په قرآن كې څلور ځل د تو حيد په څنګ كې له والدينو سره احسان راوړى؛ خو كه مور و پلار خپل اولاد بې له خدايه بل ته راوبولي؛ نو اولاد دې په موروپلار پسې نه ځي.

((وَوَصَّيْنَا الْإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ حُسْنًا وَإِن جَاهَدَاكَ لِتُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ(عنکبوت/8)= او موږ انسان ته سپارښتنه كړې،چې له خپل مور و پلار سره نېكي وكړه او كه هغوى (مشركان وي او) هڅه وكړي،چې ته له ما سره هغه څه شريک کړې، چې ته يې زما د شريک په توګه نه پېژنې؛نواطاعت يې مه كوه، تاسې يوازې زما لوري ته راګرځئ؛ نو له خپلو كړنو به مو خبركړم.)

((وَإِن جَاهَدَاكَ عَلى أَن تُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا وَصَاحِبْهُمَا فِي الدُّنْيَا مَعْرُوفًا وَاتَّبِعْ سَبِيلَ مَنْ أَنَابَ إِلَيَّ ثُمَّ إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ= (لقمان/15) او كه دا دواړه هڅه وكړي، چې ته له ما سره داسې څه شريك كړې، چې په اړه يې نه پوهېږې (بلكې پوهېږې چې باطل دى)؛نو اطاعت يې مه كوه؛ خو په دنيا كې له دواړو سره غوره چلن كوه او د هغو كسانو د لارې لاروي وكړه، چې زما لوري ته راګرځېدلي، بيا تاسې ټول زما لوري ته راګرځئ؛نو ستاسې دکړنو(له حقيقت او پايلو) به مو خبر كړم.)) (29)*

ولې خلك شرک كوي

خلك يا قدرت ته په بل پسې ځي،چې قرآن وايې : ټول خلك ان د يو مچ د جوړولو ځواک نه لري. (لَن يَخْلُقُوا ذُبَابًا وَلَوِ اجْتَمَعُوا لَهُ)(30)*

يا يو كپ ډوډۍ ته په ده او هغه پسې ځي،چې قرآن وايې : (لَا يَمْلِكُونَ لَكُمْ رِزْقًا)(31)*

يا د يو ستونزې هوارۍ ته بې له خدايه د بل لمنه نيسي ،چې قرآن وايي:

(فَلاَ يَمْلِكُونَ كَشْفَ الضُّرِّ عَنكُمْ)(32)*

يا دعزت لاس ته راوړو ته بل ته خوله ورانوي (فَإِنَّ العِزَّةَ لِلّهِ جَمِيعًا)(33)*

او په يو بل ځاى كې قرآن وايې : د خداى پر ځاى ،چې په هغوى پسې ورځي؛ نو هغوى هم ستاسې په څېر بندګان دي. ( عباد امثالكم )(34)*

تاسې ولې غوره خالق پرېږدئ او نورو ته پام كوىْ ؟! ( تذرون احس الخالقين ) (35)*

 له شركْ سره مبارزه

د ټولو پېغمبرانو او انبياوو لومړى پيغام او موخه له شرك سره مبارزه او د خداى نږه عبادت ته رابلل دي.

(وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولاً أَنِ اعْبُدُواْ اللّهَ وَاجْتَنِبُواْ الطَّاغُوتَ) (36)*

بې له شركه ټول ګناهونه بښل كېږى (إِنَّ اللّهَ لاَ يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ)(37)*

انبياوو دنده درلوده،چې په ډاګه له ټولو شركونو د برائت او بېزارۍ اعلام وكړي .

(( إِن نَّقُولُ إِلآ اعْتَرَاكَ بَعْضُ آلِهَتِنَا بِسُوَءٍ قَالَ إِنِّي أُشْهِدُ اللّهِ وَاشْهَدُواْ أَنِّي بَرِيءٌ مِّمَّا تُشْرِكُونَ= موږ ( ستا په اړه)يوازې وايو چې:(( زموږ ځينو خدايانو تا ته زيان رسولى ( اوعقل يې درنه وړې) دى .)) (هود) وويل : (( زه خداى شاهد نيسم،تاسې هم شاهدان اوسئ،چې زه ستاسې له شرکي کړنو بېزاره يم. (38)*

كه يو چار په سلو كي نهه نوي خداى ته وي او يو يې بې له خدايه بل چا ته وي؛ نو ټول چار دې پر سيند لاهو كړ.

قرآن وايي : (وَاعْبُدُواْ اللّهَ وَلاَ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئًا)(39)*

نه يوازې بوتان او طاغوتان له خداى سره شريكول نه دي پكار؛بلكې انبياء او   اولياء هم له خداى سره شريكول نه دي پكار.

خداى حضرت عيسى (ع) ته وايي : ايا تا خلكو ته ويلي، چې ما او مور مې له خداى سره شريك كړئ؟((أَأَنتَ قُلتَ لِلنَّاسِ اتَّخِذُونِي وَأُمِّيَ إِلَـهَيْنِ مِن دُونِ اللّهِ)(40)*

خداى ته شريك ګنل يوه لويه افترا او ګناه ده. إِنَّ اللّهَ لاَ يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَن يَشَاء وَمَن يُشْرِكْ بِاللّهِ فَقَدِ افْتَرَى إِثْمًا عَظِيمًا (41)*

شرك دومره رټلى شوى دى، چې خداى وايي :

(( پېغمبران او مؤمنان حق نه لري د مشركانو لپاره بښنه وغواړي؛ ان كه خپلوان يې هم وي )) .

((مَا كَانَ لِلنَّبِيِّ وَالَّذِينَ آمَنُواْ أَن يَسْتَغْفِرُواْ لِلْمُشْرِكِينَ وَلَوْ كَانُواْ أُوْلِي قُرْبَى(توبه /113)= له پېغمبر او مؤمنانو سره دا وړ نه وه، چې مشركانو ته، که څه هم خپلوان يې وي (له خدايه) بښنه وغواړي)) (42)*

اسلام پر استدلال او سول-منطق له شرك سره مبارزه كوي، وايې : بې له خدايه بل چا څه پيدا كړي دي،چې تاسې پرې زړه تړلى دى ؟ (مَاذَا خَلَقُوا مِنَ الْأَرْضِ)(43)*

مرګ او ژوند مو د چا په لاس كې دى ؟

عزت او ذ لت مو د چا په لاس كې دى ؟

هو! هغه خداى پرېښوول، چې ځواک او ناپايه پوهه لري او په هغوى پسې ورتلل،چې له لاسه يې هيڅ نه كېږي، پر انسانيت تر ټولو ستر ظلم دى .

له جماد،انسان او له عاجزه غوښتل د هوښيار كار نه دى. په قران كې د تاريخ او كيسو راوړو يوه موخه هم د شرك د جرړو وچول دي .

﴿۱۴﴾ وَوَصَّيْنَا الْإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ حَمَلَتْهُ أُمُّهُ وَهْنًا عَلَى وَهْنٍ وَفِصَالُهُ فِي عَامَيْنِ أَنِ اشْكُرْ لِي وَلِوَالِدَيْكَ إِلَيَّ الْمَصِيرُ= او موږ انسان ته د خپل مور و پلار په اړه سپارښتنه كړې ده، مور يې د كمزورۍ له پاسه د بلې كمزورۍ په حال كې په ګېډه كړ (د اميندوارى پر وخت هر ورځ له نوي كړاو سره مخامخېده) او تر دوو كالو وروسته يې له تي بېلول دي (هو هغه ته مو سپارښتنه وكړه) چې زما او د خپل مور و پلار شكر پر ځاى كړه، چې (ستاسې د ټولو) راګرځېدل زما پر لور دي.

ټكي :

د (( وهن )) كلمه د جسماني کمزورۍ پر مانا ده؛ لكه چې د (توهين) كلمه د شخصيت د کمزورۍ پر مانا ده .

د احسان كړۍ تر انفاقه پراخه ده؛ په احسان كې هر ډول مينه او چوپړ شاملېږى؛ خو معمولا انفاق مالي كارونو ته پكارېږي .

په قرآن كې له والدينو سره احسان د توحيد ترڅنګ راغلى دی.

(وَقَضَى رَبُّكَ أَلآ تَعْبُدُواْ إِلآ إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا (44)*

په دې آيت كې لومړى له والدينو سره پر احسان سپارښتنه شوې او بيا يې د مور د اميندوارۍ دوران ته اشاره کړې ده، څو د انسان اخلاقي وجدان را وهڅوي او ور پرياد كړي،چې تېر وخت هېڅكله هېر نه کړې،چې مور يې په ګېډه ګرځولى، خپلې شيدې يې ورکړي او هوساينې ته يې پر ځان ژوند او خواړه تنګ كړي ول، چې هيڅ څوك چمتو نه وو،چې داسې زحمتونه ورته وګالي او داچې ډېرى وخت د مور حق ضايعېږې او يا داچې د مور حق تر پلاره ډېر دى؛ نو خداى د مور په باب ځانګرې سپارښتنه كړې ده .

پيغامونه :

1- بايد د حق خبره ومنل شي؛كه د خداى بنده (لقمان) كړې وي كه پخپله خداى (وَصَّيْنَا ) .

2- هر انسان په هر مقام او په هرو شرايطو كې،چې وي؛نو د موروپلار حق يې پر غاړه وي. (وَوَصَّيْنَا الْإِنسَانَ) د ( الا نسان) په ټكي كې ټول خلك راځي .

3- د والدينو درناوى يو انساني حق دى او يوازې اسلامي نه دى؛ ان د كافرو د والدينو هم بايد درناوى وشي. (وَوَصَّيْنَا الْإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ) .

4-هغه چې زيات زحمتونه ګاللي؛نو بايد نوم يې هم بيل ياد شي (بِوَالِدَيْهِ – أُمُّهُ ) .

5- بايد عامو حکمونو ته استدلال هم عام وي . دلته د مور اميندواري راغلې، چې په ټولو انسانانو پورې اړه لري او هر انسان مور لري .(حَمَلَتْهُ أُمُّهُ)

6- په دې پلمه، چې د مور حمل اخستل يوه طبيعي وګړنۍ مساله ده؛ نو كه ورسره دې له احسان كولو ډډه وكړه؛نو دا سمه خبره نه ده،چې د مور حمل اخستل طبيعي چار دى،موږ دنده لرو،چې خپلې مور ته په درنه سترګه وګورو او له زحمتونو يې مننه وكړو (حَمَلَتْهُ أُمُّهُ) .

7- بايد خپل تېر وخت راياد كړو،چې د شكر ايستنې روحيه مو را ژوندۍ شي (حَمَلَتْهُ أُمُّهُ) .

8- د حمل او شيدو وركولو دوران پر اولاد د مور حق دی او د اولاد شخصيت جوړونكى مهال دى . (حَمَلَتْهُ أُمُّهُ…… وَفِصَالُه)

9- كړاى شو په دوو كالو كې ماشوم د مور له تي بيل كړو او واجبه نه ده، چې حتماً دې تر دوو كالو وروسته له تي بېل شي.

د ((فصال)) ټكى د مور له تي د ماشوم بيلول دي .

10- د دندې په تر سره كولو كې زحمتونه ګالل د حق د پيدايښت سرچينه ده او هغوى،چې د بدن له کمزورۍ او ستومانۍ سره دنده پر غاړه اخلي؛ نو پر موږ يې حق لا نور هم زياتېږى. (وَهْنًا عَلَى وَهْنٍ)

11- له مور و پلار مننه او ورته پر درناوي كتل ،خداى ته په درنه سترګه كتل دي. (أَنِ اشْكُرْ لِي وَلِوَالِدَيْكَ) د خد اى تر شكر وروسته له والدينو مننه مطرحېږي .

12- زموږ د ټولو ورتګ د خداى پر لوري دی؛ نو والدينو ته په سپكه سترګه له كتو وډار شئ. (إِلَيَّ الْمَصِيرُ) .

13- د خداى حق د والدينو تر حقه مخكې دی. (أَنِ اشْكُرْ لِي وَلِوَالِدَيْكَ) له مور و پلار مننه مو د خداى له مننې غافل نه كړي.

اوس د آيت دوو پيغامونو ( له خدايه مننه او له والدينو سره احسان) ته لنډه كتنه لرو :

 

له مو ر و پلا ر سره احسان

د بقرې د سورت په 83 آيت، د نسا ء په 36 آيت ، انعام د سورت په 151 آيت او د اسراء د سورت په 23 آيت كې له والدينو سره د احسان خبره راغلې ده ؛ خو د لقمان په سورت كې له والدينو سره احسا ن د الهي وصيت په بڼه راغلی دى .

د قرآن په ډېرو ځايونو كې له مور و پلار سره احسان د خداى له مننې سره يو ځاى راغلی او همداسې د مور زحمتونو ته هم پكې اشاره شوې ده.

د والدينو مقام دومره اوچت دى،چې په بل آيت كې وايي: كه والدينو دې        كوښښ وكړ،چې تا شرك ته راواړوي؛ نو لاروي ترې مه كوه؛خو بيا هم بايد ورسره ښه چلن وكړئ؛يعنې ان هغه مهال،چې له والدينو لاروي هم بايد      ونشي؛ نو پرېښوول يى نه دي پكار!

هو! د والدينو درناوى يو انسانى حق دى؛ نه لنډ مهالى.

په روايتونو كې راغلي،چې له والدينو سره احسان په هر حال كې لازم دي؛ كه هغوى ښه وي كه بد،كه مړه وي او كه ژوندي.

وليدل شو، چې پېغمبر اکرم (ص) د خپلې رضاعي خور د رضاعي ورور په پرتله ډېر درناوى كاوه. ددې كار دليل ترې وپوښتل شو؟پېغمبر اکرم (ص) وويل : ځكه د ا خور د والدينو ډېر درناوى كوي.(45)*

په قرآن كې وايو: حضرت يحيى (ع) او حضرت عيسى (ع) دواړو ته دنده وركړل شوې وه، چې د خپلو مورګانو درناوى وكړي.(46)*

پېغمبر اکرم (ص) : په اول وخت كې تر لمونځ كولو وروسته د مور و پلار له درناوي بل غوره چار نشته.(47)*

د كربلا په ميدان كې يو پلار شهيد شو او زوى يې د امام حسين مرستې ته راغى ،امام حسين ورته وويل : ځه ولاړ شه!ځكه مور دې د مېړه داغ او غم ليدلى او ښايي ستا د شهادت غم ونشي زغملاى .

ځوان ورته وويل : مور مې ميدان ته رالېږ لى يم.(48)*

د والدينو د مانا پراختيا

د اسلام په فرهنګ كې اسماني لارښود، ښوونكي، روزنكي او خُسر ته هم پلار ويل كېږي .

د پېغمبر اکرم (ص) د ژوند وروستۍ شېبې وې،چې حضرت علي (ک) ته يې وويل : خلكوته ولاړ شه او پر لوړ غږ ورته ووايه : د خداى لعنت دې پر هغوى وي،چې مور و پلار يې عاق كړى وي،د خداى لعنت دې پر هغه مريي وي، چې له خپل باداره تښتي .د خداى لعنت دې پر هغه وي،چې د مزدور او اجير تنخواه نه وركوي .

حضرت علي (ک) راغى او په خلكو كې يې پر لوړ غږ دا هر څه وويل او ستون شو.

ځينو اصحابو دا يو ساده پيغام وګاڼه، ويې ويل : موږ پخوا هم د والدينو د درناوي،مريي ،بادار او مزدور په باب ډېرى خبرې اورېدلې وې؛ نو پېغمبر اکرم ولې دامهال دا پيغام راولېږه ؟

پېغمبر اکرم (ص) چې پوه شو خلك يې د پيغام پر مانا سم نه دي پوه شوي؛ نو بيايې حضرت علي (ک) ولېږه، چې خلكو ته ووايې : د والدينو له عاقېدو مې مطلب د اسماني لارښود عاقېدل دي. علي ! زه او ته د دې امت پلرونه يو او څوك چې زموږ اطاعت و نه کړي؛نو له موږ به عاق وي . زه او ته د دې خلكو مولى يو او څوك چې له موږه وتښتي؛ نو د خداى پر قهر دې ككړ شي . زه او ته د دې خلكو لارښوونې ته اجير شوي يو او څوك چې د اجير حق ورنه کړي؛ نو د خداى پر عذاب به ككړ شي .

د خداى شكر

خداى زموږ عبادت او شكر ته اړتيا نه لري او قرآن هم ډېر ځل دې خبرې ته اشاره كړې،وايې : خداى له تاسې مړه خوا دى.

فَإِنَّ رَبِّي غَنِيٌّ كَرِيمٌ- فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ حَمِيدٌ-.(49)*

هغه ته پام او توجه زموږ د عزت لامل دى؛لكه څرنګه چې لمر موږ ته اړتيا نه لري او دا موږ يو، چې كه كورونه مو مخ په لمر جوړ كړل؛نو كور به مو رڼا وي .

په قرآن كې خداى انبياء دې ته هم ستايلي،چې د شكر ايستنې روحيه يې درلوده؛ د بېلګې په توګه : له حضرت نوح (ع) سره ميرمنې ،زوى او خلكو بې وفايې وكړه؛ خو هغه صبر وكړ او خداى هم د هغه شكر ياد كړى او ورته يې شاكر ويلى دى. (عَبْدًا شَكُورًا)(50)*

حال دا چې خداى ډېر ځل د خلكو له ناشكرۍ هم ګيله كړې؛البته له خدايه د شكر توفيق بايد وغواړو؛ لكه چې حضرت سليمان (ع) له خدايه وغوښتل: رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيَّ )(51)*

زموږ ډېرى هغه نعمتونو ته پام وي ،چې د ورځې ورسره سرو كار لرو؛ خو له ډېرو نعمتونو غافله او بې خبره يو؛ لكه څه چې له مورو پلاره رارسېدلي دي؛مانيز نعمتونه،ډول ډول بلاګانې ،چې رانه لرې كېږى،پر خداى او پېغمبرانو يې ايمان، له كفر فساد او ګناه كركه،چې خداى هم په دې اړه په قرآن کې وايي: حَبَّبَ إِلَيْكُمُ الْإِيمَانَ وَزَيَّنَهُ فِي قُلُوبِكُمْ وَكَرَّهَ إِلَيْكُمُ الْكُفْرَ وَالْفُسُوقَ وَالْعِصْيَانَ (52)*

الهي شكر كله په ژبه وي او كله په عمل ،په حديث كې راغلي : چې د خداى له نعمتونو يو نعمت در ياد شي؛ نو شكرانې ته يې سجده وكړئ، ان كه پر اس سپاره ياست او كه دا كار مو نشو كړاى؛ نو پر هماغه اس سجده وكړئ او كه دا كار موهم نشو كړاى؛ نو خپل تندى پر خپل ورغوي ولګوئ او د خداى شكر ادا كړئ.(53)*

د عملي شكر بېلګې

1- لمونځ د خداى د شكر غوره بېلګه ده.

خداى خپل استازي ته وايي: داچې كوثر او خورا خير مې دركړ؛ نو شكرانې ته يې لمونځ وكړه. (إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ، فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ)(54)*

2- روژه؛لكه چې الهي پېغمبرانو د خداى د نعمتونو شكرانې ته روژې نيوې.(55)*

3- د خلكو خدمت؛ قرآن وايي : كه يو نالوستى د خط ليكلو غوښتنه وكړه؛ نو “نه” ورته مه كوئ او د سواد شكرانې ته ورته خط وليكئ (وَلاَ يَأْبَ كَاتِبٌ أَنْ يَكْتُبَ كَمَا عَلَّمَهُ اللّهُ)(56)*

دلته خط ليكل خلكوته يو ډول خدمت دى،چې د سواد يو ډول شكر ګنل كېږى .

4- قناعت؛پېغمبر اکرم (ص) وويل : قانع وسه،چې له شكر كوونكيو وسې.(57)*

5- د پلار مړي پر سر لاس راښكل؛خداى پېغمبر اکرم ته وايې : د يتيم والي او دې ته ،چي تا ته مو ” ماوا ” دركړه؛ نو شكراني ته يې له خپل څنګه يتيم مه شړه (فَأَمَّا الْيَتِيمَ فَلَا تَقْهَرْ )(58)*

6- له بېوزليو او بې برخو سره مرسته؛ خداى پېغمبر اکرم ته وايي : داچې اړين او محتاج وې او غني مو كړې؛ نو شكرانې ته يې،چي فقير درغى؛ نو مه يې شړه (وَأَمَّا السَّائِلَ فَلَا تَنْهَرْ)(59)*

7- له خلكو مننه؛خداى پېغمبر اکرم ته وويل : د زكات وركوونكيو هڅونې او تشويق ته پر هغوى درود وايه؛ځكه درود دې دهغوى د زړه ټكور دى. (وَصَلِّ عَلَيْهِمْ إِنَّ صَلاَتَكَ سَكَنٌ لَّهُمْ وَاللّهُ)(60)*

له خلكو مننه له خدايه مننه ده او په روايت كې راغلي: چا چې د مخلوق شكر ادا نه کړ؛نو د خداى شكر يې نه دى ادا كړى .(61)*                                                  

ترخې او ناوړه پېښې هم شكر غواړي

قرآن وايې : ډېر څيزونه ،چې نه مو دي خوښ؛خو په حقيقت كې پر ګټه مو دي او ډېر داسې څېزونه دي،چې خوښ مو دي؛ خو ستاسې پر ضرر دي.

((كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَّكُمْ وَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ وَعَسَى أَن تُحِبُّواْ شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَّكُمْ وَاللّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ= د خداى په لار کې د جهاد (او جګړې) امر درته شوى دى؛ خو ښه به يې نه ګڼئ، ډېر داسې چې څه خوښ مو نه وي درته ښه وي ؛ او يا مو چې څه خوښ وي؛ درته بد وي او خداى پوهېږي او تاسې نه پوهېږئ . (62)*

كه پوه شو؛ نو نور تر موږ ډېرى ستونزې لري .

كه پوه شو؛ نو ستونزې مو پام خداى ته وراړوي .

كه پوه شو؛ نو ستونزې دي،چې غرور مو ماتوي .

كه پو شو؛نو ستونزې دي، چې پام مو دردمنو ته هم وراړوي .

كه پو شو؛نو ستونزې دي،چې فكر مو دفاع او ابتكار ته وراړوي.

كه پو شو؛ نو ستونزې دي، چې د پخوانيو نعمتونو ارزښت راښيئ .

كه پو شو؛ نو ستونزې دي؛ چې د ګناهونو كفاره ده .

كه پو شو؛ نو ستونزې دي،چې په آخرت كې د ثواب لامل ګرځي .

كه پو شو؛ نو ستونزې دي ، چې راته قيامت رايادوي .

كه پو شو؛نو په ستونزو كې انسان خپل صبر ازمېيي او دوستان پېژنداى شي.

كه پو شو،چې تر دې ستره ستونزه راپېښداى شي؛ نو پوه به شو، چې دا دواړه واړه غمونه هم پخپل ځاى كې ارزښت لري او خواږه دي .

د خداى يو ولي ته وويل شول : د خداى شكر پر ځاى كړه.

ورته يې وويل : زه يې شكر نشم پر ځاى كولاى!

خطاب راغى: غوره او ښه شكر همدا دى ،چې منښته وكړې ،چې د شكر كولو وس يې نه لرم .

﴿۱۵﴾ وَإِن جَاهَدَاكَ عَلى أَن تُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا وَصَاحِبْهُمَا فِي الدُّنْيَا مَعْرُوفًا وَاتَّبِعْ سَبِيلَ مَنْ أَنَابَ إِلَيَّ ثُمَّ إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ= او كه دا دواړه هڅه وكړي، چې ته راسره داسې څه شريك كړې، چې په اړه يې نه پوهېږې (؛بلكې پوهېږې چې باطل دى)؛نو اطاعت يې مه كوه؛ خو په دنيا كې له دواړو سره غوره چلن كوه او د هغو كسانو د لارې لاروي وكړه، چې زما لوري ته راګرځېدلي، بيا تاسي ټول زما لوري ته راګرځئ؛نو ستاسې دکړنو(له حقيقت او پايلو) به مو خبر كړم ))

ټكي:

په قرآن كې اطاعت درې ډوله دى .

1- له خداى،پېغمبر او اولی الامره مطلق اطاعت .

( اطيعوا الله و اطيعوا الرسول و اولى الامر منكم )(63)*

2-له كافرانو ،منافقانو ،مفسدانو، ګناهكارانو او له ظالمانو مطلق اطاعت نه كول.

(وَلَا تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَالْمُنَافِقِينَ)(64) وَلَا تُطِعْ مِنْهُمْ آثِمًا أَوْ كَفُورًا)(65)*

3- له والدينو مشروط اطاعت؛يعنې كه ګټور او مباح حکم يې دركړ؛ نو و يې منه؛ خو كه بې له خدايه يې بل ته رابللې؛نو مه يې منه .

پيغامونه:

1- انسان په فطري توګه توحيد ته لېوال دى (جَاهَدَاكَ) .

2- د كلياتو د ويلو تر څنګ، بايد جزئياتو ته هم پام ولرو. (جَاهَدَاكَ عَلى أَن تُشْرِكَ).

له مور و پلار د اطاعت په څنګ كې ( وصيا الانسان) ،د والدينو احتمالي انحرافاتو ته هم بايد پا م ولرو (جَاهَدَاكَ عَلى أَن تُشْرِكَ).

3- شرك هيڅ ډول علمي او فلسفي بنسټ نه لري. (لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا) .

4- په پټو سترګو لاروي منع ده. (مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا)

5- د خداى حق له ټولو حقونو،ان تر مور و پلاره مخكې دى (فَلَا تُطِعْهُمَا) .

6-چې له چا بېلګه اخلو؛نو بايد مناسبه بيلګه يې ځايناستې كړو (فَلَا تُطِعْهُمَا… وَاتَّبِعْ ) .

7- په انحرافي ځايونو كې له مور و پلا ر لاروي نه ده پكار؛خو په عادي ژوند كې يې درناوى پكار دى. (فَلَا تُطِعْهُمَا وَصَاحِبْهُمَا فِي الدُّنْيَا مَعْرُوفًا)

8- ښه كار په هيڅ حال كې بايد پرې نه ښوول شي (فَلَا تُطِعْهُمَا وَصَاحِبْهُمَا فِي الدُّنْيَا مَعْرُوفًا) .

9- د ژوند تر پايه بايد د مور و پلار درناوى وشي (ان كه مور و پلار مشركان هم وي ) (وَصَاحِبْهُمَا فِي الدُّنْيَا مَعْرُوفًا) .

10-رښتيني توبه كوونكي او مؤمنان د بېلګه كېدو ورټيا لري . (وَاتَّبِعْ سَبِيلَ مَنْ أَنَابَ إِلَيَّ) .

11- كله په ژوند كې د عقېدې او كورنۍ ترمنځ توپير او بېلښت پكار دى؛ نو بايد په د نيوي ژوند كې له والدينو سره وسو؛خو لاروي له صالحانو وكړو (وَاتَّبِعْ سَبِيلَ مَنْ أَنَابَ إِلَيَّ) .

12- پر معاد ايمان له خدايه د انسان د اطاعت او د چارو د سمونې ضمانت كوونكی دی. (إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ)

﴿۱۶﴾ يَا بُنَيَّ إِنَّهَا إِن تَكُ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِّنْ خَرْدَلٍ فَتَكُن فِي صَخْرَةٍ أَوْ فِي السَّمَاوَاتِ أَوْ فِي الْأَرْضِ يَأْتِ بِهَا اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ لَطِيفٌ خَبِيرٌ= يه زما زويکه! كه د اوري ( غوښتو) د دانې هومره (نېك يا بدعمل) وي او په كوم لوى ګټ (پر ښه) يا د اسمانو او ځمكې (په څنډه) كې (پټ) وي؛ نو خداى به يې (د قيامت پر ورځ د حساب لپاره) راوباسي [ځكه] چې خداى ژور ليدونكى (او) له هر څه ښه خبر دى.

ټكى:

( ورى) يو بوټى دى ، چې وړې او نرۍ دانې لري او څوك چې د كوم وړوكي څېز مثال راوړي؛ نو د وري د دانې نوم اخلي.

پيغامونه:

1- د اولاد پام د خداى ځواک او پوهې ته را اړول د حكمت نښه ده . (آتَيْنَا لُقْمَانَ الْحِكْمَةَ – يَا بُنَيَّ)

2- په موعظه كې هر سپارښت ته بايد د مخاطب نوم تكرار شي؛ لكه په دې سورت كې د “يابنى” او د مريم په سورت ( 40 -45آيتونو) كې د (يا ابت كلمو تكرارول ).

3-   پر قيامت د انسان ګروهه د اعمالو د سمونې سرچينه ده . (إِن تَكُ مِثْقَالَ حَبَّةٍ- يَأْتِ بِهَا اللَّهُ )

4- د وري كوچنى والى،د ډبرې كلك والى، د اسمانونو او ځمكې لرېتوب او وركېدل، د خداى په علم او د عمل پر احضار اغېز نه لري. (يَأْتِ بِهَا اللَّهُ)

5- خداى له هر څه خبر او پر ټولو بر لاسى دى. (يَأْتِ بِهَا اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ لَطِيفٌ خَبِيرٌ)

6- د انسان کړنې په دې دنيا كې له منځه نه ځي. (يَأْتِ بِهَا اللَّهُ)

7- د خداى حساب دقيق دى؛ځكه چې لطيف دى. (لَطِيفٌ خَبِيرٌ)

﴿۱۷﴾ يَا بُنَيَّ أَقِمِ الصَّلَاةَ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنكَرِ وَاصْبِرْ عَلَى مَا أَصَابَكَ إِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ= يه زما زويکه! لمونځ ادا کړه او پر نېكيو امر او له بديو منع كوه او هر کړاو، چې درباندې راشي، و يې زغمه چې دا له سترو چارو دي.

ټکي :

د لته له عزم مطلب د خداى غوڅه اراده يا د چارو پاى ته رسولو ته هوډ او د ارادې پر لزوم ټينګاركوي .

سره له دې،چې په قرآن كې په 28 ځايونو كې د لمونځ ترڅنګ زكات راغلى؛خو دلته د لمونځ ترڅنګ پر نېکيو امر او له بديو منع راغلى،ښايي دا هم دې ته وي،چې اولاد ته خطاب شوى دى او اولاد عموما دومره شتمني نه لري،چې زكات يې وركړي. (أَقِمِ الصَّلَاةَ…. أْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ)

حضرت علي (ک) وايي : پر نېکيو امر او له بديو د منع په لار كې،چې كړېږئ؛ نو صبر كوئ.(66)*ْ

پيغامونه:

1- د والدينو يوه دنده دا ده،چې اولاد ته د لمونځ سپارښتنه وكړي.(يَا بُنَيَّ أَقِمِ الصَّلَاةَ)

٢-دنننی پاكوالی،له شركه لرېتوب او بيارغونه په لمونځ پيل كړئ (لَا تُشْرِكْ – أَقِمِ الصَّلَاةَ)

2- خپل اولاد لمونځ ته په رابللو مؤمن وروزئ او پر نېکيو امر او له بديو د منع له لارې ټولنې ته مسؤولين وروزئ. (يَا بُنَيَّ أَقِمِ الصَّلَاةَ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنكَرِ )

3- پر نېكو امر او لمونځ كول يوازې په اسلام پورې اړوند نه دي.(يَا بُنَيَّ أَقِمِ الصَّلَاةَ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ)

4- د خپل اولاد پوهه دومره زياته كړئ ،چې نېکۍ او بدۍ وپېژني، چې پر نېکيو امر او له بديو منع وكړاى شي (يَا بُنَيَّ – وَأْمُرْ)

5- مبداء او معاد ته تر پام وروسته ډير مهم عمل لمونځ دى . (أَقِمِ الصَّلَاةَ)

6- څوك چې په ټولنه كې پر نېکيو امر او له بديو منع كوي؛نو د لمونځ له لارې دې ځان جوړ كړي او ځان د ايمان د چېنې پر يخو اوبو موړ كړي. (أَقِمِ الصَّلَاةَ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ )

7- خپل اولاد داسي وروزئ، چې تل پر نېکيو امر او له بديو منع وكړي. (وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ )

8- ښو ته رابلل،تل له بدو تر منع مخكې دي. (وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنكَرِ ) او همداچي ښو چارو په ټولنه كې وده وكړه؛نو دا كار پخپله د ډېرو بدوچارو مخه نيسي .

9- دا بسيا نه ده،چې ته يوازې پر حقه يې؛بلكې نور هم حق ته راواړوئ (وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ )؛لكه څنګه چې د عصر په سورت كې وايو 🙁 الذين آمنو وعملوا الصالحا ت وتواصوا بالحق )

10- د ين او ښو چارو ته د خلكو په را اړولو او له بدو په منع كې بايد له لوى سينې كار واخلو (وَاصْبِرْ عَلَى مَا أَصَابَكَ) او چې موږ له بديو منع کوو؛ نو دا كار له ډېرو پېغورونو سره يو ځاى دى،چې موږ ته صبر پكار دى .

11- بايد په مصيبت كي له صبر كار واخستل شى. (وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُم مُّصِيبَةٌ ) (67)*

د دندې په سرته رسونه کې بايد صبر وشي (وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنكَرِ وَاصْبِرْ عَلَى مَا أَصَابَكَ ) او د ګناه پر وړاندې هم بايد صبر وشي؛لكه حضرت يوسف (ع) چې په زندان كې وويل : (رب السجن احب الى ) خدايه زندان راته تر هغه ګناه ډېر غوره دی، چې ما پرې تورنوي او تردې،چې ويې ويل : إِنَّهُ مَن يَتَّقِ وَيِصْبِرْ فَإِنَّ اللّهَ لاَ يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ / يوسف/90)(68)*

12- يو حكيم پلار خپل اولاد ته د سختۍ او كړاو پر ور رسېدو راضي كېږى؛ خو خپل ښوونځي ته هېڅکله زيان نشي زغملاى،چې د فساد پر وړاندې چوپه خوله كېناستل دي : (وَانْهَ عَنِ الْمُنكَرِ وَاصْبِرْ عَلَى مَا أَصَابَكَ) .

13- پر نېکيو امر او له بديو منع ډېره مهمه مسئاله ده،چې كه په دې لار كې انسان ته هر څه ورسي او صبر وكړي؛نو ډېر ارزښت لري.( إِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ) .

داچې په دې آيت كې لمونځ او پر نېکيو امر او له بديو منع ته اشاره شوې؛ نو موږ هم ورته يوه لنډه كتنه كړې ده.

لمونځ ؛له خداى سره تر ټولو ساده،ژوره او ښه اړيکه ده،چې په ټولو اديانو كې وه. لمونځ يوازېنى عبادت دى،چې بايد په خوږ غږي مؤذن ورته  مسلمانان راوبلل شي .

د لمونځ پر ارزښت به هله پوه شې، چې حضرت ابراهيم عليها السلام په هغه وچه بې اوبو بيديا كې د خپلې ښځې او زوى د پرېښوولو موخه د لمونځ كول ښوولي دي؛نه حج كول .

امام حسين د عاشورا پر ماسپښين دوه ركعته لمونځ ته خپله سينه غشيو ته ونيوه.

قرآن حضرت ابراهيم (ع) او حضرت اسمعيل (ع) ته حکم كوي، چې مسجدالحرام لمونځ كوونكيو ته چمتو او پاك كړي.

لمونځ دومره مهم دى،چې حضرت زكريا (ع)،حضرت بي بي مريم ،حضرت ابراهيم (ع) او حضرت اسمعيل (ع) د لمانځه د ځاى او جومات خادمان ول.

لمونځ د ټولو اعمالو د قبلېدو كونجي ده .

يو ديني مشر وايي : خپل غوره وخت دې لمونځ ته بيل كړه او پوه شه،چې ټول كارونه دې د لمونځ تر سيوري لاندې قبلېږي (690)*

يهوديان يو لوري ته او مسيحيان بل لوري ته عبادت كوي. كعبه د مسلمانانو خپلواكه قبله كېږي،چې په جهت ګيرۍ او لوري كې يې استقلال خوندي شوى وي .

په لمونځ كې به هله د نورو حقوقو ته ورسېږئ، چې كه د لمونځ كوونكي په بدن كي يو غصب شوی تار هم وي؛نو لمونځ يې نه قبلېږي.

په لمونځ كي به سياست ته پام كولو ته هله ورسئ،چې په روايتونو كې راغلي : چاچې د اسلام پر اصولو ولاړه مشري نه وي منلي؛نو لمونځ يې نه قبلېږي.

په لمونځ كې به روغتيايي پاملرنې او نظم ته هله ورسئ، چې بايد د جمې د لمونځ صفونه منظم وي او په پاك ځاى كې لمونځ وشي .

په لمونځ كې خداى ته توبه كېږي،معاد ته پام را اړوي (مالك يوم الدين)، د لارې ټاکنې ته پام را ګرځي ( اهدنا الصراط لمستقيم )،د دوستانو ټاکنې ته پام راګرځي (صراط الذين انعمت عليهم )، له بې لاريو او پر قهر ككړ شويو ډډه كول (غيرالمغضوب عليهم و لضالين )،نبوت او د پېغمبر اکرم اهل بيتو ته پام رااړول كېږي. ( الهم صل على محمد و على آل محمد كما صليت على

ابراهيم و على آل ابراهيم ) ( السلام علينا وعلى عباد الله الصالحين) لمونځ پاكو او روغتيايي خوړو ته ځانګړې پاملرنه لري،چې په حد يث كې راغلي: كه چا شراب وڅښل؛ نو څلوېښت ورځې يې لمونځ قبول نه دى،په لمونځ كې ظاهري ښايست ته پام كولو ته به هله ورسئ،چې لمانځه ته ښايسته جامې او عطر استعمالول پکار دي او ان ښځى دې په لمونځ كې خپلې ګاڼى هم ولري .په كورني ژوند کې به د لمانځه اهميت ته به هله ورسئ، چې په حديث كې راغلي : كه ښځه او مېړه سره وران شي او يا يو بل وځوروي او يو بل ته ورانه خوله وخوځى؛ نو د يو به هم لمونځ قبول نه وي .

پر نېکيو امر او له بديو منع

ا مر با المعروف؛ يعنې پر نېکيو امر او نهى عن المنكر؛ يعنې له بدو منع .

ددې دوو دندو سرته رسول په كوم ځانګړي عمر پورې اړه نه لري؛ ځكه لقمان حکيم خپل زوى ته وويل : (بُنَيَّ أَقِمِ الصَّلَاةَ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنكَرِ)

پر نېکيو امر له خپل دين سره د ميني نښه ده،له خلكو سره د ميني نښه ده،د ټولنې له روغتيا سره مينه ده ،د بيان د آزادۍ نښه ده،ديني غيرت دى،له خلكو سره د روښانه اړيکې نښه ده،د ويښ فطرت او د عمومي نظارت نښه ده او راښيي،چې خلك تل په صحنه كې حاضر دي.

پر نېکيو امر او له بديو منع د نېكانو د تشويق او هڅونې لامل ګرځي، ناپوهه پوهوي ،له ناوړه كارونو مخنيوى كوي او د ټولنيز انظباط لامل ګرځي .

قرآن وايى : تاسي تر ټولوغوره امت ياست؛ځكه پر نېکيو امر او له بديو منع کوئ. (70)*

يو عالم وايي : پر نېکيو امر او له بديو منع د ټولو په ګټه دى.

په يوه حديث كې وايو: څوك چې د يوې بدۍ مخه ونه نيسي؛نو مثال به يې د هغه چا په څېر وي،چې يو ټپي يې پر سړك يوازې پرېښې وي . (71)*

د حضرت داود (ع) او حضرت عيسى (ع) په څېر پېغمبرانو پر هغوى لعنت وايه،چې له بديو يې منع نه کوله . لُعِنَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن بَنِي إِسْرَائِيلَ عَلَى لِسَانِ دَاوُودَ وَعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ ذَلِكَ بِمَا عَصَوا وَّكَانُواْ يَعْتَدُونَ (72)*

د امام حسين پاڅون هم پر نېکيو امر او له بديو منع ته و.(73)*

په يوه حديث كې راغلي : پر نېکيو امر او له بديو منع له لارې ټول واجبات پر ځاى كېداى شي.(74)*

قرآن وايي : په هره ناسته كې،چې الهي آيتونو ته سپکاوى كېږي؛نو بهر ترې ووځئ، چې بحث بدل شي.(75)*

ا نسان هم بايد د زړه له كومې د ګناه له ترسره كېدو خپه وسي او هم پر ژبه خلك له ګناه منع کړي او د قرآن او قانون پر پلي کېدو يې مخه ونيسي .

كه څوك مو ښه كار ته راوباله؛نو د هغه د ښه كارونو په ثواب كې مو برخه شته دى؛خو همداسې كه د فساد،خرافاتو او ګناه پر وړاندې چوپ شو؛نو فساد به ورو ورو وده وكړي او پر ټولنه به مو مفسدان واكمن شي .

د ګناه پر وړاندې چوپتيا به ددې لامل شي،چې ګناه به په ټولنه كې عادي شي،ګنهكاران به جرات پيدا كړي ،شيطان به راضي شي او خداى به غوسه شي.

پر نېکيو امر او له بديو منع د (الله) له لوري راسپارل شوې دنده ده او دا خبرې څه مانا نه لري ،چې د نورو ګناه په موږ پورې څه اړه لري ، د خلكو د آزادى مخه نه نيسو،زه وېرېږم،شرمېږم، پر يو ګل نه پسرلى كېږي،يا ووايو: “عيسى به دين خود او موسى به دين خود”،هر څوك پخپل قبر كې سملي، چې نور شته؛ نو ماته څه اړتيا ده، پردې كار به مې دوستان رانه خپاره او خپه شي.

دا خبرې هيڅ كله ددې لامل نه ګرځي، چې زموږ له اوږو دا دنده راكوزه شي؛البته ياد مو دي، چې پر نېکيو امر او له بديو منع بايد پر پوهې، زړه سوي، د عقل له مخې او حتى المقدور پټ وشي، بايد موږ پخپله يو چاته خبره وكړو ياچې پوه شو خبره مو اغېز نه لري؛نو بايد له نورو وغواړو،چي هغوى ورته لارښوونه وكړي،ان كه لنډ وخت ته هم د ګناه مخنيوى كړاى شو؛نو بايد دا كار وكړو او كه په بيا بيا ويلو د فساد مخه نيواى شو؛ نو بيا هم له مبارزې لاس وانخلو !

﴿۱۸﴾ وَلَا تُصَعِّرْ خَدَّكَ لِلنَّاسِ وَلَا تَمْشِ فِي الْأَرْضِ مَرَحًا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُورٍ=(په كبر) له خلكو مخ مه اړوه، په ځمكه كې خيالولى مه ځه[؛ځكه] چې خداى هېڅ مغرور وياړن نه خوښوي.

ټكي:

( تصعير ) يو ډول ناروغي ده ،چې اوښ پرې اخته كېږي او څټ يې كږيږي .

لقمان خپل زوى ته وايي: ته هم د تكبر له مخې د ناروغ اوښ په څېر مخ له خلكو مه اړوه .

((مترح)) د زياتې خوشحالى پر مانا دى،چې له زيات مال او مقامه راولاړيږي.((مختال)) هغه چا ته ويل كېږى،چې د خيالاتو او توهماتو له مخې ځان له نورو غوره ګڼي او( فخور) د وياړن پر مانا دى .

تكبر هم خلكو ته سپكاوى دى او هم په خلكو كې د كينې د ودې لامل ګرځي او زړې دنننۍ كينې راتازه كوي .

په حديث كې راغلي : څوك چې په تكبر پر ځمكه ځي ،ځمكه او ټول ژوي پرې لعنت وايي.( تفسير نور الثقلين )

پيغامونه:

1- له خلكو سره پر ورين تندي چلن پكار دى. (وَلَا تُصَعِّرْ خَدَّكَ)

2- تكبر منع دى؛ان په تګ كې. (وَلَا تَمْشِ فِي الْأَرْضِ مَرَحًا)

3- خلكو ته ووياست،چې خداى پر ښو كارونو خوشحالېږي او پر بدو خپه كېږي (إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ).

4- بايد ځان پر وهمونو،جيګو الوتو او خيال پلونو اخته نه کړو (مُخْتَالٍ)

5- پر خلكو وياړ پلورنه مه كوئ.( إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُورٍ)

تواضع

په دې آيت كې لقمان خپل زوى ته وايي : پر ځمكه پر كبر مه ځه.( وَلَا تَمْشِ فِي الْأَرْضِ مَرَحًا ) د حکم په بڼه كې د ښو بندګانو نښه عاجزانه چلن دى . د فرقان په سورت کې د ښـو بندګانو لومړۍ نښه يې پر ځمکه عاجزانه تګ دى (وَعِبَادُ الرَّحْمَنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ هَوْنًا)(76)*

د لمونځ يو راز د خداى پر وړاندې تواضع ده،چې د خپل بدن تر ټولو لوړ ځاى ورته پر ځمكه ږدو .

كه څه هم تواضع له ټولو انسانانو سره لازمه ده؛خو له والدينو، استادانو او مؤمنانو پر وړاندې ډېره پكار ده. له مؤمنانو سره په تواضع چلن د ايمانوالو يوه ستره نښه ده. ( اذله على المؤمنين )(77)*

سره له دې،چې متبكرانو به له پېغمبرانو د نشتمنو د لرې كولو وړانديزونه کول؛خو پېغمبرانو به ويل : موږ به هيڅ كله ورنه لرې نشو .(وما انا لطارد الذين آمنوا ) (78)*

هو! انسان ته غرور څه پكار دى،چې له خاورې پيدا شوى او په راتلونكې كې به هم خاورو ته ځي ؟

ايا د انسان محدود علم پر هېرېدو له منځه نه ځي؟

ايا د انسان ښايست،ځواک،شهرت او شتمني له منځه نه ځي؟

ايا انسان پخپله ټولنه كې بېوزلي او مرګ نه دى ليدلى ؟

نو له دې ټولو خبرو سره، كبر څه پكار دى ؟

قرآن وايي: پر تكبر پر لار مه ځئ،چې ځمكه نه سورۍ كېږي،سر لوړ مه نيسئ ، چې له غرونو نه اوچتيږي . ( ولا تمش فى الارض مرحاً انك لن تخرق الا رض ولن تبلغ الجبال طولا ) .(79)*

د الهي او لياوو د تو اضع بيلګې

1- حضرت محمد (ص) به داسې كېناسته،چې له نور يې هېڅكله ځان غوره نه باله او كه ناپېژندګلو به راغى؛نو پوښتل يې،چې پكې پېغمبر څوك دى.(80)*

2- چې خلك د خوړو چمتو كولو ته وتل؛نو پېغمبر(ص) به هم يوه دنده پر غاړه اخسته او ويل يې چې د خسو راټولول پر ما.(81)*

3- پېغمبر (ص) چې به وليدل تر ځينو لاندې فرش نشته؛ نو خپل څادر به يې ورلاندې اوارو.(82)*

د ساده جامو اغوستل،پر لوڅه سپرلۍ سپرېدل،د شيدو رالوشل، له مريانو سره ناسته پاسته،پر ماشومانو سلام اچول،د جامو او بوټانو ګنډل، د خلكو د مشورې منل،په كور كې جارو وهل،ټولو خلكو ته لاس وركول او خلكو ته پر درنه سترګه كتل د حضرت محمد (ص) خوى او سيرت و.(83)*

4- ځينو مسلمانانو د امام صادق درناوي ته حمام تش كړ؛خو امام صادق يې اجازه ورنه کړه او و يې ويل : دې كار ته اړتيا نشته،د مؤمن ژوند ساده دى او تشريفاتو ته اړتيا نه لري(84)*

5- ډېر كوښښ وشو،چې د امام رضا دسترخوان له مريانو بېل كړي؛خو امام ورسره ونه منله.(85)*

6 -يو سړي، په حمام كي امام رضا ونه پېژنده او ترې يې وغوښتل، چې هغه كيسه كړي . امام رضا هم ورسره ومنله؛خو چې سړي امام رضا وپېژند؛نو بښنه يې وغوښته؛ خو امام رضا ورته تسل وركړ(86)*

7- د تواضع يوه نښه د وړانديز او نيوكو منل دي او په هغه ځاى كې كېناستل دي، چې له شانه يې ټيټ وي .

﴿۱۹﴾ وَاقْصِدْ فِي مَشْيِكَ وَاغْضُضْ مِن صَوْتِكَ إِنَّ أَنكَرَ الْأَصْوَاتِ لَصَوْتُ الْحَمِيرِ=(يه زويکه!) او په تګ كې دې منځلارى اوسه او غږ دې ورو كړه (او كله هم چغې مه وهه) [ځكه] چې تر ټولو بد غږ د خرو غږ دى!

ټكي:

امام حسن وايې: پر بېړه تګ د مؤمن ارزښت كموي.

وګ : ( تفسير نورالثقلين )

په حديث كې راغلي: كه خداى ته په رابللو كې،قرآن پرجګ غږ ولوستل شي؛ نو پروا نه لري. ( تفسير نور الثقلين كې تر پورتني آيت لاندې)

د لقمان په سپارښتنو كې نهه امره،درې منع او درې امرونه او هر يو ته اووه دليله راغلي دي .

نهه امرونه :

* له مور و پلار سره نېكي.

* له خداى او مور و پلاره مننه.

* له مورو پلار سره په پسته ژبه خبرې.

* په ښو او مؤمنو خلكو پسې تلل .

* لمونځ كول .

* پر نېکيو امر.

* له بديو منع .

* په چلن كې منځلاري .

* خپل غږ ټيټ ساتل .

درى نواهي؛

الف: له شركه ځان ژغورل.

ب: له خلكو مخ نه اړول .

ج: په لار پركبرنه تلل ..

اووه دليلونه :

1- ځكه شكر ايستنه د انسان په خپله ګټه ده .( وَمَن يَشْكُرْ فَإِنَّمَا يَشْكُرُ لِنَفْسِهِ)

2- داچې شرك يو ستر ظلم دى؛نو شرك مه كوئ. (إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ)

3- داچې ټول به خداى ته ورستنېږو او بايد ځواب وركړو؛نو بايد د مور و پلار درناوى وكړو. ((إِلَيَّ الْمَصِيرُ)) ((إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ)) .

4- داچې خدای پر هر څه پوه دى؛نو خپلو كړنو ته مو پام اوسه. (إِنَّ اللَّهَ لَطِيفٌ خَبِيرٌ )

5- داچې صبر ارزښت لري؛ نو پراخه سينه ولرئ. (إِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ)

6- داچې كبرجن د خداى ښه نه ايسي؛نو لويي مه كوئ،.(( إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُورٍ ))

7- داچې تر ټولو كركجن غږ د خره دى؛ نو تاسې هم خپل غږ مه او چتوئ. ((إِنَّ أَنكَرَ الْأَصْوَاتِ لَصَوْتُ الْحَمِيرِ)) .

پيغامونه:

1- اسلام يو پراخ او هر اړخيز دين دى،چې ان پر لارې تګ ته هم کړلار لري. (وَاقْصِدْ فِي مَشْيِكَ)

2- په الهي دين كې عقايد او اخلاق يو ځاى نوموتي دي . (لَا تُشْرِكْ بِاللَّهِ…. وَاقْصِدْ فِي مَشْيِكَ) .

3- منځلاري له افراط او تفريطه لرې كېدل او دروند تګ د قرآن سپارښتنه ده (وَاقْصِدْ فِي مَشْيِكَ) .

4- نه يوازې په تګ كې؛بلكې په ټولو چارو كې منځلاري پكار ده (وَاقْصِدْ فِي مَشْيِكَ )

5- خپل غږ جيګ نه کړو، بې ځايه چغې ونه وهو او په پسته ژبه له خلكو سره خبرې وكړو . (وَاغْضُضْ مِن صَوْتِكَ)

6 – غږ لوړول او چغې وهل رټل شوى چار دى . (وَاغْضُضْ مِن صَوْتِكَ إِنَّ أَنكَرَ الْأَصْوَاتِ لَصَوْتُ الْحَمِيرِ)

﴿۲۰﴾ أَلَمْ تَرَوْا أَنَّ اللَّهَ سَخَّرَ لَكُم مَّا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَأَسْبَغَ عَلَيْكُمْ نِعَمَهُ ظَاهِرَةً وَبَاطِنَةً وَمِنَ النَّاسِ مَن يُجَادِلُ فِي اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَلَا هُدًى وَلَا كِتَابٍ مُّنِيرٍ= ولې نه وينئ چې خداى په اسمانو او ځمكې كې ټول څيزونه تاسې ته اېل كړي دي او خپل ښكاره او پټ نعمتونه يې پر تاسې پراخه لورولي او بشپړ كړي دي؟!خو ځينې خلك د خداى په باب، بې له دې چې كومه پوهه او لارښوونه او روښانه كتاب [ولري] ناندرۍ وهي.

ټکي :

((اسباغ)) خپرولو او پراختيا ته وايي .

په دې آيت کې دوه ډوله نعمتونو ته اشاره شوې؛ظاهري نعمتونه؛لکه : روغتيا،روزي،ښکلا او باطني نعمتونه؛لکه : ايمان،معرفت،ډاډ،ښه خوى،غيبي مرستې،پوهه،فطرت،ولايت او ….

شونې ده،چې په آيت کې له پوهې مراد عقلي استدلال-سوليز سول او له هدايت-ښيون مراد،فطري ښيون او له کتابه مراد الهي وحې ده،چې ځينې وګړي پر عقل،فطرت او وحې له استناد پرته څرګندونې کوي.

پيغامونه

1- مخلوقاتو او په ژوند كې د هغوى ونډې ته پام نه كول رټل شوى چار دى. (أَلَمْ تَرَوْا) .

2- مخلوقات موخه لري او د انسان ګټې ته پيدا شوي دي. (سَخَّرَ لَكُم )

3- انسان كړاى شي څه،چې په ځمكه او اسمانونو كې دي ،اېل كړى.(سَخَّرَ لَكُم )

4 – د خداى نعمتونه هم زيات دي (وَأَسْبَغَ) او هم د بندګانو په واک كې دي. (عَلَيْكُمْ ) او هم ډول ډول دي (ظَاهِرَةً وَبَاطِنَةً)

5- انسان ته نه ښايي،چې د خداى باطني نعمتونو له پامه وغورځوي.(أَلَمْ تَرَوْا…. بَاطِنَةً )

6- سره له دې ټولو الهي نعمتونو،انسان بيا هم د خداى په باب ناندرۍ كوي ، چې دا د نعمتونو ناشكري ده (َأَسْبَغَ عَلَيْكُمْ نِعَمَهُ…. يُجَادِلُ فِي اللَّهِ) .

7- سوليزه ويينه ګټوره ده. ( وجا د لهم بالتى هى احسن )(87)*

خو هغه ويينه،چې علمي او سوليز بنسټ ونه لري او د خداى د لارښوونې پر خلاف او د هغه له كتاب سره مخالف وي؛نو ارزښت نه لري. (يُجَادِلُ فِي اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَلَا هُدًى وَلَا كِتَابٍ مُّنِير ) .

8-په الهي نړۍ ليد كې عقل،فطرت او وحې د پېژندګلو ډاډمنې سرچينې دي. (عِلْمٍ، هُدًى ، كِتَابٍ ، مُّنِير) .

﴿۲۱﴾ وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّبِعُوا مَا أَنزَلَ اللَّهُ قَالُوا بَلْ نَتَّبِعُ مَا وَجَدْنَا عَلَيْهِ آبَاءنَا أَوَلَوْ كَانَ الشَّيْطَانُ يَدْعُوهُمْ إِلَى عَذَابِ السَّعِيرِ= او چې كله هغوى ته ويل كېږي: (( څه چې خداى نازل كړي، لاروي يې وكړئ.)) وايي: (( نه؛ بلكې موږ په هغه څه پسې ځو، چې خپل پلرونه مو پرې موندلي (=ليدلي) دي.)) ايا كه څه هم شيطان هغوى د سوځونده عذاب (اور) پر لور بلي (نو بيا به هم په هغه پسې ځي؟!

ټكى:

((قيل)) د كافرانو د ټينګې حيرانتيا نښه ده؛يعنې د حق هره خبره،چې د هر چا له لوري وي؛نو دوى ورسره ځېل كوي ،نه يې مني او له ويونكي سره كار نه لري. (قِيلَ لَهُمُ)

پيغا مو نه :

1- د ناروا ويينې بېلګه؛د پلار نېكه پر باطلو افكارو ټينګار دى .(يُجَادِلُ فِي اللَّهِ بِغَيْرِ … قَالُوا بَلْ نَتَّبِعُ مَا وَجَدْنَا عَلَيْهِ آبَاءنَا)

2- د وحې لاروي پكار ده. (اتَّبِعُوا مَا أَنزَلَ اللَّهُ)

3- خپله غاړه خلاصه كړئ او بې لاري حق ته راوبلئ . (قِيلَ لَهُمُ)

4- انسان ته دوه لارې شته؛

ا لف : د خداى لار (مَا أَنزَلَ اللَّهُ)

ب : د شيطان لار (الشَّيْطَانُ يَدْعُوهُمْ إِلَى عَذَابِ السَّعِيرِ)

5- د پلار نېكه عقايد د راتلونكي نسل په برخليك كې خورا ونډه لري (وَجَدْنَا عَلَيْهِ آبَاءنَا )

6 – په پټو سترګو او د تعصب له مخې لاروي منع ده. (وَجَدْنَا عَلَيْهِ آبَاءنَا أَوَلَوْ كَانَ)

7- چاپېريال،ټولنه او تاريخ د لاروي په ټاکنه كې مهمه ونډه لري. (وَجَدْنَا عَلَيْهِ آبَاءنَا )

8- د حق سور اصل دى. (أَوَلَوْ كَانَ الشَّيْطَانُ)

9- بې له وحې نورې ټولې لارې بې لاري ده او دوزخ ته رسي (يَدْعُوهُمْ إِلَى عَذَابِ السَّعِيرِ )

10- د پلار نېكونو د باطلو او ناروا افكارو د لاروۍ پايله دوزخ دى. عَذَابِ السَّعِيرِ)

﴿۲۲﴾ وَمَن يُسْلِمْ وَجْهَهُ إِلَى اللَّهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَى وَإِلَى اللَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ= او څوك چې ځان خداى ته وسپاري او نېك وي؛ نو هغه په حقيقت كې پر پخې کړۍ منګولې ښخې كړې دي (او په ډاډمنه لاسوند يې تكيه كړې ده) او د چارو پاى يوازې د خداى لوري ته ده.

ټكي :

1- په قرآن شريف كې 140 ځل د “يسلم” ،د كلمې له ريښې كار اخستل شوى دى ، چې سلام ،اسلام،او مسلم هم له دې مادې راوتلي دى .

2- په تېر شوي آيت كې مو ولوستل،چې ځينې خلكو خپلو بې لاريو پلار نېكونو ته مخه كړې ده او په دې آيت كې وايو،چې نېكان او پاك خلك پر خداى زړه بايلي او هغه ته وراوړي .

3- په تېر آيت كې وويل شول،چې شيطان مو دوزخ ته رابلي،چې په دې آيت كې د شيطان له وسوسو د خلاصون لار خداى ته تسليمېدل او د ښو كارونو كول ښوول شوي دي.

4- بې له خدايه بل ته تسليمېدل مريينه او بنديواني ده؛خو خداى ته تسليمېدل آزادي او وده ده؛ لكه چې قرآن وايې: ( فمن اسلم فاولئك تحروا رشيدا) آيا بې له خدايه په بل پسې ځي؟(88)* حال داچې په ځمكه او اسمانونو كې ټول خداى ته تسليم دي .

خداى،بشر ته د تسليميدو حکم وركړى دى.(فله اسلمو)(89)*

پېغمبر اکرم هم بايد خداى ته تسليم شي.( أُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ أَوَّلَ مَنْ أَسْلَمَ)(90)*

او په دې آيت كې هم وايې : (وَمَن يُسْلِمْ وَجْهَهُ إِلَى اللَّهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَى ).

په بل آيت كې راغلي ( من اسلم وجهه لله وهو محسن فله اجره عند ربه ) هغه نېك انسان،چې په اخلاص خداى ته تسليم شي؛نو له خداى سره تضميني انعام لري .

او په يو بل آيت كې راغلي: (و من احسن ممن اسلم وجهه الله) او څوك به تر هغه غوره وي،چې خداى ته ځان وسپاري . (91)*

5- انسان خپل خلاصون او بري ته پر ډول ډول رسيو منګولې لګوي . قدرت، شتمني،مقام ، كورنۍ ،دوست ،نسب او …؛خو دا ټولې رسۍ شلېدونكي دي؛خو هغه يوازېنى،چې پايدار، تلپاتې او د خلاصون لامل دى، پر الهي رسۍ منګولې لګول دي؛هغه ته تسليمېدل د كارونو ښه سرته رسول دي .

6- په روايتونو كې راغلي،چې له انبياء (عليهم اسلام) ، پېغمبر اکرم (ص) او له اهل بيتو يې لاروي او ورسره مينه وكړئ،چې كلكه الهي رسۍ ده او هغوى عروة الوثقى دي.(92)* (( العروة الوثقى المودة لآل محمد)) (بحار٢٤/٨٥)

پيغامونه

١- خداى ته تسليمېدل بايد له عمل سره يو ځاى وي. (يُسْلِمْ …. وَهُوَ مُحْسِنٌ)

2- يوازې د ښو كارونو كول بسيا نه دي ؛بلكې په عمل كې هم اخلاص لازم دى.( يُسْلِمْ وَجْهَهُ …… وَهُوَ مُحْسِنٌ)

3- د خلكو پوهې ته بايد معنويات پر محسوسو او ليدونكيو بېلګو بيان كړو. (عروة الوثقى) (نږه کړنې له كلكې رسۍ سره تشبيه شوې دي ) .

4- د خپلې راتلونكي په باب فكر وكړو او يا هم د معاد په پامنيوي خپله لار وټاكو (وَإِلَى اللَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ) خلقت ټول يو لوري او يوې موخې ته روان دى (وَإِلَى اللَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ)

﴿۲۳﴾ وَمَن كَفَرَ فَلَا يَحْزُنكَ كُفْرُهُ إِلَيْنَا مَرْجِعُهُمْ فَنُنَبِّئُهُم بِمَا عَمِلُوا إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ= او څوك چې كافر شي؛نو د هغه كفر (منل) دې تا غمجن نه کړي (؛ځكه) بېرته راتګ يې زموږ پر لور دى؛ نو موږ به يې کړنې(او شومې پايلې) ورته په مخ کې کېدو،[ځكه] چې خداى د سينو پر پټو رازونو پوه دى.

﴿۲۴﴾ نُمَتِّعُهُمْ قَلِيلًا ثُمَّ نَضْطَرُّهُمْ إِلَى عَذَابٍ غَلِيظٍ= موږ هغوى ته (په دنيا كې) يو څه لږه ګټه وركوو، بيا يې (نو) د سخت عذاب زغملو ته را كاږو!.

ټكى:

په 23 آيت كې پېغمبر اکرم(ص) ته وويل شو،چې د ځينو خلكو كفر ته مه خپه كېږه، چې دا خبره څو دليلونه لري؛

الف: هغوى دومره ارزښت نه لري،چې ته ورته خپه شې .

ب: د هغوى پركارونو خپګان تا له نورو كارونو اوباسي .

ج: د هغوى كفر هيڅ زيان نشي دررسولاى .

د: تا هغوى حق ته رابللي او غاړه دې پرې خلاصه كړې؛نوخپګان څه ته؟

ه: داچې كفار ټول زما پر لور راستنيږي او د تېښتې لار نه لري؛نو د خپګان ګنجايش پكې نشته .

پيغامونه:

1- د بدو او ښو خلكو پرتلنه د پېژندګلو او ټاکنې يوه لار ده . (وَمَن يُسْلِمْ وَجْهَهُ…… وَمَن كَفَرَ) .

2- پېغمبر اکرم د ټولو خواخوږى و،ان د خپلو مخالفينو كفر به هم ځوراوه. (فَلَا يَحْزُنكَ كُفْرُهُ).

3- انبياْ الهي تسلۍ ته اړتيا لري (فَلَا يَحْزُنكَ كُفْرُهُ).

4- د خلكو كفر د هغوى پخپل برخليك كې اغېزمن دى. (فَلَا يَحْزُنكَ كُفْرُهُ).

5- كفار دې نه خوشحالېږى؛ځكه ستنېدنه يې موږ ته ده. (إِلَيْنَا مَرْجِعُهُمْ) .

6- دوه څيزه د سينې د پراخوالي او د مؤمنينو د خپګان د لرې كېدو لامل ګرځي :

(الف) د خداى علم ته پام .

(ب) معاد ته پام (فَلَا يَحْزُنكَ كُفْرُهُ إِلَيْنَا مَرْجِعُهُمْ….. عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ) .

7- څه چې كرې هغه به رېبې. (فَنُنَبِّئُهُم بِمَا عَمِلُوا) .

8- پر قيامت ايمان د ډېرو ناروا ټينګارونو د مخنيوي لامل ګرځي. (فَنُنَبِّئُهُم بِمَا عَمِلُوا) .

9- دنيوي نعمتونه مو تېر نه باسي،چې د اخروي نعمتونو په پرتله ناڅيزه دي. (نُمَتِّعُهُمْ قَلِيلًا) .

10- د كارونو ارزښت د كار په عاقبت كې ګورئ. (نُمَتِّعُهُمْ قَلِيلًا ثُمَّ نَضْطَرُّهُمْ إِلَى عَذَابٍ غَلِيظٍ ).

11- نن كافران پخپله خوښه كفر انتخابوي (وَمَن كَفَرَ)؛ خو د قيامت پر ورځ يې دوزخ ته تګ پخپله خوښه نه دى (نَضْطَرُّهُمْ) .

12 — مادي سوكالي د نېكمرغۍ نښه نه ده. (نُمَتِّعُهُمْ قَلِيلًا ثُمَّ نَضْطَرُّهُمْ إِلَى عَذَابٍ غَلِيظٍ ) .

﴿۲۵﴾ وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ قُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ= او كه ترې وپوښتې چې: (( اسمانونه او ځمكه چا پيدا كړي دي؟ )) نو هرومرو به ووايي: ((الله))، ووايه: ((الحمدالله (چې تاسې پخپله منښته كوئ) )) خو ډېرى يې نه پوهېږي.

ټكى:

1-دې تعبيرونو ته ورته نور تعبيرونه هم د عنكبوت د سورت په 61 او 63 او د زخرف په ٩ آيتونه كې راغلي،چې مشركان د خداى له خاليقيته نمښتي-منكر نه دي؛بلكې ځکه كږلاري دي ،چې بوتان يې له خداى سره شريك كړي دي . (مَا نَعْبُدُهُمْ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَا إِلَى اللَّهِ زُلْفَى- زمر/٣٨) .حال داچې په خپله يې هغوى (بو تان ) له ډبرو او لرګيو توږلي وو.

2- امام باقر وايي ((دا آايت راښيي، چې توحيد د انسان په فطرت كې دى.) (93)*

پيغامونه

1- د خداى خالقيت له مشركانو هم پټ نه دى. (لَيَقُولُنَّ اللَّهُ قُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ).

2- مشركان پر خپلو كږ لاريو منښته كوي. (وَلَئِن سَأَلْتَهُم.. لَيَقُولُنَّ اللَّهُ).

3- ټول خدای پيدا كړي دي؛نو ستاينه يوازې دهغه پكار ده (قل المواريع ).

4- له خدايه مننه بايد په ژبه راوړل شي. (قُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ).

5-د مشركانو کږلاري د هغوى له ناپوهۍ راولاړېږي (بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ) .

﴿۲۶﴾ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ= په اسمانو او ځمكه كې چې څه دي، د هماغه خداى دي[؛ځكه]چې يوازې خداى غني او د ستاينې وړ دى.

پيغامونه

1-يوازې خداى د مخلوقاتو پنځوونکى او مالك دى.( لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ) او يوازې هغه دى ،چې غني او ستايل شوى دى (إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ)

2- په تېر آيت كې د خداى د ستاينې سپارښتنه دې ته نه ده شوې،چې خداى ورته اړتيا لري (قُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ).

﴿۲۷﴾ وَلَوْ أَنَّمَا فِي الْأَرْضِ مِن شَجَرَةٍ أَقْلَامٌ وَالْبَحْرُ يَمُدُّهُ مِن بَعْدِهِ سَبْعَةُ أَبْحُرٍ مَّا نَفِدَتْ كَلِمَاتُ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ= او كه په واقع کې د ځمكې ټولې ونې قلمونه او سمندر يې رنګ شي او بيا ددې سمندر له پاسه اووه نور سمندرونه هم ورسره يوځاى شي (دا ټول به پاي ته ورسېږي؛خو) د خداى خبرې به (په ليكلو) پاى ته ونه رسېږي، په رښتيا چې خداى بريمن (او) حكيم دى.

ټكى :

1- د كهف د سورت په 109 آيت كې هم ګورو، چې وايي : قُل لَّوْ كَانَ الْبَحْرُ مِدَادًا لِّكَلِمَاتِ رَبِّي لَنَفِدَ الْبَحْرُ قَبْلَ أَن تَنفَدَ كَلِمَاتُ رَبِّي وَلَوْ جِئْنَا بِمِثْلِهِ مَدَدًا= ووايه :(( كه سمندر(رونه) زما د پالونكي د( پنځول شويو او) كلماتو (ليكلو) ته رنګ شي؛نو زما د پالونكي د (پنځول شويو او) كلماتو تر پاى ته رسېدو مخکې به سمندر(رونه) وچ شي،كه څه هم همدومره نور(سمندرونه) پرې ورزيات هم کړو.))

1- كېداى شي له ((سبعة بحر)) مراد ډېروالى وي او دا عدد پخپله كومه ځانګړنه ونه لري؛يعنې كه د ټولو سمندرونو اوبه سره يو ځاى شي؛نو بيا هم الهي نعمتونه نشي ليكلاى .

پيغامونه:

1- د انبياوو ښوونځى انسانان له ساده محدودې او لنډې كتنې،بې انتها ته رابولي (وَلَوْ أَنَّمَا.. مَّا نَفِدَتْ كَلِمَاتُ اللَّهِ)

2-الهي كلمات له شمېره وتلي دي. (أَبْحُرٍ مَّا نَفِدَتْ كَلِمَاتُ اللَّهِ) .

 

كَلِمَاتُ اللَّهِ څه دي ؟

1 -د خداى نعمتونه؛(قُل لَّوْ كَانَ الْبَحْرُ مِدَادًا لِّكَلِمَاتِ رَبِّي لَنَفِدَ الْبَحْرُ (94)*

2 -الهي سنتونه؛(وَلَقَدْ سَبَقَتْ كَلِمَتُنَا لِعِبَادِنَا الْمُرْسَلِينَ – إِنَّهُمْ لَهُمُ الْمَنصُورُونَ)(95)* (وَلَوْلَا كَلِمَةُ الْفَصْلِ لَقُضِيَ بَيْنَهُمْ)(96)*

3 -د خداى مخلوقات ( اغا المسيح عيسى ابن مريم رسول الله كلمته)(97)*

4- هغه پېښې،چې انسان پرې ازميېل كېږي (واذ ابتلى ابراهيم ربه كلمات) . 5 – پر باطل د حق د بري اسباب (وَيُرِيدُ اللّهُ أَن يُحِقَّ الحَقَّ بِكَلِمَاتِهِ وَيَقْطَعَ دَابِرَ الْكَافِرِينَ)(98)*( وَيَمْحُ اللَّهُ الْبَاطِلَ وَيُحِقُّ الْحَقَّ بِكَلِمَاتِهِ)(99)*

6 – الهي آيتونه ؛د حضرت مريم په باب لولو ،چې ( وصدقت بكلمات ربها) (تحريم/١٢)

 

له پورته ټولو مطلبونو جوتېږي،چې له ((كلمې)) مراد يوازې لفظ نه دى؛ بلكې مطلب ترې سنتونه،مخلوقات،اراده او الهي پېرزوينې دى،چې په خلقت كې ځلېږي .

له امام کاظم نه روايت دى : له الهي كلماتو مراد موږ يو ،چې فضايل مو له شمېره وتلي دي ( تفسير نور الثقلين كې تر پورتني آيت لاندې) .

هو! الهي اولياء د خداى له لوري موږ ته د لورنې وسيلي دي او هره پېرزو او كمال د هغوى له لارې نورو ته رسي .

﴿۲۸﴾ مَّا خَلْقُكُمْ وَلَا بَعْثُكُمْ إِلَّا كَنَفْسٍ وَاحِدَةٍ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِيرٌ= ستاسې د ټولو پيدايښت او(بياپه قيامت كې دويم ځل ژوندي) راپاڅول خو(ما ته) د يوه تن (د پيدايښت او ژوندي پاڅولو) په څېر دي، په حقيقت كې خداى اورېدونكى (او) ليدونكى دى.

ټكى :

په معاد كې د اړنګ-شك او ترديد يو لامل، كله هم د وخت اوږدوالى ګنل كېږى، چې څنګه به مړي . د دومره اوږدې مودې تر تېرېدو وروسته را ژوندي كېږي او كله هم پخپله مړي خلك په اړنګ كې اچوى،چې څنګه به رژېدلي او خپاره واره هډوكي يو له بله د جلا كېدو وړ وي، چې كوم هډوكي د چا دي او كله دا خبره خلك په اړنګ كې اچوي ،چې د قيامت پر ورځ تر راژوندي كېدو وروسته به څنګه له انسان سره حساب كتاب كېږي او عملونه به يې تلل كېږي ؟

خداى هم په دې آيت كې د ټولو خلكو ځوابونو ته لنډ ځواب وركړى او ويلي يې دي ،چې ستاسې د ټولو پيدا كول ما ته د يو انسان د پيدا كولو په څېر دي او موده پكې هيڅ ونډه نه لري .هغه ستاسې ګونګوسى اوري ،كړه وړه مو ګوري او له ټولو سره به حساب كتاب كوي.

پيغام :

د خداى په علم او قدرت كې كميت،جميعت، موده ،ځاى ، پټ او ښكاره اغېز نه لري. (مَّا خَلْقُكُمْ وَلَا بَعْثُكُمْ إِلَّا كَنَفْسٍ وَاحِدَةٍ) .

﴿۲۹﴾ أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يُولِجُ اللَّيْلَ فِي النَّهَارِ وَيُولِجُ النَّهَارَ فِي اللَّيْلِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِي إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى وَأَنَّ اللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ= ايا تا نه دي ليدلي چې خداى شپه په ورځ كې ننباسي او ورځ (هم) په شپه كې ننباسي او د لمر و سپوږمۍ (ګټې) يې اېل كړي دي،چې هر يو تر يوه ټاكلي وخته پورې راون دي؟! او دا چې څه كوئ، خداى پرې خبردى؟

ټكي :

1- د شپې او ورځې اوږدوالى،هغه هم په تدريجي ډول د هغه موجوداتو په روزنه کې خورا ونډه لري،چې تيارې يا رڼا ته زياته ارټيا لري .

2- په دې آيت كې د شپې او ورځې لنډوالی او اوږدوالى او د لمر او سپوږمۍ په باب خبرې شوي دي او بيا يې ويلي: هر يو ټاكلي وخت ته په حركت كې دي او بيا د آيت په آخر كې وايې: ((او داچې څه كوئ، خداى پرې خبردى))؛يعنې د ټولې هستۍ موخه او د خلقت په نظام كې د ډول ډول بدلونونو لامل د انسان كړه وړه دي؛ نو بايد داسې عمل وكړو،چې د خداى رضا پكې وي .

3- د قرآن ډېرى پيغامونه يوازې پېغمبراکرم ته نه؛بلكې ټولو خلكو ته دي؛ د بېلګې په توګه : پېغمبر اکر ته وايي :

(( وَقَضَى رَبُّكَ أَلآ تَعْبُدُواْ إِلآ إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِندَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلاَهُمَا فَلاَ تَقُل لَّهُمَآ أُفٍّ وَلاَ تَنْهَرْهُمَا وَقُل لَّهُمَا قَوْلاً كَرِيمًا= اوستا پالونكي پرېكړه كړې ده،چې: بې له هغه بل مه لمانځئ،له (خپل) مور و پلار سره احسان وكړئ،كه له تا سره له هغو يو يا دواړه زړښت ته ورسي؛نو ته ان “اوف “( هومره ورته) مه وايه (هېڅ ډول سپكاوى يې مه كوه “) او مه يې رټه او په درناوي پستې (ادبناكې او سنجول شوي) خبرې ورته وكړه. (100)*

حال دا چې پوهېږو،پېغمبر اکرم (ص) په وړكتوب كې يتيم شوى و.

په دې آيت كې كه څه هم خطاب پېغمبر اکرم ته دى (أَلَمْ تَرَ)؛خو د آيت په پاى كې راغلي،چې (أَنَّ اللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ) او دا راښيې ،چې آيت ټولو خلكو ته دى .

پيغامونه:

1-د شپې او ورځې اوږدېدل او لنډېدل تصادفي مه ګڼئ؛ بلكې دا يو الهي چار دى ، چې له طرح او پلان سره سرته رسي. (يُولِجُ)

2- لمر هم حركت لري. (الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِي) .

3- اجرام په ټاكل شوي وخت كې حركت كوي. (كُلٌّ يَجْرِي إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى)

4- د شپې او ورځې بدلونونه او د لمر او سپوږمۍ ښكېل ګټې ته دي. (أَنَّ اللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ )؛ نو ځكه د انسان كړه وړه هم بايد ګټور او هدفمند وي .

﴿۳۰﴾ ذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ وَأَنَّ مَا يَدْعُونَ مِن دُونِهِ الْبَاطِلُ وَأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْعَلِيُّ الْكَبِيرُ= دا(ټول) پردې دليل دى،چې يوازې الله حق دى او بې له هغه هر څه چې رابولي (او لمانځي) باطل دي او داچې خداى د لوړ مقام او سترې مرتبې خاوند دى.

ټكى :

1- په دې سورت كې له (24 ) تر( 30 ) آيت پورې د خداى لس صفتونه بيان شوي دي؛ غني ، حميد ، عزيز ،حكيم ، سميع ، بصير ، خبير ، حق ، على او كبير او په هر يو آيت كې يو ټكي ته ګوته نيول شوې ده؛د بېلګې په توګه: په 25 آيت كې د خداى خالقيت مطرح شوى دى (( خلق السموات ….)) په27 آيت كې په مبداء او معاد كې د خداى مطلق قدرت مطرح شوى دى . ((ماخلقكم ولابعثكم .)) .

2- يوازې خداى او څه چې دهغه له لوري او يا په هغه پورى اړه لري حق دي او بې له دې ټول باطل دي .

پيغامونه:

1- په خلقت كې د خداى د ټولو افعالو او صفتونونه سرچينه د هغه ثبات او      او پايداري ده .( ذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ)

2- د ټاکنې کچه حق او باطل دى؛نه تقليد،تبليغ ، تطميع او يا ګواښ (ذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ وَأَنَّ مَا يَدْعُونَ مِن دُونِهِ الْبَاطِلُ)

3- د حق په بيانولو كې بايد غوڅوالى او سپينوالى ولرو، چې په دې آيت كې درې ځل د ( ان ) ټكى كارول شوی،چې د تاکيد او ټينګار نښه ده .

﴿۳۱﴾ أَلَمْ تَرَ أَنَّ الْفُلْكَ تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِنِعْمَتِ اللَّهِ لِيُرِيَكُم مِّنْ آيَاتِهِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّكُلِّ صَبَّارٍ شَكُورٍ= ايا تا نه دي ليدلي چې په سمندر كې بېړۍ (د خداى په امر او) د نعمت (له بركته يې) چلېږي چې تاسې ته خپلې ځينې نښې دروښيي؟،بېشكه په دې (قدرت ښوونه) كې هر يوه ډېر صبرناك شكر كوونكي ته عبرتونه دي.

ټكي:

1- په سمندر كې د بېړۍ حركت د الهي نعمتونو د ټولګې پايله ده؛ لكه د باد حركت،مخصوص وزن، د اوبو د فشار قانون، چې د اجسامو د نه ډوبېدو لامل ګرځي . پردې سربېره، سمندرونه طبيعي،بې خرڅه او عمومي لار ده،چې د ځمكې ټولې برخې يې سره ټرلي دي او نن هم، سره له دې،چې هوايي صنعت او بشر دومره پر مختګ كړى؛خو بيا هم ډېری مالونه د سمندر له لارې لېږل كېږي .

2- د قرآن په ډېرو ځايونو كې صبر او شكر د يو بل تر څنګ راغلي دي او كېداى شي راز يې دا وي : څه چې انسان ته پېښېږي يا به د انسان خوښېږي يا نه. كه پرې خوښ و؛ نو بايد شكر وباسى او كه پر خوښه يې نه وه؛ نو بايد صبر وكړي؛نو انسانان تل بايد د شكر او صبر په حال كې وي كه نه د نعمتونو ناشكري به يې كړې وي .

پيغامونه:

1- پر اسماني آيتونو سربېره، بايد ځمكني آيتونو ته هم پام وشي. په تېر آيت كې اسمان، لمر او سپوږمۍ مطرح شول او په دې آيت كې ځمكه، سمندر او بېړۍ (أَلَمْ تَرَ أَنَّ الْفُلْكَ) .

2- خداى ته چې خلك رابلئ؛ نو تبليغ ته له طبيعي مسئلو او څه چې د انسان په شاوخوا كې دي، ورته مثال راوړئ . (أَلَمْ تَرَ أَنَّ الْفُلْكَ) .

3- مخلوقاتو ته دومره ساده مه ګورئ (أَلَمْ تَرَ) مخلوقات الهي آيتونه دي. (لِيُرِيَكُم ) .

4- په سمندر كې د بېړۍ د حركت راز الهي نعمتونه دي. (تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِنِعْمَتِ اللَّهِ) .

5- كه وغواړو د خداى پر ځواک او نښو ځان نور هم پوه كړو او زياته ګته ترې واخلو؛نو بايد صبر ولرو (صَبَّارٍ) او كوښښ وكړو،څه يې چې راكړي   ښه ګټه ورنه واخلو او شكر وباسو.( شَكُورٍ ) .

 

﴿۳۲﴾ وَإِذَا غَشِيَهُم مَّوْجٌ كَالظُّلَلِ دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ فَلَمَّا نَجَّاهُمْ إِلَى الْبَرِّ فَمِنْهُم مُّقْتَصِدٌ وَمَا يَجْحَدُ بِآيَاتِنَا إِلَّا كُلُّ خَتَّارٍ كَفُورٍ= او چې كله (د سمندر په سفر كې) پرې كومه څپه د سيوريو په څېر راخپره شي(؛نو) په دين او بنده ګۍ کې خداى د اخلاص له مخې رابلي؛ خو چې كله موږ يې د وچې پر لور وژغورو (؛نو) ځينې منځلاري وي (او پر خپل ايمان ټينګ درېږي،حال دا چې ځينې ايمان هېروي او د كفر لار غوره كوي)؛خو زموږ له آيتونو يوازې هر خائن ناشكرى منكرېږي.

ټكي :

1- ((ظلل)) د ((ظللة)) جمع ده، چې د تورو وريځو پر مانا ده ، چې ډېرى هغه مهال كارول كېږي،چې موضوع يوه ناوړه خبره وي.

2- ((مُّقْتَصِدٌ )) په چارو كې د منځلارۍ او پر ژمنې د وفا پر مانا دى.

3- د ((خَتَّارٍ )) كلمه د مبالغې صيغه ده،چې د ډېر تړون ماتوونكى پر مانا ده؛ ځكه مشركان او ګنهكاران،چې په ستونزو كې راګېر شي؛نو خداى ته مخ وراړوى او ورسره ډول ډول ژمنې كوي؛خو چې ستونزې يې هوارې شي؛ نو بيا خپل تړون لتاړي،خداى هم ورته ((خَتَّارٍ )) ويلي دي .

4- ځينې خلك تل پر خداى ايمان لرى؛خو د ځينو خلكو ايمان يوې شپې ته او لنډ مهاله وي؛يعنې هر وخت،چې پرې توکيز اسباب او وسايل بند شي؛ نو خداى ته يې پام شي .

پيغامونه :

ا- نسان په فطري توګه خداى پېژندونكى دى؛خو مادياتو يې پر سترګو پرده اچولې؛ خو پېښې او خطرونه دي ،چې دا پرده څيرې كوي . (غَشِيَهُم…. دَعَوُا اللَّهَ)

2- له عادي څېزونو هيله پرې كول اخلاص ته د رسېدو يوه لار ده. (مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ) .

3- مادي سوكالي د غفلت لامل دى؛خو خطرونه او پېښې د انسان د غرور د ماتېدو، توجه ،تضرع ، عاجزۍ او خلوص لامل ګرځي. (إِذَا غَشِيَهُم.. دَعَوُا اللَّهَ ) .

4- د خداى اولياوو ته غفلت عارضي دى. (إِذَا مَسَّهُمْ طَائِفٌ مِّنَ الشَّيْطَانِ تَذَكَّرُواْ فَإِذَا هُم مُّبْصِرُونَ- اعراف/ 201)؛خو ځينو ته اخلاص عارضي دى. (إِذَا غَشِيَهُم… مُخْلِصِينَ).

5- انسان د ارادې او واك خاوند دى. (فَمِنْهُم مُّقْتَصِدٌ) .

6- ايمان له منځلارۍ سره اړخ لګوي (ددې پرځاى،چې ووايې،( فمنهم مؤمن ) ويلي يې دي (فَمِنْهُم مُّقْتَصِدٌ).

7- تړون ماتول او ناشكري انسان كفر ته راكاږي. (وَمَا يَجْحَدُ بِآيَاتِنَا إِلَّا كُلُّ خَتَّارٍ كَفُورٍ) .

   

اخلاص

اخلاص هغه دى،چې يو كار سوچه (نږه) خداى ته وي،تردې چې كه يو چار په سلو كې يو هم بې له خدايه بل څه ته وي؛نو عبادت يې باطل او يا پكې ستونزه را منځ ته كېږي .

كه لمانځه ته بې له خدايه بل ځاى وټاکو؛مثلا په يو داسې ځاى كې ودرېږو،چې خلك مو وويني،چې لمونځ كوو؛نو لمونځ باطل دى او همداسې كه لمونځ په لومړي وخت كې دې ته وكړو،چې خلك راته ووايي،څومره ښه انسان دى ،چې په اول وخت كې لمونځ كوي يا په لمانځه كې يو ځانګړى حالت دې ته ونيسو،چې خلك راته ووايي،څومره پر تضرع لمونځ كوي،چې دا ټول كارونه باطل دي .

اخلاص هغه ته ويل كېږي،چې د يو چار ترسره كولو ته ځاني غوښتنې او سياسي ګټې په پام كې ونه نيول شي؛بلكې انګېزه مو بايد يوازې د خداى حکم پلي كول او پر دنده عمل وي .

په رښتيا،چې اخلاص ته بې له الهي مرستې څوك نشي رسېداى .

 

اخلاص ته د رسېدو لار

1- د څښتن ځواک او پوهې ته پام ؛

كه پوه شو، چې ټول عزتونه، ځواکونه، رزق او روزي د خداى په لاس كې دي؛ نو ددې څيزونو لاس ته راوړو ته به په نورو پسې نه ځو .

كه پام وكړو ، چې ژوي د خداى په اراده پيدا كېږي او هر څه له منځه ځي؛ يعنې كه پوه شو،چې خداى د كجورې له وچې ونې حضرت مريم ته تازه كجورې وركړې او حضرت ابراهيم عليه السلام ته يې اور ګلستان كړ؛نو بې له خدايه به بل ته رجوع نه كوو .

2- د اخلاص بركتونو ته پام؛

مخلص انسان يوازې يوه موخه لري او هغه هم د خداى رضا ده او د چا چې يوازېنۍ موخه د خد اى رضا وى؛نو د نورو هڅونې ته اړتيا نه لري؛ له ملامتيا نه وېرېږي،له يوازېتوبه نه ډارېږي،پخپل تګ كې پر شا نه ځي ، هېڅكله نه پښېمانېږي،د خلكو د نه پاملرنې له کبله كينه نه پيدا كوي، نهيلي يې زړه ته نه غورځېږي او حق ته اكثريت او اقليت ته نه ګوري .

قرآن وايي : مخلص جنګيالي ډار نه لري ،چي دښمن ووژني او كه د خداى په لار كې شهيدان شي .

امام حسين، چې د كربلا پر لور ته،و يې ويل :موږ كربلا ته ځو، كه شهيدان شو او كه بريالي،موخه د دندې سر ته رسول دي.

3- د خداى پېرزوېنو ته پام؛

د خداى د پېرزوېنو رايادول هم انسان اخلاص ته رسوي .

له ياده مو ونه وځي ،چې موږ خو نه وو؛ له خاورې او غذايي توکيو مو نطفه او څاڅکى جوړ شو او د مور په زيلانځ كې كېښوول شوه،په يو بل پسې يې د بشپړتيا پړاوونه تېر كړل،چې د انسان په بڼه شو او وزېږېدو. هغه مهال چې د انسان هېڅ هنر نه و زده او يوازې د مور تى رودل يې زده وو؛نو د مور شيدو ورته د بدن ټولې اړتياوې پوره كولې،د مور شيدې د مور له مينې سره يو ځاى وې او مور يې 24 ساعته په چوپړ كې وه؛ نو آيا يو ويښ وجدان به دا اجازه وركړي،چې له دې ټولو نعمتونو سره سره، نورو ته تسليم شي ؟

ولې ځان پر هغوى وپلورو،چې نه پر موږ حق لري او نه يې راته كوم كار كړى وي ؟

4- د خداى غوښتنې ته پام؛

كه پوه شو،چې د خلكو زړونه د خداى په لاس كې دي او يوازې هغه “مقلب القلوب” دى؛ نو ټول كارونه به مو خداى ته وي او چېرې ،چې د خلكو ملاتړ ته اړتيا لرو؛نو له خدايه وغواړو چې د خلكو په زړونو كې مو مينه واچوي .

حضرت ابراهيم عليه السلام د “حجاز” په ګرمو او سوځونكيو بيدياوو كې د كعبې دېوالونه وخېژول او له خدايه يې وغوښتل،چې د اولاد مينه يې د خلكو په زړه كې واچوي . زرونه كلونه له دې كيسې تېرېږي او هر كال په ميليونونو ميينان ددې كور طواف ته ځي.

ډېرې داسې دي،چې د خلكو راضى كولو ته پرځانونو هر څه كوي؛ خو بيا هم پر خلكو نه وي ګران؛خو داسې كسان هم شته،بې له دې،چې كوم مقام يا مادياتو ته يې سترګې خړې كړې وي؛خو زړه يې پر خداى بايللى او په اخلاص   خپله دنده سر ته رسوي او همدا خلك دي،چې خلك ترې ډول ډول كرامتونه ويني او پر خلكو هم ګران وي؛ نو ځكه بايد موخه د خداى رضا وي او د خلكو رضا هم له خدايه وغواړو .

5 – د كار پايښت ته پام؛

كار چې خداى ته وي؛نو تلپاتې به وي؛ځكه د خداى رنګ يې اخستى دى او كه كار خداى ته نه وي؛ نو د مصرف نېټه به يې ډېر ژر پاى ته ورسي.

قرآن وائي : ((ما عند كم ينفذ ما عندالله ) او هېڅ عاقل د فاني او پاتې تر منځ فاني نه انتخابو ‌ى.(101)*

٦-د انعامونو پرتلنه؛

د خلکو په انعامونو کې ډول ډول محدوديتونو دي؛د بېلګې په توګه: که خلک وغواړي د يو پېغمبر اجر او انعام ورکړي؛نو ښه خوراک،څښاک او کور به ورکړي،حال داچې دا ټول نعمتونه محدوديت لري او نا اهله وګړيو ته هم پيدا کېږي؛نا اهلان هم کړاى شي،چې له غوره کور،کالي او ډوډۍ برخمن شي؛خو که کار د خداى لپاره وي؛نو ناپايه مانيز او توکيز انعامونه ورته په تمه دي او که دلته هم لږ شانته اندنه وکړو؛نو عقل مو اجازه نه راکوي،چې ناپايه نعمتونه پر محدودو بشري نعمتونو بدل کړو.

 

﴿۳۳﴾ يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمْ وَاخْشَوْا يَوْمًا لَّا يَجْزِي وَالِدٌ عَن وَلَدِهِ وَلَا مَوْلُودٌ هُوَ جَازٍ عَن وَالِدِهِ شَيْئًا إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ فَلَا تَغُرَّنَّكُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا وَلَا يَغُرَّنَّكُم بِاللَّهِ الْغَرُورُ= خلكو! له خپل پالونكي او هغې ورځې ووېرېږئ، چې هېڅ پلار به د خپل زوى په بدل كې څه نشي وركولاى او نه به زوى د خپل پلار پر ځاى د څه بدلې وركوونكى وي . هو! د خداى ژمنه رښتيا ده؛نو هېڅكله دې د دنيا ژوند مو و نه غولوي او هېڅكله دې چلي (شيطان) تاسې د خداى (په كرم او بښنه) مغرور نه کړي!.

ټکي:

د ((لا يجزى)) عبارت د سزا،كيفر، كفايت او تكفل مانا وركوي،چې دلته ترې مراد كفايت او تكفل دى.

((غرور)) د مبالغې صيغه ده،چې د ډېر غولونكي په مانا ده ،چې روښانه مصداق يې شيطان دى او هغه څيز يا كس ته ويل كيږى،چې انسان وغولوي.

پيغامونه:

1-ټول بايد د خداى د احكامو له مخالفته ډډه وكړو او له هر ډول عقيدتي، اخلاقي او عملي كږلاريو ځان وژغورو .( يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمْ)

2- هغې ورځې ته غوره توښه تقوا ده ،چې زوى او پلار يو له بل سره هيڅ مرسته نشي كړاى. (اتَّقُوا رَبَّكُمْ وَاخْشَوْا يَوْمًا لَّا يَجْزِي وَالِدٌ).

3- قيامت هرومرو راتلونكى دى؛نوځكه همېشنۍ يادونه يي پكار ده. (اتَّقُوا – اخْشَوْا -لا تغرنکم- لايغرنكم ) .

4- د قيامت ورځ يوه ستره ورځ ده. (وَاخْشَوْا يَوْمًا).

5- د قيامت پر ورځ به هر څوك د خپلو كړنو ځواب وركوي ا و د بل چا د كار زمه دار به نه وي (لَّا يَجْزِي .. شَيْئًا )

6- غولوونكې دنيا او شيطان، انسان له قيامته غافلوي. (فَلَا تَغُرَّنَّكُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا وَلَا يَغُرَّنَّكُم بِاللَّهِ الْغَرُورُ ).

7- په قيامت كې واسطه او نسب نه چلېږي (لَّا يَجْزِي وَالِدٌ – وَلَا مَوْلُودٌ).

8- پر قيامت ګروهه ددې لامل ګرځي،چې انسان پر دنيا تېر نه وځي . (اخْشَوْا يَوْمًا.. وَلَا يَغُرَّنَّكُم بِاللَّهِ الْغَرُورُ)

 

قيا مت د يوازېتوب ورځ ده

خداى حكيم دى او حكيم خداى هېڅكله خپل پيدا كړي نه پوپناه کوي .

يو تکړه انجينر هغه مهال دنيا ورانوي،چې د پخوا په پرتله ښه كور پكې جوړ كړي.

روايتونه وايي : مرګ د جامو بدلول دي،د كور بدلول او د بشپړتيا سريزه ده او د خداى د عدالت غوښتنه ده،چې بايد قيامت راوړي.

په دنيا كې موږ ډېر داسې كسان وينو،چې د خپلو كړنو سزا ته نه رسي؛نو ځكه عادل خداى په يوه بله دنيا كې دوى د خپلو كړنو سزا ته رسوي.كه څه هم كله نا كله ګورو،چې ځينې په دې دنيا كې هم د خپلو كړنو سزا يا ثواب ته رسي؛خو د حساب كتاب اصلي ځاى قيامت دى ؛ځكه ډېر ثوابونه په دې دنيا كې نشي وركول كېداى؛د ساري په ډول څوك چې د خداى په لار كې شهيد شوى وي؛نو هغه نور په دنيا كې نه دى،چې ثواب يې ورورسي او يا هغه چې ډېر كسان يې وژلي وي؛ نو په دې كې هغه يوازې د يو تن د بدل وركولو وس لري او له دې ، چې ورتېر شو؛ نو كه پدې دنيا كې يو مجرم وكړول شي يا پرعذاب شي؛نو د هغه په شاوخوا كې بى ګناه خپلوان او يا كورنۍ هم ورسره ځورېږي. د مړيو د خپرو شويو ذراتو را ټولول هم كوم ناشونى چار نه دى؛هماغسې چې منداڼو له مستو كوچ راباسي؛نو خداى هم د ځمكې پر خوځېدو مړي راټولوى. ( اذا زلزلت الارض زلزالها واخرجت الارض اثقالها )(102)*

او ټول پوهېږو، چې موږ ټول له يوې حجرې جوړ شوي يو او هغه حجره هم له ځمكې،د غنم او نور خوړو په بڼه زموږ د مور و پلار وجود ته ورننوتې ده ؛خو څه چې په دې آيت کې په ګوته شوي دادي، چې پلار خپل زوى ته هېڅ كار نشي كړاى او په قرآن كې ځينې نور آيتونه هم د قيامت په باب راغلي دي؛لكه :

1- پر هغه ورځ مال او اولاد د ا نسان په ګته نه راځي ( يوم لا ينفع مال ولا بنون ) (103)* .

2- پر هغه ورځ نږدې انډيوالان د يو بل پوښتنه نه كوي. ( ولايسئل حميم حميما )(104)*

3- پر هغه ورځ پښېماني او د بخشش غوښتل ګټه نه لري (وَلَا يُؤْذَنُ لَهُمْ فَيَعْتَذِرُونَ)(105)*.

4- پرهغه ورځ خپلوي او نسبونه پکار نه راځي .( فلا انساب بينهم يومئذ ) (106)*.

5- پر هغه ورځ واسطې او سببونه له كاره غورځېږي. ( تفطت بهم الاسباب ) (107)*

6- هغه ورځ د انسان د غربت او يوازېتوب ورځ ده .

 

﴿۳۴﴾ إِنَّ اللَّهَ عِندَهُ عِلْمُ السَّاعَةِ وَيُنَزِّلُ الْغَيْثَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْأَرْحَامِ وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ مَّاذَا تَكْسِبُ غَدًا وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ بِأَيِّ أَرْضٍ تَمُوتُ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ= په حقيقت كې د قيامت علم يوازې له خداى سره دى او هغه باران اوروي او هغه پوهېږي،چې (د ميندو) په زيلانځونو كې څه دي او هېڅوك نه پوهېږي،چې سبا به څه تر لاسه كړي او هېڅوك نه پوهېږي چې پركومه ځمكه به مري؟ (ځکه) چې خداى پوه باخبره دى.

ټكي:

د قيامت او مرګ د وخت علم يوازې په خدای پورې ځانګړى دى.

كه انسانان وپوهېدل،چې مرګ يې لرې او قيامت دومره ژر راتلونكى نه دى؛ نو مغرور به شي او ځان به نور هم پر ګناه ككړ كړي او كه پوه شي،چې قيامت ژر راځي؛نو وارخطا به شي او له هر څه به لاس پرېمنځي؛نو ځكه موږ يي د خپلې مړينې او د قيامت د راتلو له وخته خبر نه يو؛نو بايد تل تيارى ونيسو.

په زيلانځ كې له ماشومه يوازې خداى خبر دى؛كه څه هم نن داسې ماشينونه او معاينې راوتلي،چې د ماشوم ښځه او نر معلومولاى شي؛خو د خداى علم ازلي او نامحدود دى او پردې سربيره، پر ((مافى الا رحام )) پوهه يوازې د ښځې او نر معلومولو پوهه نه ده؛بلكې د استعدادونو،روحياتو او په سلګونو د نورو څيزونو پوهه ده،چې انسان پرې نه پوهېږي.

حضرت علي کرم الله وجهه وايي : د ارادو د ماتولو او د تصميمونو د بدلولو له لارې ول،چې خداى مې وپېژانده .

حضرت علي تر پورتني آيت لاندې وايې : انسان، چې يو ګام اخلي؛ نو له خپل راتلونكي ګامه خبر نه دى .

پيغامونه:

1- د بشر علم محدود دى او د خداى له علم سره د پرتلنې وړ نه دى .

(يَعْلَمُ …. تَدْرِي نَفْسٌ) .

2- په چارو كې کړلار،تدبير او د چارو سمبالول پكار دي؛خو د انسان له      قدرت پرته يو بل ستر ځواک شته ،چې له سبا هم خبر دى. (وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ مَّاذَا تَكْسِبُ غَدًا )

3- هيڅ څوك د خپل مرګ له ځاى او وخته خبر نه دى. (وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ بِأَيِّ أَرْضٍ تَمُوتُ) .

4- د كوډ ګرو او فال ليدونكيو پرخبره باور مه كوئ. (وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ مَّاذَا تَكْسِبُ غَدًا).

5- انسان ته غرور څه پكار دى ،چې نه له خپل مرګه خبر دى او نه له خپل سبا (وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ)

 

 

 

 

 

لمنليكونه

1_ ( تفسير الميز ان )

2_( امالى صد وق 287 مخ )

3_ ( العمده 295مخ )

4_ ( بحا ر ، 23 ټو ك ، 224 مخ )

5_ ( بقره ، 129 ) ( ال عمران ، 164 ) ( جمعه 2 )

6_ ( بقره ، 269 )

7_ ( بحار ، 41 ج ، 316)

8_( بحار ، 67 ج ، 458مخ)

9_( نهج البلاغه ، 80 حكمت )

10_ ( بحار ، 2 ج ، 197 و 99مخونه )

11_ ( جامع الا حبار صدوق 94 مخ )

12_ بحار ، 73 ج ، 48 مخ )

13_ ( ميزان الحكمه )

14_ يو نس 57 آ يت

15_ ( موا عظه صد وق، 94 )

16_( نساْ – 77 )

17_ ( النحل ، 36 )

18_( جاثيه ، 23 )

19_ يو سف، 106

20_ (يو سف، 39 آ يت )

21_ حج _ 31 )

22_( بحا ر ، 49 ج 127 مخ)

23_، ر و م، 31،32ْ )

24_ ( اسرا ْ 38 )

25_ ( بقره ، 87 )

26_ ( نسا ْ 77 )

27__ ( بقره 61 )

28_ ( بقره ، 26 )

29_( عنكبوت ، 8 او لفمان ، 15 )

30_ ( حج 73 )

31_ ( عنكبوت ، 17 )

32_ ( اسرا ْ 56 )

33_ ( نسا ْ ) 139 )

34_ ( احراف 194 )

35_ ( صا فا ت ، 135 )

36_ ( نحل 36 )

37_ ( نسا 48 او 16 )

38_ ( هود 54 )

39_ ( نسا” ، 36 )

40_ ( مائده–116)

41_ ( نسا ْ 48)

42_ تويه 13 ) )

43_ ( فا طر 40 )

44_ ( اسراْ- 23)

45_( كافى ، 2 ج ،161 )

46_ ( مريم 14 او 23 آ يتو نه )

47_ ( ميزان الحكمه )

48_( اعيان السعه 1 – ج ، 607 مخ )

49_ ( نمل ، 40، لقمان ، 12 او زمر 7 )

50_ ( اسر اْ 3 )

51_ ( نمل ، 19 )

52_ حجرات، 7 )

53_( كافى ، باب الشكر 25 حد يث

54_ ( كوثر، 1- 2 )

55_ ( وسائل ، 1 ج ، 446 مخ )

56_ ( بقره ، 282 )

57_ ( معد رك ، 11ج ، 12676 حديث )

58- ( ضحى ، 9 )

59_ ( ضحى 10 )

60_ ( تو به 102 )

61_ ( عيون الا خبار ، 2 ج ، 24 مخ )

62_ ( بقره ، 216 )

63_ نسا ْ، 15

64_ احزاب، 1

65_ انسان ، 24

66_( تفسير مجمع البيا ن )

67_ ( بقره ، 54 ، 100 )

68_ ( يوسف 33 ، 90 )

69_( نهج البلاغه ، 252 حكمت )

70_ ( آ ل عمر ا ن )

71_ ( كنز العما ل ، 3 ج ، 17 مخ )

72_ ( ما ئد ه ، 78 )

73_ ( بحا ر ، 44 ج، 328 مخ )

74_ ( كا فى ، 5ج ، 55 مخ )

75_ ( نسا ء 140، او انعا م 67 )

76_ ( فرقا ن ، 63 )

77_ ( مائيده ،54 )

78_( هود ، 134 )

79_( اسرا ْ )

80_ (بحار،47 ج ، 47 مخ )

81_ ( بحار ، 47 ج ، سيره پېغمبر )

82_ ( بحار ، 16 ج ، 235 مخ )

83_( بحار166 ج 155 مخ ) ( بحار ، 73 ج 258 مخ )

84_ ( بحار ، 47 ج و47 مخ )

85_ ( كودك ، خلفى 2ج ، 457 مخ )

86_ ( بحار ، 49 ج ، 99 مخ )

87_ ( نمل ، 125 )

88_ ( ض ، 14 آيت )

89_ ( حج ، 34 آيت )

90_ ( انعام ، 14 )

91 ( نسا ْ ،125 )

92_ ( بحا ر ، ج 26 ، 260 مخ ) ( بحار ، 24 ج ، 85 مخ )

93_ ( د نورا لستعليق تفسير ) تو حيد صدوق 330 )

94_( كهف 109 )

95_ ( مافات 171 – 172 )

96_ ( شورى 21 )

97_ ( فا ، 171 )

98_ ( انفعال ، 7 )

99_ ( شورى ، 24 )

100_ (ا سرا ْ 23 )

101_ ( نمل ، 96 )

102_ ( زلزال ، 2 )

103_ ( تعد ا ، 88 )

104_ ( معار ج – 15 )

105_ ( مرسلا ت 36 )

106_ ( مؤمنون ، 101 )

107_ ( بقره – 166)

 

سرچینه:  تفسیر  نور، مفسر شیخ محسن قرآیتی

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!